او مونږ ایمان لرو چې الله - جل جلاله - د خپل پېغمبر - صلی الله عليه وسلم - اصحابان غوره کړي او له پېغمبرانو وروسته يې د خپل مخلوق سپیڅلي خلک ګرځولي دي، د هغوى صفتونه يې په تورات او انجیل کې ذکر کړي دي او د هغوی ستاينه يې کړې ده. الله تعالی فرمایلي دي: {مُّحَمَّدٌ رَّسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاء عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاء بَيْنَهُمْ تَرَاهُمْ رُكَّعًا سُجَّدًا يَبْتَغُونَ فَضْلاً مِّنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا سِيمَاهُمْ فِي وُجُوهِهِم مِّنْ أَثَرِ السُّجُودِ ذَلِكَ مَثَلُهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَمَثَلُهُمْ فِي الإِنجِيلِ كَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْأَهُ فَآزَرَهُ فَاسْتَغْلَظَ فَاسْتَوَى عَلَى سُوقِهِ يُعْجِبُ الزُّرَّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ الْكُفَّارَ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنْهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا} (محمد د الله رسول دى او هغه كسان چې له ده سره دي، په كافرانو باندې ډېر سخت دي، په خپل مینځ كې ډېر مهرباني كوونكي دي، ته به دوى وینې چې ركوع كوونكي، سجده كوونكي دي، له الله نه فضل او رضامندي غواړي، د دوى (د دیندارۍ) نښې د دوى په مخونو كې دي د سجدو له اثر نه، دغه په تورات كې د دوى مثال دى او په انجیل كې د دوى مثال دى، لكه هغه فصل چې خپل تېغ راوباسي، بیا هغه قوي كړي، بیا هغه (فصل، تېغ) پېړ او كلك شي بیا دغه (فصل) په خپلو پنډیو (او بېخونو) ودرېږي، په داسې حال چې زمېنداران (كروندګر) په تعجب كې اچوي، د دې لپاره چې په دغو سره كافران په غصه كړي، الله له هغو كسانو سره چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، چې دغه (اصحابان) دي؛ د بخښنې او د ډېر لوى اجر وعده كړې ده) [الفتح سورت: 29 آیت]، او حق ذات له هغوی څخه د خپلې خوښۍ یادونه کړې ده، الله تعالی فرمایلي دي: {وَالسَّابِقُونَ الأَوَّلُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ وَالأَنصَارِ وَالَّذِينَ اتَّبَعُوهُم بِإِحْسَانٍ رَّضِيَ اللّهُ عَنْهُمْ وَرَضُواْ عَنْهُ} (او له مهاجرینو او انصارو نه هغه وړاندیني اولني (ایمان لرونكي) او هغه كسان چې په نېكۍ سره يې د دوى پیروي كړې ده، الله له دوى نه راضي شوى دى او دوى له هغه نه راضي شوي دي، او هغه د دوی لپاره داسې جنتونه تیار کړي دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې دوی به په هغو کې تل ترتله وي، همدا ډېره لویه کامېابي ده). [التوبة سورت: 100 آیت].
او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې صحابه کرام د ټولو نسلونو غوره خلک دي. فعن عبدالله قال: سُئِلَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم: أَيُّ النَّاسِ خَيْرٌ؟ قَالَ: «قَرْنِي، ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ، ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ». له عبدالله څخه روایت دی چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وشوه چې په خلکو کې کوم خلک غوره دي؟ هغه وویل: «زما پیړۍ، بیا هغه څوک چې د دوی پسې دي، بیا هغه څوک چې د دوی پسې دي». بخاري (6658)، مسلم (2533)، ترمذي (3859) او ابن ماجه (2362) روایت کړی دی.
او مونږ باور لرو چې مهاجرین له انصارو -رضي الله عنهم- څخه غوره دي، له همدې امله، الله تعالی دوی په خپل کتاب کې لومړي ذکر کړي دي، لکه څنګه چې د "توبې سورت" په مخکني آیت کې راغلي، او الله تعالی په خپل کتاب کې د مهاجرینو ستاینه کړې ده نو فرمایلي یې دي: {لِلْفُقَرَاء الْمُهَاجِرِينَ الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِن دِيارِهِمْ وَأَمْوَالِهِمْ يَبْتَغُونَ فَضْلاً مِّنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا وَيَنصُرُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ أُوْلَئِكَ هُمُ الصَّادِقُون} [(دغه مالونه) د هغو فقیرو هجرت كوونكو لپاره دي چې له خپلو كورونو او خپلو مالونو نه اېستل شوي دي، په داسې حال كې چې دوى د الله فضل او رضامندي لټوي او د الله او د هغه د رسول مدد كوي، همدغه كسان رښتیني دي] [الحشر سورت: 8 آیت].
الله -تعالی- د انصارو په اړه فرمايلي دي: {وَالَّذِينَ تَبَوَّؤُوا الدَّارَ وَالإِيمَانَ مِن قَبْلِهِمْ يُحِبُّونَ مَنْ هَاجَرَ إِلَيْهِمْ وَلاَ يَجِدُونَ فِي صُدُورِهِمْ حَاجَةً مِّمَّا أُوتُوا وَيُؤْثِرُونَ عَلَى أَنفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ وَمَن يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُون} (او د هغو كسانو لپاره دي چې دوى له دغو (مهاجرینو) نه مخكې په دغه كور (مدینه) كې او په ایمان كې ځاى نیولى دى، دوى له هغو كسانو سره مینه كوي چې دوى ته يې هجرت كړى دى او دوى په خپلو سینو (زړونو) كې هېڅ غصه (او حسد) نه مومي د هغه (مال) په وجه چې دغو (مهاجرینو) ته وركړى شو او دوى په خپلو ځانونو باندې (هجرت كوونكو ته) ترجیح وركوي اګر كه په دوى باندې تنګي (او حاجت مندي) وي او هر هغه څوك چې خپل نفس یې له بخیلۍ نه بچ كړى شو، نو همدغه كسان كامیاب (او په مراد رسېدلي) دي) [الحشر سورت: 9 ایت].
او مونږ پدې عقیده یو چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وروسته د دې امت تر ټولو غوره : ابوبکر، بیا عمر، بیا عثمان، بیا علي رضی الله عنهم دي، نو د دوی ترتیب په فضیلت کې داسې دی لکه د دوی ترتیب په خلافت کې.
او مونږ د هغو لسو کسانو لپاره شاهدي ورکوو چې د جنت زیری ورکړل شوی دی، لکه څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دوی ته شاهدي ورکړې ده، لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم - چې فرمایلي دي: «أَبُو بَكْرٍ فِي الجَنَّةِ، وَعُمَرُ فِي الجَنَّةِ، وَعُثْمَانُ فِي الجَنَّةِ، وَعَلِيٌّ فِي الجَنَّةِ، وَطَلْحَةُ فِي الجَنَّةِ، وَالزُّبَيْرُ فِي الجَنَّةِ، وَعَبْدُالرَّحْمَنِ بْنُ عَوْفٍ فِي الجَنَّةِ، وَسَعْدٌ فِي الجَنَّةِ، وَسَعِيدٌ فِي الجَنَّةِ، وَأَبُو عُبَيْدَةَ بْنُ الجَرَّاحِ فِي الجَنَّةِ». «أبوبکر په جنت کې دی، عمر په جنت کې دی، عثمان په جنت کې دی، علي په جنت کې دی، طلحه په جنت کې دی، زبیر په جنت کې دی، عبد الرحمن بن عوف په جنت کې دی، سعد په جنت کې دی، سعید په جنت کې دی او أبو عبیدة بن الجراح په جنت کې دی». ترمذي (3747) روایت کړی دی، احمد په مسند (1675) او په فضائل الصحابة کې (278) او ابن ابي عاصم په الآحاد او المثاني (232) کې روایت کړی دی.
او مونږ ایمان لرو چې د بدر د خلکو لپاره داسې مرتبه ده چې د بل چا لپاره نشته، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي دي لکه څرنګه چې په حديث کې راغلي دي: «... وَمَا يُدْرِيكَ، لَعَلَّ اللَّهَ أَنْ يَكُونَ قَدِ اطَّلَعَ عَلَى أَهْلِ بَدْرٍ، فَقَالَ: اعْمَلُوا مَا شِئْتُمْ؛ فَقَدْ غَفَرْتُ لَكُمْ». «...او ته څه پوهېږې، ښايي چې الله پاک د بدر خلکو ته راښکاره شوی وي او داسې یې ویلي وي: هر څه چې غواړئ هغه وکړئ. ما تاسو ته بخښنه کړې ده». بخاري (3007)، مسلم (2494)، ابوداود (2650) او ترمذي (3305) روایت کړی دی.
وعن معاذ بن رفاعة بن رافع الزرقي عن أبيه -وكان أبوه من أهل بدر- قال: جَاءَ جِبْرِيلُ إِلَى النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم، فَقَالَ: «مَا تَعُدُّونَ أَهْلَ بَدْرٍ فِيكُمْ؟» قَالَ: مِنْ أَفْضَلِ المسْلِمِينَ، أَوْ كَلِمَةً نَحْوَهَا، قَالَ: «وَكَذَلِكَ مَنْ شَهِدَ بَدْرًا مِنَ المَلَائِكَةِ». او له معاذ بن رفاعة بن رافع الزرقي څخه روایت دی هغه له خپل پلار څخه روایت کوي - او پلار یې له بدریانو څخه و، هغه وویل: جبرائیل علیه السلام نبي علیه السلام ته راغی. ويې ويل: «تاسو د بدر خلک په خپلو کې څنګه ګڼئ؟ هغه وفرمایل: له غوره مسلمانانو څخه، یا دې ته ورته یوه کلمه، هغه وفرمایل: همدا رنګه هغه پرښتې چې په بدر کې یې ګډون کړی دی». بخاري روایت کړی (3992).
او مونږ په هغه څه شاهدي ورکوو چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - پرې د بیعة الرضوان خلکو ته شاهدي ورکړې وه؛ رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «لَا يَدْخُلُ النَّارَ أَحَدٌ مِمَّنْ بَايَعَ تَحْتَ الشَّجَرَةِ»، "هیڅوک به له هغه خلکو څخه دوزخ ته داخل نه شي چې د ونې لاندې یې بیعت کړی دی". ابوداود (۴۶۵۳)، ترمذي (۳۸۶۰)، ابو الجهم په (۱) خپله رساله کې، احمد (۱۴۷۷۸) کې او نسائی په الکبری (۱۱۴۴۴) کې روایت کړی دی. او دوی په خپل دې بیعت کې کامیاب شول، تر دې چې الله تعالی د دوی په اړه وفرمایل: {إِنَّ الَّذِينَ يُبَايِعُونَكَ إِنَّمَا يُبَايِعُونَ اللَّهَ يَدُ اللَّهِ فَوْقَ أَيْدِيهِمْ} (بېشكه هغه كسان چې له تا سره بیعت كوي، بېشكه همدا خبره ده چې دوى خو له الله سره بیعت كوي، د الله لاس د دوى د لاسونو له پاسه دى) [الفتح سورت: 10 آیت]. او مونږ پوهیږو چې الله تعالی له دوی څخه راضي شوی دی، لکه څرنګه چې الله تعالی په خپل نازل کړی شوي کتاب کې فرمایلي دي: {لَقَدْ رَضِيَ اللَّهُ عَنِ الْمُؤْمِنِينَ إِذْ يُبَايِعُونَكَ تَحْتَ الشَّجَرَةِ فَعَلِمَ مَا فِي قُلُوبِهِمْ فَأَنزَلَ السَّكِينَةَ عَلَيْهِمْ وَأَثَابَهُمْ فَتْحًا قَرِيبًا} (یقینًا یقینًا الله له مومنانو نه راضي شو كله چې دوى له تا سره د ونې لاندې بيعت كاوه، پس ده ته هغه څه معلوم وو چې د دوى په زړونو كې وو، بیا هغه په دوى اطمینان نازل كړ او دوى ته يې په عوض كې نژدې برى وركړ) [الفتح سورت: 18 آیت].
او مونږ پدې باور یو چې لوی څښتن تعالی د هغه -صلی الله علیه وسلم- کورنۍ په یو لړ فضیلتونو او حقونو سره ځانګړې کړې ده، نو لدوی سره محبت، دوستي، او د حقونو مراعتول یې واجب دي، د دوی له حقونو څخه یو دا دی چې الله تعالی ورته په خمس - (د غنیمت په مال کې پنځمه برخه )، فیئ ( هغه مال چې د کافرانو څخه له جګړې پرته د مسلمانانو لاس ته ورغلی وي) - برخه ټاکلې ده، او رسول الله - صلی الله علیه وسلم - امر کړی چې د هغه تر څنګه دې پر دوی باندې هم درود وویل شي، نو مونږ ته یې فرمایلي دي چې: ووایئ: «اللهم صلِّ على محمدٍ وعلى آل محمد، كما صليت على إبراهيمَ وعلى آل إبراهيم، إنك حميدٌ مجيد، وبارك على محمد وعلى آل محمد، كما باركت على إبراهيم وعلى آل إبراهيم، إنك حميدٌ مجيد» «یا الله! پر محمد - صلی الله علیه وسلم - او د هغه پرکورنۍ رحمت ووروه، لکه پر ابراهیم -علیه السلام- او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولی وو، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې. او پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پر کورنۍ برکتونه ووروه، لکه پر ابراهیم - علیه السلام - او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولي وو، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې».
او د دوی له فضیلتونو څخه ځینې هغه دي چې الله - تعالی - په خپلې دې وینا کې ورڅخه یادونه کړې ده: {يَا نِسَاء النَّبِيِّ لَسْتُنَّ كَأَحَدٍ مِّنَ النِّسَاء إِنِ اتَّقَيْتُنَّ فَلاَ تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ وَقُلْنَ قَوْلاً مَّعْرُوفًا * (اى د نبي ښځو! تاسو په (ډلو د) ښځو كې د هېڅ یوې (ډلې ) په شان نه یئ كه تاسو پرهېزګاري وكړئ، نو تاسو په وینا كې نرمي مه كوئ، (کنه) نو هغه كس به په تمه كې پرېوځي چې د هغه په زړه كې (د نفاق، یا بدكارۍ) مرض وي او تاسو هغه خبره كوئ چې مناسبه وي. وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلاَ تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الأُولَى وَأَقِمْنَ الصَّلاَةَ وَآتِينَ الزَّكَاةَ وَأَطِعْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا} او تاسو په خپلو كورونو كې قرار ونیسئ او تاسو د ړومبني جاهلیت د زینت څرګندونې په شان زینت مه څرګندوئ او تاسو لمونځ قايموئ او زكات ادا كوئ او د الله او د هغه د رسول اطاعت كوئ، بېشكه همدا خبره ده چې الله غواړي چې له تاسو نه، اى اهل بیتو! ګناه لرې كړي او تاسو پاك كړي، په پاکولو سره). [الأحزاب سورت: 32، 33 آیتونه]. او الله تعالی فرمایلي: ﴿ٱلنَّبِيُّ أَوۡلَى بِٱلۡمُؤۡمِنِينَ مِنۡ أَنفُسِهِمۡۖ وَأَزۡوَجُهُۥٓ أُمَّهَتُهُمۡۗ﴾ (نبي (محمدﷺ) په مومنانو باندې د دوى له ځانونو نه زیات حقدار دى او د ده ښځې د دوى میندې دي). [الأحزاب سورت: 6 آیت].
وعن عائشةَ رضي الله عنها قالت: خرج النَّبِي صلى الله عليه وسلم غداةً وعليه مِرْطٌ مُرَحَّل مِن شَعر أسود، فجاء الحسن بن علي فأدخله، ثمَّ جاء الحُسين فدخل معه، ثمَّ جاءت فاطمةُ فأدخلَها، ثمَّ جاء عليٌّ فأدخله، ثمَّ قال: «إِنَّمَا يُرِيدُ اللهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ البَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا». له عائشې - رضي الله عنها - څخه روایت دی چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - یو سهار پداسې حال کې راووت چې د تورو وړیو او د اوښانو انځورونو درلودونکې چپن یې اغوستې وه، نو حسن بن علي -رضی الله عنه- راغی، هغه یې ننویست، بیا حسین راغی او هغه یې هم له ځان سره ننویست، بیا فاطمه راغله هغه یې هم ننویستله، بیا علي راغی هغه یې هم ننویست، بیا یې وفرمایل: «إِنَّمَا يُرِيدُ اللهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ البَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا» (بېشكه همدا خبره ده چې الله غواړي چې له تاسو نه، اى اهل بیتو! ګناه لرې كړي او تاسو پاك كړي، په پاکولو سره). مسلم (2424) روایت کړی دی.
او له واثلة بن الأسقع - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې : له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه مې اوریدلي دي چې فرمایل یې: «إِنَّ اللَّهَ اصْطَفَى كِنَانَةَ مِنْ وَلَدِ إِسْمَاعِيلَ وَاصْطَفَى قُرَيْشًا مِنْ كِنَانَةَ وَاصْطَفَى مِنْ قُرَيْشٍ بَنِي هَاشِمٍ وَاصْطَفَانِي مِنْ بَنِي هَاشِمٍ». «الله - تعالی - د اسماعیل له اولادې څخه کنانه غوره کړې ده، بیا یې قریش له کنانه څخه غوره کړې دي، له قریشو یې بني هاشم غوره کړي او زه یې له بني هاشمو څخه غوره کړی یم». مسلم (2276) روایت کړی دی.
وعن زَيْدِ بْنِ أَرْقَمَ رضي الله عنه قَالَ: قَامَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَوْمًا فِينَا خَطِيبًا بِمَاءٍ يُدْعَى خُمًّا بَيْنَ مَكَّةَ وَالْمَدِينَةِ، فَحَمِدَ اللَّهَ وَأَثْنَى عَلَيْهِ، وَوَعَظَ، وَذَكَّرَ، ثُمَّ قَالَ: «أَمَّا بَعْدُ أَلَا أَيُّهَا النَّاسُ فَإِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ يُوشِكُ أَنْ يَأْتِيَ رَسُولُ رَبِّي فَأُجِيبَ وَأَنَا تَارِكٌ فِيكُمْ ثَقَلَيْنِ أَوَّلُهُمَا كِتَابُ اللَّهِ فِيهِ الْهُدَى وَالنُّورُ فَخُذُوا بِكِتَابِ اللَّهِ وَاسْتَمْسِكُوا بِهِ». فَحَثَّ عَلَى كِتَابِ اللَّهِ وَرَغَّبَ فِيهِ، ثُمَّ قَالَ: «وَأَهْلُ بَيْتِي، أُذَكِّرُكُمُ اللَّهَ فِي أَهْلِ بَيْتِي، أُذَكِّرُكُمُ اللَّهَ فِي أَهْلِ بَيْتِي، أُذَكِّرُكُمُ اللَّهَ فِي أَهْلِ بَيْتِي». او له زید بن أرقم - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې: یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم په (ماء خم ) نومې ځای کې چې د مکې او مدینې تر منځ دی زمونږ په منځ کې خطبه ویونکی ودرید، نو د الله تعالی حمد او ستاینه یې ادا کړه، وعظ او نصیحت یې وکړ، بیا یې وویل: «أَمَّا بَعْدُ: خبردار اوسې ای خلکو، بېشکه چې زه یو بشر یم کیدی شی د رب استازی مې راشي او زه ورته لبیک ووایم (وفات شم) نو زه په تاسو کې ثقلین پریښودونکی یم چې لومړی یې د الله کتاب دی، چې په هغه کې هدایت او رڼا ده نو د الله کتاب واخلئ او منګولې پرې ولګوئ ». نو د الله تعالی په کتاب یې ټینګار وکړاو خلک ورته تشویق کړل، بیا یې وویل: « او زما کورنۍ، نو زه د خپلې کورنۍ په اړه تاسې ته الله دریادوم، د خپلې کورنۍ په اړه تاسې ته الله دریادوم، د خپلې کورنۍ په اړه تاسې ته الله دریادوم». مسلم (2408) روایت کړی دی.
او صحابه کرامو د پيغمبر- صلی الله علیه وسلم - د خپلوانو حقونه او فضیلت پېژندلی و، تر دې چې أبو بکر - رضي الله عنه - علي- رضي الله عنه - ته وویل: «والذي نفسي بيدِه لَقرابةُ رسول الله صلى الله عليه وسلم أحبُّ إليَّ أنْ أَصِلَ من قرابَتِي». «په هغه ذات مې دې قسم وي چې زما روح یې په لاس کې دی، د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره خپلوي راته د خپلو خپلوانو سره له خپلوۍ پالنې څخه ډیره غوره ده». بخاري (3508) او مسلم (1759) روایت کړی دی.
او رسول الله - صلی الله علیه وسلم - صحابه کرامو - رضي الله عنهم - ته له کنځلو کولو څخه منع فرمایلي ده، ویلي یې دي: «لَا تَسُبُّوا أَصْحَابِي، فَلَوْ أَنَّ أَحَدَكُمْ أَنْفَقَ مِثْلَ أُحُدٍ ذَهَبًا مَا بَلَغَ مُدَّ أَحَدِهِمْ، وَلَا نَصِيفَهُ». "زما صحابه و ته کنځلې مه کوئ، ځکه که په تاسو کې یو د احد د غره په اندازه سره زر صدقه کړي د هغوی د یو موټي په اندازه صدقې ته به ونه رسیږي او نه د موټي نیمایي ته". بخاري (3673)، مسلم (2541)، ابوداود (4658) او ترمذي (3861) روایت کړی دی. او رسول الله صلی الله علیه وسلم - دا خبره - بیان کړې ده چې د انصارو سره محبت کول د ایمان نخښه او له هغوی څخه نفرت کول د منافقت نخښه ده، رسول لله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «آيَةُ الإِيمَانِ حُبُّ الأَنْصَارِ، وَآيَةُ النِّفَاقِ بُغْضُ الأَنْصَارِ». «له انصارو سره محبت کول د ایمان نخښه ده او له انصارو څخه کرکه کول د منافقت نخښه ده». بخاري (17)، مسلم (74) او نسائي (5019) روایت کړی.
او سعید بن زید بن عمرو بن نفیل - رضي الله عنه - فرمایلي دي: «لَمَشْهَدُ رَجُلٍ مِنْهُمْ مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَغْبَرُّ فِيهِ وَجْهُهُ، خَيْرٌ مِنْ عَمَلِ أَحَدِكُمْ عُمُرَهُ، وَلَوْ عُمِّرَ عُمُرَ نُوحٍ». «له هغوی څخه د یو سړي یوه صحنه چې د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - سره تېره کړې وي او مخ یې پکې ګردجن شوی وي، ستاسو د یوه له ټول عمر څخه غوره ده که څه هم د نوح عمر ورکړل شوی وي». أبو داود (4650) روایت کړی دی.