Applicable Translations English اردو عربي

باب دی د اوبو د پېدایښت په اړه

او موږ باور لرو چې الله -جل جلاله- د ځمکې او اسمانونو له پیدا کولو مخکې اوبه پیدا کړې دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: "الله و پداسې حال کې چې له هغه ​​وړاندې هیڅ شي شتون نه درلوده، او د هغه عرش په اوبو د پاسه و، بیا یې آسمانونه او ځمکه پیدا کړل". (مسلم (2713)، ابوداود (5051)، الترمذي (3400) او ابن ماجه (3831) روایت کړی دی. او الله - تعالی - هر شی له اوبو څخه ژوندی وګرځاوه، الله پاک فرمایلی دي: {وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاء كُلَّ شَيْءٍ حَيٍّ}. (او مونږ له اوبو څخه هر ژوند شى پیدا كړى دى) [الأنبياء سورت: 30 آیت]، او دا چې الله دا د خپل ربوبیت او الوهیت نخښه ګرځولې ده، الله تعالی فرمایلي: {الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الأَرْضَ فِرَاشاً وَالسَّمَاء بِنَاء وَأَنزَلَ مِنَ السَّمَاء مَاء فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقاً لَّكُمْ فَلاَ تَجْعَلُواْ لِلّهِ أَندَاداً وَأَنتُمْ تَعْلَمُون}. (هغه (رب) چې ستاسو لپاره يې ځمكه فرش او اسمان چت جوړ كړى دى او له بره نه يې اوبه نازلې كړي دي، بيا يې په دغو سره له مېوو نه ستاسو لپاره رزق راوېستلى دى، نو له الله سره هېڅ قسمه شريكان مه جوړوئ، حال دا چې تاسو پوهېږئ). [البقرة سورت: 22 آیت].

او الله رب العزت فرمايلي: {وَفِي الأَرْضِ قِطَعٌ مُّتَجَاوِرَاتٌ وَجَنَّاتٌ مِّنْ أَعْنَابٍ وَزَرْعٌ وَنَخِيلٌ صِنْوَانٌ وَغَيْرُ صِنْوَانٍ يُسْقَى بِمَاء وَاحِدٍ وَنُفَضِّلُ بَعْضَهَا عَلَى بَعْضٍ فِي الأُكُلِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُون} (او په ځمكه كې څنګ په څنګ پیوستې ټوټې دي او د انګورو باغونه دي او فصلونه دي او د كجورو ونې دي چې له یوه بېخه پورته شوي دي او ځینې ځان ته (جدا) بېخ لري، چې په یوه قسم اوبو سره اوبه كولى شي او مونږ په هغو كې ځينو ته په نورو باندې په مېوه (او خوند) كې فضيلت وركوو، بېشكه په دې كې د هغو خلکو لپاره یقینًا نښې دي چې له عقل نه كار اخلي). [الرعد سورت: 4 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {وَهُوَ الَّذِي مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ هَذَا عَذْبٌ فُرَاتٌ وَهَذَا مِلْحٌ أُجَاجٌ وَجَعَلَ بَيْنَهُمَا بَرْزَخًا وَحِجْرًا مَّحْجُورًا * (او دى هماغه ذات دى چې دوه دریابونه يې خوشې كړې دي (له یو بل سره جوخت) دا خوږ دى، ډېر خوږ (تنده ماتوونكى) او د ا (بل) تریو دى، ښه تریو او د دواړو په مینځ كې يې یوه پرده او بند پیدا كړى دى چې منع كړى شوى دى). وَهُوَ الَّذِي خَلَقَ مِنَ الْمَاء بَشَرًا فَجَعَلَهُ نَسَبًا وَصِهْرًا وَكَانَ رَبُّكَ قَدِيرًا}. (او دى همغه ذات دى چې له اوبو نه يې انسان پیدا كړى دى، بیا يې هغه (د) نسب او سخرګنۍ (والا) وګرځاوه او ستا رب ښه قادر دى) [الفرقان سورت: 53، 54 آیتونه]؛ نو له اوبو څخه يې دوه بېلابېل بحرونه جوړ كړل او د هغو په منځ كې يې مانع او پرده وګرځوله، نو يو پر بل نه ور اوړي، همدا رنګه یې له اوبو څخه انسانان جوړ كړل، او د انسانانو څخه یې نسب او خسرګنۍ رامنځ ته کړه، نو د برکت والا دی الله؛ هغه ذات چې غوره پيدا کوونکی دی. او د دې آیت په څېر نور مثالونه ډیر دي.

همدا رنګه یې اوبه په بیا راژوندي کېدو دلیل ګرځولی: الله تعالی فرمایلي: {وَمِنْ آيَاتِهِ أَنَّكَ تَرَى الأَرْضَ خَاشِعَةً فَإِذَا أَنزَلْنَا عَلَيْهَا الْمَاء اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ إِنَّ الَّذِي أَحْيَاهَا لَمُحْيِي الْمَوْتَى إِنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِير} (او د هغه له نخښو څخه دا دي چې بېشكه ته ځمكه وچه كلكه وینې، نو كله چې مونږ په دې اوبه نازلې كړو(نو) وخوځېږي او وپړسېږي، بېشكه هغه ذات چې دغه يې ژوندۍ كړې ده، خامخا د مړو ژوندى كوونكى دى، بېشكه هغه په هر شي باندې ښه قادر دى). [فصلت سورت: 39 آیت].

او - اوبه - یې د خپلو لښکرو څخه یو لښکر ګرځولي، نو د خپلو دوستانو مرسته یې پرې کړې، الله رب العزت فرمایلي: {إِذْ يُغَشِّيكُمُ النُّعَاسَ أَمَنَةً مِّنْهُ وَيُنَزِّلُ عَلَيْكُم مِّن السَّمَاء مَاء لِّيُطَهِّرَكُم بِهِ وَيُذْهِبَ عَنكُمْ رِجْزَ الشَّيْطَانِ وَلِيَرْبِطَ عَلَى قُلُوبِكُمْ وَيُثَبِّتَ بِهِ الأَقْدَام} (كله چې هغه (الله) پر تاسو باندې له خپل طرف نه پركالي اچوله د امن (او اطمينان) لپاره، او پر تاسو باندې يې له بره نه اوبه نازلولې، د دې لپاره چې تاسو په دې سره ښه پاك كړي او له تاسو نه د شیطان پلیتي لرې كړي او د دې لپاره چې ستاسو زړونه مضبوط كړي او په دې سره (ستاسو) قدمونه كلك كړي). [الأنفال سورت: 11آیت]، او خپل دښمنان یې پرې ذلیله کړي دي، الولي الحمید ذات فرمایلي دي: {فَدَعَا رَبَّهُ أَنِّي مَغْلُوبٌ فَانتَصِر * (نو ده له خپل رب نه دعا وغوښته، داسې چې بېشكه زه مغلوب (او عاجز) یم، نو ته (زما) انتقام (او بدله) واخله). فَفَتَحْنَا أَبْوَابَ السَّمَاء بِمَاء مُّنْهَمِر* (نو مونږ د اسمان دروازې په ډېرو راتویدونكو اوبو سره پرانستلې). وَفَجَّرْنَا الأَرْضَ عُيُونًا فَالْتَقَى الْمَاء عَلَى أَمْرٍ قَدْ قُدِر} (او له ځمكې نه مو چینې روانې كړې، نو اوبه په هغه كار باندي سره یوځاى (او ګډې) شوې چې مقرر شوى و) [القمر سورت: 10-12آیتونه]، او داسې نور حالتونه چې الله تعالی پکې اوبه د خپلو دوستانو د ملاتړ او یا د هغوی د دښمنانو د ذلت او رسوایۍ لامل ګرځولې دي.