Applicable Translations English اردو عربي

باب دی د ملایکو د پيدایښت په باره کې

او موږ ایمان لرو چې الله تعالی ملائکې له رڼا څخه پیدا کړي دي، په صحیح کې له عائشې رضی الله عنها څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "ملاېکې له رڼا څخه پیدا شوې دي، پیریان د اور له خالصو لمبو څخه پیدا شوي دي، او ادم له هغه څه څخه پیدا شوی چې ستاسو لپاره بیان شوی دی". ( مسلم روایت کړی دی (2996).

او الله -جل جلاله- ملاېکې په خلقت کې - یو له بل سره - توپیر لرونکې ګرځولې دي، الله تعالی فرمايي: {الْحَمْدُ لِلَّهِ فَاطِرِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ جَاعِلِ الْمَلاَئِكَةِ رُسُلاً أُولِي أَجْنِحَةٍ مَّثْنَى وَثُلاَثَ وَرُبَاعَ يَزِيدُ فِي الْخَلْقِ مَا يَشَاء إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِير} . (ټولې ستاينې خاص د الله لپاره دي چې د آسمانونو او ځمكې پیدا كوونكى دى، ملايكو لره رسولان ګرځوونكى دى، (داسې ملايك) چې د وزرو والا دي، دوه دوه او درې درې او څلور څلور، هغه په پیدا کولو كې زیاتوي چې څه وغواړي، بېشكه الله په هر شي باندې ښه قادر دى). [فاطر سورت: 1 آیت].

او رسول الله -صلی الله علیه وسلم- خبر ورکړی دی چې هغه جبرائیل -علیه السلام- ولیده، او هغه لره شپږ سوه وزرونه وو. او دا چې هغه لوی مخلوق دی. له ابو اسحاق الشیباني څخه روایت دی وایي چې : ما له زر بن حبیش څخه د الله تعالی د دې قول په اړه پوښتنه وکړه چې: {فَكَانَ قَابَ قَوْسَيْنِ أَوْ أَدْنَى* فَأَوْحَى إِلَى عَبْدِهِ مَا أَوْحَى} [النجم سورت: 9، 10 آیتونه] نو د دوه لیندو په مسافت شو بلكې (له دې نه هم) ډېر نژدې. نو هغه (الله د جبریل په ژبه) خپل بنده ته وحي وكړه، هغه چې وحي يې وكړه. وایې ابن مسعود مونږ ته حدیث بیان کړچې : «هغه - صلی الله علیه وسلم- جبریل ولید - پداسې حال کې - چې شپږ سوه وزرونه یې درلودل»، (بخاري (۳۲۳۲)، مسلم (۱۷۴) او ترمذي (۳۲۷۷) روایت کړی دی. له عائشې -رضي الله عنها- څخه روایت دی فرمایي: «څوک چې دا دعوه کوي چې محمد - صلی الله علیه وسلم- خپل رب لیدلی دی، نو هغه - په الله - دروغ وویل، خو جبرائیل یې په خپل شکل کې لیدلی دی، او هغه افق (د ځمکې او اسمان) تر منځ مسافه بنده کړې وه». بخاري (۳۲۳۴)، مسلم (۱۷۷) او ترمذي (۳۰۶۸) روایت کړی.

او مونږ به د پریښتو په اړه په (کتاب الایمان بالملائکة) کې په تفصیل سره د الله په اذن خبرې وکړو، او دلته یوازې د هغوی د خلقت په اړه په وینا کولو بسنه کوو.