Applicable Translations English اردو عربي

کتاب الدین (د دین کتاب)

د کتاب لنډیز

او موږ ایمان لرو چې الله - تعالی - اسلام د دین په توګه خوښ کړی دی، او دا د ټولو انبیاوو او رسولانو - علیهم السلام - دین دی، او دا هغه فطرت دی چې الله پرې ټول خلک پیدا کړي دي، او دا هغه ژمنه ده چې الله - تعالی - له آدم او د هغه له اولادې څخه اخیستې ده.

او موږ باور لرو چې دا اسلام د ابراهیم علیه السلام وصیت دی خپلې اولادې ته، او همدارنګه دا د یعقوب - علیه السلام- وصیت هم دی خپلې اولادې ته، او دا تر ټولو غوره، پوره او کامل دین دی. او دا چې الله له هغه پرته بل دین نه مني.

او موږ باور لرو چې دا دین هغه دین دی چې جبریل الأمین -علیه السلام- پر محمد صلی الله علیه وسلم نازل کړی دی او دې لره درجې دي: اسلام، ایمان او احسان، او هر یو یې رکنونه لري.

او دا دين هرې ښیګڼې لره رانغاړونکی دی، د زړونو او اعضاوو عملونو ته شاملیږي.

او مونږ پدې پوهیږو چې ایمان وینا، عمل او عقیده ده، او دا چې پیروان یې په عملونو کې یو پر بل غوره والی لري، او پدې ایمان لرو چې ایمان زیاتیږي اوکمیږي، په اطاعت سره زیاتیږي او په ګناه سره کمیږي.

او پدې ګواهي ورکوو چې د ایمان خاوندان همدوی په دنیا او آخرت کې د کامیابۍ خاوندان دي، ورتګ یې جنت ته دی، سره لدې چې په مرتبو او درجو کې به یو له بل سره توپیر ولري.

او مونږ پوهیږو چې ډیری مبارک آیتونه او حدیثونه داسې راغلي دي چې په سنتو پر ټینګار او منګولو لګولو - امر کوي - او له مخالفت څخه یې منع کول کوي، لکه څرنګه چې له تفرقې او اختلاف څخه منع کوي.