پدې پوهیږو چې هغه څه چې په الله تعالی له ایمان سره په ټکر کې دي هغه په الله تعالی باندې کفر کول دي او هغه کوچنی او لوی کفر دی، کوم چې لوی کفر دی نو هغه د ایمان له اصل سره په ټکر کې دی او کوچنی کفر یې له بشپړوالی سره په ټکر کې دی، لوی کفر له ملت ( دین ) څخه خارجوونکی دی او الله تعالی یې خاوند نه په عوض سره بخښي او نه له عوض پرته، الله تعالی فرمایلي دي: {وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الإِسْلاَمِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِين} (او څوك چې له اسلام نه غېر (بل) دین غواړي، نو هېڅكله به هم له ده نه قبول نه كړى شي او دغه كس په اخرت كې له تاوانیانو څخه دى) [آل عمران سورت: 85 آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي: {إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ وَمَاتُواْ وَهُمْ كُفَّارٌ فَلَن يُقْبَلَ مِنْ أَحَدِهِم مِّلْءُ الأرْضِ ذَهَبًا وَلَوِ افْتَدَى بِهِ أُوْلَـئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ وَمَا لَهُم مِّن نَّاصِرِين} (بېشكه هغه كسان چې كافر شوي دي او په داسې حال كې مړه شول چې كافران وو، نو كله به هم قبول نه كړى شي د هغوى له هېڅ یو تن نه ډكه ځمكه سره زر اګر كه هغه يې د ځان خلاصي په بدل كې وركړي، دغه كسان، د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى او د دوى لپاره به هیڅوك مدد كوونكي نه وي) [آل عمران سورت: 91 آیت]، او حق ذات فرمایلي دي: {وَاتَّقُواْ يَوْماً لاَّ تَجْزِي نَفْسٌ عَن نَّفْسٍ شَيْئاً وَلاَ يُقْبَلُ مِنْهَا شَفَاعَةٌ وَلاَ يُؤْخَذُ مِنْهَا عَدْلٌ وَلاَ هُمْ يُنصَرُون} (او له هغې ورځې نه ووېرېږئ چې هېڅ يو نفس به د بل نفس هېڅ په كار نه راځي او نه به له هغه نه څه سپارش قبلېږي او نه به له هغه نه څه (مالي) بدله اخيستل كېږي او نه به له هغوى سره مدد كېږي). [البقرة سورت: 48 آیت]. او کفر د ټولو عملونو بربادوونکی دی، حق ذات فرمایلي دي: { وَمَن يَكْفُرْ بِالإِيمَانِ فَقَدْ حَبِطَ عَمَلُهُ وَهُوَ فِي الآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِين} (او څوك چې له ایمان نه انكار وكړي، نو یقینًا د هغه عمل برباد شو او هغه به په اخرت كې له تاوانیانو څخه وي). [المائدة سورت: 5 آیت]، او له ابن عباس - رضي الله عنهما څخه - د الله تعالی د دې - قول په اړه راغلي دي { وَمَن يَكْفُرْ بِالإِيمَانِ فَقَدْ حَبِطَ عَمَلُهُ} (او څوك چې له ایمان نه انكار وكړي، نو یقینًا د هغه عمل برباد شو)، فرمایي: «الله تعالی خبر ورکړی دی چې ایمان ټینګه رسۍ ده او دا چې هغه هیڅ عمل نه قبلوي مګر پدې سره، او جنت نه حراموي مګر په هغه چا چې دا یې پریښی دی». طبري تفسیر (3/113) او (9/593). ابن أبي حاتم په التفسير کې روایت کړی دی (1307)، خو د الله تعالی د دې وینا په تفسیر کې چې فرمایلي دي: {فَإِنْ آمَنُواْ بِمِثْلِ مَا آمَنتُم بِهِ }.
او کافر به تل د ابد لپاره په اور کې وي، الله تعالی فرمايلي دي: {إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ وَظَلَمُواْ لَمْ يَكُنِ اللّهُ لِيَغْفِرَ لَهُمْ وَلاَ لِيَهْدِيَهُمْ طَرِيقا * إِلاَّ طَرِيقَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا وَكَانَ ذَلِكَ عَلَى اللّهِ يَسِيرًا} (بېشكه هغه كسان چې كفر يې كړى دى او ظلم يې كړى دى، الله داسې نه دى چې دوى به وبخښي او نه دا چې دوى به پر نېغه لار روان كړي، مګر پر لار د جهنم، چې دوى به په هغه كې تل ترتله وي او دا (كار) الله ته ډېر اسان دى). [النساء سورت: 168، 169 آیتونه].
او لوی کفر ډولونه لري چې الله تعالی ترې په خپل کتاب کې خبر ورکړی دی، او لدې - خبرې - څخه یې یادونه کړې ده چې د کافرانو کفر کله د ضد له امله وي، الله تعالی فرمایلي دي: {قَدْ نَعْلَمُ إِنَّهُ لَيَحْزُنُكَ الَّذِي يَقُولُونَ فَإِنَّهُمْ لاَ يُكَذِّبُونَكَ وَلَكِنَّ الظَّالِمِينَ بِآيَاتِ اللّهِ يَجْحَدُون} (بېشكه مونږ پوهېږو چې یقینًا حقیقت دا دى چې تا هغه خبره خامخا غمجنوي، چې دوى يې وايي، نو یقینًا دوى تا دروغجن نه ګڼي او لېكن دغه ظالمان د الله له آیتونو نه انكار كوي). [الأنعام سورت: 33 آیت]، حق ذات فرمایلي دي: {وَمَا يَجْحَدُ بِآيَاتِنَا إِلاَّ كُلُّ خَتَّارٍ كَفُور} (او زمونږ له ایتونو (دلیلونو) نه انكار نه كوي مګر هر هغه چې ډېر عهد ماتوونكى، ډېر ناشكره دي) [لقمان سورت: 32 آیت]، او الله تعالی فرمایلي : {وَجَحَدُوا بِهَا وَاسْتَيْقَنَتْهَا أَنفُسُهُمْ ظُلْمًا وَعُلُوًّا فَانظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِين} (او دوى له دغو (معجزو) نه انكار وكړ، د ظلم او سركشۍ په وجه، حال دا چې د دوى نفسونو په دغو یقین كړى و، نو ته وګوره د فساد كوونكو انجام څنګه و). [النمل سورت: 14 آیت].
او کله هم د منلو او له حق څخه د سرغړونې له امله وي، الله تعالی د ابلیس په اړه فرمایلي دي چې د کافرانو امام دی: {وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلاَئِكَةِ اسْجُدُواْ لآدَمَ فَسَجَدُواْ إِلاَّ إِبْلِيسَ أَبَى وَاسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ الْكَافِرِين} (او كله چه مونږ ملايكو ته وويل: ادم ته سجده وكړئ، نو هغوى سجده وكړه لیکن ابليس نه، هغه انكار وكړ او تكبر يې وكړ، او هغه و له كافرانو نه) [البقرة سورت: 34 آیت]. او نوح فرمایلي دي: {وَإِنِّي كُلَّمَا دَعَوْتُهُمْ لِتَغْفِرَ لَهُمْ جَعَلُوا أَصَابِعَهُمْ فِي آذَانِهِمْ وَاسْتَغْشَوْا ثِيَابَهُمْ وَأَصَرُّوا وَاسْتَكْبَرُوا اسْتِكْبَارًا} (او بېشكه زه چې هر وارې دوى د دې لپاره راوبلم چې ته دوى وبخښې (نو) دوى خپلې ګوتې په خپلو غوږونو كې ننباسي او په خپلو جامو سره ځان (مخ) پټ كړي او په كفر باندې) اصرار (او همېشه والى) كوي او لويي كوي ډېر غټه لويي). [نوح سورت: 7 آیت].
او کله هم کفر د دروغ ګڼلو له امله وي، لکه څرنګه چې الله تعالی د مخکنیو امتونو په اړه فرمایلي دي: {كَدَأْبِ آلِ فِرْعَوْنَ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ كَذَّبُواْ بِآيَاتِنَا فَأَخَذَهُمُ اللّهُ بِذُنُوبِهِمْ وَاللّهُ شَدِيدُ الْعِقَاب [حال د دوی په شان د حال د فرعونیانو دی او د هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو، چې زمونږ ایتونه به يې دروغ ګڼل، نو الله هغوى د خپلو ګناهونو په سبب ونیول او الله ډېر سخت عذاب وركوونكى دى] [آل عمران سورت: 11 آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي: {بَلِ الَّذِينَ كَفَرُواْ يُكَذِّبُون} (بلكې هغه كسان چې كافران شوي دي؛ هغوى تكذیب كوي) [الانشقاق سورت: 22 آیت]. او توپیر نه کوي که دا دروغ ګڼل په ژبه وي او یا په زړه سره، حق ذات د منافقانو په اړه فرمایلي دي: {أَلَمْ تَر إِلَى الَّذِينَ نَافَقُوا يَقُولُونَ لإِخْوَانِهِمُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَئِنْ أُخْرِجْتُمْ لَنَخْرُجَنَّ مَعَكُمْ وَلاَ نُطِيعُ فِيكُمْ أَحَدًا أَبَدًا وَإِن قُوتِلْتُمْ لَنَنصُرَنَّكُمْ وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُون} (آیا تا نه دي كتلي هغو كسانو ته چې منافقان شوي دي، دوى خپلو هغو وروڼو ته چې په اهل كتابو كې كافران شوي دي؛ وايي: قسم دى كه تاسو ووېستل شئ (نو) خامخا ضرور به مونږ هم له تاسو سره وځو او ستاسو په باره كې به د هیچا خبره هیڅكله هم ونه منو او كه چېرې له تاسو سره جنګ شروع كړى شي (نو) مونږ به خامخا ضرور ستاسو مدد كوو او الله ګواهي وركوي چې بېشكه دوى یقینًا دروغجن دي) [الحشر سورت: 11 آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي: {إِذَا جَاءكَ الْمُنَافِقُونَ قَالُوا نَشْهَدُ إِنَّكَ لَرَسُولُ اللَّهِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ إِنَّكَ لَرَسُولُهُ وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَكَاذِبُون} [(اى نبي!) كله چې تا ته منافقان راشي (نو) دوى وايي: مونږ شاهدي وركوو چې بېشكه ته یقینًا د الله رسول يې او الله پوهېږي چې ته بېشكه (او) یقینًا د هغه رسول يې او الله شاهدي وركوي چې بېشكه منافقان یقینًا دروغ ویونكي دي] [المنافقون سورت: 1 آیت].
او کله هم کفر د شک او ګمان کولو له امله وي، چې هغه د حق په اړه زړه نازړه وي، په بیا راژوندي کېدو کې او الله تعالی سره په ملاقات کولو کې شکمن وي، الله تعالی د باغ له خاوند څخه د خبر ورکولو په موخه فرمایلي دي چې هغه وویل: {وَمَا أَظُنُّ السَّاعَةَ قَائِمَةً وَلَئِن رُّدِدتُّ إِلَى رَبِّي لأَجِدَنَّ خَيْرًا مِّنْهَا مُنقَلَبًا} (او زه ګمان نه كوم چې قیامت قايمېدونكى دى او قسم دى كه (بالفرض) زه خپل رب ته بوتلى شوم، نو خامخا هرومرو به زه له دې (باغ) نه غوره د بېرته ورتلو ځاى ومومم) [الكهف سورت: 36 آیت]، چې هغه ته یې خپل مؤمن ملګري وویل: أَكَفَرْتَ بِالَّذِي خَلَقَكَ مِن تُرَابٍ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍ ثُمَّ سَوَّاكَ رَجُلاً} (ایا ته په هغه ذات سره كفر كوې چې ته يې له خاورو پیدا كړې، بیا يې له نطفې نه، بیا يې ته سړى برابر كړې) [الكهف سورت: 37 آیت].
او کله هم کفر د سپکو سپورو او ملنډي وهلو له امله وي، لکه څرنګه چې الله تعالی له کافرانو څخه د خبر ورکولو په موخه فرمایلي دي: {وَلَقَدِ اسْتُهْزِئَ بِرُسُلٍ مِّن قَبْلِكَ فَحَاقَ بِالَّذِينَ سَخِرُوا مِنْهُم مَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِؤُون} (او یقینًا یقینًا له تا نه په مخكې رسولانو پورې استهزا ګانې شوي دي، نو هغو كسانو لره چې په دوى پورې يې مسخرې كړې وې؛ هغه شي راګېر كړل چې دوى به په هغه پورې استهزا كوله) [الأنعام سورت: 10 آیت]، او الله تعالی د نوح علیه السلام د قوم او د هغوی د ملنډو وهلو څخه د خبر ورکولو په موخه فرمایلي دي: {وَيَصْنَعُ الْفُلْكَ وَكُلَّمَا مَرَّ عَلَيْهِ مَلأٌ مِّن قَوْمِهِ سَخِرُواْ مِنْهُ قَالَ إِن تَسْخَرُواْ مِنَّا فَإِنَّا نَسْخَرُ مِنكُمْ كَمَا تَسْخَرُون} (او هغه (نوح) بېړۍ جوړوله، په داسې حال كې چې كله به هم په ده باندې د ده له قوم څه مشران تېرېدل (نو) په ده پورې به يې مسخرې كولې، هغه وویل: كه تاسو په مونږ پورې مسخرې كوئ، نو بېشكه مونږ به هم په تاسو پورې مسخرې وكړو، لكه څنګه چې تاسو مسخرې كوئ) [هود سورت: 38 آیت].
او کله هم کفر د الله تعالی - له لارې - څخه د مخ اړولو او د نورو د مخنیوي کولو له امله وي، الله تعالی د کافرانو له مخ اړولو څخه د خبر ورکولو په موخه فرمایلي دي: {أَمِ اتَّخَذُوا مِن دُونِهِ آلِهَةً قُلْ هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ هَذَا ذِكْرُ مَن مَّعِيَ وَذِكْرُ مَن قَبْلِي بَلْ أَكْثَرُهُمْ لاَ يَعْلَمُونَ الْحَقَّ فَهُم مُّعْرِضُون} (ایا دوى له هغه (الله) نه پرته نور معبودان نیولي دي، ته ووایه: تاسو خپل پوخ دلیل راوړئ، دا (وحي) د هغه چا نصیحت دى چې زما سره دي او د هغه چا نصیحت دى چې له ما نه مخكې تېر شوي دي، بلكې د دوى (كافر) اكثره خلق حق نه پېژني، نو دوى مخ ګروځونكي دي) [الأنبياء سورت: 24 آیت]، او د لوی شان او شوکت خاوند چې د نیکو نومونو لرونکی دی فرمایلي دي: {مَا خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا إِلاَّ بِالْحَقِّ وَأَجَلٍ مُّسَمًّى وَالَّذِينَ كَفَرُوا عَمَّا أُنذِرُوا مُعْرِضُون} (مونږ اسمانونه او ځمكه او هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي، نه دي پیدا كړي مګر په حقه او په ټاكلې مودې سره او كافران شوي كسان له هغه (قرآن) نه چې دوى پرې وېرولى شي، مخ ګرځوونكي دي) [الأحقاف سورت: 3 آیت].
او کله هم کفر حق سره د کینې درلودلو له امله وي، الله تعالی فرمایلي دي: {ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ كَرِهُوا مَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُم} (دا ځكه چې یقینًا دوى هغه (قرآن) بد ګڼلى دى چې الله نازل كړى دى، نو هغه (الله) د دوى عملونه برباد كړل) [محمد سورت: 9 آیت].
او پدې پوهیږو چې د کفر له ډولونو څخه یو له لوی کفر نه په ټېټه مرتبه کې کفر دی، چې هغه کوچنی کفر دی او د ایمان له اصل سره په ټکر کې ندی، خو د بشپړتیا سره يې په ټکر کې دي، او خاوند یې په اور کې د تل لپاره نه پاتې کیږي، او ټول عملونه هم نه بربادوي، چې دا کفر ډیر ډولونه لري:
لدې څخه د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - دا وینا ده: «سِبَابُ المسْلِمِ فُسُوقٌ، وَقِتَالُهُ كُفْرٌ»، "مسلمان ته کنځلې کول فسق(نافرماني) دی او ورسره جنګ کول کفر دی". بخاري (48)، مسلم (64)، ترمذي (1983)، نسائي (4108)، او ابن ماجه (69) روایت کړی دی. او د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول: «دوه ډوله خلک دي چې د کفر نښانې پکې دي: د چا په نسب کې خبرې کول، او مړي ویر کول». مسلم (67) روايت کړی دی. او د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - دا وینا: «لَا تَرْجِعُوا بَعْدِي كُفَّارًا، يَضْرِبُ بَعْضُكُمْ رِقَابَ بَعْضٍ». «زما څخه وروسته کافران مه ګرځئ، چې یو د بل څټونه وهئ». بخاري (121)، مسلم (65)، نسائي (4131)، او ابن ماجه (3942) روایت کړی دی.
نو دا کفر له دین څخه ویستونکی ندی، او نه یې خاوند په اور کې د تل لپاره پاتې کیږي؛ ځکه چې الله تعالی په خپل منځ کې جګړه کوونکي مؤمنان سره ورونه بللي دي، الله تعالی فرمایلي دي: {وَإِن طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا} (او كه په مومنانو كې دوه ډلې په خپل مینځ كې جنګ شروع كړي، نو تاسو د دغو دواړو په مینځ كې سوله (روغه) وكړئ)، [الحجرات سورت: 9 آیت]، نو مؤمنان یې ورته وویل پداسې حال کې چې دوی سره جنګیږي، او د اهل سنتو امام؛ امام احمد رحمه الله چې کله لدې حدیثونو څخه یو شمېر حدیثونه او دې ته ورته حدیثونه یې ذکر کړل وفرمایل: « او دا حدیثونه چې «ثلاث من كن فيه فهو منافق» یعنې درې نخښې دي چې په چا کې وي هغه منافق دی، په کوم شدت سره چې راغلي دي، همداسې یې روایتوو، او نه یې تفسیروو... او داسې نور حدیثونه هم - پدې شرط - چې صحیح ثابت شوي او حفظ شوي وي نو مونږ ورته غاړه ږدو، که څه هم چې تفسیر یې معلوم نه وي او پدې کې خبرې نه کیږي، او نه یې په اړه له چا سره جګړه کیږي او دا حدیثونه نه تفسیر کیږي مګر په هغه ډول چې راغلي دي». شرح أصول اعتقاد أهل السنة والجماعة (1/ 182).