Applicable Translations English اردو عربي

باب دی د لمر اوسپوږمۍ د پيدایښت په اړه

او موږ باور لرو چې الله لمر او سپوږمۍ پیدا کړي دي، الله تعالی فرمایلي دي: {وَهُوَ الَّذِي خَلَقَ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُون} (او دى همغه ذات دى چې شپه او ورځ او لمر او سپوږمۍ يې پیدا كړي دي، هر یو په (خپل) فلك (دايره) كې ګرځي) [الأنبياء سورت: 33 آیت].

او موږ باور لرو چې لمر او سپوږمۍ ګرځي، لکه څرنګه چې الله تعالی مونږ ته په خپلې دې وینا کې فرمایلي دي: {وَالشَّمْسُ تَجْرِي لِمُسْتَقَرٍّ لَّهَا ذَلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيم * (او لمر (دى چې) په خپلې ټاكلې لارې باندې روان دى، دغه د ډېر غالب، ښه پوه ذات مُقَدر (اندازه) كول دي) وَالْقَمَرَ قَدَّرْنَاهُ مَنَازِلَ حَتَّى عَادَ كَالْعُرْجُونِ الْقَدِيم * (او سپوږمۍ لره، مونږ د هغې لپاره منزلونه مقرر كړي دي، تر هغه پورې چې دا شي لكه د كجورې وچه لښته) لاَ الشَّمْسُ يَنبَغِي لَهَا أَن تُدْرِكَ الْقَمَرَ وَلاَ اللَّيْلُ سَابِقُ النَّهَارِ وَكُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُون} 36-40 (لمر لره ممكن نه دي چې سپوږمۍ رالاندې كړي او نه شپه په ورځ ړومبۍ كېدونكې ده او هر یو په (خپل) مدار كې لامبو وهي). [يس سورت: 38-40 آیتونه]، نو لوړ دی شان د هغه ذات چې تر ټولو ښایسته پیدا کوونکی دی.

په خپلو بندګانو د هغه له رحمت څخه یو دا دی چې هغه (دواړه) یې د خپل امر تابع ګرځولې. د بندګانو د ګټو د تحقق لپاره، الله تعالی فرمايلي: {وَسَخَّر لَكُمُ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ دَآئِبَينَ وَسَخَّرَ لَكُمُ اللَّيْلَ وَالنَّهَار} (او ستاسو لپاره يي لمر او سپوږمۍ په كار لګولي دي، په داسې حال كې چې د قانون مطابق ګرځي او ستاسو لپاره يې شپه او ورځ په كار لګولي دي) [إبراهيم سورت: 33 آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي: {وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ وَالْنُّجُومُ مُسَخَّرَاتٌ بِأَمْرِهِ} (لمرسترګه، او سپوږمۍ او ستوري، چې د هغه په حكم سره مسخر كړى شوي دي)، [الأعراف سورت: 54 آیت].

الله تعالی لمر او سپوږمۍ د لویو حکمتونو لپاره پیدا کړي دي چې په هغې احاطه ناشونې ده، د هغه حکمتونو له جملې نه یې ځینې د الله تعالی پدې وینا کې راغلي چې فرمایي: {فَالِقُ الإِصْبَاحِ وَجَعَلَ اللَّيْلَ سَكَنًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ حُسْبَانًا ذَلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيم} (د سبا (د رڼا) چوونكى دى او شپه يې د ارام ذریعه ګرځولې ده او لمرسترګه او سپوږمۍ يې د حساب ذریعې ګرځولې دي، دا د ښه غالب، ښه پوهه ذات اندازه كول دي) [الأنعام سورت: 96 آیت]. ابن عباس رضی الله عنهما فرمایلي دي: {وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ حُسْبَانًا} [الأنعام سورت: 96 آیت]، (یعنې د ورځو، میاشتو او کلونو شمېر). (تفسير الطبري (11/ 558)). همدارنګه الله تعالی د لمر او سپوږمۍ د پیدایښت د ځېنو حکمتونو په اړه فرمایلي دي: {هُوَ الَّذِي جَعَلَ الشَّمْسَ ضِيَاء وَالْقَمَرَ نُورًا وَقَدَّرَهُ مَنَازِلَ لِتَعْلَمُواْ عَدَدَ السِّنِينَ وَالْحِسَابَ مَا خَلَقَ اللّهُ ذَلِكَ إِلاَّ بِالْحَقِّ يُفَصِّلُ الآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُون}. (هم هغه (الله) دى چې (ټیكلى د) لمر يې تېز ځلېدونكى ګرځولى دى او (ټيكلى د) سپوږمۍ يې روښانه او هغه يې منزلونه منزلونه مقرر كړه (او منزلونه يې مقرر كړل)، د دې لپاره چې تاسو د كلونو شمېره او حساب معلوم كړئ ، الله دغه (څیزونه) نه دي پیدا كړي مګر په حقه سره، هغه آیتونه (دلیلونه) په تفصیل سره بیانوي، د هغو خلقو لپاره چې پوهېږي) [يونس سورت: 5 آیت].

او موږ باور لرو چې الله - تعالی - (لمر او سپوږمۍ) له خپلو لویو نخښو څخه ګرځولې چې د هغه په ربوبيت دلالت کوي، هغه ربوبیت چې د هغه الوهیت ورڅخه لازمیږي، الله تعالی فرمایلي: {وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ فَأَنَّى يُؤْفَكُون} (او قسم دى كه ته له دوى نه پوښتنه وكړي چې آسمانونه او ځمكه چا پیدا كړي دي او (چا) لمر او سپوږمۍ مسخر كړي دي؟ دوى به خامخا ضرور ووايي چې الله (پیدا كړي او مسخر كړي دي)، نو څرنګه دوى ګرځولى شي؟). [العنكبوت سورت: 61 آیت]، او الله پاک فرمایلي دي: {وَمِنْ آيَاتِهِ اللَّيْلُ وَالنَّهَارُ وَالشَّمْسُ وَالْقَمَرُ لاَ تَسْجُدُوا لِلشَّمْسِ وَلاَ لِلْقَمَرِ وَاسْجُدُوا لِلَّهِ الَّذِي خَلَقَهُنَّ إِن كُنتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُون}. (او د هغه له دلیلونو څخه شپه او ورځ، لمر او سپوږمۍ دي، تاسو مه لمر ته سجده كوئ او مه سپوږمۍ ته او تاسو خاص الله ته سجده كوئ چې دغه (نخښې) يې پیدا كړې دي، كه چېرې تاسو خاص د هغه عبادت كوئ). [فصلت سورت: 37 آیت]. او په صحیح کې؛ رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «إِنَّ الشَّمْسَ وَالقَمَرَ آيَتَانِ مِنْ آيَاتِ اللَّهِ، لَا يَنْكَسِفَانِ لِمَوْتِ أَحَدٍ وَلَا لِحَيَاتِهِ، وَلَكِنَّ اللَّهَ تَعَالَى يُخَوِّفُ بِهَا عِبَادَه». «لمر او سپوږمۍ د الله تعالی له نښانو څخه دوه نښې دي، د چا د مرګ له امله پرې کسوف (لمر او سپوږمۍ نیونه) نه راځي او نه د چا د ژوند له امله، مګر الله تعالی پدې دواړو سره خپل بنده ګان ویروي». (بخاري (1048) او النسائي (1459) .

او موږ باور لرو چې لمر او سپوږمۍ الله - رب العالمین - ته سجده کوي، لکه څنګه چې نور مخلوقات سجده کوي، الله -تعالی- فرمایلي: {أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يَسْجُدُ لَهُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَمَن فِي الأَرْضِ وَالشَّمْسُ وَالْقَمَرُ وَالنُّجُومُ وَالْجِبَالُ وَالشَّجَرُ وَالدَّوَابُّ وَكَثِيرٌ مِّنَ النَّاسِ وَكَثِيرٌ حَقَّ عَلَيْهِ الْعَذَابُ وَمَن يُهِنِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِن مُّكْرِمٍ إِنَّ اللَّهَ يَفْعَلُ مَا يَشَاء}. (آیا ته نه وینې چې بېشكه الله (چې دى) ده ته سجده كوي هر هغه څه چې په آسمانونو كې دي او هر هغه چې په ځمكه كې دي او لمر او سپوږمۍ او ستوري او غرونه او ونې او څاروي او ډېر له خلکو ځینې او (په دوى كې) ډېر داسې دي چې په هغو باندې عذاب ثابت شوى دى او هغه څوك چې الله يې سپك كړي، نو ده ته هیڅوك عزت وركوونكى نشته، بېشكه الله كوي هغه څه چې اراده يې وكړي) [الحج سورت: 18 آیت].

او موږ ایمان لرو چې لمر هره ورځ د عرش لاندې سجده کوي، لکه څنګه چې ریښتیني او تصدیق شوي پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - پدې خبر ورکړی. له أبو ذر - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایي؛ پیغمبر صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل کله چې لمر ډوب شو: «آیا پوهیږې چې دا چیرته ځي؟"ما وویل: الله او رسول یې ښه پوهیږي، ویې وفرمایل: " هغه ځي تر دې چې د عرش لاندې سجده وکړي، نو اجازه وغواړي، او اجازه ورته ورکړل شي، او نږدې ده چې - یوه ورځ - سجده وکړي، او ورڅخه قبوله نه شي، او اجازه وغواړي، نو اجازه ورنکړل شي، - بلکه - ورته وویل شي: هغه ځای ته بیرته وګرځه چې ورڅخه راغلی یې، نو د لویدیځ له لورې به راوخیژي، دا د الله -تعالی- هغه قول دی چې فرمایي: {وَالشَّمْسُ تَجْرِي لِمُسْتَقَرٍّ لَّهَا ذَلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيم} [يس: 38]».او لمر (دى چې) په خپلې ټاكلې لارې باندې روان دى، دغه د ډېر غالب، ښه پوه ذات مُقَدر (اندازه) كول دي». (بخاري (3199)، مسلم (159)، ابوداود (4002) او ترمذي (2186، 3227). روایت کړی دی.