او موږ ایمان لرو چې الله -تعالی- ستوري او سیارې د لویو حکمتونو له مخې پیدا کړي دي، چې له ځینو څخه یې الله رب العزت په دې قول کې یادونه کړې. {وَعَلامَاتٍ وَبِالنَّجْمِ هُمْ يَهْتَدُون} او علامې (يې مقرر كړې دي) او په ستورو سره دوى لار مومي. [النحل سورت: 16 آیت]، قتاده رحمه الله فرمایي: العلامات: «ستوري دي، او الله - تعالی - دا ستوري د دریو کارونو لپاره پیدا کړي دي: د آسمان لپاره یې زینت ګرځولي، او د لار موندنې لپاره یې لارښود ګرځولي، او شیطانان پرې ویشتل کیږي، نو چا چې لدې پرته د نورو موخو لپاره پرې ځان بوخت کړ نو خپل دریځ یې ورک کړ، او خپله برخه یې خطا کړه، او خپله برخه یې ورکه کړه. او په هغه څه یې ځان بوخت کړ چې نه پرې پوهیږي». (تفسير الطبري (17/ 185).)
او له أبو موسی - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایي: د ماښام لمونځ مو له پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - سره وکړ، بیا مو وویل: که چیرته کینو تر څو ورسره ماخوستن لمونځ وکړو. وایي: نو کېناستو، - تر دې چې- پر مونږ راووت، او ویې فرمایل: آیا تر اوسه همدلته یاست؟ مونږ وویل: ای د الله رسوله، د ماښام لمونځ مو تا سره وکړ، بیا مو وویل: کينو تر څو درسره د ماخوستن لمونځ هم وکړو، ویې فرمایل: "ښه مو وکړل، یا سم کار مو وکړ" وایې : آسمان ته یې سر پورته کړ، او ډیری وخت به یې سر آسمان ته پورته کاوه، نو ویې فرمایل: "آسمان په ستورو باندې خوندی دی، نو کله چې ستوري له منځه لاړ شي، آسمان ته هغه څه راځي چې وعده یې شوې ده - چې هغه چاودیدل - دي ، او زما ملګري په ما خوندي دي، نو کله چې زه لاړم زما ملګرو ته به هغه څه راشي چې وعده یې کړی شوې ده - یعنې فتنې او جنګونه - او زما امت زما په صحابه و خوندي دی، نو کله چې زما صحابه لاړل، زما امت ته به هغه څه راشي چې وعده یې ورسره کړی شوې ده . - یعنې فتنې، جنګونه، د بانډچیانو مرتد کېدل، د زړونو مخالفتونه او داسې نور..-». ( مسلم روایت کړی دی (2531)).
او الله تعالی فرمایلي دي: {وَلَقَدْ زَيَّنَّا السَّمَاء الدُّنْيَا بِمَصَابِيحَ وَجَعَلْنَاهَا رُجُومًا لِّلشَّيَاطِينِ} (او یقینًا یقینًا مونږ دا تر ټولو نژدې اسمان په ډېوو (ستورو) سره ښايسته كړى دى او مونږ دغه (ډېوې، یعنې ستوري) د شیطانانو د وېشتلو لپاره ذریعې جوړې كړې دي). [الملك سورت: 5 آیت].
او له ابن عباس - رضي الله عنهما - څخه روایت دی فرمایي: د پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - له صحابه کرامو څخه یو انصاري صحابي خبر راکړ، چې هغوی یوه شپه د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - سره ناست وو چې یو ستوری وویشتل شو نو رڼا یې وکړه، نو رسول الله - صلی الله علیه وسلم - دوی ته وویل: "په جاهلیت کې به مو څه وییل، کله به چې داسې شی وغورځول شو؟" هغوی وویل: الله او رسول یې ښه پوهیږي، مونږ به وییل: نن شپه یو لوی انسان پيدا شو، او لوی انسان مړ شو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "دا د هیچا په مرګ یا ژوند کې نه غورځول کیږي، مګر زمونږ رب - تبارک وتعالی اسمه - کله چې د یو کار فیصله وکړي؛ عرش باروونکي ملاېکې تسبیح ووایي، بیا هغوی ته نږدې د اسمان خلک تسبیح ووایي، تر دې چې تسبیح د دنیا د آسمان خلکو ته ورسیږي، بیا یې وویل: بیا هغه ملاېکې چې عرش باروونکو ملاېکو ته نږدې دي ورته ووایي چې: ستاسو رب څه وویل؟ نو په هغه څه یې خبر کړي چې ویلي یي وي». وایي: نو د آسمان خلک ځینې له ځینو نورو څخه پوښتنې وکړي، تر دې چې خبر د دنیا آسمان ته راورسیږي، نو پيریان یې په غلا سره واوري، بیا یې د خپلو بادارانو غوږونو ته ورسوي، نو پدې - ستورو - سره ویشتل کیږي، نو په کوم څه یې چې په حقیقت سره راتګ وکړ نو هغه رښتیا دي، خو هغوی ورسره دروغ ګډ کړي او زیادت پکې راولي». (مسلم روایت کړی (2229)).
او شیطانانو به په غلا سره اوریدل کول، خو کله چې زمونږ پیغمبر محمد - صلی الله علیه وسلم - ولیږل شو، بیا د اوریدلو لپاره له ناستې نه منعه شول، الله رب العزت د هغوی له حال نه د خبرولو په موخه فرمایلي دي: {وَأَنَّا كُنَّا نَقْعُدُ مِنْهَا مَقَاعِدَ لِلسَّمْعِ فَمَن يَسْتَمِعِ الآنَ يَجِدْ لَهُ شِهَابًا رَّصَدًا} (او دا چې بېشكه مونږ به د اورېدلو لپاره له دې (اسمان) نه د كېناستو په ځایونو كې كېناستو، نو هغه څوك چې اوس غواړي چې واوري (نو) دى به د ځان لپاره د اور لمبه منتظره ومومي). [الجن سورت: 9 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {إِنَّا زَيَّنَّا السَّمَاء الدُّنْيَا بِزِينَةٍ الْكَوَاكِب * (بېشكه مونږ (ځمكې ته) زیات نژدې اسمان په زینت سره ښايسته كړى دى، چې ستوري دي. وَحِفْظًا مِّن كُلِّ شَيْطَانٍ مَّارِد * او له هر سركښه شیطان نه مو ښه ساتلى دى. لاَ يَسَّمَّعُونَ إِلَى الْمَلإِ الأَعْلَى وَيُقْذَفُونَ مِن كُلِّ جَانِب * دغه (شیطانان) تر ټولو لوړ مجلس ته غوږ نشي نیولى او دوى له هره جانبه ویشتل شي. دُحُورًا وَلَهُمْ عَذَابٌ وَاصِب * د شړلو لپاره او د دوى لپاره همېشنى عذاب دى. إِلاَّ مَنْ خَطِفَ الْخَطْفَةَ فَأَتْبَعَهُ شِهَابٌ ثَاقِب} غیر له هغه (شیطان) نه چې وتښتوي یو كرت تښتونه، نو په ده پسې شي لمبه رڼا كوونكې). [الصافات سورت: 6-10 آيتونه].
او له ابن عباس - رضي الله عنهما - څخه روایت دی فرمایي: «پيریان به آسمان ته ختل او وحې به یې اوریدله، نو کله به یې چې یوه کلمه واوریده، نهه به یې ورسره زیاتې کړې، هغه یوه کلمه به حق وه، او هغه څه به چې دوی اضافه کړې وې هغه به باطل و، نو کله چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - ولیږل شو - دوی- له ناستې نه منع شول، نو ابلیس ته یې پدې اړه یادونه وکړه، پداسې حال کې چې لدې وړاندې په ستورو ویشتل نه کېدل، نو ابلیس دوی ته وویل: خامخا دا د کوم کار له امله کیږي چې په ځمکه کې شوی دی، نو خپل عسکر یې ولیږل، - هغوی - رسول الله -صلی الله علیه وسلم- پداسې حال کې وموند چې د دوو غرونو تر منځه یې لمونځ کاوه - فکر کوم - په مکه کې، نو بیا دوی له ابلیس سره مخ شول، او خبر یې کړ، هغه وویل: دا هغه پېښه ده چې په ځمکه کې شوې ده». (ترمذي (3324)، أحمد (2482)، نسائي په كبرى کې (11562)، او أبو يعلى (2502)) روایت کړی دی.
او موږ ایمان لرو چې ستوري او سیارې نه ګټه رسولای شي او نه زیان رسولای شي او نه د اسمان او ځمکې په پیښو کې اغیزه کوي او څوک چې دا عقیده لري چې دوی پخپله موثر دي هغه کفر یا شرک کړی دی. له ابن عباس -رضي الله عنهما- څخه روایت دی، چې د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- په وخت کې په خلکو باران وشو، نو رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «ځینو خلکو سهار کړو پداسې حال کې چې شکر ویستونکي وو او ځینې له دوی نه کافر وو» هغوی - شکر ویستونکو- وویل: دا د الله رحمت دی، او ځینو نورو وویل: یقینا فلانی او فلانی ستوری حق و - یعنې د فلاني او فلاني ستوري په ښکاره کېدو سره پر مونږ باران وشو - وایې: نو دا آیت نازل شو:{فَلاَ أُقْسِمُ بِمَوَاقِعِ النُّجُوم} (نو زه د ستوریو د پرېوتو په ځایونو باندې قسم خورم) [الواقعه سورت: 75 آیت] تر دې چې دې ځای ته ورسیده . {وَتَجْعَلُونَ رِزْقَكُمْ أَنَّكُمْ تُكَذِّبُون} [الواقعة سورت: 82 آیت]». (او تاسو خپله برخه دا ګرځوئ چې لازمًا تاسو يې تكذیب كوئ (دروغ يې ګڼئ). ( مسلم روایت کړی دی (73).
او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: "هغه څه چې زه پرې په اخره زمانه کې زیات په خپل امت ویریږم هغه په ستورو ایمان لرل، په تقدیر کافریدل او -په رعیت- د پادشاه ظلم دی». (رویاني (۱۲۴۵) او طبرانی په الکبیر (۸۱۱۳) کې روایت کړی دی.
او پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - په ستورو کې - د زده کړې په موخه - له لیدلو څخه منع فرمایلي ده ، پيغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: "څوک چې د نجومي علم څخه څه زده کړي، هغه د جادو یوه برخه زده کړې ده، څومره یې چې زده کړه زیاتیږي همغومره یې د سحر د زده کړې کچه هم ورسره زیاتیږي" (ابوداود (3905)، ابن ماجه (3726)، ابن ابي شیبه (26159)، احمد (2000) او عبد بن حمید (714) روایت کړی دی.
نو د نجومي علم زده کول روا نه دي مګر په هغه اندازه چې په وچه او لمده کې پرې لار موندل کیږي، ځکه چې د دې علم زده کړه کوډګرۍ ته لاره هواروي. له سعید بن جبیر څخه روایت دی وایي: عبد الله بن عباس ته یو سړی راغی، نو ویې وییل: ای أبو عباسه! ماته وصیت وکړه، نو هغه ورته وویل: د الله په تقوی درته وصیت کوم، او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو پسې له خبرو کولو ځان وژغوره، ځکه ته نه پوهیږې چې هغوی ته څومره فضیلت ورکړل شوی دی، او له نجومي کړنو ځان وساته مګر هغه چې په وچه او دریاب کې پرې لار موندل کیږي، ځکه هغه جادوګرۍ ته بلنه ورکوي. او د هغه خلکو له ناستې ځان وساته چې تقدیر دروغ ګڼي، او که څوک خوښ ګڼي چې دعا یې قبوله شي، عمل یې پاکیزه شي او ورڅخه قبول شي، نو په خبرو کې دې ریښتیا ووایي، او امانت دې - خپل خاوند - ته وسپاري، او مسلمانانو ته دې خپله سینه - له کینې او بدبینۍ څخه - پاکه کړي. (ابن بطة په الابانة کې روایت کړی دی (1987).