او مونږ ایمان لرو چې الله - تعالی - رسولان رالېږلي او کتابونه یې نازل کړي دي. تر څو خلکو ته په الله - جل جلاله - څه حجت پاتې نه شي، الله تعالی فرمایلي دي: {رُّسُلاً مُّبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ لِئَلاَّ يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى اللّهِ حُجَّةٌ بَعْدَ الرُّسُلِ وَكَانَ اللّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا} (او (مونږ لېږلي وو) رسولان، چې زېرى وركوونكي او وېروونكي وو، د دې لپاره چې د خلکو لپاره په الله باندې څه حجت پاتې نشي او الله له ازله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى). [النساء سورت: 165 آیت]، او الله - تعالی - له مشرکانو څخه د خبر ورکولو په موخه وویل چې هغوی په شرک د اخته کېدلو لپاره په تقدیر استدلال وکړ، نو الله تعالی د دوی دروغ ښکاره کړل ، او خپل عذاب یې وروڅاکه، الله تعالی فرمایلي دي: {سَيَقُولُ الَّذِينَ أَشْرَكُواْ لَوْ شَاء اللّهُ مَا أَشْرَكْنَا وَلاَ آبَاؤُنَا وَلاَ حَرَّمْنَا مِن شَيْءٍ كَذَلِكَ كَذَّبَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِم حَتَّى ذَاقُواْ بَأْسَنَا قُلْ هَلْ عِندَكُم مِّنْ عِلْمٍ فَتُخْرِجُوهُ لَنَا إِن تَتَّبِعُونَ إِلاَّ الظَّنَّ وَإِنْ أَنتُمْ إَلاَّ تَخْرُصُون} (ژر به هغه كسان ووايي چې شرك يې كړى دى، كه چېرې الله غوښتلى (نو) نه به مونږ شرك كړى و او نه زمونږ پلرونو او نه به مونږ څه شى حرام ګرځولى و، همدارنګه هغو كسانو (هم) تكذیب كړى و چې له دوى نه مخكې وو، تر دې چې هغوى زمونږ عذاب وڅاكه، ته ووایه: آیا تاسو سره څه علم شته چې پس مونږ ته يې راوباسئ، تاسو يوازې د ګمان پیروي كوئ او تاسو يوازې اټكل چلوونكي یئ). [الأنعام سورت: 148 آیت]. او که چېرته تقدیر د دوی په شرک باندې حجت کیدلی شو نو الله تعالی به دوی ته خپل عذاب نه ورڅکلی.
وعن علي رضي الله عنه قال: كُنَّا جُلُوسًا مَعَ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم، وَمَعَهُ عُودٌ يَنْكُتُ فِي الأَرْضِ، وَقَالَ: «مَا مِنْكُمْ مِنْ أَحَدٍ إِلَّا قَدْ كُتِبَ مَقْعَدُهُ مِنَ النَّارِ أَوْ مِنَ الجَنَّةِ»، فَقَالَ رَجُلٌ مِنَ القَوْمِ: أَلَا نَتَّكِلُ يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ: «لَا، اعْمَلُوا فَكُلٌّ مُيَسَّرٌ». ثُمَّ قَرَأَ: {فَأَمَّا مَن أَعْطَى وَاتَّقَى} [الليل: 5] الآيَةَ»، او له علی - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایي: مونږ د پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - سره ناست وو او د هغه سره یو ډکی و چې په ځمکه کې یې واهه او ویې فرمایل: ستاسو څخه هیڅوک داسې نشته مګر دا چې د هغه ځای ناستی له اور او یا له دوزخ څخه لیکل شوی دی»، نو له خلکو څخه یو سړي وویل: ای د الله رسوله! آیا توکل نه کوو؟ - یعنې چې عمل پریږدو هغه وویل: « عمل وکړئ، ستاسو څخه هر (یو ته هغه څه) اسانه -ګرځول شوي دي چې ورته پیدا شوي دي- بیا یې - دا آیت ولوست: {فَأَمَّا مَن أَعْطَى وَاتَّقَى} [الليل سورت: 5 آیت] الآيَةَ»،نو هر چې هغه څوك دى چې وركړه كوي او وېرېږي». بخاري (6605)، مسلم (2647)، ترمذي (2136) او ابن ماجه (78) روایت کړی دی. نو پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - په عمل کولو امر وکړ، او له - یوازې په امید له تکیه کولو څخه یې منع وفرمایله.
او مونږ ایمان لرو چې له ګناهونو څخه د توبې نه وروسته په تقدير استدلال کول روا دی، فعن حميد بن عبدالرحمن أن أبا هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم «احْتَجَّ آدَمُ وَمُوسَى، فَقَالَ لَهُ مُوسَى: أَنْتَ آدَمُ الَّذِي أَخْرَجَتْكَ خَطِيئَتُكَ مِنَ الجَنَّةِ، فَقَالَ لَهُ آدَمُ: أَنْتَ مُوسَى الَّذِي اصْطَفَاكَ اللَّهُ بِرِسَالَاتِهِ وَبِكَلَامِهِ، ثُمَّ تَلُومُنِي عَلَى أَمْرٍ قُدِّرَ عَلَيَّ قَبْلَ أَنْ أُخْلَقَ»، فَقَالَ رَسُـولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم: «فَحَجَّ آدَمُ مُوسَى». مَرَّتَيْنِ. له حمید بن عبدالرحمن څخه روایت دی چې ابوهریره رضي الله عنه فرمایلي دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «موسی او آدم یو له بل سره دعوا وکړه، نو موسی ورته وویل: ته هغه آدم یې چې تېروتنې دې له جنت څخه راوویستلې، نو آدم ورته وویل: ته هغه موسی یې چې الله په خپلو رسالتونو او کلام سره غوره کړی یې، بیا ته ما په داسې یوه چاره کې ملامتوي چې زما له زیږیدو څخه مخکې پر ما مقدر شوې وه؟ نو رسول الله - صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په دلیل کې آدم پر موسی غالب شو، په دلیل کې آدم پر موسی غالب شو» دوه ځلې. (بخاري (۶۶۱۴)، مسلم (۲۶۵۲)، ابو داود (۴۷۰۱)، ترمذي (۲۱۳۴) او ابن ماجه (۸۰) رواړی دی.
مطرف بن عبد الله الشخیر رحمه الله فرمایلي دي: «مونږ په قرآن کې تقدیر ته نه یو سپارل شوي، او یقینا چې مونږ ته یې په قرآن کې خبر راکړی چې مونږ هغه ته ورګرځیدونکي یو»، السنة، د عبدالله بن أحمد (2/412). او محمد بن سیرین - رحمه الله - فرمایلي دي: "که په تقدیر کې خبري کوونکي خلک له هغو کسانو څخه نه وي چې د لوی الله جل جلاله په آیتونو کې بې ځایه بحثونه کوي، نو زه نه پوهیږم چې دوی څه دي". السنة د عبدالله بن احمد (۲/۴۳۲) او شرح أصول أهل السنة والجماعة (۴/۶۹۶).
ابن وهب او له یو څخه زیاتو ویلي دي: «له مالک څخه د قدریانو په اړه پوښتنه وشوه چې: آیا له خبرو څخه یې باید ځان وساتل شي ؟ هغه وفرمایل: هو، کله چې په خپله عقیده پوه وي. وایې: او په نیکۍ ورته امر کوي، او له بدۍ څخه یې منع کوي او د دې پر خلاف یې خبروي او په خبرو یې ورسره موافقه نه کوي، او نه پرې لمونځ کوي، او جنازو ته یې ورتګ نه کیږي، او زه لازم نه ګڼم چې نکاح ورسره وشي یا ورته په نکاح ورکړل شي، الله تعالی فرمایلي دي: {وَلَعَبْدٌ مُّؤْمِنٌ خَيْرٌ مِّن مُّشْرِكٍ} [البقرة: 221]، (او خامخا مومن مَرَيـى بېخي غوره دى له ازاد مشرك نه)، د أشهب په روایت کې یې فرمایلي دي: او تر شا یې لمونځ نه کیږي، او نه یې حدیث اخیستل کیږي، او که چېرته ورسره په کوم مورچل کې مخ شوئ نو ترې یې وباسئ». ترتيب المدارك وتقريب المسالك (1/91).
او مونږ ایمان لرو چې بنده ته روا دي د مصیبت پر مهال په تقدیر استدلال وکړي، له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «الْمُؤْمِنُ الْقَوِيُّ خَيْرٌ وَأَحَبُّ إِلَى اللهِ مِنَ الْمُؤْمِنِ الضَّعِيفِ، وَفِي كُلٍّ خَيْرٌ، احْرِصْ عَلَى مَا يَنْفَعُكَ، وَاسْتَعِنْ بِاللهِ، وَلَا تَعْجَزْ، وَإِنْ أَصَابَكَ شَيْءٌ فَلَا تَقُلْ: لَوْ أَنِّي فَعَلْتُ كَانَ كَذَا وَكَذَا، وَلَكِنْ قُلْ: قَدَرُ اللهِ وَمَا شَاءَ فَعَلَ؛ فَإِنَّ لَوْ تَفْتَحُ عَمَلَ الشَّيْطَانِ». «پیاوړی مؤمن الله ته له کمزوري مؤمن څخه خوښ او غوره دی او په دواړو کې خیر دی، په هغه څه ټینګار وکړه چې ګټه درته رسوي او د الله تعالی نه مرسته وغواړه، او مه کمزوری کیږه، که چیرته درته څه - زیان - ورسیده نو داسې مه وایه: که چېرته مې داسې کړي وای، نو داسې او داسې به شوي وو، مګر ووایه: د الله تقدیر دی او هغه چې څه غوښتل هغه یې وکړل؛ ځکه د (که چیرته) کلمه د شیطان کړنې پرانیزي». مسلم (2664)، او ابن ماجه (79) روایت کړی دی.
او له ابن عباس - رضي الله عنهما څخه د الله تعالی د دې وینا په تفسیر کې راغلي دي : {الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُم مُّصِيبَةٌ قَالُواْ إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعون} [البقرة سورت: 156 آیت] (هغه كسان چې كله دوى ته څه مصیبت ورسي (نو) وايي: یقینًا مونږ د الله یو او بېشكه مونږ خاص هغه ته ورګرځېدونكي یو) فرمایي: الله تعالی خبر ورکوي چې کله مؤمن چاره الله ته وسپاري او د مصیب پر مهال له فریاد کولو څخه په شا شي او ( إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعون) ووایي: نو د هغه لپاره د خېر درې خصلتونه ولیکل شي: د الله تعالی لخوا نه ستاینه، رحمت او د هدایت لارې موندل. او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «مَنِ اسْتَرْجَعَ عِندَ الْمُصِيبَةِ جَبَرَ اللَّهُ مُصِيبَتَهُ، وَأَحسَنَ عُقْبَاهُ، وَجَعَلَ لَهُ خَلَفًا صَالِحًا يَرْضَاهُ». «چا چې د مصیبت پر مهال (الله تعالی ته د ورګرځیدو ذکر ووایه یعنې ( انا لله و انا الیه راجعون ) نو الله تعالی به یې مصیبت جبران کړي او عاقبت به یې ښایسته کړي، او د هغه نېکه بدله به ورکړي چې پرې به خوښ شي». طبري په التفسير (2/707)، (3/223) کې، ابن ابي حاتم په التفسير (1421) کې، طبراني په الکبير (13027) کې، او البيهقي په الشعب کې روايت کړى دى(۹۲۴۰).