او مونږ ایمان لرو چې په تقدیر ایمان د الله تعالی په هر اړخیزه او چاپيره پوهه ایمان لرل دي، او دا چې هغه پاک ذات په هر هغه څه پوهیږي چې په اسمانونو کې دي او په هر هغه څه چې په ځمکه کې دي، الله تعالی فرمایلي دي: {أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاء وَالأَرْضِ إِنَّ ذَلِكَ فِي كِتَابٍ إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِير} (آیا ته نه يې پوه شوى چې بېشكه الله پوهېږي په هر هغه څه چې په آسمان او ځمكه كې دي، بېشكه دغه په یو كتاب كې دي، بېشكه دغه الله ته ډېر آسان دي). [الحج سورت: 70 آیت]، او دا چې یقینًا الله د علم په لحاظ هر شى راګېر كړى دى، الله تعالی فرمایلي دي: {اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ وَمِنَ الأَرْضِ مِثْلَهُنَّ يَتَنَزَّلُ الأَمْرُ بَيْنَهُنَّ لِتَعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ وَأَنَّ اللَّهَ قَدْ أَحَاطَ بِكُلِّ شَيْءٍ عِلْمًا} (الله هغه ذات دى چې اوه اسمانونه يې پیدا كړي دي او له ځمكې نه هم د دغو په مثل، (د الله) امر د دوى په مینځ كې نازلېږي، د دې لپاره چې تاسو پوه شي چې یقینًا الله په هر شي باندې ښه قادر دى او دا چې یقینًا الله د علم په لحاظ هر شى راګېر كړى دى). [الطلاق سورت: 12 آیت].
او دا چې د هغه پوهې سترې، قدرمنې لویې او وړې چارې راګیرې کړي دي، الله تعالی فرمایلي دي: {وَعِندَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لاَ يَعْلَمُهَا إِلاَّ هُوَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَمَا تَسْقُطُ مِن وَرَقَةٍ إِلاَّ يَعْلَمُهَا وَلاَ حَبَّةٍ فِي ظُلُمَاتِ الأَرْضِ وَلاَ رَطْبٍ وَلاَ يَابِسٍ إِلاَّ فِي كِتَابٍ مُّبِين} (او خاص له الله سره د غیبو چابیانې دي، يواځې هغه پر دغو عالم دى او هغه عالم دى پر هغه څه چې په وچه او سمندر كې دي، او هېڅ یوه پاڼه نه غورځېږي مګر هغه پرې عالم دى او د ځمكې په تیارو كې نه یوه دانه (پرېوځي) او نه لوند څیز او نه وچ مګر (دا ټول) په څرګند كتاب (لوح محفوظ) كې دي). [الأنعام سورت: 59 آیت]. ابن جریر رحمه الله د دې آیت د تفسیر سره فرمایلي دي: "همدارنګه داسې هیڅ شی چې اوس شتون لري، او یا هغه څه چې په راتلونکي کې به شتون ولري چې تر اوسه لا ندی پيدا شوی، مګر دا چې هغه په لوح محفوظ کې ثبت شوی دی، په هغه کې لیکل شوی دی، شمېر او اندازه یې، وخت یې چې پکې به رامنځته کیږي، او هغه حالت یې چې پکې به نابود کیږي او پدې قول {مُّبِين} سره یې موخه دا ده چې هغه - کتاب - د هغه څه د صحت ښکارندوی کوي چې پکې دي د هغه څه په شتون چې پکې رسم شوي (لیکل شوي دي) او په هغه بڼه چې پکې لیکل شوي دي. د الطبري تفسیر (11/403).
او الله پاک فرمایلي دي: {يَعْلَمُ مَا يَلِجُ فِي الأَرْضِ وَمَا يَخْرُجُ مِنْهَا وَمَا يَنزِلُ مِنَ السَّمَاء وَمَا يَعْرُجُ فِيهَا وَهُوَ الرَّحِيمُ الْغَفُور * (هغه پوهېږي په هر هغه څه چې په ځمكه كې ننوځي او په هر هغه څه چې له دې نه راوځي او په هر هغه څه چې له اسمان نه راكوزېږي او په هر هغه څه چې په ده كې پورته خېژي او همدغه (الله) بې حده مهربان، ډېر بخښونكى دى. وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لاَ تَأْتِينَا السَّاعَةُ قُلْ بَلَى وَرَبِّي لَتَأْتِيَنَّكُمْ عَالِمِ الْغَيْبِ لاَ يَعْزُبُ عَنْهُ مِثْقَالُ ذَرَّةٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلاَ فِي الأَرْضِ وَلاَ أَصْغَرُ مِن ذَلِكَ وَلاَ أَكْبَرُ إِلاَّ فِي كِتَابٍ مُّبِين} او كافران شویو كسانو وویل چې مونږ ته به قیامت رانشي ته (دوى ته) ووایه: ولې نه! زما دې په خپل رب قسم وي چې خامخا لازمًا به هغه (قیامت) تاسو ته راشي (هغه رب) چې د غیبو عالم دى، له هغه څخه نه پټېږي په اندازه د یوې ذرې په اسمانونو كې او نه په ځمكه كې او نه د دغې (ذرې) نه وړوكى (شى) او نه (ترې) غټ مګر (دغه هر څه) په ښكاره كتاب كې دي). [سبا سورت: 2، 3 آیتونه].
وعن عمران بن حصين رضي الله عنه قال: إِنِّي عِنْدَ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم إِذْ جَاءَهُ قَوْمٌ مِنْ بَنِي تَمِيمٍ، فَقَالَ: «اقْبَلُوا البُشْرَى يَا بَنِي تَمِيمٍ»، قَالُوا: بَشَّرْتَنَا فَأَعْطِنَا، فَدَخَلَ نَاسٌ مِنْ أَهْلِ اليَمَنِ، فَقَالَ: «اقْبَلُوا البُشْرَى يَا أَهْلَ اليَمَنِ، إِذْ لَمْ يَقْبَلْهَا بَنُو تَمِيمٍ»، قَالُوا: قَبِلْنَا، جِئْنَاكَ لِنَتَفَقَّهَ فِي الدِّينِ، وَلِنَسْأَلَكَ عَنْ أَوَّلِ هَذَا الأَمْرِ: مَا كَانَ؟ قَالَ: «كَانَ اللَّهُ، وَلَمْ يَكُنْ شَيْءٌ قَبْلَهُ، وَكَانَ عَرْشُهُ عَلَى المَاءِ، ثُمَّ خَلَقَ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضَ، وَكَتَبَ فِي الذِّكْرِ كُلَّ شَيْءٍ». ثُمَّ أَتَانِي رَجُلٌ، فَقَالَ: يَا عِمْرَانُ، أَدْرِكْ نَاقَتَكَ، فَقَدْ ذَهَبَتْ، فَانْطَلَقْتُ أَطْلُبُهَا، فَإِذَا السَّرَابُ يَنْقَطِعُ دُونَهَا، وَايْمُ اللَّهِ لَوَدِدْتُ أَنَّهَا قَدْ ذَهَبَتْ، وَلَمْ أَقُمْ. او له عمران بن حصین - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایي: زه له پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - سره وم چې له بني تمیم -څخه- یوه ډله خلک راغلل؛ نو- ورته- یې وفرمایل: «ای د تمیم خلکو زیری قبول کړئ» هغوی وویل: مخکې دې زیری راکړی و، اوس یو څه راکړه، بیا د یمن له خلکو څخه یوه ډله راننوتله نو ورته یې وفرمایل : «زیری قبول کړئ ای د یمن خلکو، ځکه د تمیم خلکو قبول نه کړ» هغوی وویل: مونږ راغلي یو تر څو ځان پر دین پوه کړو، او د دې چارې (کائناتو) د پیل په اړه درڅخه پوښتنه وکړو: چې څنګه و؟ ویې فرمایل: « الله و او له هغه مخکې هیڅ شی نه و، او د هغه عرش پر اوبو د پاسه و، بیا یې آسمانونه او ځمکه پیدا کړل، او په لوح محفوظ کې یې هر څه ولیکل»، بیا راته یو سړی راغی، نو ویې وییل: ای عمرانه! اوښه دې راونیسه چې درڅخه لاړه، نو زه یې د لټولو پسې لاړم، ګورم چې له شګو څخه اوښتې ده، او قسم په الله چې ما خوښه ګڼله چې تللې وای خو زه نه وم راپاڅېدلی». بخاري روایت کړی (۷۴۱۸) او ترمذي (۳۹۵۱).
او الله تعالی په هر هغه څه پوهیدلی دی چې وړاندې وو، او یا به په راتلونکي کې وي، او په هغه څه چې که چېرته وي نو څنګه به وي، الله تعالی د منافقانو له حال څخه د خبر ورکولو په موخه فرمایلي دي: که چېرته دوی له مؤمنانو سره - جهاد ته - وتلي وو هغوی لره به یې پرته له شر څخه نور څه نه و ورزیات کړي، حال دا چې هغو ورسره لا تللي نه وو: {لَوْ خَرَجُواْ فِيكُم مَّا زَادُوكُمْ إِلاَّ خَبَالاً ولأَوْضَعُواْ خِلاَلَكُمْ يَبْغُونَكُمُ الْفِتْنَةَ وَفِيكُمْ سَمَّاعُونَ لَهُمْ وَاللّهُ عَلِيمٌ بِالظَّالِمِين} (كه دوى ستاسو په لښكر كې وتلي وى (،نو) دوى به تاسو ته نه و زیات كړى (هیڅ شى) مګر شر او ضرور به دوى ستاسو په مینځ كې (د خرابۍ او چغلۍ لپاره) چابكي كړې وه، په داسې حال كې چې دوى به تاسو لپاره فتنه لټوله او په تاسو كې د هغوى لپاره څه جاسوسان هم شته او الله پر ظالمانو ښه پوه دى). [التوبة سورت : 47 آیت].
او الله تعالی د دوزخیانو په اړه فرمایي: {وَلَوْ تَرَىَ إِذْ وُقِفُواْ عَلَى النَّارِ فَقَالُواْ يَا لَيْتَنَا نُرَدُّ وَلاَ نُكَذِّبَ بِآيَاتِ رَبِّنَا وَنَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِين * بَلْ بَدَا لَهُم مَّا كَانُواْ يُخْفُونَ مِن قَبْلُ وَلَوْ رُدُّواْ لَعَادُواْ لِمَا نُهُواْ عَنْهُ وَإِنَّهُمْ لَكَاذِبُون} (او كه ته ووینې كله چې دوى پر (غاړه د) اور ودرول شي، نو دوى به وايي: اى كاشكې! مونږ بیا (دنیا ته) واپس كړى شو، له دې (عقيدې او عمل) سره چې د خپل رب د ایتونو (بیا) تكذیب ونه كړو او مونږ شو له مومنانو ځنې). [الأنعام سورت: 27، 28 آیتونه]. نو هغه يادونه وکړه چې که دوی بېرته دنيا ته راستانه شوي وای نو بېرته به خپل کفر ته ورګرځیدلي وو حال دا چې دوی لا د دوزخ اور ته نه وو ورښکاره کړای شوي. او الله تعالی فرمايي: {وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لاَ تَأْتِينَا السَّاعَةُ قُلْ بَلَى وَرَبِّي لَتَأْتِيَنَّكُمْ عَالِمِ الْغَيْبِ لاَ يَعْزُبُ عَنْهُ مِثْقَالُ ذَرَّةٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلاَ فِي الأَرْضِ وَلاَ أَصْغَرُ مِن ذَلِكَ وَلاَ أَكْبَرُ إِلاَّ فِي كِتَابٍ مُّبِين} (او كافران شویو كسانو وویل چې مونږ ته به قیامت رانشي ته (دوى ته) ووایه: ولې نه! زما دې په خپل رب قسم وي چې خامخا لازمًا به هغه (قیامت) تاسو ته راشي (هغه رب) چې د غیبو عالم دى، له هغه څخه نه پټېږي په اندازه د یوې ذرې په اسمانونو كې او نه په ځمكه كې او نه د دغې (ذرې) نه وړوكى (شى) او نه (ترې) غټ مګر (دغه هر څه) په ښكاره كتاب كې دي). [سبأ سورت: 3 آیت].
او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی هر هغه څه چې کیدونکي دي په یوه خوندي کتاب کې لیکلي دي ، حق ذا فرمایلي دي: {وَمَا يَعْزُبُ عَن رَّبِّكَ مِن مِّثْقَالِ ذَرَّةٍ فِي الأَرْضِ وَلاَ فِي السَّمَاء وَلاَ أَصْغَرَ مِن ذَلِكَ وَلا أَكْبَرَ إِلاَّ فِي كِتَابٍ مُّبِين} (او ستا له رب څخه په ځمكه كې او نه په اسمان كې د ذرې په اندازه (شى) هم نه پټېږي او نه له دې نه زیات وړوكى شى او نه له دې نه زیات غټ مګر په واضحه كتاب كې دي). [يونس سورت: 61 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاء وَالأَرْضِ إِنَّ ذَلِكَ فِي كِتَابٍ إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِير} (ایا ته نه يې پوه شوى چې بېشكه الله پوهېږي به هر هغه څه چې په اسمان او ځمكه كې دي، بېشكه دغه په یو كتاب كې دي، بېشكه دغه الله ته ډېر اسان دي). [الحج سورت: 70 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {مَا أَصَابَ مِن مُّصِيبَةٍ فِي الأَرْضِ وَلاَ فِي أَنفُسِكُمْ إِلاَّ فِي كِتَابٍ مِّن قَبْلِ أَن نَّبْرَأَهَا إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِير} (نه رسېږي په ځمكه كې او نه ستاسو په ځانونو كې كوم مصیبت مګر (دا) په كتاب كې دي مخكې له دې نه چې دغه (ځانونه) پيدا كړو، بېشكه الله ته دا ډېره اسانه ده). [الحديد سورت: 22 آیت].
او له عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي چې فرمایل یې: «كَتَبَ اللهُ مَقَادِيرَ الْخَلَائِقِ قَبْلَ أَنْ يَخْلُقَ السَّمَوَاتِ وَالْأَرْضَ بِخَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ، قَالَ: وَعَرْشُهُ عَلَى الْمَاءِ». "الله - تعالی - د اسمانونو او ځمکې له پیدا کولو څخه پنځوس زره کاله مخکې د مخلوقاتو تقدیرونه لیکلي دي". مسلم (۲۶۵۳) او ترمذي (۲۱۵۶) روایت کړی.
او رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «إِنَّ أَوَّلَ مَا خَلَقَ اللَّهُ القَلَمَ، فَقَالَ: اكْتُبْ، فَقَالَ: مَا أَكْتُبُ؟ قَالَ: اكْتُبِ القَدَرَ مَا كَانَ وَمَا هُوَ كَائِنٌ إِلَى الأَبَدِ». «یقینا لومړی شی چې الله پاک پیدا کړ قلم و، نو هغه ته یې وویل: ولیکه، هغه وویل: څه ولیکم؟ هغه ورته وفرمایل: تقدیر ولیکه؛ هغه چې دي او هغه څه چې ګیدونکي دي تر ابده پورې». (ابوداود (4700)، ترمذي (2155، 3319)، طيالسي (578)، احمد (22705، 22707) او ابن ابي عاصم په سنن کې په (115) شمیره روایت کړی دی).
او أبو هریرة - رضي الله عنه - له نبي صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي فرمایي: «لَمَّا قَضَى اللَّهُ الخَلْقَ، كَتَبَ كِتَابًا عِنْدَهُ: غَلَبَتْ، أَوْ قَالَ: سَبَقَتْ رَحْمَتِي غَضَبِي، فَهُوَ عِنْدَهُ فَوْقَ العَرْشِ». «کله چې الله - تعالی - د مخلوقاتو پیدایښت تمام کړ، نو د خپل ځان سره یې کتاب ولیکه چې: غالب شو، او یا یې وویل: زما رحمت پر غضب باندې مخکې شو، نو دا کتاب له هغه سره د عرش د پاسه دی». بخاري (7553)، مسلم (2751)، ترمذي (3543) او ابن ماجه (189) روایت کړی دی.
او مونږ ایمان لرو چې الله - تعالی - چې څه وغواړي لیکي یې او څه چې وغواړي له منځه یې وړي او همدا رنګه یې ثابت پریږدي او هغه سره ام الکتاب دی، حق ذات فرمایلي دي او د هغه وینا حق ده: {يَمْحُو اللّهُ مَا يَشَاء وَيُثْبِتُ وَعِندَهُ أُمُّ الْكِتَاب} (الله محوه كوي هغه چې اراده يې وكړي او ثابتوي يې او له هغه سره اصل د كتاب دى). [الرعد سورت: 39 آیت].
او مونږ ایمان لرو چې د الله - تعالی - له پریکړې او تقدیر پرته هیڅ شی نه شي کیدلی او د الله - تعالی - له پریکړي او تقدیر پرته د هیڅ کار مخنیوی نه کیږي، هغه څه یې چې مقدر کړي وي خامخا به پيښيږي هیڅ چاره ترې نشته او د هغه څه مخینوی یې چې کړی هیڅوک یې نه شي تر سره کولی، نو ټول مخلوقات هیڅ داسې کار نه شي کولای چې الله تعالی نه وي لیکلی او نه د هیڅ کار مخنیوی کولای شي چې الله پاک لیکلی وي، هغه څه چې بنده ته ونه رسیدل هیڅکله یې لاس ته نه شي راوړلی او هغه څه چې لاس ته راوړي هیڅکله به ترې بچ ونه خوري، له عبد الله بن عباس - رضی الله عنهما - څخه روایت دی فرمایي: زه یوه ورځ په سپرلۍ د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - شاته ناست وم نو ویې فرمایل: «يَا غُلَامُ، إِنِّي أُعَلِّمُكَ كَلِمَاتٍ: احْفَظِ اللَّهَ يَحْفَظْكَ، احْفَظِ اللَّهَ تَجِدْهُ تُجَاهَكَ، إِذَا سَأَلْتَ فَاسْأَلِ اللَّهَ، وَإِذَا اسْتَعَنْتَ فَاسْتَعِنْ بِاللَّهِ، وَاعْلَمْ أَنَّ الأُمَّةَ لَوِ اجْتَمَعَتْ عَلَى أَنْ يَنْفَعُوكَ بِشَيْءٍ لَمْ يَنْفَعُوكَ إِلَّا بِشَيْءٍ قَدْ كَتَبَهُ اللَّهُ لَكَ، وَلَوِ اجْتَمَعُوا عَلَى أَنْ يَضُرُّوكَ بِشَيْءٍ لَمْ يَضُرُّوكَ إِلَّا بِشَيْءٍ قَدْ كَتَبَهُ اللَّهُ عَلَيْكَ، رُفِعَتِ الأَقْلَامُ، وَجَفَّتِ الصُّحُفُ». «ای هلکه، زه تا ته څو خبرې درښایم: الله په ياد لره، هغه به ستا ساتنه وکړي، الله په ياد لره، هغه به دې په وړاندې ومومې، کله دې چې څه غوښتل نو له الله څخه یې وغواړه، او کله دې چې مرسته غوښتله، نو له الله نه یې وغواړه، او پوه شه: که دا ټول خلک راغونډ شي تر څو تاته د څه ګټه ورسوي، نو هغوی به تاته هيڅ ګټه و نه رسوي پرته له هغې چې الله درته لیکلی وي، او که دوی راغونډ شي چې تاته یو څه ضرر ورسوي، نو هيڅ ضرر به در ونه رسوي له هغه پرته چې الله تعالی درته لیکلي وي. قلمونه پورته شوي او کاغذونه وچ شوي دي». ترمذي (2516) روایت کړی او ابن وهب په القدر کې (28)، او احمد (2669) او عبد بن حميد (636) هم روايت کړی دی.
او مونږ ایمان لرو پر دې چې الله څه وغواړي کیږي او هغه څه چې ونه غواړي نه کیږي، او دا چې د هغه مشیئت بشپړ دی، الله تعالی فرمایلي دي: {وَرَبُّكَ يَخْلُقُ مَا يَشَاء وَيَخْتَارُ مَا كَانَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ سُبْحَانَ اللَّهِ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُون} (او ستا رب پیدا کوي هغه څه چې ویې غواړي او هغه انتخاب کوي، دوی ته هېڅ اختیار نشته، الله تعالی لره پاکي ده، او هغه اوچت دی له هغه څه نه چې دوی یې ورسره شرېکوي). [القصص سورت: 68 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {وَمَا تَشَاؤُونَ إِلاَّ أَن يَشَاء اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِين} (او تاسو (د سمې لارې) اراده نشئ کولی مګر دا چې الله رب العالمین یې اراده وکړي). [التكوير سورت: 29 آیت]. او د الله تعالی ځواک نافذ دی، حق ذات فرمایلي دي: (وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُعْجِزَهُ مِن شَيْءٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلَا فِي الْأَرْضِ ۚ إِنَّهُ كَانَ عَلِيمًا قَدِيرًا) (او الله كله هم داسې نه دى چې هغه لره دې عاجزه كړي هېڅ كوم شى په اسمانونوكې او په ځمكه كې، بېشكه هغه (الله) له ازله ښه پوه، ښه قادر دى). [فاطر سورت: 44 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {وَلَوْ شَاء رَبُّكَ مَا فَعَلُوهُ فَذَرْهُمْ وَمَا يَفْتَرُون} (او كه چېرې ستا رب، غوښتلى (نو) دوى به دا (كار) نه و كړى، نو ته دوى پرېږده او هغه هم چې دوى له خپله ځانه څه دروغ جوړوي). [الأنعام سورت: 112 آیت].
او د هغه په پادشاهۍ کې هیڅ شی نه شي کیدلی مګر چې هغه یې وغواړي، حق ذات فرمایلي دي: {وَلَوْ شَاء اللّهُ مَا اقْتَتَلَ الَّذِينَ مِن بَعْدِهِم مِّن بَعْدِ مَا جَاءتْهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَلَـكِنِ اخْتَلَفُواْ فَمِنْهُم مَّنْ آمَنَ وَمِنْهُم مَّن كَفَرَ وَلَوْ شَاء اللّهُ مَا اقْتَتَلُواْ وَلَـكِنَّ اللّهَ يَفْعَلُ مَا يُرِيد} (اوكه الله غوښتلى، (نو) هغه كسان به په خپلو كې نه وو جنګېدلي، چې له دغو (رسولانو) نه پس وو، له دې نه وروسته چې دوى ته څرګندې نښې راغلې، او لېكن دوى اختلاف وكړ، نو په دوى كې ځینې هغه دي؛ چې ایمان يې راوړ، او ځینې په دوى كې هغه دي؛ چې كافر شول، او كه الله غوښتلى، (نو) دوى به په خپلو كې نه وو جنګیدلي، او لېكن الله كوي هغه څه چې اراده يې وكړي). [البقرة سورت: 253 آیت].
او مونږ ایمان لرو چې بنده ګان هم حقیقي اراده او اختیار لري او هغه د الله تعالی د مشیئت تابع ده، الله تعالی فرماېلي: {وَمَا تَشَاؤُونَ إِلاَّ أَن يَشَاء اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا} (او تاسو اراده نشئ كولى مګر دا چې الله یې وغواړي، بېشكه الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى). [الإنسان سورت: 30 آیت]، الله - تعالی - فرمایلي: {لِمَن شَاء مِنكُمْ أَن يَسْتَقِيم * (د هغه چا لپاره چې په تاسو كې غواړې چې دى نېغ برابر شي. وَمَا تَشَاؤُونَ إِلاَّ أَن يَشَاء اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِين} او تاسو د ( سمې لارې) اراده نشئ كولى مګر دا چې الله رب العلمین يې اراده وكړي). [التكوير سورت: 28، 29 آیتونه]، او د لوی شان او شوکت خاوند ذات فرمایلي دي: {إِنَّ هَذِهِ تَذْكِرَةٌ فَمَن شَاء اتَّخَذَ إِلَى رَبِّهِ سَبِيلاً} [بېشكه دا (قرآن) نصیحت دى، نو هغه څوك چې غواړي چې خپل رب طرف ته لار ونیسي (نو ودې نیسي)]. [الإنسان سورت: 29 آیت]. او سپیڅلي ذات فرمایلي دي: {ذَلِكَ الْيَوْمُ الْحَقُّ فَمَن شَاء اتَّخَذَ إِلَى رَبِّهِ مَآبًا} [دغه حق ورځ ده، نو هغه څوك چې د خپل رب په طرف د ورتلو ځاى نیسي (نو ودې نیسي)]. [النبأ سورت: 39 آیت].
او مونږ ایمان لرو چې یقینا الله تعالی په خپل فضل سره هغه چاته هدایت کړی چې غوښتل یې او په خپل عدل سره یې چې چا لره غوښتل نو هغه یې ذلیل کړ، له هغه څخه د هغه د کړنو پوښتنه نه کیږي حال دا چې دوی پوښتل کیږي، الله تعالی فرمایلي دي: {وَالَّذِينَ كَذَّبُواْ بِآيَاتِنَا صُمٌّ وَبُكْمٌ فِي الظُّلُمَاتِ مَن يَشَإِ اللّهُ يُضْلِلْهُ وَمَن يَشَأْ يَجْعَلْهُ عَلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيم} (او هغه كسان چې زمونږ د آیتونو تكذیب يې كړى دى (دوى) كاڼه او ګونګیان دي، په تیارو كې دي، چا ته چې الله وغواړي هغه ګمراه كوي او چا ته چې وغواړي هغه په نېغه لار روانوي). [الأنعام سورت: 39 آیت]، او د لوی شان او شوکت خاوند ذات فرمایلي دي: (فَمَن يُرِدِ اللَّهُ أَن يَهْدِيَهُ يَشْرَحْ صَدْرَهُ لِلْإِسْلَامِ ۖ وَمَن يُرِدْ أَن يُضِلَّهُ يَجْعَلْ صَدْرَهُ ضَيِّقًا حَرَجًا كَأَنَّمَا يَصَّعَّدُ فِي السَّمَاءِ ۚ كَذَٰلِكَ يَجْعَلُ اللَّهُ الرِّجْسَ عَلَى الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ) (نو هغه څوك چې الله هغه ته د هدایت كولو اراده وكړي، (نو) د هغه سینه د اسلام لپاره پراخه كړي او هغه څوك چې هغه يې د ګمراه كولو اراده وكړي (، نو) د هغه سینه تنګه كړي، بېخي تنګه، ګویا كې هغه پورته اسمان ته په سختۍ سره خېژي، همدارنګه الله پلیتي (عذاب) اچوي په هغو كسانو باندې چې ایمان نه راوړي). [الأنعام سورت: 125 آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي: {وَلَوْ شِئْنَا لآتَيْنَا كُلَّ نَفْسٍ هُدَاهَا وَلَكِنْ حَقَّ الْقَوْلُ مِنِّي لأَمْلأَنَّ جَهَنَّمَ مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِين} (او كه مونږ غوښتلى (نو) مونږ به خامخا هر نفس ته د هغه هدایت وركړى و او لېكن زما له جانبه دغه خبره ثابته (او لازمه) شوې ده چې زه به جهنّم خامخا ضرور له پېریانو او انسانانو، ټولو نه ډكوم). [السجدة سورت : 13 آیت].
له ابوبکر المروزی څخه روایت دی وایې چې: «ما له ابو عبدالله - یعنې احمد بن حنبل - څخه اوریدلي دي چې وییل یې: دوی له عبدالرحمن بن مهدي څخه د تقدیر په اړه پوښتنه وکړه، هغه ورته وویل: خیر او شر په اندازه دي». الإبانة الكبرى، د ابن بطة (4/261).
او أبوبکر بن أبی عاصم فرمایلي دي: «ما د سنت په اړه پوښتنه وکړه چې څه دي؟ او سنت: په احكامو او نورو شيانو كې د ډېرو معناګانو لپاره یو جامع نوم دی، سنت هغه څه دي علماوو یې سنت ته په نسبت ورکولو کې اتفاق کړی وي لکه: د تقدیر د اثبات وینا، او دا چې وړتیا د عمل لپاره له عمل سره وي، او په خیر او شر، خوږ او تریخ تقدیر باندې ایمان درلودل دي، او د هر پیروي کوونکي انسان پیروي هغه ته د الله تعالی په توفیق ورکولو سره کیږي او د هر نافرمان انسان هره نافرماني، د الله تعالی لخوا د ده لپاره ذلت او خواري ده، نیکمرغه انسان هغه دی چې له وړاندې نه ورته نیمکرغي لیکل شوي وي او بدمرغه انسان هغه دی چې بدمرغي ورته له مخکې لیکل شوي وي او کارونه د الله تعالی له ارادې او خوښۍ څخه خارج ندي او د بنده ګانو نیک او بد عملونه د دوی خپلې کړنې دي، او خالق ذات یې پیدا کوونکی دی». السنة، د ابن أبي عاصم (2/645).
او مونږ ایمان لرو چې الله -تعالی- اطاعت او اطاعت کونکي خوښوي، الله - جل جلاله فرمایلي دي: {وَلَكِنَّ اللَّهَ حَبَّبَ إِلَيْكُمُ الإِيمَانَ وَزَيَّنَهُ فِي قُلُوبِكُمْ وَكَرَّهَ إِلَيْكُمُ الْكُفْرَ وَالْفُسُوقَ وَالْعِصْيَانَ أُوْلَئِكَ هُمُ الرَّاشِدُون} (او لېكن الله تاسو ته ایمان محبوب وګرځاوه او هغه يې ستاسو په زړونو كې ښايسته كړ او تاسو ته يې كفر او فسق او نافرماني كول ناخوښه وګرځول، هم دغه كسان په نېغه لار دي). [الحجرات سورت: 7 آیت]، او الله پاک فرمایلي دي: {وَمَن يُطِعِ اللّهَ وَالرَّسُولَ فَأُوْلَـئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللّهُ عَلَيْهِم مِّنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاء وَالصَّالِحِينَ وَحَسُنَ أُولَـئِكَ رَفِيقًا} (او څوك چې د الله او د (هغه د) رسول اطاعت وكړي، نو دغه كسان به له هغو خلکو سره وي پر چا باندې چې الله انعام كړى دى، چې نبیان، او صدیقین او شهیدان او صالحان دي او دغه خلق ښه ملګري دي). [النساء سورت: 69 آيت]، او الله تعالی فرمایلي: {وَأَحْسِنُوَاْ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِين} (او احسان کوئ بې شکه الله تعالی محبت کوي د داسي ښائسته عمل کوؤنکو سره). [البقرة سورت: 195 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ التَّوَّابِينَ وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِين} (یقینًا الله ډېر توبې وېستونكي خوښوي او ښه پاك اوسېدونكي خوښوي). [البقرة سورت: 222 آیت]، او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ العُطَاسَ، وَيَكْرَهُ التَّثَاؤُبَ». «الله تعالی پرنجی خوښوي، او خوله وازی (ارږمی) بد ګڼي». بخاري (6223)، مسلم (2994)، ابوداود (5028)، ترمذي (2746) او ابن ماجه (968) روایت کړی دی.
أبو هريرة -رضي الله عنه- له نبي کریم -صلى الله عليه وسلم- څخه روایت کوي چې فرمایلي یې دي: «إِذَا أَحَبَّ اللَّهُ عَبْدًا نَادَى جِبْرِيلَ: إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ فُلَانًا فَأَحِبَّهُ...». «کله چې الله له یو بنده سره مینه ولري، نو جبرائیل ته غږ وکړي: الله له فلاني سره مینه لري، نو له هغه سره مینه ولره...». بخاري (6040)، مسلم (2637) او ترمذي (3161) روایت کړی.
او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی بې لاریتوب او بې لارې انسانان بد ګڼي، او حق ذات فرمایلي دي: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاَ يَسْخَرْ قَومٌ مِّن قَوْمٍ عَسَى أَن يَكُونُوا خَيْرًا مِّنْهُمْ وَلاَ نِسَاء مِّن نِّسَاء عَسَى أَن يَكُنَّ خَيْرًا مِّنْهُنَّ وَلاَ تَلْمِزُوا أَنفُسَكُمْ وَلاَ تَنَابَزُوا بِالأَلْقَابِ بِئْسَ الاِسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الإِيمَانِ وَمَن لَّمْ يَتُبْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُون} (اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! هېڅ قوم دې په بل قوم پورې مسخرې نه كوي، كېدى شي چې هغوى له ده نه ډېر غوره وي، او نه (دې) ښځې په نورو ښځو پورې (مسخرې كوي)، كېدى شي چې هغوى له دوى نه ډېرې غوره وي او تاسو د خپلو ځانونو عیب جويي مه كوئ او یو بل په بدو لقبونو (او نومونو) سره مه بلئ، له ایمان راوړو نه بعد د فسق نامه بده ده او چا چې توبه ونه وېستله، نو هم دغه كسان ظالمان دي). [الحجرات سورت: 11 آیت]، الله تعالی فرماېلي: {إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبِّ الْمُعْتَدِين} (یقینًا الله له حد نه تېرېدونكي نه خوښوي). [البقرة سورت: 190 آیت]، او الله تعالی فرمايلي دي: {وَاللّهُ لاَ يُحِبُّ الفَسَاد} (حال دا چې الله فساد نه خوښوي). [البقرة سورت: 205 آیت].
او له عثمان البتي څخه روايت دی وايي چې: زه ابن سيرين ته ورغلم، هغه راته وويل: خلک د تقدير په اړه څه وايي؟ ويې ويل: زه نه پوهېږم چې ما ورته څه ځواب ورکړ، ويې ويل: نو هغه له ځمکې څخه يو څه راپورته کړل او ويې ويل: زه نه غواړم چې - په اړه یې - د دې په اندازه څه ووایم، د الآجري په الشریعة کې لدې زیات دی (2/ 887). او یقینا کله چې الله - تعالی - د بنده لپاره د خیر اراده وکړي نو د هغه کارونو توفیق ورکړي چې هغه یې خوښوي او د خپل اطاعت او هغو کارونو توفیق ورکړي چې هغه پرې له بنده څخه راضي کیږي او چاته چې لدې پرته بله اراده ولري نو حجت پرې قائم کړي، بیا عذاب ورکړي پداسې حال کې چې ورسره ظلم کوونکی نه وي». القدر، د فريابي ( 263 مخ).
او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی په بدو کارونو امر نه کوي او د خپلو بنده ګانو لپاره کفر نه خوښوي، الله تعالی فرمایلي: {إِنَّ اللّهَ لاَ يَأْمُرُ بِالْفَحْشَاء} (بېشكه الله د بې حیایۍ حكم نه كوي). [الأعراف سورت: 28 آیت]، او د لوی شان، شوکت او سلطنت خاوند فرمایلي دي: (او هغه د خپلو بنده ګانو لپاره كفر نه خوښوي، او كه تاسو شكر وباسئ (نو) دى دغه (شكر) تاسو ته خوښوي). [الزمر سورت: 7 آیت].
او مونږ ایمان لرو چې الله د هر شي پیدا کوونکی دی، الله تعالی فرمایلي دي: {اللَّهُ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ وَكِيل}، (الله د هر شي پیدا كوونكى دى او هغه په هر شي باندې نګران دى). [الزمر سورت: 62 ایت]، او پدې چې الله - تعالی - بنده ګان پيدا کړي دي، او د دوی کړنې یې هم پیدا کړي دي، الله تعالی فرمایلي دي: ﴿وَاللَّهُ خَلَقَكُمْ وَمَا تَعْمَلُونَ 96﴾ (حال دا چې الله ستاسو او ستاسو د عملونو، پیدا كوونکی دي). [الصافات سورت: 96 آیت]، او هیڅوک ورسره د - مخلوقاتو - په پیدا کولو کې برخه نه لري، لکه څرنګه چې ورسره څوک د هغه په پادشاهۍ کې برخه نه لري، حق ذات فرمایلي دي: {الَّذِي لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَلَمْ يَتَّخِذْ وَلَدًا وَلَمْ يَكُن لَّهُ شَرِيكٌ فِي الْمُلْكِ وَخَلَقَ كُلَّ شَيْءٍ فَقَدَّرَهُ تَقْدِيرًا} (هغه ذات چې خاص د هغه لپاره د آسمانونو او ځمكې بادشاهي ده او هېڅ اولاد يې نه دى نیولى او د ده لپاره په بادشاهۍ كې هېڅ شریك نشته او هر شى يې پیدا كړى دى، نو هغه يې په اندازه كړى دى، اندازه كول). [الفرقان سورت: 2 آیت].
او الله تعالی پر مخلوقاتو استدلال وکړ چې هغه یوازینی خالق دی، الله - تعالی - فرمایلي: {نَحْنُ خَلَقْنَاكُمْ فَلَوْلاَ تُصَدِّقُون * (مونږ تاسو پیدا كړي یئ، نو ولې تاسو تصدیق نه كوئ!. أَفَرَأَيْتُم مَّا تُمْنُون * نو تاسو ما ته خبر راكړئ! هغه نطفه چې تاسو يې تویوئ. أَأَنتُمْ تَخْلُقُونَهُ أَمْ نَحْنُ الْخَالِقُون} آیا تاسو (له) دغې (نطفې نه بشر) پیدا كوئ، یا هم دا مونږ يې پیدا كوونكي یو). [الواقعة سورت: 57-59 آیتونه]. که څه هم دا په بیا راژوندي کېدو یو ثبوت دی، لدې سره د هغه - سپيڅلي ذات - په یووالي هم دلیل دی چې یوازې هغه ذات تبارک وتعالی پیدا کوونکی دی.