وسیله الله ته نزدیکت دی په هر هغه څه چې الله ته خوښ وي د واجب او مستحب څخه.
او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی خپلو بندګانو ته په دعا کولو امر کړی دی، او ورسره یې د قبلولو ژمنه کړې ده، الله تعالی فرمایلي دي: {وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِين} (او ستاسې رب ویلي: له ما څخه دعا وغواړئ زه به ستاسو دعا قبوله کړم، یقینا هغه کسان چې لویي کوي زما له عبادت څخه خامخا به جهنم ته ذلیل (خوار) ننوځي). [غافر سورت : 60 آیت]، هغه پاک ذات چې نومونه یې سپیڅلې دي فرمایلي: (وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ ۖ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ ۖ فَلْيَسْتَجِيبُوا لِي وَلْيُؤْمِنُوا بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ) (او كله چې زما په باره كې له تا نه زما بنده ګان پوښتنه وكړي، نو یقینًا زه نږدې یم، د دعا كوونكي دعا قبلوم كله چې له ما نه دعا وغواړي، پس دوى دې زما حكم ومني، او پر ما دې ایمان راوړي، د دې لپاره چې دوى سمه لار ومومي). [البقرة سورت: 186 آیت].
او مونږ پوهیږو چې الله تعالی ته د هغه په نیکو نومونو او لوړو صفتونو سره وسیله کیږي، الله تعالی فرمایلي دي: {وَلِلّهِ الأَسْمَاء الْحُسْنَى فَادْعُوهُ بِهَا وَذَرُواْ الَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِي أَسْمَآئِهِ سَيُجْزَوْنَ مَا كَانُواْ يَعْمَلُون} (او خاص د الله لپاره تر ټولو ښكلي نومونه دي، نو تاسو الله په دغو (نومونو) سره بلئ او هغه كسان پرېږدئ چې د هغه په نومونو كې الحاد (كوږوالى) كوي، ژر به هغوى ته د هغو عملونو بدله (سزا) وركړى شي چې هغوى به كول). [الأعراف سورت: 180 آیت]، او الله تعالی فرمايي: {قُلِ ادْعُواْ اللّهَ أَوِ ادْعُواْ الرَّحْمَـنَ أَيًّا مَّا تَدْعُواْ فَلَهُ الأَسْمَاء الْحُسْنَى وَلاَ تَجْهَرْ بِصَلاَتِكَ وَلاَ تُخَافِتْ بِهَا وَابْتَغِ بَيْنَ ذَلِكَ سَبِيلا} (ته (دوى ته) ووایه: تاسو الله بلئ، یا تاسو رحمٰن بلئ، هر یو (نوم) يې چې وبلئ، نو خاص د هغهٔ لپاره دي تر ټولو ښكلي نومونه او ته (قراءت د) خپل لمونځ ډېرپه لوړ اواز مه کوه او نه ډېر په ټیټ اواز او د دې دواړو په مینځ كې (منځنۍ) لار ولټوه). [الإسراء سورت: 110 آیت].
لدې امله د أنبیاوو او رسولانو علیهم السلام په ډیرو دعاګانو کې الله تعالی ته د هغه نیک نومونه وسیله شوي دي لکه څرنګه چې الله تعالی د آدم او د هغه له ښځې څخه د خبر ورکولو په موخه فرمایلي دي چې هغوی دواړو وویل: (رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنفُسَنَا وَإِن لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ) (اې زمونږه ربه! مونږ پر خپلو ځانونو ظلم كړى دى او كه چېرې ته مونږ ونه بخښې او پر مونږ رحم ونه كړې (، نو) مونږ به خامخا لازمًا له تاوانیانو څخه شو) [الأعراف سورت: 23 آیت]، او خلیل - علیه السلام - فرمایلي دي: {رَبِّ اجْعَلْنِي مُقِيمَ الصَّلاَةِ وَمِن ذُرِّيَّتِي رَبَّنَا وَتَقَبَّلْ دُعَاء} (ای ربه زما! ما پر لمانځه همېشنی (پابندي کوونکی) وګرځوه، او زما له اولادې هم، ای ربه زمونږ! زما دعا قبوله کړه). [إبراهيم سورت: 40 آیت]، او موسی علیه السلام فرمایی: {رَبِّ اغْفِرْ لِي وَلأَخِي وَأَدْخِلْنَا فِي رَحْمَتِكَ وَأَنتَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِين} [(موسٰی) وویل: اى زما ربه! ته ما ته بخښنه وكړه او زما ورور ته او مونږ په خپل رحمت كې داخل كړه او ته تر ټولو لوى مهربان يې] [الأعراف سورت: 151 آیت].
لکه څرنګه چې وسیله په الله تعالی په ایمان سره کیږي، الله تعالی فرمایلي: {رَبَّنَا آمَنَّا بِمَا أَنزَلَتْ وَاتَّبَعْنَا الرَّسُولَ فَاكْتُبْنَا مَعَ الشَّاهِدِين} (اى زمونږه ربه! مونږ ایمان راوړى دى په هغه څه چې تا نازل كړي دي او مونږ د رسول تابعداري كړې ده، نو ته مونږه (د حق) له ګواهي كوونكو سره ولیكه) [آل عمران سورت: 53 آیت].
او توسل په نیک عمل سره کیږي، لکه څرنګه چې د هغه دریو نفرو په کیسه کې راغلي دي کله چې پرې غار وتړل شو، فعن عبدالله بن عمر رضي الله عنهما قال: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: «انْطَلَقَ ثَلَاثَةُ رَهْطٍ مِمَّنْ كَانَ قَبْلَكُمْ حَتَّى أَوَوا المَبيتَ إِلَى غَارٍ، فَدَخَلُوهُ، فَانْحَدَرَتْ صَخْرَةٌ مِنَ الجَبَلِ، فَسَدَّتْ عَلَيْهِمُ الغَارَ، فَقَالُوا: إِنَّهُ لَا يُنْجِيكُمْ مِنْ هَذِهِ الصَّخْرَةِ إِلَّا أَنْ تَدْعُوا اللَّهَ بِصَالِحِ أَعْمَالِكُمْ، فَقَالَ رَجُلٌ مِنْهُمْ: اللَّهُمَّ، كَانَ لِي أَبَوَانِ شَيْخَانِ كَبِيرَانِ، وَكُنْتُ لَا أَغْبِقُ قَبْلَهُمَا أَهْلًا، وَلَا مَالًا، فَنَأَى بِي فِي طَلَبِ شَيْءٍ يَوْمًا، فَلَمْ أُرِحْ عَلَيْهِمَا حَتَّى نَامَا، فَحَلَبْتُ لَهُمَا غَبُوقَهُمَا، فَوَجَدْتُهُمَا نَائِمَيْنِ، وَكَرِهْتُ أَنْ أَغْبِقَ قَبْلَهُمَا أَهْلًا أَوْ مَالًا، فَلَبِثْتُ وَالقَدَحُ عَلَى يَدَيَّ، أَنْتَظِرُ اسْتِيقَاظَهُمَا حَتَّى بَرَقَ الفَجْرُ، فَاسْتَيْقَظَا، فَشَرِبَا غَبُوقَهُمَا، اللَّهُمَّ إِنْ كُنْتُ فَعَلْتُ ذَلِكَ ابْتِغَاءَ وَجْهِكَ، فَفَرِّجْ عَنَّا مَا نَحْنُ فِيهِ مِنْ هَذِهِ الصَّخْرَةِ، فَانْفَرَجَتْ شَيْئًا لَا يَسْتَطِيعُونَ الخُرُوجَ»، قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم: «وَقَالَ الآخَرُ: اللَّهُمَّ كَانَتْ لِي بِنْتُ عَمٍّ، كَانَتْ أَحَبَّ النَّاسِ إِلَيَّ، فَأَرَدْتُهَا عَنْ نَفْسِهَا، فَامْتَنَعَتْ مِنِّي حَتَّى أَلَمَّتْ بِهَا سَنَةٌ مِنَ السِّنِينَ، فَجَاءَتْنِي، فَأَعْطَيْتُهَا عِشْرِينَ وَمِائَةَ دِينَارٍ عَلَى أَنْ تُخَلِّيَ بَيْنِي وَبَيْنَ نَفْسِهَا، فَفَعَلَتْ حَتَّى إِذَا قَدَرْتُ عَلَيْهَا، قَالَتْ: لَا أُحِلُّ لَكَ أَنْ تَفُضَّ الخَاتَمَ إِلَّا بِحَقِّهِ، فَتَحَرَّجْتُ مِنَ الوُقُوعِ عَلَيْهَا، فَانْصَرَفْتُ عَنْهَا، وَهِيَ أَحَبُّ النَّاسِ إِلَيَّ، وَتَرَكْتُ الذَّهَبَ الَّذِي أَعْطَيْتُهَا، اللَّهُمَّ إِنْ كُنْتُ فَعَلْتُ ابْتِغَاءَ وَجْهِكَ، فَافْرُجْ عَنَّا مَا نَحْنُ فِيهِ، فَانْفَرَجَتِ الصَّخْرَةُ غَيْرَ أَنَّهُمْ لَا يَسْتَطِيعُونَ الخُرُوجَ مِنْهَا»، قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم: «وَقَالَ الثَّالِثُ: اللَّهُمَّ إِنِّي اسْتَأْجَرْتُ أُجَرَاءَ، فَأَعْطَيْتُهُمْ أَجْرَهُمْ غَيْرَ رَجُلٍ وَاحِدٍ تَرَكَ الَّذِي لَهُ وَذَهَبَ، فَثَمَّرْتُ أَجْرَهُ حَتَّى كَثُرَتْ مِنْهُ الأَمْوَالُ، فَجَاءَنِي بَعْدَ حِينٍ، فَقَالَ: يَا عَبْدَ اللَّهِ، أَدِّ إِلَيَّ أَجْرِي، فَقُلْتُ لَهُ: كُلُّ مَا تَرَى مِنْ أَجْرِكَ مِنَ الإِبِلِ وَالبَقَرِ وَالغَنَمِ وَالرَّقِيقِ، فَقَالَ: يَا عَبْدَ اللَّهِ، لَا تَسْتَهْزِئ بِي، فَقُلْتُ: إِنِّي لَا أَسْتَهْزِئُ بِكَ، فَأَخَذَهُ كُلَّهُ، فَاسْتَاقَهُ، فَلَمْ يَتْرُكْ مِنْهُ شَيْئًا، اللَّهُمَّ فَإِنْ كُنْتُ فَعَلْتُ ذَلِكَ ابْتِغَاءَ وَجْهِكَ، فَافْرُجْ عَنَّا مَا نَحْنُ فِيهِ، فَانْفَرَجَتِ الصَّخْرَةُ، فَخَرَجُوا يَمْشُونَ». له عبد الله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه مې اوریدلي دي چې وییل یې: «ستاسو څخه وړاندې د دریو نفرو یوه ډله روانه شوه تر دې چې یو غار ته یې شپه ورسوله، نو ورننوتل - پدې وخت کې - له غره څخه یوه تیږه راوښوېدله او غار یې پرې بند کړ، دوی وویل: تاسو لدې تیږې څخه تر هغه پورې نه شئ ژغورل کیدلی تر څو چې الله - تعالی - په خپلو نیکو عملونو سره راونه بلئ، نو لدوی څخه یو سړي وویل: ای الله، ما مور او پلار درلودل چې ډیر زاړه وو، نو ما به لدوی څخه مخکې د شپې لخوا هیچا ته لومړی شیدې نه ورکولې؛ نه اولادونو ته او نه مال ته - له مال څخه یې موخه پدې کار زیات ټینګار دی - نو یوه ورځ د یو څه په لټه کې راباندې ناوخته شو، دومره ناوخته شو چې کله راغلم نو دوی ویده شوي وو، نو دوی ته مې د دوی اوښه ولوشله - کله چې راغلم - ګورم چې دواړه ویده دي، نو ما ناسمه وګڼله چې له دوی څخه وړاندې خپلو اولادونو او مالونو ته د شپې لخوا شیدې ورکړم، نو همداسې ورته انتظار پاتې شوم تر څو دوی روایښ شي پداسې حال کې چې د شیدو لوښی مې په لاس کې و، تر دې چې سهار راوخوت، نو راپاڅېدل او خپلې شېدې یې وڅښلې، نو ای الله که چېرته ما دا کار ستا د رضا لپاره کړی وي، نو دغه سختي راڅخه لرې کړه چې مونږ پکې بند پاتې یو، نو تیږه یو څه ډډه شوه خو ترې راوتلی نه شول» رسول الله - صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «او بل وویل: ای الله زما یوه د کاکا لور وه، ماته ډیره ګرانه وه، نو له هغې څخه مې - د زنا - غوښتنه وکړه، خو هغې زما مخنیوی وکړ تر دې چې له کلونو څخه پرې یو سخت کال راغی نو ماته راغله - ما یو سل او شل دیناره ورکړل تر څو د هغې سره د یو ځای کېدلو اجازه راکړي ، نو ویې منله، تر دې چې کله وربرابر شوم، نو هغې وویل: زه اجازه نه درکوم چې مهر مات کړې مګر په حق سره ( یعنې د الله نه وویریږه او بکارت په ناروا توګه له منځه مه وړه) نو له هغې سره له یو ځای کېدلو څخه مې ځان وساته او ترې روان شوم حال دا چې ډیره زیاته مې خوښېدله او هغه سره زر مې چې ورکړي وو هغه - مې - پرېښودل، نو ای الله ! که چېرته مې - دا کار - ستا د رضا لپاره کړی وي، نو دغه ستونزه راڅخه لرې کړه چې مونږ پکې - راګیر - یو، رسول الله - صلی الله علیه وسلم - وفرمایل: « او دریم سړي وویل: ای الله ما څه خلک په مزدورۍ نیولي وو، نو د هغوی مزدوري مې ورکړه پرته له یو سړي څخه چې خپله برخه یې پرېښوده او لاړ، نو د هغه په مزد مې ورته پانګونه وکړه تر دې چې ډیر مال ترې جوړ شو، نوموړی یو څه موده وروسته راغی، او ویې وویل: ای د الله بنده! هغه زما مزدوري راکړه، ما ورته وویل: ټول دا څه چې ګورې له اوښانو، غواګانو، مېږو او غلامانو څخه، دا ټوله ستا مزدوري ده، هغه راته وویل: ای د الله بنده، پر ما ملنډې مه وهه، ما ورته وویل: زه پر تا ملنډې نه وهم، نو ټول یې واخستل روان یې کړل او هیڅ یې ترې پرې نښودل، نو ای الله که چېرته مې هغه کار ستا د رضا لپاره کړی وي نو له دغه ستونزې څخه مو وژغوره چې پکې راګیر یو، نو تیږه لرې شوه، او دوی راووتل روان شول». بخاري (2272) او مسلم (2743) روایت کړی دی.
او الله ته توسل په ډول ډول عبادتونو ترسره کیږي، چې ترټولو مهم یې دعا ده، لکه څرنګه چې الله تعالی د خپلو پيغمبرانو په اړه فرمایلي دي: {إِنَّهُمْ كَانُوا يُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَيَدْعُونَنَا رَغَبًا وَرَهَبًا ۖ وَكَانُوا لَنَا خَاشِعِينَ) (بېشكه دوى (نبیان داسې) وو چې په نېكیو كې به يې تلوار كاوه او مونږ به يې بللو، په داسې حال كې چې رغبت كوونكي او وېرېدونكي وو او دوى خاص زمونږ لپاره تواضع كوونكي وو). [الأنبياء سورت: 90 آیت]. او د دعا له ځایونو څخه یې ځینې دا دي: د لمونځونو پسې، د شپې په وروستۍ دریمه برخه کې، د روژه ماتي پر مهال، په طواف کې ، په صفا او مروه، په عرفات او مزدلفة او د جمرو له ویشتلو څخه وروسته.
او توسل د حالاتو په يادولو او الله تعالی ته په عاجزۍ ښودلو سره کیږي او دا چې بنده د الله مرستې او رحمت ته اړتيا لري، الله تعالی د موسى علیه السلام په اړه فرمايي چې هغه وویل: {رَبِّ إِنِّي لِمَا أَنزَلْتَ إِلَيَّ مِنْ خَيْرٍ فَقِير} (ای زما ربه! بېشكه زه هر هغه څیز ته چې ته يې ما ته نازلوې له خیره ځنې؛ محتاج یم) [القصص سورت: 24 آیت]، او الله تعالی د أیوب - علیه السلام - په اړه فرمایلي دي چې هغه دعا وکړه - او داسې یې وویل: {أَنِّي مَسَّنِيَ الضُّرُّ وَأَنتَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِين} (بېشکه زه په تکلیف (مرض) اخته شوی یم، او ته تر ټولو ډېر رحم کوونکی یې) الأنبیاء سورت: ۸۳ آیت.
او توسل پدې سره هم کیږي چې مسلمان د یو ژوندي صالح انسان څخه وغواړي چې دعا ورته وکړي، لکه څرنګه چې د یوسف ورونو له خپل پلار څخه وغوښتل چې - له الله تعالی - څخه ورته بخښنه وغواړي، الله تعالی لدې - خبرې - څخه د خبر ورکولو په موخه فرمایلي دي: {قَالُواْ يَا أَبَانَا اسْتَغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا إِنَّا كُنَّا خَاطِئِين} (هغوى وویل: اى زمونږ پلاره! زمونږ لپاره (له الله نه) زمونږ د ګناهونو بخښنه وغواړه، بېشكه مونږ خطا كار وو) [يوسف سورت: 97 آیت]، او الله تعالی فرمايي: {وَلَوْ أَنَّهُمْ إِذ ظَّلَمُواْ أَنفُسَهُمْ جَآؤُوكَ فَاسْتَغْفَرُواْ اللّهَ وَاسْتَغْفَرَ لَهُمُ الرَّسُولُ لَوَجَدُواْ اللّهَ تَوَّابًا رَّحِيمًا} (او كه په رښتیا دوى په هغه وخت كې تا ته راغلي وَى چې دوى پر خپلو ځانونو ظلم وكړ، بیا يې له الله نه بخښنه غوښتې وَى او د دوى لپاره رسول (هم) بخښنه غوښتې وَى (، نو) خامخا دوى به الله ښه توبه قبلوونكى، بې حده رحم كوونكى موندلى و) [النساء سورت: 64 آیت]. وعن أنس بن مالك، عَنْ خَالَتِهِ أُمِّ حَرَامٍ بِنْتِ مِلْحَانَ، قَالَتْ: نَامَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم يَوْمًا قَرِيبًا مِنِّي، ثُمَّ اسْتَيْقَظَ يَتَبَسَّمُ، فَقُلْتُ: مَا أَضْحَكَكَ؟ قَالَ: «أُنَاسٌ مِنْ أُمَّتِي عُرِضُوا عَلَيَّ يَرْكَبُونَ هَذَا البَحْرَ الأَخْضَرَ كَالْمُلُوكِ عَلَى الأَسِرَّةِ»، قَالَتْ: فَادْعُ اللَّهَ أَنْ يَجْعَلَنِي مِنْهُمْ فَدَعَا لَهَا، ثُمَّ نَامَ الثَّانِيَةَ، فَفَعَلَ مِثْلَهَا، فَقَالَتْ مِثْلَ قَوْلِهَا، فَأَجَابَهَا مِثْلَهَا، فَقَالَتْ: ادْعُ اللَّهَ أَنْ يَجْعَلَنِي مِنْهُمْ، فَقَالَ: «أَنْتِ مِنَ الأَوَّلِينَ». له انس بن مالک څخه روایت دی چې د خپلې ترور ام حرام بنت ملحان څخه روایت کوي فرمایي: رسول الله - صلی الله علیه وسلم - یوه ورځ ما ته نږدې ویده شو، بیا د مسکا په حال کې راویښ شو، نو ما ورته وویل: څه شي وخندولې؟ هغه وویل: داسې خلک زما له امت څخه ماته وښودلی شول چې پدې دریاب به داسې سپاره تیریږي لکه پادشاهان چې په تختونو وي»، هغې وویل: نو له الله تعالی څخه وغواړه چې زه له هغوی خلکو څخه اوسم، نو دعا یې ورته وکړه، بیا دویم ځل ویده شو، نو د لومړي ځل په څېر یې بیا هماغسي وکړل، نو هغې ورته هم لکه د لومړي ځل په څېر وینا وکړه، نو هغه ورته هم د لومړي ځل په څېر ځواب ورکړ، هغې ورته وویل: له الله تعالی څخه وغواړي چې له هغو خلکو څخه اوسم، نو هغه وویل: "ته د لومړنیو څخه یې". بخاري (2799)، مسلم (1912)، ابو داود (2490)، نسائي (3172) او ابن ماجه (2776) روایت کړی دی.
کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه اویا زره کسانو تفصیل بیان کړ چې پرته له حسابه به جنت ته ننوځي، عکاشه -رضی الله عنه - ولاړ شو او ویې ویل: «ادْعُ اللهَ أَنْ يَجْعَلَنِي مِنْهُمْ». "له الله تعالی - څخه - وغواړه چې ما له دوی څخه وګرځوي". مسلم (218) روایت کړی دی.
او له أنس - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې عمر بن الخطاب - رضي الله عنه دوی به د قحطۍ پر مهال د عباس بن عبد المطلب په وسیله ګرځولو د باران دعا غوښتنه کوله، هغه به وییل: ای الله مونږ به تاته د باران غوښتلو په موخه ستا پیغمبر وسیله کاوه نو تا به راباندې باران وکړ اوس مونږ تاته ستا د پیغمبر تره وسیله کوو(بعم النبی ای بدعاء عم النبی، د هغه په دعا به مونږ باران غوښته)، نو پر مونږ باران وکړه، فرمایي: نو باران به پرې وکړای شو»، بخاري (1010) روایت کړی دی. نو صحابه و - رضي الله عنهم - د باران غوښتلو ( استسقاء ) لپاره د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - له وسیله ګرځولو څخه تېر شول ځکه چې هغه وفات شوی و او د هغه پر ځای یې د عباس - رضی الله عنه - په دعا سره توسل وکړ؛ ځکه هغوی پوهېدل چې دا یو روا توسل دی، نو عمر رضي الله عنه له عباس - رضي الله عنه - څخه غواړي تر څو دعا وکړي او د هغه د عا - الله تعالی ته - وسیله کړي، نه دا چې په خپله عباس وسیله وګرځوي؛ ځکه که چېرته موخه دا وه چې عباس - رضي الله عنه - وسیله وګرځوي نو رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغه څخه د دې کار لپاره لومړیتوب درلود.
او توسل روا ندی مګر په هغه څه سره چې الله روا کړی وي، یقینا د جاهلیت د وخت خلک به الله - تعالی - ته د نږدې کېدو لپاره خپل بتان او باطل معبودان وسیله ګرځول، الله - تعالی - د دوی د ناوړه عمل څخه د خبرولو په موخه فرمایلي دي: {وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مِن دُونِهِ أَوْلِيَاء مَا نَعْبُدُهُمْ إِلاَّ لِيُقَرِّبُونَا إِلَى اللَّهِ زُلْفَى} (او هغه كسان چې له هغه نه غیر يې دوستان (كارسازي) نیولي دي (وايي:) مونږ د دوى عبادت نه كوو مګر دوى مونږ الله ته ښه نژدې كړي). [الزمر سورت: 3 آیت].