او موږ باور ایمان لرو چې الله - تعالی - د پيریانو پلار (جان) له خالص (بې لوګي) اور له شغلو څخه پيدا کړی دی، الله تعالی فرمایلي: {وَالْجَانَّ خَلَقْنَاهُ مِن قَبْلُ مِن نَّارِ السَّمُومِ} (او جانّ (پیری) مونږ هغه له ده نه مخكې د بې لوګي اور څخه پیدا كړى دى). [الحجر سورت: 27 آیت]، او همدا رنګه فرمایلي یې دي: {وَخَلَقَ الْجَانَّ مِن مَّارِجٍ مِّن نَّار} (او جان (پیری) يې د اور له خالصې (بې لوګي) شغلې نه پیدا كړى دى) [الرحمن سورت: 15 آیت]، او رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: پریښتې له رڼا(نور) څخه پیدا شوې دي، او جان ( پیری) د اور له خالصې شغلې څخه پیدا شوی دی او ادم علیه السلام له هغه څه څخه پیدا شوی چې تاسو ته بیان شوي دي. ( مسلم روایت کړی دی (2996).
او مونږ پدې ایمان لرو چې الله پاک پيریان او انسانان د خپل عبادت لپاره پیدا کړي دي، الله تعالی فرمایلي دي: {وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالإِنسَ إِلاَّ لِيَعْبُدُون} (او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي) [الذاريات سورت: 56 آیت]. په پیریانو کې وعظ کوونکي (ویروونکي) وي او پيغمبران پکې نه وي، الله تعالی فرمایلي: {وَإِذْ صَرَفْنَا إِلَيْكَ نَفَرًا مِّنَ الْجِنِّ يَسْتَمِعُونَ الْقُرْآنَ فَلَمَّا حَضَرُوهُ قَالُوا أَنصِتُوا فَلَمَّا قُضِيَ وَلَّوْا إِلَى قَوْمِهِم مُّنذِرِين}. (او هغه وخت (یاد كړه) چې مونږ تا ته د پېریانو یوه ډله راوګرځوله، چې قرآن به اوري، نو كله چې دوى ده (قرآن اوریدلو) ته حاضر شول، نو ويې ويل:چوپ شئ! نو كله چې (د قرآن تلاوت) تمام كړى شو (نو) دوى خپل قوم ته بېرته وګرځېدل، په داسې حال كې چې وېروونكي وو). [الأحقاف سورت: 29 آیت]. ابن عباس - رضي الله عنهما - فرمایلي دي: «پيغمبران له بني آدم څخه دي، او له پيریانو څخه ویروونکي دي». (تفسير ابن كثير (3/340).
او د الله تعالی دا قول: {يَا مَعْشَرَ الْجِنِّ وَالإِنسِ أَلَمْ يَأْتِكُمْ رُسُلٌ مِّنكُمْ يَقُصُّونَ عَلَيْكُمْ آيَاتِي} (اى د پیریانو او انسانانو ډلې! آیا تاسو ته له هم تاسو نه رسولان نه وو راغلي چې تاسو ته به يې زما آیتونه بیانول)، نو مقصد ورڅخه: ستاسو له جملې نه دی، نه دا چې ستاسو ټولو څخه، دا لکه د الله تعالی د دې وینا په څېر دی: {وَجَعَلَ الْقَمَرَ فِيهِنَّ نُورًا} (او په دغو كې يې سپوږمۍ روښانه جوړه كړه)، او د الله تعالی دا قول: {فَكَذَّبُوهُ فَعَقَرُوهَا} (نو دوى د هغه تكذیب وكړ (دروغجن يې وګاڼه) او هغه اوښه یې رخمي کړه (او مړه يې كړه)) سره لدې چې اوښه وژونکی له هغوی څخه یو نفر و.
موږ باور لرو چې د پېريانو پيدايښت د آدم له پيدايښت څخه مخکې دى. د دې وجې نه الله تعالی فرمايي: {وَالْجَآنَّ خَلَقْنَاهُ مِن قَبْلُ مِن نَّارِ السَّمُوم} (او جانّ (پېری) مونږ هغه له ده نه مخكې د بې لوګي اور څخه پیدا كړى دى) [الحجر سورت: 27 آیت]، او د شیطانانو مشر ابلیس دی - الله دې موږ له هغه څخه وساتي - الله هغه له اور څخه پیدا کړی لکه څرنګه چې نور پیریان او شیطانان پیدا کړي دي، الله تعالی د ابلیس په اړه د خبرتیا په موخه وفرمایل: {قَالَ أَنَا خَيْرٌ مِّنْهُ خَلَقْتَنِي مِن نَّارٍ وَخَلَقْتَهُ مِن طِين} (وویل (شیطان): زه له هغه نه غوره یم، تا زه له اوره پیدا كړى یم او هغه دې له خَټې پیدا كړى دى). [الأعراف سورت: 12 آیت]، او دا چې ابلیس له پیریانو څخه و، الله تعالی فرمایلي دي: {وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلاَئِكَةِ اسْجُدُوا لآدَمَ فَسَجَدُوا إِلاَّ إِبْلِيسَ كَانَ مِنَ الْجِنِّ فَفَسَقَ عَنْ أَمْرِ رَبِّهِ} (او (یاد كړه) هغه وخت چې مونږ ملايكو ته وویل: تاسو آدم ته سجده وكړئ، نو دوى سجده وكړه، غیر له ابلیس نه، هغه له جناتو څخه و، نو هغه د خپل رب د حكم نافرماني وكړه. [الكهف سورت: 50 آیت].
او شیطان هغه څوک دی چې - زمونږ- مور او پلار یې ګمراه کړي وو، تر دې چې له جنت څخه وویستل، کله یې چې دوی ته - په زړونو کې - وسوسه ورواچوله، او قسم یې ورته یاد کړ چې زه تاسو ته له نصیحت کوونکو څخه یم، نو هغه دوی دواړو ته په دوکي سره تمه ورکړه، نو دوی له ونې څخه خوراک وکړ، حق ذات فرمایلي دي: {وَيَا آدَمُ اسْكُنْ أَنتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ فَكُلاَ مِنْ حَيْثُ شِئْتُمَا وَلاَ تَقْرَبَا هَـذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ الظَّالِمِين * (او اى آدمه! ته او ستا ښځه په جنت كې اوسئ، نو تاسو خوراك كوئ له كوم ځاى نه چې مو خوښه شي، او دې ونې ته مه نژدې كېږئ (،ګنې) نو له ظالمانو نه به شئ. فَوَسْوَسَ لَهُمَا الشَّيْطَانُ لِيُبْدِيَ لَهُمَا مَا وُورِيَ عَنْهُمَا مِن سَوْءَاتِهِمَا وَقَالَ مَا نَهَاكُمَا رَبُّكُمَا عَنْ هَـذِهِ الشَّجَرَةِ إِلاَّ أَن تَكُونَا مَلَكَيْنِ أَوْ تَكُونَا مِنَ الْخَالِدِين* نو دوى دواړو ته شیطان وسوسه واچوله، د دې لپاره چې هغه (شیطان) دوى دواړو ته هغه څه ورښكاره كړي چې له دوى نه پټ وو، چې د دوى د شرم ځایونه دي او (ورته) ويې ويل: تاسو دواړه ستاسو رب له دې ونې نه نه یئ منع كړي مګر له دې وجې چې تاسو دواړه به ملايك شئ، یا چې شئ به له تل پاتې كېدونكو نه. وَقَاسَمَهُمَا إِنِّي لَكُمَا لَمِنَ النَّاصِحِين * او هغه دوى ته پوخ قسم وخوړ چې بېشكه زه ستاسو لپاره یقینًا له خیر خواهۍ كوونكو ځنې یم. فَدَلاَّهُمَا بِغُرُورٍ فَلَمَّا ذَاقَا الشَّجَرَةَ بَدَتْ لَهُمَا سَوْءَاتُهُمَا وَطَفِقَا يَخْصِفَانِ عَلَيْهِمَا مِن وَرَقِ الْجَنَّةِ وَنَادَاهُمَا رَبُّهُمَا أَلَمْ أَنْهَكُمَا عَن تِلْكُمَا الشَّجَرَةِ وَأَقُل لَّكُمَا إِنَّ الشَّيْطَآنَ لَكُمَا عَدُوٌّ مُّبِين * نو هغه دوى دواړو ته په دوكې سره تمه وركړه، نو كله چې دوى هغه ونه وڅكله، دوى ته خپل شرم ځایونه ښكاره شول او دواړه لګیا شول چې پر خپلو ځانونو يې د جنت پاڼې نښلولې او دوى ته خپل رب اواز وكړ چې آیا ما تاسو دواړه له دې ونې څخه نه وئ منع كړي او تاسو ته مې نه وو ویلي چې بېشكه شیطان ستاسو د دواړو ښكاره دښمن دى. قَالاَ رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنفُسَنَا وَإِن لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِين}. دوى وویل: اى زمونږه ربه! مونږ پر خپلو ځانونو ظلم كړى دى او كه چېرې ته مونږ ونه بخښې او پر مونږ رحم ونه كړې (، نو) مونږ به خامخا لازمًا له تاوانیانو څخه شو). [الأعراف سورت: 19-23 آیتونه].
او موږ باور لرو چې شیطان له سجدې کولو تکبر وکړ، نو الله په هغه غضب شو، او له رحمت نه یې لرې کړ، او له تلپاتي جنت څخه یې وشاړه، او - پدې باور لرو - چې هغه د قیامت پورې له الله څخه - د ژوندي پاتې کېدلو- مهلت وغوښت؛ نو الله مهلت ورکړ، او هغه د الله په جلال قسم یاد کړ چې د آدم ټوله اولاده به په فتنه کې واچوي مګر د الله مخلص بندګان، حق ذات د هغه له دسیسې څخه د خبرولو په موخه وفرمایل: {إِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلاَئِكَةِ إِنِّي خَالِقٌ بَشَرًا مِن طِين * (كله چې ستا رب ملايكو ته وویل چې بېشكه زه له خَټې نه د یو بشر پیدا كوونكى یم. فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي فَقَعُوا لَهُ سَاجِدِين* نو كله چې زه هغه برابر كړم او په هغه كې له خپل (پيدا كړي) روح نه پو كړم، نو تاسو هغه ته پرېوځئ، چې سجده كوونكي یئ. فَسَجَدَ الْمَلاَئِكَةُ كُلُّهُمْ أَجْمَعُون * نو ملايكو ټولو سجده وكړه. إِلاَّ إِبْلِيسَ اسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنْ الْكَافِرِين * غیر له ابلیس نه، هغه لويي وكړه او شو له كافرانو څخه. قَالَ يَا إِبْلِيسُ مَا مَنَعَكَ أَن تَسْجُدَ لِمَا خَلَقْتُ بِيَدَيَّ أَسْتَكْبَرْتَ أَمْ كُنتَ مِنَ الْعَالِين* (الله) وویل: اى ابليسه! ته هغه كس ته له سجدې كولو نه څه شي منع كړې، چې ما پخپلو دواړو لاسونو پیدا كړى دى؟ آیا تا لويي وكړه، یا ته (له شروع نه) د لوړو اوچتو خلقو ځنې يې؟ قَالَ أَنَا خَيْرٌ مِّنْهُ خَلَقْتَنِي مِن نَّارٍ وَخَلَقْتَهُ مِن طِين * هغه وویل: زه له ده نه ډېر غوره یم، تا زه له اوره پیدا كړى یم او هغه دې له خټې نه پیدا كړى دى. قَالَ فَاخْرُجْ مِنْهَا فَإِنَّكَ رَجِيم * (الله) وویل: نو ته له دې (جنت) نه ووځه، پس بېشكه ته رټل شوى يې. وَإِنَّ عَلَيْكَ لَعْنَتِي إِلَى يَوْمِ الدِّين * او بېشكه په تا باندې د بدلې تر ورځې پورې زما لعنت دى. قَالَ رَبِّ فَأَنظِرْنِي إِلَى يَوْمِ يُبْعَثُون* هغه وویل: اى زما ربه! نو ته ما ته تر هغې ورځې پورې مهلت راكړه چې دوى (خلق) به بیا راژوندي كولى شي. قَالَ فَإِنَّكَ مِنَ الْمُنظَرِين * الله وویل: پس بېشكه ته له مهلت وركړى شویو څخه يې. إِلَى يَوْمِ الْوَقْتِ الْمَعْلُوم * د معلوم وخت تر ورځې پورې. قَالَ فَبِعِزَّتِكَ لأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِين * ده وویل: نو قسم ستا پر عزت! چې خامخا ضرور به زه دوى ټول ګمراه كوم. إِلاَّ عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِين}. مګر په دوى كې ستا هغه بنده ګان چې خالص كړى شوي دي). [ص سورت: 71-83 آیتونه]. او شیطان وویل لکه څرنګه چې الله تعالی - د هغه په اړه - خبر ورکړی: {فَبِمَا أَغْوَيْتَنِي لأَقْعُدَنَّ لَهُمْ صِرَاطَكَ الْمُسْتَقِيم* (ابلیس) وویل: نو په سبب د هغه چې تا زه ګمراه كړم، زه به خامخا ضرور دوى ته ستا په نېغه لار كې كېنم. ثُمَّ لآتِيَنَّهُم مِّن بَيْنِ أَيْدِيهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ وَعَنْ أَيْمَانِهِمْ وَعَن شَمَآئِلِهِمْ وَلاَ تَجِدُ أَكْثَرَهُمْ شَاكِرِين} بیا به خامخا لازمًا زه دوى ته راځم د دوى له مخې نه او د دوى له شا نه او د دوى له ښیو اړخونو نه او چپو اړخونو نه او ته به د دوى اكثره شكر ګذاره ونه مومې). [الأعراف سورت: 16، 17 آیتونه].
او پېريان - هم - په شریعتونو سره مخاطب او مکلف دي، او دوی له پېغمبرانو او ویروونکو څخه د وحیې د اوریدلو او پوهېدلو توان لري؛ لدې امله کله یې چې قرآن واوریده نو ویې ویل، لکه څرنګه چې الله تعالی له هغوی څخه خبر ورکړی: {وَإِذْ صَرَفْنَا إِلَيْكَ نَفَرًا مِّنَ الْجِنِّ يَسْتَمِعُونَ الْقُرْآنَ فَلَمَّا حَضَرُوهُ قَالُوا أَنصِتُوا فَلَمَّا قُضِيَ وَلَّوْا إِلَى قَوْمِهِم مُّنذِرِين *. او هغه وخت (یاد كړه) چې مونږ تا ته د پېریانو یوه ډله راوګرځوله، چې قرآن به اوري، نو كله چې دوى دې (قرآن) ته حاضر شول، نو ويې ويل:چوپ شئ! نو كله چې (د قرآن تلاوت) تمام كړى شو (نو) دوى خپل قوم ته بېرته وګرځېدل، په داسې حال كې چې وېروونكي وو. قَالُوا يَا قَوْمَنَا إِنَّا سَمِعْنَا كِتَابًا أُنزِلَ مِن بَعْدِ مُوسَى مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ وَإِلَى طَرِيقٍ مُّسْتَقِيم}. دوى وویل: اى زمونږ قومه! بېشكه مونږ داسې كتاب واورېده چې له موسیٰ نه وروسته نازل كړى شوى دى، په داسې حال كې د هغو (كتابونو) تصدیق كوونكى دى چې له ده نه مخكې وو، حق ته او نېغې (سمې) لارې ته ښوونه كوي). [الأحقاف سورت: 29، 30 آیتونه].
او مونږ پوهیږو چې له پیریانو یې ځینې نیکان او ځینې یې بدان دي، نو څوک چې له دوی څخه ایمان راوړي نو تګ لوری یې جنت ته دی، او څوک چې له دوی څخه کافر شي نو تګ لوری یې اور ( دوزخ ) ته دی، حق ذات فرمایلي دي: {وَأَنَّا مِنَّا الصَّالِحُونَ وَمِنَّا دُونَ ذَلِكَ كُنَّا طَرَائِقَ قِدَدًا}. (او دا چې بېشكه پر مونږ كې ځینې نېكان (او صالحه خلک) دي او پر مونږ كې له دغو نه لاندې هم شته، مونږ په مختلفو لارو روان یو). [الجن سورت: 11 آیت]، بیا الله -تعالی- وفرمایل: {وَأَنَّا مِنَّا الْمُسْلِمُونَ وَمِنَّا الْقَاسِطُونَ فَمَنْ أَسْلَمَ فَأُوْلَئِكَ تَحَرَّوْا رَشَدًا * (او دا چې بېشكه په مونږ كې ځینې مسلمانان دي او ځینې په مونږ كې ظالمان دي، نو هغه چا چې اسلام راوړي، نو دغو خلکو د نېغې لارې قصد (او طلب) وكړ. وَأَمَّا الْقَاسِطُونَ فَكَانُوا لِجَهَنَّمَ حَطَبًا}. او هر چې ظالمان دي، نو دوى به د جهنم لرګي (خشاك) وي). [الجن سورت: 14، 15 آیتونه].
او الله -تعالی- د قيامت په ورځ د ملائکو لخوا د فاسقو انسانانو او پيریانو د ملامتولو او مجازات کولو په اړه په خبر ورکولو سره فرمایي: {يَا مَعْشَرَ الْجِنِّ وَالإِنسِ أَلَمْ يَأْتِكُمْ رُسُلٌ مِّنكُمْ يَقُصُّونَ عَلَيْكُمْ آيَاتِي وَيُنذِرُونَكُمْ لِقَاء يَوْمِكُمْ هَـذَا}. (اى د پیریانو او انسانانو ډلې! آیا تاسو ته همدا ستاسو د جنس څخه رسولان نه وو راغلي چې تاسو ته به يې زما آیتونه بیانول او تاسو به يې د دې ورځې له ملاقات نه وېرولئ؟) [الأنعام سورت: 130 آیت]، او همدا رنګه الله - تعالی - فرمایلي: {قَالَ ادْخُلُواْ فِي أُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِكُم مِّن الْجِنِّ وَالإِنسِ فِي النَّارِ}. [(ورته) وبه وايي: تاسو له هغو امتونو سره یو ځاى اور ته داخل شئ چې له تاسو نه مخكې په پېریانو او انسانانو كې تېر شوي دي]. [الأعراف سورت: 38 آیت].
او الله -سبحانه وتعالی- دوزخ ته د دوی د ننوتلو لامل بیان کړ چې هغه د منلو په موخه د حق وینا نه اوریدل دي، الله - تعالی - فرمایلي: {وَلَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرًا مِّنَ الْجِنِّ وَالإِنسِ لَهُمْ قُلُوبٌ لاَّ يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لاَّ يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ آذَانٌ لاَّ يَسْمَعُونَ بِهَا}. (او یقینًا یقینًا مونږ د جهنم لپاره ډېر زیات داسې پېریان او انسانان پیدا كړي دي چې د هغوى زړونه شته (خو) په هغو سره هغوى نه پوهېږي او د هغوى سترګې شته (خو) لیدل پرې نه كوي او د هغوى غوږونه شته (خو) اورېدل پرې نه كوي). [الأعراف سورت: 179 آیت]، دا آیت پدې دلالت کوي چې پیریان؛ زړونه، غوږونه او سترګې لري. او شیطانان آوازونه لري چې په هغې سره خلک راپاروي، حق تعالی فرمایلي دي: {وَاسْتَفْزِزْ مَنِ اسْتَطَعْتَ مِنْهُمْ بِصَوْتِكَ وَأَجْلِبْ عَلَيْهِم بِخَيْلِكَ وَرَجِلِكَ}. (او ته په خپل اواز سره له دوى ځنې هغه څوك راپورته كړه چې ستا پرې وس رسېږي، او ته په دوى باندې خپل سواره او پیاده راجمع كړه). [الإسراء سورت: 64 آیت].
او الله - تعالی- انسانانو ته نصیحت کړی تر څو یې شیطان ونه غولوي لکه څرنګه یې چې د دوی مور او پلار دوکه کړي وو، لوی څښتن - تعالی - فرمایي: {يَا بَنِي آدَمَ لاَ يَفْتِنَنَّكُمُ الشَّيْطَانُ كَمَا أَخْرَجَ أَبَوَيْكُم مِّنَ الْجَنَّةِ يَنزِعُ عَنْهُمَا لِبَاسَهُمَا لِيُرِيَهُمَا سَوْءَاتِهِمَا إِنَّهُ يَرَاكُمْ هُوَ وَقَبِيلُهُ مِنْ حَيْثُ لاَ تَرَوْنَهُمْ إِنَّا جَعَلْنَا الشَّيَاطِينَ أَوْلِيَاء لِلَّذِينَ لاَ يُؤْمِنُون}. (اى د ادم اولاده! تاسو لره دې شیطان هیڅكله هم په فتنه كې وانه چوي، لكه څنګه چې يې ستاسو مور وپلار له جنت نه وويستل، چې له هغوى نه يې د هغوى لباس وښكلو، د دې لپاره چې هغوى ته خپل شرم ځایونه وښیي، بېشكه هغه او د هغه قبیله تاسو له هغه ځایه ویني چې تاسو يې نه وینئ، بېشكه مونږ شیطانان د هغو خلقو لپاره دوستان جوړ كړي دي چې ایمان نه راوړي). [الأعراف سورت: 27 آیت].
او موږ ایمان لرو پدې چې سره لدې چې شیطان - پدې پوهیږي چې هغه د الله مخلص بندګان نشي غولولی - (خو بیا هم) هغه او د هغه لښکر هڅه کوي چې دوی دوکه کړي او عبادتونه یې پرې فاسد کړي، د عزت خاوند ذات فرمایلي: {وَكَذَلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نِبِيٍّ عَدُوًّا شَيَاطِينَ الإِنسِ وَالْجِنِّ يُوحِي بَعْضُهُمْ إِلَى بَعْضٍ زُخْرُفَ الْقَوْلِ غُرُورًا وَلَوْ شَاء رَبُّكَ مَا فَعَلُوهُ فَذَرْهُمْ وَمَا يَفْتَرُون}. (او همدارنګه مونږ د هر نبي لپاره انسي او جني شیطانان، دښمنان ګرځولي وو، چې د دغو ځینو به ځینو نورو ته ښايسته كړى شوې خبرې د دوكه كولو (غولولو) لپاره ور اچولې او كه چېرې ستا رب، غوښتلى (، نو) دوى به دا (كار) نه و كړى، نو ته دوى پرېږده او هغه هم چې دوى له خپله ځانه څه دروغ جوړوي). [الأنعام سورت: 112 آیت]. او په حدیث کې راځي چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «إِنَّ عِفْرِيتًا مِنَ الجِنِّ تَفَلَّتَ عَلَيَّ البَارِحَةَ -أَوْ كَلِمَةً نَحْوَهَا- لِيَقْطَعَ عَلَيَّ الصَّلَاةَ، فَأَمْكَنَنِي اللَّهُ مِنْهُ، فَأَرَدْتُ أَنْ أَرْبِطَهُ إِلَى سَارِيَةٍ مِنْ سَوَارِي المسْجِدِ حَتَّى تُصْبِحُوا وَتَنْظُرُوا إِلَيْهِ كُلُّكُمْ، فَذَكَرْتُ قَوْلَ أَخِي سُلَيْمَانَ: رَبِّ هَبْ لِي مُلْكًا لَا يَنْبَغِي لِأَحَدٍ مِنْ بَعْدِي». «یو سرکشه شیطان مې تېره شپه په ناڅاپي توګه مخې ته راغی -یا دې ته ورته الفاظ یې وویل- تر څو راباندې لمونځ پرې کړي، نو الله - تعالی - پرې توان راکړ، نو ومې غوښتل چې د جومات له ستنو څخه یې د یوې ستنې پورې وتړم، تر څو تاسو سهار کړئ او ټول ورته وګورئ، نو - دې وخت کې - مې د ورور سلیمان وینا رایاده شوه - چې ویلي یي دي - رَبِّ هَبْ لِي مُلْكًا لَا يَنْبَغِي لِأَحَدٍ مِنْ بَعْدِي» (اى زما ربه! ته ما ما ته داسې پاچاهي راكړه چې له ما نه پس د هیچا لپاره مناسبه نه وي)». روح بن عباده ـ فرمایي: نو خوار او ذلیل یې وشاړه. (بخاري (۴۶۱) او مسلم (۵۴۱) روایت کړی دی. او له ابن مسعود - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایي چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «ذَاكَ شَيْطَانٌ يُقَالُ لَهُ خِنْزَبٌ، فَإِذَا أَحْسَسْتَهُ فَتَعَوَّذْ بِاللهِ مِنْهُ، وَاتْفِلْ عَلَى يَسَارِكَ ثَلَاثًا». قَالَ: فَفَعَلْتُ ذَلِكَ، فَأَذْهَبَهُ اللهُ عَنِّي. "په تاسو کې هېڅوک داسې نشته مګر دا چې له پيریانو پرې یو تن ملازم او ورسره تل پاتې کیدونکی مقرر شوی وي" هغوى وويل: د الله رسوله او تاسو هم؟ ويې فرمايل: «او زه هم ، مګر دا چې الله پرې زه برلاسی کړی یم، نو اسلام یې راوړی دی - لدې امله - هغه ماته پرته له خير څخه په بل څه امر نه کوي». (مسلم (2814) روایت کړی دی).
او له سبرة بن أبي فاکه - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه مې اوریدلي دي چې فرمایل یې: «إِنَّ الشَّيْطَانَ قَعَدَ لِابْنِ آدَمَ بِأَطْرُقِهِ، فَقَعَدَ لَهُ بِطَرِيقِ الْإِسْلَامِ، فَقَالَ: تُسْلِمُ وَتَذَرُ دِينَكَ وَدِينَ آبَائِكَ وَآبَاءِ أَبِيكَ، فَعَصَاهُ فَأَسْلَمَ، ثُمَّ قَعَدَ لَهُ بِطَرِيقِ الْهِجْرَةِ، فَقَالَ: تُهَاجِرُ وَتَدَعُ أَرْضَكَ وَسَمَاءَكَ، وَإِنَّمَا مَثَلُ الْمُهَاجِرِ كَمَثَلِ الْفَرَسِ فِي الطِّوَلِ، فَعَصَاهُ فَهَاجَرَ، ثُمَّ قَعَدَ لَهُ بِطَرِيقِ الْجِهَادِ، فَقَالَ: تُجَاهِدُ، فَهُوَ جَهْدُ النَّفْسِ وَالْمَالِ، فَتُقَاتِلُ فَتُقْتَلُ، فَتُنْكَحُ الْمَرْأَةُ، وَيُقْسَمُ الْمَالُ، فَعَصَاهُ فَجَاهَدَ»، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم: «فَمَنْ فَعَلَ ذَلِكَ كَانَ حَقًّا عَلَى اللَّهِ عز وجل أَنْ يُدْخِلَهُ الْجَنَّةَ، وَمَنْ قُتِلَ كَانَ حَقًّا عَلَى اللَّهِ عز وجل أَنْ يُدْخِلَهُ الْجَنَّةَ، وَإِنْ غَرِقَ كَانَ حَقًّا عَلَى اللَّهِ أَنْ يُدْخِلَهُ الْجَنَّةَ، أَوْ وَقَصَتْهُ دَابَّتُهُ كَانَ حَقًّا عَلَى اللَّهِ أَنْ يُدْخِلَهُ الْجَنَّةَ». «یقینا شیطان د آدم اولادې ته - د هغه د ګمراه کولو لپاره- د لارو په سر ناست دی، نو د اسلام په لار ورته کېناسته او ورته یې وویل: آیا ته اسلام راوړې او خپل دین او د خپل پلار او د پلار د پلرونو دین پریږدې، نو هغه یې خبره ونه منله او اسلام یې راوړ، بیا ورته د هجرت په لار کېناست، نو ویې ویل: آیا هجرت کوې او خپله ځمکه او آسمان دې پریږدې، یقینا د مهاجر مثال خو لکه د آس د پړي دی، نو هغه یې خبره ونه منله او هجرت یې وکړ، بیا ورته د جهاد د لارې - په سر - کېناست نو ویې ویل: جهاد کوې؛ جهاد خو د نفس او مال - په ورکولو سره کیږي، نو جنګ به کوې او وژل کیږې به، نو مېرمنه به بل چاته په نکاح شي، مال به وویشل شي، نو هغه یې خبره ونه منله او جهاد یې وکړ» نور رسول الله - صلی الله علیه وسلم - وفرمایل: «نو چا چې دا کار وکړ نو په الله عزوجل باندې حق دی چې جنت ته یې ننباسي، او یا یې خپل څاروي وغورځاوه - او مړ شو - نو په الله حق دی چې جنت ته یې ننباسي». (نسائي په (۳۱۳۴) شمېره روایت کړی، او په الکبری کې (۴۳۲۷)، ابن ابي شیبه (۱۹۶۷۵)، احمد (۱۵۹۵۸) او ابن حبان (۴۵۹۳) روایت کړی دی.
نو کله چې - شیطان - خبیث پر انبیاوو - علیهم السلام - له ولکې اچولو نه مایوسه کیږي نو له هغوی پرته په نورو خو په طریقه اولی نه - مایوسه - کیږي، له أبو العلا څخه روایت دی چې عثمان بن أبی العاص - رضي الله عنه - نبي کریم - صلی الله علیه وسلم - ته راغی او ویې وېل: ای د الله رسوله! شیطان زما او زما د لمانځه او قراءت تر منځه - مزاحمت کوونکی - واقع شو چې پر ما یې قراءت ګډوډاوه، نو رسول الله - صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: «ذَاكَ شَيْطَانٌ يُقَالُ لَهُ خِنْزَبٌ، فَإِذَا أَحْسَسْتَهُ فَتَعَوَّذْ بِاللهِ مِنْهُ، وَاتْفِلْ عَلَى يَسَارِكَ ثَلَاثًا». قَالَ: فَفَعَلْتُ ذَلِكَ، فَأَذْهَبَهُ اللهُ عَنِّي. «دا هغه شیطان دی چې خِنْزَب ورته ویل کیږي، نو کله چې پرې پوه شوې، نو په الله ورڅخه پناه وغواړه، او چپ لاس ته دې درې ځلې لاړې تو کړه ». وایې: داسې مې وکړل نو الله راڅخه لرې کړ. (مسلم په (2203) شمېره تخریج کړی دی).
په صحیح البخاري کې راغلي: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «إِنَّ الشَّيْطَانَ يَجْرِي مِنِ ابْنِ آدَمَ مَجْرَى الدَّمِ». "شیطان په بني آدم کې لکه د وینې د جریان په څېر ځغلې ." (بخاري په (2038، 7171) شمېره روایت کړی دی). او ابن بطة -رحمه الله- په خپل کتاب "الابانه" کې په همدې مفهوم سره یو باب ایښودلی دی او وايي: «باب الإيمان بأن الشيطان مخلوق مُسَلَّط على بني آدم يجري منهم مجرى الدم إلا من عصمه الله منه، ومن أنكر ذلك فهو من الفرق الهالكة». یعنې باب دی په باره د ایمان درلودلو پدې چې شیطان هغه مخلوق دی چې پر بنی آدم مسلط دی، او لکه د وینې په څېر په کې ځغلي، مګر هغه څوک چې الله ترې ساتلي وي، او څوک چې لدې نه انکار کوي نو هغه له برباد شوو ډلو څخه دی ». (الابانة الکبری، د ابن بطة ۴/۶۱).
او مونږ پوهیږو چې په بني آدم له ملاېکو څخه راپېښېدونکي راځي او له شیطانانو پرې راتلونکي هم راځي، نو پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - مونږ ته راښودلي چې څرنګه له راپېښېدونکي شیطان څخه ځان وژغورو؛ له عبد الله بن مسعود - رضي الله عنه - څخه روایت دي وایې: چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «إِنَّ لِلشَّيْطَانِ لَمَّةً بِابْنِ آدَمَ، وَلِلْمَلَكِ لَمَّةً، فَأَمَّا لَمَّةُ الشَّيْطَانِ فَإِيعَادٌ بِالشَّرِّ وَتَكْذِيبٌ بِالحَقِّ، وَأَمَّا لَمَّةُ المَلَكِ فَإِيعَادٌ بِالخَيْرِ وَتَصْدِيقٌ بِالحَقِّ، فَمَنْ وَجَدَ ذَلِكَ فَلْيَعْلَمْ أَنَّهُ مِنَ اللَّهِ، فَلْيَحْمَدِ اللَّهَ، وَمَنْ وَجَدَ الأُخْرَى فَلْيَتَعَوَّذْ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ». «يقينا شيطان بني آدم ته قصد لري (یو څه ورپه زړه کوي)، او ملاېکې هم قصد لري (یو څه ور په زړه کوي)، بني آدم ته د شیطان قصد هغه ته په شر سره وعده ورکول او حق دروغ ګڼل دي، او بني آدم ته د پرېښتې قصد؛ په خیر سره وعده ورکول او حق ريښتیا ګڼل دي، نو چا چې دا -وروستی- ومونده نو پوه دې شي چې دا د الله له لورې دی، نو د الله ستاینه دې وکړي، او چا چې بل څه وموندل، نو په الله سره دې له رټلی شوي شیطان څخه پناه وغواړي بیا یې - دا آیت - ولوست (الشَّيْطَانُ يَعِدُكُمُ الْفَقْرَ وَيَأْمُرُكُم بِالْفَحْشَاءِ) الآيَةَ [البقرة سورت: 268 آیت]». (شیطان تاسو له غریبۍ څخه وېروي او تاسو ته د بې حیایۍ حكم كوي. (ترمذي په (۲۹۸۸) شمېره روایت کړی دی، ابن مبارک په الزھد (۱۴۳۵)، احمد په الزھد (۸۵۴) او ابو داود په الزھد (۱۶۴) کې روایت کړی دی.
او مونږ ایمان لرو چې الله - تعالی - خپل وفادار بندګان د شیطانانو له دسیسو څخه ساتي تر څو چې دوی - د الله تعالی - څخه بخښنه غواړي. په "المسند" کې راغلي: «إِنَّ الشَّيْطَانَ قَالَ: وَعِزَّتِكَ يَا رَبِّ، لَا أَبْرَحُ أُغْوِي عِبَادَكَ مَا دَامَتْ أَرْوَاحُهُمْ فِي أَجْسَادِهِمْ، قَالَ الرَّبُّ: وَعِزَّتِي وَجَلَالِي لَا أَزَالُ أَغْفِرُ لَهُمْ مَا اسْتَغْفَرُونِي». «یقینا شیطان ویلي: ستا په عزت مې دې قسم وي ای ربه، تر هغه به ستا بنده ګان بې لارې کوم تر څو یې چې ساګانې په جسدونو کې وي، متعال رب وفرمایل: زما دې په خپل عزت او جلال قسم وي تر هغه به ورته بخښنه کوم، تر څو چې دوی راڅخه بخښنه غواړي». (أحمد (11237)، او عبد بن حميد (932)، او أبو يعلى (1273، 1399)، او الطبراني په الأوسط (8788)، او په الدعاء (1779).) کې روایت کړی دی).
او مونږ پوهیږو چې شیطان د انسان په شکل یا د هغه څه په شکل چې الله ورته په هغه د ځان بدلولو اجازه ورکړي وي ځان بدلوی. په «صحيح البخاري» کې له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې: زه رسول الله - صلی الله علیه وسلم - د رمضان د زکات په ساتلو وګمارلم، نو یو څوک راته راغی او له خوړو یې په راخیستلو پیل وکړ، نو ومې نیوه، ورته مې وویل: خامخا به دې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - ته سپارم- حدیث یې ذکر کړ - نو ویې وییل: کله چې خپل خوب ځای ته لاړې نو آیت الکرسي ولوله، د الله لخوا نه به درباندې ساتونکی - مقرر - وي، او شیطان به درته تر سهاره نه نیږدې کیږي، نو پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - وفرمایل: «صَدَقَكَ وَهُوَ كَذُوبٌ، ذَاكَ شَيْطَانٌ». «ریښتیا یې درته ویلي او هغه دروغجن دی، هغه شیطان و». بخاری له خپل شیخ عثمان بن الهیثم څخه په دوو ځایونو کې معلق راوړی دی (3275، 5010).
او د جاهلیت د زمانې خلکو به - د هغوی د زیاتې ناپوهۍ له امله - د پيریانو په مشرانو پناه غوښتله، نو پدې سره به د هغوی ویره او رعب نور هم زیات شو، الله تعالی د هغوی له حال څخه د خبرولو په موخه وفرمایل: {وَأَنَّهُ كَانَ رِجَالٌ مِّنَ الإِنسِ يَعُوذُونَ بِرِجَالٍ مِّنَ الْجِنِّ فَزَادُوهُمْ رَهَقًا}. (او بېشكه شان دا دى چې په انسانانو كې ډېر داسې سړي وو چې په پېریانو كې په ځینو سړیو پورې به يې پناه نیوله، نو دغو خلقو دغو (پېریانو) ته سركشي ورزیاته كړه) [الجن سورت: 6 آیت].
او مونږ ایمان لرو چې د بتانو عبادت کوونکي یوازې د پیریانو عبادت کوي، الله تعالی د دوی د عقیدې له حقیقت څخه په خبر ورکولو سره فرمایي: {وَيَوْمَ يَحْشُرُهُمْ جَمِيعًا ثُمَّ يَقُولُ لِلْمَلاَئِكَةِ أَهَؤُلاَء إِيَّاكُمْ كَانُوا يَعْبُدُون * (او (یاده كړئ) هغه ورځ چې هغه (الله) به دوى ټول راجمع كړي، بیا به ملايكو ته ووايي: آیا دغو كسانو به خاص ستاسو عبادت كاوه؟. قَالُوا سُبْحَانَكَ أَنتَ وَلِيُّنَا مِن دُونِهِم بَلْ كَانُوا يَعْبُدُونَ الْجِنَّ أَكْثَرُهُم بِهِم مُّؤْمِنُون}. (هغوى (ملايك) به ووايي: تا لره پاكي ده، ته له دوى نه غیر زمونږ مولٰى (او كارساز) يې بلكې دوى به د پېریانو عبادت كاوه، د دوى اكثره پر هغوى ایمان راوړونكي وو) [سبأ سورت: 40، 41 آیتونه].
او مونږ پوهیږو چې شیطان انسان لره په کفر سره دوکه کوي، بیا ترې په دنیا کې لاس اخلي، لکه څرنګه چې الله -تعالی- له هغه څخه خبر ورکوي: {كَمَثَلِ الشَّيْطَانِ إِذْ قَالَ لِلإِنسَانِ اكْفُرْ فَلَمَّا كَفَرَ قَالَ إِنِّي بَرِيءٌ مِّنكَ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ رَبَّ الْعَالَمِين}. [(د منافقانو مثال د وعدې په مخالفت كې) د شیطان په شان دى كله چې هغه انسان ته ووايي چې كافر شه، نو كله چې هغه (انسان) كافر شي، دى (ورته) وايي: بېشكه زه له تا نه بېزاره (او جدا) یم، بېشكه زه له الله رب العالمین نه وېرېږم]. [الحشر سورت: 16آیت]، او لکه څرنګه چې هغه په کفر سره دوکه کوي، په جادو سره یې هم دوکه کوي ، او هغه ته یې ورزده کوي، حق ذات له هغه څخه د خبرولو په موخه فرمایلي دي: {وَلَـكِنَّ الشَّيْاطِينَ كَفَرُواْ يُعَلِّمُونَ النَّاسَ السِّحْرَ}. (او لېكن شيطانان كافر شوي وو، خلکو ته به يې جادو (سحر) ښوده). [البقرة سورت: 102 آیت].
او مونږ پوهیږو چې شیطان به په آخرت کې خپل دوستان پریږدي، او پدې یې ملامتوي چې د هغه پیروي یې کړې ده، حق ذات خبر ورکوي چې شیطان به په دوزخ کې د دوی په منځ کې تقریر کوونکی ودریږي: {وَقَالَ الشَّيْطَانُ لَمَّا قُضِيَ الأَمْرُ إِنَّ اللّهَ وَعَدَكُمْ وَعْدَ الْحَقِّ وَوَعَدتُّكُمْ فَأَخْلَفْتُكُمْ وَمَا كَانَ لِيَ عَلَيْكُم مِّن سُلْطَانٍ إِلاَّ أَن دَعَوْتُكُمْ فَاسْتَجَبْتُمْ لِي فَلاَ تَلُومُونِي وَلُومُواْ أَنفُسَكُم مَّا أَنَاْ بِمُصْرِخِكُمْ وَمَا أَنتُمْ بِمُصْرِخِيَّ إِنِّي كَفَرْتُ بِمَآ أَشْرَكْتُمُونِ مِن قَبْلُ إِنَّ الظَّالِمِينَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيم}. (او كله چې د خبرې فیصله وشي، شیطان به ووايي: بېشكه الله له تاسو سره وعده كړې وه حقه وعده او ما له تاسو سره وعده كړې وه، نو ما له تاسو سره خلاف وكړ، او زما لپاره پر تاسو باندې هېڅ غلبه نه وه غیر له دې نه چې ما تاسو راوبللئ، نو تاسو زما بلنه قبوله كړه (اوس) نو تاسو ما مه ملامتوئ او (بلكې) خپل ځانونه ملامته كړئ، نه زه ستاسو فریادرس یم او نه تاسو زما فریادرسان یئ، بېشكه زه انکار کوم په هغه څه چې تاسو زه (له الله سره) شریك كړى وم له دې نه مخكې، بېشكه دا ظالمان چې دي د هغوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى). [إبراهيم سورت: 22 آیت].