په مبارکو آیتونو او حدیثونو کې د سنت په مراعتولو او پرې ټینګ پاتې کېدلو امر راغلی، له مخالفت څخه یې ویرول شوي، او له بې اتفاقۍ او اختلاف څخه ممانعت راغلی دی، الله تعالی فرمايلي: {لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَن كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا} (یقینًا یقینًا ستاسو لپاره په (كار د ) رسول الله كې ډېره ښه اقتدا ده، د هغه چا لپاره چې د الله او د وروستنۍ ورځې امېد لري او الله ډېر زیات یادوي). [الأحزاب سورت: 21 آیت]. او الله تعالی فرمایلي: {إِنَّ الَّذِينَ فَرَّقُواْ دِينَهُمْ وَكَانُواْ شِيَعًا لَّسْتَ مِنْهُمْ فِي شَيْءٍ} (بېشكه هغه كسان چې خپل دین يې تار په تار كړى دى، او دوى فرقې فرقې شول، ته له دوى نه په هېڅ شي كې نه يې) [الأنعام سورت: 159 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {شَرَعَ لَكُم مِّنَ الدِّينِ مَا وَصَّى بِهِ نُوحًا وَالَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ وَمَا وَصَّيْنَا بِهِ إِبْرَاهِيمَ وَمُوسَى وَعِيسَى أَنْ أَقِيمُوا الدِّينَ وَلاَ تَتَفَرَّقُوا فِيهِ}. (هغه ستاسو لپاره هغه دین مقرر كړى دى چې د هغه وصیت يې نوح ته كړى و او هغه چې مونږ تا ته وحې كړى دى او هغه چې مونږ د هغه وصیت ابراهیم او موسٰى او عیسٰى ته كړى و، چې تاسو دین قايم كړئ او په ده كې مه مختلف كېږئ)، [الشورى سورت: 13 آیت].
او له جابر بن عبد الله - رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «أَمَّا بَعْدُ، فَإِنَّ خَيْرَ الْحَدِيثِ كِتَابُ اللهِ، وَخَيْرُ الْهُدَى هُدَى مُحَمَّدٍ، وَشَرُّ الْأُمُورِ مُحْدَثَاتُهَا، وَكُلُّ بِدْعَةٍ ضَلَالَةٌ». أما بعد: تر ټول غوره وینا د الله کتاب دی، او په لارښوونو کې غوره لارښوونه د محمد - صلی الله علیه وسلم- ده، او (په دین کې ) تر ټولو ناوړه کارونه هغه دي چې نوي وي، او هر بدعت ګمراهي ده. (مسلم په (۸۶۷)، نسائي (۱۵۷۸)، ابو داود (۲۹۵۴) او ابن ماجه (۴۵) روایت کړی دی.
او له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «كُلُّ أُمَّتِي يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ إِلَّا مَنْ أَبَى» قَالُوا: يَا رَسُولَ اللهِ، وَمَنْ يَأْبَى؟ قَالَ: «مَنْ أَطَاعَنِي دَخَلَ الْجَنَّةَ، وَمَنْ عَصَانِي فَقَدْ أَبَى». «زما ټول امتیان به جنت ته داخلیږي مګر هغه څوک چې انکار وکړي» هغوی وویل: ای د الله رسوله! او څوک دی چې انکار به کوي؟ ویې فرمایل: «چا چې زما پیروي وکړه هغه جنت ته داخل شو او چا چې زما نافرماني وکړه هغه انکار وکړ». (بخاري په (7280) شمېره روایت کړی دی).
او له عرباض بن ساریه رضي الله عنه څخه روایت دی: «وَعَظَنَا رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم يَوْمًا بَعْدَ صَلَاةِ الْغَدَاةِ مَوْعِظَةً بَلِيغَةً ذَرَفَتْ مِنْهَا الْعُيُونُ وَوَجِلَتْ مِنْهَا الْقُلُوبُ، فَقَالَ رَجُلٌ: إِنَّ هَذِهِ مَوْعِظَةُ مُوَدِّعٍ، فَمَاذَا تَعْهَدُ إِلَيْنَا يَا رَسُولَ اللهِ، قَالَ: «أُوصِيكُمْ بِتَقْوَى اللهِ، وَالسَّمْعِ وَالطَّاعَةِ، وَإِنْ عَبْدٌ حَبَشِيٌّ، فَإِنَّهُ مَنْ يَعِشْ مِنْكُمْ يَرَى اخْتِلَافًا كَثِيرًا، وَإِيَّاكُمْ وَمُحْدَثَاتِ الْأُمُورِ؛ فَإِنَّهَا ضَلَالَةٌ، فَمَنْ أَدْرَكَ ذَلِكَ مِنْكُمْ فَعَلَيْهِ بِسُنَّتِي وَسُنَّةِ الْخُلَفَاءِ الرَّاشِدِينَ الْمَهْدِيِّينَ، عَضُّوا عَلَيْهَا بِالنَّوَاجِذِ». چې رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته یوه ورځ د سهار له لمانځه څخه وروسته یوه په زړه پورې خطبه راکړه، چې له امله یې - د خلکو - له سترګو اوښکې وبهیدې او زړونه ولړزېدل، يو سړي وويل: دا خو داسې ده لکه د الله په امانۍ خطبه، نو مونږ ته څه وصیت کوې ای د الله رسوله! هغه وفرمایل: له الله تعالی څخه په ویرې درته وصیت کوم، او له -چارواکو - په اورېدلو او اطاعت کولو؛ که څه هم - پر تا سو ټاکل شوی امیر - یو حبشي غلام وي او یقینا که ستاسو څخه څوک ژوندی پاتې شي، نو ډېر اختلاف به وويني، نو - په دین کې - له نوښت څخه ډډه وکړئ، ځکه دا ګمراهي ده، که چیرته له تاسو څخه پر چا دا حالات راغلل نو هغه دې زما د سنتو او د خلفای راشدینو د سنتو پیروي وکړي؛ ځکه هغوی په سمه لار دي، د ژامې غاښونه پرې ټینګ کړئ». (ابو داود (4607)، ترمذي (2676)، ابن ماجه (42)، احمد (17416)، دارمي (96) روایت کړی او دا حديث امام ترمذي صحيح بللى دى.
او بخاري په خپل صحیح کې په کتاب الاعتصام بالکتاب والسنة کې ویلي: باب الاقتداء بسنن رسول الله صلی الله علیه وسلم - و قول الله سبحانه وتعالی {وَاجْعَلْنَا لِلْمُتَّقِينَ إِمَامًا} [الفرقان سورت : 74 آیت] یعنې (او مونږ د متقیانو لپاره امامان وګرځوه)، فرمایي: هغه امامان مونږ به پخوانو پسې اقتداء کوو او روستني به کونږ پسې اقتداء کوي، ابن عون ویلي: درې شیان دي چې د ځان او د خپلو ورونو لپاره یې خوښوم: دا سنت؛ چې زده یې کړي او په اړه یې پوښتنه وکړي، او قرآن چې ځان پرې پوهه کړي او په اړه یې پوښتنه وکړي، او خلک پریږدې مګر هغوی چې غوره وي». (صحيح البخاري (8/ 139).