Applicable Translations English اردو عربي

باب دی پدې باره کې چې : الله د ټولو شيانو پیدا کوونکی دی

مونږ ګواهي ورګوو چې الله د ټولو شیانو پیدا کوونکی دی، لوی الله فرمایلي دي: {ذَلِكُمُ اللّهُ رَبُّكُمْ لا إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ فَاعْبُدُوهُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ وَكِيل} (همدغه الله، ستاسو رب دى، له ده نه غير هېڅ لايق د عبادت نشته، د هر شي پیدا كوونكى دى، نو تاسو د هغه عبادت كوئ او هغه په هر شي باندې نګران دى). [الأنعام سورت: 102 آیت]. او حق متعال ذات فرمایلي دي: {اللَّهُ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ وَكِيل}. (الله د هر شي پیدا كوونكى دى او هغه په هر شي باندې نګران دى). [الزمر سورت: 62 آیت]، او الله پاک فرمایلي دي: {وَهُوَ الَّذِي يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ وَهُوَ أَهْوَنُ عَلَيْهِ} (او دى همغه ذات دى چې مخلوق اول ځلې پیدا كوي، بیا به دغه دوباره راژوندي كوي او دغه (بیا راژوندي كول) هغه (الله) ته ډېر اسان دي). [الروم سورت: 27 آیت].

او باور لرو چې الله و، پداسې حال کې چې له هغه پرته هیڅ نه و، او له هغه مخکې هیڅ شی نشته، الله تعالی فرمایلي دي: {هُوَ الأَوَّلُ وَالآخِرُ وَالظَّاهِرُ وَالْبَاطِنُ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيم}. (هم دغه (الله) اول دى (هیڅ شى له هغه نه مخكې نه و) او اخر دى (له ده نه بعد هېڅ شى نشته) او لوړ دى (په هر شي بره دى) او باطن دى (د ده په وړاندې هېڅ شى پټ نه دى) او هغه په هر شي باندې ښه پوه دى). [الحديد سورت: 3 آیت].

او پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «اللَّهُمَّ أَنْتَ الْأَوَّلُ فَلَيْسَ قَبْلَكَ شَيْءٌ، وَأَنْتَ الْآخِرُ فَلَيْسَ بَعْدَكَ شَيْءٌ، وَأَنْتَ الظَّاهِرُ فَلَيْسَ فَوْقَكَ شَيْءٌ، وَأَنْتَ الْبَاطِنُ فَلَيْسَ دُونَكَ شَيْءٌ». « یا الله! ته لومړی یې نو ستا نه مخکې هیڅ شی نشته، او ته وروستی یې نو ستا نه وروسته بل شی نشته، او ته لوړ یې؛ نو ستا نه پورته هیڅ شی نشته، او ته باطن یې - په هر څه دې احاطه کړې ده - نو هیڅ شی درڅخه پټ ندي او نه کوم شی تا لره عاجز کولای شي». (مسلم روایت کړی (2713)، ابوداود (5051)، الترمذي (3400) او ابن ماجه (3831).

او له عمران بن حصین - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایي: زه له پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - سره وم چې له بني تمیم -څخه- یوه ډله خلک راغلل؛ نو- ورته- یې وفرمایل: « ای د تمیم خلکو زیری قبول کړئ» هغوی وویل: مخکې دې زیری راکړی و، اوس یو څه راکړه، بیا د یمن له خلکو څخه یوه ډله راننوتله نو ورته یې وفرمایل : «زیری قبول کړئ ای د یمن خلکو، ځکه د تمیم خلکو قبول نه کړ» هغوی وویل: مونږ راغلي یو تر څو ځان پر دین پوه کړو، او د دې چارې (کائناتو) د پیل په اړه درڅخه پوښتنه وکړو: چې څنګه و؟ ویې فرمایل: « الله و او له هغه مخکې هیڅ شی نه و، او د هغه عرش پر اوبو د پاسه و، بیا یې آسمانونه او ځمکه پیدا کړل، او په لوح محفوظ کې یې هر څه ولیکل»، (بخاري روایت کړی (۷۴۱۸) او ترمذي (۳۹۵۱). او په بل روایت کې پدې الفاظو: «كَانَ اللَّهُ وَلَمْ يَكُنْ شَيْءٌ غَيْرَهُ، وَكَانَ عَرْشُهُ عَلَى الماءِ». «الله و، او له هغه پرته هیڅ شی نه و، او د هغه عرش په اوبو د پاسه و». (بخاري روایت کړی (۳۱۹۱)

او مونږ باور لرو پدې چې هر څه د زمکې د پاسه له حیواناتو څخه چې خوځښت کوي زمونږ په څېر امتونه دي، حق تعالی فرمایلي دی: {وَمَا مِن دَآبَّةٍ فِي الأَرْضِ وَلاَ طَائِرٍ يَطِيرُ بِجَنَاحَيْهِ إِلاَّ أُمَمٌ أَمْثَالُكُم مَّا فَرَّطْنَا فِي الكِتَابِ مِن شَيْءٍ ثُمَّ إِلَى رَبِّهِمْ يُحْشَرُون} (او نشته په ځمكه كې هېڅ یو خوځنده او نه هېڅ مارغه چې په خپلو دواړو وزرونو الوځي مګر (دوى) ستاسو په شان امتونه دي، مونږ په كتاب (لوحِ محفوظ) كې هېڅ شى (بې ليكلو) نه دى پریښى، بیا به دوى د خپل رب په طرف ورجمع كولى شي. [الأنعام سورت: 38 آیت]. او پدې پوهیږو چې الله هر خوځیدونکی له اوبو څخه پیدا کړی دی، سپيڅلي او لوړ ذات فرمایلي: {وَاللَّهُ خَلَقَ كُلَّ دَابَّةٍ مِن مَّاء فَمِنْهُم مَّن يَمْشِي عَلَى بَطْنِهِ وَمِنْهُم مَّن يَمْشِي عَلَى رِجْلَيْنِ وَمِنْهُم مَّن يَمْشِي عَلَى أَرْبَعٍ يَخْلُقُ اللَّهُ مَا يَشَاء إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِير}. (او الله تعالی په ځمكه ګرځېدونكى هر حیوان له اوبو څخه پیدا كړى دى، نو په دوى كې ځینې هغه دي چې په خپلې خېټې تګ كوي او په دوى كې ځېنې هغه دي چې په دوه پښو تګ كوي او په دوى كې ځینې هغه دي چې په څلورو ګرځي، الله چې څه وغواړي پیدا كوي يې، بېشكه الله په هر شي باندې ښه قادر دى) [النور سورت : 45 آیت]. او له هر شي یې جوړه (نر او ښځه )ګرځولي، الله تعالی فرمایي: {وَمِن كُلِّ شَيْءٍ خَلَقْنَا زَوْجَيْنِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُون}. (او له هر څیز څخه مونږ دوه قسمه جوړې (نر او ښځه) پیدا كړي دي، د دې لپاره چې تاسو پند واخلئ) [الذاريات سورت: 49 آیت]. او الله تعالی فرمايلي دي: {وَأَنَّهُ خَلَقَ الزَّوْجَيْنِ الذَّكَرَ وَالأُنثَى} (او دا چې بېشكه دغه (الله) دوه جوړې نر او ښځه پیدا كړې دي) [النجم سورت: 45 آیت].

او موږ باور لرو چې دا مخلوقات- د دې تنوع او کثرت سره سره - متوازن دي، او هیڅ یو یې پر بل تیری نه کوي، او نه یو ډول پر بل ډول، متعال رب فرمایلي دي: {وَالأَرْضَ مَدَدْنَاهَا وَأَلْقَيْنَا فِيهَا رَوَاسِيَ وَأَنبَتْنَا فِيهَا مِن كُلِّ شَيْءٍ مَّوْزُون} (او ځمكه؛ مونږ هغه غځولې ده او مونږ په هغې كې غرونه غورځولي دي او مونږ په هغې كې هر اندازه كړى شوى شى زرغون كړى دى). [الحجر سورت: 19 آیت].

او ژر دی چې دا ټول مخلوقات به د فنا لور ته ولاړ شي، الله تعالی فرمايلي دي: {كُلُّ مَنْ عَلَيْهَا فَان * (هر هغه څوك چې په دې (ځمكې) باندې دي؛ فاني كېدونكي دي). وَيَبْقَى وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلاَلِ وَالإِكْرَام} [الرحمن: 26، 27]. (او باقي به پاتې شي ستا د رب مخ (ذات) چې د جلال او د عزت خاوند دى). پرته له هغه څه نه چې الله - تعالی- له بې هوښۍ څخه په خپله دې وینا کې استثنا کړې دي: {وَنُفِخَ فِي الصُّورِ فَصَعِقَ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَمَن فِي الأَرْضِ إِلاَّ مَن شَاء اللَّهُ ثُمَّ نُفِخَ فِيهِ أُخْرَى فَإِذَا هُم قِيَامٌ يَنظُرُون} [او په شپېلۍ كې به پو كړى شي، نو بې هوشه (بې خوده) به شي هر هغه څوك چې په آسمانونو كې دي او هر هغه څوك چې په ځمكه كې دي، غیر له هغه چا نه چې الله يې وغواړي، بیا به په دې كې بل ځلې پو كړى شي،(۱) نو ناڅاپه به دوى ولاړ وي، ګوري به (حیران حیران)]. [الزمر سورت: 68 آیت].

او موږ باور لرو چې الله - تعالی - دا مخلوق په خپل ربوبیت ګواه ګرځولی؛ هغه ربوبیت چې د هغه الوهیت ترې لازمیږي، نو کله ناکله د خپلو مخلوقاتو پيدایښت پدې (ربوبیت) دلیل ګرځوي لکه څرنګه چې الله تعالی فرمایلي دي: {هَذَا خَلْقُ اللَّهِ فَأَرُونِي مَاذَا خَلَقَ الَّذِينَ مِن دُونِهِ بَلِ الظَّالِمُونَ فِي ضَلاَلٍ مُّبِين} (دغه د الله مخلوق دى، نو تاسو (اى مشركانو!) ما ته وښیئ څه شى دى هغه چې دغو (بتانو) پیدا كړى دى، چې غير له هغه (الله) نه دي، بلكې ظالمان په ښكاره ګمراهۍ كې دي). [لقمان سورت: 11 آیت]. او کله کله حق ذات یادونه کوي چې له مخلوقاتو څخه تر ټولو ستر یې چې - عرش - دی پدې دلالت کوي لکه چې پاک ذات فرمایي: {اللَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيم}. (الله چې دى، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، د ډېر ستر عرش رب دى). [النمل سورت: 26 آیت]، او پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «سُبْحَانَ اللهِ عَدَدَ خَلْقِهِ. سُبْحَانَ اللهِ رِضَا نَفْسِهِ. سُبْحَانَ اللهِ زِنَةَ عَرْشِهِ. سُبْحَانَ اللهِ مِدَادَ كَلِمَاتِهِ». «د الله پاکي -بیانوم- د هغه د مخلوقاتو د شمېر په اندازه، د الله پاکي -بیانوم- تر هغه چې هغه پرې رضا شي، د الله پاکي -بیانوم- د هغه د عرش د دروندوالي په اندازه، د الله پاکي -بیانوم- د هغه سیاهۍ(رنګ) په اندازه چې د هغه کلمې پرې لیکل کیږي». (مسلم روایت کړی په (2726) شمېره، او نسائي په (1351/1) ، او ترمذي په (3555) شمېره، او ابن ماجه په (3808) شمېره. نو د عرش دروندوالی تر ټولو دروند وزن دی. او کله ناکله لوی مخلوقات پر هغې دلیل وګرځوي لکه څرنګه چې د هغه ذات پدې وینا کې راغلي: {هُوَ الَّذِي خَلَقَ لَكُم مَّا فِي الأَرْضِ جَمِيعاً ثُمَّ اسْتَوَى إِلَى السَّمَاء فَسَوَّاهُنَّ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيم}. (همدى هغه ذات دى چې ستاسو لپاره يې هغه ټول څه پيدا كړل چې په ځمكه كې دي، بيا يې د اسمان قصد وكړ، نو هغه يې ښه برابر اوه اسمانونه جوړ كړل، او هغه پر هر شي ښه عالم دى). [البقرة سورت: 29 آیت]. او کله کله هغه یو لدې مخلوقاتو څخه پر هغې دلیل وګرځوي لکه څرنګه چې د الله تعالی په دې وینا کې دي: {أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ أَنزَلَ مِنَ السَّمَاء مَاء فَأَخْرَجْنَا بِهِ ثَمَرَاتٍ مُّخْتَلِفًا أَلْوَانُهَا وَمِنَ الْجِبَالِ جُدَدٌ بِيضٌ وَحُمْرٌ مُّخْتَلِفٌ أَلْوَانُهَا وَغَرَابِيبُ سُود}. (آیا تا نه دي ليدلي چې بېشكه الله له پورته نه اوبه نازلې كړې دي، بیا مونږ په دغو سره داسې مېوې راوېستلې دي چې د هغو رنګونه مختلف دي او په غرونو كې ځینې سپينې او سرې برخې دي، چې رنګونه یې سره مختلف دي او (ځینې په دوى كې) ډېرې تكې تورې دي). [فاطر سورت: 27 آیت].

او کله هم خپل تر ټولو کمزوری او کوچنی مخلوق پر هغې دلیل وګرځوي لکه څرنګه چې د الله تعالی پدې وینا کې دي: {إِنَّ اللَّهَ لاَ يَسْتَحْيِي أَن يَضْرِبَ مَثَلاً مَّا بَعُوضَةً فَمَا فَوْقَهَا فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُواْ فَيَعْلَمُونَ أَنَّهُ الْحَقُّ مِن رَّبِّهِمْ وَأَمَّا الَّذِينَ كَفَرُواْ فَيَقُولُونَ مَاذَا أَرَادَ اللَّهُ بِهَـذَا مَثَلاً} (بېشكه الله د هېڅ مثال په بيانولو نه شرمېږي، د غوماشي وي، يا كه له ده نه د زيات (شي) وي، نو هر چې هغه خلک دي چې ايمان يې راوړى دى، نو هغوى پوهېږي چې يقينًا دا د هغوى د رب له طرف نه حق (مثال) دى، او پاتې شو هغه خلک چې كفر يې كړى دى، نو هغوى وايي: الله په دې مثال وركولو سره څه اراده كړې ده؟). [البقرة سورت: 26 آیت]. نو هغه ریښتینی خالق دی، له هغه پرته نور ټول مخلوقات دی، برکت والا دی زموږ رب او لوړ دی، هغه پر حقه معبود دی، او له هغه پرته نور ټول بنده ګان دي د عبادت وړ ندي، او نه د دې وړ دي چې تمه ترې ولرل شي، او یا د حاجتونو د پوره کولو لپاره مقصد وګرځول شي.