Applicable Translations English اردو عربي

(بــاب الإحــســـان) باب دی د احسان په اړه

او مونږ ایمان لرو چې (احسان) د دین له مرتبو څخه دریمه مرتبه ده، او هغه لکه څرنګه چې جبریل -علیه السلام- ته د پيغمبر صلی الله علیه وسلم په جواب کې راغلي دي کله یې چې ترې د احسان په اړه پوښتنه وکړه او ویې وییل: «فَأَخْبِرْنِي عَنِ الْإِحْسَانِ، قَالَ: «أَنْ تَعْبُدَ اللهَ كَأَنَّكَ تَرَاهُ، فَإِنْ لَمْ تَكُنْ تَرَاهُ فَإِنَّهُ يَرَاكَ...». قَـالَ: ثُمَّ انْطَلَقَ فَلَبِثْتُ مَلِيًّا، ثُمَّ قَالَ لِي: «يَا عُمَرُ أَتَدْرِي مَنِ السَّائِلُ؟» قُلْتُ: اللهُ وَرَسُـولُهُ أَعْلَمُ، قَـالَ: «فَإِنَّهُ جِبْرِيلُ أَتَاكُمْ يُعَلِّمُكُمْ دِينَكُمْ». «نو د احسان په اړه خبر راکړه، ویې فرمایل: « چې د الله داسې عبادت وکړې لکه ته یې چې ګورې، نو که چیرته یې ته نه ګورې نو هغه خو تا ګوري...» وایې: بیا لاړ، لږ ځنډ مې وکړ، بیا یې راته وویل: ای عمره! آیا پوهیږې چې پوښتونکی څوک و؟» ما وویل: الله او رسول یې ښه پوهیږي، ویې وییل: یقینا هغه جبریل و، راغلی و تر څو تاسو ته ستاسو دین دروښایي». ( مسلم (8)، ابو داود (4695)، الترمذي (2610)، نسائي (4990) او ابن ماجه (63) روایت کړی دی.

اوحق ذات- جل جلاله- خبر ورکړی چې د دې حقیقي دین خلک به جنت ته ځي، سره له دې چې د دوی درجې او مرتبې به سره توپیر ولري- برابره خبره ده که دوی د اسلام یا د ایمان او یا هم د احسان خاوندان وي، الله تعالی د لوی شان او شوکت خاوند فرمایلي: {وَالَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ مِنَ الْكِتَابِ هُوَ الْحَقُّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ إِنَّ اللَّهَ بِعِبَادِهِ لَخَبِيرٌ بَصِير * (او هغه څه چې مونږ تا ته له كتابه وحي كړي دي هم دغه حق دي، په داسې حال كې چې تصدیق كوونكي دي د هغو (كتابونو) چې له ده نه مخكې وو، بېشكه الله په خپلو بنده ګانو باندې خامخا ښه خبردار، ښه لیدونكى دى. ثُمَّ أَوْرَثْنَا الْكِتَابَ الَّذِينَ اصْطَفَيْنَا مِنْ عِبَادِنَا فَمِنْهُمْ ظَالِمٌ لِّنَفْسِهِ وَمِنْهُم مُّقْتَصِدٌ وَمِنْهُمْ سَابِقٌ بِالْخَيْرَاتِ بِإِذْنِ اللَّهِ ذَلِكَ هُوَ الْفَضْلُ الْكَبِير* بیا مونږ د دغه كتاب (قرآن) وارثان كړل هغه كسان چې مونږ په خپلو بنده ګانو كې غوره (او انتخاب) كړي وو، بیا په دوى كې ځینې په خپل ځان ظلم كوونكي دي او ځینې په دوى كې مینځ لاري دي او ځینې په دوى كې نېكیو ته ړومبي كېدونكي دي، د الله په حكم سره، یقینًا همدغه ډېر لوى فضل دى. جَنَّاتُ عَدْنٍ يَدْخُلُونَهَا يُحَلَّوْنَ فِيهَا مِنْ أَسَاوِرَ مِن ذَهَبٍ وَلُؤْلُؤًا وَلِبَاسُهُمْ فِيهَا حَرِير* د تل استوګنې جنتونه دي، دوى به دغو ته ننوځي، دوى به په دغو (جنتونو) كې د سرو زرو په بنګړو سره او په ملغلرو سره زیور دار (اراسته) كولى شي او د دوى جامې به په دغو (جنتونو) كې ورېښم وي. وَقَالُوا الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَذْهَبَ عَنَّا الْحَزَنَ إِنَّ رَبَّنَا لَغَفُورٌ شَكُور}. او دوى به ووايي: ټول د كمال صفتونه خاص هغه الله لره دي چې زمونږ نه يې غم (خفګان) ختم كړ، بېشكه زمونږ رب خامخا ډېر بخښونكى، بې حده قدردان دى). [فاطر سورت: 31-34 آیتونه].