Applicable Translations English اردو عربي

پای

ستاینه هغه ذات لره ده چې په نعمت سره یې نیکۍ بشپړیږي، او درود او سلام په هغه چا وایو چې د عالمیانو لپاره رحمت رالیږل شوی دی، او د الله تعالی شکر ادا کوو؛ هغه ذات چې د دې لوی مبارک سفر د پای ته رسولو لورینه یې راباندې وکړه، او وایو لکه څرنګه چې جنتیان وایي: {أَنِ الْحَمْدُ لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِين} (ټول صفتونه خاص الله لره دي چې د ټولو عالمونو ښه پالونكى دى) [يونس سورت: 10 آیت]. او لکه څرنګه چې مونږ ته زمونږ رب امر کړی دی: {قُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ وَسَلاَمٌ عَلَى عِبَادِهِ الَّذِينَ اصْطَفَى آللَّهُ خَيْرٌ أَمَّا يُشْرِكُون} (ته ووایه: ټوله ستاينه خاص د الله لپاره ده، او سلام دې وي د هغه په هغو بنده ګانو باندې چې غوره كړي يې دي، ایا الله غوره دى، یا كه هغه چې دوى يې (له الله سره) شریكوي) [النمل سورت: 59 آیت].

موږ له څښتن تعالی څخه سوال کوو چې دا کار خاص د هغه د رضا او د پيغمبرانو د سالار د لارښوونو سره برابر، بندګانو ته یې ګټه رسوونکی او زمونږ لپاره د قیامت په ورځ شفاعت کوونکی وګرځوي.

او مونږ پدې پوهیږو که څومره زیار هم وباسو، نشو کولای دا مبارکه موضوع راونغاړو، ځکه چې د الله تعالی، او د پرښتو، کتابونو، رسولانو، د آخرت ورځ، قضا او قدر په اړه خبرې دي، خو کتاب د حق تعالی پدې وینا سره پای ته رسوو: {وَمَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ وَالأَرْضُ جَمِيعًا قَبْضَتُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَالسَّماوَاتُ مَطْوِيَّاتٌ بِيَمِينِهِ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُون} (او دغو (مشركانو) د الله تعظیم ونه كړ د هغه حق تعظیم، حال دا چې ځمكه ټوله د ده په قبضه كې ده د قیامت په ورځ كې او اسمانونه د ده په ښي لاس كې رانغاړل (راټول كړى) شوي دي، ده لره پاكي ده او هغه ډېر اوچت دى له هغو څیزونو نه چې دوى يې (له هغه سره) شریكوي) [الزمر سورت: 67 آیت].