او مونږ د الله په پریکړه او تقدیر ایمان لرو، هغه سپیڅلی ذات په هغه څه پوه دی چې پخوا وو او یا به په راتلونکي کې وي او دا ټول یې لیکلي دي، پرې خوښ شوی دی، پیدا کړي یې دي، او په اندازه کولو سره یې اندازه کړي دي.
او مونږ په علم الیقین سره پوهیږو چې په قضا او قدر ایمان د ایمان له رکنونو څخه شپږم رکن دی، حق سپېڅلي ذات فرمایلي دي: {إِنَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقْنَاهُ بِقَدَرٍ} ﴿٤٩﴾ (بېشكه مونږ هر شي لره، مونږ هغه په (ازلي) اندازې سره پیدا كړى دى). [القمر سورت : 49 آیت]، او متعال حق ذات فرمایلي دي: {وَكَانَ أَمْرُ اللَّهِ قَدَرًا مَّقْدُورًا} (او ده قیصله د الله انداره اندازه کړای شوې). [الأحزاب سورت: 38 آیت]، متعال رب فرمایلي دي: { وَخَلَقَ كُلَّ شَيْءٍ فَقَدَّرَهُ تَقْدِيرًا} (او هر شى يې پیدا كړى دى، نو هغه يې په اندازه كړى دى، اندازه كولو سره). [الفرقان سورت: 2 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْهِ مِن رَّبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ كُلٌّ آمَنَ بِاللّهِ وَمَلآئِكَتِهِ وَكُتُبِهِ} (رسول پر هغه څه ایمان راوړى دى؛ چې په ده باندې د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى او مومنانو هم، ټولو ایمان راوړى دى په الله باندې او د هغه پر ملايكو او د هغه پر كتابونو ). [البقرة سورت: ٢٨٥ آیت]، نو په تقدیر ایمان په الله تعالی د ایمان له جملې څخه دی، ځکه چې قدر د الله تعالی علم او د هغه له تقدیر او تدبیر څخه دی.
او الله تعالى فرمایي: {هُوَ الَّذِي يُحْيِي وَيُمِيتُ فَإِذَا قَضَى أَمْرًا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُن فَيَكُون} (دى(الله) هغه ذات دى چې ژوندي كول كوي او مړه كول كوي، نو كله چې د یو كار (د ایجاد) فیصله وكړي، نو بېشكه همدا خبره ده چې ده ته وايي: موجود شه! نو هغه موجود شي). [غافر سورت: 68 آیت]، الله تعالی فرمایلي: {وَعِندَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لاَ يَعْلَمُهَا إِلاَّ هُوَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَمَا تَسْقُطُ مِن وَرَقَةٍ إِلاَّ يَعْلَمُهَا وَلاَ حَبَّةٍ فِي ظُلُمَاتِ الأَرْضِ وَلاَ رَطْبٍ وَلاَ يَابِسٍ إِلاَّ فِي كِتَابٍ مُّبِين} (او خاص له الله سره د غیبو چابیانې دي، يواځې هغه پر دغو عالم دى او هغه عالم دى پر هغه څه چې په وچه او سمندر كې دي، او هېڅ یوه پاڼه نه غورځېږي مګر هغه پرې عالم دى او د ځمكې په تیارو كې نه یوه دانه (پرېوځي) او نه لوند څیز او نه وچ مګر (دا ټول) په څرګند كتاب (لوح محفوظ) كې دي). [الأنعام سورت: 59 آیت].
او له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه د جبریل - علیه السلام - په حدیث کې روایت دی فرمايي: نو له ایمان څخه خبر راکړه، هغه وفرمایل: «أَنْ تُؤْمِنَ بِاللهِ، وَمَلَائِكَتِهِ، وَكُتُبِهِ، وَرُسُلِهِ، وَالْيَوْمِ الْآخِرِ، وَتُؤْمِنَ بِالْقَدَرِ خَيْرِهِ وَشَرِّهِ». قَالَ: صَدَقْتَ. "چې په الله، د هغه پر ملائکو، د هغه پر کتابونو، د هغه پر رسولانو او د آخرت په ورځ، او د خیر او شر په اندازه ایمان ولرې". هغه وفرمایل : رښتیا دې وویل: مسلم (8)، ابو داود (4695)، ترمذي (2610)، نسائي (4990) او ابن ماجه (63) روایت کړی دی.
او مسلمانانو پدې اجماع کړې ده چې په تقدیر ایمان د ایمان له رکنونو څخه یو رکن دی، حافظ أبو القاسم اللالکائي فرمایلي دي: که چېرته په دنیا کې داسې اجماع وي چې پرته له مخالف څخه خپره شوې وي، نو هغه به پدې مسأله کې وي (یعنې د تقدیر مسأله) نو که د چا وینا پکې مخالفه وه، نو هغه به ضدي مخالفت کوونکی انسان وي، چې عذاب به ورورسیږي، او هغه د الله تعالی د دې وینا لاندې راځي {وَمَن يُشَاقِقِ الرَّسُولَ مِن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُ الْهُدَى وَيَتَّبِعْ غَيْرَ سَبِيلِ الْمُؤْمِنِينَ نُوَلِّهِ مَا تَوَلَّى وَنُصْلِهِ جَهَنَّمَ وَسَاءتْ مَصِيرًا} [النساء سورت: 115 آیت] او هغه څوك چې له رسول سره مخالفت وكړي، وروسته له دې نه چې هغه ته نېغه لار ښه څرګنده شوه، او د مومنانو له لارې نه غیر د بلې (لارې) تابع شي (، نو) مونږ به دغه (كس) هغه څه ته وروګرځوو چې دى ورته ورګرځېدلى دى او جهنم ته به يې داخل كړو او هغه د ورتلو بد ځاى دى». شرح أصول اعتقاد أهل السنة والجماعة (4/ 726).
وعن عمرو بن شعيب، عن أبيه، عن جده: أَنَّ نَفَرًا كَانُوا جُلُوسًا بِبَابِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم، فَقَالَ بَعْضُهُمْ: أَلَمْ يَقُلِ اللَّهُ كَذَا وَكَذَا؟ وَقَالَ بَعْضُهُمْ: أَلَمْ يَقُلِ اللَّهُ كَذَا وَكَذَا؟ فَسَمِعَ ذَلِكَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم، فَخَرَجَ كَأَنَّمَا فُقِئَ فِي وَجْهِهِ حَبُّ الرُّمَّانِ، فَقَالَ: «بِهَذَا أُمِرْتُمْ؟ أَوْ بِهَذَا بُعِثْتُمْ؟ أَنْ تَضْرِبُوا كِتَابَ اللَّهِ بَعْضَهُ بِبَعْضٍ؟ إِنَّمَا ضَلَّتِ الْأُمَمُ قَبْلَكُمْ فِي مِثْلِ هَذَا، إِنَّكُمْ لَسْتُمْ مِمَّا هَاهُنَا فِي شَيْءٍ، انْظُرُوا الَّذِي أُمِرْتُمْ بِهِ، فَاعْمَلُوا بِهِ، وَالَّذِي نُهِيتُمْ عَنْهُ، فَانْتَهُوا». او له عمرو بن شعیب څخه روایت دی چې هغه له خپل پلار، هغه له خپل نیکه څخه روایت کوي چې: یو څه نفر د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - په دروازه کې ناست وو، نو ځینو یې وویل: آیا الله تعالی داسې او داسې ندي ویلي؟ نو دا - خبرې - رسول الله صلی الله علیه وسلم واوریدې نو راووت، تا به وییل لکه په مخکې یې چې د انار دانې چاودیدلي وي، نو ویې فرماییل: آیا پدې - خبرو - تاسو ته امر شوی دی؟ او یا پدې سره لیږل شوي یاست؟ چې د الله کتاب یو په بل سره ووهئ؟ یقینا ستاسو څخه وړاندې امتونه د دې په څېر - خبرو - کې ګمراه شوي، تاسو له هغه څه څخه نه یاست چې دلته په کوم څه کې - لګیا - یاست، یوازې هغه ته پام وکړئ چې امر درته پرې شوی دی، نو عمل پرې وکړئ، او هغه چې ترې منع شوي یاست نو ترې منع شئ». ابن ماجه (85) او احمد (6845) روایت کړی دی او لفظ د همده دی، او حارث بن ابي اسامه په مسند کې - لکه د محقق په (735) کې، او ابن ابي عاصم په السنة کې (735) 406).
او له عبد الملک څخه روایت دی - یعنې ابن جریج - له عطاء بن أبی رباح څخه وایې: « ابن عباس ته راغلم، حال دا چې هغه په زمزم کې ورکوز شوی و، او د جامو لاندې برخه یې لنده شوې ده، نو ورته مې وویل: په تقدیر کې خبرې شوي دي ، هغه وفرمایل: آیا دا کار یې کړی دی (خلکو)؟ ما وویل: هو، ویې فرمایل: قسم په الله چې دا آیت ندی نازل شوی مګر په همدوی کې: {ذُوقُوا مَسَّ سَقَر * إِنَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقْنَاهُ بِقَدَر} [القمر سورت: 48، 49 آیتونه]، (تاسو د دوزخ رسېدل وڅكئ، بېشكه مونږ هر شي لره، مونږ هغه په (ازلي) اندازې سره پیدا كړى دى) تاسو د هغوی د مرېضانو پوښتنه مه کوئ، او په مړو یې جنازې مه کوئ، او که ته ما ته د دوی څخه یو راوښايي نو زه به ترې سترګه وباسم». شرح أصول اعتقاد أهل السنة والجماعة (3/597).
وقَالَ عُبَادَةُ بْنُ الصَّامِتِ رضي الله عنه لِابْنِهِ: يَا بُنَيَّ، إِنَّكَ لَنْ تَجِدَ طَعْمَ حَقِيقَةِ الْإِيمَانِ حَتَّى تَعْلَمَ أَنَّ مَا أَصَابَكَ لَمْ يَكُنْ لِيُخْطِئَكَ، وَمَا أَخْطَأَكَ لَمْ يَكُنْ لِيُصِيبَكَ، سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ: «إِنَّ أَوَّلَ مَا خَلَقَ اللَّهُ الْقَلَمَ، فَقَالَ لَهُ: اكْتُبْ، قَالَ: رَبِّ، وَمَاذَا أَكْتُبُ؟ قَالَ: اكْتُبْ مَقَادِيرَ كُلِّ شَيْءٍ حَتَّى تَقُومَ السَّاعَةُ»، يَا بُنَيَّ إِنِّي سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ: «مَنْ مَاتَ عَلَى غَيْرِ هَذَا فَلَيْسَ مِنِّي». او عبادة بن الصامت - رضي الله عنه - خپل زوی ته وفرمایل: ای زویه ! ته هیڅ کله د ایمان حقیقي خوند نه شي موندلی تر دې چې پدې پوه شې چې څه چې درورسیدل هیڅکله به ترې نه وې ژغورل شوی، او څه چې درونه رسیدل هیڅکله به دې تر لاسه کړي نه وو، ما له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه اوریدلي دي چې وییل یې: یقینا لومړی هغه څه چې الله پيدا کړ قلم و، نو ورته یې وویل: ولیکه، هغه وویل: ربه: څه ولیکم؟ هغه وفرمایل: د قیامت تر قائمیدو پورې د هر شي تقدیرونه ولیکه» ای بچیه! ما له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه اوریدلي دي چې فرمایل یې: "څوک چې له دې پرته په بل څه مړ شو نو زما څخه ندی". ابو داود په خپل سنن کې (۴۷۰۰) کې روایت کړی او ابن ابی عاصم په السنة کې (۱/۵۱).
او له یحی بن یعمر څخه روایت دی فرمایي: لومړی هغه څوک چې په تقدیر کې یې خبرې کړي دي هغه معبد الجهني و په بصره کې، نو زه او عبد الرحمن الحمیري حج - او یا عمرې - ته روان شو، نو ومو وییل: ښه به وي که چېرته د رسو ل الله - صلی الله علیه وسلم - له کوم صحابي سره مخ شو، نو د دې خلکو د ویناوو په اړه به ترې پوښتنه وکړو چې دوی یې د تقدیر په اړه کوي، نو له عبد الله بن عمر بن الخطاب سره جومات ته د ننوتلو پر مهال مخ شو، نو ما او ملګري مې په منځ کې راګیر کړ: یو یې ښي لور ته او بل یې چپ لور - ته شو - نو ما فکر وکړ چې ملګری به مې خبره ماته پریږدي، نو ما وویل: ای أبو عبد الرحمن، زمونږ په طرف کې داسې خلک راښکاره شوي دي چې قرآن لولي او علم بربادوي او د دوی له کړنو څخه یادونه وکړه، او دا چې هغوی ګمان کوي چې تقدیر نشته، او دا چې - تقدیر - نشته او نه پرې له مخکې څوک پوهیږي تر دې چې کار واقع شوی نه وي، وایې: نو کله چې د دوی سره مخ شوې نو خبر یې کړه چې زه ورڅخه بېزاره یم، او هغوی زما څخه بیزاره دي او هغه چې عبد الله بن عمر پرې قسم کوي، که چېرته یو له دوی څخه د احد د غره په اندازه سره زر درلودل؟ او هغه یې د الله په لار کې لګولي وو نو الله به ترې نه وو قبول کړي تر څو چې په تقدیر ایمان ونه لري...». مسلم د خپل صحيح په مقدمه کې روایت کړی (۸) او آجري په الشریعه کې (۲/۸۵۱).
او له أبو هارون الأبلي څخه روایت دی - او دی د هغه چا له جملې څخه و چې د عبد الله بن سهل سره یې ملګرتیا کړې وه - او دی یو نیک انسان و، او مونږ ته یې په جامع مسجد کې قرآن تدریساوه، فرمايی: «له سهل بن عبد الله څخه د تقدیر په اړه پوښتنه وشوه، نو ویې فرمایل: په تقدیر ایمان فرض دی، او دروغ ګڼل یې کفر دی او په اړه یې خبرې کول بدعت دی او ورڅخه چپ پاتې کېدل سنت دي». شرح أصول اعتقاد أهل السنة والجماعة (4/786).
او له حسن بصري څخه روایت دی فرمایلي یې دي: "قلم وچ شوی، قضاوت شوی، او تقدیر د کتاب - په تصدیق، د رسولانو په رښتیا ګڼلو او د هغه چا په نیکمرغۍ چې عمل یې کړی وي او د الله څخه ویریدلی او د هغه چا په بدبختۍ چې ظلم او تېری یې کړی وي او د الله - تعالی - لخوا مؤمنانو ته په واکمنۍ ورکولو او د الله لخوا له مشرکانو څخه په بیزارۍ - بشپړ شوی دی. الشريعة، د آجري (2/881).
ابن بطة العکبري فرمایلي دي: بیا لدې څخه وروسته د تقدیر په خیر او شر، خوږ او تریخ، لږ او زیات ایمان راوړل دي چې د الله تعالی لخوا په بندګانو د هغه د ارادې سره سم په ټاکلي وخت مقرر شوی دی چې باید تر سره شي، نو د الله تعالی له مخکني علم سره سم تر سره کیږي نه مخکې کیږي او نه وروسته کیږي او دا چې کوم څه بنده ته رسیدونکي وي هیڅکله به ترې ونه ژغورل شي او له هغه څه نه چې ژغورل شوی دی هیڅکله به ورته ونه رسیږي، او هغه څه چې مخکي شوي وروسته به نه شي، او هغه چې وروسته شوي مخکي به نه شي...نو پدې سره ایمان حتمي دی، د الله تعالی لخوا یې په بنده ګانو فرض شوی، نو چا چې د دې مخالفت وکړ او یا ترې ووت، او یا یې پکې باطلې خبرې وکړې، او الله تعالی ته تقدیرونه ثابت نه کړي او د تقدیر او مشیئت نسبت هغه ته (الله ) و نه کړي نو دا تر ټولو لومړی زندیق دی». الشرح والإبانة على أصول السنة والديانة، د ابن بطة (مخ: 213 - 216).