او مونږ ایمان لرو چې د اسبابو کارول په تقدیر له ایمان سره ټکر نه لري، بلکه د اسبابو کارول په قضا او قدر باندې له بشپړ ایمان راوړلو څخه دي، او زمونږ رب د رزق پسې په پلټنې امر کړی دی، حال دا چې هغه مونږ ته خبر راکړی دی چې هغه مونږ ته لیکلی دی، حق ذات فرمایلي دي: {هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الأَرْضَ ذَلُولاً فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِن رِّزْقِهِ وَإِلَيْهِ النُّشُور} (دى همغه ذات دى چې ستاسو لپاره يې ځمكه تابع ګرځولې ده، نو تاسو د دې په اوږو (اطرافو، لارو) كې ګرځئ او د دغه (الله) له رزق نه خورئ او خاص ده ته (ستاسو) بیا ژوندي راپورته كېدل دي). [الملك سورت: 15 آیت].
او الله پاک فرمایلي دي: {فَإِذَا قُضِيَتِ الصَّلاَةُ فَانتَشِرُوا فِي الأَرْضِ وَابْتَغُوا مِن فَضْلِ اللَّهِ وَاذْكُرُوا اللَّهَ كَثِيرًا لَّعَلَّكُمْ تُفْلِحُون} (نو كله چې لمونځ ادا كړى شي، نو تاسو په ځمكه كې خواره شئ او د الله له فضل څخه (څه) ولټوئ او تاسو الله ډېر زیات یادوئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ) [الجمعة سورت: 10 آیت].
او الله - تعالی له یعقوب څخه د خبر ورکولو په موخه فرمایلي دي چې هغه خپلو اولادونو ته وویل: {يَا بَنِيَّ لاَ تَدْخُلُواْ مِن بَابٍ وَاحِدٍ وَادْخُلُواْ مِنْ أَبْوَابٍ مُّتَفَرِّقَةٍ وَمَا أُغْنِي عَنكُم مِّنَ اللّهِ مِن شَيْءٍ إِنِ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلّهِ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَعَلَيْهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُون} (او هغه وویل: اى زما زامنو! تاسو (ټول) له یوې دروازې نه مه ورننوځئ او له بېلو بېلو دروازو څخه ورننوځئ او زه له تاسو نه د الله (له فیصلې) نه هېڅ شى نشم لرې كولى، حكم نشته مګر خاص الله لره دى، خاص په هغه باندې ما توكل كړى دى اولازم دي چې توكل كوونكي يوازې په هغه باندې توكل وكړي). [يوسف سورت: 67 آیت]. او له سائب بن یزید څخه روایت دی چې: « بیشکه نبي - صلی الله علیه وسلم - د احد په ورځ دوه زغرې واخیستې، داسې ښکاریده لکه چې په دواړو کې راووت -یعنې دواړه یې اغوستلې وې-». ابن ماجه (2806)، سعید بن منصور (2858)، احمد (15722) او نسائی په الکبری (8529) کې روایت کړی دی. او الله - تعالی - نوح علیه السلام ته د کښتۍ په جوړولو امر وکړ، همدا رنګه یې موسی - علیه السلام - ته امر وکړ چې بحر په امسا سره ووهي، او مریم - علیها السلام - ته یې امر وکړ چې د خرما د ونې ډډ وخوځوي تر څو پرې تازه خرما راتوی شي او داسې نور هغه څه چې الله - تعالی - پرې خپلو بنده ګانو ته د اسبابو په اخستلو امر کړی دی.
او له سترو أسبابو څخه دعا ده، نعمان بن بشیر له پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - څخه د الله تعالی د دې وینا په اړه روایت کوي چې فرمایي: {وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ}. (او ستاسې رب ویلي: له ما څخه دعا وغواړئ زه به ستاسو دعا قبوله کړم). فرمایي: دعا عبادت دی، و ویې لوست: {وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ} [غافرسورت: 60 آیت] (او ستاسې رب ویلي: له ما څخه دعا وغواړئ زه به ستاسو دعا قبوله کړم). د الله تعالی تر دې وینا پورې {دَاخِرِين}». یعنې په داسې حال كې چې خوار او ذلیله به وي)». ابوداود (1479)، ترمذي (2969) او ابن ماجه (3828) روایت کړی.
او له أسبابو څخه : درملنه، دم او دعا ده، فعن أبي خِزَامَةَ، عَنْ أَبِيهِ رضي الله عنه قَالَ: سَأَلْتُ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم فَقُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَرَأَيْتَ رُقًى نَسْتَرْقِيهَا وَدَوَاءً نَتَـدَاوَى بِهِ وَتُقَاةً نَتَّقِيهَا، هَلْ تَرُدُّ مِنْ قَدَرِ اللَّهِ شَيْئًا؟ قَالَ: «هِيَ مِنْ قَدَرِ اللَّهِ». له أبو خزامة څخه روایت دی، هغه له خپل پلار - رضي الله عنه - څخه روایت کوي فرمایي: ما له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه پوښتنه وکړه نو ومې وییل: ای د الله رسوله! مونږ ته د دم او دعا په اړه خبر راکړه هغه چې ځان پرې دموو او درمل چې د ځان درملنه پرې کوو او هغه څه چې د ځان ساتنه پرې کوو - لکه ډال - ، آیا دا - څيزونه - د الله تعالی له تقدیر څخه د څه شي مخنیوی کوي؟ هغه وفرمایل: "دا د الله - تعالی - له تقدیر څخه دي". ترمذي (۲۰۶۵)، ابن ماجه (۳۴۳۷)، ابن وهب په الجامع فی الحدیث کې (۶۹۹)، احمد (۱۵۴۷۲) او ابن ابي عاصم په الاحاد او المثانی (۲۶۱۰) کې روایت کړی دی.