او مونږ پوهیږو چې مسلمانو چارواکو ته غوږ نیول او د هغوی پیروي کول واجب دي، دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ} [اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! د الله خبره منئ او د رسول خبره منئ او د خپلو د امر د خاوندانو (واکمنانو)]، [النساء سورت: 59 آیت]، او د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - دا وینا: «السَّمْعُ وَالطَّاعَةُ حَقٌّ مَا لَمْ يُؤْمَرْ بِالْمَعْصِيَةِ فَإِذَا أُمِرَ بِمَعْصِيَةٍ فَلَا سَمْعَ وَلَا طَاعة». «اوریدل او اطاعت کول حق دي تر څو چې په معصیت ( د الله په نافرمانۍ ) امر ونه شي، کله چې په معصیت امر وشي نو نه اوریدل شته او نه اطاعت». بخاري (۲۹۵۵) او مسلم (۱۸۳۹) روایت کړی دی.
او په " صحیحینو " کې د عبادة بن صامت - رضي الله عنه - څخه روايت دی چې فرمايي: «بَايَعْنَا رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم عَلَى السَّمْعِ وَالطَّاعَةِ فِي الْعُسْرِ وَالْيُسْرِ، وَالْمَنْشَطِ وَالْمَكْرَهِ، وَعَلَى أَثَرَةٍ عَلَيْنَا، وَعَلَى أَلَّا نُنَازِعَ الْأَمْرَ أَهْلَهُ، وَعَلَى أَنْ نَقُولَ بِالْحَقِّ أَيْنَمَا كُنَّا، لَا نَخَافُ فِي اللهِ لَوْمَةَ لَائِمٍ». «مونږ د رسول الله - صلی الله علیه وسلم سره : په سخته او آسانه، خوښۍ او ناخوښۍ، بیعت وکړ او دا چې په خپل ځان به لومړیتوب - هغه- ته ورکوو، او په واک کې به یې له خاوندانو سره شخړه نه کوو او پدې چې حق به وایو که هر چېرته وو، او د الله تعالی په اړه به د هیڅ ملامتوونکي له ملامتیا څخه نه ویریږو». بخاري (7055) او مسلم (1709) روایت کړی.
ابو زرعة رحمه الله فرمایلي دي: «...او مونږ به په هر وخت او زمانه کې د مسلمانانو له امامانو سره د جهاد او حج فرض اداء کوو او د امامانو په وړاندې بغاوت او د فتنو پر مهال جګړې روا نه بولو، او د هغه چا خبره اورو او اطاعت یې کوو چې الله تعالی ورته زمونږ چارې سپارلي وي، او مونږ له اطاعت څخه لاس نه په سر کیږو او د سنت او جماعت پیروي کوو». شرح أصول اعتقاد أهل السنة والجماعة، د امام لالكائي (1/175)
او د چارواکو اطاعت په روا کړنو کې واجب او په ناروا کړنو کې حرام دی، دلیل یې د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - وینا ده لکه څرنګه چې د ابن عمر - رضي الله عنه - په تېر حدیث کې راغلي و: «...مَا لَمْ يُؤْمَرْ بِالْمَعْصِيَةِ، فَإِذَا أُمِرَ بِمَعْصِيَةٍ فَلَا سَمْعَ وَلَا طَاعة»؛ «...تر څو چې په معصیت ( د الله په نافرمانۍ ) امر نه وي شوی، کله چې په معصیت امر وشي نو نه اوریدل شته او نه اطاعت». او د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - دا وینا: «لَا طَاعَةَ فِي مَعْصِيَةٍ، إِنَّمَا الطَّاعَةُ فِي الْمَعْرُوفِ». "په نافرمانۍ کې اطاعت نشته، مګر په نیکۍ کې اطاعت شته". بخاري (۷۲۵۷) او مسلم (۱۸۴۰) روایت کړی دی .
امام ابو ابراهيم المزني فرمايلي دي: «د حاکمانو اطاعت په هغه څه کې کیږي چې الله تعالی ته د خوښۍ وړ وي، او له هغه څه نه ډډه کول چې الله تعالی پرې ناراضه کیږي، او د دوی د تیري او ظلم پر مهال پرې له خروج څخه ډډه کول، او الله تعالی ته توبه کول، ترڅو د رعیت لپاره د دوی په زړونو کې رحم واچوي». شرح السنة د المزني (مخ: 84).