مونږ پدې پوهیږو چې هغه څه چې په الله تعالی باندې د ایمان سره ټکر لري هغه: د لوی الله سره شرک کول دي او دا لوی او وړوکی دی او دا چې لوی شرک د ایمان د اصل سره په ټکر کې دی او کوچنی یې د ایمان له کمال سره په ټکر کې دی،او لوی شرک تر ټولو لوی ظلم دی، الله تعالی فرمایلي: {وَإِذْ قَالَ لُقْمَانُ لابْنِهِ وَهُوَ يَعِظُهُ يَا بُنَيَّ لاَ تُشْرِكْ بِاللَّهِ إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيم} (او (یاد كړه) هغه وخت چې لقمان خپل زوى ته وویل، په داسې حال كې چې ده ته يې نصیحت كاوه: اى زما خوږه زویه! له الله سره شریك مه نیسه، بېشكه شرك یقینًا ډېر لوى ظلم دى) [لقمان سورت: 13 آیت]. او لوی شرک ټولو عملونه بربادوي، الله تعالی فرمایلي دي: {وَلَقَدْ أُوحِيَ إِلَيْكَ وَإِلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكَ لَئِنْ أَشْرَكْتَ لَيَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ وَلَتَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِين} (او یقینًا یقینًا تا ته وحې كړاى شوې ده او هغو كسانو ته چې له تا نه مخكې وو (داسې چې) قسم دى كه تا شرك وكړ (نو) ستا عمل به خامخا لازمًا برباد شي او ته به خامخا لازمًا له تاوانیانو ځنې شې) [الزمر سورت: 65 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {ذَلِكَ هُدَى اللّهِ يَهْدِي بِهِ مَن يَشَاء مِنْ عِبَادِهِ وَلَوْ أَشْرَكُواْ لَحَبِطَ عَنْهُم مَّا كَانُواْ يَعْمَلُون} (دغه د الله هدایت دى، په دې سره هدایت كوي په خپلو بنده ګانو كې چا ته چې وغواړي او كه چېرې هغوى شرك كړى و (، نو) له هغوى نه خامخا به ضايع شوي وو هغه عملونه چې دوى به كول). [الأنعام سورت: 88 آیت].
او د لوی شرک خاوند ته الله تعالی بخښنه نه کوي کله چې پرې مړ شي او توبه یې ترې نه وي ویستلي، الله تعالی فرمایلي: (إِنَّ اللّهَ لاَ يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَن يَشَاء وَمَن يُشْرِكْ بِاللّهِ فَقَدِ افْتَرَى إِثْمًا عَظِيمًا) (بېشکه الله تعالی نه بخښي دا چې له هغه سره دې (څوک) شریک کړى شي او هغه بخښي هغه (ګناه) چې له دې (شرک) نه کمه وي د چا لپاره چې یې وغواړي او څوک چې له الله سره شریک ونیسي، نو یقینًا هغه ډېره لویه ګناه راجوړه کړله) [النساء سورت: 48 آیت]. او مشرک که چېرته مړ شو او توبه یې نه وه ویستلې نو جنت پرې حرام دی او جهنم یې استوګنځای دی چې تل به پکې وي، الله تعالی فرمایلي دي: {إِنَّهُ مَن يُشْرِكْ بِاللّهِ فَقَدْ حَرَّمَ اللّهُ عَلَيهِ الْجَنَّةَ وَمَأْوَاهُ النَّارُ} (بېشكه خبره دا ده چې څوک له الله سره شریک نیسي، نو یقینًا په هغه باندې الله جنت حرام كړى دى او د هغه استوګنه اور دى). [المائدة سورت: 72 آیت].
او له جابر - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو سړی راغی، نو ویې وییل: ای د الله سوله! دوه هغه کوم څېزونه دي چې جنت او یا دوزخ ته ننوتل واجبوي؟ هغه وفرمایل: «مَنْ مَاتَ لَا يُشْرِكُ بِاللهِ شَيْئًا دَخَلَ الْجَنَّةَ، وَمَنْ مَاتَ يُشْرِكُ بِاللهِ شَيْئًا دَخَلَ النَّارَ». "څوک چې په داسې حالت کې مړ شو چې له الله سره یې شرک نه وي کړی، هغه به جنت ته ننوځي او څوک چې په داسې حالت کې مړ شو چې له الله سره یې شرک کړی وي، هغه به دوزخ ته ننوځي". مسلم روایت کړی دی (93).
او الله تعالی شرک باطل کړ او په مشرکانو یې د هغوی شرک وغماوه، او - باطلو - معیوداانو لره د هغوی د نیولو فساد یې- ښکاره کړ، او دا چې هغه - بتان دوی ته - نه ګټه رسوي او نه تاوان، نو - الله تعالی - کله د دې وضاحت کوي چې دا برخه وال نه اوري او که چېرته واوري نو هغه چاته جواب نه شي ورکولی چې بلنه ورکوي، الله تعالی فرمایلي دي: {وَالَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِهِ مَا يَمْلِكُونَ مِن قِطْمِير * (او هغه (معبودان) چې تاسو يې له دغه (الله) نه غیر بولئ، دوى د كجورې د زړي د پردې هم مالكان نه دي. إِن تَدْعُوهُمْ لاَ يَسْمَعُوا دُعَاءكُمْ وَلَوْ سَمِعُوا مَا اسْتَجَابُوا لَكُمْ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكْفُرُونَ بِشِرْكِكُمْ} كه تاسو دوى وبولئ، دوى ستاسو بلنه نه اوري او كه چېرې وايې وري، نو دوى ستاسو بلنه قبلولى نه شي او د قیامت په ورځ به دوى ستاسو په شریك جوړولو منكر شي او تا ته (بل څوك) خبر نشي دركولى د ښه خبرداره (الله) په شان). [فاطر سورت: 13، 14 آیتونه]. نو حق ذات بیان کړه چې دوی هیڅ هم نه لري، او د هغه چا نه اوري چې رابلي یې او د قیامت په ورځ به هغوی د دوی په شرک باندې کافر وي.
او کله بیانوي چې دا برخه وال نه ګټه رسولی شي او نه تاوان او نه د مرګ اختیار لري او نه د ژوند، لکه څرنګه چې الله تعالی فرمایلي دي: {وَاتَّخَذُوا مِن دُونِهِ آلِهَةً لاَّ يَخْلُقُونَ شَيْئًا وَهُمْ يُخْلَقُونَ وَلاَ يَمْلِكُونَ لأَنفُسِهِمْ ضَرًّا وَلاَ نَفْعًا وَلاَ يَمْلِكُونَ مَوْتًا وَلاَ حَيَاةً وَلاَ نُشُورًا} (او دوى (كفارو) له هغه نه غیر نور داسې معبودان نیولي دي چې هېڅ شى نشي پیدا كولى، په داسې حال كې چې دوى پیدا کړای شوي او دوى د خپلو ځانونو لپاره نه د ضرر مالكان دي او نه د نفعې او نه د مرګ اختیار لري او نه د ژوند او نه د بیا ژوندي كولو) [الفرقان سورت: 3 آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي: {قَالَ هَلْ يَسْمَعُونَكُمْ إِذْ تَدْعُون * (هغه وویل: آیا دوى ستاسو اوري كله چې تاسو (دوى) بلئ؟. أَوْ يَنفَعُونَكُمْ أَوْ يَضُرُّون} یا تاسو ته نفع دررسوي، یا ضرر دررسوي؟) [الشعراء سورت: 72، 73 آیتونه].
او کله بیانوي چې دا معبودان چې له الله پرته یې عبادت کیږي له هغه چا څخه زیات ناقص دی چې د دوی عبادت کوي، ځکه دوی تګ نه شي کولای او نه د چا د رانیولو ځواک لري، نه اوري او نه ګوري، نو "دا د دې ټولو شیانو څخه خالي دی چې د ګټې ترلاسه کولو او د ضرر د مخنیوي لامل کیږي". الطبري تفسیر (13/322). الله - تعالی - فرمایلي: [أَلَهُمْ أَرْجُلٌ يَمْشُونَ بِهَا أَمْ لَهُمْ أَيْدٍ يَبْطِشُونَ بِهَا أَمْ لَهُمْ أَعْيُنٌ يُبْصِرُونَ بِهَا أَمْ لَهُمْ آذَانٌ يَسْمَعُونَ بِهَا قُلِ ادْعُواْ شُرَكَاءكُمْ ثُمَّ كِيدُونِ فَلاَ تُنظِرُون] (آیا د هغوى لپاره پښې دي چې په هغو سره تلل كوي، یا د هغوى لپاره لاسونه دي چې په هغو سره نیول كوي، یا د هغوى لپاره سترګې دي چې په هغو سره لیدل كوي، یا د هغوى لپاره غوږونه دي چې په هغو سره اورېدل كوي؟ ته ووایه: تاسو خپل شریكان راوبلئ، بیا زما په خلاف څه چل (او تدبير) وكړئ، بيا ما ته (هېڅ) مهلت مه راكوئ). [الأعراف سورت: 195 آیت].
او کله هم الله تعالی د دې معبودانو عاجزي او کمزوري بیانوي، حق ذات فرمایلي دي: {يَا أَيُّهَا النَّاسُ ضُرِبَ مَثَلٌ فَاسْتَمِعُوا لَهُ إِنَّ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ لَن يَخْلُقُوا ذُبَابًا وَلَوِ اجْتَمَعُوا لَهُ وَإِن يَسْلُبْهُمُ الذُّبَابُ شَيْئًا لاَّ يَسْتَنقِذُوهُ مِنْهُ ضَعُفَ الطَّالِبُ وَالْمَطْلُوب} [ای خلکو! یو مثال بیانولی شي، نو تاسو دې ته ښه غوږ کېږدئ، بېشکه هغه شیان چې تاسو یې له الله تعالی نه غیر بلئ دوی له سره یو مچ هم نشي پيدا کولی اګر که دوی ده ته ټول راجمع شي او که مچ له دوی نه یو شی وتښتوي، دوی له هغه نه دغه شي نشي راخلاصولی، کمزوری دی دا طالب (د غیر الله عبادت کوونکی) او دغه مطلوب (باطل معبود)] [الحج سورت: 73 آیت]، او الله تعالی فرمایلي : [وَالَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِهِ لاَ يَسْتَطِيعُونَ نَصْرَكُمْ وَلآ أَنفُسَهُمْ يَنْصُرُون] (او هغه خلک چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ، دوى ستاسو د مدد كولو هېڅ وَس نه لري او نه له خپلو ځانونو سره مدد كولى شي). [الأعراف سورت: 197 آیت].
او کله هم الله تعالی پرې د فقر او کمښت پریکړه کوي او دا چې هغه په آسمانونو او ځمکه کې د یوې ذرې په اندازه بشپړ واک نه لري او نه لدې څخه په کوم شي کې د برخې واک لري او نشته دغه الله تعالی ته له دوی څخه هیڅ مرستندوی، الله تعالی فرمایلي دي: {قُلِ ادْعُوا الَّذِينَ زَعَمْتُم مِّن دُونِ اللَّهِ لاَ يَمْلِكُونَ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلاَ فِي الأَرْضِ وَمَا لَهُمْ فِيهِمَا مِن شِرْكٍ وَمَا لَهُ مِنْهُم مِّن ظَهِير* (ته (دې مشرکانو ته) ووایه: تاسو هغه معبودان وبولئ چې تاسو هغه له الله تعالی نه غیر معبودان ګڼلي دي، دوی د یوې ذرې اندازه واک نه لري په اسمانونو کې او نه په ځمکه کې او د دوی لپاره په دغو دواړو کې هېڅ برخه (شرکت) نشته، او نشته دغه الله تعالی ته له دوی نه هېڅ مرستندوی. وَلَا تَنْفَعُ الشَّفَاعَةُ عِنْدَهُ إِلَّا لِمَنْ أَذِنَ لَهُ} او د هغه (الله) په نیز شفاعت نفع نه رسوي مګر د هغه چا لپاره چې هغه (الله) د هغه لپاره اجازت وركړي) [سبا سورت: 22، 23 آیتونه].
او کله حق ذات بیانوي چې الله تعالی سره د نورو معبودانو شتون عقل نه مني، او شتون یې په کائناتو کې ناشونی او د شریعت له نظره باطل کار دی، الله تعالی فرمایلي دي: {لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلاَّ اللَّهُ لَفَسَدَتَا فَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُون} (كه چېرې په دغو (ځمكه او اسمان) كې له الله نه پرته نور معبودان وى (نو) دواړه به خامخا وران شوي وو، نو الله د عرش مالك، پاك دى له هغو خبرو چې دوى يې بیانوي) [الأنبياء سورت: 22 آیت]، او د لوی شان، شوکت او سلطنت خاوند فرمایلي دي: {قُل لَّوْ كَانَ مَعَهُ آلِهَةٌ كَمَا يَقُولُونَ إِذًا لاَّبْتَغَوْاْ إِلَى ذِي الْعَرْشِ سَبِيلا} (ته ووایه: كه له دغه (الله) سره نور معبودان وى، لكه څنګه چې دوى يې وايي (، نو) په دغه وخت كې به دوى خامخا د عرش د مالك په طرف لار لټولې وى). [الإسـراء سورت: 42 آیت]. او الله تعالی فرمایلي دي: {مَا اتَّخَذَ اللَّهُ مِن وَلَدٍ وَمَا كَانَ مَعَهُ مِنْ إِلَهٍ إِذًا لَّذَهَبَ كُلُّ إِلَهٍ بِمَا خَلَقَ وَلَعَلاَ بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يَصِفُون} (الله (د ځان لپاره) هېڅ اولاد نیولى نه دى او نه له هغه سره بل هېڅ معبود شته (او كه ورسره وى نو) په دغه وخت كې به خامخا هر اله بېولي وو هغه څه چې پیدا كړي يې وو، او خامخا د دوى ځینو به په ځینو نورو باندې غلبه كوله، پاك دى الله له هغو خبرو نه چې دوى يې بیانوي) [المؤمنون سورت: 91 آیت].
او مونږ پوهیږو چې لوی شرک زیات ډولونه لري:
له ډولونو څخه یې دا دي چې د الله - تعالی - سره د هغه په ربوبیت، ( د مخلوقاتو په ) پیدا کولو، واکمنۍ، رزق ورکولو او چارسمبالوونې کې شریک وګرځول شي، حق ذات د هغوی له شرک څخه د خبر ورکولو په موخه فرمایلي دي: {أَمْ جَعَلُواْ لِلّهِ شُرَكَاء خَلَقُواْ كَخَلْقِهِ فَتَشَابَهَ الْخَلْقُ عَلَيْهِمْ قُلِ اللّهُ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ وَهُوَ الْوَاحِدُ الْقَهَّار} (ایا دوى د الله لپاره داسې شریكان مقرر كړي دي چې د هغه د پیدا كولو په شان پیدا كول يې كړي دي، بیا په دوى باندې پیدا كول مشتبه شوي دي؟ ته ووایه: الله د هر شي پیدا كوونكى دى او هم هغه یو دى، ډېر غالب دى) [الرعد سورت : 16 آیت]، او الله تعالی په هغه چا باندې د رد په موخه فرمایلي دي چې له مخلوقاتو یې ورسره شریک ګرځولی دی، حال دا چې هغه شی په خپله مخلوق دی او پیدا کول نه شي کولای: {هَذَا خَلْقُ اللَّهِ فَأَرُونِي مَاذَا خَلَقَ الَّذِينَ مِن دُونِهِ بَلِ الظَّالِمُونَ فِي ضَلاَلٍ مُّبِين} (دغه د الله مخلوق دى، نو تاسو (اى مشركانو!) ما ته وښیئ څه شى دى هغه چې دغو (بتانو) پیدا كړى دى، چې غير له هغه (الله) نه دي، بلكې ظالمان په ښكاره ګمراهۍ كې دي). [لقمان سورت: 11 آیت]، او حق ذات بیان کړه چې هم هغه الله په پیدا کولو او واکمنۍ کې یوازې دی، الله تعالی فرمایلي دي: {إِنَّ رَبَّكُمُ اللّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ يُغْشِي اللَّيْلَ النَّهَارَ يَطْلُبُهُ حَثِيثًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ وَالنُّجُومَ مُسَخَّرَاتٍ بِأَمْرِهِ أَلاَ لَهُ الْخَلْقُ وَالأَمْرُ تَبَارَكَ اللّهُ رَبُّ الْعَالَمِين} (بېشكه ستاسو رب هغه الله دى چې آسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، بیا د عرش له پاسه برقراره شو، هغه په شپې سره ورځ پټوي، په داسې حال كې چې دا (شپه) هغې (ورځ) لره په تلوار سره طلب كوي او (پیدا كړې يې ده) لمرسترګه، او سپوږمۍ او ستوري، چې د هغه په حكم سره مسخر كړى شوي دي، خبر اوسئ! خاص هغه لره دي پیدا كول او حكم كول، ډېر بركت والا دى الله؛ پالوونکی د ټول عالم دی). [الأعراف سورت: 54 آیت].
او له ډولونو څخه یې دا دي چې الله تعالی ته زوی وګرځول شي - ډیر لوړ او لوی دی الله تعالی په لوړوالی سره لدې خبرو څخه - الله تعالی فرمایلي دي: {وَقَالَتِ الْيَهُودُ عُزَيْرٌ ابْنُ اللّهِ وَقَالَتْ النَّصَارَى الْمَسِيحُ ابْنُ اللّهِ ذَلِكَ قَوْلُهُم بِأَفْوَاهِهِمْ يُضَاهِؤُونَ قَوْلَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن قَبْلُ قَاتَلَهُمُ اللّهُ أَنَّى يُؤْفَكُون} (او یهودیانو وویل: عُزیر د الله زوى دى او نصرانیانو وویل: مسیح د الله زوى دى دا د دوى په خپلو خولو سره وینا ده، دوى د هغو كسانو له خبرې سره مشابهت كوي چې له دوى نه مخكې كافران وو، الله دې دوى هلاك كړي، څنګه (له سمې لارې نه) ګرځولى شي!) [التوبة سورت: 30 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {وَجَعَلُواْ لِلّهِ شُرَكَاء الْجِنَّ وَخَلَقَهُمْ وَخَرَقُواْ لَهُ بَنِينَ وَبَنَاتٍ بِغَيْرِ عِلْمٍ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يَصِفُون} (او دوى له الله سره پېریان شریكان جوړ كړي دي، حال دا چې الله دوى پیدا كړي دي، او دوى بې له پوهې له ځانه، د هغهٔ لپاره زامن او لوڼه راپیداكړې، هغه لره پاكي ده او هغه (الله) له هغو خبرو نه ډېر اوچت دى چې دوى يې بیانوي) [الأنعام سورت: 100 آیت]، او حق ذات تعالی فرمایلي دي: {وَجَعَلُوا لَهُ مِنْ عِبَادِهِ جُزْءًا إِنَّ الإِنسَانَ لَكَفُورٌ مُّبِين* (او دوى د ده په بنده ګانو كې ځينو لره د ده برخه (او اولاد) وګرځول، بېشكه انسان خامخا ډېر ښكاره ناشكره دى. أَمِ اتَّخَذَ مِمَّا يَخْلُقُ بَنَاتٍ وَأَصْفَاكُم بِالْبَنِين} ایا (تاسو دا وایئ چې) هغه (الله) له هغه چا نه، چې دى يې پیدا كوي، د ځان لپاره لوڼه نیولي دي او تاسو يې په زامنو سره غوره كړي يئ). [الزخرف سورت: 15، 16 آیتونه].
او له ډولونو څخه یې په ستورو باور درلودل او عبادت کول دي: الله تعالی له ابراهیم الخلیل - علیه السلام - څخه د خبر ورکولو په موخه فرمایلي دي چې د خپل قوم سره یې د ستورو په اړه استدلال وکړ: {وَكَذَلِكَ نُرِي إِبْرَاهِيمَ مَلَكُوتَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَلِيَكُونَ مِنَ الْمُوقِنِين * (او همدارنګه مونږ ابراهیم ته د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ښودله او د دې لپاره چې هغه له یقین كوونكو ځنې شي. فَلَمَّا جَنَّ عَلَيْهِ اللَّيْلُ رَأَى كَوْكَبًا قَالَ هَـذَا رَبِّي فَلَمَّا أَفَلَ قَالَ لا أُحِبُّ الآفِلِين * بیا كله چې په هغه باندې شپه تیاره شوه (، نو) یو ستورى يې ولیده، ويې ويل:دا زما رب دى؟ نو كله چې هغه پټ شو، ويې ويل: زه پټېدونكي (غايبېدونكي) نه خوښوم. فَلَمَّا رَأَى الْقَمَرَ بَازِغًا قَالَ هَـذَا رَبِّي فَلَمَّا أَفَلَ قَالَ لَئِن لَّمْ يَهْدِنِي رَبِّي لأكُونَنَّ مِنَ الْقَوْمِ الضَّالِّين * بیا كله چې يې سپوږمۍ ولیده، ځلېدونكې، ويې ويل:دا زما رب دى؟ نو كله چې هغه پرېوتله (،نو) ويې ويل: یقینًا كه چېرې ما ته زما رب نېغه لار ونه ښیي (، نو) زه به خامخا له ګمراه خلقو ځنې شم. فَلَمَّا رَأَى الشَّمْسَ بَازِغَةً قَالَ هَـذَا رَبِّي هَـذَآ أَكْبَرُ فَلَمَّا أَفَلَتْ قَالَ يَا قَوْمِ إِنِّي بَرِيءٌ مِّمَّا تُشْرِكُون * نو كله چې هغه، لمرسترګه ولیدله، ځلېدونكې، ويې ويل:دا زما رب دى؟ دا خو تر ټولو لوى دى، نو كله چې هغه پرېوتله، ويې ويل:اى زما قومه! بېشكه زه بېزاره یم له هغه څه نه چې تاسو يې شریكان جوړوئ. إِنِّي وَجَّهْتُ وَجْهِيَ لِلَّذِي فَطَرَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ حَنِيفًا وَمَا أَنَاْ مِنَ الْمُشْرِكِين * بېشكه ما خپل مخ هغه ذات ته اړولى دى چې اسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي، يواځې په حق پسې تلونكى یم او نه یم له مشركانو څخه. وَحَآجَّهُ قَوْمُهُ قَالَ أَتُحَاجُّونِّي فِي اللّهِ وَقَدْ هَدَانِ وَلاَ أَخَافُ مَا تُشْرِكُونَ بِهِ إِلاَّ أَن يَشَاء رَبِّي شَيْئًا وَسِعَ رَبِّي كُلَّ شَيْءٍ عِلْمًا أَفَلاَ تَتَذَكَّرُون * او له هغه سره خپل قوم جګړه وكړه، ويې ويل:ایا تاسو زما سره د الله په باره كې جګړه كوئ، حال دا چې هغهٔ ما ته نېغه لار راښودلې ده، او زه له هغو شیانو نه نه وېرېږم چې تاسو يې له الله سره شريكوئ، مګر دا چې زما رب څه شى وغواړي، زما رب د علم په لحاظ سره هر شى راګېر كړى دى، نو ولې تاسو نصیحت نه منئ!. وَكَيْفَ أَخَافُ مَا أَشْرَكْتُمْ وَلاَ تَخَافُونَ أَنَّكُمْ أَشْرَكْتُم بِاللّهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِ عَلَيْكُمْ سُلْطَانًا فَأَيُّ الْفَرِيقَيْنِ أَحَقُّ بِالأَمْنِ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُون} او زه له هغو څیزونو نه څنګه ووېرېږم چې تاسو له الله سره شريك كړي دي، حال دا چې تاسو له دې څخه نه وېرېږئ چې واقعًا تاسو له الله سره هغه څه شریك كړي دي چې د هغو په باره كې يې پر تاسو باندې هېڅ دلیل نه دى نازل كړى، نو په دواړو ډلو كې كومه یوه د امن (له عذاب نه د بچ كېدو) زیاته حقداره ده؟ كه چېرې تاسو پوهېږئ) [الأنعام سورت: 75-81 آیتونه].
او لدې څخه په ستورو باران غوښتل دي او دا عقیده ساتل چې دا رزق راجلبوي، الله تعالی فرمایلي دي: {وَتَجْعَلُونَ رِزْقَكُمْ أَنَّكُمْ تُكَذِّبُون} او تاسو خپله برخه دا ګرځوئ چې لازمًا تاسو يې تكذیب كوئ (دروغ يې ګڼئ). [الواقعة سورت: 82 آیت]. له ابن عباس -رضي الله عنهما- څخه روایت دی، چې د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- په وخت کې په خلکو باران وشو، نو رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «أَصْبَحَ مِنَ النَّاسِ شَاكِرٌ، وَمِنْهُمْ كَافِرٌ، قَالُوا: هَذِهِ رحمة الله، وَقَالَ بَعْضُهُمْ: لَقَدْ صَدَقَ نَوْءُ كَذَا وَكَذَا». قَالَ: فَنَزَلَتْ هَذِهِ الْآيَةُ: {فَلاَ أُقْسِمُ بِمَوَاقِعِ النُّجُوم} [الواقعة: 75]، حَتَّى بَلَغَ: {وَتَجْعَلُونَ رِزْقَكُمْ أَنَّكُمْ تُكَذِّبُون} [الواقعة: 82]. «ځینو خلکو سهار کړ پداسې حال کې چې شکر ویستونکي وو او ځینې له دوی نه کافر وو» هغوی - شکر ویستونکو- وویل: دا د الله رحمت دی، او ځینو نورو وویل: یقینا فلانی او فلانی ستوری حق و - یعنې د فلاني او فلاني ستوري په ښکاره کېدو سره پر مونږ باران وشو - وایې: نو دا آیت نازل شو:{فَلاَ أُقْسِمُ بِمَوَاقِعِ النُّجُوم} (نو زه د ستورو د پرېوتو په ځایونو باندې قسم خورم) [الواقعه سورت: 75 آیت] تر دې چې دې ځای ته ورسیده . {وَتَجْعَلُونَ رِزْقَكُمْ أَنَّكُمْ تُكَذِّبُون} [الواقعة سورت: 82 آیت]». (او تاسو خپله برخه دا ګرځوئ چې لازمًا تاسو يې تكذیب كوئ (دروغ يې ګڼئ). مسلم (73)، او طبري په التفسير کې روایت کړی دی (23/154).
او رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «أَرْبَعٌ فِي أُمَّتِي مِنْ أَمْرِ الْجَاهِلِيَّةِ، لَا يَتْرُكُونَهُنَّ: الْفَخْرُ فِي الْأَحْسَابِ، وَالطَّعْنُ فِي الْأَنْسَابِ، وَالْاسْتِسْقَاءُ بِالنُّجُومِ، وَالنِّيَاحَةُ». «زما په امت کې څلور کارونه د جاهلیت دي، چې دوی یې نه پریږدي: په اصل باندې ویاړ کول، په نسب کې خبرې کول، په ستورو سره باران غوښتل او په مړي په لوړ غږ ژړا کول». مسلم (934)، او ابن ماجه (1581) روایت کړی دی.
وعن زيد بن خالد الجهني رضي الله عنه أنه قال: صَلَّى لَنَا رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم صَلَاةَ الصُّبْحِ بِالحُدَيْبِيَةِ عَلَى إِثْرِ سَمَاءٍ كَانَتْ مِنَ اللَّيْلَةِ، فَلَمَّا انْصَرَفَ أَقْبَلَ عَلَى النَّاسِ، فَقَالَ: «هَلْ تَدْرُونَ مَاذَا قَالَ رَبُّكُمْ؟» قَالُوا: اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ، قَالَ: او له زید بن خالد الجهني - رضي الله عنه - څخه روایت دی، هغه فرمایلي دي: رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته په حدیبیه کې د باران له وریدو وروسته چې د شپې شوی و لمونځ راکړ، نو کله یې چې لمونځ وګرځاوه خلکو ته یې مخ وګرځاوه، ویې فرمایل: آیا تاسو پوهیږئ چې رب مو څه وویل؟» هغوی وویل: الله او رسول یې ښه پوهیږي، ویې فرمایل: «أَصْبَحَ مِنْ عِبَادِي مُؤْمِنٌ بِي وَكَافِرٌ، فَأَمَّا مَنْ قَالَ: مُطِرْنَا بِفَضْلِ اللَّهِ وَرَحْمَتِهِ، فَذَلِكَ مُؤْمِنٌ بِي وَكَافِرٌ بِالكَوْكَبِ، وَأَمَّا مَنْ قَالَ: بِنَوْءِ كَذَا وَكَذَا، فَذَلِكَ كَافِرٌ بِي وَمُؤْمِنٌ بِالكَوْكَبِ». «زما له بنده ګانو څخه ځینو پداسې حالت کې سبا کړ چې پر ما ایمان لرونکي او ځینې نور کفر کوونکي وو، نو څوک چې ووایي د الله په فضل او رحمت پر مونږ باران وشو، نو دا پر ما مؤمن او په ستورو کافر شو او څوک چې ووایی، د فلاني ستوري - په راختو سره - پر مونږ باران وشو، نو دا انسان پر ما کافر او په ستورو ایمان لرونکی شو». بخاري (846)، مسلم (71)، أبو داود (3906) او نسائي (1525) روایت کړی دی.
او له ډولونو څخه یې دا دی چې له الله سره د هغه په نومونو او صفتونو کې شریک وګرځول شي، لکه څوک چې دا ګمان وکړي چې له الله پرته څوک په غیبو پوهیږي، حال دا چې الله تعالی نبي -صلی الله علیه وسلم - ته امر کړی دی چې ووایي: {قُل لاَّ أَقُولُ لَكُمْ عِندِي خَزَآئِنُ اللّهِ وَلا أَعْلَمُ الْغَيْبَ وَلا أَقُولُ لَكُمْ إِنِّي مَلَكٌ إِنْ أَتَّبِعُ إِلاَّ مَا يُوحَى إِلَيَّ قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الأَعْمَى وَالْبَصِيرُ أَفَلاَ تَتَفَكَّرُون} (ته ووایه: زه تاسو ته نه وایم چې ما سره د الله خزانې دي او نه زه عالم الغیب یم او نه زه تاسو ته دا وایم چې بېشكه زه مَلَك یم، زه پَيروي نه كوم مګر د هغه شي چې ما ته وحي کیږي، ته ووایه: ایا ړوند او بينا سره برابر دي؟ نو ولې تاسو سوچ او فكر نه كوئ!) [الأنعام سورت: 50 آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي: {إِنَّمَا الْغَيْبُ لِلّهِ} (بېشكه همدا خبره ده چې (علم د) غیب د الله لپاره خاص دى) [يونس سورت: 20 آیت]. وعن أبي هريرة رضي الله عنه أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ: «مَنْ أَتَى كَاهِنًا -قَالَ مُوسَى فِي حَدِيثِهِ - فَصَدَّقَهُ بِمَا يَقُولُ - ثُمَّ اتَّفَقَا- أَوْ أَتَى امْرَأَةً - قَالَ مُسَدَّدٌ: امْرَأَتَهُ - حَائِضًا، أَوْ أَتَى امْرَأَةً - قَالَ مُسَدَّدٌ: امْرَأَتَهُ - فِي دُبُرِهَا، فَقَدْ بَرِئَ مِمَّا أُنْزِلَ عَلَى مُحَمَّدٍ»، او له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: څوک چې کوډګر ته ورغی - موسی په خپل حدیث کې فرمایلي دي - او هغه یې د هغه په وینا کې ریښتینی وګاڼه - بیا دواړه سره لدې وروسته موافق دي - او یا یې ښځې ته راتګ وکړ- مسدد ویلي دي- د حیض په حالت کې، او یا یې ښځې ته راتګ وکړ - مسدد ویلي دي - د شا لخوا نه - نو له هغه څه څخه بې زاره شو چې پر محمد - صلی الله علیه وسلم - نازل شوي دي»، أبو داود (3904)، ترمذي (135)، ابن ماجه (639)، فضل بن دكين په الصلاة کې (15)، إسحاق بن راهويه (482)، او أحمد (9536). روایت کړی دی. او هغه چاته سخت ګواښ شوی چې خپل ځان او یا بل څوک د الله - تعالی - له نومونو څخه په داسې یو نوم ونوموي چې له الله پرته بل چا سره نه ښایي لکه «الله» او «الرحمن» او الله تعالی فرمایلي دي: {وَلِلّهِ الأَسْمَاء الْحُسْنَى فَادْعُوهُ بِهَا وَذَرُواْ الَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِي أَسْمَآئِهِ سَيُجْزَوْنَ مَا كَانُواْ يَعْمَلُون} (او خاص د الله لپاره تر ټولو ښكلي نومونه دي، نو تاسو الله په دغو (نومونو) سره بلئ او هغه كسان پرېږدئ چې د هغه په نومونو كې الحاد (كوږوالى) كوي، ژر به هغوى ته د هغو عملونو بدله (سزا) وركړى شي چې هغوى به كول). [الأعراف سورت: 180 آیت]، او الله تعالی فرمايي: {اللَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ لَهُ الأَسْمَاء الْحُسْنَى} (الله (چې دى) نشته دى هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، خاص د ده لپاره تر ټولو ښكلي نومونه دي). [طه سورت: 8 آیت]، او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «أَخْنَى الأَسْمَاءِ يَوْمَ القِيَامَةِ عِنْدَ اللَّهِ رَجُلٌ تَسَمَّى مَلِكَ الأَمْلَاكِ». "د قیامت په ورځ به د الله تعالی پر وړاندی تر ټولو ناوړه نوم د هغه چا وي چې نوم یې ملک الاملاک وي". بخاري (6205)، مسلم (2143)، أبو داود (4961)، او ترمذي (2837) روایت کړی دی.
أبو عبید رحمه الله فرمایلي دي: «او سفيان بن عیینه به «ملك الأملاك» داسې ژباړه، وایي: دا د هغوی د دې وینا په څېر دی لکه: شاهان شاه : یعنې د پادشاهانو پادشاه. او له سفیان پرته نورو ویلي: بلکه هغه داسې ده لکه یو سړی چې ځان د الله تعالی په نومونو ونوموي لکه: الرحمن، الجبار، العزیز. وایې: نو الله دی چې د بادشاهانو بادشاه دی، روا ندي چې پدې نوم سره له هغه پرته بل څوک ونومول شي». غريب الحديث، د القاسم بن سلام (2/ 18).
او له ډولونو څخه یې: دا باور لرل چې له مخلوقاتو څخه یو په الهی کمال سره یاد شو، یا دا چې هغه په ټولو شیانو ځواکمن دی، حق ذات فرمایلي دي: {وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَد} (او نه ورله څوک سیال او برابر شته) [الإخلاص سورت: 4 آیت]، او الله پاک فرمایلي: {رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا فَاعْبُدْهُ وَاصْطَبِرْ لِعِبَادَتِهِ هَلْ تَعْلَمُ لَهُ سَمِيًّا} [(دغه) د اسمانونو او ځمكې رب دى او د هغه څه چې د دغو دواړو په مینځ كې دي، نو ته د ده عبادت كوه او د ده پر عبادت ښه ټینګ اوسه، ایا ته د ده كوم همنام پېژنې!] [مريم سورت: 65 آیت]، او الله تعالی له خپل بشپړ ځواک څخه د خبر ورکولو په موخه فرمایلي دي: {إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِير} (یقینًا الله په هر شي باندې ښه قادر دى) [البقرة سورت : 148 آیت]، او الله رب العزت فرمایلي: (وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُعْجِزَهُ مِن شَيْءٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلَا فِي الْأَرْضِ ۚ إِنَّهُ كَانَ عَلِيمًا قَدِيرًا) (او الله كله هم داسې نه دى چې هغه لره دې عاجزه كړي هېڅ كوم شى په اسمانونوكې او په ځمكه كې، بېشكه هغه (الله) له ازله ښه پوه، ښه قادر دى) [فاطر سورت: 44 آیت]. او هغه پاک ذات له هغه پرته د نورو معبودانو بشپړه عاجزي ښکاره کړه، د لوی شان او سلطنت خاوند فرمایلي دي: {يَا أَيُّهَا النَّاسُ ضُرِبَ مَثَلٌ فَاسْتَمِعُوا لَهُ إِنَّ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ لَن يَخْلُقُوا ذُبَابًا وَلَوِ اجْتَمَعُوا لَهُ وَإِن يَسْلُبْهُمُ الذُّبَابُ شَيْئًا لاَّ يَسْتَنقِذُوهُ مِنْهُ ضَعُفَ الطَّالِبُ وَالْمَطْلُوب} [ای خلکو! یو مثال بیان شوی دی، نو تاسو دې ته ښه غوږ کېږدئ، بېشکه هغه شیان چې تاسو یې له الله تعالی نه غیر بلئ دوی له سره یو مچ هم نشي پيدا کولی اګر که دوی ده ته ټول راټول شي او که مچ له دوی نه یو شی وتښتوي، دوی له هغه نه دغه شی نشي راخلاصولی، کمزوری دی دا طالب (د غیر الله عبادت کوونکی) او دغه مطلوب (باطل معبود) [الحج سورت: 73 آیت].
او له ډولونو څخه یې دا دي چې له الله سره نور معبودان وګرځول شي، لکه څرنګه چې الله تعالی د ابراهیم علیه السلام د قوم په اړه فرمایلي دي چې دوی له الله پرته نور معبودان نیولي دي، الله تعالی فرمایلي: {وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ لأَبِيهِ آزَرَ أَتَتَّخِذُ أَصْنَامًا آلِهَةً إِنِّي أَرَاكَ وَقَوْمَكَ فِي ضَلاَلٍ مُّبِين} (او كله چې ابراهیم خپل پلار ازر ته وویل: ایا ته بتان، معبودان نیسي، يقينًا زه تا او ستا قوم په څرګنده ګمراهۍ كې وینم) [الأنعام سورت: 74 آیت]، او حق ذات د کهف له خاوندانو څخه خبر ورکړ چې هغوی له خپل قوم څخه جلا شول، ځکه چې هغوی له الله تعالی پرته نور معبودان نیولي وو، الله تعالی فرمایلي دي: {هَؤُلاَء قَوْمُنَا اتَّخَذُوا مِن دُونِهِ آلِهَةً لَّوْلاَ يَأْتُونَ عَلَيْهِم بِسُلْطَانٍ بَيِّنٍ فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا} (زمونږ دغې قوم له هغه (الله) نه غیر نور معبودان نيولي دي، دوى پر (عبادت د) دغو (باطلو معبودانو) باندې ښكاره دلیل ولې نه راوړي؟ نو له هغه چا نه لوى ظالم څوك دى چې په الله باندې دروغ تړي!) [الكهف سورت: 15 آیت]، الله پاک د موسی - علیه السلام - د قوم په اړه فرمایلي دي چې دوی له موسی - علیه السلام - څخه وغوښتل چې دوی ته یو معبود وټاکي لکه څنګه چې مشرکان معبودان لري: {وَجَاوَزْنَا بِبَنِي إِسْرَآئِيلَ الْبَحْرَ فَأَتَوْاْ عَلَى قَوْمٍ يَعْكُفُونَ عَلَى أَصْنَامٍ لَّهُمْ قَالُواْ يَا مُوسَى اجْعَل لَّنَا إِلَـهًا كَمَا لَهُمْ آلِهَةٌ قَالَ إِنَّكُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُون * (او مونږه بني اسرائیل پر سمندر پورې اېستل، نو دوى پر داسې قوم راغلل چې د خپلو بتانو پر عبادت قايم وو، بني اسرائیلو وویل: اى موسٰی! زمونږ لپاره (هم) داسې معبود جوړ كړه، لكه څنګه چې د دوى لپاره معبودان دي، (موسٰی) وویل: بېشكه تاسو داسې قوم یئ چې جهالت كوئ) إِنَّ هَـؤُلاء مُتَبَّرٌ مَّا هُمْ فِيهِ وَبَاطِلٌ مَّا كَانُواْ يَعْمَلُون} (بېشكه دا خلک (چې دي) تباه ده هغه (تګلاره) چې دوى په هغې كې دي او باطل دي هغه عملونه چې دوى يې كوي) [الأعراف سورت : 138، 139 آیتونه]، او الله - تعالی - له هغه پرته د هر معبود د عبادت د باطلولو په موخه فرمایلي دي: {مَا اتَّخَذَ اللَّهُ مِن وَلَدٍ وَمَا كَانَ مَعَهُ مِنْ إِلَهٍ إِذًا لَّذَهَبَ كُلُّ إِلَهٍ بِمَا خَلَقَ وَلَعَلاَ بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يَصِفُون}. (الله (د ځان لپاره) هېڅ اولاد نیولى نه دى او نه له هغه سره بل هېڅ معبود شته (او كه ورسره وي نو) په دغه وخت كې به خامخا هر اله بېولي وو هغه څه چې پیدا كړي يې وو، او خامخا د دوى ځینو به په ځینو نورو باندې غلبه كوله، پاك دى الله له هغو خبرو نه چې دوى يې بیانوي). [المؤمنون سورت : 91 آیت].
او له ډولونوڅخه یې : له الله پرته بل لورې ته د ټول عبادت یا د یوې برخې اړول دي، الله تعالی د مشرکانو د حالت د بیانولو په اړه فرمايلي: {وَجَعَلُواْ لِلّهِ مِمِّا ذَرَأَ مِنَ الْحَرْثِ وَالأَنْعَامِ نَصِيبًا فَقَالُواْ هَـذَا لِلّهِ بِزَعْمِهِمْ وَهَـذَا لِشُرَكَآئِنَا فَمَا كَانَ لِشُرَكَآئِهِمْ فَلاَ يَصِلُ إِلَى اللّهِ وَمَا كَانَ لِلّهِ فَهُوَ يَصِلُ إِلَى شُرَكَآئِهِمْ سَاء مَا يَحْكُمُون} (او دغو د الله لپاره په هغو څیزونو كې برخه مقرر كړه چې هغه پیدا كړي دي، چې فصل او څاروي دي، نو وايي: دا د الله لپاره دي، د دوى په عقیده، او دا زمونږ د شریكانو لپاره دي، نو هغه چې د دوى د شریكانو لپاره وي، نو هغه خو الله ته نه رسېږي او هغه چې د الله لپاره وي، نو هغه د دوى شریكانو ته رسېږي، بده ده هغه فیصله چې دوى يې كوي) [الأنعام سورت : 136 آیت]، او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «قَالَ اللهُ تبارك وتعالى: أَنَا أَغْنَى الشُّرَكَاءِ عَنِ الشِّرْكِ، مَنْ عَمِلَ عَمَلًا أَشْرَكَ فِيهِ مَعِي غَيْرِي، تَرَكْتُهُ وَشِرْكَهُ». «الله تبارک و تعالی فرمایلي دي: زه د شریکانو تر ټولو غني یم، نو څوک چې یو کار وکړي، په هغه کې بل څوک زما سره شریک کړي؛ زه به هغه کس او د هغه شرک پریږدم». مسلم (2985) روایت کړی دی.
او له ډولونو څخه له الله تعالی پرته بل چاته د نږدې والي په موخه حلاله کول دي، لکه څوک چې بتانو او یا مړو ته د نږدې والي په موخه ذبح کوي، الله تعالی د دې خبرې د ښکاره کولو په موخه فرمایلي دي چې حلاله بل چاته نه کیږي: (قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ) (ته ووایه: بېشكه زما لمونځ او زما قرباني او زما ژوند او زما مرګ خاص د الله رب العلمین لپاره دي) [الأنعام سورت: 162 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةَ وَالْدَّمَ وَلَحْمَ الْخَنزِيرِ وَمَآ أُهِلَّ لِغَيْرِ اللّهِ بِهِ فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلاَ عَادٍ فَإِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيم} (همدا خبره ده چې هغه پر تاسو باندې حرامه كړې ده مرداره او وینه او د خنزیر غوښه او هغه چې په هغه باندې د غیرالله لپاره اواز پورته شوى وي، نو هغه څوك چې مجبوره شي ، په دې حال كې چې نه ظالم وي او نه (له حده) تجاوز كوونكى وي، نو بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى) [النحل سورت: 115 آیت]. او له أبو الطفیل څخه روایت دی وایې: علي بن أبي طالب - رضي الله عنه - ته مو وویل: مونږ ته د داسې یو څه په اړه خبر راکړه چې رسول لله - صلی الله علیه وسلم تاته پټ ویلي وي: نو هغه وویل: ما ته یې داسې هیڅ ندي ویلي چې د خلکو څخه یې پټ کړي وي، مګر ورڅخه مې اوریدلي دي چې ویل یې: د الله لعنت دې وي په هغه چا چې له الله پرته بل چا ته ذبح کوي»؛ مسلم (1978)، او نسائي (4422) روایت کړی دی. او ځکه چې دا یوه ډیره لویه چاره ده، پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - په هغه ځای کې له حلالې څخه منع کړې ده چېرته چې له الله پرته بل چاته ذبح کیږي. فعن ثابت بن الضحاك رضي الله عنه قال: «نَذَرَ رَجُلٌ عَلَى عَهْدِ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم أَنْ يَنْحَرَ إِبِلًا بِبُوَانَةَ -هي هضبة من وراء ينبع قريبة من ساحل البحر- فَأَتَى النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم، فَقَالَ: إِنِّي نَذَرْتُ أَنْ أَنْحَرَ إِبِلًا بِبُوَانَةَ، فَقَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم: «هَلْ كَانَ فِيهَا وَثَنٌ مِنْ أَوْثَانِ الْجَاهِلِيَّةِ يُعْبَدُ؟» قَالُوا: لَا، قَالَ: «هَلْ كَانَ فِيهَا عِيدٌ مِنْ أَعْيَادِهِمْ؟»، قَالُوا: لَا، قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم: «أَوْفِ بِنَذْرِكَ؛ فَإِنَّهُ لَا وَفَاءَ لِنَذْرٍ فِي مَعْصِيَةِ اللَّهِ، وَلَا فِيمَا لَا يَمْلِكُ ابْنُ آدَمَ». له ثابت بن ضحاک - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې: یو سړي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې نذر ومنوده چې په بوانه کې به اوښ حلالوي- دا د ینبع شاته یوه غونډۍ ده چې د دریاب ساحل ته نږدې ده - نو پيغمبر صلی الله علیه وسلم ته راغی او ورته یې وویل: ما نذر منلی دی چې په بوانه کې یو اوښ حلال کړم ، نو پیغمبر صلی الله علیه وسلم ورته وویل: آیا هلته د جاهلیت له بتانو څخه کوم بت و چې عبادت یې کېده؟ هغوی وویل: نه، ویې فرمایل: آیا د هغوی له اخترونو څخه پکې کوم اختر و؟ هغوی وویل: نه، رسول الله - صلی الله علیه وسلم - وفرمایل: په نذر دې وفا وکړه، یقینا چې د الله په نافرمانۍ کې په نذر وفا نشته، او نه په هغه څه کې چې بني آدم یې نه لري». أبو داود روایت کړی دی (3313).
او له ډولونو څخه یې: غیر الله ته نذر دی، نو نذر عبادت دی او له الله تعالی پرته یې بل چاته ګرځول روا ندي، لدې امله الله تعالی د هغه مؤمنانو ستاینه کړې ده چې په نذر وفا کوي، الله تعالی فرمایلي دي: {يُوفُونَ بِالنَّذْرِ وَيَخَافُونَ يَوْمًا كَانَ شَرُّهُ مُسْتَطِيرًا} (دوى نذرونه پوره كوي او له هغې ورځې نه وېرېږي چې د هغې شر خور وور دى) [الإنسان سورت: 7 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {وَمَا أَنفَقْتُم مِّن نَّفَقَةٍ أَوْ نَذَرْتُم مِّن نَّذْرٍ فَإِنَّ اللّهَ يَعْلَمُهُ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنصَار} (او تاسو چې څه خرچ هم ولګوئ، یا څه نذر هم (پر ځان) لازم كړئ؛ نو یقینًا الله پر هغو پوهېږي او د ظالمانو لپاره هېڅ مدد كوونكي نشته) [البقرة سورت : 270 آیت]. او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: «مَنْ نَذَرَ أَنْ يُطِيعَ اللَّهَ فَلْيُطِعْهُ، وَمَنْ نَذَرَ أَنْ يَعْصِيَهُ فَلَا يَعْصِهِ». "څوک چې د الله تعالی د اطاعت نذر وکړي، هغه دې د هغه اطاعت وکړي، او څوک چې د هغه د نافرمانۍ نذر وکړي، هغه دې د هغه نافرماني نه کوي". بخاري (6696)، أبو داود (3289)، ترمذي (1526)، نسائي (3806)، او ابن ماجه روایت کړی دی (2126).
او له ډولونو څخه یې له الله پرته له بل چا پناه غوښتل ، له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی فرمایي: «كَانَ رِجَالٌ مِنَ الْإِنْسِ يَبِيتُ أَحَدُهُمْ بِالْوَادِي فِي الْجَاهِلِيَّةِ، فَيَقُولُ: أَعُوذُ بِعَزِيزِ هَذَا الْوَادِي، فَزَادَهُمْ ذَلِكَ إِثْمًا»، «له انسانانو څخه ځینې سړي وو چې په جاهلیت کې له دوی څخه یو په یوه دره کې اوسیده، نو وییل به یې: د دې درې په مشر پناه نیسم، نو پدې سره یې الله ګناه ورزیاته کړه»، طبري في تفسير کې روایت کړی دی (23/ 322). الله تعالی د جاهلیت د وخت له خلکو څخه د خبر ورکولو په موخه فرمایلي دي: {وَأَنَّهُ كَانَ رِجَالٌ مِّنَ الإِنسِ يَعُوذُونَ بِرِجَالٍ مِّنَ الْجِنِّ فَزَادُوهُمْ رَهَقًا}. (او بېشكه شان دا دى چې په انسانانو كې ډېر داسې سړي وو چې په پېریانو كې په ځینو سړیو پورې به يې پناه نیوله، نو دغو خلکو دغو (پېریانو) ته سركشي ورزیاته كړه) [الجن سورت: 6 آیت]. او رسول الله - صلی الله علیه وسلم - خبر ورکړی دی چې څوک په یو کور کې مېشت شو او ویې ویل: أَعُوذُ بِكَلِمَاتِ اللهِ التَّامَّاتِ مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ، لَمْ يَضُرَّهُ شَيْءٌ، حَتَّى يَرْتَحِلَ مِنْ مَنْزِلِهِ ذَلِكَ»، «یعنې پناه نیسم د الله په بشپړو کلمو سره د هغه څه له شر څخه چې هغه پیدا کړی دی، نو هیڅ شی به ورته ضرر ونه رسوي، تر څو چې له هغه ځای څخه تللی نه وي»، مسلم (2708)، ترمذي (3437) او ابن ماجه (3547) روایت کړی دی.
او د شرک له ډولونو څخه له الله - تعالی - پرته له بل چا څخه په سخته او آسانه کې مرسته غوښتل دي په هغه څه کې چې له الله تعالی پرته یې بل څوک نه شي کولی، او یا له الله پرته بل څوک رابلل، الله تعالی فرمایلي دي: {وَأَنَّ الْمَسَاجِدَ لِلَّهِ فَلاَ تَدْعُوا مَعَ اللَّهِ أَحَدًا} (او دا چې یقینًا جوماتونه خاص د الله لپاره دي، نو تاسو له الله سره بل هیڅوک مه بلئ) [الجن سورت: 18 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: (إِن تَدْعُوهُمْ لَا يَسْمَعُوا دُعَاءَكُمْ وَلَوْ سَمِعُوا مَا اسْتَجَابُوا لَكُمْ ۖ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكْفُرُونَ بِشِرْكِكُمْ ۚ وَلَا يُنَبِّئُكَ مِثْلُ خَبِيرٍ) (كه تاسو دوى وبولئ، دوى ستاسو بلنه نه اوري او كه چېرې وايې وري، نو دوى ستاسو بلنه قبلولى نه شي او د قیامت په ورځ به دوى ستاسو په شریک جوړولو منكر شي او تا ته (بل څوک) خبر نشي دركولى د ښه خبرداره (الله) په شان). [فاطر سورت: 14 آیت]، او رب العزت د دې - خبرې په - ښکاره کولو سره فرمایلي دي چې مشرکانو ته کله ضرر ورسیږي نو د یو الله څخه مرسته غواړي، بیا بیرته خپل شرک ته ورګرځي کله چې الله نجات ورکړي. (فَإِذَا رَكِبُوا فِي الْفُلْكِ دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ فَلَمَّا نَجَّاهُمْ إِلَى الْبَرِّ إِذَا هُمْ يُشْرِكُونَ) (نو كله چې دوى په كښتۍ كې سواره شي (، نو) دوى الله بولي، په داسې حال كې چې خاص هغه لره دین خالص كوونكي وي، نوكله چې هغه (الله) دوى ته وچې ته نجات وركړي (نو) ناڅاپه دوى (له الله سره) شریكان نیسي). [العنكبوت سورت: 65 آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي: {وَمَنْ أَضَلُّ مِمَّن يَدْعُو مِن دُونِ اللَّهِ مَن لاَّ يَسْتَجِيبُ لَهُ إِلَى يَومِ الْقِيَامَةِ وَهُمْ عَن دُعَائِهِمْ غَافِلُون} (او له هغه كس نه زيات ګمراه څوك دى چې له الله نه غیر هغه (معبودان) بلي چې د ده دعا (سوال) تر قیامته پورې نشي قبلولى، په داسې حال كې چې دغه (معبودان) به د دوى له بلنې نه غافله (بې خبره) وي) [الأحقاف سورت: 5 آیت]، او الله تعالی په واضحه توګه فرمایلي دي چې هغه د مصیبت ځپلو سره مرسته کوونکی او د مصیبت لیرې کوونکی دی: {أَمَّن يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ السُّوءَ وَيَجْعَلُكُمْ خُلَفَاء الأَرْضِ أَإِلَهٌ مَّعَ اللَّهِ قَلِيلاً مَّا تَذَكَّرُون} (آیا څوک دی هغه ذات چې قبلوي د ډېر ناچاره دعا کله چې یې راوبلي، او لرې کوي مصیبتونه، او ګرځوي تاسو خلیفګان د ځمکې، آیا شته دی بل څوک لایق د عبادت له الله تعالی سره، تاسي ډېر لږ نصیحت قبلوئ). [النمل سورت: 62 آیت].
او د شرک له ډولونو څخه : له الله پرته د بل چا پیروي کول دي او الله تعالی د دې - خبرې - یادونه کړې ده چې اهل کتابو خپل عالمان او پیران له الله پرته ومالکان د حل او د حرمت نیولي دي چې ځیني شیان ورته روا کوي او هغه څه پرې حراموي چې الله تعالی دوی ته حلال کړي دي: {اتَّخَذُواْ أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللّهِ وَالْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ وَمَا أُمِرُواْ إِلاَّ لِيَعْبُدُواْ إِلَـهًا وَاحِدًا لاَّ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ سُبْحَانَهُ عَمَّا يُشْرِكُون} (دوى خپل عالمان او خپل عابدان له الله نه غیر مالکان د حل او د حرمت نیولي دي او د مریمې زوى مسیح (يې هم)، حال داچې دوى ته حكم نه و شوى مګر د دې چې دوى دې د یو حق معبود عبادت كوي چې نشته هېڅ حق معبود مګر همدى دى، هغه پاك دى له هغه څه نه چې دوى يې (ورسره) شریكوي) [التوبة سورت: 31 آيت]، او الله تعالی فرمایلي: {أَمْ لَهُمْ شُرَكَاء شَرَعُوا لَهُم مِّنَ الدِّينِ مَا لَمْ يَأْذَن بِهِ اللَّهُ} (ایا د دوى لپاره داسې شریكان شته چې د دوى لپاره يې له دین څخه هغه لاره مقرر كړې ده چې الله د هغې اجازه نه ده كړې) [الشورى سورت: 21 آیت]. او الله - تعالی - خپلو بندګانو ته امر کړی دی چې پر هغه ایمان راوړي او د هغه قانون ته - د پریکړې په خاطر - رجوع وکړي او دا یې څرګنده کړه چې شیطان غواړي دوی طاغوت ته - د پریکړو لپاره - رجوع وکړي، الله تعالی فرمایلي دي: {أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُوا بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُوا إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُوا أَن يَكْفُرُوا بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُضِلَّهُمْ ضَلَالًا بَعِيدًا} ﴿٦٠﴾ (آیا تا هغه كسان نه دي كتلي چې دا دعوا كوي چې دوى پر هغه څه یې ایمان راوړى دى چې تا ته نازل كړى شوي دي او پر هغه څه چې له تا نه مخكې نازل كړى شوي دي، دوى غواړي چې خپلمنځي فیصلې طاغوت ته یوسي، حال دا چې دوى ته له هغه نه د انكار كولو حكم شوى دى او شیطان غواړي چې دوى بې لارې كړي، په ډېرې لرې ګمراهۍ سره). [النساء سورت: 60 آیت]. وعن عدي بن حاتم رضي الله عنه قال: أَتَيْتُ النَّبِيّ صلى الله عليه وسلم وَفِي عُنُقِي صَلِيبٌ مِنْ ذَهَبٍ، فَقَالَ: يَا عَدِيُّ، اطْرَحْ عَنْكَ هَذَا الوَثَنَ، وَسَمِعْتُهُ يَقْرَأُ فِي «سُورَةِ بَرَاءَة»: {اتَّخَذُواْ أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللّهِ} [التوبة: 31]، قَالَ: «أَمَا إِنَّهُمْ لَمْ يَكُونُوا يَعْبُدُونَهُمْ، وَلَكِنَّهُمْ كَانُوا إِذَا أَحَلُّوا لَهُمْ شَيْئًا اسْتَحَلُّوهُ، وَإِذَا حَرَّمُوا عَلَيْهِمْ شَيْئًا حَرَّمُوهُ». او له عدی بن حاتم - رضی الله عنه - څخه روایت دی وایې: زه پيغمبر صلی الله علیه وسلم ته راغلم پداسې حال کې چې زما په غاړه کې د سرو زرو صلیب و، نو ویې ویل: ای عدی، دا بت درڅخه وارتوه، او ورڅخه مې واوریدل چې په براءت سورت کې یې دا آیت لوسته {اتَّخَذُواْ أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللّهِ} [التوبة سورت : 31 آیت ] یعنې: دوى خپل عالمان او خپل عابدان له الله نه غیر مالکان د حل او د حرمت نیولي دي . ویې فرمایل: «داسې نه وه چې هغوی یې عبادت کاوه، مګر هغوی به چې ورته کوم شی حلال و ګرځاوه دوی به حلال ګاڼه، او کله به یې چې پرې کوم شی حرام کړ، دوی به هم حرام کړ». ترمذي (۳۰۹۵)، ابن سعد (۶/۲۱۹)، ابن ابي حاتم په تفسیر (۱۰۰۵۷) او طبرانی په الکبیر (۱۷/۹۲/۲۱۸) کې روایت کړی دی.
او د شرک له ډولونو څخه په لمانځه، رکوع، سجده او طواف کې شرک کول دي؛ داسې چې د دې عبادتونو کول له الله پرته بل چا ته روا ندي، او الله تعالی خپل خلیل - علیه السلام - ته امر کړی دی چې کور یې - بیت الله - طواف کوونکو، اعتکاف کوونکو، رکوع کوونکو او سجده کوونکو لپاره پاک کړي، الله تعالی فرمایلي دي: {وَإِذْ بَوَّأْنَا لإِبْرَاهِيمَ مَكَانَ الْبَيْتِ أَن لاَّ تُشْرِكْ بِي شَيْئًا وَطَهِّرْ بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْقَائِمِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُود} (او (یاد كړه) هغه وخت چې مونږه ابراهیم ته د بیت الله ځاى ښكاره (معین) كړ چې ته له ما سره هېڅ شى مه شریكوه، او زما كور د طواف كوونكو، او قیام كوونكو او ركوع كوونكو (او) سجده كوونكو لپاره پاك كړه) [الحج سورت: 26 آیت]، او حق ذات امر کړی دی چې سجده باید یوازې هغه ته وشي، الله تعالی فرمایلي دي: (لَا تَسْجُدُوا لِلشَّمْسِ وَلَا لِلْقَمَرِ وَاسْجُدُوا لِلَّهِ الَّذِي خَلَقَهُنَّ إِن كُنتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ) (تاسو مه لمر ته سجده كوئ او مه سپوږمۍ ته او تاسو خاص الله ته سجده كوئ چې دغه (نښې) يې پیدا كړې دي، كه چېرې تاسو خاص د هغه عبادت كوئ). [فصلت سورت: 37 آیت]. او یوازې متکبران د هغه له عبادت څخه ډډه کوي، لوی څښتن تعالی فرمایلي دي: {يَا إِبْلِيسُ مَا مَنَعَكَ أَن تَسْجُدَ لِمَا خَلَقْتُ بِيَدَيَّ أَسْتَكْبَرْتَ أَمْ كُنتَ مِنَ الْعَالِين} (اى ابليسه! ته هغه كس ته له سجدې كولو نه څه شي منع كړې، چې ما پخپلو دواړو لاسونو پیدا كړى دى؟ آیا تا لويي وكړه، یا ته (له پیل څخه ) د لوړو اوچتو خلکو ځنې يې؟). [ص سورت: 75 آیت]، او الله - تعالی - یادونه وکړه چې ټول مخلوقات هغه ته سجده کوي. {وَلِلّهِ يَسْجُدُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ مِن دَآبَّةٍ وَالْمَلآئِكَةُ وَهُمْ لاَ يَسْتَكْبِرُون* (او خاص د الله لپاره سجده كوي هغه څه چې په آسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي؛ له خوځنده څیزونو څخه او ملايك هم، په داسې حال كې چې دوى تكبر نه كوي). [النحل سورت: 49 آیت]. د جعفر - رضی الله عنه - په اړه راغلي دي، کله چې هغه نجاشي ته ورننوت، نو جعفر ورته وویل: «أَنَا خَطِيبُكُمُ الْيَوْمَ، فَاتَّبَعُوهُ حَتَّى دَخَلُوا عَلَى النَّجَاشِيِّ فَلَمْ يَسْجُدُوا لَهُ فَقَالَ: مَا لَكُمْ لَا تَسْجُدُونَ لِلْمَلِكِ؟ فَقَالَ: إِنَّ اللَّهَ عز وجل بَعَثَ إِلَيْنَا نَبِيَّهُ صلى الله عليه وسلم فَأَمَرَنَا أَلَّا نَسْجُدَ إِلَّا لِلَّهِ». «نن زه ستاسو - په استازیتوب - خبرې کوونکی یم، نو ورپسې شول تر دې چې نجاشي ته ورننوتل، نو سجده یې ورته ونه کړه، هغه وویل: تاسو ولې پادشاه ته سجده نه کوئ؟ هغه وویل: الله تعالی مونږ ته خپل نبي - صلی الله علیه وسلم - رالیږلی دی، هغه مونږ ته امر کړی دی چې له الله تعالی پرته بل چاته سجده ونکړو». طیالسي (۳۴۴)، سعید بن منصور (۲۴۸۱)، احمد (۴۴۰۰) او لوین په (۴) ټوک کې، او الطحاوي د قرآن په أحکام القران کې (۴۱۸) روایت کړی دی.
او د شرک له ډولونو څخه په هغه څه پریکړه کول دي چې الله تعالی نه وي نازل کړی، همدا رنګه له الله پرته بل چاته پریکړه وړل او الله پاک د هغه چا په اړه حکم بیان کړ چې د الله - تعالی - له نازل شوي حکم پرته په بل څه پریکړه کوي. (وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ) (او چا چې د الله په نازل كړي (كتاب، قانون) باندې فیصله ونه كړه، نو همدغه خلق كافران دي). [المائدة سورت: 44 آیت]. او الله تعالی فرمایلي دي: {وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الظَّالِمُون} (او چا چې د الله په نازل كړي (كتاب، قانون) باندې فیصله ونه كړه، نو همدغه خلک ظالمان دي). [المائدة سورت: 45 آیت]. او الله تعالی فرمايي: (وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُون) او (چا چې د الله په نازل كړي (كتاب، قانون) باندې فیصله ونه كړه، نو همدغه خلک فاسقان دي). [المائدة سورت: 47 آیت]؛ دا ځکه چې بشپړه واکمني الله لره، حق ذات فرمایلي دي: {أَلاَ لَهُ الْخَلْقُ وَالأَمْرُ تَبَارَكَ اللّهُ رَبُّ الْعَالَمِين} (اګاه شئ! خاص هغه لره دي پیدا كول اوتصرف كول، ډېر بركت والا دى الله چې رب العلمین دى) [الأعراف سورت: 54 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {وَقَالَ الَّذِينَ أَشْرَكُواْ لَوْ شَاء اللّهُ مَا عَبَدْنَا مِن دُونِهِ مِن شَيْءٍ نَّحْنُ وَلا آبَاؤُنَا وَلاَ حَرَّمْنَا مِن دُونِهِ مِن شَيْءٍ كَذَلِكَ فَعَلَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَهَلْ عَلَى الرُّسُلِ إِلاَّ الْبَلاغُ الْمُبِين} (او وویل هغو كسانو چې شرك يې كړى و: كه چېرې الله غوښتلی (، نو) مونږ به له هغه نه غير د هېڅ شي عبادت نه و كړى او نه به زمونږ پلرونو او نه به مونږ د هغه (له حكم) نه غير څه شى حرام كړى و، همدارنګه كار كړى و هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو، نو د رسولانو په ذمه نشته مګر ښكاره رسَوَل) [النحل سورت: 35 آیت].
او الله - تعالی - په مشرکانو باندې عیب وګڼله چې خپل عالمان او پيران یې له الله تعالی پرته مالکان د حل او د حرمت نیولي دي دوی ته په یو څه روا ګڼلو کې، الله تعالی فرمایلي دي: {اتَّخَذُواْ أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللّهِ وَالْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ وَمَا أُمِرُواْ إِلاَّ لِيَعْبُدُواْ إِلَـهًا وَاحِدًا لاَّ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ سُبْحَانَهُ عَمَّا يُشْرِكُون} (دوى خپل عالمان او خپل عابدان له الله نه غیر مالکان د حل او دحرمت نیولي دي او د مریمې زوى مسیح (يې هم)، حال داچې دوى ته حكم نه و شوى مګر د دې چې دوى دې د یو حق معبود عبادت كوي چې نشته هېڅ حق معبود مګر همدى دى، هغه پاك دى له هغه څه نه چې دوى يې (ورسره) شریكوي) [التوبة سورت: 31 آیت]. او حق ذات سبحانه وتعالی فرمايلي دي: {أَمْ لَهُمْ شُرَكَاء شَرَعُوا لَهُم مِّنَ الدِّينِ مَا لَمْ يَأْذَن بِهِ اللَّهُ} (ایا د دوى لپاره داسې شریكان شته چې د دوى لپاره يې له دین څخه هغه لاره مقرر كړې ده چې الله د هغې اجازه نه ده كړې) [الشورى سورت: 21 آیت]. وعن عدي بن حاتم رضي الله عنه قال: أَتَيْتُ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم وَفِي عُنُقِي صَلِيبٌ مِنْ ذَهَبٍ، فَقَالَ: «يَا عَدِيُّ اطْرَحْ عَنْكَ هَذَا الوَثَنَ»، وَسَمِعْتُهُ يَقْرَأُ فِي سُورَةِ بَرَاءَة: {اتَّخَذُواْ أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللّهِ} [التوبة: 31]»، قَالَ: «أَمَا إِنَّهُمْ لَمْ يَكُونُوا يَعْبُدُونَهُمْ، وَلَكِنَّهُمْ كَانُوا إِذَا أَحَلُّوا لَهُمْ شَيْئًا اسْتَحَلُّوهُ، وَإِذَا حَرَّمُوا عَلَيْهِمْ شَيْئًا حَرَّمُوهُ». او له عدي بن حاتم - رضی الله عنه - څخه روایت دی وایې: زه پيغمبر صلی الله علیه وسلم ته راغلم پداسې حال کې چې زما په غاړه کې د سرو زرو صلیب و، نو ویې ویل: ای عدی، دا بت درڅخه وارتوه، او ورڅخه مې واوریدل چې په براءت سورت کې یې دا آیت لوسته {اتَّخَذُواْ أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللّهِ} [التوبة سورت : 31 آیت ] یعنې: (دوى خپل عالمان او خپل عابدان له الله نه غیر خدایان نیولي دي) . ویې فرمایل: «داسې نه وه چې هغوی یې عبادت کاوه، مګر هغوی به چې ورته کوم شی حلال ګرځاوه دوی به حلال ګاڼه، او کله به یې چې پرې کوم شی حرام کړ، دوی به هم حرام کړ». ترمذي (۳۰۹۵)، ابن سعد (۶/۲۱۹)، ابن ابي حاتم په تفسیر (۱۰۰۵۷) او طبراني په الکبیر (۱۷/۹۲/۲۱۸) کې روایت کړی دی.
او مشرکان پدې کې د أهل کتابو سره ورته والی لري، هغوی چې الله تعالی يې په اړه فرمایلي دي: {وَقَالَ الَّذِينَ أَشْرَكُواْ لَوْ شَاء اللّهُ مَا عَبَدْنَا مِن دُونِهِ مِن شَيْءٍ نَّحْنُ وَلا آبَاؤُنَا وَلاَ حَرَّمْنَا مِن دُونِهِ مِن شَيْءٍ كَذَلِكَ فَعَلَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَهَلْ عَلَى الرُّسُلِ إِلاَّ الْبَلاغُ الْمُبِين} (او وویل هغو كسانو چې شرك يې كړى و: كه چېرې الله غوښتلی (، نو) مونږ به له هغه نه غير د هېڅ شي عبادت نه و كړى او نه به زمونږ پلرونو او نه به مونږ د هغه (له حكم) نه غير څه شى حرام كړى و، همدارنګه كار كړى و هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو، نو د رسولانو په ذمه نشته مګر ښكاره رسَوَل) [النحل سورت: 35 آیت].
او الله تعالی فرمایلي: {فَلاَ وَرَبِّكَ لاَ يُؤْمِنُونَ حَتَّىَ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لاَ يَجِدُواْ فِي أَنفُسِهِمْ حَرَجًا مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُواْ تَسْلِيمًا} (پس داسې نه ده، ستا په رب مې دې قسم وي! دوى مومنان كېدى نشي تر هغه پورې چې دوى په خپل مینځ كې په پېښو جګړو كې تا فیصله كوونكى ومني، بیا په خپلو نفسونو كې ستا د كړې فیصلې په باره كې هېڅ تنګي ونه مومي او په ښو منلو سره يې ومني). [النساء سورت: 65 آیت]. او الله تعالی فرمایلي : {أَمْ لَهُمْ شُرَكَاء شَرَعُوا لَهُم مِّنَ الدِّينِ مَا لَمْ يَأْذَن بِهِ اللَّهُ} (ایا د دوى لپاره داسې شریكان شته چې د دوى لپاره يې له دین څخه هغه لاره مقرر كړې ده چې الله د هغې اجازه نه ده كړې) [الشورى سورت: 21 آیت]. او الله تعالی فرمایلي: {أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللّهِ حُكْمًا لِّقَوْمٍ يُوقِنُون} (ایا نو دوى د جاهلیت فیصله غواړي؟ او په فیصله كولو كې له الله نه (بل) څوك ډېر ښه دى، د هغه قوم لپاره چې یقین كوي!) [المائدة سورت: 50 آیت].
او د شرک له ډولونو څخه د محبت شرک دی، چې یو سړی چا سره داسې مینه ولري چې عاجزي، تعظیم او خضوع ورسره وي، الله تعالی د مشرکانو د مينې په اړه له خپلو معبودانو سره فرمايلي دي: (وَمِنَ النَّاسِ مَن يَتَّخِذُ مِن دُونِ اللّهِ أَندَاداً يُحِبُّونَهُمْ كَحُبِّ اللّهِ ) (او په خلکو كې ځېنې هغه څوک دي چې له الله نه غیر شریكان نیسي، له هغوى سره داسې مینه كوي لکه له الله تعالی سره د مینې په شان) [البقرة سورت: 165 آیت]. له عبدالله -رضي الله عنه - څخه روایت دی، وايي: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل چې: کومه ګناه لویه ده؟ هغه وویل: «أن تجعل لله ندًّا وهو خلقك...». "دا چې الله تعالی لره شریک وګرځوې، حال دا چې هغه ته پیدا کړی یې...". بخاري (۴۴۷۷)، مسلم (۸۶)، ابوداود (۲۳۱۰)، ترمذي (۳۱۸۲) او نسائي (۴۰۱۳) روایت کړی.
او د شرک له ډولونو څخه؛ د ویرې او ډار شرک دی، چې له مخلوق څخه داسې ویره ولري چې خضوع، عاجزي او تعظیم ورسره وي، لکه داسې ویره ورڅخه ولري چې کوم مصیبت به پرې نازل کړي او یا به ترې کومه ښېګڼه منع کړي او یا هغه ته د نږدې کېدو په خاطره حرام کار تر سره کړي، حق ذات فرمایلي دي: {إِنَّمَا ذَلِكُمُ الشَّيْطَانُ يُخَوِّفُ أَوْلِيَاءهُ فَلاَ تَخَافُوهُمْ وَخَافُونِ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِين} (بېشكه همدا خبره ده چې دغه شیطان دى، چې خپل دوستان وېروي، نو تاسو له هغوى نه مه وېرېږئ او له ما نه وېرېږئ كه چېرې تاسو مومنان یئ) [آل عمران سورت: 175 آیت]. او مشرکان په دې باور دي چې د دوی معبودان زیان رسوونکي او ګټه رسوونکي دي. لدې امله دوی ګمان کوي چې د دوی معبودانو د الله پیغمبر؛ هود - علیه السلام - ته زیان رسولی دی، لکه چې وایي: {إِن نَّقُولُ إِلاَّ اعْتَرَاكَ بَعْضُ آلِهَتِنَا بِسُوَءٍ قَالَ إِنِّي أُشْهِدُ اللّهِ وَاشْهَدُواْ أَنِّي بَرِيءٌ مِّمَّا تُشْرِكُون} [(ستا په باره كې) مونږ يوازې همدا وایو چې تا ته زمونږ په معبودانو كې چا څه ضرر دررسولى دى، هغه وویل: بېشكه زه الله ګواه كوم او تاسو (هم) ګواه شئ چې یقینًا زه له هغو (باطلو معبودانو) نه بېزاره یم چې تاسو يې (له الله سره) شريكوئ] [هود سورت: 54 آیت]. مجاهد ویلي دي: «د {اعْتَرَاكَ بَعْضُ آلِهَتِنَا بِسُوَءٍ} معنا دا ده چې: بتانو ته لیونی کړی یې». تفسير الطبري (15/361). حق ذات د حنیفي ملت د خاوند - علیه السلام - په اړه فرمایلي دي : {وَكَيْفَ أَخَافُ مَا أَشْرَكْتُمْ وَلاَ تَخَافُونَ أَنَّكُمْ أَشْرَكْتُم بِاللّهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِ عَلَيْكُمْ سُلْطَانًا فَأَيُّ الْفَرِيقَيْنِ أَحَقُّ بِالأَمْنِ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُون} (او زه له هغو څیزونو نه څنګه ووېرېږم چې تاسو له الله سره شريك كړي دي، حال دا چې تاسو له دې څخه نه وېرېږئ چې واقعًا تاسو له الله سره هغه څه شریك كړي دي چې د هغو په باره كې يې پر تاسو باندې هېڅ دلیل نه دى نازل كړى، نو په دواړو ډلو كې كومه یوه د امن (له عذاب نه د بچ كېدو) زیاته حقداره ده؟ كه چېرې تاسو پوهېږئ) [الأنعام سورت: 81 آیت].
د جاهليت خلکو به د احمقو پيریانو له وېرې د هغوی په بادارانو پناه غوښتله، الله تعالی فرمایلي دي: {وَأَنَّهُ كَانَ رِجَالٌ مِّنَ الإِنسِ يَعُوذُونَ بِرِجَالٍ مِّنَ الْجِنِّ فَزَادُوهُمْ رَهَقًا}. (او بېشكه شان دا دى چې په انسانانو كې ډېر داسې سړي وو چې په پېریانو كې په ځینو سړیو پورې به يې پناه نیوله، نو دغو خلقو دغو (پېریانو) ته سركشي ورزیاته كړه) [الجن سورت: 6 آیت].
او الله تعالی فرمایلي: {فَلَمَّا كُتِبَ عَلَيْهِمُ الْقِتَالُ إِذَا فَرِيقٌ مِّنْهُمْ يَخْشَوْنَ النَّاسَ كَخَشْيَةِ اللّهِ أَوْ أَشَدَّ خَشْيَةً} (نو كله چې پر هغوى باندې جنګ كول فرض كړى شول (، نو) ناڅاپه په دغه وخت كې په هغو كې یوه ډله وه چې له خلکو نه وېرېدله، له الله نه د وېرېدلو په شان، یا (له دې نه هم) زیات وېرېدل) [النساء سورت: 77 آیت]. او حق ذات واضحه کړه چې د هغه اولیاء له الله - جل جلاله - پرته له هیچا څخه نه ویریږي لکه څنګه چې هغه فرمایلي دي: {الَّذِينَ يُبَلِّغُونَ رِسَالاَتِ اللَّهِ وَيَخْشَوْنَهُ وَلاَ يَخْشَوْنَ أَحَدًا إِلاَّ اللَّهَ وَكَفَى بِاللَّهِ حَسِيبًا} (هغه (نبیان) چې د الله پېغامونه رسوي او له هغه نه وېرېږي او له الله نه غیر له هیچا نه نه وېرېږي او الله ښه كافي دى حساب كوونكى) [الأحزاب سورت: 39 آیت]، او همدا رنګه یې فرمایلي دي: {إِنَّمَا يَعْمُرُ مَسَاجِدَ اللّهِ مَنْ آمَنَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَأَقَامَ الصَّلاَةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَلَمْ يَخْشَ إِلاَّ اللّهَ فَعَسَى أُوْلَـئِكَ أَن يَكُونُواْ مِنَ الْمُهْتَدِين} (د الله جوماتونه خو يوازې هغه څوك ابادوي چې پر الله او د اخرت پر ورځ يې ایمان راوړى وي او لمونځ قايموي او زكات وركوي او نه وېرېږي غیر له الله نه، نو امېد دى چې دغه كسان به له هدایت موندونكو ځنې وي) [التوبة سورت: 18 آیت]. او خبر یې ورکړ چې جادوګرانو له ایمان راوړلو وروسته د فرعون او د هغه له ظلم څخه له الله - تعالی - څخه وېرې ته ترجيح ورکړه، الله تعالی د هغوی له وینا څخه د خبر ورکولو په موخه فرمایلي دي: {قَالُوا لَن نُّؤْثِرَكَ عَلَى مَا جَاءنَا مِنَ الْبَيِّنَاتِ وَالَّذِي فَطَرَنَا فَاقْضِ مَا أَنتَ قَاضٍ إِنَّمَا تَقْضِي هَذِهِ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا * (هغوى وویل: مونږ به تا ته له سره ترجيح درنه كړو په هغه باندې چې مونږ ته راغلي دي چې ښكاره معجزې دي او هغه (الله) چې مونږ يې پیدا كړي یو، نو ته هغه كار وكړه چې ته د هغه كوونكى يې، بېشكه ته يوازې د دې دنيايي ژوند فیصله كولى شې. إِنَّا آمَنَّا بِرَبِّنَا لِيَغْفِرَ لَنَا خَطَايَانَا وَمَا أَكْرَهْتَنَا عَلَيْهِ مِنَ السِّحْرِ وَاللَّهُ خَيْرٌ وَأَبْقَى} بېشكه مونږ په خپل رب ایمان راوړى دى، د دې لپاره چې هغه زمونږ خطاګانې وبخښي او هغه (جرم) چې تا مونږ په هغه مجبوره كړي وو، چې سحر دى او الله ډېر غوره او تل پاتې كېدونكى دى). [طه سورت: 72، 73 آیتونه].
او د شرک له ډولونو څخه د امید ساتلو شرک دی، لکه څوک چې له ژوندي مخلوق څخه چې حاضر وي او یا غائب د داسې یو څخه امید وساتي چې له الله پرته پرې بل څوک قادر نه وي او یا دا چې له مړو څخه د ستونزو د لرې کولو او د حاجتونو د رفع کولو او د قیامت په ورځ د سفارش کولو امید ولري، حق ذات لدې څخه خبر ورکوي چې مشرکانو ولې د خپلو معبودانو عبادت کاوه: {مَا نَعْبُدُهُمْ إِلاَّ لِيُقَرِّبُونَا إِلَى اللَّهِ زُلْفَى} (مونږ د دوى عبادت نه كوو مګر د دې لپاره چې دوى مونږ الله ته نژدې كړي) [الزمر سورت: 3 آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي: إِن تَدْعُوهُمْ لَا يَسْمَعُوا دُعَاءَكُمْ وَلَوْ سَمِعُوا مَا اسْتَجَابُوا لَكُمْ ۖ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكْفُرُونَ بِشِرْكِكُمْ ۚ وَلَا يُنَبِّئُكَ مِثْلُ خَبِيرٍ ) (كه تاسو دوى وبولئ، دوى ستاسو بلنه نه اوري او كه چېرې یې واورې، نو دوى ستاسو بلنه قبلولى نه شي او د قیامت په ورځ به دوى ستاسو په شریک جوړولو منكر شي او تا ته (بل څوک) خبر نشي دركولى د ښه خبرداره (الله) په شان). [فاطر سورت: 14 آيت]، او الله تعالی ښکاره کړه چې دا مشرکان هیڅ هم نه لري، الله تعالی فرمایلي دي: {قُلْ أَرَأَيْتُمْ شُرَكَاءكُمُ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ أَرُونِي مَاذَا خَلَقُوا مِنَ الأَرْضِ أَمْ لَهُمْ شِرْكٌ فِي السَّمَاوَاتِ أَمْ آتَيْنَاهُمْ كِتَابًا فَهُمْ عَلَى بَيِّنَةٍ مِّنْهُ بَلْ إِن يَعِدُ الظَّالِمُونَ بَعْضُهُم بَعْضًا إِلاَّ غُرُورًا} [(اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: آیا تاسو خپل شریكان لیدلي دي هغه چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ، تاسو ما ته وښیئ چې دوى له ځمكې څخه څه پیدا كړي دي، یا د دوى لپاره په اسمانونو كې څه شراكت (او برخه) شته؟ یا مونږ دوى ته څه كتاب وركړى دى، نو دوى له هغه نه په پاخه دلیل باندې (ولاړ) دي؟ بلكې ظالمان (چې دي) د دوى ځینې د ځینو نورو سره وعده نه كوي مګر د دوكې] [فاطر سورت: 40 آیت]، او د پيروانو په اړه الله تعالی فرمایلي دي چې هغوی ته به د قیامت په ورځ وویل شي: {ادْعُوا شُرَكَاءكُمْ فَدَعَوْهُمْ فَلَمْ يَسْتَجِيبُوا لَهُمْ وَرَأَوُا الْعَذَابَ لَوْ أَنَّهُمْ كَانُوا يَهْتَدُون} (تاسو خپل شریكان وبلئ، نو دوى به هغوى وبلي: نو هغوى به دوى ته هېڅ جواب ورنه كړي او دوى به عذاب وویني (او تمنا به وكړي چې) كاشكې واقعتًا دوى (په دنیا كې) هدایت موندلى وى) [القصص سورت: 64 آیت]. او هر هغه څه چې په قرآن کې د مشرکانو لخوا د خپلو معبودانو د بللو په اړه ذکر شوي دي د امید په شرک دلیل دی، الله تعالی فرمایلي دي: {لاَ جَرَمَ أَنَّمَا تَدْعُونَنِي إِلَيْهِ لَيْسَ لَهُ دَعْوَةٌ فِي الدُّنْيَا وَلاَ فِي الآخِرَةِ وَأَنَّ مَرَدَّنَا إِلَى اللَّهِ وَأَنَّ الْمُسْرِفِينَ هُمْ أَصْحَابُ النَّار} (حقه خبره دا ده چې یقینًا هغه (معبود) چې تاسو ما(د) هغه (عبادت) ته بلئ، د هغه لپاره خو نه په دنیا كې څه بلل شته او نه په اخرت كې او دا چې بېشكه زمونږ بېرته ورتلل خاص الله ته دي او دا چې يقينًا له حده تېرېدونكي، همدغه د اور ملګري دي) [غافر سورت: 43 آیت]. او که چېرته دوی باور نه درلوده چې دوی به ځواب ورکوي، نو د فرعون د کورنۍ مؤمن به ترې انکار نه و کړی.
او له ډولونو څخه یې سحر (جادو) دی، الله تعالی فرمایلي دي: {وَلَـكِنَّ الشَّيْاطِينَ كَفَرُواْ يُعَلِّمُونَ النَّاسَ السِّحْرَ وَمَا أُنزِلَ عَلَى الْمَلَكَيْنِ بِبَابِلَ هَارُوتَ وَمَارُوتَ وَمَا يُعَلِّمَانِ مِنْ أَحَدٍ حَتَّى يَقُولاَ إِنَّمَا نَحْنُ فِتْنَةٌ فَلاَ تَكْفُرْ} (او لېكن شيطانان كافر شوي وو، خلکو ته به يې جادو (سحر) ښوده او (دوى تابع شول) د هغه څه چې په بابل ښار كې په دوه ملايكو هاروت او ماروت نازل كړى شوى و او دغو دواړو به هيچا ته ښودنه نه كوله، مګر چې ويل به يې: اصل خبره دا ده چې مونږ يَوْ ازمېښت يو، نو ته مه كافر كېږه)، [البقرة سورت: 102 آیت]. وعن أبي هريرة رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: «اجْتَنِبُوا السَّبْعَ الموبِقَاتِ» قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، وَمَا هُنَّ؟ قَالَ: «الشِّرْكُ بِاللَّهِ، وَالسِّحْرُ، وَقَتْلُ النَّفْسِ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالحَقِّ، وَأَكْلُ الرِّبَا، وَأَكْلُ مَالِ اليَتِيمِ، وَالتَّوَلِّي يَوْمَ الزَّحْفِ، وَقَذْفُ المحْصَنَاتِ المُؤْمِنَاتِ الغَافِلَاتِ». ابوهریره - رضي الله عنه - له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه روایت کوي چې فرمایلي یې دي: «له اوو بربادوونکو ګناهونو څخه ځان وژغورئ،» هغوی وویل: ای د الله رسوله، هغه کوم دي؟ ویې فرمایيل: «په الله - تعالی - شرک کول، سحر، د هغه نفس وژل چې الله یې په ناحقه وژل حرام کړي دي، سود خوړل، د یتیم مال خوړل، د جنګ په ورځ له مېدان څخه تېښته کول، او په ساده، پاک لمنو مؤمنو ښځو د - زنا - تور پورې کول». بخاري (2766)، مسلم (89)، ابو داود (2874) او نسائي (3671) روایت کړی دی.
او له عمرو بن دینار څخه روایت دی، هغه له بجالة څخه اوریدلي دي چې عمرو بن اوس او أبو الشعثاء ته یې حدیث بیانوه، ویې ویل: زه د جزء بن معاویة سره - چې د احنف بن قیس کاکا دی - کاتب وم چې د عمر له مرګ څخه یو کال مخکې یې فرمان راغی ( پکې لیکلي و چې ) هر جادوګر ووژنئ...». ابوداود (3043)، عبدالرزاق (9972)، سعید بن منصور (2180)، او احمد (1657) روایت کړی دی.
او رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «مَنِ اقْتَبَسَ عِلْمًا مِنَ النُّجُومِ، اقْتَبَسَ شُعْبَةً مِنَ السِّحْرِ زَادَ مَا زَادَ». "څوک چې د نجومي علم څخه څه زده کړي، هغه د جادو یوه برخه زده کړې ده، څومره یې چې زده کړه زیاتیږي همغومره یې د سحر د زده کړې کچه هم ورسره زیاتیږي". ابوداود (3905)، ابن ماجه (3726)، ابن ابي شیبه (26159)، احمد (2000) او عبد بن حمید (714) روایت کړی دی.
او له ډولونو څخه یې: کوډګر او طالع لیدونکي دي؛ ځکه څوک چې د دې شیانو دعوه کوي هغه په غیبو د پوهیدو دعوه کوي، الله تعالی فرمایلي دي: {عَالِمُ الْغَيْبِ فَلاَ يُظْهِرُ عَلَى غَيْبِهِ أَحَدًا * (دى عالم الغیب (په غیبو عالم) دى، نو دى په خپلو غیبو باندې هیڅوك نه خبروي. إِلاَّ مَنِ ارْتَضَى مِن رَّسُولٍ فَإِنَّهُ يَسْلُكُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ رَصَدًا} مګر هغه چې كوم رسول يې خوښ شي (وحې ورته کوي د وحې پواسطه د ځیني مغیباتو خبر ورکړي)، نو بېشكه دغه (الله) د ده په مخ كې او د ده شا ته ساتونكي (څوكيداران) روانوي). [الجن سورت: 26، 27 آیتونه]. او له صفیه څخه روایت دی، هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم - له ځینو بیبیانو څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «مَنْ أَتَى عَرَّافًا فَسَأَلَهُ عَنْ شَيْءٍ، لَمْ تُقْبَلْ لَهُ صَلَاةٌ أَرْبَعِينَ لَيْلَةً». أخرجه مسلم (2230). "څوک چې کوډګر ته ورشي او د یو څه په اړه ترې پوښتنه وکړي بیا یې په هغه څه کې ریښتونی وګڼي چې هغه یې وایي، نو څلویښت ورځې به یې لمونځ قبول نه شي".
او له أبو هریرة او الحسن رضي الله عنهما څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «مَنْ أَتَى كَاهِنًا، أَوْ عَرَّافًا، فَصَدَّقَهُ بِمَا يَقُولُ؛ فَقَدْ كَفَرَ بِمَا أُنْزِلَ عَلَى مُحَمَّدٍ». «څوک چې کوډګر او یا فال بین ته ورشي او څه چې وایې په هغه کې یې ریښتونی وګڼي، نو پر هغه څه کافر شو چې پر محمد - صلی الله علیه وسلم - نازل شوی دی». احمد (۹۵۳۶) له ابوهریره او حسن څخه روایت کړی دی، او ابو داود (۳۹۰۴)، ترمذي (۱۳۵)، ابن ماجه (۶۳۹)، ابن ابي شیبه (۱۷۰۷۷) او اسحاق بن راهویه (۱۷۰۷۷) (482) او احمد (9290) د ابوهريره له حدیث څخه روايت کړي.
او مونږ پوهیږو چې د شرک له ډولونو څخه یو کوچنی شرک دی چې له دین څخه پرې څوک نه وځي، او نه یې خاوند په اور کې د تل لپاره پاتې کیږي، او نه هم ټول عملونه بربادوي، دا - شرک - ډیر ډولونه لري.
او لدې څخه په یو څه باندې فال نیول دي او تعریف یې داسې دی - لکه څرنګه چې په حدیث کې راغلي - هغه څه چې له امله یې ته یو کار مخته بوځې او یا ترې منع شې، الله تعالی فرمایلي دي: {فَإِذَا جَاءتْهُمُ الْحَسَنَةُ قَالُواْ لَنَا هَـذِهِ وَإِن تُصِبْهُمْ سَيِّئَةٌ يَطَّيَّرُواْ بِمُوسَى وَمَن مَّعَهُ أَلا إِنَّمَا طَائِرُهُمْ عِندَ اللّهُ وَلَـكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لاَ يَعْلَمُون} (نو كله چې به پر دوى خوشحالي راغله، ویل به يې: مونږ د همدې حقدار يو او كه چېرې پر دوى به څه تكلیف راغى، نو بدفالي به يې نيوله، په موسٰی او په هغه چا چې له هغه سره وو، خبردار! بېشكه خبره همدا ده چې د دوى بدفالي له الله سره ده او لېكن د دوى زیاتره نه پوهېږي) [الأعراف سورت: 131 آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي: {قَالُوا طَائِرُكُمْ مَعَكُمْ أَئِن ذُكِّرْتُم بَلْ أَنتُمْ قَوْمٌ مُّسْرِفُون} (دغو(پېغمبرانو) وویل: ستاسو بدفالي له هم تاسو سره ده، ایا نو كه تاسو ته پند دركړى شي (نو تاسو دغه ته بدفالي وایئ؟) بلكې تاسو له حده تېرېدونكى قوم یئ) [يس سورت: 19 آیت]. او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «لَا عَدْوَى وَلَا طِيَرَةَ، وَلَا هَامَةَ وَلَا صَفَرَ». «له یو انسان څخه بل ته د ناروغۍ انتقالیدل، بدفالي، د صفر په میاشت بدفالي، او په شوپرک مرغۍ بدفالي نشته». بخاري (5707)، مسلم (2220) او ابوداود (3911) روایت کړی.
او له عروة بن عامر رضي الله عنه څخه روایت دی وایې: د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په وړاندې بدفالي یاده شوه نو ویې فرمایل: «أَحْسَنُهَا الْفَأْلُ، وَلَا تَرُدُّ مُسْلِمًا، فَإِذَا رَأَى أَحَدُكُمْ مَا يَكْرَهُ فَلْيَقُل: اللَّهُمَّ لَا يَأْتِي بِالْحَسَنَاتِ إِلَّا أَنْتَ، وَلَا يَدْفَعُ السَّيِّئَاتِ إِلَّا أَنْتَ، وَلَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِكَ». «او تر ټولو غوره یې نیک فال نیول دي، او له مسلمان څخه څه نه اړوي، نو کله چې یو ستاسو څخه داسې څه ولیدل چې نه یې خوښېدل نو داسې دي ووایي: ای الله د نیکیو توفیق نه ورکوي مګر ته، او له بدیو څخه ژغورل نه کوي مګر ته، او له یو حال څخه بل ته اوړیدل او ځواک نشته مګر پر تاباندې». ابو داود (3919)، ابن ابي شیبه په المصنف (26920) او الادب (162) کې او الخلال (1405) کې روایت کړی دی.
وعن عبد الله بن عمرو رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «مَنْ رَدَّتْهُ الطِّيَرَةُ مِنْ حَاجَةٍ، فَقَدْ أَشْرَكَ»، قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، مَا كَفَّارَةُ ذَلِكَ؟ قَالَ: «أَنْ يَقُولَ أَحَدُهُمْ: اللَّهُمَّ لَا خَيْرَ إِلَّا خَيْرُكَ، وَلَا طَيْرَ إِلَّا طَيْرُكَ، وَلَا إِلَهَ غَيْرُكَ». او له عبد الله بن عمرو - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې: رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «چا لره چې بد فال نیونې له اړتیا څخه یې راوګرځاوه، نو شرک یې وکړ، هغوی وویل: ای د الله رسوله، د دې کفاره څه ده؟ هغه وفرمایل: (کفاره یې دا ده ) چې ووایي: ای الله، ستا له خیر پرته بل هیڅ خیر نشته، او ستا له نیک مرغۍ پرته بله نیک مرغي نشته او ستا پرته بل معبود نشته». ابن وهب په الجامع کې (658)، احمد (7045) کې روایت کړی، او دا لفظ د هغه دی، طبراني په الکبیر (14622) کې، او ابن السني په "عمل الیوم واللیلة" کې روایت کړی دی. (۲۹۲).
او لدې څخه د بندونو (تعویذونو) ځړول دي، فعن أبي بشير الأنصاري رضي الله عنه «أَنَّهُ كَانَ مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم فِي بَعْضِ أَسْفَارِهِ، قَالَ عَبْدُ اللَّهِ: حَسِبْتُ أَنَّهُ قَالَ: وَالنَّاسُ فِي مَبِيتِهِمْ، فَأَرْسَلَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم رَسُولًا: أَنْ لَا يَبْقَيَنَّ فِي رَقَبَةِ بَعِيرٍ قِلَادَةٌ مِنْ وَتَرٍ، أَوْ قِلَادَةٌ إِلَّا قُطِعَتْ». د أبو بشیر الأنصاري - رضي الله عنه - څخه روایت دی « چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم- سره په ځینو سفرونو کې و، عبد الله ویلي دي: ګمان کوم چې هغه ویلي: او خلک په خپلو کورونو کې وو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم یو استازی ولیږه چې: د هیڅ اوښ په غاړه کې - د نظر د مخنیوي په خاطر - ځړول شوی بند پرې نږدې او نه هیڅ کوم بل بند یا تعویذ مګر دا چې پرې یې کړي». بخاري (3005)، مسلم (2115) او ابوداود (2552) روایت کړی.
او له عبد الله - رضی الله عنه -څخه روایت دی وایې: له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه مې اوریدلي دي چې ویل یې: «إِنَّ الرُّقَى، وَالتَّمَائِمَ، وَالتِّوَلَةَ شِرْكٌ». "په یقني توګه چې - شرکي - دمونه، بندونه، او تعویذونه شرک دی". ابو داود (3883)، ابن ماجه (3530)، معمر په الجامع (20343)، ابن ابی شیبه (23924) او احمد (3615) روایت کړی دی.
او نبي - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «مَنْ تَعَلَّقَ شَيْئًا وُكِلَ إِلَيْهِ». «چا چې کوم شی وځړاوه همغه ته وروسپارل شو». ترمذي (2072)، ابن ابي شیبه په المصنف (23923)، او مسند (786) او احمد (18781) روایت کړی دی.
او - د شرک له ډولونو څخه - لږه ځان ښودنه (ریا) ده، خو هغه څوک چې زړه یې له ځان ښودنې ( ریا کارۍ ) څخه ډک وي او داسې شي چې له نیت،ایمان او ویرې پرته نیک کارونه کوي، نو دا سوچه منافق دی او عمل یې برباد او پرې مردود دی او ورڅخه نه منل کیږي،الله تعالی فرمایلي دي: (فَمَن كَانَ يَرْجُو لِقَاءَ رَبِّهِ فَلْيَعْمَلْ عَمَلًا صَالِحًا وَلَا يُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِ أَحَدًا) (نو هغه څوک چې د خپل رب د ملاقات هلیه لري، نو هغه دې نېک عمل وكړي او د خپل رب په عبادت كې دې هیڅوک نه شریكوي). [الكهف سورت: 110 آیت]، او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «قَالَ اللهُ تبارك وتعالى: أَنَا أَغْنَى الشُّرَكَاءِ عَنِ الشِّرْكِ، مَنْ عَمِلَ عَمَلًا أَشْرَكَ فِيهِ مَعِي غَيْرِي، تَرَكْتُهُ وَشِرْكَهُ». «الله تبارک و تعالی فرمایلي دي: زه د شریکانو تر ټولو غني یم، نو څوک چې یو کار وکړي، په هغه کې بل څوک زما سره شریک کړي؛ زه به هغه کس او د هغه شرک ورپریږدم». مسلم (2985) روایت کړی دی.
او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «إِنَّ أَوَّلَ النَّاسِ يُقْضَى يَوْمَ الْقِيَامَةِ عَلَيْهِ رَجُلٌ اسْتُشْهِدَ، فَأُتِيَ بِهِ فَعَرَّفَهُ نِعَمَهُ فَعَرَفَهَا، قَالَ: فَمَا عَمِلْتَ فِيهَا؟ قَالَ: قَاتَلْتُ فِيكَ حَتَّى اسْتُشْهِدْتُ، قَالَ: كَذَبْتَ، وَلَكِنَّكَ قَاتَلْتَ؛ لِأَنْ يُقَالَ: جَرِيءٌ، فَقَدْ قِيلَ، ثُمَّ أُمِرَ بِهِ فَسُحِبَ عَلَى وَجْهِهِ حَتَّى أُلْقِيَ فِي النَّارِ، وَرَجُلٌ تَعَلَّمَ الْعِلْمَ، وَعَلَّمَهُ وَقَرَأَ الْقُرْآنَ، فَأُتِيَ بِهِ فَعَرَّفَهُ نِعَمَهُ فَعَرَفَهَا، قَالَ: فَمَا عَمِلْتَ فِيهَا؟ قَالَ: تَعَلَّمْتُ الْعِلْمَ، وَعَلَّمْتُهُ، وَقَرَأْتُ فِيكَ الْقُرْآنَ، قَالَ: كَذَبْتَ، وَلَكِنَّكَ تَعَلَّمْتَ الْعِلْمَ لِيُقَالَ: عَالِمٌ، وَقَرَأْتَ الْقُرْآنَ؛ لِيُقَالَ: هُوَ قَارِئٌ، فَقَدْ قِيلَ، ثُمَّ أُمِرَ بِهِ فَسُحِبَ عَلَى وَجْهِهِ حَتَّى أُلْقِيَ فِي النَّارِ، وَرَجُلٌ وَسَّعَ اللهُ عَلَيْهِ، وَأَعْطَاهُ مِنْ أَصْنَافِ الْمَالِ كُلِّهِ، فَأُتِيَ بِهِ فَعَرَّفَهُ نِعَمَهُ فَعَرَفَهَا، قَالَ: فَمَا عَمِلْتَ فِيهَا؟ قَالَ: مَا تَرَكْتُ مِنْ سَبِيلٍ تُحِبُّ أَنْ يُنْفَقَ فِيهَا إِلَّا أَنْفَقْتُ فِيهَا لَكَ، قَالَ: كَذَبْتَ، وَلَكِنَّكَ فَعَلْتَ؛ لِيُقَالَ: هُوَ جَوَادٌ، فَقَدْ قِيلَ، ثُمَّ أُمِرَ بِهِ فَسُحِبَ عَلَى وَجْهِهِ، ثُمَّ أُلْقِيَ فِي النَّارِ». «د قيامت په ورځ به تر ټولو لومړى د هغه چا په اړه قضاوت وشي چې شهيد شوى وي، نو هغه به راوستلی شي او نعمتونه به یې وروپېژندل شي، نو وبه یې پیژني، وایې: نو څه دې پکې کړي دي؟ هغه به ووایي: ستا په لاره کې وجنګیدم تر دې چې شهید شوم، فرمایي: دروغ دې وویل: مګر د دې لپاره جنګیدلی وې چې وویل شي: زړور دی، نو دا وویل شو، بیا به پرې امر وشي او پړمخه به کش کړای شي تر دې چې په اور کې وغورځول شي. او یو بل سړی چې زده کړه یې کړي وي او نورو ته یې ښودلې وي او قرآن یې لوستلی وي، نو هغه به راوستل شي، نعمتونه به یې وروپیژني، نو وبه یې پیژني، ورته به ووایي: چې څه دې پکې کړي دي؟ هغه به ووایي: علم مې زده کړ او نورو ته مې وښوده او ستا لپاره مې قرآن لوستلی دی، وبه وایي: دروغ دې وویل: مګر علم دې د دې لپاره زده کړی و چې عالم درته وویل شي او قرآن دې د دې لپاره لوستلی و چې قاري درته وویل شي، نو دا درته وویل شول، بیا به پرې امر وشي نو پړمخه به کش کړای شي تر دې چې اورته وغورځول شي، او بل سړی چې الله پرې پراخي راوستي وي او له هر ډول مالونو څخه یې ورکړي وي، نو هغه به راوستل شي او نعمتونه به یې وروپیژندل شي نو وبه یې پیژني، وایې: نو څه دې پکې کړي دي؟ هغه به ووایي: هیڅ داسې لار مې نده پریښې چې ته یې خوښوې مګر دا چې ستا لپاره مې پکې لګښت کړی دی، (ورته به ) ووایي: مګر دا کار دې د دې لپاره کړی دی چې سخی درته وویل شي، نو درته وویل شو، بیا به پرې امر وشي نو پړمخه به کش کړل شي بیا به اور ته وغورځول شي». مسلم (1905)، ترمذي (2382)، او نسائي (3137) روایت کړی دی.
او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «مَنْ سَمَّعَ سَمَّعَ اللَّهُ بِهِ، وَمَنْ يُرَائِي يُرَائِي اللَّهُ بِهِ». "څوک چې په پټه یو کار وکړي بیا یې خلکو ته د شهرت په خاطر ووایي، الله به یې - د قیامت - په ورځ رسوا کړي، او څوک چې ځان ښودنه وکړي، او د خلکو په خاطر یو کار وکړي نو الله به یې د قیامت په ورځ راز افشا کړي». بخاري (۶۴۹۹)، مسلم (۲۹۸۷) او ابن ماجه (۴۲۰۷) روایت کړی دی.
او له ابن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «مَنْ سَمَّعَ النَّاسَ بِعَمَلِهِ، سَمَّعَ اللَّهُ بِهِ سَامِعَ خَلْقِهِ، وَحَقَّرَهُ وَصَغَّرَهُ». «څوک چې په پټه یو کار وکړي بیا یې خلکو ته د شهرت په خاطر ووایي، الله به یې - د قیامت - په ورځ له خپلو مخلوقاتو څخه هر اوریدونکي ته رسوا کړي، سپک او ذلیل به یې کړي». ابن المبارك په الزھد (141) كي، ابن ابي شيبه (36448)،او هناد په الزھد (872) كي، او احمد (6509) په الزھد (238) كي روايت كړى دى.
وعن أبي موسى رضي الله عنه قَالَ: جَاءَ رَجُلٌ إِلَى النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، مَا القِتَالُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ؟ فَإِنَّ أَحَدَنَا يُقَاتِلُ غَضَبًا، وَيُقَاتِلُ حَمِيَّةً، فَرَفَعَ إِلَيْهِ رَأْسَهُ -قَالَ: وَمَا رَفَعَ إِلَيْهِ رَأْسَهُ إِلَّا أَنَّهُ كَانَ قَائِمًا- فَقَالَ: «مَنْ قَاتَلَ لِتَكُونَ كَلِمَةُ اللَّهِ هِيَ العُلْيَا، فَهُوَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ عز وجل». او له أبو موسی - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې: رسول الله - صلی الله علیه وسلم - ته یو سړی راغی نو ویې وییل: ای د الله رسوله ، د الله په لار کې جنګیدل څه دي؟ ځکه زمونږ څخه ځینې د غصې له امله جنګیږي او ځینې د ملاتړ په خاطر، نو سر یې ورته راپورته کړ- وایې: او سر ورته راپورته نه کړ مګر د دې لپاره چې هغه ولاړ و، نو ویې فرمایل: « څوک چې د دې لپاره وجنګیده چې د الله کلمه لوړه شي، نو هغه د الله تعالی په لار کې دی». بخاري (123)، مسلم (1904)، ابوداود (2517)، ترمذي (1646)، نسائي (3136) او ابن ماجه (2783) روايت کړی دی.
او مونږ پوهیږو چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - د رازونو شرک بللی دی. فعن محمود بن لبيد قال: قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم: «إِيَّاكُمْ إِيَّاكُمْ وَشِرْكَ السَّرَائِرِ»، قَالُوا: وَمَا شِرْكُ السَّرَائِرِ؟ قَالَ: «أَنْ يَقُومَ أَحَدُكُمْ يُزَيِّنُ صَلَاتَهُ جَاهِدًا؛ لِيَنْظُرَ النَّاسُ إِلَيْهِ، فَذَلِكَ شِرْكُ السَّرَائِرِ». له محمود بن لبید څخه روایت دی وایې: رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «ځان وساتئ، ځان وساتئ د رازونو له شرک څخه» هغوی وویل: او د رازونو شرک څه دی؟ هغه وفرمایل: « چې ستاسو څخه یو کس پاڅیږي ښایسته لمونځ وکړي او کوښښ پکې وکړي؛ تر څو ورته خلک وګوري، نو دا د رازونو شرک دی». ابن ابي شیبه (۸۴۸۹)، ابن خزیمه (۹۳۷)، طبرانی په الکبیر (۴۳۰۱) او بیهقی په سنن الکبری (۳۶۲۹) او الشعب (۲۸۷۲) کې روایت کړی دی.
او رسول الله صلی الله ښکاره کړه چې ځان ښودنه ډیر یو پټ عمل دی او دا چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - ترې په خپل امت باندې له مسیح الدجال څخه زیات ویریده، لکه چې فرمایي: «أَلَا أُخْبِرُكُمْ بِمَا هُوَ أَخْوَفُ عَلَيْكُمْ عِنْدِي مِنَ الْمَسِيحِ الدَّجَّالِ؟»، قَالَ: قُلْنَا: بَلَى، فَقَالَ: «الشِّرْكُ الْخَفِيُّ، أَنْ يَقُومَ الرَّجُلُ يُصَلِّي، فَيُزَيِّنُ صَلَاتَهُ، لِمَا يَرَى مِنْ نَظَرِ رَجُلٍ». "آیا زه تاسو ته نه خبر درنکړم چې زه پرې له مسیح الدجال نه زیات پر تاسو ویریږم؟" هغه وایې: مونږ وویل: "هو" هغه وفرمایل: " پټ شرک دی، چې یو سړی پاڅیږي او د دې لپاره ښایسته لمونځ وکړي چې یو سړی ورته ګوري". ابن ماجه (4204)، احمد (11252)، حنبل بن اسحاق په الفتن کې (30) او طبري (1117) په تهذیب الآثار کې روايت کړی دی.
او له کوچني شرک څخه دا هم دي چې انسان په خپل عمل سره یوازې دنیوي اراده ولري، الله تعالی فرمایلي دي: {مَن كَانَ يُرِيدُ حَرْثَ الآخِرَةِ نَزِدْ لَهُ فِي حَرْثِهِ وَمَن كَانَ يُرِيدُ حَرْثَ الدُّنْيَا نُؤتِهِ مِنْهَا وَمَا لَهُ فِي الآخِرَةِ مِن نَّصِيب} (هر هغه څوك چې د اخرت فصل غواړي، نو مونږ به د ده لپاره د ده په فصل كې زیاتوالى وكړو او هر هغه څوك چې د دنیا فصل غواړي (نو) مونږ به ده ته له دغې (دنیا) نه څه وركړو او د ده لپاره به په اخرت كې هېڅ برخه نه وي) [الشورى سورت: 20 آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي: {مَن كَانَ يُرِيدُ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا وَزِينَتَهَا نُوَفِّ إِلَيْهِمْ أَعْمَالَهُمْ فِيهَا وَهُمْ فِيهَا لاَ يُبْخَسُون} (هر څوك چې (داسې) وي چې دنيايي ژوند او د ده ښايست غواړي (،نو) مونږ به په همدې (دنیا) كې هغو ته د خپلو عملونو بدله پوره وركړو، په داسې حال كې چې له دوى نه به په دې (دنیا) كې څه كمولى نشي) [هود سورت: 15 آیت]. دا د لوی شرک او کوچني شرک تر منځه یو حالت دی، په څومره کچه چې د بنده په زړه کې ځای ونیسي، حق ذات فرمایلي دي: {مَّن كَانَ يُرِيدُ الْعَاجِلَةَ عَجَّلْنَا لَهُ فِيهَا مَا نَشَاء لِمَن نُّرِيدُ ثُمَّ جَعَلْنَا لَهُ جَهَنَّمَ يَصْلاهَا مَذْمُومًا مَّدْحُورًا} (هغه څوك چې داسې وي چې دنیا غواړي (نو) مونږ به هغه ته په دې كې هغه څه په تلوار وركړو چې مونږ يې غواړو، د هغه چا لپاره چې مونږ يې اراده وكړو، بیا مونږ د هغه لپاره جهنم مقرر كړو چې دى به هغه ته ننوځي، په داسې حال كې چې ملامت كړى شوى، شړل شوى به وي) [الإسراء سورت: 18 آیت].
وعن أبي موسى رضي الله عنه قال: جَاءَ رَجُلٌ إِلَى النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم، فَقَالَ: الرَّجُلُ يُقَاتِلُ لِلْمَغْنَمِ، وَالرَّجُلُ يُقَاتِلُ لِلذِّكْرِ، وَالرَّجُلُ يُقَاتِلُ لِيُرَى مَكَانُهُ، فَمَنْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ؟ قَالَ: «مَنْ قَاتَلَ لِتَكُونَ كَلِمَةُ اللَّهِ هِيَ العُلْيَا فَهُوَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ»، او له أبو موسی - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې: رسول الله - صلی الله علیه وسلم - ته یو سړی راغی نو ویې وییل: یو سړی د غنیمت لپاره جنګیږی، یو سړي د شهرت لپاره جنګیږي او یو سړی په راتلونکي د یو مقام لپاره جنګیږي، نو څوک د الله په لار کې دی؟ وایې: « څوک چې د دې لپاره وجنګیده چې د الله کلمه لوړه شي، نو هغه د الله تعالی په لار کې دی». بخاري (2810)، مسلم (1904)، ابو داود (2517) او نسائي (3136) روایت کړی دی. او رسول الله (صلی الله علیه وسلم) هغه چاته بد دعایي وکړه چې ټول هم او غم یې یوازې دنیا وي، له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایې: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «تَعِسَ عَبْدُ الدِّينَارِ، وَالدِّرْهَمِ، وَالقَطِيفَةِ، وَالخَمِيصَةِ، إِنْ أُعْطِيَ رَضِيَ، وَإِنْ لَمْ يُعْطَ لَمْ يَرْضَ». «د دینار بنده دې پړمخه پریوځي او د درهم او قطيفة (: يو ډول تور لباس دی چې ځانګړې نخښې لري، او خمیصه : وریښمین لباس) یعنې هغه انسان چې په لباس یې زړه بایللی وي، که چېرته څه ورکړل شو خوشحالیږي او که ورنکړل شو نه خوشحالیږي». بخاري (2886) او ابن ماجه (4135) روایت کړی دی.
او د شرک له ډولونو د یو سړي دا وینا چې: هغه څه چې الله وغواړي او ته یې وغواړې او دې ته ورته الفاظ: له ابن عباس - رضی الله عنهما - څخه روایت دی چې یو سړي نبي - صلی الله علیه وسلم - ته وویل: څه چې الله وغواړي او ته یې وغواړي، رسول اله - صلی الله علیه وسلم - ورته وویل: «أَجَعَلْتَنِي وَاللَّهَ عَدْلًا، بَلْ مَا شَاءَ اللَّهُ وَحْدَهُ»، «آیا زه دې الله تعالی سره برابر وګڼلم، بلکه هغه څه چې یوازې الله یې وغواړي»، ابن ابي شیبه (27227)، احمد (1839)، بخاري په الادب المفرد (783) کې، ابن ابی الدنیا په الصمت کې (342) اوباغندي په امالیه (36) کې روایت کړی دی. او دې ته ورته د هغوی دا وینا هم ده چې: دا ستا او الله نه کیږي . او که چېرته الله او فلانکی نه و نو داسې به نه و شوي.
او له ډولونو څخه یې : له الله پرته په بل څه قسم یادول دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «مَنْ كَانَ حَالِفًا فَلَا يَحْلِفْ إِلَّا بِاللَّهِ، فَكَانَتْ قُرَيْشٌ تَحْلِفُ بِآبَائِهَا، فَقَالَ: لَا تَحْلِفُوا بِآبَائِكُمْ». "څوک چې قسم خوري، نو له الله پرته دې قسم نه کوي، ځکه قريشو به په خپلو پلرونو قسمونه کول، نو ویې ويل: په خپلو پلرونو قسم مه کوئ". بخاري (3836)، مسلم (1646) او نسائي (3764) روایت کړی. او له ابن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «مَنْ حَلَفَ بِغَيْرِ اللَّهِ فَقَدْ كَفَرَ، أَوْ أَشْرَكَ». «څوک چې له الله پرته په بل څه قسم وکړي؛ هغه کفر یا شرک کړی دی». ترمذي (1535)، احمد (6072)، ابو عوانه (6401) او حاکم (7895) روايت کړی دی.