Applicable Translations English اردو عربي

کتاب: د پېدایښت پېل

د کتاب لنډیز

موږ باور لرو چې الله د هر څه پيدا کوونکی دی، او دا چې الله و او له هغه پرته بل هیڅ شی نه و، او له هغه څخه مخکې هیڅ شي شتون نه درلوده، او عرش یې په اوبو باندې و، او هغه د آسمانونو او ځمکې له پیدا کولو مخکې اوبه پیدا کړې، بیا یې آسمانونه او ځمکه پیدا کړل پداسې حال کې چې سره یو ځای ول نو دواړه مو سره جلا کړل.

او موږ باور لرو چې الله - تعالی - دا مخلوق په خپل ربوبیت ګواه ګرځولی؛ هغه ربوبیت چې الوهیت ترې لازمیږي، نو هغه ریښتینی معبود دی، او نور ټول بنده ګان دي، د دې وړتیا نه لري چې عبادت یې وشي، او یا ترې هیله وساتل شي، او یا د - چارو - لپاره موخه وګرځول شي.

او پدې باور لرو چې عزتمن عرش د الله - تعالی - له مخلوقاتو څخه یو لوی مخلوق دی، بلکه تر ټول لوی مخلوق یې دی.

او موږ باور لرو چې ملاېکې د رحمن د عرش شاوخوا کې دي، او دا چې الله تبارک وتعالی د خپل عرش له پاسه دی، د اسمانونو د پاسه دی، او له خپل مخلوق څخه جلا دی.

او موږ باور لرو چې الله هغه قلم پیدا کړی دی چې د ټولو شیانو تقدیر یې لیکلی او دا چې د تقدیر قلمونه له یو څخه زیات دي.

او مونږ باور لرو چې الله کرسۍ پیدا کړې او هغه له عرش نه وروسته تر ټولو لوی مخلوق دی.

او مونږ باور لرو چې الله - تعالی - آسمانونه او ځمکه او هغه څه یې چې تر منځه دي د الله - تعالی - له ورځو څخه په شپږو ورځو کې پيدا کړي دي، او دا چې الله آسمانونه بې له ستنو پورته کړي او الله -تعالی- دا لوی مخلوقات د لویو حکمتونو لپاره پیدا کړي دي چې څوک پرې احاطه نه شي کولای، او الله - تعالی - د دې مخلوقاتو پېدایښت او جوړښت په پوره مهارت سره تر سره کړي دي.

او موږ باور لرو چې دا کاینات له آسمانونو، ځمکې، غرونو او هر څه چې په کې دي د دې ټولو سره به یې د قیامت په ورځ حال بل ډول وي.

او موږ باور لرو چې الله لمر او سپوږمۍ په حقه سره پیدا کړي دي او دا چې هغه پاک ذات، دوی لره د خپل امر تابع ګرځولي او ستوري او سیارې یې د لوی حکمت لپاره پيدا کړي دي او دا ستوري او سیارې هیڅ ګټه او یا ضرر نه شی رسولی او په آسماني او ځمکنيو پیښو کې اغیزه نه کوي، او که څوک چې دا باور ولري چې دوی په خپل ځان کې اغیزمن دي، نو هغه کفر یا شرک کړی دی.

او موږ باور لرو چې الله ملاېکې له رڼا څخه پیدا کړي دي، او دوی یې په پيدایښت کې یو له بل سره په توپیر کې پیدا کړي دي.

او موږ باور لرو چې الله؛ جان (یا پيریان) د اور له خالصو لمبو څخه چې دود پکې نه وي پيدا کړی دی، او دا چې د پیریانو پیدا کول د آدم - علیه السلام - له پیدایښت څخه مخکې دي، او دا چې د شیطانانو مشر ابلیس دی، او دا چې ابلیس هغه څوک دی چې زمونږ مور او پلار (آدم او حوا) علیهما السلام یې بې لارې کړي وو تر دې چې له جنت څخه یې راوویستل.

او باور لرو چې ابلیس له سجدې کولو یې سرغړونه وکړه، نو الله پرې غصه شو، له رحمت څخه لیرې کړ، ویې شاړه، او دا چې پیریان په شریعتونو سره مخاطب دي او دوی مکلف دي.

او موږ باور لرو چې الله خپلو پرښتو ته خبر ورکړ چې هغه به په عبادت سره د ځمکې د دوانولو لپاره یو خلیفه وګرځوي او حق ذات څرګنده کړه چې دا خلیفه آدم دی او دا چې هغه به یې له خاورو څخه پیدا کړي، او دا خاوره یې خټه ګرځولې، بیا یې په پړاوونو کې پیدا کړ.

موږ باور لرو چې الله - تعالی- آدم په خپل عزتمند لاس سره پيدا کړی، او خپلې ملایکې یې ورته په سجده کړې، او هغه ته یې د هغه له ځان څخه جوړه ښځه) پيدا کړه تر څو ورسره آرام و اوسیږي، چې هغه حوا ده، او دواړه یې په جنت کې و اوسول، بیا یې دواړه ځمکې ته راکوز کړل.

او موږ باور لرو چې ټول خلک د آدم له اولادې څخه دي او دا چې ادم له خاورې څخه دی، نو له تقوا پرته هیڅوک پر بل غوره والی نه لري.

او ګواهي ورکوو چې الله - تعالی - خلک په فطرت پیدا کړي دي.

او ګواهي ورکوو چې روح د الله له امر(حکم) څخه دی، او دا چې انسانان یې په اړه په هیڅ نه پوهیږي مګر هغه چې الله پرې خبر کړي دي، او روحونه د الله - تعالی مخلوقات دي.

او باور لرو چې روحونه مري، او مرګ یې له بدن څخه جلا کیدل دي.

او باور لرو چې ټول هغه چې د ځمکې پر مخ له خځنده و څخه خوځښت کوي زمونږ په څېر امتونه دي.

او موږ پوهیږو چې الله هر حیوان له اوبو څخه پیدا کړی او له هر شي څخه یې یوه یوه جوړه ګرځولې، او دا چې د دې ټولو مخلوقاتو لوری هلاکت ته دی، پرته له هغه څه چې الله پاک استثنا کړي دي.