او موږ ایمان لرو چې الله -جل جلاله- اسلام د دین په توګه خوښ کړی دی. {وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا}. (او ما ستاسو لپاره اسلام د دین په توګه خوښ كړ) [المائدة سورت: 3 آیت]. او حق ذات تعالی فرمایلي دي: {إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللّهِ الإِسْلاَمُ}. (بېشكه (معتبر) دین د الله په نیز اسلام دى) [آل عمران سورت: 19 آیت]، او هغه د ټولو پیغمبرانو او رسولانو دین دی، الله تعالی د نوح - علیه السلام - په اړه د خبرتیا په توګه فرمایلي دي: {وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْمُسْلِمِين}. (او ما ته حكم شوى دى چې زه شم له مسلمانانو څخه) [يونس سورت: 72 آیت]، او الله -تعالی- د ابراهیم -علیه السلام - په اړه فرمايلي دي: {إِذْ قَالَ لَهُ رَبُّهُ أَسْلِمْ قَالَ أَسْلَمْتُ لِرَبِّ الْعَالَمِين}. (كله چې هغه ته خپل رب وويل: حكم منونكى شه، هغه وويل: زه د رب العلمين حكم منونكى شوم).
او موږ باور لرو چې الله - تعالی - زموږ لپاره دين بشپړ کړی دی او په هغه کې هيڅ ډول نيمګړتيا نشته، الله تعالی فرمايلي: {الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا} (نن ورځ ما ستاسو لپاره ستاسو دین مكمل كړ او پر تاسو مې خپل نعمتونه تمام كړل او ما ستاسو لپاره اسلام د دین په توګه خوښ كړ) [المائدة سورت: 3 آیت]، او هغه تر ټولو غوره، بشپړ او کامل دین دی او دا دین د حنیفیت دین دی د ابراهیم ملت دی، متعال ذات فرمایلي دي: {وَمَنْ أَحْسَنُ دِينًا مِّمَّنْ أَسْلَمَ وَجْهَهُ لله وَهُوَ مُحْسِنٌ واتَّبَعَ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَاتَّخَذَ اللّهُ إِبْرَاهِيمَ خَلِيلا}. (او د دين په لحاظ له هغه كس نه څوك زیات ښه دى، چې خپل مخ يې الله ته تابع كړ او هغه نېكي كوونكى و او د ابراهیم د ملت تابع شو، چې يواځې په حق پسې تلونكى و، او الله ابراهیم لره خلیل نیولى دى). [النساء سورت: 125 آیت]، او الله پاک فرمایلي دي: {وَمَن يَرْغَبُ عَن مِّلَّةِ إِبْرَاهِيمَ إِلاَّ مَن سَفِهَ نَفْسَهُ وَلَقَدِ اصْطَفَيْنَاهُ فِي الدُّنْيَا وَإِنَّهُ فِي الآخِرَةِ لَمِنَ الصَّالِحِين}. (او څوك دى چې د ابراهيم له ملت نه مخ اړوي، پرته له هغه كس نه چې خپل ځان يې جاهل كړى وي او يقينًا يقينًا مونږه هغه (ابراهيم) په دنيا كې غوره كړى دى او بېشكه هغه په آخرت كې خامخا له صالحانو ځنې دى) [البقرة سورت: 130 آیت]. او حق ذات - جل جلاله - چې د نیکو نومونو خاوند د ابراهیم - علیه السلام - په اړه فرمایلي: {مَا كَانَ إِبْرَاهِيمُ يَهُودِيًّا وَلاَ نَصْرَانِيًّا وَلَكِن كَانَ حَنِيفًا مُّسْلِمًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِين} (ابراهیم نه یهودي و او نه نصراني او لېكن حنیف (پوخ توحید والا) مسلمان و او له مشركانو څخه نه و). [آل عمران سورت: 67 آیت].
دا هغه فطرت دی چې الله تعالی پرې خلک پیدا کړي دي، الله تعالی فرمایلي: {فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا فِطْرَةَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لاَ تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُون} [(تاسو لازم ونیسئ) د الله هغه فطرت لره چې په هغه يې خلق پیدا كړي دي، د الله تخلیق لره هېڅ بدلون نشته همدغه سم (نېغ) دین دى، او لېكن د خلقو اكثریت نه پوهېږي]. [الروم سورت: 30 آیت].
او پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي: «كُلُّ مَوْلُودٍ يُولَدُ عَلَى الفِطْرَةِ، فَأَبَوَاهُ يُهَوِّدَانِهِ، أَوْ يُنَصِّرَانِهِ، أَوْ يُمَجِّسَانِهِ، كَمَثَلِ البَهِيمَةِ تُنْتَجُ البَهِيمَةَ، هَلْ تَرَى فِيهَا جَدْعَاءَ»، هر ماشوم په فطرت سره پيدا کیږي، خو مور او پلار یې هغه یهودي یا نصراني او یا مجوسي کوي، لکه د څاروي په څېر چې بل څاروی (روغ رمټ) وزیږوي - آیا تاسو پکې پوزه یا غوږ پرې شوي وینئ؟ (معنا دا چې مور زادي یې غړي پرې نه وي بلکه وروسته یې ورته خلک پرې کوي). بیا أبو هریرة - رضي الله عنه - فرمایي: {فِطْرَةَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لاَ تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ} (د الله هغه فطرت لره چې په هغه يې خلق پیدا كړي دي؛ د الله تخلیق لره هېڅ بدلون نشته همدغه سم (نېغ) دین دى، او لېكن د خلقو اكثریت نه پوهېږي). [الروم سورت: 30 آیت]. (بخاري (۱۳۸۵)، مسلم (۲۶۵۸)، ابوداود (۴۷۱۴) او ترمذي (۲۱۳۸) روایت کړی. دا هغه ژمنه ده چې الله - تعالی- د آدم او د هغه له اولادې اخیستې ده. {وَإِذْ أَخَذَ رَبُّكَ مِن بَنِي آدَمَ مِن ظُهُورِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ وَأَشْهَدَهُمْ عَلَى أَنفُسِهِمْ أَلَسْتَ بِرَبِّكُمْ قَالُواْ بَلَى شَهِدْنَا أَن تَقُولُواْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّا كُنَّا عَنْ هَذَا غَافِلِين}. (او كله چې ستا رب د آدم له اولادې نه د هغو له شاګانو نه د هغوى اولاد راواخیست او دوى يې په خپلو ځانونو باندې ګواه جوړ كړل، (او ورته ويې ویل:) آیا زه ستاسو رب نه یم؟ دوى وویل: ولې نه! مونږ (د دې) ګواهي كوو، (دا د دې لپاره) چې تاسو د قیامت په ورځ و (نه) وایئ چې بېشكه مونږ له دې نه غافله وو). [الأعراف سورت: 172 آیت].
او موږ دا باور لرو چې الله - تعالی - لدې پرته بل دین نه مني. {وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الإِسْلاَمِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِين}. (او څوك چې له اسلام نه غېر (بل) دین غواړي، نو هېڅكله به هم له ده نه قبول نه كړى شي او دغه كس په آخرت كې له تاوانیانو څخه دى). [آل عمران سورت: 85 آیت].