Applicable Translations English اردو عربي

باب دی د کرسۍ د پيداېښت په باره کې

موږ باور لرو چې کرسۍ له عرش څخه وروسته تر ټولو لوی مخلوق دی، الله تعالی د دې د عظمت د بیانولو په اړه فرمایلي: {وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ}. ( پراخه دی هغه د دوو قدمونو ځای د الله تعالی د اسمانونو او د ځمکې څخه). [البقرة سورت: 255 آیت].

څوکۍ د عرش په مخ کې ده او هغه د دواړ قدمونو ځای دی. ابن عباس -رضی الله عنهما- د دې آيت په تفسير کې ويلي دي: "کرسۍ د پښو ځای دی، او د عرش اندازه هیڅوک نه شي کولی ". (دارقطني په صفاتو کې مرفوع او موقوف ذکر کړی(۳۶) او عثمان بن سعید الدارمي په بشر المریسی باندې د رد په موخه ذکر کړی (۸۴، ۸۹) . او عبدالله بن احمد په السنة کې روایت کړی (586)، او ابن خزیمه په "توحید" (154) کې، او ابو الشیخ په "العظمة" کې (216، 217). او رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: "د کرسۍ په مقابل کې اوه اسمانونه بل څه نه دي مګر په لویه صحرا کې د یوې غورځول شوې حلقې (کړۍ) په څیر، او د عرش غوره والی په کرسۍ باندې داسې ده لکه څومره چې هغه صحرا په هغې حلقې (کړۍ) باندې غوره والی لري". (ابن حبان (۳۶۱)، او په (المجروحین) کې (۳/۱۳۰)، طبرانی په الکبیر کې (۱۶۵۱) ، او په المکارم کې (۱)، الآجری په الأربعین کې (۴۰) روایت کړی دی. او ابو الشیخ په العظمه کې (۲۵۹ مخ)، او ابو نعیم په الحلیة کې (۱) / ۱۸ او ۱۶۶ – ۱۶۸، البیهقي په الأسماء کې (۵۱۰ – ۵۱۱ مخونه)، او په الشعب کې (۴۳۲۵ او ۷۶۶۸ مخ)، او ابن عبدالبر په التمهيد کې (9/199) ، چې هغه یو اوږد حدیث دی، او دلته زموږ دا حدیث د همغه له جملې څخه دی، او نوموړی حديث ډېر طرق لري، خو ضعيفه دي نه صحیح کیږي، او عقيلي ځینې دغه طرق ذکر کړي دي او د هغو ضعف ته یې اشاره کړې ده،او ابن عدي هم ذکر کړي دي او ويلي يې دي: دا حديث لدې لارې منکر دی کوم چې له ابن جريج، له عطاء له عبید بن عمیر له ابو ذر څخه روایت شوی. او دا حدیث د ابوذر په روایت د ابو ادریس خولانی او القاسم بن محمد څخه او دریم د ابن جریج له حدیث څخه پرته بله لاره نه لری، او دا یې له ټولو منکرترین روایت دی» خو دا حدیث مشهور دی او لده پرته بل چا د کرسۍ په اړه مرفوع ندی روایت کړی، نو سره لدې چې ضعیف او منکر دی مونږ بیا هم راوړ).

همدا رنګه بیهقي هم له عباس بن محمد څخه روایت کړی دی فرمایي: ما له ابو عبید څخه اوریدلي چې ویل یې: «دا حدیثونه چې پکې وایې: زمونږ رب د خپلو بنده ګانو د مایوسۍ نه او په نږدې وخت کې د هغوی حال ته بدلولو ته وخندل، او جهنم تر هغه پورې نه ډکیږي تر څو چې هغه - ذات - خپل قدم پکې کینږدي، او کرسۍ د دواړو قدمونو - د ايښودلو - ځای دی ، او دا حدیثونه د روایت له مخې زمونږ په اند حق دي، چې ځینو له ځینو نورو څخه روایت کړي دي، مګر که چیرته یې زمونږ څخه د تفسیر په اړه پوښتنه وشي مونږ یې نه تفسیر کوو، او مونږ هیڅوک داسې ندي لاندې کړي چې هغوی دې یې تفسیر کړی وي. (الأسماء والصفات، بیهقی (۲/۱۹۸).