Applicable Translations English اردو عربي

کتاب دی په باره د هغه ایمان کې چې الله په خپلو بندګانو فرض کړی او قران او سنت کې راغلی:

لیکنه:

استاد دکتور محمد بن عبد الله السحیم

دکتور سامي بن محمد الخلیل

(دا کتاب) د عقیدې ټولو بنسټونو، عقیدتي چارو او مسألو ته شامل دی، ځانګړنه یې عقیدوي مسألو ته د قرآن کریم او سپیڅلو نبوي سنتو سره تړاو ورکول دي، پداسې حال کې چې ټینګار یې په لنډې، شاملې طریقې او آسانو عبارتونو سره د عقیدوي بنسټ اېښودل او د عقیدوي مسألو وضاحت دی، - او هڅه شوې - چې کتاب د فلسفي او کلامي بحثونو څخه وساتل شي.

د کتاب په وړاندې

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمد لله الذي أنزل على عبده الكتاب ولم يجعل له عوجًا، وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد وهو على كل شيء قدير، وأشهد أن محمدًا عبده ورسوله وأمينه على وحيه صلى الله عليه وسلم.

اما بعد: د عقیدې علم تر ټولو علومو غوره او معتبر علم دی. ځکه چې هغه د خورا معزز پېژندل شوي - ذات - په اړه خبرې کوي - چې هغه پاک، حق او متعال رب دی - او د معتبر مقصد په اړه - چې هغه د الله توحید او پر هغه ایمان دی - او غوره عاقبت - چې هغه د نعمتونو په کور کې د کریم ذات لیدل او د نبي کریم - صلی الله علیه وسلم - پیروي او د نیغې لارې نیول دي، لدې امله لیواله شوم داسې یو کتاب تألیف کړم چې عقیدوي مسالو ته شامل وي، او د الله تعالی کتاب او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم سنت مو پکې د لارې مشعل وي، - او هڅه مو دا ده چې - د معاصرو فلسفې اصطلاحاتو، تعریفونو، ارکانو او شرطونو له یادولو څخه ډډه وکړو. او - دا کتاب - د هرچا لپاره د لاسرسي وړ وګرځي؛ تر څو ترې عالم، په پوهنتونونو کې محصلین او نورو ځایونو کې ترې عام مسلمانان ګټه پورته کړي.

د لیکلو لامل:

زموږ مخکنیو نیکانو (سلفو صالحینو) د صحیح عقیدې په بیانولو او د هغه څه په روښانه کولو چې ضد یې دی او مخالفانو ته د ځواب ورکولو په برخه کې ډیرې هڅې کړې دي. دا کتاب رامخې ته شو تر څو د طالب العلمانو مخې ته هغه څه کیږدي چې سلفو صالحینو د دوی او د عامو مسلمانانو لپاره لیکلي دي، - مونږ پدې لیکنه کې - عقیدوي مسألې په یو کتاب کې رانغاړلي دي، او د ځوابونو پر ځای مو یوازې د سمې عقیدې په بیانولو بسنه کړې ده. د دې کتاب په جوړښت کې مو ټینګار کړی تر څو یې مطالب په آسانه او ښکاره اسلوبو سره وړاندې کړو، او د موضوع پر اساس یې ترتیب کړو، مونږ تمه لرو چې پدې کار سره به مو دوه هدفونه تر لاسه کړې وي؛ یو یې خلکو ته د سلفو صالحینو د علومو نږدې کول، او بل یې په عقیدوي کتابتون کې د یو داسې کتاب په لیکلو سره د لویې تشې ډکول دي چې عبارتونه یې آسان وي او د عقیدې ټولو موضوعاتو ته شامل وي.

هغه تګلاره چې موږ په لیکلو کې تعقیب کړې:

د عقیدې د هرې موضوع اړوند د آیتونو او حدیثونو وړاندې کول او ورڅخه خلاصه راویستل.

د عقیدې د کتابونو اړوند د ټولو موضوعاتو وړاندې کول؛ برابره ده که دا مسند موضوعات وي، یا متنونه او یا هم د متنونو شرحې وي؛ تر څو ډاډ تر لاسه شي چې آیا زموږ د عقیدې اړوند له آیتونو او حدیثونو څخه چمتو شوی لنډیز هغه څه ته شامل دی چې د عقیدي لیکوالانو لیکلي دي که نه.

کله چې په قرآن کریم او نبوي سنتو کې یوه عقیدوي مسأله په یوه وجهه راغلي وي، مونږ د یو یا دوو دلیلونو په وړاندې کولو بسنه کوو چې نوموړې مسئله پکې ذکر شوي وي. خو که چېرته مسأله په قرآن کریم او نبوي سنت کې په بیلابیلو وجوهاتو سره راغلي وي - لکه د: خبرو، اوچتوالي، لاس صفتونه، مؤمنانو لره په قیامت کې د حساب او کتاب پر مهال او په جنت کې د خپل متعال رب د لیدلو صفت، نو لازم ګڼو چې د هرې وجهې لپاره یو دلیل راوړو کوم چې د مختلفو وجوهاتو نه راغلي دي، او پدې ځان ملزم نه ګڼو چې ټول هغه - دلایل - وړاندې کړو چې په نوموړي باب کې ذکر شوي دي.

ځیني وختونه اړ شو چې د مسألې ځینې اړخونه په یو باب کې شامل کړو، بیا یې تکراروو او په بل فصل کې یې بشپړوو، لکه څنګه مو چې د مخلوقاتو په باب کې د ملاېکو د پیدایښت خبر ذکر کړی، بیا مو د دوی په اړه وینا په (کتاب الایمان بالملائکة) کې بشپړه کړې ده، او په (باب الایمان بوجود الله) کې مونږ ځینې آیتونه د الله - تعالی - په شتون ذکر کړي دي، او کله هم همدغه آیتونه په (باب الربوبیة) کې هم ذکر کیږي د هغه نږدې والي له امله چې د دواړو تر منځه شتون لري، نو د الله - تعالی - په شتون له باور درلودلو څخه هدف دا دی چې د الله - تعالی - په شتون هغه دلایل روښانه شي چې بې دینه ترې انکار کوي، پداسې حال کې چې په ( باب الربوبیة ) کې ورڅخه هدف د ربوبیت اثبات دی، له کوم څخه چې د الله - تعالی - الوهیت لازمیږي؛ هغه څه چې مشرک یې په اړه جګړه کوي، همدا رنګه کله نا کله یو مبارک آیت یا حدیث شریف د ضرورت له مخې له يو څخه په زياتو ځايونو کې ذکر کوو.

د اړتیا پر مهال کله د سلفو علماوو هغه ویناوې نقلوو چې له آیت او حدیث څخه مقصد روښانه کوي، او له ډلې یې یوازې په هغې وینا بسنه کوو چې حق وینا پرې جوتیږي؛ پرته له دې چې شبهه او مخالف قول ذکر کړو؛ تر څو زده کونکي مخکې لدې چې د مخالفینو د ویناوو له امله ورته کوم شک او یا شبهه پيدا شي دا علم یې په زړه کې ځای ونیسي او پرې پوه شي، او مونږ تمه لرو چې - دا لیکنه - د الله - تعالی - په حکم سره پدې مسأله کې د لوستونکي لپاره د خویدو مانع وګرځي،ځکه لدې مسألې څخه مشهور عقیدوي مخالفتونه راچاپیر شوي دي لکه د صفاتو، تقدیر او داسې نورې مسألې.

موږ په قصدي توګه له تعریفونو او کلامي نوي رامنځته شوو اصطلاحاتو څخه ډډه وکړه؛ هغه چې الله تعالی پرې کوم دلیل ندی نازل کړی.

مونږ لکه د پخوانیو شرعي علومو د لیکوالانو په څېر دا کتاب د کتابونو او بابونو په بڼه ترتیب کړی دی، او معاصر تقسیماتو مو ندي کارولي: مبحث او مطلب، او د ایمان د أرکانو پر اساس مو ترتیب کړی دی. ابن أبی العز الحنفي فرمایلي دي: (تر ټولو غوره طریقه چې د دیني اصولو کتاب پرې ترتیبیږي؛ هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځوابونو ترتیب دی، کله چې ترې جبرائیل - علیه السلام - د ایمان په اړه پوښتنه وکړه، نو ویې ویل: چې په الله او د هغه په ملاېکو ایمان راوړې..." نو هغه په توحید او صفاتو او څه چې ورسره تړاو لري پیل وکړ بیا یې د ملاېکو په اړه وینا وکړه، او بیا همداسې نور تر پایه). د العقیدة الطحاویة شرحه (2/ 689)

موږ د هر کتاب په پیل کې د هغه لنډیز راوړی دی، په هغه کې موږ د کتاب ټول مسائل پرته له دلایلو څخه ذکر کوو.

او د احادیثو د تخریج په اړه؛ مونږ أحادیث په لنډه توګه تخریج کړي دي، لومړی په پېژندل شوي ترتیب سره په شپږو کتابونو پیل کوو، بیا یې د وفات د تاریخونو په اساس ترتیبوو، او دا چې غوښتل مو د کتاب اندازه کمه کړو، نو یوازې د أحادیثو په تخریج مو بسنه وکړه پرته له دې چې د احادیثو په اړه خبرې وکړو، مګر په ډیرو لږو ځایونو کې.

د دې کتاب ځانګړتیاوې

عقیدوي مسائلو ته د قرآن کریم او سپیڅلو نبوي سنتو سره تړاو ورکول، تر څو طالب العلم ته د دې مسائلو مأخذ معلوم وي.

د عقیدې اړوند په سترو مسائلو احاطة، هغه چې د عقیدې د هر باب سره تړاو لري.

په لنډه او بشپړه توګه د اسانو عبارتونو په وړاندې کولو سره د عقیدوي مسائلو بنسټ اېښودنه؛ تر څو په ښه توګه د درک او زده کړې جوګه شي.

له منطقي او فلسفي څېړنو څخه د کتاب خونديتوب، او یو بل ته د عبارتونو نږدې والی، او له هغو کلمو څخه ډډه کول چې د خواهشاتو له ظهور څخه وروسته په عقیدوي کتابونو کې ذکر شوي دي.

مونږ ادعا نه کوو چې د عقیدې اړوند ټول مسائل مو راټول کړي دي؛ خو موږ په دې برخه کې خپلې ټولې هڅې کړي دي، موږ د دې کتاب په اړه هرې بډاینې یا ارزونې یا سمونې ته سترګې په لار یو. تر څو ترې په راتلونکو چاپونو کې ګټه پورته کړو، او بسنه کوي چې مونږ د وحې په سرچینه راغلي یو او له هغه څخه مو د ډېرو معتبرو علومو موضوعات را اخستلي او د دې هنر زده کړیالانو ته مو وړاندې کړي دي، د هرې مسألې لپاره مو په آیت یا حدیث یا دواړو یو ځای استدلال کړی دی، او له الله - تعالی - څخه غواړو چې دا کار یوازې د خپلې خوښۍ لامل وګرځوي، د هغه د رسول، دوست او په وحیې امانتدار د سنت مطابق، د هغه د بندګانو لپاره ګټور، او په هغه ورځ زمونږ لپاره حجت او شاهد وګرځوي په کومه ورځ چې مونږ د خپل رب سره مخ کیږو.

او مونږ د الله - جل جلاله - شکر ادا کوو، چې موږ ته یې دا علم آسانه کړی دی، او مونږ یې د خپل دین د خدمت جوګه ګرځولې یو، او د ایمان د رکنونو په اړه یې د وضاحت توفیق راکړی، تر څو یې د قرآن او سنت له دلایلو سره بیان کړو.

او موږ د هر هغه چا مننه کوو چې زموږ سره یې نیکي کړې ده او زمونږ مور او پلار د مننې لومړیتوب لري، نو یا الله ته دوی ته بخښنه وکړه، رحم پرې وکړه، او زموږ له طرفه هغوی ته غوره بدله ورکړه،داسې غوره بدله چې د یو زوی لخوا پلار ته ورکول کیږي.

بیا موږ د فضیلت له خاوندانو څخه مننه کوو چې د کتاب ارزونه یې کړې ده او د اړتیا وړ ویډیوګانې یې چمتو کړي او ځینې استدراکات یې هم کړي دي لکه: شهزاده دکتور سعود بن سلمان بن محمد آل سعود، د شاه سعود پوهنتون کې د عقیدې مشارک استاد، دکتور سهیل بن رفاع العتیبی؛ د شاه سعود پوهنتون کې د عقیدې مشارک استاد، او همدا رنګه استاد دکتور عبد العزیز بن أحمد الحمیدي، په ام القری پوهنتون کې د عقیدې استاد. او د دې کتاب په اړه یې ویلي دي: (دا مبارک کتاب د الله تعالی له لورې د دوو محترمو شیخانو لپاره یوه فتحه او داسې ذخیره وه چې الله تعالی د دوی لپاره ذخیره کړې وه، نو دوی ته یې پدې اړه د فکر او پلان - جوړولو - لارښوونه وکړه، بیا یې د تألیف او تدوین توفیق ورکړ، تر څو دا کتاب د خپلو معدنونو او سرچینو څخه - چې د الله کتاب او د رسول علیه السلام سنت دي - خپلې موخې او د دین أصول وړاندې کړي او زه ادعا کوم چې دا ډول کتابونه او لیکنې په اهل سنت باندې قرض و ، نو الله تعالی د دې قرض د ادا کولو توفیق دواړو عزتمنو شیخانو ته ورکړ. او همدارنګه استاد دکتور عبد الله بن صالح البراک، چې د شاه سعود په پوهنتون کې د عقیدې استاد دی، او دکتور عبد الله بن عبد العزیز العنقري چې د شاه سعود په پوهنتون کې د عقیدې مشارک استاد دی. او له الله تعالی څخه سوال کوو چې د دوی د صادقانه نصیحت او سالم نظر په بدل کې دوی ته زموږ او د علم او علماوو لخوا غوره اجر ورکړي.

و الحمد لله رب العالمین، وصلی الله وسلم و بارک علی خیر خلقه، وعلی آله و صحبه أجمعین.

مکة مکرمة

د ذی الحجې اتمه ورځ

د نبوي هجرت یو زرو څلور سوه او نهه دیرشم کال.