Applicable Translations English اردو عربي

(بــاب القدر لا يتعارض مع العدل) باب دی په دې اړه چې تقدیر د عدل سره په ټکر کې ندی

ایمان لرو په دې چې الله پاک په عدل باندې امر کوي او پخپله هم په انصاف سره فیصله کوي شرعا او تقدیرا او جزاء، الله تعالی فرمایلي: {إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالإِحْسَانِ} (بېشكه الله د انصاف كولو او احسان كولو حكم كوي). [النحل سورت: 90 آیت]، او الله تعالی فرمايلي دي: {وَضَرَبَ اللّهُ مَثَلاً رَّجُلَيْنِ أَحَدُهُمَا أَبْكَمُ لاَ يَقْدِرُ عَلَىَ شَيْءٍ وَهُوَ كَلٌّ عَلَى مَوْلاهُ أَيْنَمَا يُوَجِّههُّ لاَ يَأْتِ بِخَيْرٍ هَلْ يَسْتَوِي هُوَ وَمَن يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَهُوَ عَلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيم} (او الله - تعالی - یو مثال بیانوي چې دوه سړي دي، په دواړو كې یو ګونګى دى، پر هېڅ شي قدرت نه لري، پداسې حال كې چې هغه په خپل بادار باندې بار (بوج) دى، چې چېرته يې هم ولېږي هېڅ خیر نه راوړي، آیا برابرېږي دغه كس او هغه څوك چې په انصاف سره حكم كوي او هغه په نېغې لارې باندې قايم دى). [النحل سورت : 76 آیت]، ابوذر - رضي الله عنه - له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي په هغه څه کې چې هغه له الله تبارک وتعالی څخه روایت کوي چې هغه فرمایلي دي: «يَا عِبَادِي، إِنِّي حَرَّمْتُ الظُّلْمَ عَلَى نَفْسِي، وَجَعَلْتُهُ بَيْنَكُمْ مُحَرَّمًا، فَلَا تَظَالَمُوا». "اې زما بندګانو، ما په ځان باندې ظلم حرام کړی دی او په تاسو کې مې هم حرام کړی دی، نو خپل مینځ کې یو بل باندې ظلم مه کوئ". مسلم (2577) او ترمذي (2495) روایت کړی.

او له خپل ځان څخه یې ظلم نفي کړی دی، نو الله تعالی فرمایلي دي: {مَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِنَفْسِهِ وَمَنْ أَسَاء فَعَلَيْهَا وَمَا رَبُّكَ بِظَلاَّمٍ لِّلْعَبِيد} (هر څوك چې نېك عمل كوي، نو د خپل ځان لپاره (يې كوي) او څوك چې بدي كوي، نو ضرر يې په همده دى، او ستا رب په (خپلو) بنده ګانو د هېڅ ظلم كوونكى نه دى). [فصلت سورت: 46 آیت]، او الله تعالی فرمايلي دي: {إِنَّ اللّهَ لاَ يَظْلِمُ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ وَإِن تَكُ حَسَنَةً يُضَاعِفْهَا} (بېشكه الله د یوې ذرې په اندازه هم ظلم نه كوي او كه دا (ذره) یوه نېكي وي، نو هغه به يې دوه چنده كړي)، [النساء سورت: 40 آیت]، او الله - پاک - فرمایلي دي: {وَمَن يَعْمَلْ مِنَ الصَّالِحَاتَ مِن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُوْلَـئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ وَلاَ يُظْلَمُونَ نَقِيرًا} (او چې چا هم د نېكیو عمل وكړ، نر وي يا كه ښځه، خو چې مومن وي، نو دغه خلق به جنت ته داخلېږي او پر دوى به د كجورې د زړي د داغ هومره ظلم هم نه كېږي). [النساء سورت : 124 آیت]، او د لوی شان او شوکت خاوند ‌ذات فرمایلي دي: {إِنَّ اللّهَ لاَ يَظْلِمُ النَّاسَ شَيْئًا وَلَـكِنَّ النَّاسَ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُون} (بېشكه الله په خلکو باندې هېڅ شى ظلم نه كوي او لېكن همدا خلک پر خپلو ځانونو ظلم كوي). [يونس سورت: 44 آیت]، حق تعالی فرمایلي دي: {مَن جَاء بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ عَشْرُ أَمْثَالِهَا وَمَن جَاء بِالسَّيِّئَةِ فَلاَ يُجْزَى إِلاَّ مِثْلَهَا وَهُمْ لاَ يُظْلَمُون} (څوك چې یوه نېكي راوړي، نو د هغه لپاره د هغې لس چنده دي او څوك چې یوه بدي راوړي، نو هغه ته به يوازې د هغې په مثل سزا وركولى شي او پر دوى به ظلم نه كېږي). [الأنعام سورت: 160 آیت]. او داسې نور آيتونه چې د هغه د عدالت په کمال دلالت کوي، او له خپل ځان څخه یې د ظلم په نفي کولو.

او مونږ ایمان لرو چې د قضا او قدر له مخکي والي څخه د بندګانو سره ظلم کول نه لازمیږي؛ ځکه چې الله تعالی کتابونه نازل کړي او رسولان یې رالیږلي، تر څو د پیغمبرانو له لیږلو وروسته خلکو ته په الله تعالی باندې کوم دلیل پاتې نه شي، الله تعالی فرمایلي دي: {رُّسُلاً مُّبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ لِئَلاَّ يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى اللّهِ حُجَّةٌ بَعْدَ الرُّسُلِ وَكَانَ اللّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا} (او (مونږ لېږلي وو) رسولان، چې زېرى وركوونكي او وېروونكي وو، د دې لپاره چې د خلکو لپاره په الله باندې څه حجت پاتې نشي او الله له ازله ډېر غالب، ښه حكمت والا دی). [النساء سورت: 165 آیت].

او الله تعالی تقدیر یو پټ راز ګرځولی دی، الله تعالی فرمایلي دي: {عَالِمُ الْغَيْبِ فَلاَ يُظْهِرُ عَلَى غَيْبِهِ أَحَدًا} (دى عالم الغیب (په غیبو عالم) دى، نو دى په خپلو غیبو باندې هیڅوك نه خبروي). [الجن سورت: 26 آیت]، او بندګانو ته یې خوښه او اختیار ورکړی دی، الله تعالی فرمایلي دي: {وَقُلِ الْحَقُّ مِن رَّبِّكُمْ فَمَن شَاء فَلْيُؤْمِن وَمَن شَاء فَلْيَكْفُرْ} (او ته دوی ته ووایه: حق ستا د رب له جانبه دی، نو څوک چې (د اېمان) اراده وکړي نو هغه دې اېمان راوړي او څوک چې (د کفر) اراده وکړي نو هغه دې کافر شي) [الكهف سورت: 29 آیت]، او الله تعالی فرمايي: {إِنَّا هَدَيْنَاهُ السَّبِيلَ إِمَّا شَاكِرًا وَإِمَّا كَفُورًا} (بېشكه مونږ ده ته د نېغې لارې ښوونه كړې ده، یا به دى شكر كوونكى وي او یا به ډېر ناشكره وي) [الإنسان سورت: 3 آیت]، او حق ذات فرمایلي دي: {فَأَلْهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقْوَاهَا} (نو ده ته يې د ده بدۍ او د ده تقوٰی (نېكۍ) الهام كړې (او ورښودلې) ده) [الشمس سورت: 8 آیت].