Applicable Translations English اردو عربي

باب دی د قلم د پیدایښت په باره کې

او مونږ باور لرو چې الله -تعالی- هغه قلم پیدا کړی چې تقدیر یې لیکلی، پيغمبر -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «په حقیقت کې، لومړی شی چې الله پاک پیدا کړ قلم دی، هغه ته یې وویل: ولیکه، هغه وویل: ربه، زه څه ولیکم؟ هغه وفرمایل: د هر شي چې تر قیامته پورې دی د هغې مقدار او اندارې ولیکه». (ابوداود (4700)، ترمذي (2155، 3319)، طيالسي (578)، احمد (22705، 22707) او ابن ابي عاصم په سنن کې په(115) شمیره روایت کړی دی).

او موږ باور لرو چې قلمونه څو (زیات) دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم چې کله د اسراء او معراج په اړه خبر ورکاوه نو ویې فرمایل: "بیا زه پورته کړی شوم تر څو یوې درجې ته ورسیدم؛ هلته ما د قلمونو - د لیک - کشاری اوریده ". (بخاري (349)، او مسلم (163) روایت کړی دی.)

په قرآن او سنتو کې د ملائکو لخوا د عملونو د لیکلو خبر بار بار راغلی دی، لکه څرنګه چې الله تعالی فرمایلي: {وَإِنَّ عَلَيْكُمْ لَحَافِظِين * (په داسې حال كې چې پر تاسو باندې ساتونكي (ملايك) مقرر دي) كِرَامًا كَاتِبِين * (چې عزتمن لیكونكي دي) يَعْلَمُونَ مَا تَفْعَلُون} (دوى په هغه څه پوهېږي چې تاسو يې كوئ) [الانفطارسورت : 10 -12 آیتونه].

او الله - تعالی فرمایلي: {إِذْ يَتَلَقَّى الْمُتَلَقِّيَانِ عَنِ الْيَمِينِ وَعَنِ الشِّمَالِ قَعِيد * ((یاد كړه) هغه وخت چې دوه اخيستونكي اخلي، چې یو له ښي اړخ نه او (بل) له چپ اړخ نه ناست وي) {مَا يَلْفِظُ مِن قَوْلٍ إِلاَّ لَدَيْهِ رَقِيبٌ عَتِيد} [(دغه بنده) هېڅ خبره نه كوي مګر له ده سره حاضر ساتونكى دى]. [ق سورت: 17، 18 آیتونه].

او الله تعالی فرمایلي: {وَإِذَا أَذَقْنَا النَّاسَ رَحْمَةً مِّن بَعْدِ ضَرَّاء مَسَّتْهُمْ إِذَا لَهُم مَّكْرٌ فِي آيَاتِنَا قُلِ اللّهُ أَسْرَعُ مَكْرًا إِنَّ رُسُلَنَا يَكْتُبُونَ مَا تَمْكُرُون}. (او كله چې مونږ په خلکو باندې څه رحمت وڅكو، وروسته له هغه تكلیف نه چې دوى ته رسېدلى وي (، نو) ناڅاپه دوى زمونږ په آیتونو كې مكرونه (او سازشونه) شروع كړي، ته ووایه: الله د مكر په لحاظ سره تر ټولو تېز دى، بېشكه زمونږ رسولان (ملايك) لیكي هغه څه چې تاسو كوم مكر كوئ). [يونس سورت: 21 آیت]

او الله - تعالی - فرمایلي: {أَمْ يَحْسَبُونَ أَنَّا لاَ نَسْمَعُ سِرَّهُمْ وَنَجْوَاهُم بَلَى وَرُسُلُنَا لَدَيْهِمْ يَكْتُبُون}. (آیا دوى دا ګمان كوي چې بېشكه مونږ د دوى پټې خبرې او پټې مشورې نه اورو، ولې نه! او زمونږ رسولان ليكل كوي د دوى ترڅنګه). [الزخرف سورت: 80 آیت].

او په «صحیح البخاري» کې راځي چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: "په تاسو کې هیڅ یو نشته، او هیڅ یو ساکښ نشته مګر دا چې د هغه ځای له جنت او یا دوزخ څخه ټاکل شوی دی، مګر دا چې -تقدیر- یې لیکل شوی چې بدمرغه به وي که نیکمرغه". بخاري (۴۹۴۸)، مسلم (۲۶۴۷)، ابو داود (۴۶۹۴)، ترمذي (۲۱۳۶، ۳۳۴۴) او ابن ماجه (۷۸) روایت کړی دی.

همدارنګه فرمایلي یې دي: « کله چې یو څوک تاسو نه ښه مسلمان شو، نو هره نیکي چې کوي لس چنده - ثواب - ورته لیکل کیږي، تر اووه سوه چنده پورې، او هره بدي چې کوي یو چند ورته لیکل کیږي ». (بخاري (42، 7501)، مسلم (128، 129، 130) او ترمذي (3073).)