Applicable Translations English اردو عربي

باب دی د ایمان په باره کې

او موږ ایمان لرو چې ایمان د دین دویمه مرتبه ده، او هغه لکه څرنګه چې جبریل -علیه السلام- ته د پيغمبر صلی الله علیه وسلم په جواب کې راغلي دي کله یې چې ترې د ایمان په اړه پوښتنه وکړه ویې وییل: «فَأَخْبِرْنِي عَنِ الْإِيمَانِ، قَالَ: «أَنْ تُؤْمِنَ بِاللهِ، وَمَلَائِكَتِهِ، وَكُتُبِهِ، وَرُسُلِهِ، وَالْيَوْمِ الْآخِرِ، وَتُؤْمِنَ بِالْقَدَرِ خَيْرِهِ وَشَرِّهِ»، قَالَ: صَدَقْتَ، ... قَالَ: ثُمَّ انْطَلَقَ فَلَبِثْتُ مَلِيًّا، ثُمَّ قَالَ لِي: «يَا عُمَرُ أَتَدْرِي مَنِ السَّائِلُ؟» قُلْتُ: اللهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ، قَالَ: «فَإِنَّهُ جِبْرِيلُ أَتَاكُمْ يُعَلِّمُكُمْ دِينَكُمْ». نو د ایمان په اړه خبر راکړه، ویې فرمایل: « چې په الله، ملاېکوو یې، کتابونو یې، پیغمبرانو یې، او د آخرت په ورځ ایمان ولرې، او د خیر او شر په اندازې ایمان ولرې» ویې وییل: ریښتیا دې وویل،...وایې: بیا لاړ، لږ ځنډ مې وکړ، بیا یې راته وویل: ای عمره! آیا پوهیږې چې پوښتونکی څوک و؟» ما وویل: الله او رسول یې ښه پوهیږي، ویې وییل: یقینا هغه جبریل و، راغلی و تر څو تاسو ته ستاسو دین دروښایي». (مسلم (8)، ابو داود (4695)، ترمذي (2610)، نسائي (4990) او ابن ماجه (63) روایت کړی دی).

او ایمان که څه هم پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - د جبریل په مخکني حدیث کې په ځانګړې معنی سره پدې الفاظو تشریح کړی دی: «تُؤْمِنَ بِاللهِ، وَمَلَائِكَتِهِ، وَكُتُبِهِ، وَرُسُلِهِ، وَالْيَوْمِ الْآخِرِ، وَتُؤْمِنَ بِالْقَدَرِ خَيْرِهِ وَشَرِّهِ»؛ «چې په الله، په ملاېکو یې، کتابونو یې، پيغمبرانو یې او د آخرت په ورځ ایمان ولرې او د خیر او شر په اندازه ایمان ولرې» سره لدې بیا هم په عامې معنی سره ایمان هر خیر او ښېګڼې ته شاملیږي، د زړونو او اندامونو عملو ته هم شاملیږي، متعال حق ذات فرمایلي دي: {إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ آيَاتُهُ زَادَتْهُمْ إِيمَانًا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُون* (بېشكه خبره همدا ده چې مومنان هغه خلک دي، چې كله الله یاد كړى شي، نو د دوى زړونه ووېرېږي او كله چې دوى ته د هغه (الله) آیتونه تلاوت كړى شي (، نو) دغه (آیتونه) دوى ته ایمان ورزیات كړي او خاص په خپل رب باندې دوى توكل كوي. الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُون* هغه كسان چې لمونځ قايموي او له هغه (مال) نه چې مونږ دوى ته وركړى دى، څه حصه خرچ كوي. أُوْلَـئِكَ هُمُ الْمُؤْمِنُونَ حَقًّا لَّهُمْ دَرَجَاتٌ عِندَ رَبِّهِمْ وَمَغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيم}. همدغه خلک په حقه مومنان دي، د دوى لپاره د خپل رب په نېز درجې دي او بخښنه او عزتمن رزق دى). [الأنفال سورت: 2-4 آیتونه].

او پیغمبر -صلی الله علیه وسلم - د عبد القیس استازو ته - د اسلام په ښکاره - شعایرو سره تفسیر کړی دی، په صحیحینو کې له ابن عباس - رضي الله عنهما - څخه روایت دی وایي: «إِنَّ وَفْدَ عَبْدِ القَيْسِ لَمَّا أَتَوُا النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم قَالَ: «مَنِ القَوْمُ؟ -أَوْ مَنِ الوَفْدُ؟-» قَالُوا: رَبِيعَةُ. قَالَ: «مَرْحَبًا بِالقَوْمِ، أَوْ بِالوَفْدِ، غَيْرَ خَزَايَا وَلَا نَدَامَى»، فَقَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ إِنَّا لَا نَسْتَطِيعُ أَنْ نَأْتِيكَ إِلَّا فِي الشَّهْرِ الحَرَامِ، وَبَيْنَنَا وَبَيْنَكَ هَذَا الحَيُّ مِنْ كُفَّارِ مُضَرَ، فَمُرْنَا بِأَمْرٍ فَصْلٍ، نُخْبِرْ بِهِ مَنْ وَرَاءَنَا، وَنَدْخُلْ بِهِ الجَنَّةَ، وَسَأَلُوهُ عَنِ الأَشْرِبَةِ، فَأَمَرَهُمْ بِأَرْبَعٍ، وَنَهَاهُمْ عَنْ أَرْبَع: أَمَرَهُمْ بِالإِيمَانِ بِاللَّهِ وَحْدَهُ، قَالَ: «أَتَدْرُونَ مَا الإِيمَانُ بِاللَّهِ وَحْدَهُ؟» قَالُوا: اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ، قَالَ: «شَهَادَةُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ، وَإِقَامُ الصَّلَاةِ، وَإِيتَاءُ الزَّكَاةِ، وَصِيَامُ رَمَضَانَ، وَأَنْ تُعْطُوا مِنَ المغنَمِ الخُمُسَ». وَنَهَاهُمْ عَنْ أَرْبَعٍ: «عَنِ الحَنْتَمِ، (الحنتم: جرار مدهونة كانت تحمل فيها الخمر. النهاية في غريب الحديث (448/1).) وَالدُّبَّاءِ، (الدباء: القرع، وكانوا ينتبذون فيها فتسرع الشدة في الشراب. النهاية في غريب الحديث (96/1).) وَالنَّقِير، (النقير: أصل النخلة ينقر وسطه ثم ينبذ فيه التمر ويلقى عليه الماء؛ ليصير نبيذًا مُسْكرًا. النهاية في غريب الحديث (104/5)) وَالمزفَّتِ، وَرُبَّمَا قَالَ: المقيَّرِ» وَقَالَ: «احْفَظُوهُنَّ، وَأَخْبِرُوا بِهِنَّ مَنْ وَرَاءَكُمْ». «د عبد القیس پلاوی چې کله پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - ته راغی هغه وویل: «دا خلک څوک دي؟ او یا پلاوی څوک دي؟ » هغوی وویل: د ربیعة - قبیله ده - ویې فرمایل: « قوم او یا پلاوی دې په خیر راشي،نه خجالت او نه پښېمانه» هغوی وویل: ای د الله رسوله! مونږ نشو کولای تاته د محرم له میاشتې پرته په بل وخت کې راشو، او زمونږ او ستاسو تر منځ د مضر قبیلې د کفارو دا کلی دی، نو مونږ ته غوڅه خبره وکړه، مونږ به پرې زمونږ تر شا خلک خبر کړو، او چې جنت ته پرې داخل شو، او د څښاکونو په اړه یې ترې پوښتنه وکړه، نو په څلورو کارونو یې ورته امر وکړ، او له څلور- ډوله څښاکونو - څخه یې منع کړل: په یو الله په ایمان راوړلو یې ورته امر وکړ، ویې وییل: « آیا پوهیږئ چې په یو الله ایمان څه شی دی؟ » هغوی وویل: الله او رسول یې ښه پوهیږي، ویې فرمایل: « ګواهي ورکول چې له الله پرته بل حق معبود نشته، او محمد د الله رسول دی، او د لمانځه قائمول، او د زکاة ورکول، او رمضان روژه، او دا چې له غنیمت څخه پنځمه حصه ورکړئ». او له څلورو څخه یې منع کړل؛ له حنتم څخه ( حنتم: هغه له کردوڼي جوړې شوې چاټیو ته ویل کیږي چې د شرابو د ساتلو په موخه به خلکو غوړولې). النهایة فی غریب الحدیث (448/1).) او دباء: کدو ته وییل کيږي، دوی به په هغه کې شراب ورتوی کړل، نو بیا به ترې په چټکۍ سره شراب جوړیدل. النهاية في غريب الحديث (96/1). او له النقیر: د خرما تنې یا ډډ ته وایي چې منځ یې کېندل شوی وي بیا په هغې خرما اچول کیږي او د پاسه پرې اوبه ورتوییږي - تر څو ترې نشه کوونکي شراب جوړ شي - النهاية في غريب الحديث (104/5). او المزفت یا المقيَّرِ» هغه لوښي ته وایي چې اسفالت یا قیر شوی وي، او ویې فرمایل: «دا خبرې یادې کړئ، او تر شا مو پرې نور خلک خبر کړئ». بخاري (53)، مسلم (17)، ابوداود (3692)، ترمذي (2611) او النسائي (5031) روایت کړی دی.

او بخاری رحمه الله په خپل صحیح کې د دې لپاره باب ایښی دی او ویلي یې دي: «باب أمور الإيمان، وقول الله تعالى: د ایمان د کارونو په اړه باب. {لَّيْسَ الْبِرَّ أَن تُوَلُّواْ وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلَـكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَالْمَلآئِكَةِ وَالْكِتَابِ وَالنَّبِيِّينَ وَآتَى الْمَالَ عَلَى حُبِّهِ ذَوِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَالسَّآئِلِينَ وَفِي الرِّقَابِ وَأَقَامَ الصَّلاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَالْمُوفُونَ بِعَهْدِهِمْ إِذَا عَاهَدُواْ وَالصَّابِرِينَ فِي الْبَأْسَاء والضَّرَّاء وَحِينَ الْبَأْسِ أُولَـئِكَ الَّذِينَ صَدَقُوا وَأُولَـئِكَ هُمُ الْمُتَّقُون} (نېكي دا نه ده چې خپل مخونه د مشرق او مغرب په طرف وګرځوئ، او لېكن نېكي (د هغه چا) ده چې پر الله او پر ورځ د اخرت او پر ملايكو او پر كتابونو او پر نبیانو يې ایمان راوړى دى او د هغه په مینه (كې) خپلوانو او یتیمانو او مسكینانو او مسافرو او سوالګرو ته مال وركوي او په (ازادولو د) څټونو كې (يې لګوي) او لمونځ قايموي او زكات وركوي او د خپلو وعدو پوره كوونكي وي كله چې وعده وكړي، (خصوصًا) چې په سختۍ او تكلیف كې او د جنګ په وخت كې صبر كوونكي دي، دا هغه خلق دي چې رښتیني دي او همدغه خلق متقیان دي) [البقره سورت: 177 آیت].

او موږ باور لرو چې ایمان قول، عمل او باور دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: « ایمان څه د پاسه اویا - یا څه د پاسه شپیته برخې لري، نو غوره یې د : لا اله الا الله وینا ده، او تر ټولو ښکته یې د لارې څخه د ضرري شي لرې کول دي، او حیا د ایمان یوه برخه ده». بخاري (9) او مسلم (35) روایت کړی او لفظ د همده دی، اوابوداود (4676)، ترمذي (2614)، نسائي (5005) او ابن ماجه (57) روایت کړی دی).

او مونږ ایمان لرو چې د ایمان خاوندان په عملونو کې یو پر بل غوره والی لري، أبو سعید الخدري - رضي الله عنه - له نبي - صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي فرمایي: «يَدْخُلُ أَهْلُ الجَنَّةِ الجَنَّةَ، وَأَهْلُ النَّارِ النَّارَ، ثُمَّ يَقُولُ اللَّهُ تَعَالَى: أَخْرِجُوا مِنَ النَّارِ مَنْ كَانَ فِي قَلْبِهِ مِثْقَالُ حَبَّةٍ مِنْ خَرْدَلٍ مِنْ إِيمَانٍ. فَيُخْرَجُونَ مِنْهَا قَدِ اسْوَدُّوا، فَيُلْقَوْنَ فِي نَهَرِ الحَيَا، أَوِ الحَيَاةِ -شَكَّ مَالِكٌ- فَيَنْبُتُونَ كَمَا تَنْبُتُ الحبَّةُ فِي جَانِبِ السَّيْلِ، أَلَمْ تَرَ أَنَّهَا تَخْرُجُ صَفْرَاءَ مُلْتَوِيَةً؟!». «جنتیان به جنت ته داخل شي، او دوزخیان اور ته، بیا به الله تعالی وفرمایي: له اور څخه هر هغه څوک راوباسئ چې په زړه کې یې د اوري د دانې په اندازه ایمان هم وي، نو ورڅخه به رااویستلی شي پداسې حال کې چې تور شوي به وي، نو د الحیا یا الحیاة په نهر کې به ورواچولی شي - مالک شکي دی چې کوم لفظ یې کارولی- نو داسې به راشنه شي لکه څرنګه چې د خوړ د غاړې تخم راشین کیږي، ایا ته نه ګورې چې هغه زیړ تاوراتاو شین كيږي؟!». (بخاري (۲۲) او مسلم (۱۸۴) روایت کړی دی.

او له أبو أمامة بن سهل بن حنیف څخه روایت دی چې هغه له أبو سعید الخدري رضي الله عنه څخه اوریدلي دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «بَيْنَا أَنَا نَائِمٌ، رَأَيْتُ النَّاسَ يُعْرَضُونَ عَلَيَّ، وَعَلَيْهِمْ قُمُصٌ، مِنْهَا مَا يَبْلُغُ الثُّدِيَّ، وَمِنْهَا مَا دُونَ ذَلِكَ، وَعُرِضَ عَلَيَّ عُمَرُ بْنُ الخَطَّابِ، وَعَلَيْهِ قَمِيصٌ يَجُرُّهُ». قَالُوا: فَمَا أَوَّلْتَ ذَلِكَ، يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ: «الدِّينَ». «په داسې حال چې زه ویده وم، ومې لیدل چې خلک راته راښودل کیږي، او هغوی کمېسونه لري، ځینې تر سینو پورې وي، او ځینې له هغې نه لاندې، او عمر رضی الله عنه راته وښودلی شو، د هغه پر تن یو کمیس و چې ځان پسې یې راښکه، هغوی وویل: نو تا -دا خوب- څنګه تعبیر کړ ای د الله رسوله٬ هغه وویل: «په دین سره». (بخاري (23)، مسلم (2390)، او ترمذي (2285) روایت کړی، او په هغه کې راغلي: او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د ځېنو ملګرو څخه روایت دی، او نسائی هم روایت کړی دی.

او مونږ عقیده لرو چې ایمان زیاتیږي او کمیږي، په اطاعت سره زیاتیږي او په ګناه سره کمیږي، الله تعالی فرمایلي: {نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ نَبَأَهُم بِالْحَقِّ إِنَّهُمْ فِتْيَةٌ آمَنُوا بِرَبِّهِمْ وَزِدْنَاهُمْ هُدًى} (مونږ تا ته د دوى خبر په حقه سره بیانوو، بېشكه دوى داسې ځلمیان وو چې پر خپل رب يې ایمان راوړى و او مونږ دوى ته هدایت ورزیات كړي وو) [الكهف سورت: 13 أيت]، او فرمایلي یې دي: {وَيَزْدَادَ الَّذِينَ آمَنُوا إِيمَانًا} (او د هغو كسانو ایمان زیات شي چې ایمان يې راوړى دى) [المدثر سورت: 31 آیت].

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «يَخْرُجُ مِنَ النَّارِ مَنْ قَالَ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَفِي قَلْبِهِ وَزْنُ شَعِيرَةٍ مِنْ خَيْرٍ، وَيَخْرُجُ مِنَ النَّارِ مَنْ قَالَ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَفِي قَلْبِهِ وَزْنُ بُرَّةٍ مِنْ خَيْرٍ، وَيَخْرُجُ مِنَ النَّارِ مَنْ قَالَ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَفِي قَلْبِهِ وَزْنُ ذَرَّةٍ مِنْ خَيْرٍ». «هر هغه څوک به له اور نه راوځي چې (لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ) یې ویلي وي او په زړه کې یې د یوې وربشې د وزن په اندازه خیر وي، او هر هغه څوک به له اور نه راوځي چې (لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ) یې ویلي وي او په زړه کې یې د غنم د وزن په اندازې خیر وي، او هر هغه څوک به له اور نه راوځي چې (لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ) یې ویلي وي اوپه زړه کې یې د یوې ذرې د وزن په اندازه خیر وي». بخاري (۴۴)، مسلم (۱۹۳) او ترمذي (۲۵۹۳) روایت کړی.

او عمر بن عبدالعزیز عدي بن عدي ته لېکلي وو: «ایمان احکام، قوانین، حدود او تګلارې لري، نو څوک یې چې بشپړ کړي ایمان به یې بشپړ کړي وي، او څوک چې یې بشپړ نه کړي ایمان به یې بشپړ کړی نه وي، نو که زه ژوندی وم، زه به یې تاسو ته تشریح کړم تر څو پرې عمل وکړئ او که مړ شوم، نو زه مو ملګرتیا ته چندان لیواله نه یم». (بخاري معلق راوړی دی (1/10)، او ابن ابي شیبه په المصنف (31084) او په الایمان (135) کې، خلال په السنن (1162، 1553) کې، ابن بطوطه په الابانة (۱۱۶۶) کې او اللالکائي په شرح أصول اعتقاد أهل السنة والجماعة کې (۱۵۷۲).

معمر، سفیان الثوري، مالک بن انس، ابن جریج او سفیان بن عیینه ټولو به وییل: "ایمان قول او عمل دی، زیاتیږي او کمیږي". (الابانة الکبری (2/806) او الشریعة د: الآجري (2/606).

حافظ ابوبکر عبدالله بن الزبیر الحُميديُّ ويلي: «.. او دا چې ایمان قول او عمل دی، زیاتیږي او کمیږي، او قول له عمل پرته هیڅ ګټه نه لري، او هیڅ قول او عمل پرته له نیت څخه اعتبار نه لري، او له سنتو پرته هیڅ قول، عمل او نیت اعتبار نه لری». (اصول السنة د: الحميدي (۳۷ مخ)).

او خلال ویلي: «عبدالملک المیموني خبر راکړی فرمایي چې: یعلی بن عبید له شپیتو کلونو څخه زیات مخکې راته وویل چې: ایمان قول او عمل دی، او څوک چې روژه نیسي، لمونځ کوي او نیک عمل کوي، په ایمان کې تر هغه چا زیات دی چې هغه غلا او زنا کوي». (السنة د: ابوبکر بن الخلال (۳/۵۹۰))

او ابن ابی حاتم ویلي دي: "ما له خپل پلار او ابو زرعه څخه د دین په اصولو کې د اهل سنت د مذهبونو په اړه وپوښتل، او پدې اړه د ټولو سیمو د علماوو د نظر په اړه چې دوی څه عقیده لري، نو هغوی دواړو وویل: مونږ چې علما په ټولو سیمو کې لیدلي دي لکه : حجاز، عراق، شام او یمن، نو د هغوی مذهب دا و چې: ایمان قول او عمل دی، زیاتیږی او کمیږي». (شرح أصول اعتقاد أهل السنة والجماعة(1/198) او : عقیدة السلف - چې د ابن ابی زید القیرواني مقدمه ده د خپل کتاب الرساله لپاره (29 مخ).

او لالکائي ویلي: «ایمان قول او عمل دی، او د فقهاوو له جملې څخه: مالک بن انس، عبدالعزیز بن ابي سلمه الماجشون، لیث بن سعد، الاوزاعي، سعید بن عبدالعزیز، ابن جریج، سفیان بن عينه، فضيل بن عياض، نافع بن عمر الجمحي، محمد بن مسلم الطائفي، محمد بن عبدالله بن عمرو بن عثمان بن عفان، المثنا بن الصباح، الشافعي، عبدالله بن الزبیر الحمیدي، ابو ابراهیم المزني، سفیان الثوري، شریک، ابوبکر بن عیاش، وکیع، حماد بن سلمه، حماد بن زید، یحیی بن سعید القطان، عبدالله بن المبارک، ابو اسحاق الفزاري، النضر بن محمد المروزي، النضر بن شمیل، احمد بن حنبل، اسحاق بن راهويه، ابو ثور او ابو عبيد -دا ټول- پدې نظر دي». (شرح أصول اعتقاد أهل السنة والجماعة د امام لالکائي (۴/ ۹۱۳)).

ابو عبدالله بن ابي زمنین په خپل کتاب "اصول السنة" کې ویلي: «باب دی پدې اړه چې ایمان قول او عمل دی: او د اهل سنت وینا ده چې: ایمان؛ الله ته په زړونو کې اخلاص، په ژبو سره ګواهي، په اندامونو عمل او دا هر څه د سنت مطابق برابرول دي». (اصول السنة مخ 207).