Applicable Translations English اردو عربي

باب دی د انسان د پېدایښت په اړه

او موږ باور لرو چې الله -تعالی- خپلو ملاېکو ته خبر ورکړی دی چې هغه به په ځمکه کې یو خلیفه ګرځوي تر څو یې په عبادت سره آباده کړي، الله -تعالی- فرمایلي: {وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلاَئِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً قَالُواْ أَتَجْعَلُ فِيهَا مَن يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاء وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ قَالَ إِنِّي أَعْلَمُ مَا لاَ تَعْلَمُون}. (او كله چې ستا رب ملايكو ته وويل: بې شكه زه په ځمكه كې يو خليفه پيدا كوونكى يم، هغوى وويل: آيا ته په هغې كې داسې څوك پيدا كوې چې په هغې كې به ورانى كوي او وينې به تُويَوي؟ حال دا چې مونږ ستا له ستايلو سره تسبيح وايو او ستا پاكوالى بيانوو، (الله) وويل: يقينًا زه پوهېږم پر هغه څه چې تاسو پرې نه پوهېږئ). [البقرة سورت: 30 آیت]، او حق ذات روښانه کړې ده چې هغه ادم -علیه السلام- له خاورې څخه پیدا کړی دی. {إِنَّ مَثَلَ عِيسَى عِندَ اللّهِ كَمَثَلِ آدَمَ خَلَقَهُ مِن تُرَابٍ ثِمَّ قَالَ لَهُ كُن فَيَكُون}، (بېشكه د عیسٰی مثال د الله په نیز د آدم د مثال په شان دى، الله هغه له خاورې پیدا كړ، بیا يې هغه ته وویل: (پیدا) شه، پس (پیدا) شو). او پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «إِنَّ اللَّهَ عز وجل خَلَقَ آدَمَ مِنْ قَبْضَةٍ قَبَضَهَا مِنْ جَمِيعِ الْأَرْضِ، فَجَاءَ بَنُو آدَمَ عَلَى قَدْرِ الْأَرْضِ. جَاءَ مِنْهُمُ الْأَبْيَضُ وَالْأَحْمَرُ وَالْأَسْوَدُ وَبَيْنَ ذَلِكَ، وَالْخَبِيثُ وَالطَّيِّبُ، وَالسَّهْلُ وَالْحَزْنُ، وَبَيْنَ ذَلِكَ». «الله پاک آدم -علیه السلام- له یو موټي (خاورې) څخه پیدا کړ چې له ټولې ځمکې څخه یې اخیستې وه، نو د آدم اولاده د ځمکې په څېر راغله. له دوی څخه سپین، سور، تور، او د دې تر منځه راغلل، پلیت او پاک، آسان (خوشحال) او غمګین او د دوی ترمنځه». ( ابو داود (۴۶۹۳)، ترمذي (۲۹۵۵)، عبدالرزاق په تفسیر کې (۴۱)، احمد (۱۹۵۸۲) او البزار (۳۰۲۵، ۳۰۲۶) روایت کړی دی. او دا خاوره الله -جل جلاله- خټه وګرځوله، بیا یې په پړاوونو کې پیدا کړ، حق ذات فرمایلي دي: {وَلَقَدْ خَلَقْنَا الإِنسَانَ مِن صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَإٍ مَّسْنُون * (او یقینًا یقینًا مونږه انسان پیدا كړى دى له كړنګېدونكې وچې خټې نه، چې له تورې سخا كړى شوې خټې ځنې وه. وَالْجَآنَّ خَلَقْنَاهُ مِن قَبْلُ مِن نَّارِ السَّمُوم * او جانّ (پلار د پېریانو) مونږ هغه له ده نه مخكې د بې لوګي اور څخه پیدا كړى دى. وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلاَئِكَةِ إِنِّي خَالِقٌ بَشَرًا مِّن صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَإٍ مَّسْنُون * او كله چې ستا رب وویل: بېشكه زه د یو بشر پېدا كوونكى یم د كړنګېدونكې وچې خټې نه چې له تورې سخا كړى شوې خټې ځنې ده. فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي فَقَعُواْ لَهُ سَاجِدِين * نو كله چې زه هغه برابر كړم او په هغه كې له خپله روح پُو كړم، نو تاسو هغه ته پرېوځئ، سجده كوونكي. فَسَجَدَ الْمَلآئِكَةُ كُلُّهُمْ أَجْمَعُون}. نو ملايكو ټولو عامو سجده وكړه). [الحجر سورت: 26-30 آیتونه]، او الله تعالی فرمایلي: {وَلَقَدْ خَلَقْنَا الإِنسَانَ مِن سُلاَلَةٍ مِّن طِين}. (او یقینًا یقینًا مونږ انسان د خټې له خُلاصې نه پیدا كړى دى). [المؤمنون سورت: 12 آیت]. او الله تعالی فرمايي: {فَاسْتَفْتِهِمْ أَهُمْ أَشَدُّ خَلْقًا أَم مَّنْ خَلَقْنَا إِنَّا خَلَقْنَاهُم مِّن طِينٍ لاَّزِب}. (نو ته له دوى نه پوښتنه وكړه چې آیا دوى د تخلیق په لحاظ ډېر سخت دي، یا هغه چې مونږ پیدا كړي دي؟، بېشكه مونږ دوى له سرېښناكې خټې نه پیدا كړي دي). [الصافات سورت: 11 آیت].

او امام احمد -رحمه الله- د هغه آيتونو له راوړلو وروسته چې د آدم -عليه السلام- د پيدايښت يادونه پکې شوې ده فرمایلي دي: مونږ وایو: دا د آدم د پیدایښت پیل دی، د پېدایښت لومړی پیل الله - تعالی - له خاورې وکړ، بیا له خټې څخه، سرې، تورې او سپینې، له پاکې خټې او خوسا خټې، بیا هغه خاوره لنده شوه نو خټه ترې جوړه شوه، دا د الله تعالی هغه قول دی - چې فرمایي - {مِّن طِين} یعنې له خټې څخه، کله چې خټه یو له بل سره ونښته، بیا ترې سریخناکه خټه جوړه شوه - یو له بل سره نښتې - بیا یې وفرمایل: {مِن سُلاَلَةٍ مِّن طِين} یعنې د خټې له خلاصې) فرمایي: لکه د خټې په شان، بیا چې واغږل شوه نو لکه د خټې په څېر چې د ګوتو په منځ کې راوبهیږي، بیا له سخا کړی شوې خټې څخه، نو کله چې وچه شوه کړنګېدلې شوه لکه کردوڼی، فرمایي: بیا یې لکه د کردوڼي په څېر کړنګاری کاوه، فرمایي: داسې غږ یې درلوده لکه د کردوڼې ( پخې شوې خټې په څېر) دا د آدم د پیدایښت بیان دی، او د الله تعالی دا قول {مِن سُلاَلَةٍ مِّن مَّاء مَّهِين} يعني: د ضعیفو حقیرو اوبو له خلاصې نه [السجدة: 8] دا د هغه د اولادې د پیدایښت پیل دی {سُلاَلَةٍ} یعنې له نطفې څخه کله چې له سړي څخه راښکته شي، دا هغه څه دي چې فرمایلي یې دي: {مِّن مَّاء} یعنې له نطفې څخه، {مَّهِين} کمزورې». (الرد على الجهمية والزنادقة (: 179-180 مخونه) چاپ/ دغش العجمي.)

او موږ ایمان لرو چې الله -تعالی- ادم -علیه السلام- په خپل عزتمند لاس پیدا کړی او خپلې پرښتې یې ورته په سجده کړې، الله تعالی فرمایلي: {فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي فَقَعُوا لَهُ سَاجِدِين* (نو كله چې زه هغه برابر كړم او په هغه كې له خپله روح پُو كړم، نو تاسو هغه ته پرېوځئ، سجده كوونكي. فَسَجَدَ الْمَلاَئِكَةُ كُلُّهُمْ أَجْمَعُون}. نو ملايكو ټولو عامو سجده وكړه). [الحجر سورت: 29، 30 آیتونه]، او پيغمبر -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «يَجْتَمِعُ المؤمِنُونَ يَوْمَ القِيَامَةِ، فَيَقُولُونَ: لَوِ اسْتَشْفَعْنَا إِلَى رَبِّنَا، فَيَأْتُونَ آدَمَ، فَيَقُولُونَ: أَنْتَ أَبُو النَّاسِ، خَلَقَكَ اللَّهُ بِيَدِهِ، وَأَسْجَدَ لَكَ مَلَائِكَتَهُ». «مؤمنان به د قیامت په ورځ راټول شي، نو وبه وایې: که مو له خپل رب څخه شفاعت غوښتی و، نو آدم ته به راشي، ورته به ووایي: ته د انسانانو پلار یې، الله په خپل لاس پیدا کړی یې، او خپلې پرېښتې یې درته په سجده کړې دي». بخاري (۴۴۷۶)، مسلم (۱۹۳) او ابن ماجه (۴۳۱۲) روایت کړی دی.

او موږ ایمان لرو چې الله - تعالی - آدم -علیه السلام- په خپل شکل پیدا کړی دی، ابوهریره -رضي الله عنه- له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه رایت کوي فرمایي: «خَلَقَ اللَّهُ آدَمَ عَلَى صُورَتِهِ، طُولُهُ سِتُّونَ ذِرَاعًا»، "الله - تعالی - آدم - علیه السلام - په خپل شکل پیدا کړی، اوږدوالی یې شپیته ګزه دی"، بخاري (6227) او مسلم (2841) روایت کړی دی. او له هغه څخه روایت دی چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إِذَا قَاتَلَ أَحَدُكُمْ أَخَاهُ فَلْيَجْتَنِبِ الْوَجْهَ؛ فَإِنَّ اللهَ خَلَقَ آدَمَ عَلَى صُورَتِهِ»، «کله چې په تاسو کې څوک له خپل ورور سره جنګ کوي، نو له مخ څخه دې ډډه وکړي. بیشکه چې الله - تعالی - آدم - علیه السلام - په خپل شکل پیدا کړی دی»، (بخاري (2559) او مسلم (2612) روایت کړی او دا الفاظ د هغه دي. أبو هريرة -رضي الله عنه- له نبي کریم -صلى الله عليه وسلم- څخه روایت کوي چې فرمایلي یې دي: «إِذَا ضَرَبَ أَحَدُكُمْ فَلْيَتَجَنَّبِ الْوَجْهَ، وَلَا يَقُلْ: قَبَّحَ اللَّهُ وَجْهَكَ وَوَجْهَ مَنْ أَشْبَهَ وَجْهَكَ، فَإِنَّ اللَّهَ تَعَالَى خَلَقَ آدَمَ عَلَى صُورَتِهِ». «کله چې یو ستاسو څخه وهل کوي نو له مخ څخه دې ځان وساتي، او نه دې وایي چې: الله دې مخ بدرنګ کړه، او د هغه چا مخ چې مخ یې ستا په څېر وي، یقینا الله - تعالی - آدم په خپل شکل سره پیدا کړی دی». (عبدالرزاق (17952)، حميدي (1153)، احمد (7420)، بخاري (173)، په الادب المفرد کې (173) او ابن ابي عاصم په سنن (531) کې روايت کړی دی).

او مونږ ایمان لرو چې الله - تعالی- د آدم لپاره له هغه نه جوړه پیدا کړه تر څو یې ترڅنګه ارام او سكون حاصل كړي، او هغه حوا بي بي ده، حق ذات فرمایلي دي: {هُوَ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَجَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا لِيَسْكُنَ إِلَيْهَا} (دى همغه ذات دى چې تاسو يې له یو ځان نه پیدا كړي یئ او له هغه نه يې د هغه جوړه پیدا كړه، د دې لپاره چې د هغې ترڅنګ ارام او سكون حاصل كړي). [الأعراف سورت: 189 آیت]. او الله تعالی فرمایلي: {يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالاً كَثِيرًا وَنِسَاء}. (اى خلکو! له خپل رب نه ووېرېږئ هغه چې تاسو يې له یو نفس نه پیدا كړي یئ او له هغه نه يې د هغه جوړه پیدا كړې ده، او له دغو دواړو نه يې (په ځمكه كې) ډېر سړي او ښځې خواره كړل) [النساء آیت: 1 آیت].

او موږ باور لرو چې الله -تعالی-آدم او حوا پیدا کړل او په جنت کې یې ځای په ځای کړل، الله - تعالی - فرمایلي: {وَقُلْنَا يَا آدَمُ اسْكُنْ أَنتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ وَكُلاَ مِنْهَا رَغَداً حَيْثُ شِئْتُمَا}. (او مونږ وويل: اى ادمه! اوسېږه ته او ستا ښځه په جنت كې، او دواړه له هغه (د جنت له مېوو) نه پرېمانه (په مزې سره) خوراك كوئ كوم ځاى چې مو خوښه وي). [البقرة سورت: 35 آیت]، او - الله تعالی - دوی له ونې څخه د خوراک کولو نه منع کړل، نو شیطان دوی سره د کینې له مخې دوی ته وسوسه ورواچوله، دوی له هغې - ونې - څخه خوراک وکړ، نو الله - تعالی - دوی له جنت څخه راوویستل او ځمکې ته یې راښکته کړل، الله -تعالی- له دې - پېښې - څخه د خبرولو په موخه فرمایلي: {وَيَا آدَمُ اسْكُنْ أَنتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ فَكُلاَ مِنْ حَيْثُ شِئْتُمَا وَلاَ تَقْرَبَا هَـذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ الظَّالِمِين* (او اى ادمه! ته او ستا ښځه په جنت كې اوسئ، نو تاسو خوراك كوئ له كوم ځاى نه چې مو خوښه شي، او دې ونې ته مه نږدې كېږئ (،ګنې) نو له ظالمانو نه به شئ. فَوَسْوَسَ لَهُمَا الشَّيْطَانُ لِيُبْدِيَ لَهُمَا مَا وُورِيَ عَنْهُمَا مِن سَوْءَاتِهِمَا وَقَالَ مَا نَهَاكُمَا رَبُّكُمَا عَنْ هَـذِهِ الشَّجَرَةِ إِلاَّ أَن تَكُونَا مَلَكَيْنِ أَوْ تَكُونَا مِنَ الْخَالِدِين* نو دوى دواړو ته شیطان وسوسه واچوله، د دې لپاره چې هغه (شیطان) دوى دواړو ته هغه څه ورښكاره كړي چې له دوى نه پټ وو، چې د دوى د شرم ځایونه دي او (ورته) يې وويل: تاسو دواړه ستاسو رب له دې ونې نه نه یئ منع كړي مګر له دې وجې نه چې تاسو دواړه به ملايك شئ، یا چې شئ به له تل پاتې كېدونكو نه. وَقَاسَمَهُمَا إِنِّي لَكُمَا لَمِنَ النَّاصِحِين* او هغه دوى ته پوخ قسم وخوړ چې بېشكه زه تاسو لپاره یقینًا له خیر خواهي كوونكو ځنې یم. فَدَلاَّهُمَا بِغُرُورٍ فَلَمَّا ذَاقَا الشَّجَرَةَ بَدَتْ لَهُمَا سَوْءَاتُهُمَا وَطَفِقَا يَخْصِفَانِ عَلَيْهِمَا مِن وَرَقِ الْجَنَّةِ وَنَادَاهُمَا رَبُّهُمَا أَلَمْ أَنْهَكُمَا عَن تِلْكُمَا الشَّجَرَةِ وَأَقُل لَّكُمَا إِنَّ الشَّيْطَآنَ لَكُمَا عَدُوٌّ مُّبِين* نو هغه دوى دواړو ته په دوكې سره تمه وركړه، نو كله چې دوى هغه ونه وڅكله، دوى ته خپل شرم ځایونه ښكاره شول او دواړه لګیا شول چې پر خپلو ځانونو يې د جنت پاڼې نښلولې او دوى ته خپل رب اواز وكړ چې آیا ما تاسو دواړه له دې ونې نه نه وئ منع كړي او تاسو ته مې نه وو ویلي چې بېشكه شیطان ستاسو د دواړو ښكاره دښمن دى؟ قَالاَ رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنفُسَنَا وَإِن لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِين* دوى وویل: اى زمونږه ربه! مونږ پر خپلو ځانونو ظلم كړى دى او كه چېرې ته مونږ ونه بخښې او پر مونږ رحم ونه كړې (، نو) مونږ به خامخا لازمًا له تاوانیانو څخه شو. قَالَ اهْبِطُواْ بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ وَلَكُمْ فِي الأَرْضِ مُسْتَقَرٌّ وَمَتَاعٌ إِلَى حِين* وویل (الله): تاسو كوز شئ، ستاسو ځینې به د ځینو نورو لپاره دښمنان وي او ستاسو لپاره په ځمكه كې استوګنه ده او تر یو وخته پورې فايده اخيستل دي. قَالَ فِيهَا تَحْيَوْنَ وَفِيهَا تَمُوتُونَ وَمِنْهَا تُخْرَجُون} (الله) وویل: په همدې (ځمكه) كې به تاسو ژوندون كوئ او په همدې كې به تاسو مرئ او له همدې نه به تاسو راوښكل كېږئ). [الأعراف سورت: 19-25 آیتونه].

او موږ دا عقیده لرو چې الله تعالی آدم علیه السلام په ځمکه خليفه ګرځولی دی، الله تعالی فرماېلي: {وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلاَئِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً قَالُواْ أَتَجْعَلُ فِيهَا مَن يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاء وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ قَالَ إِنِّي أَعْلَمُ مَا لاَ تَعْلَمُون}. (او كله چې ستا رب ملايكو ته وويل: بې شكه زه په ځمكه كې يو خليفه پيدا كوونكى يم، هغوى وويل: آيا ته په هغې كې داسې څوك پيدا كوې چې په هغې كې به ورانى كوي او وينې به تُويَوي؟ حال دا چې مونږ ستا له ستايلو سره تسبيح وايو او ستا پاكوالى بيانوو، (الله) وويل: يقينًا زه پوهېږم پر هغه څه چې تاسو پرې نه پوهېږئ). [البقرة سورت: 30 آیت].

هغه یې و ازمایه، نوپری یې خوده او بیا یې نافرماني وکړه، بیا یې رب غوره کړ او هدایت یې ورته وکړ، متعال حق ذات فرمایلي دي: {وَلَقَدْ عَهِدْنَا إِلَى آدَمَ مِن قَبْلُ فَنَسِيَ وَلَمْ نَجِدْ لَهُ عَزْمًا}. (او یقینًا په تحقیق سره مونږ ادم ته له دې نه مخكې حكم كړى و، نو هغه پریښوده او نه مونده مونږ د هغه دپاره صبر). [طه سورت : 115آیت]، بیا آدم له خپل رب څخه څو کلمې زده کړې چې د هغه لپاره د الله د بخښنې او توبې لامل وګرځېدې، الله رب العزت فرمایلي: {فَتَلَقَّى آدَمُ مِن رَّبِّهِ كَلِمَاتٍ فَتَابَ عَلَيْهِ إِنَّهُ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيم* (نو ادم له خپل رب نه څو كلمې زده كړې، نو د هغه توبه يې قبوله كړه، بېشكه هم هغه ښه توبه قبلوونكى، بې حده رحم كوونكى دى. قُلْنَا اهْبِطُواْ مِنْهَا جَمِيعاً فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُم مِّنِّي هُدًى فَمَن تَبِعَ هُدَايَ فَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُون}. مونږ وويل: تاسو ټول له دې (جنت) نه كوز شئ، نو كه زما له طرف نه تاسو ته كوم هدايت راغى، نو چا چې زما د هدايت پېروي وكړه، نو پر هغوى باندې نه هېڅ وېره شته او نه به هغوى غمژن كېږي). [البقرة سورت: 37، 38 آیتونه].

او موږ باور لرو چې الله دا ټول د آدم له پیدا کولو څلویښت کاله مخکې لیکلي و. په صحیح حدیث کې له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «احْتَجَّ آدَمُ وَمُوسَى، فَقَالَ لَهُ مُوسَى: يَا آدَمُ أَنْتَ أَبُونَا خَيَّبْتَنَا وَأَخْرَجْتَنَا مِنَ الجَنَّةِ، قَالَ لَهُ آدَمُ: يَا مُوسَى اصْطَفَاكَ اللَّهُ بِكَلَامِهِ، وَخَطَّ لَكَ بِيَدِهِ، أَتَلُومُنِي عَلَى أَمْرٍ قَدَّرَهُ اللَّهُ عَلَيَّ قَبْلَ أَنْ يَخْلُقَنِي بِأَرْبَعِينَ سَنَةً؟ فَحَجَّ آدَمُ مُوسَى، فَحَجَّ آدَمُ مُوسَى» ثَلَاثًا. «موسی او آدم یو له بل سره دعوا وکړه، نو موسی ورته وویل: آی آدمه! ته زمونږ پلار یې، مونږ دې نا امیده کړو او له جنت څخه دې راوویستلو، آدم ورته وویل: ای موسی، ته الله په خپل کلام سره غوره کړی یې، او تورات یې درته په خپل لاس لیکلی، آیا ته ما په یوه داسې چاره کې ملامتوي چې زما له زیږیدو څخه څلوېښت کاله وړاندې الله پر ما مقدر کړې وه؟ نو په دلیل کې آدم پر موسی غالب شو، په دلیل کې آدم پر موسی غالب شو» درې ځلې. (بخاري (۶۶۱۴)، مسلم (۲۶۵۲)، ابو داود (۴۷۰۱)، ترمذي (۲۱۳۴) او ابن ماجه (۸۰) رواړی دی.

او موږ ایمان لرو چې د آدم - علیه السلام - د اولادې د پیدایښت پیل داسې دی لکه څنګه چې الله - تعالی - ورڅخه پدې وینا کې خبر ورکړی دی: {يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّنَ الْبَعْثِ فَإِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن تُرَابٍ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ مِن مُّضْغَةٍ مُّخَلَّقَةٍ وَغَيْرِ مُخَلَّقَةٍ لِّنُبَيِّنَ لَكُمْ وَنُقِرُّ فِي الأَرْحَامِ مَا نَشَاء إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى ثُمَّ نُخْرِجُكُمْ طِفْلاً ثُمَّ لِتَبْلُغُوا أَشُدَّكُمْ وَمِنكُم مَّن يُتَوَفَّى وَمِنكُم مَّن يُرَدُّ إِلَى أَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَيْلاَ يَعْلَمَ مِن بَعْدِ عِلْمٍ شَيْئًا}. (اى خلکو! كه تاسو د بیا راژوندي كېدو په باره كې په شك كې یاست، نو یقینًا مونږ تاسو له خاورې نه پیدا كړې یاست، (ستاسو نیكه ادم) بیا (مو د هغه اولاده پیدا كړه) له یو څاڅكي (مني) نه، بیا له پرنډ شوې وینې نه، بیا له یوې غوښې بوټۍ نه چې تام الخلقت او ناقص الخلقت وي، د دې لپاره چې مونږ تاسو ته (خپل حكمت او قدرت) بیان كړو او مونږ په رحمونو كې ثابت پرېږدو هغه چې مونږ يې اراده وكړو تر معلومې نېټې پورې، بیا مونږ تاسو راوباسو (د میندو له خېټو نه) په داسې حال كې چې واړه بچي یئ، بیا (مونږ تاسو پالو) د دې لپاره چې تاسو خپل قوت او كمال ته ورسیږئ او په تاسو كې ځینې هغه دي چې مړه کیږي او ځینې په تاسو كې هغه دي چې رد كولى (رسولى) شي تر ټولو ناكاره عمر پورې، د دې لپاره چې هغه له پوهېدلو نه وروسته په هېڅ شي پوه نشي او ته به ځمكه وچه شاړه وینې، نو كله چې مونږ په هغې باندې اوبه نازلې كړو (نو) څربه او نرمه شي او له هر قسمه ښكلو (نباتاتو) نه زرغون كړي). [الحج سورت: 5 آیت]، او حق ذات فرمایلٍي دي: {وَلَقَدْ خَلَقْنَا الإِنسَانَ مِن سُلاَلَةٍ مِّن طِين* او یقینًا یقینًا مونږ انسان د خټې له خُلاصې نه پیدا كړى دى. ثُمَّ جَعَلْنَاهُ نُطْفَةً فِي قَرَارٍ مَّكِين* بیا مونږ هغه، نطفه (د مني یو څاڅكى) وګرځوله په مضبوط قرار ځاى كې. ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظَامًا فَكَسَوْنَا الْعِظَامَ لَحْمًا ثُمَّ أَنشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَرَ فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِين}. بیا مونږ دغه نطفه د وینې ټوټه وګرځوله، ورپسې مونږ دغه د وینې ټوټه د غوښې وړه بوټۍ وګرځوله، ورپسې مونږ دغه بوټۍ هډوكی وګرځوله، بیا مو هډوكو ته غوښه واغوستله، بیا مونږ هغه په بل تخلیق كې پیدا كړ، نو الله ډېر بركت والا دى چې تر ټولو ښه پیدا كوونكى دى). [المؤمنون سورت: 12-14 آیتونه]. له عبدالله رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله -صلی الله عليه وسلم- موږ ته وویل- او هغه رښتينی او رښتيا ګڼل شوی دی: فرمایلي دي: «یو ستاسې څخه د هغه خلقت د مور په ګېډه کې په څلویښت ورځو کې راغونډیږي(نطفه وي)، بیا دا د وینې ټوټه شي، بیا د غوښې بوټۍ شي، بیا الله ملاېکه راولیږي، نو په څلورو شیانو ورته امر وکړي، او ورته وویل شي چې : عمل، رزق، اجل او نیمکرغه یا بد مرغه یې ولیکه، بیا پکې روح وپوکول شي». (بخاري (3208)، مسلم (2643)، ابوداود (4708)، ترمذي (2137) او ابن ماجه (76) راویستلی دی.

او پيغمبر - صلی الله علیه وسلم بیان کړی دی چې څرنګه ماشوم کله پلار او کله مور ته کیږي، نو کله چې عبد الله بن سلام ورڅخه پوښتنه وکړه ورته یې وویل: زه درڅخه د دریو شیانو په اړه پوښتنه کوم چې له نبي پرته پرې بل څوک نه پوهیږي؛ د قیامت لومړۍ نخښه څه شی دی؟ او هغه لومړی خوراک څه شی دی چې جنتیان به یې خوري؟ او دا څنګه کیږي چې ماشوم (په څېره ) کې پلار یا مور ته کیږي؟ هغه ورته وویل: لږ وړاندې پدې اړه جبریل خبر کړم، ابن سلام وویل: هغه له ملاېکو څخه د یهودو دښمن دی، ویې فرمایل: د قیامت لومړۍ نخښه هغه اور دی چې له ختیځ څخه د لویدیځ لورې ته یې راټولوي، او د جنتیانو لومړی خوراک چې هغوی به یې خوري؛ د ماهي د ینې (جیګر) سره اضافي ټوټه ده، او ماشوم؛ نو کله چې د سړي نطفه د ښځې له نطفې څخه مخکې شي زیږیدلی - سړي - ته شي، او کله چې د ښځې نطفه د سړې له نطفې څخه مخکې شي نو - ښځي - ته شي. ویې ویل: أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَأَنَّكَ رَسُولُ اللَّهِ. زه ګواهي ورکوم چې نشته دی لایق د عبادت مګر یو الله دی، او - پدې چې - ته د الله رسول یې. بخاري (۳۹۳۸).

او موږ ایمان لرو چې ټول خلک د آدم له اولادې څخه دي او آدم له خاورې څخه دی، نو له تقوا پرته هیڅوک په بل غوره والی نه لري، حق تعالی فرمایلي دي: {يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِير}. (ای خلکو! بېشکه مونږ تاسو له یوه سړي او له یوې ښځې پیداکړي یاست، او مونږ تاسو څانګې او قبېلې ګرځولي یاست، د دې لپاره چې تاسو یو بل سره وپېژنئ، بېشکه د الله تعالی په نېز په تاسو کې ډېر عزتمن، ستاسو زیات پرهېزګار دی، بېشکه الله تعالی ښه پوه، ښه خبردار دی). [الحجرات سورت: 13 آیت]، او له أبوهریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «إِنَّ اللَّهَ عز وجل قَدْ أَذْهَبَ عَنْكُمْ عُبِّيَّةَ الْجَاهِلِيَّةِ، وَفَخْرَهَا بِالْآبَاءِ مُؤْمِنٌ تَقِيٌّ، وَفَاجِرٌ شَقِيٌّ، أَنْتُمْ بَنُو آدَمَ، وَآدَمُ مِنْ تُرَابٍ...». «الله -جل جلاله- له تاسو څخه د جاهلیت پاتې میراثي دودونه لیرې کړي دي، او همدا رنګه په پلرونو فخر، مؤمن تقوا لرونکی وي، او فاسق بدبخت وي، تاسو د آدم اولاده یاست او آدم له خاورې څخه دی....». ( أبو داود (5116)، ترمذي (3956)، او المعافى بن عمران په الزهد کې (147)، او ابن وهب په الجامع کې (30)، او أحمد (8736).

او موږ عقیده لرو چې الله آدم -علیه السلام- له خاورو څخه پیدا کړ او د هغه لپاره یې ښځه پیدا کړه چې هغه حوا علیها السلام ده، او نور ټول انسانان یې له سپکو اوبو څخه پیدا کړل، پرته له عیسی علیه السلام څخه، ځکه چې الله هغه له مور څخه بې پلاره پیدا کړ، لکه څرنګه چې الله د هغه په اړه پدې وینا سره خبر ورکړی: {إِذْ قَالَتِ الْمَلآئِكَةُ يَا مَرْيَمُ إِنَّ اللّهَ يُبَشِّرُكِ بِكَلِمَةٍ مِّنْهُ اسْمُهُ الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ وَجِيهًا فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ وَمِنَ الْمُقَرَّبِين * (كله چې ملايكو وویل: اى مریمې! بېشكه الله تا ته له خپل طرف نه د یوې كلمې زېرى دركوي، چې د هغه نوم مسیح عیسٰی زوى د مریم دى، چې په دنیا او آخرت كې به ډېر مخور او له مُقرَبینو څخه به وي. وَيُكَلِّمُ النَّاسَ فِي الْمَهْدِ وَكَهْلاً وَمِنَ الصَّالِحِين* او له خلکو سره به خبرې كوي په زانګو (غېږ) كې او په پاخه عمر كې او وي به له صالحانو ځنې. قَالَتْ رَبِّ أَنَّى يَكُونُ لِي وَلَدٌ وَلَمْ يَمْسَسْنِي بَشَرٌ قَالَ كَذَلِكِ اللّهُ يَخْلُقُ مَا يَشَاء إِذَا قَضَى أَمْرًا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُن فَيَكُون}. هغې وویل: اى زما ربه! زما لپاره بچى څنګه كېدى شي،حال دا چې ما ته هېڅ یو بشر لاس (هم) نه دى راوړى؟! هغه (جبریل) وویل: همداسې الله پیدا كوي څه چې وغواړي، كله چې د یو كار اراده وكړي، نو بېشكه چې هغه (كار) ته همدا وايي: ’’وشه‘‘ نو هغه وشي) [آل عمران: 45-47].

او مونږ ایمان لرو چې عیسی -علیه السلام - که څه هم د هغه پېدایښت حیرانوونکی و - د الله بنده او د هغه رسول دی. {إِنْ هُوَ إِلاَّ عَبْدٌ أَنْعَمْنَا عَلَيْهِ وَجَعَلْنَاهُ مَثَلاً لِّبَنِي إِسْرَائِيل}. (دغه نه دى مګر یو بنده دى چې مونږ پر ده انعام كړى دى او د بني اسرائیلو لپاره مو هغه (د قدرت) یو مثال ګرځولى و) [الزخرف سورت: 59 آیت]، هغه انسان دی خواړه خوري، او معبود نه دی، الله تعالی فرمايلي: {مَّا الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ إِلاَّ رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ وَأُمُّهُ صِدِّيقَةٌ كَانَا يَأْكُلاَنِ الطَّعَامَ انظُرْ كَيْفَ نُبَيِّنُ لَهُمُ الآيَاتِ ثُمَّ انظُرْ أَنَّى يُؤْفَكُون}. (نه دى د مریمې زوى مسیح مګر یو رسول دى، یقینًا له ده نه مخكې رسولان تېر شوي دي او د ده مور صِدیقه (ډېره زیاته رښتینې) وه، دې دواړو به طعام خوړلو، ته وګوره مونږ څنګه دوى ته آیتونه بیانوو، بیا ته وګوره دوى كوم طرف اړولى شي). [المائدة سورت: 75 آیت].

او موږ د خپل رب په کتاب کې ګورو چې الله - تعالی - په ډیری دلیلونو سره په هغو کسانو رد کړی چې ګمان کوي عیسی - علیه السلام - اله دی، د دې دلیلونو له جملې څخه: د حق ذات تبارک و تعالی دا قول دی: {مَا اتَّخَذَ اللَّهُ مِن وَلَدٍ وَمَا كَانَ مَعَهُ مِنْ إِلَهٍ إِذًا لَّذَهَبَ كُلُّ إِلَهٍ بِمَا خَلَقَ وَلَعَلاَ بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يَصِفُون}. (الله (د ځان لپاره) هېڅ اولاد نیولى نه دى او نه له هغه سره بل هېڅ معبود شته (او كه ورسره وي نو) په دغه وخت كې به خامخا هر اله بېولي وو هغه څه چې پیدا كړي يې وو، او خامخا د دوى ځینو به په ځینو نورو باندې غلبه كوله، پاك دى الله له هغو خبرو نه چې دوى يې بیانوي). [المؤمنون سورت: 91 آیت]، او د الله -تعالی- دا قول: {لَّقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَآلُواْ إِنَّ اللّهَ هُوَ الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ قُلْ فَمَن يَمْلِكُ مِنَ اللّهِ شَيْئًا إِنْ أَرَادَ أَن يُهْلِكَ الْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ وَأُمَّهُ وَمَن فِي الأَرْضِ جَمِيعًا وَلِلّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا يَخْلُقُ مَا يَشَاء وَاللّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِير}. (یقینًا یقینًا هغه كسان كافر شول چې هغوى ویل: بېشكه الله هم دا د مریمې زوى مسیح دى، ته (ورته) ووایه: د الله په وړاندې به څوك د څه شي اختیار ولري كه هغه اراده وكړي چې د مریمې زوى مسیح او د هغه مور او څوك چې په ځمكه كې دي ؛ هغه ټول هلاك كړي، او خاص د الله لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده او د هغه څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي، هغه چې څه وغواړي پیدا كوي يې او الله پر هر شي باندې ښه قادر دى). [المائدة سورت: 17 آیت].

او مونږ دا عقیده لرو چې الله - تعالی - انسانان په فطرت سره پیدا کړي دي. {فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا فِطْرَةَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لاَ تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُون}. (نو ته خپل مخ دین ته نېغ (او برابر) وساته، په داسې حال كې چې حق ته مايل اوسې، (تاسو لازم ونیسئ) د الله هغه فطرت لره چې په هغه يې خلق پیدا كړي دي، د الله تخلیق لره هېڅ بدلون نشته همدغه سم (نېغ) دین دى، او لېكن د خلقو اكثریت نه پوهېږي) [الروم سورت: 30 آیت]. ابن زید، مجاهد او عکرمة وایي: فطرت یعنې اسلام. الطبري تفسير (20/98).

ابن عباس -رضي الله عنهما- او ابراهیم النخعي، سعید بن جبیر، مجاهد، عکرمه، قتاده، ضحاک او ابن زید د الله - تعالی - د دې وینا په اړه فرمایلي دي: {لاَ تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ} یعنې د الله تخلیق لره هېڅ بدلون نشته، یعنې د الله دین لره " بخاري په خپل "صحيح" کې تر دې عنوان لاندې باب ایښودلی او فرمایلي یې دي «باب {لاَ تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ} باب دی په دې اړه چې د الله تخلیق لره هیڅ بدلون نشته، یعنې د الله دین لره بدلون نشته، {خُلُقُ الأَوَّلِين} یعنې د لومړنیو دین، او فطرت : اسلام دی».

او له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «كُلُّ مَوْلُودٍ يُولَدُ عَلَى الفِطْرَةِ، فَأَبَوَاهُ يُهَوِّدَانِهِ، أَوْ يُنَصِّرَانِهِ، أَوْ يُمَجِّسَانِهِ، كَمَثَلِ البَهِيمَـةِ تُنْتَجُ البَهِيمَةَ، هَلْ تَرَى فِيهَا جَدْعَاءَ؟». «هر ماشوم په فطرت سره پيدا کیږي، خو مور او پلار یې هغه یهودي یا نصراني او یا مجوسي کوي، لکه د څاروي په څېر چې بل څاروی (روغ رمټ )وزیږوي - آیا تاسو پکې پوزه یا غوږ پرې شوی ګورئ؟» ( معنا دا چې مور زادي یې غړي پرې نه وي بلکه وروسته یې ورته خلک پرې کوي ). بیا أبو هریرة - رضي الله عنه - وفرمایل: {فِطْرَةَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لاَ تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ}. (د الله هغه فطرت لره چې په هغه يې خلک پیدا كړي دي، د الله تخلیق لره هېڅ بدلون نشته همدغه سم(نېغ) دین دى). [الروم سورت: 30 آیت]. بخاري (۴۷۷۵)، مسلم (۲۶۵۸)، ابوداود (۴۷۱۴) او ترمذي (۲۱۳۸) روایت کړی.

له عیاض بن حمار المجاشعي - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - یوه ورځ په خطبه کې وفرمایل: «أَلَا إِنَّ رَبِّي أَمَرَنِي أَنْ أُعَلِّمَكُمْ مَا جَهِلْتُمْ، مِمَّا عَلَّمَنِي يَوْمِي هَذَا، كُلُّ مَالٍ نَحَلْتُهُ عَبْدًا حَلَالٌ، وَإِنِّي خَلَقْتُ عِبَادِي حُنَفَاءَ كُلَّهُمْ، وَإِنَّهُمْ أَتَتْهُمُ الشَّيَاطِينُ فَاجْتَالَتْهُمْ عَنْ دِينِهِمْ، وَحَرَّمَتْ عَلَيْهِمْ مَا أَحْلَلْتُ لَهُمْ، وَأَمَرَتْهُمْ أَنْ يُشْرِكُوا بِي مَا لَمْ أُنْزِلْ بِهِ سُلْطَانًا...». «خبر شئ رب مې راته امر کړی چې هغه څه تاسو ته دروښایم چې نه پرې پوهیږئ، هغه څه چې نن یې ماته راوښودل، هر هغه مال مې چې بنده ته ورکړ هغه ورته حلال دی، او ما خپل ټول بنده ګان توحید ته مایل پیدا کړي دي ، دوی ته شیطانان راغلل نو له خپل دین څخه یې واړول، او هغه څه یې پرې حرام کړل چې ما ورته حلال کړې وو، او ورته یې امر وکړ چې ما سره شرک وکړي په هغه څه کې چې ما پرې هیڅ دلیل ندی نازل کړی». ( مسلم (2865) روایت کړی دی.

او موږ ایمان لرو پر دې چې الله - تعالی - د بیا راژوندي کیدلو څخه له انکار کوونکو سره مخالفت وکړ کله یې چې هغوی ته له خاورو څخه د هغوی د پیدایښت د پیل یادونه وکړه. {وَضَرَبَ لَنَا مَثَلاً وَنَسِيَ خَلْقَهُ قَالَ مَنْ يُحْيِي الْعِظَامَ وَهِيَ رَمِيم * (او دى زمونږ لپاره مثال بیانوي او خپل پیدایښت يې هېر كړى دى، وايي: دغه هډوكي به څوك راژوندي كوي، په داسې حال كې چې هغه وراسته وي. قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ وَهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِيم}. (ته (دوى ته) ووایه: دا به هغه ذات راژوندي كوي چې دا يې اول ځل پیدا كړي دي، او هغه په خپل مخلوق باندې ښه عالم دى). [يس سورت: 78، 79 آیتونه].

او دا يې هم ورياده كړه چې دوى يې له سپکو اوبو څخه پيدا كړي دي، نو څنګه كېداى شي چې دوی د خپل رب په وړاندې تكبر وكړي او دوى خپل راټولیدل او راپورته کېدل لرې ګڼي؟! حق ذات فرمایلي دي: {الَّذِي أَحْسَنَ كُلَّ شَيْءٍ خَلَقَهُ وَبَدَأَ خَلْقَ الإِنسَانِ مِن طِين * (هغه الله تعالی چې ښاېسته کړی یې دی هر هغه شی چې پیداکړی یې دی، او د انسان د پیدایښت پېل یې له خټې څخه کړی دی. ثُمَّ جَعَلَ نَسْلَهُ مِن سُلاَلَةٍ مِّن مَّاء مَّهِين * بیا یې د هغه نسل د سپکو (حقېرو) اوبو د خلاصې نه پیدا کړ. ثُمَّ سَوَّاهُ وَنَفَخَ فِيهِ مِن رُّوحِهِ وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالأَبْصَارَ وَالأَفْئِدَةَ قَلِيلاً مَّا تَشْكُرُون * بیا يې هغه برابر كړ او په هغه كې يې له خپله روحه ځنې پو كړل او د هغه لپاره يې غوږونه او سترګې او زړونه پیدا كړل (خو) تاسو ډېر لږ شكر وباسئ. وَقَالُوا أَئِذَا ضَلَلْنَا فِي الأَرْضِ أَئِنَّا لَفِي خَلْقٍ جَدِيدٍ بَلْ هُم بِلِقَاء رَبِّهِمْ كَافِرُون* او دوى وايي: آیا كله چې مونږ په ځمكه كې ورك (او خاورې) شو، آیا مونږ به خامخا په رښتیا سره په نوي پیدایش كې یو! بلكې دوى د خپل رب له ملاقات نه انكار كوونكي دي. قُلْ يَتَوَفَّاكُم مَّلَكُ الْمَوْتِ الَّذِي وُكِّلَ بِكُمْ ثُمَّ إِلَى رَبِّكُمْ تُرْجَعُون}. ته (دوى ته) ووایه: ستاسو روحونه هغه د مرګ پريښته قبض كوي چې په تاسو مقرر كړى شوې ده، بیا به تاسو خپل رب ته بېرته ورګرځولى شئ). [السجدة سورت: 7-11 آیتونه].

او موږ ایمان لرو چې الله لره د بنده ګانو پيدا کول پدې دلیل دي چې یواځې هغه د عبادت وړ دی، الله تعالی فرمایلي: {يَا أَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُون} (اى خلکو! د خپل رب عبادت كوئ، هغه چې تاسو يې پيدا كړي يئ او هغه كسان چې له تاسو نه مخكې وو، د دې لپاره چې تاسو پرهېزګاره شئ). [البقرة سورت: 21 آیت].

لکه څنګه چې الله - تعالی - موږ ته په قران کریم کې خبر راکړی چې نوح خپل قوم ته یادونه وکړه چې الله - تعالی- دوی په مرحلو کې پیدا کړي دي، نو دوی څنګه هغه ته د لویئ عقیده نه ساتي؟! الله - تعالی - فرمایلي: {مَّا لَكُمْ لاَ تَرْجُونَ لِلَّهِ وَقَارًا * (په تاسو څه شوي دي چې د الله لپاره د لويي عقیده نه ساتئ؟. وَقَدْ خَلَقَكُمْ أَطْوَارًا}. حال دا چې ده تاسو قسما قسم پیدا كړي یئ). [نوح سورت: 13، 14 آیتونه].

او په انسان باندې په عالم برزخ او آخرت کې بیلابیل حالتونه راځي، چې تفصیل به یې - ِان شاء الله - په ( کتاب الایمان بالیوم الآخر کې ) راځي.