او مونږ پوهیږو چې ځینې له بدعتونو څخه شته چې د ایمان له اصل سره په ټکر کې دي او ځینې یې د ایمان له بشپړتیا سره په ټکر کې دي، ځکه شرک او کفري بدعتونه د ایمان له اصل سره مخالف دي، خو هغه بدعتونه چې شرک او کفر ته نه رسیږي نو هغه د ایمان د بشپړتیا سره په ټکر کې دي.
او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی زموږ لپاره دین بشپړ کړی دی او نعمت یې پر موږ تمام کړی دی، حق ذات فرمایلي دي: {الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا} (نن ورځ ما ستاسو لپاره ستاسو دین مكمل كړ او پر تاسو مې خپل نعمتونه تمام كړل او ما ستاسو لپاره اسلام د دین په توګه خوښ كړ). [المائدة سورت: 3 آیت]. او نبي - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «مَنْ أَحْدَثَ فِي أَمْرِنَا هَذَا مَا لَيْسَ فِيهِ، فَهُوَ رَدٌّ». "چا چې زموږ په دېن کې نوي شیان راپیدا کړ چې له هغې څخه نه وي، هغه مردود دي". بخاري (2697)، مسلم (1718)، ابوداود (4606) او ابن ماجه (14) روایت کړی دی.
او مونږ پوهیږو چې له هغو شیانو څخه چې د ایمان له تکامل سره تضاد لري په دین کې بدعتونه دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «وإيَّاكم ومُحْدَثاتِ الأمورِ؛ فإن كُلَّ مُحدَثَةٍ بدْعَةٌ، وكل بدعَةٍ ضَلالةٌ». «او ( په دین کې له نوښت څخه ) ځان وساتئ؛ یقینا چې ( په دین کې هر نوښت راوستل) بدعت دی او هر بدعت ګمراهي ده». ابو داود (۴۶۰۷)، ترمذي (۲۶۷۶)، ابن ماجه (۴۲)، احمد (۱۷۱۴۴)، ابن ابي عاصم په سنن (۲۶) او ابن وضاح په البدع (۵۴) کې روایت کړی دی.
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مَنْ دَعَا إِلَى هُدًى كَانَ لَهُ مِنَ الْأَجْرِ مِثْلُ أُجُورِ مَنْ تَبِعَهُ، لَا يَنْقُصُ ذَلِكَ مِنْ أُجُورِهِمْ شَيْئًا، وَمَنْ دَعَا إِلَى ضَلَالَةٍ كَانَ عَلَيْهِ مِنَ الْإِثْمِ مِثْلُ آثَامِ مَنْ تَبِعَهُ، لَا يَنْقُصُ ذَلِكَ مِنْ آثَامِهِمْ شَيْئًا». «چا چې د هدایت لورې ته بلنه ورکړه نو دومره ثواب یې کیږي لکه څومره چې د هدایت د پيروانو کیږي پداسې حال کې چې د هغوی له اجر او ثوابونو څخه هیڅ نه کمیږي، او چا چې ګمراهۍ ته بلنه ورکړه، نو دومره ګناه یې کیږي څومره چې د ګمراهۍ د پیروانو کیږي پداسې حال کې چې د هغوی له ګناهونو څخه هیڅ نه کمیږي». مسلم (2674)، ابو داود (4609)، الترمذي (2674) او ابن ماجه (206) روایت کړی دی.
او بخاري رحمه الله په خپل صحیح کې د دې لپاره باب ایښی دی او ویلي یې دي: «باب إثم من دعا إلى ضلالة؛ أو سنَّ سنة سيئة) یعنې باب دی د هغه چا د ګناه په باره کې چې ګمراهۍ ته بلنه ورکوي او یا د یو بد کار بنسټ ږدي)او پدې اړه یې د پيغمبر صلی الله علیه وسلم دا وینا راوړې ده: «لَيْسَ مِنْ نَفْسٍ تُقْتَلُ ظُلْمًا، إِلَّا كَانَ عَلَى ابْنِ آدَمَ الأَوَّلِ كِفْلٌ مِنْهَا -وَرُبَّمَا قَالَ سُفْيَانُ: مِنْ دَمِهَا- لِأَنَّهُ أَوَّلُ مَنْ سَنَّ القَتْلَ أَوَّلًا». "هیڅ نفس په ناحقه نه وژل کیږي، مګر دا چې د آدم لومړی زوی به په هغې کې خپله برخه ولري - او سفیان ویلي وي چې د هغه په وینې - تویلو کې - : ځکه چې هغه لومړی کس و چې د قتل بنسټ یې ایښی دی". بخاري (7321)، مسلم (1677)، ترمذي (2673)، نسائي (3985) او ابن ماجه (2616) روایت کړی دی.
او له ابو سعید - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «لَتَتَّبِعُنَّ سَنَنَ مَنْ قَبْلَكُمْ شِبْرًا بِشِبْرٍ، وَذِرَاعًا بِذِرَاعٍ، حَتَّى لَوْ سَلَكُوا جُحْرَ ضَبٍّ لَسَلَكْتُمُوهُ»، قُلْنَا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، اليَهُود، وَالنَّصَارَى؟ قَالَ: «فَمَنْ» ؟!. "یقینا چې تاسو به لویشت په لویشت، ذراع په ذراع د هغه کسانو طریقې تعقیب کړئ چې له تاسو څخه مخکې وو، تر دې که د خادمۍ ( سمسارې) سوړې ته ننوځي نو تاسو به ورپسې شئ" مونږ وویل: ای د الله رسوله! آیا یهود او نصارا؟ هغه وویل: نو څوک؟! بخاري (3456) او مسلم (2669) روایت کړی دی.
او مونږ پوهیږو چې الله - تعالی - له تفرقې او اختلاف څخه منع فرمایلې ده، د لوړ شان او شوکت خاوند چې نومونه یې سپېڅلې دي فرمایلي دي: {وَلاَ تَكُونُواْ كَالَّذِينَ تَفَرَّقُواْ وَاخْتَلَفُواْ مِن بَعْدِ مَا جَاءهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَأُوْلَـئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِيم} (او تاسو د هغو خلکو په شان مه كېږئ چې بېل بېل شول او هغو ته د واضحو دلايلو له راتلو نه پس (هم) په خپلو كې مختلف شول، او دغه خلک (چې دي)، د هغوى لپاره بېخي لوى عذاب دى) [آل عمران سورت: 105 سورت]، او الله تعالی فرمایلي : {فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَن تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيم} (نو هغه كسان دې ووېرېږي چې د هغه (رسول) له حكم نه مخالفت كوي، له دې نه چې دوى ته څه افت ورسېږي، یا دوى ته ډېر دردوونكى عذاب ورسېږي) [النور سورت: 63 آیت].
او مونږ پوهیږو چې د قبرونو تعظیم او له پاسه پرې ودانۍ جوړول له بدعتونو څخه دي، او کله هم دا عمل شرک ته رسیږي، او له بدعت څخه پدې هېله د نیکانو انځورول دي چې له مرګ نه وروسته یې ورپسې اقتدا وکړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «... أَلَا وَإِنَّ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ كَانُوا يَتَّخِذُونَ قُبُورَ أَنْبِيَائِهِمْ وَصَالِحِيهِمْ مَسَاجِدَ، أَلَا فَلَا تَتَّخِذُوا الْقُبُورَ مَسَاجِدَ، إِنِّي أَنْهَاكُمْ عَنْ ذَلِكَ». «... خبردار اوسئ! چې ستاسو څخه مخکي خلکو د خپلو انبياوو او نيکانو له قبرونو څخه جوماتونه جوړ کړي وو، نو پام وکړئ چې تاسو یې جوماتونه ونه ګرځوئ، زه تاسو لدې کار څخه منع کوم». مسلم (532) روایت کړی دی.
او له عائشې - رضي الله عنها - څخه روایت دی چې : ام حبیبې او ام سلمې د هغې کلیسا یادونه وکړه چې په حبشه کې یې لیدلې وه او کوم انځورونه چې پکې وو، نو پيغمبر صلی الله علیه وسلم ته یې یادونه وکړه، هغه وفرمایل: «إِنَّ أُولَئِكَ إِذَا كَانَ فِيهِمُ الرَّجُلُ الصَّالِحُ فَمَاتَ، بَنَوْا عَلَى قَبْرِهِ مَسْجِدًا، وَصَوَّرُوا فِيهِ تِلْكَ الصُّوَرَ، فَأُولَئِكَ شِرَارُ الخَلْقِ عِنْدَ اللَّهِ يَوْمَ القِيَامَةِ». «یقینا هغوی داسې خلک دي چې کله به پکې یو نیک سړی و او هغه به مړ شو نو په قبر به یې ورته جومات جوړ کړ، او هغه انځورونه به یې په کې جوړ کړل، نو دغه خلک د قیامت په ورځ د الله تعالی په نزد تر ټولو بد خلک دي». بخاري (427)، مسلم (528) او النسائي (704) روایت کړی.
او رسول الله صلی الله علیه وسلم د مجسمو د ړنګولو او د قبرونو د برابرولو امر کړی دی. له ابو الهیاج الاسدي څخه روایت دی وایي: علي بن ابي طالب رضي الله عنه راته وویل: آیا زه تا هغه څه پسې ونه لیږم چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - ورپسې لیږلی وم؟ هیڅ مجسمه پرې نږدې مګر ړنګه یې کړه او هیڅ لوړ قبر پرې نږدې مګر برابر یې کړه. مسلم (969)، ابو داود (3218)، ترمذي (1049) او نسائي (2031) روایت کړی دی.
او مونږ پوهیږو چې د ناوړه بدعتونو له جملې څخه بدعتي جشنونه او همدارنګه له کافرانو سره د هغوی په اخترونو کې ګډون کول دي، فعن أنس بن مالك رضي الله عنه قال: قَدِمَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم الْمَدِينَةَ، وَلَهُمْ يَوْمَانِ يَلْعَبُونَ فِيهِمَا، فَقَالَ: «مَا هَذَانِ الْيَوْمَانِ؟» قَالُوا: كُنَّا نَلْعَبُ فِيهِمَا فِي الْجَاهِلِيَّةِ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم: «إِنَّ اللَّهَ قَدْ أَبْدَلَكُمْ بِهِمَا خَيْرًا مِنْهُمَا: يَوْمَ الْأَضْحَى، وَيَوْمَ الْفِطْرِ». له انس بن مالک -رضي الله عنه- څخه روایت دی، چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - مدینې ته راغی، پداسې حال کې چې دوی د لوبو لپاره دوه ورځې درلودلې، نو ویې فرمایل: "دا کومې دوه ورځې دي؟" هغوی وویل: مونږ به په جاهلیت کې پدې دوو ورځو کې لوبې کولې، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «یقینا چې الله تعالی درته د دې په بدل کې لدې نه غوره درکړي دي: د قربانۍ ورځ ( لوی اختر ) او د فطر ورځ ( کوچنی اختر )». ابو داود (1134)، نسائي (1556)، او اسماعيل بن جعفر د علي بن حجر په حدیث کې (62)، احمد (12827) او عبد بن حميد (1392) روايت کړى دى.
او هغه پاک ذات چې د سپیڅلې ثنا خاوند دی فرمایلي: {لِكُلِّ أُمَّةٍ جَعَلْنَا مَن سَكًا هُمْ نَاسِكُوهُ فَلاَ يُنَازِعُنَّكَ فِي الأَمْرِ وَادْعُ إِلَى رَبِّكَ إِنَّكَ لَعَلَى هُدًى مُّسْتَقِيم} (د هر یو امت لپاره مونږ د بندګۍ یوه لاره مقرر كړې ده چې دوى په هغې عمل كوونكي دي، نو دوى دې له تا سره په دې كار (د دین) كې له سره جګړه ونه كړي او ته خپل رب ته (د خلکو) بلنه كوه، بېشكه ته خامخا په نېغ (او برابر) هدایت باندې يې) [الحج سورت: 67 آیت]. او له ابن عباس - رضي الله عنهما - څخه د الله تعالی په دې قول کې راغلي دي:{لِكُلِّ أُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنسَكًا هُمْ نَاسِكُوهُ}: «وايي: اختر»، تفسیر الطبري (۱۸/۶۷۹) او ابن ابي حاتم په تفسیر (۱۴۷۱۸) کې. او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «إِنَّ لِكُلِّ قَوْمٍ عِيدًا، وَهَذَا عِيدُنَا». "یقینا چې هر قوم ځانته یو اختر لري، او دا زموږ اختر دی". بخاري (۹۵۲)، مسلم (۸۹۲)، ابو داود (۱۵۹۳) او ابن ماجه (۱۸۹۸) روایت کړی.
او مونږ پوهیږو چې له ناوړه بدعتونو څخه یو له هغه څه نه د برکت غوښتل دي چې الله تعالی د برکت لپاره سبب نه وي ګرځولی، او کله دا - کار - د شرک لپاره وسیله ګرځي، فعن أبي واقد الليثي رضي الله عنه: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم لَمَّا خَرَجَ إِلَى حُنَيْنٍ مَرَّ بِشَجَرَةٍ لِلْمُشْرِكِينَ يُقَالُ لَهَا: ذَاتُ أَنْوَاطٍ، يُعَلِّقُونَ عَلَيْهَا أَسْلِحَتَهُمْ، فَقَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، اجْعَلْ لَنَا ذَاتَ أَنْوَاطٍ كَمَا لَهُمْ ذَاتُ أَنْوَاطٍ، فَقَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم: «سُبْحَانَ اللَّهِ! هَذَا كَمَا قَالَ قَوْمُ مُوسَى: {اجْعَل لَّنَا إِلَـهًا كَمَا لَهُمْ آلِهَةٌ} [الأعراف: 138] وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَتَرْكَبُنَّ سُنَّةَ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ». له أبو واقد اللیثی - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې کله رسول الله - صلی الله علیه وسلم - حنین لورې ته ووت نو د مشرکانو په یوه ونه تېر شو چې هغې ته یې ( ذات انواط ) ویلې - چې دوی به پکې خپلې وسلې ځړولې، نو دوی وویل: ای د الله رسوله! مونږ ته هم یو ذات انواط وګرځوه لکه څرنګه چې دوی ذات انواط لري، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: سبحان الله! دا داسې خبره ده لکه د موسی قوم چې وویل: {اجْعَل لَّنَا إِلَـهًا كَمَا لَهُمْ آلِهَةٌ} (اى موسٰی! زمونږ لپاره (هم) داسې معبود جوړ كړه، لكه څنګه چې د دوى لپاره معبودان دي)، [الأعراف سورت: 138 آیت] قسم دی زما په هغه ذات وي چې زما ساه د هغه په لاس کې ده خامخا به د پخوانیو په طریقو به لاړ شئ». ترمذي (2180)، معمر په الجامع (20763) کې، عبد الرزاق په التفسير (931) کې او ابن ابي شیبه (38530) روایت کړی دی.