او مونږ پوهیږو چې په ګناهونو کې لوی او واړه ګناهونه شته، الله تعالی فرمایلي: {الَّذِينَ يَجْتَنِبُونَ كَبَائِرَ الإِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ إِلاَّ اللَّمَمَ} (هغه كسان چې له غټو ګناهونو او د بې حیایۍ له كارونو نه ځان ساتي، غیر له وړو وړو ګناهونه). [النجم سورت: 32 آیت]، او همدار نګه الله - تعالی- فرمایلي دي: {إِن تَجْتَنِبُواْ كَبَآئِرَ مَا تُنْهَوْنَ عَنْهُ نُكَفِّرْ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَنُدْخِلْكُم مُّدْخَلاً كَرِيمًا} (كه چېرې تاسو له هغو غټو ګناهونو نه ځان وساتئ، چې تاسو ترې منع كولى شئ (، نو) مونږ به له تاسو نه ستاسو (واړه) ګناهونه لرې كړو او ډېر د عزت ځاى ته به مو داخل كړو) [النساء سورت: 31 آیت].
وعن عبدالله بن مسعود رضي الله عنه قال: قال رجل: يا رسول الله، أي الذنب أكبر عند الله ؟ قال: «أن تدعو لله ندًّا وهو خلقك»، قال: ثم أي؟ قال: «أن تقتل ولدك خشية أن يطعم معك»، قال: ثم أي؟ قال: «أن تزاني حليلة جارك»؛ فأنزل الله تصديقها: {وَالَّذِينَ لاَ يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ وَلاَ يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلاَّ بِالْحَقِّ وَلاَ يَزْنُونَ} . او له عبدالله بن مسعود - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې یو سړي وویل: ای د الله رسوله! د الله تعالی په نزد کومه ګناه لویه ده؟ ويې ويل: چې له الله سره شریک راوبلې حال دا چې هغه پیدا کړی یې» ويې ويل: بيا کومه؟ ويې ويل: چې اولاد لدې ویرې ووژنې چې خواړه به درسره وخوري»، ويې ويل: بيا کومه؟ هغه وفرمایل: د خپل ګاونډي ښځې سره زنا کول»؛ بیا الله تعالی د هغه تصدیق نازل کړ: {وَالَّذِينَ لاَ يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ وَلاَ يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلاَّ بِالْحَقِّ وَلاَ يَزْنُونَ} . {او هغه کسان چې د الله سره بل معبود نه بولي او نه هغه نفس وژني چې الله حرام کړی دی مګر په حقه سره او زنا نه کوي}. بخاري (6001) او مسلم (86) روایت کړی دی.
او پوهیږو چې ایمان زیاتیږي او کمیږي، الله تعالی فرمایلي دي: {وَإِذَا مَا أُنزِلَتْ سُورَةٌ فَمِنْهُم مَّن يَقُولُ أَيُّكُمْ زَادَتْهُ هَـذِهِ إِيمَانًا فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُواْ فَزَادَتْهُمْ إِيمَانًا وَهُمْ يَسْتَبْشِرُون} (او كله چې هم كوم سورت نازل كړى شي، نو په دوى كې ځینې هغه څوك دي چې وايي: په تاسو كې كوم یو دى چې دې (سورت) د هغه ایمان زیات كړ؟ نو هر چې مومنان دي، نو دې (سورت) د هغوى ایمان ورزیات كړ، په داسې حال كې چې هغوى ښه خوشالېږي) [التوبة سورت: 124 آیت]. اطاعتونه ایمان زیاتوي او تقویه کوي، او ګناهونه ایمان کموي او کمزوری کوي، نو هغه ګناهونه - چې د کفر او شرک څخه کم دي - د ایمان له بشپړتیا سره په ټکر کې دي، او د کبیره ګناه له مرتکب څخه ټول ایمان نه ځي، همدارنګه د دې مستحق هم ندی چې د مطلق مؤمن نسبت ورته وشي، ځکه چې هغه داسې یو کار کړی دی چې ایمان یې کموي، لدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «لَا يَزْنِي الزَّانِي حِينَ يَزْنِي وَهُوَ مُؤْمِنٌ، وَلَا يَشْرَبُ الْخَمْرَ حِينَ يَشْرَبُ وَهُوَ مُؤْمِنٌ، وَلَا يَسْرِقُ حِينَ يَسْرِقُ وَهُوَ مُؤْمِنٌ، وَلَا يَنْتَهِبُ نُهْبَةً، يَرْفَعُ النَّاسُ إِلَيْهِ فِيهَا أَبْصَارَهُمْ، حِينَ يَنْتَهِبُهَا وَهُوَ مُؤْمِنٌ»، "زناکار زنا نه کوي کله یې چې کوي او حال دا چې هغه مومن وي، او هغه شراب نه څښي کله یې چې هغه څښي په داسې حال کې چې هغه مومن وي او هغه غلا نه کوي کله چې غلا کوي په داسې حال کې چې هغه مومن وي، او نه هیڅ شی په لوټ مارۍ سره اخلي پداسې حال کې چې ټول خلک ورته په رڼو سترګو ګوري او دا مؤمن وي». بخاري (2475)، او مسلم (57).) روایت کړی دی. او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «مَنْ رَأَى مِنْكُمْ مُنْكَرًا فَلْيُغَيِّرْهُ بِيَدِهِ، فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِلِسَانِهِ، فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِقَلْبِهِ، وَذَلِكَ أَضْعَفُ الْإِيمَانِ»، «چا چې له تاسو څخه ناروا کړنه ولیده نو په لاس سره دې منع کړي، که چیرته یې نشو کولای نو په ژبې سره او که چېرته یې نشو کولای نو په زړه سره او دا تر ټولو کمزوری ایمان دی»، مسلم (49) روایت کړی دی. او رسول الله - صلى الله عليه وسلم - د هغه څه په اړه خبر ورکاوه چې د قيامت په ورځ به وي نو ویې فرمایل: «... فَيَقُولُ اللهُ تَعَالَى: اذْهَبُوا فَمَنْ وَجَدْتُمْ فِي قَلْبِهِ مِثْقَالَ دِينَارٍ مِنْ إِيمَانٍ فَأَخْرِجُوهُ...» ، «... نو الله تعالی به وفرمایي: لاړ شئ، د چا په زړه کې چې د یو دینار په اندازه له ایمان څخه وي، نو - له اور نه- یې راوباسئ ...»، بخاري (۷۴۹۳) او مسلم (۱۸۳) روایت کړی. نو دا حدیثونه په ډاګه کوي چې ګناهونه ایمان کمزوری کوي.
او د کبیره ګناه مرتکب د کبیره ګناه له امله په سزا ګواښل شوی تر دې چې توبه ورڅخه ونه کړي او يا پرې حد جاري نه شي- که چیرته کبیره ګناه له هغو ګناهونو څخه وي چې په مرتکب یې حد جاري کیږي- او یا ورته الله تعالی د مغفرت له اسبابو څخه په یو سره بخښنه وکړي چې هغه زیات دي، الله تعالی فرمایلي دي: {إِنَّ اللّهَ لاَ يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَن يَشَاء} (بېشكه الله نه بخښي دا چې له هغه سره دې (څوك) شریك كړى شي او هغه بخښي هغه (ګناه) چې له دې (شرك) نه كمه وي د چا لپاره چې وغواړي) [النساء سورت: 48 آیت].