او مونږ پوهیږو چې روح د الله له حکم څخه دی او انسانان یې په اړه په هیڅ نه پوهیږي مګر هغه چې الله ورښودلي دي، حق ذات فرمایلي دي: {وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الرُّوحِ قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّي وَمَا أُوتِيتُم مِّن الْعِلْمِ إِلاَّ قَلِيلا} (او دوى له تا نه د روح په باره كې پوښتنه كوي ته (ورته) ووایه: روح زما د رب له امره ځینې دى او تاسو ته له علم ځنې څه برخه نه ده دركړل شوې مګر ډېره لږه). [الإسراء سورت: 85 آیت]، او له عبد الله - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایي: «زه د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - سره د خرماو په باغ یا کرنیزه زمکه کې وم، پداسې حال کې چې هغه د خرما ډډ ته تکیه وهلې وه، چې ناڅاپه یهود تېرل شول، ځینو یې ځینو نورو ته وویل: د روح په اړه ترې پوښتنه وکړئ، نو ویې وییل: تاسو څه شي اړباسلي یاست چې پوښتنه ترې کوئ؟ او ځینو نورو یې وویل: هسې نه داسې څه ووایې چې بد به یې ګڼئ، نو ویې وییل: پوښتنه ترې وکړئ، نو د روح په اړه یې ترې پوښتنه وکړه، نو پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - چپ پاتې شو او هیڅ جواب یې ورنه کړ، نو زه پوه شوم چې وحیې ورته کیږي، زه په خپل ځای کې ودریدم، نو کله چې وحیې نازل شوه، ویې فرمایل: {وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الرُّوحِ قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّي} ». یعنې: (او دوى له تا نه د روح په باره كې پوښتنه كوي ته (ورته) ووایه: روح زما د رب له امره ځینې دى او تاسو ته له علم ځینې څه برخه نه ده دركړل شوې مګر ډېره لږه). (بخاري (۴۷۲۱)، مسلم (۲۷۹۴) او ترمذي (۳۱۴۱) راوړی دی.
او مونږ ایمان لرو چې روحونه د الله - تعالی - مخلوق دی، حق ذات فرمایلي دي: {اللَّهُ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ وَكِيل}، (الله د هر شي پیدا كوونكى دى او هغه په هر شي باندې نګران دى). [الزمر سورت: 62 آیت]. او كله چې الله -تعالى- د آدم -عليه السلام- پيدايښت بشپړ كړ، نو په هغه كې يې روح پو كړ، رب العزت فرمايلي دي: {فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي فَقَعُواْ لَهُ سَاجِدِين} (نو كله چې زه هغه برابر كړم او په هغه كې له خپل طرفه روح پُو كړم، نو تاسو هغه ته پرېوځئ، سجده كوونكي). [الحجر سورت: 29 آیت]. او كله چې جنين (ماشوم) د مور په ګیډه كې څلور مياشتې پوره کړي، نو الله - تعالی -ورته پرښته راولېږي او روح پكې پوكړي، له عبدالله - رضي الله عنه- څخه روايت دى، وایې: د الله رسول - صلی الله علیه وسلم - مونږ ته وویل: او هغه ریښتونی او ریښتیا ګڼل شوی دی ویې فرمایيل: «إِنَّ أَحَدَكُمْ يُجْمَعُ فِي بَطْنِ أُمِّهِ أَرْبَعِينَ يَوْمًا، ثُمَّ عَلَقَةً مِثْلَ ذَلِكَ، ثُمَّ يَكُونُ مُضْغَةً مِثْلَ ذَلِكَ، ثُمَّ يَبْعَثُ اللَّهُ مَلَكًا فَيُؤْمَرُ بِأَرْبَعٍ: بِرِزْقِهِ وَأَجَلِهِ، وَشَقِيٌّ أَوْ سَعِيدٌ، ثُمَّ يُنْفَخُ فِيهِ الرُّوحُ»، «یو ستاسوڅخه د مور په ګیډه کې څلویښت ورځې نطفه راغونډیږي، بیا لکه د ویني ټوټه شي (څلویښت ورځې)، بیا لکه د غوښې بوټۍ شي (څلویښت ورځې)، بیا ورته الله تعالی ملاېک راولیږي، نو په څلورو کارونو ورته امر وشي، په رزق او اجل یې، او دا چې نیکمرغه او که بدمرغه به وي، بیا پکې روح پو کړل شي»، (بخاري (3208)، مسلم (2643)، ابوداود (4708)، الترمذي (2137) او ابن ماجه (76) رواړی دی. پرته له مسیح -علیه السلام- څخه ، ځکه د هغه د پيدایښت پیل د ملاېکې له پوکي څخه و، حق ذات فرمایلي او د هغه وینا حق ده: {وَالَّتِي أَحْصَنَتْ فَرْجَهَا فَنَفَخْنَا فِيهَا مِن رُّوحِنَا وَجَعَلْنَاهَا وَابْنَهَا آيَةً لِّلْعَالَمِين} (او (یاده كړه) هغه (جینۍ) چې د خپل شرم ځاى حفاظت يې كړى و، نو مونږ په (ګرېوان د) هغې كې د خپل طرفه روح پو كړ او مونږ هغه او د هغې زوى د خلقو لپاره لویه نښه وګرځول) [الأنبياء سورت: 91 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: (إِنَّمَا الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ رَسُولُ اللَّهِ وَكَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إِلَىٰ مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِّنْهُ ۖ) (یقینًا همدا خبره ده چې د مریمې زوى مسیح عیسیٰ خو بس د الله رسول دى او د هغه كلمه ده، چې هغه يې مریم ته غورځولې وه او د هغه (الله) له جانبه روح دى) [النساء سورت: 171 آیت].
موږ باور لرو چې روحونه د خوب پر مهال اخیستل کیږي، او بیا بیرته بدن ته راستنیږي، حق ذات فرمایلي دي: {اللَّهُ يَتَوَفَّى الأَنفُسَ حِينَ مَوْتِهَا وَالَّتِي لَمْ تَمُتْ فِي مَنَامِهَا فَيُمْسِكُ الَّتِي قَضَى عَلَيْهَا الْمَوْتَ وَيُرْسِلُ الأُخْرَى إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى} . (الله نفسونه (ساګانې) قبضوي د هغو د مرګ په وخت كې او هغه (نفس) چې مړ نه وي د (هغه ساه) د خوب په وخت كې (قبضوي)، بیا هغه (ساه) ساتي چې په هغې يې د مرګ فیصله كړې وي او هغه بله تر مقررې نېټې پورې راخوشې كړي). [الزمر سورت : 42 آیت].
وعن عبدالله ابن أبي قتادة عن أبيه رضي الله عنه قال: سِرْنَا مَعَ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم لَيْلَةً، فَقَالَ بَعْضُ القَوْمِ: لَوْ عَرَّسْتَ بِنَا يَا رَسُولَ اللَّهِ، قَالَ: «أَخَافُ أَنْ تَنَامُوا عَنِ الصَّلَاةِ»، قَالَ بِلَالٌ: أَنَا أُوقِظُكُمْ، فَاضْطَجَعُوا، وَأَسْنَدَ بِلَالٌ ظَهْرَهُ إِلَى رَاحِلَتِهِ، فَغَلَبَتْهُ عَيْنَاهُ فَنَامَ، فَاسْتَيْقَظَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم، وَقَدْ طَلَعَ حَاجِبُ الشَّمْسِ، فَقَالَ: «يَا بِلَالُ، أَيْنَ مَا قُلْتَ؟» قَالَ: مَا أُلْقِيَتْ عَلَيَّ نَوْمَةٌ مِثْلُهَا قَطُّ، قَالَ: او عبد الله بن أبي قتادة - رضي الله عنه - د خپل پلار څخه روایت کوي فرمایي: یو شپه د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم سره روان شو، نو ځینو وویل، ای د الله رسوله که اجازه راکړې چې شپه جوړه کړو ( ویده شو) هغه وفرمایل: «ویریږم چې د لمانځه څخه به ویده پاتې شئ، بلال وویل: زه مو راپاڅوم، نو څملاستل، او بلال خپلې سپرلۍ ته تکیه وکړه، نو سترګې پرې پټې شوې او ویده شو، نو پيغمبر - صلی الله علیه وسلم راویښ شو، حال دا چې د لمر سترګه راختلې وه، نو ویې وییل: ای بلاله، څه شو هغه څه چې تا وییل؟ هغه وویل: تر اوسه راباندې هیڅکله داسې خوب نه و راغلی، نو هغه وفرمایل: «إِنَّ اللَّهَ قَبَضَ أَرْوَاحَكُمْ حِينَ شَاءَ، وَرَدَّهَا عَلَيْكُمْ حِينَ شَاءَ». «الله چې کله غوښتل نو ستاسو روحونه یې قبض کړي وو، او کله یې چې خوښه شوه نو بیرته یې درته راوګرځول». بخاري (۵۹۵)، ابو داود (۴۳۹، ۴۴۰) او نسائي (۸۴۶) روایت کړی دی.
او له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إِذَا أَوَى أَحَدُكُمْ إِلَى فِرَاشِهِ فَلْيَنْفُضْ فِرَاشَهُ بِدَاخِلَةِ إِزَارِهِ، فَإِنَّهُ لَا يَدْرِي مَا خَلَفَهُ عَلَيْهِ، ثُمَّ يَقُولُ: بِاسْمِكَ رَبِّ وَضَعْتُ جَنْبِي، وَبِكَ أَرْفَعُهُ، إِنْ أَمْسَكْتَ نَفْسِي فَارْحَمْهَا، وَإِنْ أَرْسَلْتَهَا فَاحْفَظْهَا بِمَا تَحْفَظُ بِهِ عِبَادَكَ الصَّالِحِينَ. «کله چې یو ستاسو څخه خپل خوب ځای ته راشي نو خپله بستره دې د پای جامې په دننه برخې سره وڅنډي، ځکه دی نه پوهیږي چې په بستره څه پاتې شوي دي، بیا دې ووایي:بِاسْمِكَ رَبِّ وَضَعْتُ جَنْبِي، وَبِكَ أَرْفَعُهُ، إِنْ أَمْسَكْتَ نَفْسِي فَارْحَمْهَا، وَإِنْ أَرْسَلْتَهَا فَاحْفَظْهَا بِمَا تَحْفَظُ بِهِ عِبَادَكَ الصَّالِحِينَ. ای ربه ستا په نوم سره اړخ لګوم، او ستا په نوم یې پورته کوم، نو که زما روح دې قبض کړ؛ پرې ورحمیږه، او که دې پرېښود؛ نو ویې ساته په هغه څه سره چې د خپلو نیکو بندګانو ساتنه پرې کوې». بخاري (6320)، مسلم (2714)، ابوداود (5050)، ترمذي (3401) او ابن ماجه (3874) روایت کړی دی.
او مونږ پدې ایمان لرو چې د مړینې پر مهال روح له بدن څخه جلا کیږي، حق ذات فرمایلي دي: {كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ثُمَّ إِلَيْنَا تُرْجَعُون}. (هر نفس د مرګ(مزه) څكونكى دى، بیا به خاص مونږ ته راګرځولى شئ). [العنكبوت سورت: 57 آیت]. نو- روح - په مرګ سره له بدن څخه په بشپړه توګه جلا کیږي او لید یې تعقیبوي، له ام سلمه -رضی الله عنها- څخه روایت دی، هغې وویل: رسول الله -صلی الله علیه وسلم- په داسې حال کې په ابو سلمه ورننوت چې سترګې یې خلاصې پاتې شوې وې نو سترګې یې پرې پټې کړې، بیا یې وویل: «إِنَّ الرُّوحَ إِذَا قُبِضَ تَبِعَهُ الْبَصَرُ...»، «روح چې کله واخیستل شي نو لید سترګي یې تعقیبوي...»، ( مسلم (920)، ابو داود (3118) او ابن ماجه (1454) روایت کړی دی. نو هغه لکه د بدن په څېر نه مړ کیږي، بلکه مرګ یې له بدن څخه جلاوالی دی.
او مونږ ایمان لرو چې د مړينې پرمهال ملاېکې له جسدونو څخه روحونه راوباسي او یا ورته نعمت رسیږي او یا عذاب، الله تعالی فرمایلي دي: {وَلَوْ تَرَى إِذِ الظَّالِمُونَ فِي غَمَرَاتِ الْمَوْتِ وَالْمَلآئِكَةُ بَاسِطُواْ أَيْدِيهِمْ أَخْرِجُواْ أَنفُسَكُمُ الْيَوْمَ تُجْزَوْنَ عَذَابَ الْهُونِ بِمَا كُنتُمْ تَقُولُونَ عَلَى اللّهِ غَيْرَ الْحَقِّ وَكُنتُمْ عَنْ آيَاتِهِ تَسْتَكْبِرُون} [الأنعام: 93]. (او كه چېرې ته ووینې كله چې ظالمان د مرګ په سختیو كې (ګېر) وي او ملايكو خپل لاسونه وراوږده كړي وي (او ورته وايي) تاسو خپلې ساه ګانې راوباسئ، نن ورځ به تاسو ته د سپكوونكي عذاب سزا دركولى شي، په سبب د هغې ناحقه وینا چې تاسو به په الله باندې تپله، او تاسو به د ده د آیتونو له قبلولو نه انكار او تكبر كاوه).
نو ملاېک ساه وباسي، بیا پرې یا آساني راځي او یا عذاب، لکه څرنګه چې په جسد راځي، له البراء بن عازب - رضی الله عنهما - څخه روایت دی فرمایي: د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره له أنصارو څخه د یو سړي جنازې ته ووتو، تر دې چې قبر ته ورسیدو، او تر دې دمه لا لحد کې ایښودل شوی نه و، نو رسول الله - صلی الله علیه وسلم کېناست، او مونږ ترې چاپیره کیناستو - داسې وو - لکه زمونږ په سرونو چې مرغان وي، او په لاس کې یې یو ډکی (لرګی) و چې څمکه یې پرې ټوکله نو سر یې راپورته کړ او ویې فرمایل: «اسْتَعِيذُوا بِاللَّهِ مِنْ عَذَابِ الْقَبْرِ مَرَّتَيْنِ، أَوْ ثَلَاثًا، ثُمَّ قَالَ:» په الله -تعالی- باندې د قبر له عذاب نه پناه وغواړئ ؛ دوه ځلې او یا درې ځلې بیا یې وفرمایل: «إِنَّ الْعَبْدَ الْمُؤْمِنَ إِذَا كَانَ فِي انْقِطَاعٍ مِنَ الدُّنْيَا وَإِقْبَالٍ مِنَ الْآخِرَةِ، نَزَلَ إِلَيْهِ مَلَائِكَةٌ مِنَ السَّمَاءِ بِيضُ الْوُجُوهِ، كَأَنَّ وُجُوهَهُمُ الشَّمْسُ، مَعَهُمْ كَفَنٌ مِنْ أَكْفَانِ الْجَنَّةِ، وَحَنُوطٌ مِنْ حَنُوطِ الْجَنَّةِ، حَتَّى يَجْلِسُوا مِنْهُ مَدَّ الْبَصَرِ، ثُمَّ يَجِيءُ مَلَكُ الْمَوْتِ عليه السلام حَتَّى يَجْلِسَ عِنْدَ رَأْسِهِ، فَيَقُولُ: أَيَّتُهَا النَّفْسُ الطَّيِّبَةُ، اخْرُجِي إِلَى مَغْفِرَةٍ مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَانٍ». قَالَ: «فَتَخْرُجُ تَسِيلُ كَمَا تَسِيلُ الْقَطْرَةُ مِنْ فِي السِّقَاءِ، فَيَأْخُذُهَا، فَإِذَا أَخَذَهَا لَمْ يَدَعُوهَا فِي يَدِهِ طَرْفَةَ عَيْنٍ حَتَّى يَأْخُذُوهَا، فَيَجْعَلُوهَا فِي ذَلِكَ الْكَفَنِ، وَفِي ذَلِكَ الْحَنُوطِ، وَيَخْرُجُ مِنْهَا كَأَطْيَبِ نَفْحَةِ مِسْكٍ وُجِدَتْ عَلَى وَجْهِ الْأَرْضِ»، قَالَ: «فَيَصْعَدُونَ بِهَا، فَلَا يَمُرُّونَ - يَعْنِي: بِهَا - عَلَى مَلَإٍ مِنَ الْمَلَائِكَةِ، إِلَّا قَالُوا: مَا هَذَا الرُّوحُ الطَّيِّبُ؟ فَيَقُولُونَ: فُلَانُ بْنُ فُلَانٍ، بِأَحْسَنِ أَسْمَائِهِ الَّتِي كَانُوا يُسَمُّونَهُ بِهَا فِي الدُّنْيَا، حَتَّى يَنْتَهُوا بِهَا إِلَى السَّمَاءِ الدُّنْيَا، فَيَسْتَفْتِحُونَ لَهُ، فَيُفْتَحُ لَهُمْ، فَيُشَيِّعُهُ مِنْ كُلِّ سَمَاءٍ مُقَرَّبُوهَا إِلَى السَّمَاءِ الَّتِي تَلِيهَا، حَتَّى يُنْتَهَى بِهِ إِلَى السَّمَاءِ السَّابِعَةِ، فَيَقُولُ اللَّهُ عز وجل: اكْتُبُوا كِتَابَ عَبْدِي فِي عِلِّيِّينَ، وَأَعِيدُوهُ إِلَى الْأَرْضِ، فَإِنِّي مِنْهَا خَلَقْتُهُمْ، وَفِيهَا أُعِيدُهُمْ، وَمِنْهَا أُخْرِجُهُمْ تَارَةً أُخْرَى». قَالَ: «فَتُعَادُ رُوحُهُ فِي جَسَدِهِ...». مؤمن بنده چې کله له دنیا سره د پریکون او آخرت ته د ورتګ په حال کې وي، نو له آسمان څخه ورته سپین مخې ملاېکې راښکته شي؛ مخونه یې لکه د لمر په څېر وي، دوی سره د جنت له کفنونو څخه یو کفن او له خوشبوییو څخه یوه خوشبویي وي، تر دې چې د سترګو د لید په واټن کې لرې ورڅخه کیني، بیا د مرګ ملاېکه - علیه السلام - راشي، تر دې چې سر ته یې کیني، نو وایي: ای پاکیزه روحه، د الله مغفرت او خوښۍ ته راووځه». وایې: «نو راووځي پداسې حال کې چې بهیږي به لکه څرنګه چې د مشک (چاټۍ) له خولې څخه اوبه څڅیږي، نو وایې خلي، نو چې کله یې واخلي د سترګو د رپ په اندازه یې په لاسونو کې نه پریږدي تر دې چې په هغه کفن او هغه خوشبویۍ کې یې ځای پر ځای کړي، او لدې څخه داسې ښایسته خوشبويي راوځي لکه د ځمکې پر مخ چې تر ټولو ښایسته خوشبویي وي»، وایې: « نو پورته یې کړي، په پورتنیو مخلوقاتو کې له ملاېکو څخه په هیچا نه تیریږي مګر دا چې هغوی وایي: دا څومره پاکیزه روح دی؟ نو دوی ورته وایي: فلانی د فلانی زوی دی، په هغه ښایسته نوم سره یې یاد کړي چې په دنیا کې به ورته اخیستل کیده، تر دې چې د دنیا آسمان ته یې ورسوي، نو د دروازې خلاصيدلو غوښتنه وکړي، نو ورته خلاصه شي، نو په هر آسمان کې ورته نیږدې مخلوقات له ملاېکو څخه یې تر بل آسمان پورې بدرګه کړي، تر دې چې اووم آسمان ته یې ورسوي، نو الله - عزوجل - وفرمایي: زما د بنده کتاب په علیین کې ولیکئ، او ځمکې ته یې بیرته وروګرځوئ، یقینا چې ما دوی له همغې څخه پیدا کړي دي، او همغې ته یې بیرته ورګرځوم، او بیرته یې ترې بیا ځلې راوباسم». وایي: نو روح یې بیرته جسد ته وروګرځول شي...». ابوداود (3212)، نسائي (2001)، ابن ماجه (1548)، ابوداود طیالسي (789)، عبدالرزاق (6324، 6737) او احمد (18534) روایت کړی دی. او لفظ د همده دی) رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې حدیث کې یادونه کړې چې روح راوځي، او بهیږي ، او قبض کیږي، او کفن کیږي،او پورته خیژول کیږي او بیرته راستنیږي، او دا ټول د مخلوق شان دی.
او موږ باور لرو چې روحونه د بدن له وتلو وروسته د قیامت تر ورځې پورې په نعمتونو او یا عذابونو کې ځای پر ځای کیږي، کعب بن مالک -رضي الله عنه- له رسول الله - صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې فرمایلي یې دي: یقینا د مؤمن روح به د جنت په ونو کې یو مرغه وي، تر دې چې الله تعالی یې د قیامت په ورځ بیرته جسد ته وروګرځوي. نسائي (2073)، ترمذي (1641)، ابن ماجه (4271)، عبد الرزاق (484، 2681)، الحميدي (897) او احمد (15776، 15777) )) روایت کړی دی.
او له مسروق څخه روایت دی فرمایي: له عبد الله بن مسعود - رضي الله عنه - څخه مې د دې آیت په اړه پوښتنه وکړه: {وَلاَ تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ أَمْوَاتًا بَلْ أَحْيَاء عِندَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُون} (او د الله په لاره كې پر وژل شویو كسانو باندې هېڅكله د مړو ګومان مه كوه، بلكې (هغوى) ژوندي دي، د خپل رب په نیز هغوى ته رزق وركول كېږي). [آل عمران سورت: 169آیت]. وایې: مونږ د دې په اړه پوښتنه کړې ده، نو ویلي یې دي: «أَرْوَاحُهُمْ فِي جَوْفِ طَيْرٍ خُضْرٍ، لَهَا قَنَادِيلُ مُعَلَّقَةٌ بِالْعَرْشِ، تَسْرَحُ مِنَ الْجَنَّةِ حَيْثُ شَاءَتْ، ثُمَّ تَأْوِي إِلَى تِلْكَ الْقَنَادِيلِ...». «روحونه به یې د شنو مرغانو په ګیډو کې وي، هغوی لره به داسې ډیوې وي چې په عرش کې به ځوړندې وي، الوتنه به کوي په جنت کې څرنګه چې غواړي، بیا به بیرته همغو ډیوو ته راځي...». ( مسلم (1887)، ترمذي (3011) او ابن ماجه (2801) روایت کړی دی.