او موږ باور لرو چې عرش د الله -تعالی- له مخلوقاتو څخه یو لوی مخلوق دی، بلکه هغه د الله له ټول مخلوقاتو څخه لوی دی، او کله چې لوی ذات هغه په لوی والي سره یاد کړي، نو هغه به په رښتیا چې لوی وي، هغه پاک ذات فرمایلي دي: {اللَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيم}. (الله چې دى، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، د ډېر ستر عرش رب دى). [النمل سورت: 26 آیت]. او هغه عرش لره په (مجید) یعنې د لوی شان او عزت والا په صفت سره یاد کړ، الله عزوجل فرمایلي دي: {ذُو الْعَرْشِ الْمَجِيد} :خاوند د عرش عزتمند دی. [البروج سورت: 15 آیت]، او هغه د دې لوی والي سره مخلوق او مملوک دی، الله تعالی فرمایلي دي: {قُلْ مَن رَّبُّ السَّمَاوَاتِ السَّبْعِ وَرَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيم}. (ته (دوى ته) ووایه: د اوو اسمانونو او د ډېر لوى عرش رب څوك دى؟). [المؤمنون سورت: 86 آیت]. او هغه -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «...وَخَلَقَ عَرْشَهُ عَلَى الماء». «او هغه خپل عرش د اوبو له پاسه پیدا کړی». (ترمذي (3109)، ابن ماجه (182)، طيالسي (1189)، احمد (16188) او ابن ابي عاصم په السنه (625) کې روایت کړی دی. او هغه (عرش) لره پښې یا ستنې دي؛ پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: "د قيامت په ورځ به خلک بې هوشه کیږي، نو زه به تر ټولو لومړی هغه څوک یم چې په هوش راځي، نو ناڅاپه به زه موسی -علیه السلام- وګورم چې د عرش له پایو څخه به یې یوه نیولي وي" (بخاري په (3398) شمېره، مسلم په (2374) شمېره او ابوداود په (4668) شمېره روایت کړی دی.
او عرش د آسمانونو د پاسه دی، او الله د عرش د پاسه دی، پيغمبر - صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «د - الله تعالی - عرش د آسمانونو له پاسه داسې دی - او هغه په ګوتو سره وویل (اشاره یې وکړه، داسې چې د یو لاس ګوتې یې د بل لاس په ورغوي کېښودې) چې دا پرې لکه د گنبد په څیر- ولاړ دی- او دا (عرش) داسې اواز کوي لکه یو سړی چې کله په سپرلۍ سپور شي او د دروندوالي له امله د پالان اواز وخیږي». ( ابو داود روایت کړی دی (۴۷۲۶)، عثمان بن سعید الدارمي هم پر جهمیانو د ځواب په موخه راوړی دی (۲۴) ، ابن ابی عاصم په السنه کې (۵۸۷) او ابن خزیمه په توحید (۱۴۷) کې روایت کړی دی. او په بل روایت کې: «الله په عرش د پاسه دی، او عرش یې د آسمانونو له پاسه دی». ( ابو داود په (۴۷۲۶) شمېره روایت کړی دی ، عثمان بن سعید الدارمي هم پر جهمیانو د ځواب په موخه راوړی دی (۲۴) ، ابن ابی عاصم په السنة کې(۵۸۸) او ابن خزیمه په توحید (۱۴۷) کې روایت کړی دی.
او موږ باور لرو چې د عرش لاندې الهي خزانې دي چې له الله پرته یې بل څوک د اندازه کولو وړتیا نه لري، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: "د البقرې سورت دا وروستي آيتونه ماته د عرش د لاندې له خزانې څخه راکړل شوي دي، چې زما څخه وړاندې هيڅ پيغمبر ته نه وو ورکړل شوي". (مسلم (۵۲۲) د استشهاد له محل نه پرته روایت کړی، او الطیالسي (۴۱۸)، ابن ابي شیبه په المصنف کې (۳۲۳۰۶)، او أحمد (۲۳۲۵۱) او لفظ د همده دی، او نورو روایت کړی)
او د ابو ذر -رضي الله عنه- په حدیث کې راغلي فرمایي: چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: زما دوست، ما ته د اوو کړنو امر کړی، له هغوی څخه یې د ځینو یادونه وکړه: «راته یې امر کړی چې: لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ زیات ووایم، ځکه دا -کلمې- د عرش لاندې له ګنج څخه دي». (بزار په (3966) شمېره، ابن ابي شیبه په المصنف کې په (35491) شمېره، هناد په الزھد کې په (1013) شمېره، احمد په مسند په (21415) شمیره روایت کړی او دا لفظ د همده دی، او په الزهد کې په (401) شمېرې سره روایت شوی دی).
او مونږ پدې باور لرو چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - به د قیامت په ورځ د عرش لاندې سجده کوي تر دې چې لوی شفاعت وکړي، د شفاعت په اوږود حدیث کې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «بیا به روان شم تر دې چې د عرش لاندې ځای ته راشم، نو خپل رب ته به په سجده پریوځم، بیا به الله - تعالی - د حمد او ثنا ویلو داسې توفیق راکړې چې هیچاته به یې زما څخه مخکې نه وي ورکړی، بیا به وویل شي: ای محمده! سر دې پورته کړه، سوال وکړه تا ته به درکول شي، شفاعت وکړه، ستا شفاعت به ومنل شي، نو بیا به خپل سر پورته کړم، نو وبه وایم: ای ربه امت مې، ای ربه امت مې،...». (بخاري (۴۷۱۲)، مسلم (۱۹۴)، ترمذي (۲۴۳۴) او ابن ماجه (۳۳۰۷) کې روایت کړی دی.
او مونږ ایمان لرو پر دې چې د شهیدانو روحونه به په هغو څراغونو کې ځای پر ځای شي چې د عرش په سیوري کې ځړول کیږي، پدې اړه له ابن عباس -رضي الله عنهما- څخه روایت دی چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «کله چې ستاسو وروڼه په أحد کې ووژل شول نو د دوی روحونه الله - تعالی - د شنو مرغیو په ګېډو کې وګرځول، چې د جنت په ویالو به ګرځي، له میوو څخه به یې خوري، او بیا به د عرش تر سیوري لاندې له سرو زرو جوړو څراغونو کې ځای پر ځای شي...». (ابوداود په (2520) شمېره، ابن المبارک په جهاد کې په (62) شمېره، ابن ابي شیبه په (19678) شمېره او احمد په (2388) شمېره روایت کړی دی.
ابن المبارک ته وويل شول: څنګه خپل رب وپېژنو؟ هغه وفرمایل: هغه د اووم اسمان دپاسه په عرش باندې دی، هغه له خپل مخلوق څخه جلا دی. ( الرد علی الجهمیة، د الدارمي ۴۷ مخ، الاسماء والصفات د البیهقي (2/336)، الفتوی الحمویة الکبری ۳۳۳ مخ، شرح الطحاویة - دار السلام چاپ ۲۱۹ مخ.
امام الدارمي رحمه الله فرمایلي دي: الله تبارک وتعالی د عرش له پاسه دی، د آسمانونو له پاسه دی، له خپلو مخلوقاتو څخه یې جلا دی، که څوک یې پدې (صفتونو) سره نه پیژني نو خپل هغه معبود یې ندی پیژندلی چې عبادت یې کوي، او پوهه یې د عرش د پاسه ټولو لرې او نږدې (مخلوقاتو) ته یو برابره ده او هیڅ شی له هغه څخه لرې ندی؛ (له هغه نه نه پټېږي په اندازه د یوې ذرې په آسمانونو كې او نه په ځمكه كې) [سبأ سورت: 3 آیت] پاک او لوړ دی هغه ذات - له هغه څه نه چې له صفتونو څخه انکار کوونکي یې پرې یادوي - په ډیر لوی لوړوالي سره. (الرد على الجهمية (47 مخ).
او موږ باور لرو چې عرش ملاېکو بار کړی دی، الله تعالی فرمايلي دي: {الَّذِينَ يَحْمِلُونَ الْعَرْشَ وَمَنْ حَوْلَهُ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيُؤْمِنُونَ بِهِ وَيَسْتَغْفِرُونَ لِلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا وَسِعْتَ كُلَّ شَيْءٍ رَّحْمَةً وَعِلْمًا فَاغْفِرْ لِلَّذِينَ تَابُوا وَاتَّبَعُوا سَبِيلَكَ وَقِهِمْ عَذَابَ الْجَحِيم} (له ملايكو څخه) (هغه كسان چې عرش اوچتوي او هغه (ملايك) چې د دغه (عرش) شاوخوا دي، دوى د خپل رب د ستاينې سره تسبیح وايي او په ده ایمان لري او د هغو كسانو لپاره مغفرت غواړي چې ایمان يې راوړى دى (او وايي:) اى زمونږه ربه! ته د رحمت په لحاظ سره هر شي ته رسېدلى يې، نو ته هغو كسانو ته بخښنه وكړې چې توبه يې ايستلې ده او ستا د لارې پیروي يې كړې ده او ته دوى د دوزخ له عذاب نه وساته). [غافر سورت: 7 آیت]. او الله تعالی فرمایلي دي: {وَالْمَلَكُ عَلَى أَرْجَائِهَا وَيَحْمِلُ عَرْشَ رَبِّكَ فَوْقَهُمْ يَوْمَئِذٍ ثَمَانِيَة}. (او ملايك به د ده د څنډو له پاسه وي او په دغې ورځ كې به ستا د رب عرش اتو (ملايكو) د دوى له پاسه اوچت كړى وي) [الحاقة سورت: 17 آیت].
او پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - د عرش د پورته کوونکو (پرېښتو) له ځینو صفتونو څخه خبر ورکړی دی نو فرمایلي یې دي: "ما ته اجازه راکړل شوه چې د الله تعالی له پرښتو څخه د یوې په اړه بیان وینا وکړم چې عرش پورته کوي، د هغې د غوږ د پوڅکۍ (نرمۍ) څخه تر اوږې پورې د اووه سوه کلونو په اندازه مزل دی. (أبو داود په (4727) شمېره، او طبراني په الأوسط کې په (1709) شمېره، او أبو الشيخ په العظمة کې په (476)شمېره، او ابن شاهين په الفوائد کې په (19) شمېره روایت کړی دی.
او موږ باور لرو چې پرښتې به د رحمن د عرش ګیر چاپیره وي ، هغه حق ذات فرمایلي دي: {وَتَرَى الْمَلاَئِكَةَ حَافِّينَ مِنْ حَوْلِ الْعَرْشِ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَقُضِيَ بَيْنَهُم بِالْحَقِّ وَقِيلَ الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِين}. (او (اى نبي) ته به ملايك ووينې، چې د عرش ګېر چاپېره راتاوېدونكي وي، چې د خپل رب له حمد سره تسبیح وايي او د دغو (خلکو) په مینځ كې به په حقه سره فیصله وكړى شي او وبه ویل شي: ټول د كمال صفتونه خاص د الله لپاره دي چې د عالمونو ښه پالونكى دى) [الزمر سورت : 75 آیت].
او عرش له یاد شوي کتاب سره د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په وینا کې: «کله چې الله د مخلوقاتو پريکړه وکړه نو په خپل کتاب کې یې ولیکل، او هغه کتاب له هغه سره د عرش د پاسه دی، زما رحمت زما په غضب غالب شوی دی». (بخاري په (3194) شمېره، او مسلم په (2751) شمېره، او ترمذي په (3543) شمېره، او ابن ماجه په (189، 4295) شمېره روایت کړی دی) دوی دواړه تر ټولو پورته مخلوقات دي، پيغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «... نو کله مو چې د الله نه سوال کاوه نو د فردوس سوال ترې وکړئ، ځکه هغه منځنی جنت دی، تر ټول پورته جنت دی، له پاسه یې د رحمان ذات عرش دی، او له هغه څخه د جنت ویالې رابهېدلي دي». (بخاري په (7423) شمېره روایت کړی دی).
او مونږ باور لرو چې الله په خپل عرش باندې استوا کړې ده، داسې استوا چې د هغه د شان سره ښایي، الله تعالی فرمایلي دي: {إِنَّ رَبَّكُمُ اللّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ} (بېشكه ستاسو رب هغه الله دى چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، بیا د عرش له پاسه شو). [الأعراف سورت: 54 آیت]، او حق ذات سبحانه وتعالی فرمايلي دي: {الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ الرَّحْمَنُ فَاسْأَلْ بِهِ خَبِيرًا}. (هغه (الله) چې اسمانونه او زمكه، او هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي، په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، بیا په عرش باندې برابر شو، (دغه) رحمن دى، نو ته د ده خبردارنه وغوړه) [الفرقان سورت: 59 آیت].
او له ربیعة الرأی څخه د الله تعالی د دې وینا {الرَّحْمَنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَى} [طه سورت: 5 آیت]: په اړه پوښتنه وشوه چې : څرنګه یې استوا کړې ده؟ و یې فرمایل: «کیفیت یې معلوم ندی، او استوا د عقل خلاف نده، او پر ما او تاسو په ټولو ایمان پرې واجب دی ». (الیهقی په اسماء او صفتونو کې په (۲/۳۰۶) شمېره روایت کړي، او د اهل سنت والجماعت د عقایدو د اصولو شرحه (۳/۵۸۲)).
او یو سړی مالک بن أنس ته راغی او ورته یې وویل: ای أبو عبد الله {الرَّحْمَنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَى} یعې رحمان ذات په عرش استوا کړې ، نو څنګه یې استوا کړې؟ (راوي) وايي: مونږ هیڅکله امام مالک نه و لیدلی چې دومره دې کله تکلیف شوی وي لکه څومره چې د دې وینا په اوریدلو تکلیف شو، او خولې پرې راماتې شوې، او سر یې وخوځاوه، او مونږ انتظار شو چې په اړه به یې په څه امر کوي، وایې: بیا خپل حالت ته راوګرځیده، نو ویې فرمایل: «کیفیت معقول ندی، او د الله تعالی لخوا نه استوا مجهول شی ندی، او ایمان پرې واجب دی، او په اړه یې پوښتنه کول بدعت دي، او زه لدې ویریږم چې ته دې ګمراه یي، بیا یې پرې امر وکړ او له مجلس څخه وویستل شو». (الرد على الجهمية، د الدارمي ( 66 مخ)، او شرح أصول اعتقاد أهل السنة والجماعة (3/441) شمېره حدیث، او حلية الأولياء وطبقات الأصفياء (6/325) شمېره حدیث،او الاعتقاد، د البيهقي ( 116 مخ)، او شرح السنة، د البغوي (1/171). او الأسماء والصفات،د البيهقي (2/306).
او امام احمد رحمه الله به د استواء د معنی په اړه وییل: دا لوړوالي او ارتفاع ته وایي، او الله تعالی د خپل عرش له پیدا کولو مخکې هم لوړ او پورته و، نو هغه له هر څه نه پورته او د هر څه د پاسه دی، او الله تعالی په ځانګړې توګه د عرش یادونه لدې امله وکړه چې په عرش کې د نورو شیانو پر خلاف ځانګړې معنا پرته ده، او عرش د ټولو شیانو غوره او پورته یې دی، نو الله تعالی خپل ځان وستایه چې هغه د عرش د پاسه دی؛ یعنی پر هغه پورته دی... له عبدالرحمن بن مهدي څخه روایت دی چې هغه له مالک څخه روایت کوي فرمایي: «الله تعالی په خپل عزتمند عرش مستوي دی لکه څرنګه یې چې خبر ورکړی، او علم یې په هر ځای کې دی». (العقيدة ؛ د أبو بكر الخلال په روایت ( 108 مخ)
او عرش لره د الله تعالی ملکیت پر دې دلیل دی چې هغه پرته له بل هر چا څخه د عبادت وړ دی، الله تعالی فرمایلي: {لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلاَّ اللَّهُ لَفَسَدَتَا فَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُون} (كه چېرې په دغو (ځمكه او اسمان) كې له الله نه پرته نور معبودان وى (نو) دواړه به خامخا وران شوي وو، نو الله د عرش مالك، پاك دى له هغو خبرو چې دوى يې بیانوي) [الأنبياء سورت: 22 آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي: {قُلْ مَن رَّبُّ السَّمَاوَاتِ السَّبْعِ وَرَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيم}. (ته (دوى ته) ووایه: د اوو اسمانونو او د ډېر لوى عرش رب څوك دى) [المؤمنون سورت: 86 آیت]، او الله رب العزت فرمایلي: {قُل لَّوْ كَانَ مَعَهُ آلِهَةٌ كَمَا يَقُولُونَ إِذًا لاَّبْتَغَوْاْ إِلَى ذِي الْعَرْشِ سَبِيلا} (ته ووایه: كه له دغه (الله) سره نور معبودان وى، لكه څنګه چې دوى يې وايي (، نو) په دغه وخت كې به دوى خامخا د عرش د مالك په طرف لار لټولې وى). [د الإسراء سورت: 42 آیت].