مونږ ایمان لرو چې الله تعالی انسانان او پیریان د خپل عبادت لپاره پیدا کړي دي، الله تعالی فرمایلي دي: {وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالإِنسَ إِلاَّ لِيَعْبُدُون} (او ما پيریان او انسانان ندي پیدا کړي مګر د خپل عبادت لپاره). [الذاريات سورت: 56 آیت]؛ یعنې، او دوی ته امر ندی کړی شوی مګر د دې چې عبادت د الله رب العالمین لپاره خالص کړي. او هغه عبادت چې الله تعالی پرې امر کړی؛ هغه حنیفیت دی او هغه د ابراهیم علیه السلام ملت دی، الله تعالی فرمایلي: {قُلْ إِنَّنِي هَدَانِي رَبِّي إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ دِينًا قِيَمًا مِّلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِين} (ته ووایه: بېشكه زه (چې یم) ما ته زما رب د نېغې لارې هدایت كړى دى، چې بېخي سم دین دى، د ابراهیم ملت دى، چې يوازې په حق پسې تلونكى و او له مشركانو څخه نه و). [الأنعام سورت: 161 آیت].
او هغه عبادت چې الله تعالی پرې امر کړی ډیر ډولونه لري او هیڅ ډول یې له الله پرته بل چاته روا ندی، الله تعالی فرمایلي: {وَأَنَّ الْمَسَاجِدَ لِلَّهِ فَلاَ تَدْعُوا مَعَ اللَّهِ أَحَدًا} (او دا چې یقینًا جوماتونه خاص د الله لپاره دي، نو تاسو له الله سره بل هیڅوک مه بلئ). [الجن سورت: 18 آیت].
او له ډولونو څخه یې: دعا ده، الله تعالی فرمایلي دي: {وَمَن يَدْعُ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ لاَ بُرْهَانَ لَهُ بِهِ فَإِنَّمَا حِسَابُهُ عِندَ رَبِّهِ إِنَّهُ لاَ يُفْلِحُ الْكَافِرُون} (او هغه څوک چې له الله سره بل داسې اله بلي چې له هغه سره په دې باندې هېڅ دلیل نشته، نو بېشكه همدا خبره ده چې د ده حساب د ده د رب په نیز دى، بېشكه شان دا دى چې كافران برى نه مومي} [المؤمنون سورت: 117 آیت]، او الله تعالی فرمايي: {وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِين} (او ستاسې رب ویلي: له ما څخه دعا وغواړئ زه به ستاسو دعا قبوله کړم، یقینا هغه کسان چې لویي کوي زما له عبادت څخه خامخا به جهنم ته ذلیل (خوار) ننوځي). [غافر سورت: 60 آیت].
او - د عبادت له ډولونو څخه - توکل دی، الله تعالی فرمایلي دي: (وَعَلَى اللَّهِ فَتَوَكَّلُوا إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ) (او تاسو خاص په الله باندې توكل وكړئ كه چېرې تاسو مومنان یئ) [المائدة سورت: 23 آیت]، او الله تعالی فرمايي: (وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ) (او هغه څوك چې په الله باندې توكل وكړي، نو همدى د ده لپاره بس (او كافی) دى) [الطلاق سورت: 3 آیت].
او د عبادت له ډولونو څخه (خشیت) دی، هغه ویره چې تعظیم ورسره وي. {فَلاَ تَخْشَوْهُمْ وَاخْشَوْنِي} (نو له هغو نه مه وېرېږئ، او له ما نه وېرېږئ) [البقرة سورت: 150 آیت].
او د عبادت له ډولونو څخه ویره ده (په غیر د اسبابو)، الله تعالی فرمایلي دي: {فَلاَ تَخَافُوهُمْ وَخَافُونِ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِين} (نو تاسو له هغوى نه مه وېرېږئ او له ما نه وېرېږئ كه چېرې تاسو مومنان یئ) [آل عمران سورت: 175آیت].
او د عبادت له ډولو څخه امید ساتل دي، الله تعالی فرمایلي دي: {أُولَـئِكَ الَّذِينَ يَدْعُونَ يَبْتَغُونَ إِلَى رَبِّهِمُ الْوَسِيلَةَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ وَيَرْجُونَ رَحْمَتَهُ وَيَخَافُونَ عَذَابَهُ إِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ كَانَ مَحْذُورًا} (دغه خلق چې دوى يې بلي، هغه خلق دي چې خپل رب ته وسیله (نزدیکت) لټوي چې په دوى كې كوم یو زیات نږدې دى او د هغه د رحمت امېد لري او د هغه له عذابه وېرېږي، بېشكه ستا د رب له عذاب څخه ویره کیدی شي). [الإسراء سورت: 57 آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي: {قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ يُوحَى إِلَيَّ أَنَّمَا إِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ فَمَن كَانَ يَرْجُو لِقَاء رَبِّهِ فَلْيَعْمَلْ عَمَلاً صَالِحًا وَلاَ يُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِ أَحَدًا} (ته (دوى ته) ووایه: بېشكه همدا خبره ده چې زه يوازې ستاسو په شان بشر یم، ما ته وحي کیږي چې بېشكه ستاسو معبود يوازې یو معبود دى، نو هغه څوک چې د خپل رب د ملاقات هلیه لري، نو هغه دې نېک عمل وكړي او د خپل رب په عبادت كې دې هیڅوک نه شریكوي). [الكهف سورت: 110 آیت].
او د عبادت له ډولونو څخه یو پنا غوښتل دي، حق ذات فرمایلي دي: {قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاس} (ووایه (اې پېغمبره): زه پناه غواړم په رب د خلکو پورې). [الناس سورت : 1 آیت].
او د عبادت له ډولونو څخه یو ذبح (حلاله) ده: حق ذات فرمایلي دي: (قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ) (ته ووایه: بېشكه زما لمونځ او زما قرباني او زما ژوند او زما مرګ خاص د الله رب العلمین لپاره دي). [الأنعام سورت: 162 آیت].
او د - عبادت له ډولونو څخه - یو مرسته غوښتل دي، الله تعالی فرمایلي: (ِإيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِين) (خاص ستا بنده ګي کوو او خاص ستا څخه مرسته غواړو) [الفاتحة سورت: 5 آیت].
او - د عبادت له ډولونو څخه - یو یې د سختۍ په حالت کې مرسته غوښتل دي، حق ذات فرمایلي دي: {إِذْ تَسْتَغِيثُونَ رَبَّكُمْ فَاسْتَجَابَ لَكُمْ أَنِّي مُمِدُّكُم بِأَلْفٍ مِّنَ الْمَلَائِكَةِ مُرْدِفِينَ} (كله چې تاسو له خپل رب نه مرسته وغوښته، نو هغه ستاسو دعا قبوله كړه چې بېشكه زه ستاسو مرسته كوونكى یم په زرو ملايكو سره، چې په یو بل پسې به راتلونكي وي) [الأنفال سورت: 9 آیت].
او مونږ پدې پوهیږو چې په قرآن کریم کې لومړی امر له ټولو شیانو پرته یوازې د یو الله - تعالی - په عبادت شوی دی د ستاینې وړ ذات فرمایلي دي: {يَا أَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُون} (اى خلکو! د خپل رب عبادت كوئ، هغه چې تاسو يې پيدا كړي يئ او هغه كسان چې له تاسو نه مخكې وو، د دې لپاره چې تاسو پرهېزګاره شئ). [البقرة سورت: 21 ایت]. او هر نبي خپل امت ته ویلي دي: {اعْبُدُواْ اللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـهٍ غَيْرُهُ} (تاسو د الله عبادت كوئ، ستاسو لپاره له هغه نه پرته (بل) هېڅ په حق معبود نشته)، لکه څرنګه چې الله - تعالی - د لومړي پیغمبر په اړه فرمایلي دي: {لَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَى قَوْمِهِ فَقَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُواْ اللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـهٍ غَيْرُهُ إِنِّيَ أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيم} (یقینًا یقینًا مونږ نوح خپل قوم ته لېږلى و، نو هغه وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، ستاسو لپاره له هغه نه سِوا (بل) هېڅ برحق معبود نشته، بېشكه زه پر تاسو د لويې ورځې له عذاب نه وېرېږم) [الأعراف سورت: 59 آیت]، او الله تعالی د اخري پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - په اړه د خبر ورکولو په موخه فرمایلي دي چې هغه خپل قوم ته وویل: {وَاعْبُدُواْ اللّهَ وَلاَ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئًا} (او تاسو د الله عبادت كوئ او له هغه سره هېڅ شى مه شریكوئ) [النساء سورت: 36: آیت]، او حق متعال ذات فرمایلي دي: {وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولاً أَنِ اعْبُدُواْ اللّهَ وَاجْتَنِبُواْ الطَّاغُوتَ} (او یقینًا یقینًا مونږ په هر یو امت كې یو رسول لېږلى و (په دې سره) چې تاسو د الله عبادت كوئ او له طاغوت نه ځان وساتئ). [النحل سورت 36 آیت].
او مونږ پوهیږو چې عبادت تر هغه پورې نه قبلیږي تر څو چې الله رب العالمین ته خالص شوی نه وي او د پيغمبرانو د سردار - صلی الله علیه وسلم - د لارښوونو سره سم نه وي، الله تعالی فرمایلي دي: (فَمَن كَانَ يَرْجُو لِقَاءَ رَبِّهِ فَلْيَعْمَلْ عَمَلًا صَالِحًا وَلَا يُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِ أَحَدًا) (نو هغه څوک چې د خپل رب د ملاقات هیله لري، نو هغه دې نېک عمل وكړي او د خپل رب په عبادت كې دې هیڅوک نه شریكوي). [الكهف سورت: 110 آیت].
او مونږ پوهیږو چې په عبادت سره باید موخه یوازې یو الله وي چې شریک نه لري، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إِنَّمَا الأَعْمَالُ بِالنِّيَّةِ، وَإِنَّمَا لِامْرِئٍ مَا نَوَى، فَمَنْ كَانَتْ هِجْرَتُهُ إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ، فَهِجْرَتُهُ إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ، وَمَنْ كَانَتْ هِجْرَتُهُ إِلَى دُنْيَا يُصِيبُهَا أَوِ امْرَأَةٍ يَتَزَوَّجُهَا، فَهِجْرَتُهُ إِلَى مَا هَاجَرَ إِلَيْهِ». «بېشکه صحت د عملونو په نیتونو پورې دی او هر انسان ته به هغه څه حاصل شي چې د هغه نیت یې کړی وي، نو چا چې د الله او د هغه د رسول لپاره هجرت کړی وي؛ د هغه هجرت د الله او د هغه د رسول لپاره دی او چا چې هجرت د دنیا لپاره او یا د یوې ښځې سره د واده کولو لپاره کړی وي نو د هغه هجرت د هغه څه لپاره دی چې هغه ورته هجرت کړی وي». بخاري (6689)، مسلم (1907)، ابوداود (2201)، ترمذي (1647)، نسائي (75) او ابن ماجه (4227) روايت کړی دی.
او هغه سپېڅلي ذات له ټول شرک څخه ویرول کړي دي؛ هغه لوی وي او که کوچنی، الله تعالی فرمایلي: (إِنَّ اللّهَ لاَ يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَن يَشَاء وَمَن يُشْرِكْ بِاللّهِ فَقَدِ افْتَرَى إِثْمًا عَظِيمًا) (بېشکه الله تعالی نه بخښي دا چې له هغه سره دې (څوک) شریک کړى شي او هغه بخښي هغه (ګناه) چې له دې (شرک) نه کمه وي د چا لپاره چې یې وغواړي او څوک چې له الله سره شریک ونیسي، نو یقینًا هغه ډېره لویه ګناه راجوړه کړله). [النساء سورت : 48 آیت]. او له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «قَالَ اللهُ تبارك وتعالى: أَنَا أَغْنَى الشُّرَكَاءِ عَنِ الشِّرْكِ، مَنْ عَمِلَ عَمَلًا أَشْرَكَ فِيهِ مَعِي غَيْرِي، تَرَكْتُهُ وَشِرْكَهُ». «الله تبارک و تعالی فرمایلي دي: د شریکانو تر ټولو غني یم، نو څوک چې یو کار وکړي، په هغه کې بل څوک زما سره شریک کړي؛ زه به هغه کس د هغه شرک ته پریږدم». مسلم روایت کړی دی (2985).
نو څوک چې یو خالص عمل وکړي مګر د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لارښوونو سره موافق نه وي، نو د هغه عمل مردود دی، الله - تعالی - فرمایلي: {لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَن كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا} (یقینًا یقینًا ستاسو لپاره په (كار د) رسول الله كې ډېره ښه اقتدا ده، د هغه چا لپاره چې د الله او د وروستنۍ ورځې امېد لري او الله ډېر زیات یادوي). [الأحزاب سورت: 21 آیت]. او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «مَنْ عَمِلَ عَمَلًا لَيْسَ عَلَيْهِ أَمْرُنَا فَهُوَ رَدٌّ»، "څوک چې يو عمل وکړي چې هغه زمونږ په حکم کې نه وي، نو هغه مردود دی"، مسلم روایت کړی دی (1718). او الله تعالی فرمایلي: {فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَن تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيم} (نو هغه كسان دې ووېرېږي چې د هغه (رسول) له حكم نه مخالفت كوي، له دې نه چې دوى ته څه افت ورسېږي، یا دوى ته ډېر دردوونكى عذاب ورسېږي) [النور سورت: 63 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَاللّهُ غَفُورٌ رَّحِيم} (اى نبي!) (ته ووایه: كه چېرې یئ تاسو چې له الله سره مینه كوئ، بیا نو زما اتباع وكړئ، الله به له تاسو سره مینه وكړي او تاسو ته به ستاسو ګناهونه وبخښي او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى) [آل عمران سورت: 31 آیت].
او مونږ پوهیږو چې د عبادت اصول (بنسټونه) دري دي: بشپړ محبت، بشپړ امید ساتل او بشپړه ویره لرل او دا چې پیغمبران او رسولان لدې څخه په لوی نصیب او برخه بریالي شوي دي، الله تعالی د دوی له حال څخه د خبر ورکولو په موخه فرمایلي دي: {إِنَّهُمْ كَانُوا يُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَيَدْعُونَنَا رَغَبًا وَرَهَبًا ۖ وَكَانُوا لَنَا خَاشِعِينَ) (بېشكه دوى (نبیان داسې) وو چې په نېكیو كې به يې تلوار كاوه او مونږ به يې بللو، په داسې حال كې چې رغبت كوونكي او وېرېدونكي وو او دوى خاص زمونږ لپاره تواضع كوونكي وو). [الأنبياء سورت : 90 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {وَالَّذِينَ يُؤْتُونَ مَا آتَوا وَّقُلُوبُهُمْ وَجِلَةٌ أَنَّهُمْ إِلَى رَبِّهِمْ رَاجِعُون * (او هغه كسان چې وركوي، هغه څه چې وركوي، او زړونه د دوى وېرېدونكي وي (ځكه چې) یقینًا دوى خپل رب ته واپس ورتلونكي دي. أُوْلَئِكَ يُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَهُمْ لَهَا سَابِقُون} دغه كسان په نېكیو كې تلوار كوي او دوى دغو (نېكیو) ته ړومبى كېدونكي دي). [المؤمنون سورت: 60، 61 آیتونه]، او الله پاک فرمایلي دي: {تَتَجَافَى جُنُوبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ خَوْفًا وَطَمَعًا وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُون} (د دوى ډډې له خپلو خوب ځایونو نه لرې كېږي، دوى خپل رب بولي په وېرې او طمعې سره او له هغه (مال) نه، چې مونږ دوى ته وركړى دى ؛ څه لګوي) [السجدة سورت : 16 آیت]، او حق ذات سبحانه وتعالی فرمايلي دي: {أَمَّنْ هُوَ قَانِتٌ آنَاء اللَّيْلِ سَاجِدًا وَقَائِمًا يَحْذَرُ الآخِرَةَ وَيَرْجُو رَحْمَةَ رَبِّهِ} (ایا هغه څوك چې هغه د شپې په ساعتونو كې اطاعت كوونكى دى، چې سجده كوونكى او قیام كوونكى وي، له آخرت نه وېرېږي او د خپل رب د رحمت امېد لري) [الزمر سورت: 9 آیت].
او له أبو هریرة - رضی الله عنه - څخه روایت دی فرمایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «يَقُولُ اللَّهُ تَعَالَى: أَنَا عِنْدَ ظَنِّ عَبْدِي بِي، وَأَنَا مَعَهُ إِذَا ذَكَرَنِي، فَإِنْ ذَكَرَنِي فِي نَفْسِهِ ذَكَرْتُهُ فِي نَفْسِي، وَإِنْ ذَكَرَنِي فِي مَلَإٍ ذَكَرْتُهُ فِي مَلَإٍ خَيْرٍ مِنْهُمْ، وَإِنْ تَقَرَّبَ إِلَيَّ بِشِبْرٍ تَقَرَّبْتُ إِلَيْهِ ذِرَاعًا، وَإِنْ تَقَرَّبَ إِلَيَّ ذِرَاعًا تَقَرَّبْتُ إِلَيْهِ بَاعًا، وَإِنْ أَتَانِي يَمْشِي أَتَيْتُهُ هَرْوَلَةً». «الله تعالی فرمایلي دي: زه د خپل بنده له ګمان سره یم چې پر ما یې کوي، او زه له هغه سره یم کله مې چې یاد کړي، که چېرته یې زه له خپل ځان سره یاد کړم، زه به یې د خپل ځان سره یاد کړم او که چېرته یې د خلکو په منځ کې یاد کړم زه به یې د هغه له ټولګي څخه په غوره ټولګي کې یاد کړم او که چېرته ماته د یوې لویشتې په اندازه رانږدې شو، زه به ورته یو څنګل (ګز) ورنږدې شم، او که چېرته یو ګز را نږدې شو نو زه به ورته د دواړو خلاصو لاسونو په اندازه ورنږدې شم او که چېرته زما لورې ته قدم وهونکی راغی زه به په تېز مزل سره ورشم». بخاري (7405)، مسلم (2675)، ترمذي (3603) او ابن ماجه (3822).
او الله تعالی فرمایلي دي: (وَمِنَ النَّاسِ مَن يَتَّخِذُ مِن دُونِ اللَّهِ أَندَادًا يُحِبُّونَهُمْ كَحُبِّ اللَّهِ ۖ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَشَدُّ حُبًّا لِّلَّهِ ) (او په خلقو كې ځېنې هغه څوک دي چې له الله نه غیر شریكان نیسي، له هغوى سره مینه كوي له الله سره د مینې په شان او هغه كسان چې ایمان يې راوړی دی؛ له الله سره په مینه كې ډېر سخت (او كلک) دي). [البقرة سورت: 165 آیت]، او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: «ثَلَاثٌ مَنْ كُنَّ فِيهِ وَجَدَ حَلَاوَةَ الإِيمَانِ: أَنْ يَكُونَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِمَّا سِوَاهُمَا، وَأَنْ يُحِبَّ المرْءَ لَا يُحِبُّهُ إِلَّا لِلَّهِ، وَأَنْ يَكْرَهَ أَنْ يَعُودَ فِي الكُفْرِ كَمَا يَكْرَهُ أَنْ يُقْذَفَ فِي النَّارِ». «دري - خویونه - دي چې په چا کې وي نو د ایمان خواږه به ومومي: چې الله او رسول یې ورته له هر څه زیات محبوب وي، او دا چې څوک خوښ ګڼي نو خوښ دې نه ګڼي مګر د الله لپاره، او کفر ته بیرته ورګرځیدل ورته داسې بد ښکاري لکه څرنګه چې خوښ نه ګڼي چې په اور کې دې واچول شي». بخاري (16)، مسلم (43)، ترمذي (2624)،نسائي (4987) او ابن ماجه (4033) روايت کړی دی.
او له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «فَوَ الَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ، لَا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِنْ وَالِدِهِ وَوَلَدِهِ». «قسم په هغه ذات چې زما روح د هغه په لاس کې دی، له تاسو څخه به هیڅوک تر هغه پورې مؤمن نشي تر څو چې زه ورته له پلار او زوی څخه زیات محبوب نه شم». بخاري (14) او نسائي (5015) روایت کړی دی. او تر هغه پورې بنده د الله تعالی محبت لاس ته نه شي راوړلی تر څو چې یې د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - پیروي نه وي کړې، حق ذات فرمایلي دي: {قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَاللّهُ غَفُورٌ رَّحِيم} (اى نبي!) ته ووایه: كه چېرې یئ تاسو چې له الله سره مینه كوئ، بیا نو زما اتباع وكړئ، الله به له تاسو سره مینه وكړي او تاسو ته به ستاسو ګناهونه وبخښي او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى) [آل عمران سورت: 31 آیت].
او تر ټولو ستره هیله چې مؤمنان یې لري، هغه د الله تعالی عزتمند مخ ته لیدل دي، الله تعالی فرمایلي دي: {وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ نَّاضِرَة * څه مخونه (د مومنانو) به په دغه ورځ (د قیامت) ترو تازه وي. إِلَى رَبِّهَا نَاظِرَة} او خپل رب ته به کتونکي (دیدار کوونکي) وي) [القيامة سورت : 22، 23 آیتونه].
او د الله تعالی لیدل د جنتیانو له تر ټولو سترو نعمتونو څخه دي بلکه د هغوی د ټولو نعمتونو له پاسه اضافي نعمت دی، الله تعالی فرمایلي دي: {لِّلَّذِينَ أَحْسَنُواْ الْحُسْنَى وَزِيَادَةٌ وَلاَ يَرْهَقُ وُجُوهَهُمْ قَتَرٌ وَلاَ ذِلَّةٌ أُوْلَـئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ هُمْ فِيهَا خَالِدُون} (د هغو كسانو لپاره چې نېكي يې كړي ده ډېره نېكه بدله ده او زیادت (د الله دیدار) او د دوى مخونه به نه هېڅ تور ګرد او غبار پټوي او نه څه ذلت، دغه كسان د جنت والا دي دوى به په هغه كې همېشه وي) [يونس سورت: 26 آیت].
او له صهیب - رضي الله عنه - څخه روایت دی هغه له نبي صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې فرمایلي یې دي: «إِذَا دَخَلَ أَهْلُ الْجَنَّةِ الْجَنَّةَ، قَالَ: يَقُولُ اللهُ تبارك وتعالى: تُرِيدُونَ شَيْئًا أَزِيدُكُمْ؟ فَيَقُولُونَ: أَلَمْ تُبَيِّضْ وُجُوهَنَا؟ أَلَمْ تُدْخِلْنَا الْجَنَّةَ، وَتُنَجِّنَا مِنَ النَّارِ؟ قَالَ: فَيَكْشِفُ الْحِجَابَ، فَمَا أُعْطُوا شَيْئًا أَحَبَّ إِلَيْهِمْ مِنَ النَّظَرِ إِلَى رَبِّهِمْ عز وجل». "کله چې جنتیان جنت ته داخل شي، وایې: نو الله – تبارک وتعالی- به وفرمایي: ایا تاسو اضافه څه غواړئ چې زه یې درکړم؟ دوی به ووايي: آیا زمونږ مخونه دې ندي سپین کړي؟ آیا مونږ دې جنت ته نه یو داخل کړي، او له اور څخه دې نه یو ژغورلي؟ وایې: بیا به الله پرده لرې کړي، نو دوی ته به د خپل رب – عزوجل- د کتلو څخه محبوب څیز بل نه وي ورکړ شوی». مسلم (181)، ترمذي (2552) او ابن ماجه (187) روایت کړی دی.