او مونږ د الله په فیصلې او تقدیر ایمان لرو، او په علم الیقین سره پوهیږو چې په قضا او قدر ایمان درلودل د ایمان له رکنونو څخه شپږم رکن دی؛ نو په قدر ایمان په الله تعالی له ایمان څخه دي، ځکه چې قدر د الله تعالی له علم او د هغه له تقدیر ، تدبیر مشیئت او مخلوق څخه دی.
او مسلمانانو پدې اجماع کړې ده چې په تقدیر ایمان د ایمان له رکنونو څخه یو رکن دی.
او مونږ پوهیږو چې په قضا او قدر ایمان د الله په هر اړخیز او چاپيره علم باندې ایمان لرلو ته شاملیږي او دا چې الله - تعالی - په خپل علم سره په هر څه احاطه کړې ده او دا چې د هغه علم په هرې لویې او کوچنۍ، غټې او وړې چارې احاطه کړې ده له هغه څه څخه چې شتون لري او یا دا چې په راتلونکي کې به پیدا شي، چې تر اوسه شتون نه لري، دا ټول په لوح محفوظ کې ثابت دي، په هغه کې لیکل شوي دي، او شمېر، اندازه، د موندلو وخت او هغه حالت په کوم کې به چې دا له منځه ځي معلوم دي.
او دا چې هغه سپیڅلي په هغه څه پوه دی چې پخوا وو، او هغه چې په راتلونکي کې به وي، او هغه څه چې که چیرته وي نو څرنګه به وي، او دا چې الله تعالی د آسمانونو او ځمکې له پیدا کولو څخه پنځوس زره کاله مخکې د مخلوقاتو تقدیر لیکلی دی، پداسې حال کې چې عرش یې په اوبو باندې وو.
او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی هر هغه څه په لوح محفوظ کې لیکلي دي چې هغه کیدونکي دي.
او مونږ ایمان لرو چې الله - تعالی - چې څه وغواړي لیکي یې، او څه چې وغواړي له منځه یې وړي او همدا رنګه یې ثابت پریږدي او هغه سره ام الکتاب دی.
او مونږ ایمان لرو چې د الله - تعالی - له پریکړې او تقدیر پرته هیڅ شی نه شي کیدلی او د الله - تعالی - له پریکړې او تقدیر پرته د هیڅ کار مخنیوی نه کیږي، هغه څه یې چې مقدر کړي وي خامخا به پيښيږي هیڅ چاره ترې نشته او د هغه څه مخینوی یې چې کړی وي هیڅوک یې نه شي تر سره کولی، نو ټول مخلوقات هیڅ داسې کار نه شي کولای چې الله تعالی نه وي لیکلی او نه د هیڅ کار مخنیوی کولای شي چې الله پاک لیکلی وي، هغه څه چې بنده ته ونه رسیدل هیڅکله یې لاس ته نه شي راوړلی او هغه څه چې لاس ته راوړي هیڅکله به ترې بچ ونه خوري.
او مونږ ایمان لرو چې هغه څه چې الله تعالی غوښتي وي هغه کیږي او هغه څه چې هغه یې ونه غواړي نه کیږي او د هغه اختیار بشپړ دی ځواک یې نافذ دی او د هغه په پادشاهۍ کې هیڅ شی نه شي کیدلی مګر چې هغه یې وغواړي، او مونږ ایمان لرو چې بنده ګان هم حقیقي اراده او اختیار لري او هغه د الله تعالی د مشیئت تابع ده.
او مونږ ایمان لرو چې یقینا الله تعالی په خپل فضل سره هغه چاته هدایت کړی چې غوښتل یې او په خپل عدل سره یې چې چا لره غوښتل نو هغه یې ذلیل کړ، له هغه څخه د هغه د کړنو پوښتنه نه کیږي حال دا چې دوی پوښتل کیږي او د هر اطاعت کوونکي اطاعت هغه د الله تعالی په توفیق ورکولو سره کیږي او له ګناهکار څخه د هرې ګناه کېدل هغه د مخکې نه د الله لخوا د رسوایۍ او ذلت - لیکلو - له امله ده، نیکمرغه هغه څوک دی چې له وړاندې ورته نیکمرغي لیکل شوي وي او بدبخته هغه څوک دی چې له وړاندې ورته بدبختي - لیکل - شوې وي او د بنده ګانو د خیر او شر کړني د دوی خپلې کړنې دي، خو کړنې یې د دوی د خالق لخوا پيدا شوي دي.
او مونږ ایمان لرو چې الله - تعالی طاعتونه او اطاعت کوونکي خوښوي او ایمان لرو چې الله تعالی فسق او فاسقان بد ګڼي او یقینا کله چې الله - تعالی - د بنده لپاره د خیر اراده وکړي نو د هغه کارونو توفیق ورکړي چې هغه یې خوښوي او د خپل اطاعت او هغو کارونو توفیق ورکړي چې هغه پرې له بنده څخه راضي کیږي او چاته چې لدې پرته بله اراده ولري نو حجت پرې قائم کړي، بیا عذاب ورکړي پداسې حال کې چې ورسره ظلم کوونکی نه وي.
او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی په بدو کارونو امر نه کوي او د خپلو بنده ګانو لپاره کفر نه خوښوي.
او مونږ ایمان لرو چې الله - تعالی - د هر څه خالق دی او دا چې الله - تعالی - بندګان پیدا کړي او د دوی عملونه یې هم پیدا کړي، او له مخلوقاتو څخه هیڅوک ورسره د دې په پیدا کولو کې برخه نه لري، لکه څرنګه چې هیڅوک ورسره په واکمنۍ کې برخه وال ندی او الله تعالی پر بنده ګانو دلیل ونیوه چې یوازې همغه خالق دی او څوک چې کله په یوازې ځان پیدایښت وکړي، نو بیا هیچا لره دا حق نشته چې په پيدایښت کې ورسره د برخې اخیستلو دعوا وکړي.
او موږ عقیده لرو چې د شریعت، او حکم(کوني) او مخلوق ترمنځ هیڅ ټکر نشته، پس الله پاک لره مخلوقات دي او هغه لره حکم دی، نو هغه څه چې وغواړي کوي یې او له هغه څخه د هغه د کړنو په اړه پوښتنه نه شي کیدلای، هغه امر کوي،او د هغه پرېکړې لره ردوونکی نشته، او نه د هغه حکم څوک روسته کولای شي .
او مونږ ایمان لرو چې الله - تعالی- د آسمانونو او ځمکې له پیدا کولو څخه پنځوس زره کاله د مخه مخلوقات اندازه کړي او سره لدې یې د هغه او د هغه د رسولانو او أنبیاوو په اطاعت امر کړی او د هغه او د هغه د رسولانو او أنبیاوو له نافرمانۍ څخه یې منع کول کړي دي، نو هغه پاک ذات په خپل کتاب کې د هغه له تقدیر څخه د خبر ورکولو او د هغه له وحې او امر څخه په پیروۍ کولو امر کړی دی، حق ذات ښکاره کړې ده چې د هدایت پیروي فرض ده او دا چې هغه په خپل فضل سره هغه چاته هدایت کړی دی چې غوښتل یې، او په خپل عدل یې هغه څوک بې لارې کړل چې غوښتل یې. حق ذات له خپل عام مشیئت (اختیار) څخه د خبرولو او مخالفینو ته د ګواښ کولو تر منځ یو ځای کړل او مؤمنو بنده ګانو ته یې په عبادت او پر هغه په توکل کولو باندې امر وکړ او په تقدیر ایمان او په شریعت د عمل کولو تر منځه یو ځای کول یو شونی کار دی او دا چې هغه پرې برلاسی دی او الله تعالی دا ښکاره کړه چې هغه هیڅ یو نفس لره د هغه له توان څخه پورته نه مکلفوي.
او مونږ پر دې ایمان لرو چې: لکه څرنګه چې د پېدا کولو، امر او شریعت تر منځ ټکر نشته، همدا رنګه د شریعت، امر او عقل تر منځه هم ټکر نشته، نو هر هغه څه چې الله او رسول یې - صلی الله علیه وسلم - پرې امر کړی او یا الله او رسول یې ورڅخه منع فرمایلي ده او یا الله مقدر کړی دی او خبر یې پرې ورکړی دی، نو د عقل سره تضاد نه لري، بلکه دا د هغه څه غوښتنه ده چې عقل پرې امر کوي او دا لوی حکمت دی.
او موږ دا عقیده لرو چې الله - تعالی - د دې لپاره کتابونه نازل کړي او رسولان یې رالېږلي تر څو پر مخلوق حجت قائم شي، او شريعت، حکم (کوني) او تقدير ټول يو د بل بشپړونکي دي او پدې کې لویه ښکلا ده، بلکه لدې څخه نور غوره نشته.
او الله - تعالی - د خپل کتاب ستاینه کړې، هغه یې په تر ټولو ښکلې وینا سره یاد کړی دی چې شریعت او حکم دواړو ته شامل دی - نو هغه څه چې الله مشروع او مقدر کړي دي ، نو هغه د بشپړوالي او ښکلا وروستی حد وي، برابره - خبره ده -که ذهنونه یې درک کړي یا یې په درک او پوهیدو کې پاتې راشي، نو مونږ خپل عقلونه او نظریات شاته نه اچوو تر څو د الله د شریعت او قانون په اړه پریکړه کوونکي شي؛ کله ورته په ښه ویلو او کله ورته په بد ویلو سره، بلکه هر هغه څه چې الله تعالی مقدر کړي او مشروع کړي دي نو هغه پوره ښکلا لرونکي او بشپړ دي.
او مونږ ایمان لرو چې شریعت او تقدیر ټول خیر دی، او الله تعالی هیڅکله یوازې شر نه ټاکي ، بلکه شر د عمومي تقدیر شوو کارونو سره یو ځای کوي او په قران کې یې اضافت هغه چاته کیږي چې تر سره کوونکی یې وي، او د ادب او احترام غوښتنه هم دا ده چې الله تعالی ته د شر نسبت ونه شي.
او مونږ ایمان لرو چې د اسبابو کارول په تقدیر له ایمان سره ټکر نه لري، بلکه د اسبابو کارول په قضا او قدر باندې له بشپړ ایمان راوړلو څخه دي، او مونږ ته رب د أسبابو په کارولو امر کړی دی او له سترو اسبابو څخه یې دعا ده او مونږ ته یې په دعا امر کړی پداسې حال کې چې پریکړه مخکې شوې ده.
او مونږ په دې ایمان لرو چې الله پاک په عدل سره امر کوي - او په شریعت، تقدیر او جزاء ورکولو سره پریکړه کوي، او له خپل ځان څخه يې ظلم نفي کړی او بشپړ عدالت یې ځانته ثابت کړی دی.
او پدې ایمان لرو چې د تقدیر له مخکې والي څخه پر بندګانو ظلم نه لازمیږي، ځکه چې الله تعالی کتابونه نازل کړي او رسولان یې د دې لپاره رالیږلي تر څو د پيغمبرانو له رالیږلو وروسته خلکو ته په الله تعالی کوم دلیل پاتې نشي او تقدیر یې پټ راز ګرځولی، او بندګانو ته یې اراده او اختیار ورکړی دی، نو څوک چې په سمه لار شو -نو ګټه یې - د خپل ځان لپاره ده، او څوک چې لارورکی شو نو - ملامتیا یې - د خپل ځان ده.
مونږ عقیده لرو چې د نافرمانۍ په کولو یا د اطاعت د عملونو پریښودلو لپاره په تقدیر استدلال روا ندی او هغه مشرکانو چې په شرک کې د واقع کېدو لپاره یې په تقدیر استدلال کړی دی، الله تعالی یې دروغ ښکاره کړل او خپل عذاب یې وروڅاکه، نو که چېرته تقدیر د دوی لپاره د شرک په جواز باندې دلیل جوړیدلای ، نو الله تعالی به عذاب نه و ورڅکلی.
او مونږ عقيده لرو چې له ګناهونو څخه د توبې نه وروسته په تقدير استدلال کول روا دي او دا چې د مصیبتونو لپاره په تقدیر استدلال وکړي.
او مونږ پدې ایمان لرو چې مؤمن کله یوه چاره الله ته وسپاري، راستون شي او د مصیبت پرمهال استرجاع وکړي - انا لله و انا الیه راجعون ووایي - نو د هغه لپاره د خېر درې خصلتونه ولیکل شي: د الله تعالی لخوا نه درود، رحمت او د هدایت لارې موندل.