Applicable Translations English اردو عربي

(بــاب الإيمــان بوجـود الله) د الله په شتون باندې د ایمان په اړه باب

(لدې باب څخه موخه، د رب په شتون باندې د دلایلو ښکاره کول دي چې بی دینه ترې انکار کوي، او لدې وروسته د ربوبیت باب راځي؛ چې له هغه څه مقصد د ربوبیت د اثبات د دلیلونو راښکاره کول دي له کومو څخه چې الوهیت لازمیږي هغه چې مشرک پکې جګړه کوي).

او مونږ ایمان لرو چې همغه الله اول دی نو مخکې ورڅخه هیڅ شی نشته، الله تعالی فرمایلي: {هُوَ الأَوَّلُ وَالآخِرُ وَالظَّاهِرُ وَالْبَاطِنُ} [هم دغه (الله) اول دى (هیڅ شى له هغه نه مخكې نه و) او اخر دى (له ده نه بعد هېڅ شى نشته) او لوړ دى (په هر شي بره دى) او باطن دى (له ده په وړاندې هېڅ شى پټ نه دى)]. [الحـديد سورت: 3 آیت]، او پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «كَانَ اللَّهُ وَلَمْ يَكُنْ شَيْءٌ قَبْلَهُ، وَكَانَ عَرْشُهُ عَلَى الماء»، «الله و، او له هغه پرته هیڅ شی نه و، او د هغه عرش په اوبو د پاسه و». (بخاري (۷۴۱۸) او ترمذي (۳۹۵۱) روایت کړی). بخاري د عمران بن حصین له حدیث څخه روایت کړی دی، او د ده په یو بل روایت کې راځي. «كَانَ اللَّهُ وَلَمْ يَكُنْ شَيْءٌ غَيْرَهُ، وَكَانَ عَرْشُهُ عَلَى الماء». «الله و، او له هغه پرته هیڅ شی نه و، او د هغه عرش په اوبو د پاسه و». (بخاري روایت کړی (۳۱۹۱). او مونږ ته یې ځان راپیژندلی چې دی هغه ذات دی چې آسمانونه او ځمکه یې پیدا کړي او هغه د اسمانونو او ځمکې مالک دی او دا چې هغه پاک ذات شپه په ورځ او ورځ په شپه کې ننباسي، الله- تعالی- فرمايلي: {هُوَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ يَعْلَمُ مَا يَلِجُ فِي الأَرْضِ وَمَا يَخْرُجُ مِنْهَا وَمَا يَنزِلُ مِنَ السَّمَاء وَمَا يَعْرُجُ فِيهَا وَهُوَ مَعَكُمْ أَيْنَ مَا كُنتُمْ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِير* (دى هغه ذات دى چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، بیا دى په عرش باندې برقراره شو، دى عالم دى په هر شي چې په ځمكه كې ننوځي او په هر هغه شي چې له دې نه راوځي او په هر هغه شي چې له اسمانه راكوزېږي او په هر هغه شي چې په ده كې پورته خېژي او دغه الله له تاسو سره دى ( په اعتبار د علم او قدرت)، هر چېرې چې تاسو یئ او الله هغو كارونو لره چې تاسو يې كوئ، ښه لیدونكى دى. لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَإِلَى اللَّهِ تُرْجَعُ الأُمُور * خاص هم ده لره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده او خاص الله ته ټول كارونه ورګرځولى شي. يُولِجُ اللَّيْلَ فِي النَّهَارِ وَيُولِجُ النَّهَارَ فِي اللَّيْلِ وَهُوَ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُور} دى شپه په ورځ كې ننباسي او ورځ په شپه كې ننباسي او دى د سینو په پټو خبرو ښه عالم دى. [الحديد سورت: 4- 6 آیتونه].

او حق سپېڅلي ذات ټینګار کړی، چې دا شته کاینات ګواه دي پر دې چې هغه ذات یې یواځې پيدا کوونکی دی او له هغه سره بل خالق نشته، الله تعالی فرمایلي: (هَٰذَا خَلْقُ اللَّهِ فَأَرُونِي مَاذَا خَلَقَ الَّذِينَ مِن دُونِهِ) (دغه د الله مخلوق دى، نو تاسو (اى مشركانو!) ما ته وښیئ چې څه شى دى هغه چې دغو (بتانو) پیدا كړى دى، چې غير له هغه (الله) نه دي)؟ [لقمان سورت: 11 آیت] په همدې خاطر يې له خپلو آيتونو څخه ډېر دلايل ذکر کړي چې هغه د دې کايناتو پیدا کوونکی دى، له دې څخه: هغه ژوندی له مړي او مړی له ژوندي څخه راوباسي، او له دې څخه دا چې: هغه انسانان له خاوري څخه پیدا کړي دي. او له دې څخه دا چې: هغه مونږ ته مېرمنې زمونږ له ځانونو څخه پیدا کړي دي. او له دې څخه : په مخلوقاتو کې د ژبو او رنګونو توپیر دی. او له دې څخه : په شپه کې د بنده ګانو ویدل کیدل، او په ورځ کې د رزق پلټنه ده. او له دې څخه دا چې هغه بریښنا د ویرې او هیلې لامل ګرځولی، او هغه له آسمان څخه اوبه نازلوي. او له دې څخه دا چې: هغه پیدایښت پیل کړ لکه څرنګه چې د ثنا وړ ذات فرمایلي دي: {يُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَيُخْرِجُ الْمَيِّتَ مِنَ الْحَيِّ وَيُحْيِي الأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَكَذَلِكَ تُخْرَجُون* (هغه (الله) له مړي نه ژوندى راوباسي او له ژوندي نه مړى راوباسي او ځمكه د هغې له مرګ نه پس راژوندۍ كوي او همداسې به تاسو راویستل كېږئ. وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَكُم مِّن تُرَابٍ ثُمَّ إِذَا أَنتُم بَشَرٌ تَنتَشِرُون * او یوه د هغه له نښو ځنې دا ده چې تاسو يې له خاورې پیدا كړئ، بیا ناڅاپه تاسو بشر وئ چې خورېدلئ. وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُون * او د هغه له نښو ځنې دا دي چې ستاسو لپاره يې ستاسو له نفسونو څخه جوړې پيدا كړې، د دې لپاره چې تاسو هغو ته (په مايله كېدو سره) سكون حاصل كړئ او هغه ستاسو په مینځ كې مینه او مهرباني پیدا كړه، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دي د هغه قوم لپاره چې ښه فكر كوي. وَمِنْ آيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاخْتِلاَفُ أَلْسِنَتِكُمْ وَأَلْوَانِكُمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّلْعَالِمِين * او د هغه له نښو ځنې د آسمانونو او ځمكې پیدا كول دي او ستاسو د ژبو او ستاسو د رنګونو اختلاف (بېل والى) دى، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دي د عالمانو (پوهانو) لپاره. وَمِنْ آيَاتِهِ مَنَامُكُم بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَابْتِغَاؤُكُم مِّن فَضْلِهِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَسْمَعُون * او د هغه له نښو نه ستاسو خوب دى، په شپه او ورځ كې او ستاسو لټول دي د هغه له فضله، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دي د هغه قوم لپاره چې اوري. وَمِنْ آيَاتِهِ يُرِيكُمُ الْبَرْقَ خَوْفًا وَطَمَعًا وَيُنَزِّلُ مِنَ السَّمَاء مَاء فَيُحْيِي بِهِ الأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُون * او د هغه له نښو ځنې(دا) دي چې هغه تاسو ته برېښنا د وېرې او طمعې لپاره ښیي او له بره نه اوبه نازلوي، بیا په دغو (اوبو) سره ځمكه راژوندۍ كوي، د هغې له مرګ نه وروسته، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دي د هغه قوم لپاره چې له عقل نه كار اخلي. وَمِنْ آيَاتِهِ أَن تَقُومَ السَّمَاء وَالأَرْضُ بِأَمْرِهِ ثُمَّ إِذَا دَعَاكُمْ دَعْوَةً مِّنَ الأَرْضِ إِذَا أَنتُمْ تَخْرُجُون * او د هغه له نښو څخه (دا) دي چې اسمان او ځمكه د هغه په حكم سره ولاړ دي، بیا چې كله هغه تاسو راوبلي، یوځل بلل، له ځمكې نه، (نو) ناڅاپه به تاسو (ژوندي) راوځئ. وَلَهُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ كُلٌّ لَّهُ قَانِتُون* او خاص د هغه لپاره دي هغه څوك چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، (دغه) ټول د همده اطاعت كوونكي دي. وَهُوَ الَّذِي يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ وَهُوَ أَهْوَنُ عَلَيْهِ} او دى همغه ذات دى چې مخلوق اول ځلې پیدا كوي، بیا به دغه دوباره راژوندي كوي او دغه (بیا راژوندي كول) هغه (الله) ته ډېر اسان دي]. [الروم سورت: 19-27 آیتونه].

او لدې څخه دا هم دي چې: هغه په مخلوقاتو باندې حجت قائم کړی چې هغه دوی له یو نفس څخه پیدا کړي دي، الله تعالی فرمایلي: {خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَأَنزَلَ لَكُم مِّنْ الأَنْعَامِ ثَمَانِيَةَ أَزْوَاجٍ يَخْلُقُكُمْ فِي بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ خَلْقًا مِن بَعْدِ خَلْقٍ فِي ظُلُمَاتٍ ثَلاَثٍ ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ لَهُ الْمُلْكُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ فَأَنَّى تُصْرَفُون} (هغه تاسو له يو نفس نه پیدا كړي يئ، بیا يې له هغه نه د هغه ښځه پیدا كړه او ستاسو لپاره يې له څارویو نه اته جوړې پیدا كړې، هغه تاسو د خپلو میندو په خیټو كې پیدا كوي، یو قسم پیدا كول، وروسته له بل قسم پیدا كولو نه، په دریو تیارو كې، دغه الله ستاسو رب دى، بادشاهي خاص د هغه لپاره ده، نشته دى هېڅ حق معبود مګر هغه دى، نو كوم طرف ته تاسو ګرځولى شئ) [الزمر سورت: 6 آیت]، نو د پيدایښت له پیل څخه یې یادونه وکړه، او دا چې ټول حیوانات د هغه پاک ذات مخلوقات دي، بیا یې پر مونږ حجت قائم کړ چې هغه مونږ په رحمونو کې په تیارو کې پيدا کړي یو، او دا چې له هغه پرته بل څوک نه شي کولای چې له نطفې څخه انسان پیدا کړي.

نو هغه په ​​تیرو آیتونو کې د خپل شتون لپاره د یو لوی دلیل یادونه وکړه - چې هغه د اسمانونو او ځمکې پیدا کول دي او هغه څه چې په دوی کې دي، او څه چې پرې د پاسه دي.

او له دې څخه دا چې: هغه پر دوی - د هغه د پاملرنې او هغه څه چې دوی یې په خپلو ځانونو او خپلو اولادونو کې مومي - حجت قائم کړ، هغه دا چې هغه دوی یې د دوی د میندو له ګیډو څخه - پداسې حال کې - راوویستل چې په هیڅ نه پوهیدل او تر هغه یې ترې ساتنه وکړه چې خلقت او پوهه یې بشپړه شوه،الله - جل جلاله - فرمایلي: {وَاللّهُ أَخْرَجَكُم مِّن بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ لاَ تَعْلَمُونَ شَيْئًا وَجَعَلَ لَكُمُ الْسَّمْعَ وَالأَبْصَارَ وَالأَفْئِدَةَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُون}. (او الله تاسو د خپلو میندو له خیټو نه راووېستئ، په داسې حال كې چې پر هېڅ شي نه پوهېدلئ او تاسو ته يې غوږونه او سترګې او زړونه در كړل، د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ). [النحل سورت: 78 آیت]. او لکه څرنګه یې چې هر شی پيدا کړی او چمتو کړی دی، - همدار نګه یې - د ټولو مخلوقاتو لارښوونه هغه څه ته کړې ده چې ښېګڼه یې پکې ده، الله تعالی له فرعون څخه د خبر ورکولو په موخه وایې چې هغه فرمایلي دي: {قَالَ فَمَن رَّبُّكُمَا يَا مُوسَى} (ده (فرعون) وویل: اى موسٰی ستاسو د دواړو رب څوك دى)؟ [طه سورت: 49 آیت]، نو الهي ځواب دا و: {قَالَ رَبُّنَا الَّذِي أَعْطَى كُلَّ شَيْءٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدَى} (ده وویل: زمونږ رب هغه ذات دى چې هر شي ته يې د ده (موافق) شكل وركړى دى، بیا يې لار ښودلې ده). [طه سورت: 50 آیت].

او مونږ باور لرو چې هغه پاک ذات ځمکه غځولې ده او غرونه یې پکې ستنې ګرځولي، او هرڅه یې په کې په متوازن ډول رازرغون کړي دي. نو د لیدلو وړ توازن پکې پر دې غوره دلیل دی چې هغه یې پیدا کوونکی دی، لکه څرنګه یې چې باران په یوه ځانګړې بڼه ورولی چې انسان نشي کولی په هغه توګه یې واوروي، او نه له آسمان څخه راوریدلې اوبه ذخیره کولی شي، نو دا - کار- پدې ګواهي ورکوي چې پيدا کوونکی یې الله قهار ذات دی، الله تعالی فرمایلي: {وَالأَرْضَ مَدَدْنَاهَا وَأَلْقَيْنَا فِيهَا رَوَاسِيَ وَأَنبَتْنَا فِيهَا مِن كُلِّ شَيْءٍ مَّوْزُون* (او ځمكه، مونږ هغه غځولې ده او مونږ په هغې كې غرونه غورځولي دي او مونږ په هغې كې هر اندازه كړى شوى شى زرغون كړى دى. وَجَعَلْنَا لَكُمْ فِيهَا مَعَايِشَ وَمَن لَّسْتُمْ لَهُ بِرَازِقِين * او مونږ ستاسو لپاره په هغې كې معیشتونه پیدا كړي دي او هغه هم چې تاسو هغه ته روزي وركوونكي نه یئ. وَإِن مِّن شَيْءٍ إِلاَّ عِندَنَا خَزَائِنُهُ وَمَا نُنَزِّلُهُ إِلاَّ بِقَدَرٍ مَّعْلُوم* او نشته هېڅ څیز مګر زمونږ سره د هغه خزانې دي او مونږ هغه نه نازلوو مګر په معلومې اندازې سره. وَأَرْسَلْنَا الرِّيَاحَ لَوَاقِحَ فَأَنزَلْنَا مِنَ السَّمَاء مَاء فَأَسْقَيْنَاكُمُوهُ وَمَا أَنتُمْ لَهُ بِخَازِنِين} او مونږ هواګانې لېږلې دي، چې بلاربوونكې دي، پس مونږ له بره اوبه نازلې كړې، نو مونږ هغه په تاسو وڅښولې او تاسو دغو (اوبو) لره ذخیره كوونكي نه یئ). [الحجر سورت: 19-22 آیتونه].

او مونږ ایمان لرو په هغه څه چې انبیاو او رسولانو پرې ایمان راوړی، او هغه دلیلونه او برهانونه یقیني ګڼو چې په هغه پاک ذات دلالت کوي، لکه څرنګه چې حق ذات خبر ورکړی چې ابراهیم - علیه السلام- په نمرود باندې استدلال وکړ چې الله تعالی لمر له ختیځ څخه راولي او له هغه پرته بل څوک نه شي کولای چې له لویدیځ څخه یې راولي، الله تعالی فرمایلي: {قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّيَ الَّذِي يُحْيِـي وَيُمِيتُ قَالَ أَنَا أُحْيِـي وَأُمِيتُ قَالَ إِبْرَاهِيمُ فَإِنَّ اللّهَ يَأْتِي بِالشَّمْسِ مِنَ الْمَشْرِقِ فَأْتِ بِهَا مِنَ الْمَغْرِبِ} (ابراهیم وویل: زما رب هغه دى چې ژوندي كول ړ او مړه كول كوي، هغه وویل: زه ژوندي كول او مړه كول كوم، ابراهیم وویل: پس یقینًا الله لمر له مشرق نه راخېژوي، نو ته هغه له مغرب نه راوخېژوه). [البقرة سورت: 258 آیت].

همدارنګه هغه په خپل قوم پدې استدلال وکړ چې الله هغه ذات دی چې هدایت یې ورته کړی، خواړه او اوبه یې ورکړي او کله چې ناروغ شي نو شفاء ورکوي، او هم هغه یې مړ کوي او ژوندی کوي ئې، نو فرمایلي یې دی لکه څرنګه یې چې خبر ورکړی دی: {الَّذِي خَلَقَنِي فَهُوَ يَهْدِين* (هغه چې زه يې پیدا كړى یم، نو هغه زما لار ښوونه كوي. وَالَّذِي هُوَ يُطْعِمُنِي وَيَسْقِين* او هغه چې همغه په ما خوراك كوي او په ما څښاك كوي. وَإِذَا مَرِضْتُ فَهُوَ يَشْفِين * او كله چې زه ناروغه شم، نو هغه ما ته شفا راكوي. وَالَّذِي يُمِيتُنِي ثُمَّ يُحْيِين} او هغه چې ما ته به مرګ راكوي، بیا به ما ژوندى كوي) [الشعراء سورت: 78-81 آیتونه]، بيا يې د موسى - علیه السلام - په اړه خبر وركړ چې فرعون ته يې د جګړې پر مهال وویل: چې رب یې هغه دی: {الَّذِي أَعْطَى كُلَّ شَيْءٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدَى}. (ده وویل: زمونږ رب هغه ذات دى چې هر شي ته يې د ده (موافق) شكل وركړى دى، بیا يې لار ښودلې ده) [طه سورت: 50 آیت]، او دا په قرآن کې راغلي چې الله - تعالی - ځان له هرې نیمګړتیا څخه سپیڅلی کړی دی او ځان یې مونږ ته راپیژندلی، نو هغه پاک ذات فرمایلي: {سَبِّحِ اسْمَ رَبِّكَ الأَعْلَى * ته پاكي بیان كړه د خپل رب د نامې چې تر ټولو اوچت دى. الَّذِي خَلَقَ فَسَوَّى* هغه چې پیدا يې كړل ټول شيان، پس ښه يې برابر كړل. وَالَّذِي قَدَّرَ فَهَدَى} او هغه (رب) چې اندازه يې وكړه، پس لاره يې وښووله). [الأعلى سورت: 1-3 آیتونه].

الله تعالی استدلال وکړ چې هغه د دې کائناتو خالق او موندونکی دی او له هغه پرته بل خالق نشته - او یقیناچی هغه؛ هغه ذات دی چې تروتازه باغونه یې رازرغون کړي، او انسانان نشی کولای چې ونې یې رازرغوني کړي، او لکه څرنګه یې چې پرې استدلال وکړ چې هغه ځمکه ثابته ګرځولې ده او په هغې کې یې سيندونه او لوړ غرونه پیدا کړي دي او د دوو سمندرونو په منځ کې يې پرده ګرځولې ده؛ تر څو دا له هغه بل سره ګډ نه شي. او دا چې یواځې هغه د مجبورانو دعا قبلوي کله یې چې راوبلي - که څه هم مؤمن نه وي - او دا هغه څوک دی چې د ځمکې او بحر په تیارو کې خلکو ته لارښوونه کوي او دا هم هغه ذات دی چې له باران نه مخکي بادونه زیری ورکوونکي لیږي.او هغه مونږ ته روزي راکوي، له هغه پرته بل روزي ورکوونکی نشته، او له هغه پرته بل رب نشته، سپيڅلي حق ذات فرمایلي دي: {أَمَّنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَأَنزَلَ لَكُم مِّنَ السَّمَاء مَاء فَأَنبَتْنَا بِهِ حَدَائِقَ ذَاتَ بَهْجَةٍ مَّا كَانَ لَكُمْ أَن تُنبِتُوا شَجَرَهَا أَإِلَهٌ مَّعَ اللَّهِ بَلْ هُمْ قَوْمٌ يَعْدِلُون* (بلكې هغه ذات (بهتر دى) چې اسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي او تاسو لپاره يې له بره نه اوبه نازلې كړې دي، نو هم مونږ په هغو سره د رونق (او ښايست) والا باغونه زرغون كړل، تاسو لپاره دا طاقت نشته چې تاسو د هغو (باغونو) ونې زرغونې كړئ، ایا له الله سره بل معبود شته؟ بلكې دوى یو داسې قوم دى چې (له الله سره د نورو) برابري كوي. أَمَّن جَعَلَ الأَرْضَ قَرَارًا وَجَعَلَ خِلاَلَهَا أَنْهَارًا وَجَعَلَ لَهَا رَوَاسِيَ وَجَعَلَ بَيْنَ الْبَحْرَيْنِ حَاجِزًا أَإِلَهٌ مَّعَ اللَّهِ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لاَ يَعْلَمُون* بلكې هغه ذات (غوره دى) چې ځمكه يې د قرار (او ارام) ځاى جوړه كړې ده او د هغې په مینځ كې يې نهرونه جوړ كړي دي او د دې لپاره يې پاخه لوړ غرونه پیدا كړي دي، او د دوو سمندرونو په مینځ كې يې پرده پیدا كړې ده، ایا له الله سره بل معبود شته؟ بلكې د دوى اكثره نه پوهېږي. أَمَّن يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ السُّوءَ وَيَجْعَلُكُمْ خُلَفَاء الأَرْضِ أَإِلَهٌ مَّعَ اللَّهِ قَلِيلاً مَّا تَذَكَّرُون* بلكې هغه ذات (غوره دى) چې د مجبور ( او عاجز) سوال قبلوي، كله چې دغه (الله) وبلي او هغه تكلیف (او سختي) لرې كوي او تاسو د ځمكې خلیفه ګان جوړوي، ایا له الله سره بل معبود شته؟ تاسو ډېر لږ شانته نصیحت قبلوئ. أَمَّن يَهْدِيكُمْ فِي ظُلُمَاتِ الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَمَن يُرْسِلُ الرِّيَاحَ بُشْرًا بَيْنَ يَدَيْ رَحْمَتِهِ أَإِلَهٌ مَّعَ اللَّهِ تَعَالَى اللَّهُ عَمَّا يُشْرِكُون* بلكې هغه ذات (غوره دى) چې تاسو ته د وچې او سمندر په تیارو كې لاره ښیي او هغه ذات چې له خپل رحمت نه مخكې هواګانې لېږي، چې زېرى وركوونكې وي، آیا له الله سره بل معبود شته؟ الله ډېر اوچت دى له هغو شیانو نه چې دوى يې (له الله سره) شریكوي. أَمَّن يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ وَمَن يَرْزُقُكُم مِّنَ السَّمَاء وَالأَرْضِ أَإِلَهٌ مَّعَ اللَّهِ قُلْ هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ إِن كُنتُمْ صَادِقِين} بلكې هغه ذات چې اول ځلې مخلوق پیدا كوي، بیا به دغه (مخلوق) بېرته ژوندی كوي او هغه ذات چې تاسو ته له آسمان او ځمكې نه روزي دركوي، آیا له الله سره بل معبود شته؟ ته (دوى ته) ووایه: تاسو خپل دلیل راوړئ، كه تاسو رښتیني یئ). [النمل سورت : 60 -64 آیتونه].

هغه پاک ذات چې نومونه یې سپیڅلې دي فرمایلي: {وَهُوَ الَّذِي مَدَّ الأَرْضَ وَجَعَلَ فِيهَا رَوَاسِيَ وَأَنْهَارًا وَمِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ جَعَلَ فِيهَا زَوْجَيْنِ اثْنَيْنِ يُغْشِي اللَّيْلَ النَّهَارَ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُون* (او دى همغه ذات دى چې ځمكه يې غوړولې ده او په هغې كې يې پاخه غرونه ايښي او نهرونه يې روان كړي دي او له هر قسمه مېوو نه يې په دغې كې دوه دوه جوړې پېدا كړي دي، هغه په شپې سره ورځ پټوي، بېشكه په دې كې د هغو خلقو لپاره يقينًا نښې دي چې فكر (او غور) كوي. وَفِي الأَرْضِ قِطَعٌ مُّتَجَاوِرَاتٌ وَجَنَّاتٌ مِّنْ أَعْنَابٍ وَزَرْعٌ وَنَخِيلٌ صِنْوَانٌ وَغَيْرُ صِنْوَانٍ يُسْقَى بِمَاء وَاحِدٍ وَنُفَضِّلُ بَعْضَهَا عَلَى بَعْضٍ فِي الأُكُلِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُون} (او په ځمكه كې څنګ په څنګ پیوستې ټوټې دي او د انګورو باغونه دي او فصلونه دي او د كجورو ونې دي چې له یوهٔ بېخه پورته شوي دي او ځینې ځان ته (جدا) بېخ لري، چې په یوه قسم اوبو سره اوبه كولى شي او مونږ په هغو كې ځينو ته په نورو باندې په مېوه (او خوند) كې فضيلت وركوو، بېشكه په دې كې د هغو خلقو لپاره یقینًا نښې دي چې له عقل نه كار اخلي). [الرعد سورت: ٣، 4 آیتونه]. بیا لوی څښتن دا ثابته کړه چې یواځې هغه ځمکه غځولې او له ټولو ونو او میوو څخه یې دوه جوړه جوړې پیدا کړي دي او یواځې همغه شپه له ورځې څخه پوښي. او په دې سره یې استدلال وکړ چې د ځمکې یو بل ته نږدې برخي یو بل ته ورته او یو له بل څخه متفاوتې میوې راوباسي حال دا چې په یو - ډول- اوبو باندې اوبه کیږي، نو پاکي ده الله لره چې له هغه پرته بل رب نشته، او نه له هغه پرته بل پیدا کوونکی شته.

او دا یې بیان کړه چې په غرونو کې - سره له سختوالي یې - بې له مخکنۍ بیلګي پیدایښتونه دي چې د الله تعالی په بې مثله خالقیت دلالت کوي، نو الله جل جلاله وفرمایل: {وَمِنَ الْجِبَالِ جُدَدٌ بِيضٌ وَحُمْرٌ مُّخْتَلِفٌ أَلْوَانُهَا وَغَرَابِيبُ سُود} (او په غرونو كې ځینې سپينې او سرې لارې دي، چې د دغو (لارو) رنګونه سره مختلف دي او (ځینې په دوى كې) ډېرې تكې تورې دي. [فاطر سورت: 27 آیت].

له دې جملې څخه هغه څه دي چې الله - تعالی - موږ ته ښودلي چې هغه دغه ټول عالمونه پیدا کړي دي او انسان ته یې تابع کړي دي، او لدې جملې څخه په سمندر کې د بیړیو اسان ګرځول دي، حق ذات فرمایلي دي: {اللَّهُ الَّذِي سخَّرَ لَكُمُ الْبَحْرَ لِتَجْرِيَ الْفُلْكُ فِيهِ بِأَمْرِهِ وَلِتَبْتَغُوا مِن فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُون * (الله هغه ذات دى چې ستاسو لپاره يې سمندر تابع كړى دى، د دې لپاره چې په ده كې كښتۍ د ده په حكم سره روانې شي او د دې لپاره چې تاسو د هغه له فضله لټون وكړئ او د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ. وَسَخَّرَ لَكُم مَّا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ جَمِيعًا مِّنْهُ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لَّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُون} او ستاسو لپاره يې په كار لګولي دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي، په داسې حال كې چې دا ټول د هغه له جانبه (مسخر) دي، بېشكه په دغو كې د هغه قوم لپاره یقینًا ډېرې نښې دي چې غور فكر كوي). [الجاثية سورت: ١٢، ١٣ آیتونه].

او الله - جل جلاله - مونږ ته د خپل شتون لارښوونه داسې کړې چې لدې حیواناتو څخه یې مونږ ته سپرلۍ، لباس، خوراک او څښاک وګرځول، او دا چې هغه په اسمان کې مرغان نیسي ( یعنې د راولویدلو مخنیوی یې کوي) الله تعالی فرمايلي: {أَلَمْ يَرَوْاْ إِلَى الطَّيْرِ مُسَخَّرَاتٍ فِي جَوِّ السَّمَاء مَا يُمْسِكُهُنَّ إِلاَّ اللّهُ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُون * (ایا دوى مرغانو ته نه دي كتلي چې د اسمان په فضا كې مُسَخَّر شوي دي، دوى لره نه ساتي (له غورځېدلو نه) مګر الله، بېشكه په دغو (څيزونو) كې خامخا ډېرې نښې دي د هغو خلقو لپاره چې ایمان راوړي. وَاللّهُ جَعَلَ لَكُم مِّن بُيُوتِكُمْ سَكَنًا وَجَعَلَ لَكُم مِّن جُلُودِ الأَنْعَامِ بُيُوتًا تَسْتَخِفُّونَهَا يَوْمَ ظَعْنِكُمْ وَيَوْمَ إِقَامَتِكُمْ وَمِنْ أَصْوَافِهَا وَأَوْبَارِهَا وَأَشْعَارِهَا أَثَاثًا وَمَتَاعًا إِلَى حِين * او الله ستاسو لپاره ستاسو له كورونو نه د استوګنې ځایونه جوړ كړي دي او ستاسو لپاره يې د څارویو له څرمنو نه كورونه جوړ كړي دي چې تاسو يې د خپل سفر په ورځ سپك مومئ او د اقامت په ورځ هم او د هغو له وړیو او د هغو له وېښتانو او د هغو له وژغنو نه يې اسبابونه او تر یو وخته پورې د نفعې سامانونه (جوړ كړي دي. وَاللّهُ جَعَلَ لَكُم مِّمَّا خَلَقَ ظِلاَلاً وَجَعَلَ لَكُم مِّنَ الْجِبَالِ أَكْنَانًا وَجَعَلَ لَكُمْ سَرَابِيلَ تَقِيكُمُ الْحَرَّ وَسَرَابِيلَ تَقِيكُم بَأْسَكُمْ كَذَلِكَ يُتِمُّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكُمْ لَعَلَّكُمْ تُسْلِمُون} او الله له خپلو پيدا كړيو څیزونو نه ستاسو لپاره سیوري تيار كړي دي او ستاسو لپاره يې په غرونو كې پټ ځایونه جوړ كړي دي او ستاسو لپاره يې داسې قمیصونه پیدا كړي دي چې تاسو له ګرمۍ نه ساتي او داسې قمیصونه (زغرې) چې تاسو له جنګ نه ساتي، همدارنګه هغه خپل نعمتونه پر تاسو باندې پوره كوي، د دې لپاره چې تاسو اسلام راوړئ). [النحل سورت: ٧٩-۸۱ آیتونه]. نو دا ټول دلیلونه د الله - تعالی - په شتون او د هغه په ربوبیت باندې ګواه دي، نو له هغه پرته دا بل چا پیدا کړي دي؟! پاکي ده هغه ذات لره. له هغه پرته بل پیداکوونکی کوونکی نشته، او نه له هغه پرته بل رب شته.

هغه زموږ لپاره یو لوی شاهد(ګواه، دلیل) ودردلای دی چې هره ورځ تکراریږي، د هغه په شتون او ربوبیت دلالت کوي، او هغه دا چې دا همغه ذات دی چې سبا چوي او هغه ذات چې حبه او دانه چوي (تر څو راشنه شي) الله پاک فرمایلي: {إِنَّ اللّهَ فَالِقُ الْحَبِّ وَالنَّوَى يُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَمُخْرِجُ الْمَيِّتِ مِنَ الْحَيِّ ذَلِكُمُ اللّهُ فَأَنَّى تُؤْفَكُون * (بېشكه الله د دانې او زړي چوونكى دى، ژوندى له مړي څخه راوباسي او له ژوندي څخه د مړي راوېستونكى دى، همدغه الله دى، نو كوم طرف ته تاسو ګرځولى شئ! فَالِقُ الإِصْبَاحِ وَجَعَلَ اللَّيْلَ سَكَنًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ حُسْبَانًا ذَلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيم} د سبا (د رڼا) چوونكى دى او شپه يې د ارام ذریعه ګرځولې ده او لمرسترګه او سپوږمۍ يې د حساب ذریعې ګرځولې دي، دا د ښه غالب، ښه پوه ذات اندازه كول دي) [الأنعام سورت: ٩٥، ٩٦ آیتونه].

او لکه څرنګه یې چې لمر او سپوږمۍ نښې ګرځولي دي، شپه او ورځ یې دوه دلالت کوونکي نخښې د هغه په شتون او ربوبیت وګرځولې الله تعالی فرمایي: {وَجَعَلْنَا اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ آيَتَيْنِ فَمَحَوْنَا آيَةَ اللَّيْلِ وَجَعَلْنَا آيَةَ النَّهَارِ مُبْصِرَةً} (او مونږ شپه او ورځ دوه نښې جوړې كړي دي، بیا مونږ د شپې نښه رڼا وګرځوله او د ورځې نښه مو روښانه وګرځوله) [الإسراء سورت: 12 آیت].

او الله -تعالی- دا بیان کړي دي چې بحر یې خوږ او تریو ګرځولی دی، او لدې دواړو څخه تازه غوښه او زیورات راوځي، چې دا د هغه په شتون باندې دلیل دی، الله پاک فرمایلي: {وَهُوَ الَّذِي سَخَّرَ الْبَحْرَ لِتَأْكُلُواْ مِنْهُ لَحْمًا طَرِيًّا وَتَسْتَخْرِجُواْ مِنْهُ حِلْيَةً تَلْبَسُونَهَا وَتَرَى الْفُلْكَ مَوَاخِرَ فِيهِ} (دى همغه ذات دى چې سمندر يې مُسخر كړى دى، د دې لپاره چې تاسو له هغه نه تازه غوښه وخورئ او له هغه نه ګاڼه (زېورات) راوباسئ چې تاسو يې اغوندئ او ته په دې كې بېړۍ وینې، چې اوبه څيرونكې وي) [النحل سورت: 14 آیت]، حق تعالی فرمایلي دي: {وَهُوَ الَّذِي مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ هَذَا عَذْبٌ فُرَاتٌ وَهَذَا مِلْحٌ أُجَاجٌ وَجَعَلَ بَيْنَهُمَا بَرْزَخًا وَحِجْرًا مَّحْجُورًا} (او دى هماغه ذات دى چې دوه دریابونه يې خوشې كړې دي (له یو بل سره جوخت) دا خوږ دى، ډېر خوږ (تنده ماتوونكى) او د ا (بل) تریو دى، ښه تریو او د دواړو په مینځ كې يې یوه پرده او بند پیدا كړى دى چې منع كړى شوى دى) [الفرقان سورت: 53 آیت].

او یقینا چې الله تعالی بیان کړي دي چې برابر عقلونه پدې پوهیږي چې شوني نده چې دا کائنات دې پرته له پیدا کوونکي څخه پیدا شي، نو الله پاک فرمایلي: {وَهُوَ الَّذِي يُحْيِي وَيُمِيتُ وَلَهُ اخْتِلاَفُ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ أَفَلاَ تَعْقِلُون} ( او د غه (الله) هغه ذات دى چې ژوندي كول كوي او مړه كول كوي او خاص د همده په اختیار كې دى د شپې او ورځې اختلاف (بدلېدل رابدلېدل) ایا نو تاسو له عقل نه كار نه اخلئ! [المؤمنون سورت: ٨٠ آیت]، او الله - تعالی - فرمایلي: {قَالَ أَفَتَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ مَا لاَ يَنفَعُكُمْ شَيْئًا وَلاَ يَضُرُّكُم * (هغه وویل: ایا نو تاسو له الله نه پرته د هغه څه عبادت كوئ چې تاسو ته هېڅ نفع نشي رسولى او نه تاسو ته ضرر رسولى شي. أُفٍّ لَّكُمْ وَلِمَا تَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ أَفَلاَ تَعْقِلُون} اُف په تاسو(ډیر غورځیدلي خلک یاست) او په هغو چې تاسو يې له الله نه پرته عبادت كوئ، ایا نو تاسو عقل نه لرئ). [الأنبياء سورت: ٦٦، ٦٧ آیتونه]. آیا د الله پاک په شتون او د هغه په ربوبیت دې له دې څخه لوی دلیلونه لیدلي دي.

او الله تعالی په هغه چا رد کړی دی چې د پیدایښت نسبت یې له هغه پرته بل چاته کړی دی، او د رټلو او پرې د انکار کولو په موخه یې ترې پوښتنه وکړه چې آیا دوی له هیڅ څخه پيدا شوي؟ او یا دا چې خپل ځانونه یې په خپله پيدا کړي، او یا یې ځمکه او آسمانونه پیدا کړي؟ او یا له دوی سره د الله خزانې دي؟ او یا دوی واکداران دي، الله تعالی فرمایلي: {أَمْ خُلِقُوا مِنْ غَيْرِ شَيْءٍ أَمْ هُمُ الْخَالِقُون * آیا دوى بې له څه شي پیدا كړى شوي دي ؟(پیدا کوونکی نه لري؟)، یا هم دوى، پخپله پیدا كوونكي دي أَمْ خَلَقُوا السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ بَل لاَّ يُوقِنُون * ایا دوى اسمانونه او ځمكه پیدا كړي دي؟ بلكې دوى یقین نه كوي. أَمْ عِندَهُمْ خَزَائِنُ رَبِّكَ أَمْ هُمُ الْمُصَيْطِرُون} آیا له دوى سره ستا د رب خزانې دي، یا هم دوى واكدران دي). [الطور سورت: ٣٥-٣٧ آیتونه]. او په آیتونو کې دا ایت تر ټولو ډیر لوی دلیل دی د خالق په شتون؛ لدې امله ثابت دي چې جبیر بن مطعم ویلي: له پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - څخه مې اوریدلي دي چې د ماښام - په لمانځه کې یې - الطور سورت وایه، نو کله چې دې آیت ته ورسیده : {أَمْ خُلِقُوا مِنْ غَيْرِ شَيْءٍ أَمْ هُمُ الْخَالِقُون* (آیا دوى بې له څه شي پیدا كړى شوي دي، یا هم دوى، پخپله پیدا كوونكي دي؟ أَمْ خَلَقُوا السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ بَل لاَّ يُوقِنُون* ایا دوى اسمانونه او ځمكه پیدا كړي دي؟ بلكې دوى یقین نه كوي. أَمْ عِندَهُمْ خَزَائِنُ رَبِّكَ أَمْ هُمُ الْمُصَيْطِرُون} آیا له دوى سره ستا د رب خزانې دي، یا هم دوى واكدران دي؟!). قَالَ: «كَادَ قَلْبِي أَنْ يَطِيرَ»، ویې فرمایل: "نږدې و چې زړه مې والوځي". (بخاري (۴۸۵۴)، مسلم (۴۶۳)، ابو داود (۸۱۱)، نسائي (۹۸۷) او ابن ماجه (۸۳۲) روایت کړی دی). او جبیر - رضي الله عنه- د اسلام له منلو څخه مخکې دا آیت اوریدلی و، نو څرګنده شوه چې دوی پیدا شوي، روزل شوي او تابع شوي، نو پاک دی الله له هغه څه نه چې دوی یې پرې یادوي.

او حق ذات فرمایلي دي: {مَا أَشْهَدتُّهُمْ خَلْقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَلاَ خَلْقَ أَنفُسِهِمْ وَمَا كُنتُ مُتَّخِذَ الْمُضِلِّينَ عَضُدًا} ما دغه (شیطانان) نه د آسمانونو او ځمكې پیدا كولو ته حاضر كړي دي او نه د دوى د ځانونو پیدا كولو ته، او زه ګمراه كوونكو لره مټ (بازو) جوړوونكى (نیونكى) نه یم. [الكهف سورت: 51 آیت]، نو کله چې څوك د اسمانونو له پيدايښت څخه ناخبره وي او د خپل ځان له پيدايښت څخه ناخبره وي، نو څنګه د خپل موندونکي او خالق څخه انکار کولی شي؟!

او موږ ایمان لرو چې الله - تعالی- خپل مخلوقات بې ځایه نه دي پیدا کړی؛ بلکې یو پیاوړی پیدایښت د یو ستر مقصد لپاره دی، الله - تعالی - فرمایلي: {وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاء وَالأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا لاَعِبِين* (او مونږ آسمان او ځمكه او هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي (داسې) نه دي پیدا كړي، چې لوبې كوونكي یو. لَوْ أَرَدْنَا أَن نَّتَّخِذَ لَهْوًا لاَّتَّخَذْنَاهُ مِن لَّدُنَّا إِن كُنَّا فَاعِلِين} كه مونږ اراده كړې وى چې څه لوبه تماشه جوړه كړو (نو) یقینًا هغه به مو له خپلې خوا نه جوړه كړې وى كه مونږ (دا كار) كوونكي وو). [الأنبياء سورت: ایتونه ١٦، ١٧].

هغه د عیسویانو دې ادعا ته ځواب ورکړ چې مسیح خالق، معبود، او د دې کائناتو چاره ساز دی، او دا یې څرګنده کړه چې په ځمکه او آسمان کې هیڅ شی له الله څخه پټ نه دی، او دا هغه ذات دی چې انسانان په رحمونو کې جوړوي. او د هغو کسانو له جملې څخه چې الله پاک په رحم کې پیدا کړی او جوړ کړی دی دی، مسیح علیه السلام هم دی، څښتن تعالی فرمایي: {إِنَّ اللّهَ لاَ يَخْفَىَ عَلَيْهِ شَيْءٌ فِي الأَرْضِ وَلاَ فِي السَّمَاء * (یقینًا الله (چې دى) له هغه نه هېڅ شى نه دى پټ په ځمكه كې او نه په اسمان كې. هُوَ الَّذِي يُصَوِّرُكُمْ فِي الأَرْحَامِ كَيْفَ يَشَاء لاَ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيم} دى همغه ذات دى چې په رَحِمونو كې ستاسو شكلونه (صورتونه) جوړوي څنګه چې وغواړي، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، چې ډېر غالبه، ښه حكمت والا دى) [آل عمـران سورت: ٥، ٦ آیتونه] او داسې نور ډیر - دلیلونه - چې په قرآن کریم کې راغلي لکه : په «سورة الأنعام»، «النحل» او نور بې شمېره دلایل او شواهد، چې ټول د هغه په موجودیت او ربوبیت دلالت کوي.