Applicable Translations English اردو عربي

كتـاب الإيمــان بالله کتاب دی په الله تعالی د ایمان په اړه

د کتاب لنډیز

او موږ باور لرو چې الله لومړی دی او له هغه څخه مخکې هیڅ شی نشته، هغه وروستی دی او له هغه څخه وروسته هیڅ شی نشته او مونږ ته يې ځان راپیژندلی چې هغه پخپله همغه ذات دی چې یواځې یې آسمانونه او ځمکه پیدا کړي او دا چې هغه د آسمانونو او ځمکې اصلي مالک دی او دا چې هغه پاک ذات شپه په ورځ او ورځ په شپه کې ننباسي، او دا حاضر کاینات شاهدي ورکوي چې یواځې همغه ذات یې پيدا کوونکی دی او له هغه سره بل هیڅ پیدا کوونکی نشته.

او له خپلو هغو دلایلو څخه یې يادونه وکړه چې ثابتوي چې هغه یواځې د دې کايناتو خالق دى، ډېر دليلونه یې وړاندې کړل چې احاطه پرې شونې نده، او پر مونږ په هغه څه سره حجت قائم کړ چې مونږ یې په خپلو ځانونو او چاپیریال کې ګورو.

او مونږ ایمان راوړو په هغه څه چې انبیاوو او رسولانو پرې ایمان راوړی دی، او په هغه دلایلو یقین لرو چې په الله پاک باندې دلالت کوي.

او مونږ ایمان لرو چې همغه الله پيدا کوونکی دی، او مخلوق یې بې ځایه نه دی پیدا کړی. بلکې دا پیاوړی مخلوق دی چې د یو ستر هدف لپاره رامنځته شوی.

او داسې نور دلیلونه چې په قران کریم کې ورڅخه زیاته یادونه شوې ده، لکه څرنګه چې په «الأنعام»، «النحل» او نورو سورتونو کې بې شمېره زیات دلیلونه او شواهد راغلي دي چې ټول د الله تعالی په وجود (شتون) او د هغه په ربوبیت دلالت کوي، او هغه عقلي دلیلونه او ستر حجتونه دي، چې هیڅوک د هغه په څېر او یا ورته نږدې دلیلونه نه شي راوړلای، او هغه په تنوع کې د ټولو مخلوقاتو لپاره مناسب دي، او پر هغوی د حجت قائمولو لپاره بسنه کوي، که څه هم کافران ترې انکار کوي، او باطل پرسته یې بد ګڼي، او آیا له کافر سره پرته له انکار څخه بل دلیل شته؟!

او مونږ ایمان لرو چې الله په خپل ربوبیت کې یو دی، او یواځې هغه پیدا کوونکی دی، او همغه ذات دی چې پيدایښت یې پیل کړی او هیچا ورسره پکې ګډون ندی کړی، او الله په خپل امر سره پيدا کول کوي، او هغه پاک ذات د خپلې خوښې د اسبابو سره پيدا کول کوي، او له هغه پرته چې څه دي ټول مخلوقات دي.

او موږ باور لرو چې الله تعالی د ټولو شیانو مالک، خالق، کار ساز او مالک دی، او هغه پکې تصرف کوونکی دی، او هیڅ مخلوق د دې حق نلري چې د خپل ځان د چارو اداره وکړي، یا د بل د چارو اداره وکړي مګر هغه څه چې الله مقدر کړي وي.

او موږ باور لرو چې هغه ریښتینی مالک دی او له هغه پرته نور ټول - د هغه - ملکیت دی، او د هر پادشاه پادشاهي باطله او یا لنډه مهال او له منځه تلونکې ده.

او موږ ایمان لرو چې یواځې پاک الله هغه ذات دی چې ژوندي کول او مړه کول کوي، او همغه ذات دی چې مرګ او ژوند یې پیدا کړی او همغه ذات دی چې نفسونه اخلي.

او مونږ ایمان لرو چې هغه رزق ورکوونکی د غښتلي ځواک خاوند دی، له هغه پرته بل هیڅوک رزق ورکوونکی نشته، او له هغه پرته بل ذات نشته چې بسنه پرې وشي، او موږ ایمان لرو چې الله پاک په خپل علم سره هر څه راګیر کړي دي، د هغه له علم څخه هیڅ وړه او غټه نه پټیږي او هغه پاک ذات په پټو او ښکاره و خبر دی.

او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی په غلبې او واکدارۍ سره هر شي د خپل تسلط لاندې راوستی دی،

او موږ ایمان لرو چې الله تعالی لره خالقیت او واکمني ده، نه له هغه پرته بل رب شته او نه له هغه پرته بل قانون جوړوونکی، هغه همغه ذات دی چې مخلوقات یې پیدا کړي او قوانین یې جاري کړي، فرضي کړنې یې فرض کړي، دین یې بیان کړی، او هغه د دې ټولو مالک دی، او یواځې هغه د دوی سره په حساب کولو او دوی ته د سزا ورکولو ځواک لري.

او مونږ ایمان لرو چې متعال رب د بندګانو او د هغوی د کړنو پیدا کوونکی دی.

او مونږ دا عقیده لرو چې یواځې د الله په ربوبیت ایمان لرل د انسان لپاره بسنه نه کوي چې مؤمن شي، او دا ایمان خپل خاوند جنت ته نه شي ننویستلی؛ ځکه هغه پدې ایمان ندی راوړی چې الله حق معبود دی، او دا چې باید عبادت ونه شي مګر د یو الله.

او موږ ایمان لرو چې الله په خپل الوهیت کې یو دی، او دا چې له الله پرته بل معبود نشته مګر یواځې همغه الله دی چې شریک نه لري، او هغه حق دی او دا چې دوی له هغه پرته نور څه رابلي هغه باطل دي. او دا هغه ستره چاره ده چې له امله یې الله کتابونه نازل کړي، پيغمبران یې رالیږلي، جنت او دوزخ یې پیدا کړي او پدې - خبره - د امت جمهورو علماوو اجماع کړې ده، او فطرت پرې دلالت کوي، او سالم عقلونه پرې ګواهي ورکوي، او مونږ په علم الیقین سره پوهیږو چې د پيغبرانو - علیهم السلام - بلنه خپلو قومونو ته هغه: د یو الله عبادت ته بلنه او له هغه پرته د بل چا د عبادت پرېښودل دي.

او حق عبادت هغه دی چې الله رب العالمین ته وشي، او د سید المرسلین د لارښوونې سره سم وي؛ ځکه چې له هغه پرته د نورو ټولو معبودانو عبادت باطل دي.

او دا د الله د دین له پياوړو رکنونو څخه یو رکن دی - کوم چې د یوازیني الله د یووالي ثبوت او له هغه پرته د بل چا له عبادت څخه انکار دی - دا د دین د میچنې محور(د ژرندې پل) - او د پېغمبرانو د بلنې ستن ده او معنا یې ده: د خالق یووالی د مخلوقاتو په عمل سره ( یعنې دا چې یواځې یو الله د بندګانو د کړنو پیدا کوونکی دی)

او ډیری وختونه الله تعالی په قرآن کې په خپلو بنده ګانو باندې په خپل ربوبیت سره استدلال کوي، هغه ربوبیت چې له هغه څخه د یو الله پاک عبادت لازمیږي.

او موږ ایمان لرو چې د دې لویو کَوني نښانو(کاینات۹ پيدا کوونکی یواځې همغه الله پاک دی، او دا چې له هغه سره بل خالق نشته، نو پکاره نده چې له هغه سره د بل چا عبادت وشي.

او الله -جل جلاله- په خپل وحدانیت شاهدي ورکوونکي دلیلونه په بېلابیل ډول وړاندې کړل،تر څو پرې حجت قائم کړي، او لاره پرې روښانه کړي؛ تر څو د خلکو لپاره په الله تعالی کوم دلیل پاتې نه شي.

الله - تعالی- ته په یووالې اقرار او رسول الله -صلى الله عليه وسلم- ته په پيغمبرۍ سره ګواهي ورکول، الله د وينې له تويېدو څخه -د مخنیوي- او د نفسونو د ساتنې لپاره یو حد ګرځولی دی.

او په الله - تعالی - باندې د ایمان لرلو سره په طاغوت کافریدل ، او له شرک او مشرکانو څخه بې زاري حتمي - خبره - ده.

او د دې ایمان لپاره بسنه نه کوي چې یواځې په زړه کې وي، بلکې خامخا پرې باید په ژبه تلفظ وکړي، او تر هغه پورې ایمان ريښتیا کیدلی نه شي تر څو چې اندامونه پرې عمل ونه کړي، او په زړه کې ایمان په زیاتوالی او کموالي سره - له یو شخص څخه - بل ته توپیر لري.

او پدې ایمان کې بنده باید الله رب العالمین ته مخلص وي، باوري وي نه شکمن، او د ایمان سرچینه یې باید - علم، اخلاص، قبولي، تسلیمیدل، غاړه ایښودل، په وینا، کړنو او عقیده کې - ریښتینولي وي، سربیره پر محبت کولو له دې دین سره، او هغه چا چې دا دین رالیږلی، چا چې راوړی، او چا چې منلی دی.

او لکه څرنګه چې الله -تعالی- د ایمان حقیقت، د هغه غوښتنې، او شرطونه بیان کړل، نو پدې سره یې د ضدي مشرکانو شکونه او شبهې له منځه وړي دي او دا - خبره - یې ښکاره کړې ده چې دوی په خپل شرک باندې هیڅ دلیل نه لري؛ ځکه دا باطل معبودان مخلوق دی، بل څوک یې چاري سموي او هیڅ شی نه شي پیدا کولی او دوی په آسمانونو او ځمکه کې د د یوې ذرې په اندازه هم د څه شي واک نه لري.

او حق ذات دا - خبره - ښكاره كوي چې دا (د الله سره برابر ګڼل شوي) معبودان؛ چې له الله پرته یې عبادت کیږي، د هغه چا بلنه نه اوري چې څوک یې رابلي، او که يې واوري نو قبلولای نه شي او د قيامت په ورځ به د هغوی په شرک رد کوي، او ترې به بېزاره وي.

لکه څرنګه چې حق ذات بیانوي چې دا معبودان چې له الله پرته یې عبادت کیږي، نه ګټه رسولی شي او نه تاوان، نو له الله پرته څنګه د دوی عبادت کیدلی شي.؟!.

او الله تعالی پرښتو ته عبادت کول باطل کړ، او دا یې ښکاره کړه چې دوی - سره له دې چې الله ته نږدې دي - بیا هم هیڅکله د چا سفارش نه شي کولی مګر د هغه له اجازې نه وروسته، نو کله چې د پرښتو دا حال دی، نو څنګه کیدی شي چې له الله تعالی پرته دې - د دې باطلو معبودانو - عبادت وشي.

او نبیان او رسولان - علیهم السلام - سره له دې چې مرتبه یې په دنیا او آخرت کې لوړه ده - ځان ته د ګټې او تاوان رسولو واک نه لري، نو لدې پرته نور به څنګه وي؟!

او مونږ ایمان لرو چې الله - جل جلاله - په خپلو صفتونو او د کمال په ستاینو کې یو دی، او الله پاک لره نیک نومونه او لوړ صفتونه دي، چې پوره عقلونه ورته پدې ګواهي ورکوي او سالم فطرتونه ورته پرې تسلیم دي او پدې باندې د اسلامي أمت د علماوو اجماع هم ده، بلکه ټولو الهي رسالتونو د الله پاک په نومونو او د أفعالو په بیانولو سره راتګ کړی دی، او دا باطل معودان نه څه اوري او نه څه ویني.

او موږ ایمان لرو لکه څرنګه چې هغه د خپل ځان صفت بیان کړی، او لکه څرنګه چې د هغه رسول -صلی الله علیه وسلم- هغه په کومو صفتونو باندې یاد کړی دی، نو د هغه پاک ذات په مثل هیڅ شی نشته او هغه اوریدونکی لیدونکی دی، نو مونږ هغه څه الله ته ثابتوو چې هغه خپل ځان ته ثابت کړي دي، او یا یې رسول - صلی الله علیه وسلم - ورته ثابت کړي دي، او هر هغه څه ترې نفي کوو چې هغه له خپل ځان څخه نفي کړي او یا یې رسول - صلی الله علیه وسلم - ترې نفي کړي، پرته له تعطیل (له معنا څخه انکار)، او تمثیل (د بیلګې بیانولو) او تکییف (د څرنګوالي په اړه پوښتنې کولو) او تحریف (په معنا کې له بدلون) څخه.

او مونږ په علم یقین سره پوهیږو چې زمونږ رب وړاندې له دې چې مخلوقات پیدا کړي په خپلو صفتونو باندې یاد و، او دا چې هغه له ازله تر ابده د کمال، جلال او جمال په تر ټولو لوړه مرتبه دی؛ ځکه هغه اول او آخر دی، هغه اول دی مخکې ترې څه شی نشته، او آخر دی وروسته ترې څه شی نشته، نو هغه د کمال او عزت په نومونو او صفتونو سره لومړی دی او هغه د کمال او عزت په صفتونو سره وروستی دی.

او مونږ ایمان لرو چې د الله تعالی له صفتونو څخه ځینې د هغه له ذات سره لازم دي لکه: ژوند، علم، اوریدل، لیدل، لاس، ګوتې، او دا چې له صفتونو څخه یې ځینې د هغه د مشیئت (خوښې) پورې تړلي دي لکه: غصه، خوښي او راکوزیدل.

او موږ ایمان لرو چې هغه د هر هغه څه کوونکی دی چې ویې غواړي، نو هغه هر کار تر سره کوي کله چې وغواړي، څه چې وغواړي، څرنګه یې چې وغواړي، چاته چې وغواړي عزت ورکوي او چاته چې وغواړي خواروي یې، د هغه د کړنو څوک منع کوونکی نشته، او نه د هغه پریکړو او واکمنۍ لره څوک ردوونکی او روسته کوونکی شته.

او مونږ عقیده لرو چې د الله تعالی ځینې صفتونه مطلق راغلي دي، نو الله -تعالی- پرې مطلق توصیفوو، لکه: سمع، حیات، بصر او داسې نور، او ځینې یې مقید راغلي دي، نو په همغه تقیید سره پریښودل کیږي، لکه د هغه یادول چې هغه د خپلو دښمنانو د مکر په مقابل کې له مکر څخه کار اخلي، او خپل دښمنان هیروي کله یې چې هغوی هېر کړي.

او د هغه پاک ذات له صفتونو څخه : علم، بصر، حیات، قیومیت او کلام دي، او هغه په کلام سره موصوف شوی دی وړاندې له دې چې مخلوقات پیدا کړي او خبرې ورسره وکړي، او زمونږ د رب کلام د هغه د خوښې (مشیئت) سره تړاو لري، نو کله چې وغواړي خبري کوي، او په قرآن کریم کې د کلام د صفت په بېلابیلو وجوهاتو سره راغلی دی، داسې راغلي چې هغه د خپلو بندګانو سره خبري کوي، او له دوی څخه چې د چا سره وغواړي مناجات کوي او بلنه ورکوي، او د مخلوقاتو سره د قیامت په ورځ خبرې کوي، او مخلوقات به د قیامت په ورځ د الله - تعالی - خبرې اوري.

او مونږ ایمان لرو چې الله پاک د خپلو مخلوقاتو څخه د رڼا په پردې سره پټ دی، نو دوی یې په دې دنیا کې نه ویني، که څه هم د هغه ځینو پیغمبرانو د هغه خبرې واورېدې، کله چې هغه ورسره د پردې تر شا خبرې کولې، لکه څرنګه یې چې له موسی -علیه السلام - سره خبرې وکړې.

او زمونږ د رب کلام داسې توصیف کیږي چې ځینې یې له نورو څخه نوی دی او ځینې یې له ځینو نورو غوره دی.

او د هغه له کلام څخه: قرآن او ټول الهي کتابونه دي چې د هغه په پیغمبرانو -علیهم السلام- نازل شوي، لکه د ابراهیم او موسی علیهما السلام صحیفې، تورات، انجیل او زبور -ټول د الله کلام دی- او په ټولو سره الله خبرې کړي دي، او له واسطې پرته ترې جبریل اوریدلی دی، او جبرائیل د الله په انبیاوو او پيغمبرانو -علیهم السلام - نازل کړي دي، او د تورات ځانګړتیا دا ده چې الله تعالی په تختو کې په لیکلې بڼه نازل کړی دی، او د الله کلام او کلمې مخلوق ندي، او د الله کلام د هغه له مخلوقاتو څخه ندی، آیا ته نه ګورې چې هغه د پیدایښت او امر تر منځ جلاوالی راوستی او مونږ د الله تعالی د کَوني او شرعي کلمو تر منځ توپیر کوو.

او د هغه پاک ذات له صفتونو څخه: عزت، قهر، جبروت، ملکوت، کبریاء، عظمت، اراده، مشیئت، قدرت او رحمت دی، دا رحمت د هغه له صفتونو څخه یو صفت دی او د دې اضافت الله تعالی ته شوی؛ چې دا د صفت اضافت دی موصوف لره.

او د هغه له صفتونو څخه یو علو (پورته والی) دی چې هغه د غلبې، منزلت او ذات لوړوالی دی، نو درې واړه ټول د هغه صفتونو دي چې د هغه په کمال دلالت کوي، او لوی قرآن او نبوي سنت، عقل او فطرت د هغه په لوړوالي په بېلابیلو وجوهاتو دلالت کوي، بلکه هغه دلیلونه ډیر دي چې د الله په پورته والی دلالت کوي، او د هر یو ډول لاندې نور ډیر ډولونه دي چې نه شمیرل کیږي.

او د هغه پاک ذات له صفتونو څخه یو هم په عرش استواء ده، چې الله تعالی یې په خپل کتاب کې په اوو ځایونو کې یادونه کړې ده.

او د هغه پاک ذات له صفتونو څخه یو محبت دی، او د هغه له صفتونو څخه: رضایت (خوښي) ده او د هغه له صفتونو څخه د خپلو دښمنانو بد ګڼل دي؛ ځکه چې هغو د هغه خوښۍ بده وګڼله، او هغه څه یې بد وګڼل چې الله پر خپل رسول -صلی الله علیه وسلم- نازل کړې دي.

د هغه له صفتونو څخه: په دښمنانو غصه کول او پرې غصه کېدل :، او هغه غصه یې د کافرانو لپاره ده،

د هغه له صفتونو څخه: د خپلو دښمنانو د مکر په مقابل کې مکر کول دي ، هغوی چې د ده له اولیاوو سره مکر کاوه، او د هغه له صفتونو څخه تأسف دی، چې معنا یې سخته غصه ده، او د هغه له صفتونو څخه له هغه چا سره دوکه کول دي چې دوکه ورسره کوي، نو الله له منافقانو سره دوکه کوي، هغوی چې له ده سره دوکه کوي، او د هغه تعالی له صفتونو څخه دا دي چې په هغه چا ملنډي وهي چې پر ده ملنډي وهي.

او له صفتونو څخه یې: خندا، تعجب، د قیامت په ورځ راتلل دي تر څو د خلکو تر منځه پریکړه وکړي.

او مونږ د نزول (راکوزیدلو) په صفت ایمان لرو، او دا چې زمونږ رب د دنیا آسمان ته په حقیقي توګه راکوزیږي لکه څرنګه چې د هغه د جلال او لویۍ سره ښایي، او هغه لکه د مخلوقاتو په څېر راکوزیدل نه دي، بلکې -دا صفت- لکه د نورو صفتونو په څېر یو صفت دی چې مونږ پرې ایمان لرو او پرې پوهیږو او د کیفیت په اړه یې ځان نه ستړی کوو، او نه یې په ردولو کې ځان تکلیفوو؛ بلکې په هغه توګه پرې ایمان لرو لکه څرنګه چې ریښتیني او ريښتیا ګڼل شوي پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- پرې خبر راکړی دی،

او مونږ د الله تعالی د معیت (ملتیا) په صفت ایمان لرو، او دا چې الله - تعالی - د خپلو مخلوقاتو سره دی، او دا معیت دوه ډوله دی؛ خاص معیت چې دا د الله تعالی د ولیانو او پیغمبر علیهم السلام لپاره ثابت دی او معنا یې کامیابي او تایید دی، او بل یې د ټولو خلکو سره عام معیت دی؛ مؤمن وي او که کافر، او معنا یې علم، چاپیریدل، ځواک او واکمني ده.

او لدې معیت څخه حلول او اختلاط نه لازمیږي، او نه یې معنا د الله تعالی د لوړوالي نفي کول دي؛ ځکه د اهل سنت په اجماع سره یې معنا علم او احاطه ده؛ یعنې دا چې الله تعالی مونږ سره په علم، په هر څه احاطه کولو او ځواک سره دی.

او مونږ الله تعالی ته وجه (مخ) ثابتوو لکه څرنګه چې د هغه د جلال او عظمت سره ښایي، او ید (لاس) لکه څرنګه چې د هغه د جلال او کمال سره ښایي، او پدې اړه په قرآن کریم او سنت کې په مختلفو وجوهاتو سره خبر راغلی دی، د لاس ذکر د تثنیې په صیغې سره راغلی، او دا چې الله یې خلاصوي او راټولوي، او دا چې الله پرې اسمانونه نچه کوي، او ځمکه د هغه پاک ذات په موټي کې ده، او لاس داسې یاد شوی چې د ګوتو درلودونکی دی. او دا ټول ثابتوي چې هغه لاس چې صفت یې په قرآن کریم کې راغلی حقیقي لاس دی لکه څرنګه چې د هغه د جلال سره ښایي، مونږ یې په تاویل کولو ځان نه تکلیفوو، او نه یې د بل چا د لاس سره تشبیه کوو، او نه قرآني آیتونه او نبوي حدیثونه چې دلالت پرې کوي تحریفوو. او د هغه له صفتونو څخه د ګوتو صفت دی.

او مونږ ایمان لرو چې د قیامت په ورځ به مؤمنان خپل رب ګوري، او دا هغه څه دي چې قرآن او متواترو اخبارو پرې زمونږ له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه خبر ورکړی دی په هغه څه کې چې هغه پرې مؤمنانو ته زیری ورکړی چې هغوی به خپل رب په ښکاره توګه د قیامت په ورځ ګوري.

او لکه څرنګه یې چې ځان د کمال، جمال، جلال، عزت او لویۍ په صفتونو سره یاد کړی دی، همدارنګه یې له خپل ځان څخه د نقصان صفتونه هم نفي کړي دي، او د صفاتو نفي په قرآن کې اصل ندی؛ ځکه اصل د صفتونو ثبوت دی، او قرآن او سنت د الله تعالی د صفتونو له یادولو څخه ډک دي لکه څرنګه چې د الله د جلال، لویۍ او کمال سره ښایي، او متعال رب چې کله له خپل ځان څخه کوم صفت نفي کوي نو د دې لپاره یې نفي کوي تر څو یې د ضد په بیانولو سره ځانته کمال ثابت کړي، او یا ځکه کله چې انسانانو د نقصان نسبت هغه ذات ته وکړ چې هغه د عزت او کمال خاوند دی، نو متعال رب هغه نقص نفي کوي چې نسبت یې هغه ته شوی وي.

او مونږ ایمان لرو چې الله پاک لره نیک نومونه دي، او دا چې نومونه یې په ښایست کې وروستي حد ته رسیدلي دي، نو له هغو څخه نور ښایسته نشته، او له هر اسم څخه الله تعالی ته صفت رابیلیږي، او نومونه یې له شمېر څخه وتلي دي.

او مونږ رب ویرولي یو له دې چې د هغه په نومونو کې کاږه شو، او یا ترې انکار وکړو، او یا یې له معنا څخه منکر شو، او یا یې بې معنا وګڼو.

او هغه څه چې په قرآن او سنت کې د الله تعالی له نومونو او صفتونو څخه راغلي دي لدې لوی دي چې یو کتاب ديې هغه ټول په ځان کې ځای کړي، او مونږ پدې نومونو او صفتونو د خپل رب په مراد سره ایمان لرو، او هغه څه چې ترې زمونږ د رسول -صلی الله علیه وسلم- مراد وي، او مونږ پوهیږو چې په حقیقت یې انسانان نه پوهیږي، او نه یې په خپل علم کې راوستلی شي او نه یې درک ورته رسیږي، او مونږ یې په تاویل کې ځان نه تکلیفوو.