او هغه څه چې په الله - تعالی - له ایمان سره په ټکر کې دي: لوی نفاق دی؛ چې هغه د اسلام ښکاره کول او د کفر پټولو ته وایې، او لوی او کوچنی دی. لوی نفاق د ایمان له اصل سره په ټکر کې دی، او کوچنی نفاق د ایمان له بشپړتیا سره په ټکر کې دی، امام احمد په «أصول السنة» کې فرمایلي دي: "نفاق کفر دی؛ چې په الله کفر وکړي، د نورو عبادت وکړي او په ډاګه اسلام ښکاره کړي لکه څرنګه چې د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - په وخت کې منافقان وو". اصول السنة، د احمد ابن حنبل (۵۵ مخ) او لوی نفاق له ملت (اسلام) څخه ویستونکی دی.
او مونږ د الله تعالی په ګواهۍ ګواهي ورکوو چې منافقان د ایمان په دعوا کې دروغجن دي، الله تعالی فرمایلي دي: {وَالَّذِينَ اتَّخَذُواْ مَسْجِدًا ضِرَارًا وَكُفْرًا وَتَفْرِيقًا بَيْنَ الْمُؤْمِنِينَ وَإِرْصَادًا لِّمَنْ حَارَبَ اللّهَ وَرَسُولَهُ مِن قَبْلُ وَلَيَحْلِفَنَّ إِنْ أَرَدْنَا إِلاَّ الْحُسْنَى وَاللّهُ يَشْهَدُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُون} ا (و هغه خلک چې یو جومات يې جوړ كړى دى د ضرر رسولو لپاره او د كفر كولو لپاره او د مومنانو په مینځ كې د بېلتون راوستلو لپاره او د هغو كسانو د انتظار (او كمين) لپاره چا چې له دې نه مخكې (هم) له الله او د هغه له رسول سره جنګ كړى دى او دوى به یقینًا هرومرو قسمونه خوري چې مونږ اراده نه ده كړې مګر د نېكۍ او الله شاهدي وايي چې بېشكه دوى یقینًا دروغجن دي) [التوبة سورت: 107 آیت]. او الله تعالی فرمایلي: {وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَكَاذِبُون} (او الله شاهدي وركوي چې بېشكه منافقان یقینًا دروغ ویونكي دي)
او له منافق انسان څخه به الله تعالی هیڅ څیز قبول نه کړي تر څو یې له عذاب څخه وژغوري، نه د عوض په مقابل کې او نه له عوض پرته، الله تعالی فرمایلي دي: {قُلْ أَنفِقُواْ طَوْعًا أَوْ كَرْهًا لَّن يُتَقَبَّلَ مِنكُمْ إِنَّكُمْ كُنتُمْ قَوْمًا فَاسِقِين * (ته (دې منافقانو ته) ووایه: تاسو مالونه لګوئ په خوښۍ یا په ناخوښۍ هیڅکله به له تاسو نه قبول نه كړى شي، بېشكه تاسو له شروع نه فاسقان(كافران) یئ. وَمَا مَنَعَهُمْ أَن تُقْبَلَ مِنْهُمْ نَفَقَاتُهُمْ إِلاَّ أَنَّهُمْ كَفَرُواْ بِاللّهِ وَبِرَسُولِهِ وَلاَ يَأْتُونَ الصَّلاَةَ إِلاَّ وَهُمْ كُسَالَى وَلاَ يُنفِقُونَ إِلاَّ وَهُمْ كَارِهُون} او دوى لره نه دي منع كړي چې له دوى نه دې د دوى لګولي مالونه قبول كړى شي مګر دې (خبرې) چې یقینًا دوى په الله او د هغه په رسول كافران شوي دي او لمانځه ته نه راځي مګر په داسې حال كې چې سست وي او انفاق نه كوي مګر په داسې حال كې چې ناخوښه وي) [التوبة سورت: 53، 54 آیتونه].
او د منافق برخليک - که هغه په نفاق کې مړ شي - ابدي په اور کې دی، الله تعالی فرمایي: {إِنَّ الْمُنَافِقِينَ فِي الدَّرْكِ الأَسْفَلِ مِنَ النَّارِ وَلَن تَجِدَ لَهُمْ نَصِيرًا} (بېشكه منافقان د اور تر ټولو لاندینۍ طبقه كې دي او ته به كله هم د هغوى لپاره څوك مدد كوونكى ونه مومې) [النساء سورت: 145 آیت]. او الله تعالی فرمایلي دي: {وَعَدَ الله الْمُنَافِقِينَ وَالْمُنَافِقَاتِ وَالْكُفَّارَ نَارَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا هِيَ حَسْبُهُمْ وَلَعَنَهُمُ اللّهُ وَلَهُمْ عَذَابٌ مُّقِيم} (الله له منافقو سړیو او منافقو ښځو او (ټولو) كفارو سره د جهنم د اور وعده كړې ده، په داسې حال كې چې دوى به په هغه كې تل ترتله وي، همدغه د دوى لپاره بس دى او الله پر دوى لعنت كړى دى او د دوى لپاره تل (دايمي) عذاب دى) [التوبة سورت: 68 آیت].
او مونږ پوهیږو چې تر ټولو لوی نفاق له حق څخه کرکه او نفرت وی، الله تعالی د منافقینو د حالت په اړه فرمایلي دي: {ذَلِكَ بِأَنَّهُمُ اتَّبَعُوا مَا أَسْخَطَ اللَّهَ وَكَرِهُوا رِضْوَانَهُ فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُم * (دغه په دې سبب چې یقینًا دوى د هغه شي متابعت وكړ چې الله يې ناراضه كړ او دوى د هغه رضامندي بده وګڼله، نو هغه د دوى عملونه برباد كړل. أَمْ حَسِبَ الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ أَن لَّن يُخْرِجَ اللَّهُ أَضْغَانَهُم * آیا هغه كسان چې د هغوى په زړونو كې (د نفاق) بېماري ده؛ دا ګمان كړى دى چې الله به د دوى پټې كينې له سره نه څرګندوي. وَلَوْ نَشَاء لأَرَيْنَاكَهُمْ فَلَعَرَفْتَهُم بِسِيمَاهُمْ وَلَتَعْرِفَنَّهُمْ فِي لَحْنِ الْقَوْلِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ أَعْمَالَكُم} او كه مونږ وغواړو (نو) تا ته به دوى خامخا وښیو، نو ته به دوى خامخا په خپلو خاصو نښو سره وپېژنې او ته به دوى خامخا ضرور د خبرو په اړولو كې وپېژنې او الله ستاسو په عملونو عالِم دى) [محمد سورت: 28-30 آیتونه].
هغه به د اسلام او مسلمانانو په ماتې خوشحاله وي او که د اسلام بریا وویني نو خفه به وي، الله تعالی د هغه څه په اړه فرمایلي دي چې دوی یې په زړونو کې پټ ساتي. {إِن تُصِبْكَ حَسَنَةٌ تَسُؤْهُمْ وَإِن تُصِبْكَ مُصِيبَةٌ يَقُولُواْ قَدْ أَخَذْنَا أَمْرَنَا مِن قَبْلُ وَيَتَوَلَّواْ وَّهُمْ فَرِحُون} (كه تا ته څه ښیګڼه (او برى) درورسیږي (، نو) هغه دوى خفه كوي، او كه چېرې تا ته څه مصیبت در ورسیږي (نو) دوى وايي: یقینًا مونږ خپل كار (د احتیاط) له مخكې نه نیولى و او واپس كېږي، په داسې حال كې چې دوى (ستا په مصیبت) ډېر خوشحاله وي) [التوبة سورت: 50 آیت].
او له ایمان وروسته کفر او شريعت ته له پریکړې وړلو څخه مخ ګرځول دي، رب العالمين فرمايي: {وَيَقُولُونَ آمَنَّا بِاللَّهِ وَبِالرَّسُولِ وَأَطَعْنَا ثُمَّ يَتَوَلَّى فَرِيقٌ مِّنْهُم مِّن بَعْدِ ذَلِكَ وَمَا أُوْلَئِكَ بِالْمُؤْمِنِين* (او دوى وايي: مونږ په الله باندې او په رسول باندې ایمان راوړى دى او مونږ اطاعت كړى دى، بیا په دوى كې یوه ډله له دې نه پس مخ ګرځوي او دغه خلق له سره مومنان نه دي. وَإِذَا دُعُوا إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ إِذَا فَرِيقٌ مِّنْهُم مُّعْرِضُون} او كله چې دوى الله او د هغه رسول ته راوبلل شي، د دې لپاره چې هغه د دوى په مینځ كې فیصله وكړي، ناڅاپه، په دوى كې یوه ډله مخ ګرځوونكې وي) [النور سورت: 47، 48 آیتونه].
او دا د الله - تعالی - په اړه بد ګماني ده چې هغه به د خپل پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - مرسته ونه کړي، حق ذات فرمایلي دي: {وَإِذْ يَقُولُ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ مَّا وَعَدَنَا اللَّهُ وَرَسُولُهُ إِلاَّ غُرُورًا} [او (یاد كړه) هغه وخت چې منافقانو او هغو كسانو چې د هغوى په زړونو كې مرض و، وویل: مونږ سره الله او د هغه رسول وعده نه ده كړې مګر د دوكې(وعده)] [الأحزاب سورت: 12 آیت].
همدا رنګه مسخره کول وي د حق او د حق د خاوندانو او هغوی ته سپکې سپورې ویل، سپکاوی یې کول او ملنډې ورپورې وهل، الله تعالی فرمایلي دي: {يَحْذَرُ الْمُنَافِقُونَ أَن تُنَزَّلَ عَلَيْهِمْ سُورَةٌ تُنَبِّئُهُمْ بِمَا فِي قُلُوبِهِم قُلِ اسْتَهْزِؤُواْ إِنَّ اللّهَ مُخْرِجٌ مَّا تَحْذَرُون * (منافقان له دې نه وېرېږي چې په دوى باندې داسې سورت نازل كړى شي چې دې (مومنانو) ته د هغه څه خبر وركوي چې د دغو (منافقانو) په زړونو كې دي، ته (ورته) ووایه: تاسو (دغه) استهزا او مسخرې كوئ، بېشكه الله د هغه څه ښكاره كوونكى دى چې تاسو (ترې) وېرېږئ. وَلَئِن سَأَلْتَهُمْ لَيَقُولُنَّ إِنَّمَا كُنَّا نَخُوضُ وَنَلْعَبُ قُلْ أَبِاللّهِ وَآيَاتِهِ وَرَسُولِهِ كُنتُمْ تَسْتَهْزِؤُون} او قسم دى كه ته له دوى نه پوښتنه وكړې (، نو) خامخا به وايي: مونږ خو يوازې مشغولتیا او لوبې كولې، ته (ورته) ووایه: ایا تاسو په الله او د هغه په ایتونو او د هغه په رسول پورې استهزا او مسخرې كولې؟) [التوبة سورت: 64، 65 آیتونه].
او همدا رنګه د مسلمانانو عیب ګویي وي، رب العالمین فرمايلي: {الَّذِينَ يَلْمِزُونَ الْمُطَّوِّعِينَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ فِي الصَّدَقَاتِ وَالَّذِينَ لاَ يَجِدُونَ إِلاَّ جُهْدَهُمْ فَيَسْخَرُونَ مِنْهُمْ سَخِرَ اللّهُ مِنْهُمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيم} (هغه كسان چې پر نفلي خیرات كوونكو مومنانو باندې د صدقاتو په باره كې عیب لګوي او پر هغو كسانو باندې (عیب لګوي) چې هغوى نه مومي مګر خپل وس او محنت، نو دغه (منافقان) په دوى پورې مسخرې كوي، الله به په دوى پورې مسخرې وكړي او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى) [التوبة سورت: 79 آیت].
همدا رنګه مؤمنانو ته دوکه ورکول او په عمل سره ځان ښودنه ده، الله تعالی فرمايلي: {يُخَادِعُونَ اللّهَ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَمَا يَخْدَعُونَ إِلاَّ أَنفُسَهُم وَمَا يَشْعُرُون} (دوى له الله سره دوكه كوي، او له هغو خلکو سره چې ايمان يې راوړى دى، حال دا چې دوى يوازې د خپلو ځانونو سره دوكه كوي، او شعور نه لري). [البقرة سورت: 9 آیت]، همدارنګه فرمایلي یې دي: ﴿إِنَّ الْمُنَافِقِينَ يُخَادِعُونَ اللَّهَ وَهُوَ خَادِعُهُمْ وَإِذَا قَامُوا إِلَى الصَّلَاةِ قَامُوا كُسَالَى يُرَاءُونَ النَّاسَ وَلَا يَذْكُرُونَ اللَّهَ إِلَّا قَلِيلًا﴾ (بېشكه منافقان له الله سره دوكه كوي او الله له دوى سره دوكه كوونكى دى او كله چې دوى لمانځه ته پاڅېږي سست (لټۍ) سره پاڅېږي، خلکو ته ځانونه ښیي او الله نه یادوي مګر ډېر لږ). [النساء سورت: 142 آیت]. او له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه روایت دی چې فرمایلي دي: «تِلْكَ صَلَاةُ الْمُنَافِقِ، يَجْلِسُ يَرْقُبُ الشَّمْسَ حَتَّى إِذَا كَانَتْ بَيْنَ قَرْنَيِ الشَّيْطَانِ، قَامَ فَنَقَرَهَا أَرْبَعًا، لَا يَذْكُرُ اللهَ فِيهَا إِلَّا قَلِيلًا». «هغه د منافق لمونځ دی چې ناست به وي لمر به څاري تر دې چې د شیطان د ښکرونو تر منځه شي، پاڅیږي او څلور ټونګې ولګوي او الله پکې نه یادوي مګر ډیر لږ». مسلم (622)، ابو داود (413)، ترمذي (160) او نسائي (511) روایت کړی.
او عبد الله بن مسعود - رضي الله عنه - فرمایلي دي: «وَلَقَدْ رَأَيْتُنَا وَمَا يَتَخَلَّفُ عَنْهَا إِلَّا مُنَافِقٌ مَعْلُومُ النِّفَاقِ». "او تا به مونږ لیدلو چې یوازې منافق ترې وروسته پاتې کیږي (د سهار له لمانځه څخه)، هغه چې منافقت یې ښکاره و". مسلم (654)، ابوداود (550)، نسائي (849) او ابن ماجه (777) روایت کړی.
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «فَوَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَا تُضَارُّونَ فِي رُؤْيَةِ رَبِّكُمْ، إِلَّا كَمَا تُضَارُّونَ فِي رُؤْيَةِ أَحَدِهِمَا، قَالَ: فَيَلْقَى الْعَبْدَ، فَيَقُولُ... إلى أن قال: ثُمَّ يَلْقَى الثَّالِثَ، فَيَقُولُ لَهُ مِثْلَ ذَلِكَ، فَيَقُولُ: يَا رَبِّ، آمَنْتُ بِكَ، وَبِكِتَابِكَ، وَبِرُسُلِكَ، وَصَلَّيْتُ، وَصُمْتُ، وَتَصَدَّقْتُ، وَيُثْنِي بِخَيْرٍ مَا اسْتَطَاعَ، فَيَقُولُ: هَاهُنَا إِذًا، قَالَ: ثُمَّ يُقَالُ لَهُ: الْآنَ نَبْعَثُ شَاهِدَنَا عَلَيْكَ، وَيَتَفَكَّرُ فِي نَفْسِهِ: مَنْ ذَا الَّذِي يَشْهَدُ عَلَيَّ؟ فَيُخْتَمُ عَلَى فِيهِ، وَيُقَالُ لِفَخِذِهِ وَلَحْمِهِ وَعِظَامِهِ: انْطِقِي، فَتَنْطِقُ فَخِذُهُ وَلَحْمُهُ وَعِظَامُهُ بِعَمَلِهِ، وَذَلِكَ لِيُعْذِرَ مِنْ نَفْسِهِ، وَذَلِكَ الْمُنَافِقُ، وَذَلِكَ الَّذِي يَسْخَطُ اللهُ عَلَيْهِ». «قسم په هغه ذات چې زما نفس د هغه په لاس کې دی تاسو به د خپل رب په لیدلو کې هیڅ ستونزه نه ګورئ مګر دومره لکه څومره چې ( له لمر او سپوږمۍ څخه ) د یو په لیدلو کې ګورئ، وایې: نو بنده سره به مخ شي ، نو وبه وایي... تر دې چې ویې وییل: بیا به دریم سره مخ شي، نو د هغه په څېر به ورته ووایي: نو وبه وایې: ای ربه پر تا مې ایمان راوړی او ستا په کتاب باندې او په ستا په رسولانو باندې او لمونځ مې کړی، روژه مې نیولې، زکات مې ورکړی، او څومره چې کولای شي نو همغومره به د ښېګڼو یادونه وکړي، نو وبه وایي: اوس نو همدلته بس کړه، وایې: بیا به ورته وویل شي: اوس به پر تا باندي مونږ خپل شاهد راولیږو، نو له ځان سره به فکر کوي چې: دا به څوک وي چې پر ما شاهدي وایي؟ نو په خوله به یې مهر ولګیږي، او ورون، غوښې او هډوکي ته به یې وویل شي: خبرې وکړه، نو ورون، غوښه او هډوکي به یې د هغه د کړنو په اړه خبرې وکړي، دا د دې لپاره چې پر ځان ورته عذر پاتې نه شي، او هغه منافق، او همدا نفر دی چې الله به پرې غصه وي». مسلم (2968) روایت کړی.
او الله تعالی خپل پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - او مؤمنانو ته امر كړی دی چې له د دوی سره وجنګېږي، الله تعالی فرمایلي دي: {يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ جَاهِدِ الْكُفَّارَ وَالْمُنَافِقِينَ وَاغْلُظْ عَلَيْهِمْ وَمَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ الْمَصِير * (اى نبي! ته له كفارو او منافقانو سره جهاد كوه او پر دوى سختي كوه او د دوى د ورتلو ځاى جهنم دى او (هغه) د ورتلو بد ځاى دى. يَحْلِفُونَ بِاللّهِ مَا قَالُواْ وَلَقَدْ قَالُواْ كَلِمَةَ الْكُفْرِ وَكَفَرُواْ بَعْدَ إِسْلاَمِهِمْ وَهَمُّواْ بِمَا لَمْ يَنَالُواْ وَمَا نَقَمُواْ إِلاَّ أَنْ أَغْنَاهُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ مِن فَضْلِهِ فَإِن يَتُوبُواْ يَكُ خَيْرًا لَّهُمْ وَإِن يَتَوَلَّوْا يُعَذِّبْهُمُ اللّهُ عَذَابًا أَلِيمًا فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ وَمَا لَهُمْ فِي الأَرْضِ مِن وَلِيٍّ وَلاَ نَصِير} (دوی په الله قسمونه خوري چې دوی (څه) نه دې ویلي او یقینا یقینا دوی د کفر الفاظ ویلي دي او له خپل اسلام راوړو نه بعد کافران شوي دي او دوی د هغه څه اراده کړې ده چې دوی (هغه ته) ونه رسېدل او دوی په الله او د هغه په رسول عیب ونه لګاوه مګر ځکه چې الله له خپله فضله دوی غنیان کړل او د هغه رسول (د غنېمتونو په تقسیم سره) نو که دوی (له نفاقه) توبه وباسي دا به د دوی لپاره ډیر غوره وي او که دوی وګرځي (نو) الله به دوی ته په دنیا او اخرت (دواړو) کې ډیر دردوونکی عذاب ورکړي، په دې حال کې چې د دوی لپاره به په ځمکه کې کارساز او مددګار نه وي) [التوبة سورت: 73، 74 آیتونه].
او مونږ پوهیږو چې کوچنی نفاق له دین څخه ویستونکی ندی او نه عمل بربادوي او نه یې خاوند په اور کې د تل لپاره پاتې کیږي، او دا چې - نفاق - څانګې لري، رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «أَرْبَعٌ مَنْ كُنَّ فِيهِ كَانَ مُنَافِقًا خَالِصًا، وَمَنْ كَانَتْ فِيهِ خَصْلَةٌ مِنْهُنَّ كَانَتْ فِيهِ خَصْلَةٌ مِنَ النِّفَاقِ حَتَّى يَدَعَهَا: إِذَا اؤْتُمِنَ خَانَ، وَإِذَا حَدَّثَ كَذَبَ، وَإِذَا عَاهَدَ غَدَرَ، وَإِذَا خَاصَمَ فَجَرَ». «څلور نخښې دي چې په چا کې وي سوچه منافق دی، او په چا کې چې یو لدې خویونو څخه وي نو په هغه کې د منافقت یو خوی شته تر دې چې پرې یې ږدي: کله چې امانتدار وګرځول شي خیانت کوي او کله چې خبرې کوي دروغ وایي، کله چې تړون وکړي دوکه کوي، او کله چې جنګ کوي نو سپکې سپورې وایي». بخاري (34)، مسلم (58)، ابوداود (4688)، ترمذي (2632) او نسائي (5020) روايت کړی دی.
او أبو موسی - رضي الله عنه - له پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - څخه روایت کوي فرمایي: «المؤْمِنُ الَّذِي يَقْرَأُ القُرْآنَ، وَيَعْمَلُ بِهِ، كَالأُتْرُجَّةِ طَعْمُهَا طَيِّبٌ وَرِيحُهَا طَيِّبٌ، وَالمؤْمِنُ الَّذِي لَا يَقْرَأُ القُرْآنَ، وَيَعْمَلُ بِهِ، كَالتَّمْرَةِ طَعْمُهَا طَيِّبٌ وَلَا رِيحَ لَهَا، وَمَثَلُ المنافِقِ الَّذِي يَقْرَأُ القُرْآنَ، كَالرَّيْحَانَةِ رِيحُهَا طَيِّبٌ وَطَعْمُهَا مُرٌّ، وَمَثَلُ المنافِقِ الَّذِي لَا يَقْرَأُ القُرْآنَ، كَالحَنْظَلَةِ طَعْمُهَا مُرٌّ -أَوْ خَبِيثٌ- وَرِيحُهَا مُرٌّ». «هغه مؤمن چې قرآن لولي او عمل پرې کوي نو مثال یې لکه ترنج دی، چې خوند او بوی یې دواړه ښایسته دي، او هغه مؤمن چې قرآن نه لولي او عمل پرې کوي، نو مثال یې لکه د خرما دی چې خوند یې ښایسته دی او بوی نه لري او هغه منافق چې قرآن لولي نو مثال یې لکه د ریحان (کشمالي) دی چې بوی یې ښایسته او خوند یې تریخ دی، او د هغه منافق مثال چې قرآن نه لولي لکه د مړغوني دی چې خوند یې تریخ - او یا پلیت - دی او بوی یې تریخ دی». بخاري (5059)، مسلم (797)، ترمذي (2865)، نسائي (5038) او ابن ماجه (214) روایت کړی دی.