Applicable Translations English اردو عربي

سریزه

بسم الله الرحمن الرحيم

وبه نستعين، ولا حول ولا قوة إلا بالله العلي العظيم.

الحمد لله كما ينبغي لجلال وجهه وعظيم سلطانه، وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد وهو على كل شيء قدير، وأشهد أن محمدًا عبده ورسوله صلى الله عليه وسلم تسليمًا كثيرًا، أما بعد:

مونږ پدې کتاب کې هغه څه ذکر کوو چې په قرآن او سنت کې راغلي او پر یو مسلمان پرې ایمان راوړل واجب دي، او کله د آیت او حدیث د تشریح لپاره د صحابه کرامو، تابعینو، د تابعینو د پیروانو ځینې اقوال ذکر کوو، او یا له آیت، یا حدیث څخه د مقصد بیانولو په موخه یې راوړو. دا لیکنه موږ کتابونو او بابونو ته ویشلې ده، او د شونتیا تر بریده مو د لنډیز هڅه او د اړینو مسألو په راوړلو بسنه کړې ده، او له هغه اصطلاحاتو څخه چې نه په قرآن او نه د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - په حدیثو کې راغلي او وروستي خلک پکې ښکیل شوي دي لرې پاتې شوي یو، الله - تعالی - له خپل دین څخه په پیروۍ، او د هغه په رسۍ په منګولو لګولو، او د هغه د رسول - صلی الله علیه وسلم په پیروۍ کولو باندې په ټینګار سره فرمایلي دي: {وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ وَاذْكُرُواْ نِعْمَةَ اللّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنتُمْ أَعْدَاء فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُم بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَكُنتُمْ عَلَىَ شَفَا حُفْرَةٍ مِّنَ النَّارِ فَأَنقَذَكُم مِّنْهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُون}. (او تاسو د الله پر رسۍ (ټول) په جمع سره منګولې ښخې كړئ او سره بېلېږئ مه او د الله (هغه) نعمتونه را یاد كړئ چې پر تاسو باندې شوي دي، كله چې تاسو دښمنان وئ، بیا الله ستاسو د زړونو تر مینځ جوړښت راوسته، نو د هغه په (دې) نعمت سره تاسو وروڼه شوئ او تاسو له اور نه د ډكې كندې پر غاړه وئ، نو تاسو يې له هغه نه وژغورلئ، همدارنګه الله تاسو ته خپل آیتونه بیانوي، د دې لپاره چې تاسو نېغه لار ومومئ). آل عمران سورت: ۱۰۳ آیت. او الله تعالی فرمایلي دي: {وَاتَّبِعُوا أَحْسَنَ مَا أُنزِلَ إِلَيْكُم مِّن رَّبِّكُم مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِيَكُمُ العَذَابُ بَغْتَةً وَأَنتُمْ لاَ تَشْعُرُون} (او تاسو د تر ټولو ښه حكم (قرآن) پیروي وكړئ هغه چې تاسو ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى مخكې له دې نه چې په تاسو عذاب راشي ناڅاپه، حال دا چې تاسو به نه پوهېږئ). الزمر سورت: ۵۵ آیت.

نو د الله په توفیق سره پیل کوو او وایو: