او مونږ پدې پوهیږو چې هغه څه چې د ایمان ضد دی: هغه په الله - تعالی - کفر کول دي.
او کفر دوه ډوله دی: لوی او کوچنی، لوی کفر له ملت ( اسلام ) څخه ویستونکی دی او الله تعالی به یې خاوند له عذاب څخه ونه ژغوري؛ نه د عوض په مقابل کې او نه له عوض پرته، او دا ډول کفر د انسان ټول عملونه بربادوي او کافر تل د ابد لپاره په اور کې دی، خو کوچنی کفر د ایمان د بشپړ ایمان ضد عمل دی.
او مونږ پوهیږو چې لوی کفر ډولونه لري چې الله تعالی ترې خپل کتاب کې خبر ورکړی دی، او یادونه یې کړې ده چې د کافرانو کفر کله د هغوی د انکار له امله وي او کله هم د حق د مخنیوي او تکبر له امله، کله د دروغ ګڼلو له امله. او په ژبه او زړه د دروغ ګڼلو تر منځه هیڅ توپیر نشته، کله هم د دوی کفر د شک او ګمان له امله وي، یعنې دا چې د حق په اړه زړه نازړه وي. او د بیا راپورته کیدو او الله تعالی سره د مخ کېدو په اړه شک کوونکی وي او کله هم بد رد وایي او ملنډي وهي، او کله هم د الله تعالی له حقې لارې څخه مخ اړوي او نور ورڅخه منع کوي او کله هم د دوی کفر له حق سره د کینې له امله وي.
او پدې پوهیږو چې د کفر ځینې ډولونه هغه دي چې د لوی کفر څخه لاندې وي، چې هغې ته تر ټولو کوچنی کفر وایي، او د ایمان د اصل سره تضاد نه لري، خو د ایمان د بشپړتیا سره په ټکر کې دی، مګر خاوند یې د تل لپاره په اور کې نه پاتې کیږي، او نه یې ټول عملونه بربادیږي، دا کفر ډیر ډولونه لري.
له ډولونو څخه یې: د مسلمان سره جګړه کول، دا هغه کفر دی چې له ملت ( اسلام ) څخه څوک نه باسي او نه یې خاوند په اور کې د تل لپاره پاتې کیږي، ځکه چې الله تعالی په خپل منځ کې سره جګړه کوونکي مؤمنان ورونه وبلل، نو مسلمانان یې ورته وویل پداسې حال کې چې دوی له یو بل سره جنګیږي.
او مونږ پوهیږو چې هغه څه چې په الله تعالی باندې د ایمان سره تضاد لري: د لوی الله سره شرک کول دي - حال دا چې دا ډیر لوی ظلم دی - او شرک ټول عملونه باطلوي، او الله مشرک نه بخښي که چيرته له توبې پرته مړ شي، او که مړ شي او توبه ونکړي. نو جنت پرې حرام دی او د هغه ځای دوزخ دی چې د تل لپاره به پکې اوسېږي.
او الله تعالی شرک باطل کړ او په مشرکانو یې د هغوی شرک وغماوه، او - باطلو - معبودانو لره د هغوی د نیولو فساد یې- ښکاره کړ، او دا چې هغه - بتان دوی ته - نه ګټه رسوي او نه تاوان، نو - الله تعالی - کله د دې وضاحت کوي چې دا برخه وال نه اوري او که چېرته واوري نو هغه چاته جواب نه شي ورکولی چې بلنه ورکوي، او کله هم حق ذات بیانوي چې دا برخه وال نه ګټه رسولی شي او نه تاوان، نه د مرګ اختیار لري او نه د ژوندي کولو او کله هم حق ذات بیانوي چې دا معبودان - چې له الله پرته یې عبادت کیږي، له هغه چا نه ډیر ناقص او کم دي چې د دوی عبادت کوي (انسانان) ؛ ځکه چې دوی تللای نه شي او نه څوک د سزا ورکو لپاره رانیولی شي؛ نه څه اوري او نه څه ګوري او کله هم الله تعالی د دې معبودانو ناتوانايي او کمزوري ښایي او کله هم پرې الله د فقر او کمښت حکم کوي او دا چې دوی د یوې ذرې په اندازه د څه شي بشپړه واکمني او اختیار نه لري او نه لدې څخه په کوم شي کې برخه لري، او هیڅ شی داسې نشته چې د الله - پاک - سره د هغه په کارونو کې مرسته وکړي او نه د هغه په وړاندې سفارش کولی شي. او کله هم حق او سپېڅلی ذات بیانوي چې د الله تعالی سره د بل معبود شتون عقل نه مني او شتون یې ناشونی او د شریعت له اړخه باطل دی.
او مونږ پوهیږو چې لوی شرک زیات ډولونه لري:
لکه: چې د الله - تعالی - سره د هغه په ربوبیت، ( پالنه او تربیه کول )پیدا کولو، واکمنۍ، رزق ورکولو او چارسمبالوونې کې شریک وګرځول شي او حق ذات دا - خبره - هم بیان کړه چې هغه پاک ذات په پیدا کولو او واکمنۍ کې یوازې دی.
او د - شرک له ډولونو - څخه دا هم دي : چې بنده الله تعالی ته د زوی درلودلو نسبت وکړي، چې - په حقیقت کې - الله رب العزت ډیر لوړ دی لدې کارونو څخه.
او د - شرک له ډولونو څخه - په ستورو باور لرل او د هغوی عبادت کول دي، او له جملې څخه - دا هم - چې په ستورو باندې باران وغوښتل شي او دا باور لرل چې رزق راجلبوي.
او د - شرک له ډولونو څخه - دا دي چې د الله - تعالی - سره د هغه په نومونو او صفتونو کې شریک وګرځول شي، لکه د هغه چا په شان چې ګمان کوي یو څوک له الله پرته په غیبو پوهیږي. او هغه چاته سخت ګواښ شوی چې خپل ځان او یا بل څوک د الله - تعالی - له نومونو څخه په داسې یو نوم ونوموي چې له الله پرته بل چا سره نه ښایي لکه «الله» او «الرحمن».
او د - شرک له ډولونو دا باور لرل دي چې له مخلوقاتو څخه یو څوک په الهي کمال سره یادول کیږي، او یا دا چې یو څوک په هر څه قادر دی، څنګه داسې کیدی شي؟ - حال دا چې - الله تعالی د بنده ګانو او له هغه پرته د عبادت کونکو بشپړه نیمګړتیا څرګنده کړې ده.
او د شرک له ډلونو څخه د الله تعالی سره نور معبودان ګرځول دي.
او لدې څخه دا دي چې ټول او یا یوه برخه د عبادت له الله تعالی پرته بل چاته وشي.
او لدې څخه: له الله پرته بل چا ته د نږدې کېدو په موخه ذبح کول، لکه هغه څوک چې بتانو ته قرباني کوي او يا یې مړي ته د نږدې کېدو لپاره کوي.
او لدې څخه: له الله پرته بل چا ته نذر وړاندې کول، حال دا چې نذر د الله تعالی عبادت دی او له الله پرته یې بل چا ته کول ناروا دي؛ لدې امله، الله تعالی د هغه مؤمنانو ستاینه کړې ده چې په نذر وفا کوي.
او لدې څخه: له الله پرته په بل چا پناه غوښتل.
او د شرک له ډولونو څخه له الله - تعالی - پرته له بل چا څخه مرسته غوښتل دي په هغه څه کې چې له الله تعالی پرته یې بل څوک نه شي کولی، او یا له الله پرته بل څوک رابلل.
او د شرک له ډولونو څخه : له الله پرته د بل چا پیروي کول دي او الله تعالی د دې - خبرې - یادونه کړې ده چې اهل کتابو خپل عالمان او پیران له الله پرته مالکان د حل او د حرمت نیولي وو چې ځیني شیان ورته روا کوي او هغه څه پرې حراموي چې الله تعالی حلال کړي دي.
او د شرک له ډولونو څخه په لمانځه، رکوع، سجده او طواف کې شرک کول دي؛ داسې چې د دې عبادتونو کول له الله پرته بل چا ته روا ندي، او الله تعالی خپل خلیل - علیه السلام - ته امر کړی دی چې کور یې - بیت الله - طواف کوونکو، اعتکاف کوونکو، رکوع کوونکو او سجده کوونکو لپاره پاک کړي او الله تعالی د دې - خبرې - یادونه هم کړې ده چې د هغه له عبادت څخه سرغړونه نه کوي مګر کبرجن خلک او الله - تعالی - یادونه وکړه چې ټول مخلوقات الله تعالی ته سجده کوي.
او د شرک له ډولونو څخه په هغه څه پریکړه کول دي چې الله تعالی نه وي نازل کړی، همدا رنګه له الله پرته بل چاته پریکړه وړل لکه څرنګه به چې اهل کتابو او نورو کول؛ چې الله تعالی لره یې شریکان ګرځولي وو، قوانین به یې ورته جوړول، چې - د دوی دا کار به - کله کفر و ، کله ظلم او کله هم بې لارېتوب و.
او د شرک له ډولونو څخه د محبت شرک دی، چې یو سړی چا سره داسې مینه ولري چې عاجزي، تعظیم او خضوع ورسره وي.
او د شرک له ډولونو څخه؛ د ویرې او ډار شرک دی، چې له مخلوق څخه داسې ویره ولري چې خضوع، عاجزي او تعظیم ورسره وي، لکه داسې ویره ورڅخه ولري چې کوم مصیبت به پرې نازل کړي او یا به ترې کومه ښېګڼه منع کړي او یا دا چې د هغه له خاطره واجب پریږدي، او یا هغه ته د نږدې کېدو په خاطره حرام کار تر سره کړي او حق ذات - جل جلاله - بیان کړه چې د هغه اولیاء له الله پاک پرته له بل چا څخه نه ویریږي.
او د شرک له ډولونو څخه د امید ساتلو شرک دی، لکه څوک چې له ژوندي مخلوق څخه چې حاضر وي او یا غائب د داسې یو څخه امید وساتي چې له الله پرته پرې بل څوک قادر نه وي او یا دا چې له مړو څخه د ستونزو د لرې کولو او د حاجتونو د رفع کولو او د قیامت په ورځ د سفارش کولو امید ولري.
او د شرک له ډولونو څخه: سحر دی.
او ورڅخه فال لیدنه او د غیبو وینا ده، ځکه چې څوک یې دعوه کوي هغه په غیبو د پوهیدو دعوه کوي.
او مونږ پدې پوهیږو چې د شرک له ډولونو څخه یو کوچنی شرک دی چې له دین څخه پرې څوک نه وځي، او د ایمان له اصل سره په ټکر کې ندی، بلکه د ایمان د بشپړتیا سره په ټکر کې دی او خاوند یې په اور کې د تل لپاره نه پاتې کیږي، او نه هم ټول عملونه بربادوي، دا - شرک - ډیر ډولونه لري.
او لدې څخه په یو څه باندې (طیرة: شوم سپیروالي ته وایې) بد فالي نیول دي او تعریف یې داسې دی - لکه څرنګه چې په حدیث کې راغلي - هغه څه چې له امله یې ته یو کار مخته بوځې او یا ترې منع شې(۱).
او لدې څخه د بندونو تړل دي.
او لدې څخه لږه ځان ښودنه (ریا) ده، خو هغه څوک چې زړه یې له ځان ښودنې ( ریا کارۍ ) څخه ډک وي او داسې شي چې له نیت،ایمان او ویرې پرته نیک کارونه کوي، نو دا سوچه منافق دی او عمل یې برباد او پرې مردود دی او ورڅخه نه منل کیږي، او رسول الله - صلی الله علیه وسلم - پټ شرک بللی دی او رسول الله صلی الله علیه وسلم - دا خبره - بیان کړې ده چې ریا ډیره پټه ده او دا چې هغه - صلی الله علیه وسلم - به له ریا څخه په خپل امت له دجال څخه زیات ویرېده.
او د شرک له ډولونو څخه یو دا دی چې انسان په خپل عمل(عمل صالح) سره د دنیا اراده وکړي او دا شرک د انسان په زړه کې حالت ته په لیدو کله لوی او کله کوچنی ګرځي.
او لدې څخه تنجیم ( ستور پېژندنه ده ) په ستورو کې له غیبو وینا کول، او د ستورو پوهنه د انسان زړه ته په لیدو کله لوی او کله کوچنی شرک ګرځي.
او لدې څخه د یو سړي وینا چې: هغه څه چې الله وغواړي او ته یې وغواړې او یا دې ته ورته الفاظ.
او لدې څخه: له الله پرته په بل چا قسم خوړل.
او مونږ پدې پوهیږو چې هغه څه چې په الله تعالی له ایمان سره ټکر لري هغه نفاق دی کوم چې د اسلام ښکاره کول او د کفر پټول دي او - دوه ډوله دی ـ لوی او کوچنی او نفاق کفر دی، چې په الله کفر وکړي او له هغه پرته د بل چا عبادت وکړي او په ډاګه اسلام ښکاره کوي، لکه د هغه منافقانو په څېر چې د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - په زمانه کې وو، او لوی نفاق له اسلام څخه ویستونکی دی او مونږ د الله تعالی په ګواهۍ سره ګواهي ورکوو چې منافقان د ایمان راوړلو په دعوه کې دروغجن دي.
او له منافق انسان څخه به الله تعالی هیڅ څیز قبول نه کړي تر څو یې له عذاب څخه وژغوري، نه د عوض په مقابل کې او نه له عوض پرته -او منافق انسان که چېرته په نفاق باندې مړ شو- نو ورتګ یې اور ته دی چې تل به پکې وي.
او مونږ پوهیږو چې لوی نفاق هغه دی چې خاوند یې له حق سره کینه لري او بد یې ګڼي، او د اسلام او مسلمانانو په ماتې خوړلو خوشحالیږي او کله چې د اسلام بریا وګوري افسوس او واویلا کوي، او کله هم له ایمان څخه وروسته کفر وي، او حق ته له فیصلې وړلو مخ اړوونکی وي، او په الله تعالی بد ګمانه وي چې هغه به د خپل نبي صلی الله علیه وسلم او د هغه د دین مرسته ونه کړي او د حق او حقپرستو پورې ملنډي وهي، کنځلې او تمسخر پرې کوي، - او مسلمانانو پسې اشاره کوونکی وی - او له مؤمنانو سره دوکه کوي او په خپلو عملونو سره ځان ښودنه کوي.
او الله تعالی خپل پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - او مؤمنانو ته امر كړی دی چې له منافقانو سره وجنګېږي.
او مونږ پوهیږو چې کوچنی نفاق له اسلام څخه خارجوونکی ندی او نه عمل بربادوي، او نه یې خاوند په اور کې د تل لپاره پاتې کیږي، او نه د ایمان د اصل سره په ټکر کې دی، خو د - ایمان - له بشپړتیا سره په ټکر کې دی. نفاق څلور نخښې لري - دا نخښې - چې په چا کې وي هغه منافق دی او که لدې څلورو خویونو څخه یو په چا کې وي نو په هغه کې به د نفاق یو خوی وي تر څو یې چې پریښي نه وي: کله چې خبرې کوي دروغ وایي، کله چې وعده وکړي؛ وعده خلافي کوي، کله چې تړون وکړي خیانت کوي او کله چې جنګ وکړي نو سپکې سپورې وایي.
او بدعت ټوله ګمراهي ده.
او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی مونږ ته دین پوره کړی دی او پر مونږ یې نعمت بشپړ کړی دی. او هغه څه چې د ایمان د کمال سره تضاد لري هغه په دین کې بدعت دی، او مونږ پوهیږو چې الله تعالی له ځانځانۍ او مخالفت څخه منع فرمایلې ده.
او مونږ پوهیږو چې د قبرونو تعظیم او له پاسه پرې ودانۍ جوړول له بدعتونو څخه دي، او کله هم دا عمل شرک ته رسیږي، او له بدعت څخه پدې هېله د نیکانو انځورول دي چې له مرګ نه وروسته یې ورپسې اقتدا وکړي.
او مونږ پوهیږو چې له ناوړه بدعتونو څخه یو بدعي جشنونه جوړول او یا له کفارو سره د هغوی په اخترونو کې ګډون کول دي.
او پدې پوهیږو چې له ناوړه بدعتونو څخه: له هغه شي څخه د برکت تمه لرل دي چې الله تعالی د برکت لپاره سبب نه وي ګرځولی، او دا -کار- کله د شرک لپاره وسیله هم ګرځي.