مونږ ایمان لرو چې الله تعالی مخلوقات د دې لپاره پیدا کړي دي چې عبادت یې وکړي، او هغه عبادت چې الله تعالی پرې امر کړی هغه حنیفیت دی- له شرک څخه توحید ته مایله کېدل دي - کوم چې د ابراهیم - علیه السلام - ملت دی، او دا هغه څه دي چې الله تعالی پرې ټولو ثقلینو (انسانانو او پیریانو ته) امر کړی دی. عبادت زیات ډولونه لري، او هیڅ ډول عبادت پرته له الله تعالی څخه بل چا ته روا ندی چې وکړای شي. د عبادت له ډولونو څخه یې ځینې دا دي: دعا، توکل، ویره سره د تعظیم، اونفس ویره پرته له اسبابو ،امید ساتل، پناه غوښتل، حلاله، مرسته غوښتل او د مصیبت پر مهال د مرستې غوښتل.
او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی مخلوقات د دې لپاره پیدا کړي دي چې عبادت یې وکړي او پدې پوهیږو چې په قرآن کریم کې لومړی امر له ټولو شیانو پرته یوازې د یو الله - تعالی - په عبادت شوی دی او هر پیغمبر خپل قوم ته ویلي دي چې : {اعْبُدُواْ اللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـهٍ غَيْرُهُ} (تاسو د الله عبادت كوئ، ستاسو لپاره له هغه نه پرته (بل) هېڅ په حق معبود نشته) [الأعراف سورت: 65 آیت].
او مونږ پوهیږو چې عبادت تر هغه پورې نه قبلیږي تر څو چې الله رب العالمین ته خالص شوی نه وي او د پيغمبرانو د سردار - صلی الله علیه وسلم - د لارښوونو سره سم نه وي.
او واجب ده چې د عبادت موخه باید یوازې یو الله وي چې هیڅ شریک نه لري، او هغه پاک ذات د شرک له ټولو ډولونو لوی او کوچني څخه ویرول کړي دي، ځکه څوک چې خالص عمل وکړي مګر د رسول - صلی الله علیه وسلم - له لارښوونو سره برابر نه وي؛ نو عمل یې پرې بیرته مردود دی، او څوک چې د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - له لارښوونو سره سم عمل وکړي، خو الله تعالی ته خالص نه وي، نو هغه پرې مردود دی، یعنې ورڅخه نه منل کیږی.
او مونږ پوهیږو چې د عبادت اصول ( بنسټونه) دري دي: بشپړ محبت، بشپړ امید ساتل او بشپړه ویره او دا چې پیغمبران او رسولان لدې څخه په لوی نصیب او برخه بریالي شوي دي.
او تر ټولو ستره هیله چې مؤمنان یې لري هغه د الله عزتمند مخ ته لیدل دي او د الله تعالی لیدل د جنتیانو له تر ټولو سترو نعمتونو څخه دي بلکه د هغوی د ټولو نعمتونو له پاسه اضافي نعمت دی او کله چې جنتیان جنت ته ننوځي، نو الله تعالی به د مؤمنانو د عزت او درناوي له پاسه د هغوی نور عزت او درناوي وکړي ځکه چې هغه لورینه کوونکی او سخي ذات دی نو دا زیات نعمت به یې هغه ته د دوی لیدل وي او تر ټولو لوی هغه څه چې مؤمنان ترې ویره لري هغه لدې نعمت څخه محرومیدل دي، په کوم سره یې چې خپل مؤمن اولیاء ځانګړي کړي دي او خپل دښمنان یې ترې محروم کړي دي او خپل ټول دښمنان یې هغه ته له لیدو څخه منع کړي دي له: مشرکانو، یهودو، نصاراو، مجوسیانو او منافقینو څخه.
او وسیله الله تعالی ته له واجباتو اومستحباتو څخه په هر هغه څه نږدې کېدل دي چې هغه پرې راضي کیږي، (او وسیله په بله معنا هم راځي، چې د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - پدې وینا کې ذکر شوې ده "له الله - تعالی - څخه زما لپاره وسیله وغواړئ").
او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی یې بنده ګانو ته په دعا باندې امر کړی دی او د قبلیدو ژمنه یې ورسره کړې ده او پدې پوهیږو چې الله تعالی ته د هغه په غوره نومونو او لوړو صفتونو سره وسیله کیږي؛ لدې امله د أنبیاوو او پیغمبرانو دعاګانې به په ډیری وختونو کې الله تعالی ته د هغه په نیکو نومونو او لوړو صفتونو په وسیله کولو سره وې، او د دعا له ځایونو څخه یې ځینې دا دي: د لمونځونو پسې، د شپې په وروستۍ دریمه برخه کې، د روژه ماتي پر مهال، په طواف کې ، په صفا او مروه، په عرفات او مزدلفة او د جمرو له ویشتلو څخه وروسته.
لکه څرنګه چې وسیله په الله تعالی په ایمان سره کیږي په ډول ډول عبادتونو او نیکو عملونه سره هم وسیله کیږي. او الله تعالی ته د حالت په یادولو ، هغه ته په اړتیا ښودلو سره وسیله کیږي او پدې چې بنده د الله مرستې او د هغه رحمت ته اړ دی او پدې سره هم وسیله کیږي چې مسلمان له یو صالح ژوندي انسان څخه وغواړي چې دعا ورته وکړي، لکه څرنګه چې د یوسف وروڼو له خپل پلار څخه وغوښتل چې له الله تعالی ورڅخه ورته بخښنه وغواړي، او د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - له وفات څخه وروسته صحابه کرام له هغه څخه په وسیله ګرځولو واوښتل او عباس رضي الله عنه - چې ژوندی و - هغه یې وسیله وګرځاوه، ځکه هغوی پدې پوهېدل چې دا یوه روا وسیله ده.
له هغه څه پرته چې الله تعالی روا کړي دي بل څه وسیله ګرځول ناروا دي، د جاهلیت د زمانې خلکو به خپل بوتان او باطل معبودان الله تعالی ته وسیله ګرځول.