Applicable Translations English اردو عربي

(بــاب لا تعارض بين الأمر والشرع والخلق والعقل) باب دی پدې باره کې چې: د فرمان(امر کونۍ)، شریعت، پیدایښت او عقل تر منځه ټکر (تعارض) نشته

او مونږ ایمان لرو چې د شریعت، حکم (کوني)او مخلوق ترمنځ هیڅ ټکر نشته، ځکه چې الله پاک لره مخلوقات دي او هغه لره حکم دی، نو هغه چې څه وغواړي کوي یې او له هغه څخه د هغه د کړنو په اړه پوښتنه نه کیږي، هغه امر کوي،او د هغه پرېکړې لره ردوونکی نشته، او د حکم لره روسته کوونکی نشته ، حق ذات فرمایلي دي: {إِنَّ رَبَّكُمُ اللّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ يُغْشِي اللَّيْلَ النَّهَارَ يَطْلُبُهُ حَثِيثًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ وَالنُّجُومَ مُسَخَّرَاتٍ بِأَمْرِهِ أَلاَ لَهُ الْخَلْقُ وَالأَمْرُ تَبَارَكَ اللّهُ رَبُّ الْعَالَمِين} (بېشكه ستاسو رب هغه الله دى چې آسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، بیا د عرش له پاسه شو، هغه په شپې سره ورځ پټوي، په داسې حال كې چې دا (شپه) هغې (ورځ) لره په تلوار سره طلب كوي او لمر، او سپوږمۍ او ستوري،تابع کړای شویدي د هغه په حکم، خبر اوسئ! خاص هغه لره دي پیدا كول او حكم كول، ډېر بركت والا دى الله؛ پالوونکی د ټول عالم دی). [الأعراف سورت: 54 ایت].

او مونږ ایمان لرو چې الله -تعالی- د آسمانونو او ځمکې له پیدا کولو څخه پنځوس زره کاله مخکې د مخلوقاتو برخلیک ټاکلی و، سره لدې یې بیا هم د هغه او د هغه د رسولانو او أنبیاوو د اطاعت امر یې کړی او د هغه له نافرمانۍ او د هغه د رسولانو او أنبیاوو له نافرمانۍ څخه یې منع فرمایلې ده، حق ذات چې مقدس نومونه لري فرمایلي دي: (وَإِن يَمْسَسْكَ اللَّهُ بِضُرٍّ فَلَا كَاشِفَ لَهُ إِلَّا هُوَ ۖ وَإِن يُرِدْكَ بِخَيْرٍ فَلَا رَادَّ لِفَضْلِهِ ۚ يُصِيبُ بِهِ مَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ ۚ وَهُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ) (او كه چېرې الله تا ته څه تكلیف درورسوي، نو له هغه نه غير هیڅوك هغه (تكلیف) لره لرې كوونكى نشته او كه چېرې هغه تا ته د خیر اراده وكړي، نو د هغه فضل لره هېڅ منع كوونكى نشته، په خپلو بنده ګانو كې چا ته چې وغواړي وررسوي يې او هماغه ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى. قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءكُمُ الْحَقُّ مِن رَّبِّكُمْ فَمَنِ اهْتَدَى فَإِنَّمَا يَهْتَدِي لِنَفْسِهِ وَمَن ضَلَّ فَإِنَّمَا يَضِلُّ عَلَيْهَا وَمَا أَنَاْ عَلَيْكُم بِوَكِيل * ته ووایه: اى خلکو! یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه حق راغى، نو هغه چا چې هدایت اختيار كړ، نو بېشكه همدا خبره ده چې هغه د خپل ځان لپاره هدایت حاصلوي اوڅوك چې بې لارې شي، نو بېشكه ضرر یې د خپل ځان دی او زه پر تاسو ذمه وار نه یم. وَاتَّبِعْ مَا يُوحَى إِلَيْكَ وَاصْبِرْ حَتَّىَ يَحْكُمَ اللّهُ وَهُوَ خَيْرُ الْحَاكِمِين} او ته پيروي كوه د هغه څه چې تا ته وحي کیږي او صبر كوه تر هغه پورې چې الله فیصله وكړي او هغه تر ټولو غوره فیصله كوونكى دى). [يونس سورت: 107-109 آیتونه]. نو په دې آيتونو كې الله تعالی د تقدیر په اړه خبر ورکول او د وحی او د خپل حکم په پیروۍ کولو امر یې یو ځای کړل، حق ذات فرمایلي دي: {اتَّبِعْ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ لا إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ وَأَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِين * (ته پیروي كوه د هغه شي چې تا ته د خپل رب له جانبه وحي کیږي، نشته حق معبود مګر همغه دى او ته له مشركانو څخه مخ واړوه. وَلَوْ شَاء اللّهُ مَا أَشْرَكُواْ وَمَا جَعَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا وَمَا أَنتَ عَلَيْهِم بِوَكِيل} او كه چېرې الله غوښتلى (، نو) دوى به شرك نه و كړى او ته مونږ په دوى باندې ساتونكى (نګران) نه يې ګرځولى او نه ته يې په دوى باندې نګران). [الأنعام سورت: 106-107 آیت]، نو حق ذات ښکاره کړه چې د هدایت د لارې پیروي واجب ده، او دا چې هغه ذات د خپل فضل له مخې چا لره چې غوښتل هدایت کړی دی او په خپل عدل سره یې چې چاته غوښتل هغه یې ګمراه کړی دی او هغه سپيڅلې ذات فرمایلي دي: {وَلَوْ شَاء رَبُّكَ لَجَعَلَ النَّاسَ أُمَّةً وَاحِدَةً وَلاَ يَزَالُونَ مُخْتَلِفِين * (او كه ستا رب غوښتلى خامخا به يې خلک ټول یو امت ګرځولي وو او دوى به همېشه اختلاف كوونكي وي. إِلاَّ مَن رَّحِمَ رَبُّكَ وَلِذَلِكَ خَلَقَهُمْ وَتَمَّتْ كَلِمَةُ رَبِّكَ لأَمْلأنَّ جَهَنَّمَ مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِين * مګر هغه څوك چې ستا رب پرې رحم وكړي او د دغه (اختلاف او رحمت) لپاره يې دوى پیدا كړي دي او ستا د رب خبره پوره شوې ده چې خامخا هرومرو به زه جهنم له پېریانو او انسانانو ټولو نه ضرور ډكوم. وَكُـلاًّ نَّقُصُّ عَلَيْكَ مِنْ أَنبَاء الرُّسُلِ مَا نُثَبِّتُ بِهِ فُؤَادَكَ وَجَاءكَ فِي هَـذِهِ الْحَقُّ وَمَوْعِظَةٌ وَذِكْرَى لِلْمُؤْمِنِين * او مونږ تا ته د رسولانو له خبرونو ځنې ټول هغه څه بیانوو چې په هغو سره مونږ ستا زړه كلكوو او تا ته په دې (خبرونو) كې راغلى دى حق او نصیحت او یادونه لپاره د مومنانو. وَقُل لِّلَّذِينَ لاَ يُؤْمِنُونَ اعْمَلُواْ عَلَى مَكَانَتِكُمْ إِنَّا عَامِلُون * او ته هغو كسانو ته چې ایمان نه راوړي، ووایه: تاسو پر خپل ځاى (او حال) عمل كوئ، بېشكه مونږ هم عمل كوونكي یو. وَانتَظِرُوا إِنَّا مُنتَظِرُون * او تاسو انتظار كوئ، بېشكه مونږ هم انتظار كوونكي یو. وَلِلّهِ غَيْبُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَإِلَيْهِ يُرْجَعُ الأَمْرُ كُلُّهُ فَاعْبُدْهُ وَتَوَكَّلْ عَلَيْهِ وَمَا رَبُّكَ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُون} او خاص الله لره دى د اسمانونو او ځمكې (علمِ) غیب او خاص هم ده ته (د بنده ګانو) ټول كارونه بېرته ورګرځول کیږي، نو ته د ده عبادت كوه او پر ده توكل كوه او ستا رب له سره غافله ندى له هغو كارونو نه چې تاسو يې كوئ). [هود سورت: 118-123آیتونه]. او په دې آیتونو کې - هم - الله -تعالی- د خپلې عمومي ارادې په اړه خبر ورکول او خپلو مخالفانو ته د ګواښ کول او مؤمنو بنده ګانو ته په خپل عبادت امر کول او پر هغه توکل کول سره جمع کړل.

او په تقدیر باندې د ایمان راوړلو او په شریعت د عمل کولو تر منځ یو ځای کول یو شونی کار دی او برلاسي کيدل پرې کیدلی شي، لدې امله الله تعالی فرمايي: (لَا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا) (او الله هېڅ یو نفس نه مكلف كوي مګر د هغه له وَس سره سم). [البقرة سورت: 286 آیت]، او حق ذات تعالی فرمایلي دي: {وَلاَ نُكَلِّفُ نَفْسًا إِلاَّ وُسْعَهَا} (مونږ هېڅ یو نفس نه مكلف كوو مګر د هغه له طاقت سره سم). [المؤمنون سورت: 62 آیت].

او الله - تعالی - مونږ ته د هغه په دردناکو تقدیرونو باندې په صبر کولو سره امر کړی دی، حق ذات فرمایلي دي: {وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْءٍ مِّنَ الْخَوفْ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِّنَ الأَمَوَالِ وَالأنفُسِ وَالثَّمَرَاتِ وَبَشِّرِ الصَّابِرِين} (او خامخا مونږ به تاسو ضرور په یو شي سره له وېرې او له لوږې او د مالونو او ځانونو او مېوو په نقصان (كمي) سره ازمایو، او صبر كوونكو ته زېرى وركړه). [البقرة سورت: 155 ایت]، لوړ او سپیڅلي ذات فرمایلي دي: {إِنَّمَا يُوَفَّى الصَّابِرُونَ أَجْرَهُم بِغَيْرِ حِسَاب} (بېشكه يوازې صبر كوونكو ته د هغوى اجر بې حسابه پوره ورکول کیږي). [الزمر سورت : 10 آیت].

او رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «إِنَّ أَشَدَّ النَّاسِ بَلَاءً الأَنْبِيَاءُ، ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ، ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ، ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ». «تر ټولو سخت خلک چې امتحان کیږي هغه پیغمبران دي، بیا چې څوک ورپسې دي، بیا چې څوک ورپسې دي ، بیا چې څوک ورپسې دي». اسحاق بن راهويه (٢٤١٣)، او أحمد په مسند (٢٧٠٧٩) کې، ابن ابي الدنيا په المرض والکفارات کې (٦)، نسائي په الکبري (٧٤٤٠) کې روايت کړى دى.

او له أبو هریرة -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «مَا يَزَالُ البَلَاءُ بِالمؤْمِنِ وَالمؤْمِنَةِ فِي نَفْسِهِ وَوَلَدِهِ وَمَالِهِ حَتَّى يَلْقَى اللَّهَ وَمَا عَلَيْهِ خَطِيئَةٌ». «تر هغه پورې مؤمن سړی او مؤمنه ښځه - د الله تعالی لخوا - په خپل ځان، اولاد او مال کې ازمایل کیږي تر څو چې دی کله د الله - تعالی - سره مخ شي او هیڅ ګناه پرې پاتې نه وي». ترمذي (۷۸۵۹)، ابن ابي شیبه (۱۰۹۱۶)، احمد په مسند (۷۸۵۹) او هناد بن السري په الزھد (۴۰۲) کې روایت کړی دی.

وعن علي رضي الله عنه قال: كُنَّا فِي جَنَازَةٍ فِي بَقِيعِ الغَرْقَدِ، فَأَتَانَا النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم فَقَعَدَ وَقَعَدْنَا حَوْلَهُ، وَمَعَهُ مِخْصَرَةٌ، فَنَكَّسَ، فَجَعَلَ يَنْكُتُ بِمِخْصَرَتِهِ، ثُمَّ قَالَ: «مَا مِنْكُمْ مِنْ أَحَدٍ، مَا مِنْ نَفْسٍ مَنْفُوسَةٍ إِلَّا كُتِبَ مَكَانُهَا مِنَ الجَنَّةِ وَالنَّارِ، وَإِلَّا قَدْ كُتِبَتْ شَقِيَّةً أَوْ سَعِيدَةً»، فَقَالَ رَجُلٌ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَفَلَا نَتَّكِلُ عَلَى كِتَابِنَا، وَنَدَعُ العَمَلَ؟ فَمَنْ كَانَ مِنَّا مِنْ أَهْلِ السَّعَادَةِ، فَسَيَصِيرُ إِلَى عَمَلِ أَهْلِ السَّعَادَةِ، وَأَمَّا مَنْ كَانَ مِنَّا مِنْ أَهْلِ الشَّـقَاوَةِ، فَسَيَصِيرُ إِلَى عَمَلِ أَهْلِ الشَّقَاوَةِ. قَالَ: «أَمَّا أَهْلُ السَّعَادَةِ فَيُيَسَّرُونَ لِعَمَلِ السَّعَادَةِ، وَأَمَّا أَهْلُ الشَّقَاوَةِ فَيُيَسَّرُونَ لِعَمَلِ الشَّقَاوَةِ»، ثُمَّ قَرَأَ: {فَأَمَّا مَن أَعْطَى وَاتَّقَى * وَصَدَّقَ بِالْحُسْنَى } الآيَةَ [الليل: 6]». او له علی - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایي: مونږ په بقیع الغرقد کې په یوه جنازه کې وو، چې نبي - صلی الله علیه وسلم - مونږ ته راغی، نو کېناست او مونږ یې شاوخوا کیناستو، او هغه سره یوه چوکه وه، نو سر یې ټیټ کړ، او چوکه یې په ځمکه کې په لختې (ډکي) سره وهله، بیا یې وفرمایل: «ستاسو څخه هیڅوک داسې نشته، هیڅ داسې یو ساکښ نشته مګر دا چې ځای یې په جنت یا دوزخ کې لیکل شوی دی، مګر دا چې لیکل شوي دي چې بدبخته دی که نیکبخته» نو یو سړي وویل: آیا په خپل لیک باندې تکیه ونکړو، او عمل کول پرې نږدو؟ نو څوک چې زمونږ څخه له نیکمرغانو څخه وي نو د نیمکرغو خلکو عمل ته به ورځي، او که چېرته زمونږ څخه څوک له بدمرغانو څخه وي نو د بدمرغو خلکو عمل ته به ورځي، ویې فرمایل: «کوم چې نیمکرغه خلک دي نو هغوی ته به د نیکمرغو خلکو عملونه آسان کړای شي او کوم چې بدمرغه خلک دي نو هغوی ته به د بد مرغو خلکو عملونه آسان کړای شي»، بیا یې - د الله تعالی دا وینا - ولوستله {فَأَمَّا مَن أَعْطَى وَاتَّقَى * وَصَدَّقَ بِالْحُسْنَى }. اللیل سورت: ۶ آیت. (نو هر چې هغه څوك دى چې وركړه كوي او وېرېږي، او د ډېرې ښكلې كلمې تصدیق كوي). بخاري (۱۳۶۲)، مسلم (۲۶۴۷)، ابو داود (۴۶۹۴) او ترمذي (۳۳۴۴) روایت کړی دی.

وعن عمران بن حصين رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَجُلٌ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَيُعْرَفُ أَهْلُ الجَنَّةِ مِنْ أَهْلِ النَّارِ؟ قَالَ: «نَعَمْ»، قَالَ: فَلِمَ يَعْمَلُ العَامِلُونَ؟ قَالَ: «كُلٌّ يَعْمَلُ لِمَا خُلِقَ لَهُ، أَوْ: لِمَا يُسِّرَ لَهُ». او له عمران بن حصین - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایي چې یو سړي وویل: ای د الله رسوله، آیا د جنت خلک د اور له خلکو څخه پېژندل کیږي؟ هغه وفرمایل: «هو» هغه وویل: نو بیا ولې خلک عمل کوي؟ هغه وفرمایل: هر یو هغه عمل کوي چې ورته پیدا شوی دی، او یا: چې ورته آسان کړی شوی دی». بخاري (6596)، مسلم (2649) او ابوداود (4709) روایت کړی.

وعن جابر رضي الله عنه قال: جَاءَ سُرَاقَةُ بْنُ مَالِكِ بْنِ جُعْشُمٍ قَالَ: يَا رَسُولَ اللهِ، بَيِّنْ لَنَا دِينَنَا كَأَنَّا خُلِقْنَا الْآنَ، فِيمَا الْعَمَلُ الْيَوْمَ؟ أَفِيمَا جَفَّتْ بِهِ الْأَقْلَامُ، وَجَرَتْ بِهِ الْمَقَادِيرُ، أَمْ فِيمَا نَسْتَقْبِلُ؟ قَالَ: «لَا، بَلْ فِيمَا جَفَّتْ بِهِ الْأَقْلَامُ وَجَرَتْ بِهِ الْمَقَادِيرُ» قَالَ: فَفِيمَ الْعَمَلُ؟ قَالَ زُهَيْرٌ: ثُمَّ تَكَلَّمَ أَبُو الزُّبَيْرِ بِشَيْءٍ لَمْ أَفْهَمْهُ، فَسَأَلْتُ: مَا قَالَ؟ فَقَالَ: «اعْمَلُوا فَكُلٌّ مُيَسَّرٌ». او له جابر - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایي: سراقة بن مالک بن جعشم راغی ویې وییل: ای د الله رسوله! مونږ ته - د تقدیر اړوند - زمونږ دین داسې بیان کړه لکه مونږ چې اوس پیدا شوي یو ( یعنې داسې وګڼه چې په هیڅ نه پوهیږو) زمونږ د نن ورځ عمل په کومه برخه کې دی؟ آیا په هغه برخه کې چې قلمونه پرې وچ شوي او تقدیرونه پرې جاري شوي او که په هغه برخه کې چې مونږ یې په راتلونکي کې - په خپلې ارادې سره کوو؟ هغه وفرمایل: « نه، بلکه هغه برخه کې دی چې قلمونه پرې وچ شوي او تقدیرونه پرې جاري شوي دي» هغه وویل: بیا نو عمل د څه لپاره؟ زهیر ویلي: بیا أبو الزبیر یو څه وویل چې زه پرې پوه نه شوم، نو پوښتنه مې ترې وکړه چې هغه څه وویل؟ هغه وویل "عمل وکړئ، ځکه هر سړي ته هغه څه آسانه شوي چې ورته پیدا شوی دی". مسلم روایت کړی دی (2648).

او له سهل بن سعد الساعدي - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إِنَّ العَبْدَ لَيَعْمَلُ -فِيمَا يَرَى النَّاسُ- عَمَلَ أَهْلِ الجَنَّةِ، وَإِنَّهُ لَمِنْ أَهْلِ النَّارِ، وَيَعْمَلُ -فِيمَا يَرَى النَّاسُ- عَمَلَ أَهْلِ النَّارِ، وَهُوَ مِنْ أَهْلِ الجَنَّةِ، وَإِنَّمَا الأَعْمَالُ بِخَوَاتِيمِهَا». «یو سړی به یو عمل کوي - نو خلک یې چې ګوري - هغه به د جنت د خلکو عمل وي، حال دا چې هغه به د اور له خاوندانو څخه وي، او یو بل به یو عمل کوي - نو خلک یې چې ګوري - عمل به یې د اور د خلکو عمل وي، حال دا چې هغه به له جنتیانو څخه وي، او بیشکه چې عملونو ته اعتبار د پایلو پر اساس ورکول کیږي». بخاري (۶۴۹۳) او مسلم (۱۱۲) روایت کړی دی.

ِامام الآجري له الله تعالی څخه د خبر ورکولو په موخه فرمایلي دي چې هغه: «له خپلو بنده ګانو څخه پیروي خوښوي او امر یې پرې کړی دی، نو د هغه چا لپاره چې د هغه اطاعت یې کړی په توفیق ورکولو سره یې تقدیر جاري شوی دی او له ګناهونو څخه یې منع فرمایلي ده، او د هغې د شتون اراده یې کړې ده پرته لدې چې خوښ یې وګڼي، او یا پرې امر وکړي، الله تعالی ډیر پورته دی لدې څخه په فحشاوو امر وکړي او یا یې خوښه وګڼي او زمونږ رب ډیر لوی دی لدې څخه چې د هغه په ملکیت کې دي یو کار تر سره شي پرته د هغه له ارادې څخه او یا داسې یو څه چې له پيدا کېدو څخه مخکې پرې د هغه د مخکني علم احاطه شوي نه وي، یقینا هغه په هر هغه عمل پوه دی چې د هغه بنده ګان به یې کوي مخکې لدې نه چې بندګان پیدا کړي، او وروسته لدې چې هغوی یې پیدا کړل نو په قضا او تقدیر کې پرې پوه وو مخکې لدې چې کوم عمل وکړي، بېشکه قلم د الله تعالی په امر په لوح محفوظ کې په هغه څه جاري شوی چې په راتلونکي کې به وي، د نېکۍ یا بدۍ څخه، د خپلو هغه بنده ګانو ستاینه کوي چې د هغه په تابعدارۍ عمل کوي، او بنده ګانو ته د عملونو نسبت کوي، او هغوی سره په هغه باندې د لویو بدلو وعده کوي، او که د الله تعالی توفیق دوی ته نه وی نو دوی به هغه عملونه نه وی کړی چې د دې بدلې مستحق پرې ګرځېدلي دي، {ذَلِكَ فَضْلُ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَاء وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيم} [الحديد: 21]، [دا د الله تعالی فضل او مهرباني ده هغه چا ته یې ورکوي چې خوښه یې شي، او الله تعالی د لوی فضل خاوند دی]، او همدارنګه هغه قوم یې غندلی چې د هغه نافرماني یې کړی، او دوی ته یې د دې کار په کولو باندې ویره ورکړی، او د دوی عملونه یې دوی ته منسوب کړي، دا ټول د یو اندازه شوي شي د وجې دي، چا لره چې وغواړي ګمراه کوي یې، او چا ته وغواړي هدایت ورته کوي». الشريعة، د الآجري (2/ 702).

او مونږ پر دې ایمان لرو چې لکه څرنګه چې د پيدا کولو، امر او شریعت تر منځه تعارض نشته، همدا رنګه د شریعت، امر او عقل تر منځه هم نشته، نو هر هغه څه چې الله تعالی او رسول یې - صلی الله علیه وسلم - پرې امر کړی وي او یا ترې الله او رسول یې منع فرمایلي وي، او یا الله مقدر کړی وي، او یا یې ترې خبر ورکړی وي - د عقل سره تعارض نه لري؛ بلکه دا پخپله د هغه څه غوښتنه ده چې عقلونه پرې امر کوي، او دا ډیر لوی حکمت دی، حکیم او پوه ذات فرمایلي دي: {ذَلِكَ مِمَّا أَوْحَى إِلَيْكَ رَبُّكَ مِنَ الْحِكْمَةِ وَلاَ تَجْعَلْ مَعَ اللّهِ إِلَهًا آخَرَ فَتُلْقَى فِي جَهَنَّمَ مَلُومًا مَّدْحُورًا} (دا (ټول حكمونه) له هغو د حكمت (او پوهې) له خبرو څخه دي چې ستا رب تا ته وحي كړي دي او ته له الله سره بل هېڅ معبود مه نیسه (ګنې) نو په جهنم كې به وغورځول شي، ملامت كړى شوى، رټل شوى). [الإسراء سورت : 39 آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي: {حِكْمَةٌ بَالِغَةٌ فَمَا تُغْنِ النُّذُر} [(دغه) ډېر كامل حكمت دى، پس (دوى ته) وېروونكي نفع نه رسوي]. [القمر سورت : 5 آیت]، حق ذات فرمایلي دي: {وَأَنزَلَ اللّهُ عَلَيْكَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ} (او الله پر تا باندې نازل كړى دى كتاب (قرآن) او حكمت (سنت) او تا ته يې هغه څه درزده كړي دي چې ته پرې نه پوهېدلې) [النساء سورت : 113 ایت]، او پدې سره پر مخلوقاتو حجت قائمیږي، الله تعالی فرمایلي دي: {قُلْ فَلِلّهِ الْحُجَّةُ الْبَالِغَةُ فَلَوْ شَاء لَهَدَاكُمْ أَجْمَعِين} (ته ووایه: نو خاص الله لره كامل دلیل دى، نو كه هغه غوښتلى تاسو ټول به يې لازمًا پر نېغه لار روان كړي وئ). [الأنعام سورت: 149 آیت]. او دا شریعت، أمر او تقدیر د ښکلا په لوړه مرتبه کې دي، بلکه لدې څخه غوره نشته، الله تعالی فرمایلي دي: {أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللّهِ حُكْمًا لِّقَوْمٍ يُوقِنُون} (ایا نو دوى د جاهلیت فیصله غواړي؟ او په فیصله كولو كې له الله نه (بل) څوك ډېر ښه دى، د هغه قوم لپاره چې یقین كوي!). [المائدة سورت: 50 آیت].

وعن ابن الديلمي قال: «أَتَيْتُ أبي بْنَ كَعْبٍ، فَقُلْتُ لَهُ: وَقَعَ فِي نَفْسِي شَيْءٌ مِنَ الْقَدَرِ، فَحَدِّثْنِي بِشَيْءٍ لَعَلَّ اللَّهَ أَنْ يُذْهِبَهُ مِنْ قَلْبِي، قَالَ: لَوْ أَنَّ اللَّهَ عَذَّبَ أَهْلَ سَمَوَاتِهِ وَأَهْلَ أَرْضِهِ عَذَّبَهُمْ وَهُوَ غَيْرُ ظَالِمٍ لَهُمْ، وَلَوْ رَحِمَهُمْ كَانَتْ رَحْمَتُهُ خَيْرًا لَهُمْ مِنْ أَعْمَالِهِمْ، وَلَوْ أَنْفَقْتَ مِثْلَ أُحُدٍ ذَهَبًا فِي سَبِيلِ اللَّهِ مَا قَبِلَهُ اللَّهُ مِنْكَ حَتَّى تُؤْمِنَ بِالْقَدَرِ، وَتَعْلَمَ أَنَّ مَا أَصَابَكَ لَمْ يَكُنْ لِيُخْطِئَكَ، وَأَنَّ مَا أَخْطَأَكَ لَمْ يَكُنْ لِيُصِيبَكَ، وَلَوْ مُتَّ عَلَى غَيْرِ هَذَا لَدَخَلْتَ النَّارَ. قَالَ: ثُمَّ أَتَيْتُ عَبْدَاللَّهِ بْنَ مَسْعُودٍ، فَقَالَ مِثْلَ ذَلِكَ، قَالَ: ثُمَّ أَتَيْتُ حُذَيْفَةَ بْنَ الْيَمَانِ، فَقَالَ مِثْلَ ذَلِكَ، قَالَ: ثُمَّ أَتَيْتُ زَيْدَ بْنَ ثَابِتٍ، فَحَدَّثَنِي عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم مِثْلَ ذَلِكَ». او له ابن الدیلمي څخه روایت دی فرمایي: «أبی بن کعب ته ورغلم، نو ورته مې وویل: زما په زړه کې د تقدیر په اړه یو څه ګرځي راګرځي، نو یو څه راته ووایه، زه هیله لرم چې الله یې زما له زړه څخه وباسي، هغه وویل: که چېرته الله تعالی د خپلو آسمانونو او ځمکې خلکو ته عذاب ورکړي بیا به هم پرې ظلم کوونکی نه وي، او که چېرته پرې ورحمیږي، نو رحمت به یې د دوی لپاره د دوی له عملونو څخه غوره وي، او که چېرته دې - د الله په لار کې - د أحد د غره په اندازې سره زر مصرف کړل نو الله تعالی به یې درڅخه قبول نه کړي تر څو چې په تقدیر ایمان رانه وړې، او ته پدې پوه شه چې څه درته رسیدونکي وي(په تقدیر کژ) هیڅکله به ترې خطا نه شې، او کوم څه چې درڅخه خطا شول(په تقدیر کې) هیڅ کله به درته ونه رسیږي، او که چېرته پرته لدې په بله عقیده مړ شوې نو اور ته به داخل شې. وایې: بیا عبد الله بن مسعود ته ورغلم، نو هغه هم همداسې وویل: وایې: بیا حذیفة بن الیمان ته ورغلم هغه هم همداسې وویل: وایې بیا زید بن ثابت ته ورغلم، نو هغه راته همداسې حدیث د پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - لخوا بیان کړ». ابوداود (۴۶۹۹)، ابن ماجه (۷۷)، احمد (۲۱۵۸۹)، عبد بن حمید (۲۴۷) او فریابي په القدر (۱۹۰) او: شرح أصول اعتقاد أهل السنة والجماعة (۴/ ۶۷۶) کې روایت کړی دی.

او الله تعالی د خپل کتاب په ستاینه کې چې شریعت او أمر ته شامل دی فرمایلي دي چې تر ټولو غوره وینا ده، الله تعالی فرمایلي دي: {اللَّهُ نَزَّلَ أَحْسَنَ الْحَدِيثِ كِتَابًا} (الله تر ټولو ښكلى كلام نازل كړى دى). [الزمرسورت: 23 آیت]. نو هغه څه چې الله مشروع ګرځولي او یا یې مقدر کړي دي، نو هغه د کمال او ښکلا په وروستي حد کې دي؛ برابره خبره ده که عقلونه یې درک کړي او یا یې له درک او پوهې څخه عاجز پاتې شي، نو مونږ خپل عقلونه او نظریات فیصله کوونکي (حاکمان) نه ګرځوو د الله په شریعت او د هغه په تقدیر ؛ کله ورته په ښه ویلو او کله ورته په بد ویلو سره، بلکه هر هغه څه چې الله تعالی مقدر کړي او مشروع کړي دي نو هغه پوره ښکلا لرونکي او بشپړ دي.

او مونږ ایمان لرو چې شریعت او تقدیر ټول خیر دی، او الله تعالی هیڅکله یوازې شر نه ټاکي ، رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «وَالْخَيْرُ كُلُّهُ فِي يَدَيْكَ، وَالشَّرُّ لَيْسَ إِلَيْكَ». "او ټول ښه ستاسو په دواړو لاسونو کې دی، او شر ستاسو څخه ندي(۱)". مسلم (771)، ابو داود (761)، ترمذي (266) او نسائي (897) روایت کړی دی.

او شر هم په عام تقدیر کې شامل دی، لکه څرنګه چې الله تعالی فرمایلي : {إِنَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقْنَاهُ بِقَدَرٍ} ﴿٤٩﴾ (بېشكه مونږ هر شي لره، مونږ هغه په (ازلي) اندازې سره پیدا كړى دى). [القمر سورت : 49 آیت]، او په قران کریم کې د شر اضافت هغه چاته کیږي چې تر سره کړی یې وي، الله تعالی فرمایلي دي: {قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَق * ووایه (اې پېغمبره): زه پناه نیسم په رب د سبا پورې. مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ د هر هغه شي له شر نه چې ده پیدا كړى دى). [الفلق سورت : 1، 2 آیتونه].

او له ادب څخه دا دي چې د شر نسبت الله تعالی ته ونه شي، الله تعالی له پيریانو څخه د خبر ورکولو په موخه فرمایلي چې هغوی ویلي دي: {وَأَنَّا لاَ نَدْرِي أَشَرٌّ أُرِيدَ بِمَن فِي الأَرْضِ أَمْ أَرَادَ بِهِمْ رَبُّهُمْ رَشَدًا} (او دا چې یقینًا مونږ نه پوهېږو چې له هغه چا سره د شر (او بدۍ) اراده شوې ده چې په ځمكه كې دي، یا له دوى سره د دوى رب د لارښوونې (او خیر) اراده كړې ده). [الجن سورت: 10 آیت]، او الله تعالی د - ابراهیم - الخلیل علیه السلام په اړه د خبر ورکولو په موخه فرمایي چې هغه ویلي دي: ﴿وَإِذَا مَرِضْتُ فَهُوَ يَشْفِينِ ﴾ (او كله چې زه ناروغه شم، نو هغه ما ته شفا راكوي). [الشعراء سورت: 80 آیت]، نو د ناروغۍ نسبت یې خپل ځانته او د شفا نسبت یې الله - جل جلاله - ته وکړ.