Applicable Translations English اردو عربي

(بــاب الإيمــان بربوبیة الله) باب دی په بیان د ربوبیت د الله کې (الله مالک دی متصرف دی د عبادت لایق دی)

او مونږ ایمان لرو چې الله په خپل ربوبیت کې یو دی، او هغه یوازې خالق دی، او همغه ذات پيدایښت پیل کړی دی او هیچا ورسره پکې برخه نده اخیستې، حق ذات فرمایلي دي: {اللَّهُ يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ ثُمَّ إِلَيْهِ تُرْجَعُون} (الله اول ځلې مخلوق پیدا كوي، بیا به يې اعاده كوي، بیا به خاص هغه ته ورګرځولى شي) [الروم سورت: 11 آیت]، او الله پاک فرمایلي دي: {قُلْ هَلْ مِن شُرَكَآئِكُم مَّن يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ قُلِ اللّهُ يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ فَأَنَّى تُؤْفَكُون} (ته (دوى ته) ووایه: آیا ستاسو په شریكانو كې داسې څوك شته چې مخلوق لره اول ځل پیدا كوي، بیا يې دوباره ژوندي كوي؟ ته ووایه: الله مخلوق لره اول ځل پیدا كوي، بیا به يې دوباره ژوندي كوي، نو تاسو كوم اړخ ته اړول كېږئ؟) [يونس سورت: 34 آیت].

او الله پاک په خپل امر سره پیدا کول کوي، الله تعالی فرمایلي: {إِنَّمَا أَمْرُهُ إِذَا أَرَادَ شَيْئًا أَنْ يَقُولَ لَهُ كُنْ فَيَكُون} (بېشكه د هغه امر (حكم) هم دا وي چې كله د یو شي اراده وكړي، دا چې هغه ته ووايي پیدا شه، نو هغه پیدا شي) [يس سورت : 82 آیت]. الله - تعالی - له اسبابو څخه چې هر څه وغواړي پیدا کوي یې، الله - تعالی - فرمایلي: {فَأَخْرَجْنَا بِهِ أَزْوَاجًا مِّن نَّبَاتٍ شَتَّى} (پس په دغو (اوبو) سره مونږ بېلا بېل (او) قسما قسم زرغونې را ایستلي دي). [طه سورت: 53 آيت]، او الله تعالی فرمایې: {وَمِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ جَعَلَ فِيهَا زَوْجَيْنِ اثْنَيْنِ} (او له هر قسمه مېوو نه يې په دغې كې دوه دوه جوړې پېدا كړي دي) [الرعد سورت : 3 آیت]، او الله - تعالی - فرمایلي: {وَمِن كُلِّ شَيْءٍ خَلَقْنَا زَوْجَيْنِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُون} (او له هر څیز څخه مونږ دوه قسمه جوړې (نر او ښځه) پیدا كړي دي، د دې لپاره چې تاسو پند واخلئ). [الذاريات سورت: 49 آیت].

او هغه پاک ذات خبر ورکړی چې هغه د هر شي پیدا کوونکی دی، او له هغه پرته هر څه چې دي هغه مخلوقات دي، الله تعالی فرمایلي: {اللَّهُ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ وَكِيل} (الله د هر شي پیدا كوونكى دى او هغه په هر شي باندې نګران دى). [الزمر سورت: ٦٢ آیت].

او مونږ ایمان لرو چې الله د هر شي مالک، خالق او چاره ساز دی، الله تعالی فرمایلي: {يَا أَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُون* (اى خلکو! د خپل رب عبادت كوئ، هغه چې تاسو يې پيدا كړي يئ او هغه كسان چې له تاسو نه مخكې وو، د دې لپاره چې تاسو پرهېزګاره شئ. الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الأَرْضَ فِرَاشاً وَالسَّمَاء بِنَاء وَأَنزَلَ مِنَ السَّمَاء مَاء فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقاً لَّكُمْ}. هغه (رب) چې ستاسو لپاره يې ځمكه فرش او اسمان چت جوړ كړى دى او له بره نه يې اوبه نازلې كړي دي، بيا يې په دغو سره له مېوو نه ستاسو لپاره رزق راوېستلى دى، نو له الله سره هېڅ قسمه شريكان مه جوړوئ، حال دا چې تاسو پوهېږئ) [البقرة سورت: 21، 22 آیت]. او الله تعالی فرمایلي: {إِنَّ رَبَّكُمُ اللّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ يُدَبِّرُ الأَمْرَ} (بېشكه چې ستاسو رب هم هغه الله دى چې پیدا كړي يې دي اسمانونه او ځمكه په شپږو ورځو كې، بیا د عرش د پاسه شو، د ټولو كارونو تدبیر كوي) [يونس سورت: 3 آیت]، هغه پاک ذات د اسمانونو او ځمکې خالق او مالک دی او هغه په دې دواړو کې تصرف کوونکی دی، حق ذات فرمایلي دي: {لَهُ مَقَالِيدُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَالَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِ اللَّهِ أُوْلَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُون} (خاص هم ده لره د اسمانونو او ځمكې چابیانې دي، او هغه كسان چې د الله په آیتونو سره كافران شوي دي، هم دغه كسان تاوانیان دي). [الزمر سورت: 63 آیت]، او هیڅ مخلوق د خپل ځان او د نورو د چارو د اداره کولو واک نه لري مګر هغه څه چې الله د هغه لپاره ټاکلي وي، نه ملاېکې، نه پیغمبران، او نه هم ولیان په کائناتو کې د تصرف حق نه لري؛ نه د ګټې رسولو او نه د تاوان دفع کولو، الله تعالی فرمایلي: {قُلِ ادْعُوا الَّذِينَ زَعَمْتُم مِّن دُونِ اللَّهِ لاَ يَمْلِكُونَ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلاَ فِي الأَرْضِ وَمَا لَهُمْ فِيهِمَا مِن شِرْكٍ وَمَا لَهُ مِنْهُم مِّن ظَهِير}. (ته (دې مشركانو ته) ووایه: تاسو هغه (معبودان) وبولئ چې تاسو (هغه) له الله نه غیر (معبودان) ګڼلي دي، دوى د یوې ذرې اندازه اختیار (او مِلك) نه لري په آسمانونو كې او نه په ځمكه كې او د دوى لپاره په دغو دواړو كې هېڅ برخه (شركت) نشته، او نشته دغه (الله) ته له دوى نه هېڅ مددګار). [سبأ سورت: 22 آیت].

او موږ باور لرو چې هغه حقیقي مالک دی، او له هغه پرته نور بنده ګان دي او د هر واکمن واکمني لنډ مهاله او له منځه تلونکي ده، الله پاک فرمایلي دي: {مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ} (د بَدلې د ورځې مالك دى). [الفاتحة سورت: 4 آیت]، او الله پاک فرمایلي: {قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَن تَشَاء وَتَنزِعُ الْمُلْكَ مِمَّن تَشَاء وَتُعِزُّ مَن تَشَاء وَتُذِلُّ مَن تَشَاء بِيَدِكَ الْخَيْرُ إِنَّكَ عَلَىَ كُلِّ شَيْءٍ قَدِير} (ته ووایه: اى الله! د بادشاهۍ مالكه! ته بادشاهي وركوې هغه چا ته چې وغواړې او بادشاهي بېرته اخلې له هغه چا نه چې وغواړې، چا ته چې وغواړې عزت وركوې او چا ته چې وغواړې ذلت وركوې، هم ستا په لاس كې خیر دى، بېشكه ته په هر شي باندې ښه قادر يې). [آل عمران سورت: 26 آیت]، او نور ټول بنده ګان او تابع دي، الله تعالی فرمایلي: {إِن كُلُّ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ إِلاَّ آتِي الرَّحْمَنِ عَبْدًا} (نه دي دغه هر یو چې په آسمانونو او ځمكه كې دي مګر رحمٰن ته راتلونكي دي، په دې حال كې چې بنده به وي) [مريم سورت: 93 آیت].

او موږ باور لرو چې الله هغه ذات دی چې آسمانونه او ځمکه یې پیدا کړي، شپه په ورځ پوښي، او ورځ په شپه پوښي، او دا هم هغه ذات دی چې لمر او سپوږمۍ یې تابع کړي، هر یو یې تر خپلې نیټې پورې ځغلي. حق ذات فرمایلي دی: {خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ بِالْحَقِّ يُكَوِّرُ اللَّيْلَ عَلَى النَّهَارِ وَيُكَوِّرُ النَّهَارَ عَلَى اللَّيْلِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِي لأَجَلٍ مُسَمًّى أَلاَ هُوَ الْعَزِيزُ الْغَفَّار} (هغه آسمانونه او ځمكه په حقه سره پیدا كړي دي، هغه شپه په ورځ تاووي (نغاړي) او ورځ په شپه تاووي او هغه لمر او سپوږمۍ مسخر كړي دي، هر یو مقرر كړى شوې نېټې ته روان دي، خبردار شئ! همغه ښه غالب، ښه بخښونكى دى). [الزمر سورت: 5 آیت]، او همغه پاک ذات دی چې لمر یې ځلانده او سپوږمۍ یې روښنانه ګرځولی او د شپې او ورځې توپیر یې د خپل مخلوق د عظمت او د ښه مدیریت نښه ګرځولې ده، الله تعالی فرمایلي: {هُوَ الَّذِي جَعَلَ الشَّمْسَ ضِيَاء وَالْقَمَرَ نُورًا وَقَدَّرَهُ مَنَازِلَ لِتَعْلَمُواْ عَدَدَ السِّنِينَ وَالْحِسَابَ مَا خَلَقَ اللّهُ ذَلِكَ إِلاَّ بِالْحَقِّ يُفَصِّلُ الآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُون* (هم هغه (الله) دى چې (ټیكلى د) لمر يې تېز ځلېدونكى ګرځولى دى او (ټيكلى د) سپوږمۍ يې روښانه او هغه يې منزلونه منزلونه مقرر كړه (او منزلونه يې مقرر كړل)، د دې لپاره چې تاسو د كلونو شمېره او حساب معلوم كړئ ، الله دغه (څیزونه) نه دي پیدا كړي مګر په حقه سره، هغه ایتونه (دلیلونه) په تفصیل سره بیانوي، د هغو خلقو لپاره چې پوهېږي. إِنَّ فِي اخْتِلاَفِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَمَا خَلَقَ اللّهُ فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَّقُون} بېشكه د شپې او ورځې په اختلاف (بدلېدو رابدلېدو) كې او په هغو (شیانو) كې چې الله په اسمانونو او ځمكه كې پیدا كړي دي، خامخا نښې دي د هغو خلقو لپاره چې وېرېږي) [يونس سورت: 5، 6 آیت]، او همغه ذات دى چې موږ يې له يوه نفس څخه پيدا كړي يو، او له هغه څخه يې د هغه جوړه ګرځولې، او ټول څاروي یې پیدا کړي، څښتن تعالی چې د لویۍ خاوند دی او نومونه یې سپیڅلي دي فرمایلي دي: {خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَأَنزَلَ لَكُم مِّنْ الأَنْعَامِ ثَمَانِيَةَ أَزْوَاجٍ يَخْلُقُكُمْ فِي بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ خَلْقًا مِن بَعْدِ خَلْقٍ فِي ظُلُمَاتٍ ثَلاَثٍ ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ لَهُ الْمُلْكُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ فَأَنَّى تُصْرَفُون} (هغه تاسو له يو نفس نه پیدا كړي يئ، بیا يې له هغه نه د هغه ښځه پیدا كړه او ستاسو لپاره يې له څارویو نه اته جوړې پیدا كړې، هغه تاسو د خپلو میندو په خیټو كې پیدا كوي، یو قسم پیدا كول، وروسته له بل قسم پیدا كولو نه، په دریو تیارو كې، دغه الله ستاسو رب دى، بادشاهي خاص د هغه لپاره ده، نشته دى هېڅ حق معبود مګر هغه دى، نو كوم طرف ته تاسو ګرځولى شئ). [الزمر سورت: 6 آیت].

او مونږ ایمان لرو چې هغه ذات رزق ورکوونکی او د پیاوړي ځواک خاوند دی، له هغه پرته بل رزق ورکوونکی، او کفایت کوونکی بل څوک نشته، الله تعالی فرمایلي: {إِنَّ اللَّهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِين}. (بېشكه هم دغه الله ښه روزي وركوونكى، قوت والا، (او) ډېر مضبوط دى) [الذاريات سورت: 58 آیت] او الله تعالی فرمایلي: {وَمَا مِن دَآبَّةٍ فِي الأَرْضِ إِلاَّ عَلَى اللّهِ رِزْقُهَا وَيَعْلَمُ مُسْتَقَرَّهَا وَمُسْتَوْدَعَهَا كُلٌّ فِي كِتَابٍ مُّبِين}. (او په ځمكه كې هېڅ خوځنده (ذي روح) نشته مګر د هغه رزق خاص په الله باندې دى، او هغه د هغه د اوسېدلو ځاى او د هغه د سپارېدلو ځاى پېژني (دا) هر څه په واضح كتاب كې (لیك) دي). [هود سورت: 6 آیت].

او مونږ ایمان لرو چې الله پاک په علم سره په ټولو شیانو احاطه کړې ده، الله تعالی فرمایلي: {يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلاَ يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِّنْ عِلْمِهِ إِلاَّ بِمَا شَاء} (هغه پوهېږي پر هر هغه څه چې د دوى په وړاندې دي او پر هر هغه څه چې د دوى وروسته دي، او دوى (مخلوق) د هغه له علم نه هېڅ شى هم نشي راګېرولى، مګر هغه څه چې هغه (الله) يې وغواړي). [البقرة سورت: 255 آیت]، نو نه پټږي د هغه له علم څخه وړه او غټه، الله تعالی فرمایلي دي: {عَالِمِ الْغَيْبِ لاَ يَعْزُبُ عَنْهُ مِثْقَالُ ذَرَّةٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلاَ فِي الأَرْضِ وَلاَ أَصْغَرُ مِن ذَلِكَ وَلاَ أَكْبَرُ إِلاَّ فِي كِتَابٍ مُّبِين} (د غیبو عالم دى، له هغه نه نه پټېږي په اندازه د یوې ذرې په آسمانونو كې او نه په ځمكه كې او نه د دغې (ذرې) نه وړوكى (شى) او نه (ترې) غټ مګر (دغه هر څه) په ښكاره كتاب كې دي. [سبأ سورت: 3 آیت]، او د هغه علم پدې کائناتو کې په هر شي احاطه کړې ده: حق ذات فرمایلي: {وَعِندَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لاَ يَعْلَمُهَا إِلاَّ هُوَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَمَا تَسْقُطُ مِن وَرَقَةٍ إِلاَّ يَعْلَمُهَا وَلاَ حَبَّةٍ فِي ظُلُمَاتِ الأَرْضِ وَلاَ رَطْبٍ وَلاَ يَابِسٍ إِلاَّ فِي كِتَابٍ مُّبِين} (او خاص له الله سره د غیبو چابیانې دي، يواځې هغه پر دغو عالم دى او هغه عالم دى پر هغه څه چې په وچه او سمندر كې دي، او هېڅ یوه پاڼه نه غورځېږي مګر هغه پرې عالم دى او د ځمكې په تیارو كې نه یوه دانه (پرېوځي) او نه لوند څیز او نه وچ مګر (دا ټول) په څرګند كتاب (لوح محفوظ) كې دي). [الأنعام سورت: 59 آیت]، او همدا رنګه یې د دې چاپیره شوي علم د یوې څنډې د وضاحت په اړه فرمایلي: {وَمَا مِن دَآبَّةٍ فِي الأَرْضِ وَلاَ طَائِرٍ يَطِيرُ بِجَنَاحَيْهِ إِلاَّ أُمَمٌ أَمْثَالُكُم مَّا فَرَّطْنَا فِي الكِتَابِ مِن شَيْءٍ ثُمَّ إِلَى رَبِّهِمْ يُحْشَرُون} (او نشته په ځمكه كې هېڅ یو خوځنده او نه هېڅ مارغه چې په خپلو دواړو وزرونو الوځي مګر (دوى) ستاسو په شان امتونه دي، مونږ په كتاب (لوحِ محفوظ) كې هېڅ شى (بې ليكلو) نه دى پریښى، بیا به دوى د خپل رب په طرف ورجمع كولى شي). [الأنعام سورت: 38 آیت].

او مونږ ایمان لرو چې الله پاک ذات په پټو او ښکاره و خبر دی، سپیڅلي حق ذات فرمایلي: (عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ الْكَبِيرُ الْمُتَعَالِ) (د غیبو او د ښكاره و عالم دى، ډېر لوى، لوړ برتر دى) [الرعد سورت: 9 آیت]، او دا چې هغه به خپلو غیبو باندې د خپلو مخلوقاتو څخه څوک نه خبروي، مګر چاته یې چې له خپلو رسولانو څخه خوښه شي، سپیڅلي پاک ذات فرمایلي: {عَالِمُ الْغَيْبِ فَلاَ يُظْهِرُ عَلَى غَيْبِهِ أَحَدًا * (دى عالم الغیب (په غیبو عالم) دى، نو دى په خپلو غیبو باندې هیڅوك نه خبروي. إِلاَّ مَنِ ارْتَضَى مِن رَّسُولٍ فَإِنَّهُ يَسْلُكُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ رَصَدًا} مګر هغه چې كوم رسول يې خوښ شي(وحې ورته کوي د وحې پواسطه د ځیني مغیباتو خبر ورکړي)، نو بېشكه دغه (الله) د ده په مخ كې او د ده شا ته ساتونكي (څوكيداران) روانوي). [الجن سورت: 26، 27 آیتونه]، او هر چا چې د غیبو د علم دعوه وکړه هغه دروغجن تور پورې کوونکی دی. او پیغمبران په غیبو نه پوهیږي، او الله تعالی خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته امر کړی چې ووایي: {قُل لاَّ أَقُولُ لَكُمْ عِندِي خَزَآئِنُ اللّهِ وَلا أَعْلَمُ الْغَيْبَ} (ته ووایه: زه تاسو ته نه وایم چې ما سره د الله خزانې دي او نه زه عالم الغیب یم) [الأنعام سورت: 50 آیت].

او مونږ ایمان لرو چې یوازې الله پاک ژوندی کوونکی او مړ کوونکی دی، الله تعالی فرمایلي: {إِنَّ اللّهَ لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ يُحْيِـي وَيُمِيتُ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللّهِ مِن وَلِيٍّ وَلاَ نَصِير} (بېشكه الله چې دى، د اسمانونو او ځمكې سلطنت خاص د هغه لپاره دى، هغه ژوند وركوي او هغه مرګ وركوي او تاسو لپاره له الله نه غیر نه هېڅ كار ساز شته او نه هېڅ مددګار). [التوبـة سورت: 116 آیت]، سپیڅلي حق ذات فرمایلي: {وَهُوَ الَّذِي أَحْيَاكُمْ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يُحْيِيكُمْ إِنَّ الإِنسَانَ لَكَفُور} (او دغه (الله) همغه ذات دى چې تاسو يې ژوندي كړي یئ، بیا به هغه تاسو مړه كاندي، بیا به هغه تاسو ژوندي كړي، بېشكه انسان خامخا ډېر ناشكره دى) [الحج سورت: 66 آیت]. او دی همغه ذات دی چې مرګ او ژوند یې پیدا کړي دي، الله تعالی فرمایلي: {الَّذِي خَلَقَ الْمَوْتَ وَالْحَيَاةَ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلاً وَهُوَ الْعَزِيزُ الْغَفُور} (هغه ذات چې مرګ او ژوند يې پیدا كړى دى، د دې لپاره چې تاسو وازمايي چې په تاسو كې د عمل په لحاظ كوم یو ډېر ښه دى او هم دى ښه غالب، ډېر بخښونكى دى) [الملك سورت: 2 آیت]، او یقینا دی هغه ذات دی چې نفسونه د مرګ پر مهال قبضوي، الله تعالی فرمایلي دي: {اللَّهُ يَتَوَفَّى الأَنفُسَ حِينَ مَوْتِهَا} [الله نفسونه (ساګانې) قبضوي د هغو د مرګ په وخت كې. [الزمر سورت: 42 آیت].

او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی هر شی د عزت او حکمت له مخې د ځان تابع کړی دی، لکه څرنګه چې پدې اړه الله تعالی په خپلې دې وینا سره خبر ورکړی دی: {وَلِلّهِ يَسْجُدُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ طَوْعًا وَكَرْهًا وَظِلالُهُم بِالْغُدُوِّ وَالآصَال} (او خاص الله ته سجده كوي هغه څوك چې په اسمانونو او ځمكه كې دي په خوښه او په زور او د هغوى سيوري (هم سجده كوي) سبا او بېګاه). [الرعد سورت : 15 آیت]، او حق ذات فرمایلي دي: {يَوْمَ هُم بَارِزُونَ لاَ يَخْفَى عَلَى اللَّهِ مِنْهُمْ شَيْءٌ لِّمَنِ الْمُلْكُ الْيَوْمَ لِلَّهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّار} (له هغې ورځې نه چې دوى به بېخي ښكاره وي، له الله نه به د دوى هېڅ شى پټ نه وي، نن ورځ د چا بادشاهي ده؟ خاص د الله (بادشاهي ده) چې یو دى، ښه غالب دى) [غافر سورت: 16 آیت].

او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی آسمان پیدا کړی دی، او هغه یې له ستنو پرته پورته کړی دی، الله تعالی فرمایلي دي: {خَلَقَ السَّمَاوَاتِ بِغَيْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا وَأَلْقَى فِي الأَرْضِ رَوَاسِيَ أَن تَمِيدَ بِكُمْ} (هغه، اسمانونه بې له ستنو پیدا كړي دي چې تاسو هغه وینئ او په ځمكه كې يې پاخه غرونه غورځولي (پیدا كړي) دي چې دغه (ځمكه) تاسو ونه خوځوي). [لقمان سورت: 10 آیت]، او ستاسو لپاره يې په كار لګولي دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي، په داسې حال كې چې دا ټول د هغه له جانبه (مسخر) دي،سپیڅلي حق ذات فرمایلي دي: {وَسَخَّرَ لَكُم مَّا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ جَمِيعًا مِّنْهُ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لَّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُون} (او ستاسو لپاره يې په كار لګولي دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي، په داسې حال كې چې دا ټول د هغه له جانبه (مسخر) دي، بېشكه په دغو كې د هغه قوم لپاره یقینًا ډېرې نښې دي چې غور فكر كوي) [الجاثية سورت: 13 آیت].

او موږ باور لرو چې الله د نش څخه شته کول کوي او تصرف هم، الله تعالی فرمایلي: {أَلاَ لَهُ الْخَلْقُ وَالأَمْرُ تَبَارَكَ اللّهُ رَبُّ الْعَالَمِين} (اګاه شئ! خاص هغه لره دي پیدا كول اوتصرف كول، ډېر بركت والا دى الله چې رب العلمین دى) [الأعراف سورت: 54 آیت]، له هغه پرته بل معبود نشته او له هغه پرته بل قانون جوړونکی نشته لکه څرنګه چې الله تعالی فرمایلي: {شَرَعَ لَكُم مِّنَ الدِّينِ مَا وَصَّى بِهِ نُوحًا وَالَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ} (هغه ستاسو لپاره هغه دین مقرر كړى دى چې د هغه وصیت يې نوح ته كړى و او هغه چې مونږ تا ته وحي كړى دى). [الشورى سورت: 13 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنكُمْ شِرْعَةً وَمِنْهَاجًا} (مونږ په تاسو كې د هر یو لپاره یو دستور او لاره مقرر كړې ده) [المائدة سورت: 48 آیت]، نو - الله - هغه څوک دی چې قانون جوړوي، قوانین پلي کوي او دین بیانوي. او حق ذات په هغه چا رد کړی چې خپل عالمان او راهبان یې مالکان د حل او د حرمت نیولي و، او د دوی حلال یې حلال ګڼل او حرام یې حرام ګڼل، الله تعالی فرمایلي: {اتَّخَذُواْ أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللّهِ} (دوى خپل عالمان او پیران واکداران د حل او د حرمت نیولي و په غیر د الله څخه. [التوبة سورت: ٣١ آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {أَمْ لَهُمْ شُرَكَاء شَرَعُوا لَهُم مِّنَ الدِّينِ مَا لَمْ يَأْذَن بِهِ اللَّهُ} (ایا د دوى لپاره داسې شریكان شته چې د دوى لپاره يې له دین څخه هغه لاره مقرر كړې ده چې الله د هغې اجازه نه دى كړى)(۱) [الشورى سورت: 21 آیت].

او لکه څرنګه چې دې رب العزت مخلوقات پیدا کړي او د دوی مالک دی، هم هغه د دوی لپاره قوانین جوړ کړي دي، نو یوازې همغه ذات د دوی په حساب او جزا باندې ځواکمن دی، الله تعالی فرمایلي دي: {وَخَلَقَ اللَّهُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ بِالْحَقِّ وَلِتُجْزَى كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ وَهُمْ لاَ يُظْلَمُون} (او الله اسمانونه او ځمكه په حقه سره پیدا كړي دي ( د یو حکمت او مقصد د پاره) او د دې لپاره چې هر نفس ته د هغه عمل بدله وركړى شي چې ده كړى دى، په داسې حال كې چې دوی سره به ظلم و نه کړای شي) [الجاثية سورت: 22 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {إِنَّ السَّاعَةَ آتِيَةٌ أَكَادُ أُخْفِيهَا لِتُجْزَى كُلُّ نَفْسٍ بِمَا تَسْعَى} (بېشكه قیامت راتلونكى دى، زه غواړم چې دغه (قیامت) پټ وساتم ( اشاره ده قرب قیامت ته)، د دې لپاره چې هر نفس ته د هغو عملونو په سبب بدله وركړى شي چې دى يې كوي) [طه سورت: 15 آیت].

او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی د بنده ګانو او د هغوی د افعالو پیدا کوونکی دی، الله پاک فرمایلي: ﴿وَاللَّهُ خَلَقَكُمْ وَمَا تَعْمَلُونَ 96﴾ (حال دا چې الله ستاسو او ستاسو د عملونو، پیدا كوونکی دي) [الصافات سورت : 96 آیت].

او مونږ حق ذات ته ریښتیني شاهدي ورکوو چې الله پاک د خپلو کائناتي نښانو هره نخښه د دې علامه ګرځولې چې هغه خالق دی او حق ذات پخپلې دې وینا سره د دې خبرې تصدیق کوي: {أَفَمَن يَخْلُقُ كَمَن لاَّ يَخْلُقُ أَفَلا تَذَكَّرُون} (آیا نو هغه ذات چې پیدا كوي په شان د هغه چا دى چې (څه) نشي پیدا كولى؟ آیا نو تاسو پند نه اخلئ!) [النحل سورت: 17 آیت]. حق ذات په هغه چا باندې رد وکړ چې له هغه سره یې د هغه په ربوبیت او الوهیت کې شریکان وګرځول؛ ځکه چې هم هغه یوازې خالق دی نو فرمایلي یې دي: {أَمْ جَعَلُواْ لِلّهِ شُرَكَاء خَلَقُواْ كَخَلْقِهِ فَتَشَابَهَ الْخَلْقُ عَلَيْهِمْ قُلِ اللّهُ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ وَهُوَ الْوَاحِدُ الْقَهَّار} ( یا دوى د الله لپاره داسې شریكان مقرر كړي دي چې د هغه د پیدا كولو په شان پیدا كول يې كړي دي، بیا په دوى باندې پیدا كول مشتبه شوي دي؟ ته ووایه: الله د هر شي پیدا كوونكى دى او هم هغه یو دى، ډېر غالب دى) [الرعد سورت: 16 آیت].

او مشرکانو د الله په ربوبیت ایمان درلوده، او پدې پوهېدل چې الله خالق، رازق، ژوندی کوونکی او روح اخیستونکی دی، او هم هغه ذات ګټه رسوونکی او ضرر رسونکی دی، او د هغوی بتان او باطل معبودان نه ګټی رسولی شي او نه ضرر، او دا باطل معبودان یې ورته واسطې وګرځولې چې الله ته یې نږدې کوي، سره لدې ترې الله جل جلاله دا - ایمان - قبول نه کړ، الله تعالی فرمایلي: {وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ فَأَنَّى يُؤْفَكُون* (او قسم دى كه ته له دوى نه پوښتنه وكړې چې اسمانونه او ځمكه چا پیدا كړي دي او (چا) لمر او سپوږمۍ مسخر كړي دي؟ دوى به خامخا ضرور ووايي چې الله (پیدا كړي او مسخر كړي دي)، نو څرنګه دوى ګرځولى شي؟. اللَّهُ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاء مِنْ عِبَادِهِ وَيَقْدِرُ لَهُ إِنَّ اللَّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيم * الله چې په خپلو بنده ګانو كې چا لره وغواړي؛ رزق پراخوي او په هغه يې تنګوي، بېشكه الله په هر شي ښه عالم دی. وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّن نَّزَّلَ مِنَ السَّمَاء مَاء فَأَحْيَا بِهِ الأَرْضَ مِن بَعْدِ مَوْتِهَا لَيَقُولُنَّ اللَّهُ قُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لاَ يَعْقِلُون} او قسم دى كه ته له دوى نه پوښتنه وكړې چې چا له اسمان نه اوبه نازلې كړې دي، بيا يې په هغو سره ځمكه د هغې له مرګ نه پس ژوندۍ كړې ده؟ (نو) خامخا ضرور به دوى ووايي چې الله (دا كار كړى دى) ته ووایه: ټول د كمال صفتونه خاص د الله لپاره دي بلكې د دوى اكثره عقل نه لري) [العنكبوت سورت: 61-63 آیتونه]، که څه هم دوی په سختۍ کې له الله څخه مرسته غواړي، او کله چې دوی ته مصیبت راشي نو هغه ته رجوع کوي، خو دا دوی ته هیڅ ګټه نه رسوي. ځکه چې دوی اوس هم په خپل شرک او کفر باندې پاتې دي، رب العالمین فرمايلي: {فَإِذَا رَكِبُوا فِي الْفُلْكِ دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ فَلَمَّا نَجَّاهُمْ إِلَى الْبَرِّ إِذَا هُمْ يُشْرِكُون * (نو كله چې دوى په كښتۍ كې سواره شي (او یو مصیبت راشي)، نو دوى الله ته اواز کوي( چې ای الله ده مصیبت راڅخه واړوه)، په داسې حال كې چې خاص هغه لره دین خالص كوونكي وي، نوكله چې (الله) دوى ته نجات وركړي (نو) ناڅاپه دوى (له الله سره) شریكان نیسي. لِيَكْفُرُوا بِمَا آتَيْنَاهُمْ وَلِيَتَمَتَّعُوا فَسَوْفَ يَعلمون) انجام به دا شي چې دوی ناشکري وکړي د هغه نعمتونو چې دوی ته ورکړل شوي او چې دوى فايده واخلي، نو ژر به دوى پوه شي). [العنكبوت سورت: 65، 66 آیتونه].