او مونږ ایمان لرو چې الله - تعالی - په الوهیت کې یو دی، او دا چې له الله پرته په حقه بل معبود نشته، او دا چې هم هغه حق دی، او هغه څه چې دوی یې له هغه پرته رابولي باطل دي، او د دې لویې چارې لپاره الله - تعالی کتابونه نازل کړي او پیغمبران یې رالیږلي، جنت او دوزخ یې پیدا کړی، فطرت پرې دلالت کوي، او سالم عقلونه پرې ګواهي ورکوي، او په علم الیقین سره پوهیږو چې د پیغمبرانو لخوا خپلو قومونو ته د دعوت بنسټ: د یو الله عبادت ته د هغوی بلنه، او له هغه پرته د نورو د عبادت پرېښودل دي، الله تعالی فرمایلي: {وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رَّسُولٍ إِلاَّ نُوحِي إِلَيْهِ أَنَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ أَنَا فَاعْبُدُون} (او مونږ له تا نه مخكې هېڅ رسول نه دى لېږلى مګر چې هغه ته به مونږ(دا) وحې كوله چې بېشكه شان دا دى چې له ما نه پرته بل هېڅ حق معبود نشته، لهذا تاسو زما عبادت كوئ) [الأنبياء سورت: 25 آیت]. او الله پاک فرمایلي دي: {وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولاً أَنِ اعْبُدُواْ اللّهَ وَاجْتَنِبُواْ الطَّاغُوتَ} (او یقینًا یقینًا مونږ په هر یو امت كې یو رسول لېږلى و (په دې سره) چې تاسو د الله عبادت كوئ او له طاغوت نه ځان وساتئ). [النحل سورت: 36 آیت]. او سپېڅلي حق ذات فرمایلي: {وَاسْأَلْ مَنْ أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رُّسُلِنَا أَجَعَلْنَا مِن دُونِ الرَّحْمَنِ آلِهَةً يُعْبَدُون} (او ته زمونږ له هغو رسولانو نه پوښتنه وكړه چې مونږ له تا نه مخكې لېږلي دي، ایا مونږه له رحمن نه غیر نور معبودان مقرر كړي دي چې عبادت یې وشي). [الزخرف سورت: 45 آیت]، او هر یو نبي خپل قوم ته ویلي: د الله عبادت وکړئ، تاسو ته له هغه پرته بل معبود نشته، له لومړي پیغمبر نوح - علیه السلام - څخه نیولي تر وروستي پيغمبر محمد - صلی الله علیه وسلم - پورې، نو الله تعالی له نوح علیه السلام څخه د خبرولو په موخه وفرمایل: {يَا قَوْمِ اعْبُدُواْ اللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـهٍ غَيْرُهُ} اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه پرته(بل) هېڅ برحق معبود نشته. [الأعراف سورت: 59 آیت]، او د هغوی له وروستي پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - څخه یې د خبر ورکولو په موخه وفرمایل: {قُلْ إِنَّمَا أَنَا مُنذِرٌ وَمَا مِنْ إِلَهٍ إِلاَّ اللَّهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّار} (ته (دوى ته) ووایه: زه خو بس وېروونكى یم، او نشته دى حق معبود غیر له الله نه چې یو او ډېر غلبې والا دى) [ص سورت: 65 آیت]، او الله پاک فرمایلي: {ذَلِكُمُ اللّهُ رَبُّكُمْ لا إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ فَاعْبُدُوهُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ وَكِيل} (همدغه الله، ستاسو رب دى، له ده نه غير هېڅ لايق د عبادت نشته، د هر شي پیدا كوونكى دى، نو تاسو د هغه عبادت كوئ او هغه په هر شي باندې نګران دى) [الأنعام سورت: 102 آیت].
او دا هغه ستره چاره ده چې له امله یې الله تعالی مخلوقات پیدا کړي دي، الله تعالی فرمایلي: {وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالإِنسَ إِلاَّ لِيَعْبُدُون} (او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي). [الذاريات سورت : 56 آیت] او د "یعبدون" معنی ده: یوحدون: یعنې ما په یووالي سره مني، بخاري -رحمه- الله د دې آيت د تفسير پر مهال ویلي: «ما له دوو ډلو څخه د نیمکرغۍ خلک نه دي پيدا کړي مګر د دې لپاره چې ما په یووالي سره ومني». همداسې په بخاري کې راغلي دي پرته لدې چې نسبت یې وشي (6/ 49)،او ابن حجر په «الفتح» کې ویلي چې دا د فراء وینا ده (8/ 600).)
وعن ابن عباس رضي الله عنهما قال: لَمَّا بَعَثَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم مُعَاذَ بْنَ جَبَلٍ إِلَى نَحْوِ أَهْلِ اليَمَنِ قَالَ لَهُ: «إِنَّكَ تَقْدَمُ عَلَى قَوْمٍ مِنْ أَهْلِ الكِتَابِ، فَلْيَكُنْ أَوَّلَ مَا تَدْعُوهُمْ إِلَى أَنْ يُوَحِّدُوا اللَّهَ تَعَالَى»، او له ابن عباس - رضي الله عنهما - څخه روایت دی وایې: کله چې نبي - صلی الله علیه وسلم معاذ بن جبل د یمن د خلکو لور ته ولیږه ورته یې وفرمایل: ته د اهل کتابو یو قوم ته ورتلونکی یې، نو هغوی ته په بلنې ورکولو کې به دې لومړۍ خبره دا وي چې الله تعالی په یووالي سره ومني»، (بخاري (1458) او مسلم (19)) روایت کړی دی. او امام بخاری رحمه الله پدې وینا سره ورته باب ایښودلی «باب ما جاء في دعاء النبي صلى الله عليه وسلم أمته إلى توحيد الله تبارك وتعالى». باب دی د پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - د بلنې په اړه خپل امت لره د الله تبارک و تعالی یووالي ته».
او ریښتینی عبادت هغه دی چې خاص د الله رب العالمین لپاره وي او د سید المرسلین د لارښوونو سره سم وي، ځکه لدې پرته د هر معبود عبادت باطل دی، الله تعالی فرمایلي: {ذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ وَأَنَّ مَا يَدْعُونَ مِن دُونِهِ هُوَ الْبَاطِلُ} (دغه په دې سبب چې بېشكه الله، هم دى حق دى او دا چې بېشكه هغه چې دوى يې له هغه (الله) نه غیر بولي، همغه باطل دى) [الحج سورت: ایت 62]، او د: «لا إله إلا الله» معنا ده : نشته دی په حقه معبود مګر یو الله دی، ځکه چې مخکنی آیت پر دې باندې دلالت کوي.
یوازې په یو الله عقیده لرل او له بل چا پرته یې عبادت کول د : «لا إله إلا الله» مضمون دی، او دا ستره کلمه له الله پرته د بل هر معبود څخه د عبادت نفي کولو او حقیقي ألوهیت د الله پرته له بل هر معبود باطل څخه نفې کولو باندې مشتمله ده او ریښتیني عبادت یوازې د یو الله لپاره دی او دا کلمه په همدې لفظ سره په قرآن کریم کې ډیره راغلې ده، او په همدې معنا د نفي او اثبات سره ډیر آیتونه راغلي دي لکه څرنګه چې الله - جل جلاله - فرمایلي دي: {وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولاً أَنِ اعْبُدُواْ اللّهَ وَاجْتَنِبُواْ الطَّاغُوتَ} (او یقینًا یقینًا مونږ په هر یو امت كې یو رسول لېږلى و (په دې سره) چې تاسو د الله عبادت كوئ او له طاغوت نه ځان وساتئ). [النحل سورت: 36 آیت]، او د الله تعالی دا وینا: {وَاعْبُدُواْ اللّهَ وَلاَ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئًا} (او تاسو د الله عبادت كوئ او له هغه سره هېڅ شى مه شریكوئ). [النساء سورت: 36 آیت].
او دا د الله تعالی د دین مضبوط تهداب او پياوړی بنسټ دی – چې هغه یوازې یو الله ته د الوهیت اثبات او له هغه پرته له بل چا څخه د عبادت نفي کول دي – هغه د دین د مېچني ستن او د پېغمبرانو د دعوت بنسټ دى. او معنا یې: د بندګانو عملونه یواځې او یواځې د الله د پاره دي. او نږدې ده چې د قرآن هیڅ سورت داسې ونه مومې چې د دې چارې له یادولو خالي وي یا په اساسي ډول او یا په تاکیدي او پر مخلوقاتو یې په ډیرو دلایلو او بې شمېره شواهدو حجت قائم کړی دی چې احاطه یې ناشوني ده، او د دې موضوع ترټولو ستر ثبوت د هغه پاک ذات ګواهي ده لکه چې فرمایي: {قُلْ أَيُّ شَيْءٍ أَكْبَرُ شَهَادةً قُلِ اللّهِ شَهِيدٌ بِيْنِي وَبَيْنَكُمْ وَأُوحِيَ إِلَيَّ هَذَا الْقُرْآنُ لأُنذِرَكُم بِهِ وَمَن بَلَغَ أَئِنَّكُمْ لَتَشْهَدُونَ أَنَّ مَعَ اللّهِ آلِهَةً أُخْرَى قُل لاَّ أَشْهَدُ قُلْ إِنَّمَا هُوَ إِلَـهٌ وَاحِدٌ وَإِنَّنِي بَرِيءٌ مِّمَّا تُشْرِكُون} (ته ووایه: د ګواهۍ په لحاظ كوم شى تر ټولو لوى دى؟ ته ووایه: الله دى، (هغه) زما په مینځ كې او ستاسو په مینځ كې ګواه دى او ما ته دا قرآن وحې شوى دى، د دې لپاره چې په دې (قرآن) سره زه تاسو ووېروم او هغه څوك چې دا ورته رسي، ایا تاسو په رښتيا (د دې خبرې) ګواهي كوئ چې یقینًا له الله سره نور معبودان (هم) شته؟ ته ووایه: زه (د دې) شاهدي نه كوم، ته ووایه: بېشكه همدا خبره ده چې همغه یو حق معبود دى او بېشكه زه له هغه څه نه بېزاره یم چې تاسو يې شریكوئ). [الأنعام سورت: 19 آیت].
او الله پاک ګواهي ورکړې، او د الله - تعالی - تر ټولو عزتمند مخلوق هم شاهدي ورکړې چې ملاېکې او د علم خاوندان دي، په تر ټولو عزتمند څه یې شاهدي ورکړې چې هغه د الله - تعالی یووالی او هغه په الوهیت سره منل دي، نو الله پاک فرمایلي: {شَهِدَ اللّهُ أَنَّهُ لاَ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ وَالْمَلاَئِكَةُ وَأُوْلُواْ الْعِلْمِ قَائِمَاً بِالْقِسْطِ لاَ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيم} (الله ګواهي وركړې ده د دې خبرې چې یقینًا نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى او ملايكو او د علم خاوندانو، (هم) په داسې حال كې چې دى په انصاف سره قايم دى، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى چې ډېرغالب، ښه حكمت والا دى). [آل عمران سورت: 18 آیت]، نو ملاېکو او د علم خاوندانو په هغه څه شاهدي ورکړه چې الله - تعالی پرې د خپل ځان لپاره شاهدي ورکړې ده: (وَكَفَىٰ بِاللَّهِ شَهِيدًا) [او كافي دى الله (د) ګواه (په حیث)]. [النساء سورت: 79 آیت].
هغه په خپل مخلوق استدلال وکړ چې هغه پاک ذات پدې کائناتو کې د هر څه پیدا کوونکی دی، بلکې هره کائناتي نښانه یې پدې ګواه ګرځولې چې هغه د الوهیت او عبادت مستحق دی؛ له همدې امله په قرآنکریم کې د دې موضوع په اړه په مکرر ډول له دوی څخه پوښتنې کیږي او د دوی اعتراف چې هم هغه خالق ، روزي ورکوونکی ، ژوندی کوونکی او مړ کوونکی دی او بیا پرې انکار کوي چې دوی د هغه عبادت نه کوي او یا له هغه سره د نورو عبادت کوي. الله تعالی فرمايلي: {وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ فَأَنَّى يُؤْفَكُون او قسم دى كه ته له دوى نه پوښتنه وكړې چې آسمانونه او ځمكه چا پیدا كړي دي او (چا) لمر او سپوږمۍ مسخر كړي دي؟ دوى به خامخا ضرور ووايي چې الله (پیدا كړي او مسخر كړي دي)، نو څرنګه دوى ګرځولى شي؟ اللَّهُ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاء مِنْ عِبَادِهِ وَيَقْدِرُ لَهُ إِنَّ اللَّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيم * (الله چې په خپلو بنده ګانو كې چا لره وغواړي؛ رزق پراخوي او په هغه يې تنګوي، بېشكه الله په هر شي ښه عالم دی. وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّن نَّزَّلَ مِنَ السَّمَاء مَاء فَأَحْيَا بِهِ الأَرْضَ مِن بَعْدِ مَوْتِهَا لَيَقُولُنَّ اللَّهُ قُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لاَ يَعْقِلُون} او قسم دى كه ته له دوى نه پوښتنه وكړې چې چا له اسمان نه اوبه نازلې كړې دي، بيا يې په هغو سره ځمكه د هغې له مرګ نه پس ژوندۍ كړې ده؟ (نو) خامخا ضرور به دوى ووايي چې الله (دا كار كړى دى) ته ووایه: ټول د كمال صفتونه خاص د الله لپاره دي بلكې د دوى اكثره عقل نه لري) [العنكبوت سورت: 61 - 63 آیتونه]، او الله تعالی فرمایلي: {وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ لَيَقُولُنَّ خَلَقَهُنَّ الْعَزِيزُ الْعَلِيم} (او قسم دى كه ته له دوى نه پوښتنه وكړې چې اسمانونه او ځمكه چا پیدا كړي دي (، نو) دوى به خامخا لازمًا ووايي چې دغه ډېر غالب، ډېر پوه ذات پیدا كړي دي). الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الأَرْضَ مَهْدًا وَجَعَلَ لَكُمْ فِيهَا سُبُلاً لَّعَلَّكُمْ تَهْتَدُون * (هغه چې ستاسو لپاره يې ځمكه فرش ګرځولې ده او ستاسو لپاره يې په دې كې لارې پیدا كړي دي، د دې لپاره چې نېغه لار ومومئ. وَالَّذِي نَزَّلَ مِنَ السَّمَاء مَاء بِقَدَرٍ فَأَنشَرْنَا بِهِ بَلْدَةً مَّيْتًا كَذَلِكَ تُخْرَجُون * او هغه ذات چې له بره نه يې اوبه په اندازې سره نازلې كړې دي، پس په دغو سره مونږ مړ ښار راژوندى كړى دى، همداسې به تاسو راوېستلى شئ. وَالَّذِي خَلَقَ الأَزْوَاجَ كُلَّهَا وَجَعَلَ لَكُم مِّنَ الْفُلْكِ وَالأَنْعَامِ مَا تَرْكَبُون} او هغه ذات چې ټول قسمونه (انواع) يې پیدا كړي دي او ستاسو لپاره يې له بېړیو او څارویو نه هغه پیدا كړي دي چې تاسو پرې سورېږئ). [الزخرف سورت: 9-12 آیتونه].
او په خپلو بندګانو یې پر دې حجت قائم کړی چې په خپلو نعمتونو یې پرې اقرار کړی، هغه څه چې پر دوی د نعمت پیدا کوونکي او لوروونکي عبادت فرض کوي، نو الله پاک فرمایلي دي: {قُلْ مَن يَرْزُقُكُم مِّنَ السَّمَاء وَالأَرْضِ أَمَّن يَمْلِكُ السَّمْعَ والأَبْصَارَ وَمَن يُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَيُخْرِجُ الْمَيَّتَ مِنَ الْحَيِّ وَمَن يُدَبِّرُ الأَمْرَ فَسَيَقُولُونَ اللّهُ فَقُلْ أَفَلاَ تَتَّقُون * (ته ووایه: تاسو ته له آسمان او ځمكې نه روزي څوك دركوي؟ یا د غوږونو او سترګو مالك څوك دى اوڅوك ژوندى له مړي راوباسي او مړى له ژوندي راوباسي او څوك د كارونو تدبیر كوي؟ نو یقینًا دوى به وايي چې الله دى، (نو ته ووايه:) آیا نو تاسو نه وېرېږئ)! { فَذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمُ الْحَقُّ فَمَاذَا بَعْدَ الْحَقِّ إِلَّا الضَّلَالُ فَأَنَّى تُصْرَفُونَ} (نو دغه الله ستاسو په حقه رب دى، نو له حق نه بعد نشته مګر ګمراهي، نو تاسو كوم طرف ته ګرځولى شئ). [يونس سوت: 31، 32 آیتونه].
او ډیری وختونه الله تعالی په قرآن کریم کې په خپلو بنده ګانو د خپل ربوبیت په آیتونو استدلال کوي، له کومو څخه چې د هغه پاک ذات عبادت لازمیږي، او دا چې د دې کائناتي لویو نښانو پیدا کوونکی یوازی هم هغه پاک الله دی او لکه څرنګه چې له هغه سره بل خالق نشته، نو نه ښایې چې د بل چا عبادت دې ورسره وکړای شی، لدې امله یې دا آیتونه په خپلې دې وینا سره پای ته ورسول: {أَإِلَهٌ مَّعَ اللَّهِ} یعنې آیا د الله سره بل معبود شته چې دا کارونه وکړي، چې هغه د الله تعالی دا وینا ده، {أَمَّنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَأَنزَلَ لَكُم مِّنَ السَّمَاء مَاء فَأَنبَتْنَا بِهِ حَدَائِقَ ذَاتَ بَهْجَةٍ مَّا كَانَ لَكُمْ أَن تُنبِتُوا شَجَرَهَا أَإِلَهٌ مَّعَ اللَّهِ بَلْ هُمْ قَوْمٌ يَعْدِلُون* (بلكې هغه ذات (بهتر دى) چې آسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي او ستاسو لپاره يې له بره نه اوبه نازلې كړې دي، نو هم مونږ په هغو سره د رونق (او ښايست) والا باغونه زرغون كړل، ستاسو لپاره دا طاقت نشته چې تاسو د هغو (باغونو) ونې زرغونې كړئ، آیا له الله سره بل معبود شته؟ بلكې دوى یو داسې قوم دى چې (له الله سره د نورو) برابري كوي. أَمَّن جَعَلَ الأَرْضَ قَرَارًا وَجَعَلَ خِلاَلَهَا أَنْهَارًا وَجَعَلَ لَهَا رَوَاسِيَ وَجَعَلَ بَيْنَ الْبَحْرَيْنِ حَاجِزًا أَإِلَهٌ مَّعَ اللَّهِ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لاَ يَعْلَمُون* بلكې هغه ذات (غوره دى) چې ځمكه يې د قرار (او ارام) ځاى جوړه كړې ده او د هغې په مینځ كې يې نهرونه جوړ كړي دي او د دې لپاره يې پاخه لوړ غرونه پیدا كړي دي، او د دوو سمندرونو په مینځ كې يې پرده پیدا كړې ده، ایا له الله سره بل معبود شته؟ بلكې د دوى اكثره نه پوهېږي. أَمَّن يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ السُّوءَ وَيَجْعَلُكُمْ خُلَفَاء الأَرْضِ أَإِلَهٌ مَّعَ اللَّهِ قَلِيلاً مَّا تَذَكَّرُون* بلكې هغه ذات (غوره دى) چې د مجبور ( او عاجز) سوال قبلوي، كله چې دغه (الله) وبلي او هغه تكلیف (او سختي) لرې كوي او تاسو د ځمكې خلیفه ګان جوړوي، ایا له الله سره بل معبود شته؟ تاسو ډېر لږ شانته نصیحت قبلوئ أَمَّن يَهْدِيكُمْ فِي ظُلُمَاتِ الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَمَن يُرْسِلُ الرِّيَاحَ بُشْرًا بَيْنَ يَدَيْ رَحْمَتِهِ أَإِلَهٌ مَّعَ اللَّهِ تَعَالَى اللَّهُ عَمَّا يُشْرِكُون* بلكې هغه ذات (غوره دى) چې تاسو ته د وچې او سمندر په تیارو كې لاره ښیي او هغه ذات چې له خپل رحمت نه مخكې هواګانې لېږي، چې زېرى وركوونكې وي، آیا له الله سره بل معبود شته؟ الله ډېر اوچت دى له هغو شیانو نه چې دوى يې (له الله سره) شریكوي. [النمل سورت: 60-63 آیتونه].
او کله یې چې په سورة الروم کې د لویو مخلوقاتو څخه یادونه وکړه چې د هغه په ربوبیت دلالت کوي او له هغه څخه یې الوهیت لازمیږي، او هغه د الله پاک دا وینا ده: وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَكُم مِّن تُرَابٍ ثُمَّ إِذَا أَنتُم بَشَرٌ تَنتَشِرُون * (او یوه د هغه له نښو ځنې دا ده چې تاسو يې له خاورې پیدا كړئ، بیا ناڅاپه تاسو بشر وئ چې خورېدلئ. وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُون * او د هغه له نښو ځنې دا دي چې ستاسو لپاره يې ستاسو له نفسونو څخه جوړې پيدا كړې، د دې لپاره چې تاسو هغو ته (په مايله كېدو سره) سكون حاصل كړئ او هغه ستاسو په مینځ كې مینه او مهرباني پیدا كړه، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دي د هغه قوم لپاره چې ښه فكر كوي. وَمِنْ آيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاخْتِلاَفُ أَلْسِنَتِكُمْ وَأَلْوَانِكُمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّلْعَالِمِين * او د هغه له نښو ځنې د آسمانونو او ځمكې پیدا كول دي او ستاسو د ژبو او ستاسو د رنګونو اختلاف (بېل والى) دى، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دي د عالمانو (پوهانو) لپاره. وَمِنْ آيَاتِهِ مَنَامُكُم بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَابْتِغَاؤُكُم مِّن فَضْلِهِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَسْمَعُون * او د هغه له نښو نه ستاسو خوب دى، په شپه او ورځ كې او ستاسو لټول دي د هغه له فضله، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دي د هغه قوم لپاره چې اوري. وَمِنْ آيَاتِهِ يُرِيكُمُ الْبَرْقَ خَوْفًا وَطَمَعًا وَيُنَزِّلُ مِنَ السَّمَاء مَاء فَيُحْيِي بِهِ الأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُون* او د هغه له نښو ځنې (دا) دي چې هغه تاسو ته برېښنا د وېرې او طمعې لپاره ښیي او له بره نه اوبه نازلوي، بیا په دغو (اوبو) سره ځمكه راژوندۍ كوي، د هغې له مرګ نه وروسته، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دي د هغه قوم لپاره چې له عقل نه كار اخلي. وَمِنْ آيَاتِهِ أَن تَقُومَ السَّمَاء وَالأَرْضُ بِأَمْرِهِ ثُمَّ إِذَا دَعَاكُمْ دَعْوَةً مِّنَ الأَرْضِ إِذَا أَنتُمْ تَخْرُجُون* او د هغه له نښو څخه (دا) دي چې اسمان او ځمكه د هغه په حكم سره ولاړ دي، بیا چې كله هغه تاسو راوبلي، یوځل بلل، له ځمكې نه، (نو) ناڅاپه به تاسو (ژوندي) راوځئ. وَلَهُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ كُلٌّ لَّهُ قَانِتُون * وَهُوَ الَّذِي يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ وَهُوَ أَهْوَنُ عَلَيْهِ وَلَهُ الْمَثَلُ الأَعْلَى فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيم* او خاص د هغه لپاره دي هغه څوك چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، (دغه) ټول د همده اطاعت كوونكي دي* او دى همغه ذات دى چې مخلوق اول ځلې پیدا كوي، بیا به دغه دوباره راژوندي كوي او دغه (بیا راژوندي كول) هغه (الله) ته ډېر اسان دي او خاص هغه لره تر ټولو لوړ شان (او صفت) دى په اسمانونو اوځمكه كې او هغه ښه غالب، ښه حكمت والا دى. ضَرَبَ لَكُم مَّثَلاً مِنْ أَنفُسِكُمْ هَل لَّكُم مِّن مَّا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُم مِّن شُرَكَاء فِي مَا رَزَقْنَاكُمْ فَأَنتُمْ فِيهِ سَوَاء تَخَافُونَهُمْ كَخِيفَتِكُمْ أَنفُسَكُمْ كَذَلِكَ نُفَصِّلُ الآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْقِلُون* هغه (الله) تاسو ته ستاسو له ځانونو نه یو مثال بیانوي (هغه دا چې) آیا تاسو لپاره ستاسو له مریانو څخه په هغه (مال) كې چې مونږ تاسو ته دركړى دى، څوك شریكان شته؟ نو چې تاسو (ټول) په هغه (مال) كې سره برابر يئ چې تاسو له دوى نه داسې وېرېږئ لكه ستاسو وېره كول له خپلو ځانونو (ازادو شریكانو) نه، همداسې مونږ آیتونه په تفصیل سره بیانوو، د هغه قوم لپاره چې له عقل نه كار اخلي. بَلِ اتَّبَعَ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَهْوَاءهُم بِغَيْرِ عِلْمٍ فَمَن يَهْدِي مَنْ أَضَلَّ اللَّهُ وَمَا لَهُم مِّن نَّاصِرِين} بلكې هغو كسانو چې ظلم يې كړى دى، بې له علمه د خپلو خواهشاتو پيروي وكړه، نو هغه چا ته به څوك هدایت وكړي چې الله ګمراه كړى دى او د دوى لپاره هېڅ مدد كوونكي نشته) [الروم سورت: 20-29 آیتونه]. - الله تعالی - لدې آیتونو څخه هر یو په {وَمِنْ آيَاتِهِ} سره پرانست چې معنا یې ده: له هغو کائناتي دلیلونو څخه چې د هغه په ربوبیت دلالت کوي او الوهیت یې ترې لازمیږي؛ هغه آیتونه دي چې یاد یې کړل، بیا یې ورپسې د دې متل په یادولو سره تعقیب کړ چې الله تعالی د هغه چا په اړه وړاندې کړی دی چې د هغه له مخلوقاتو څخه یې کوم شی له هغه سره برابر ګڼلی فرمایي: "آیا ستاسو څخه یو څوک خپل غلام د ځان سره په خپله او د خپلې ښځې په بستره کې یو ځای کولی شي؟ په همدې ډول الله تعالی هم دی، نه خوښوي چې له مخلوقاتو څخه دې څوک ورسره برابر وګڼل شي» (دا خبره) قتاده کړې. (تفسير الطبري (20/95). بیا یې پدې سره پای ته ورسول چې سالم فطرت یوازې د هغه پاک ذات د عبادت تقاضا کوي، لدې امله یې فرمایلي دي: {فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا فِطْرَةَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لاَ تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُون} [(تاسو لازم ونیسئ) د الله هغه فطرت لره چې په هغه يې خلق پیدا كړي دي، د الله تخلیق لره هېڅ بدلون نشته همدغه سم (نېغ) دین دى، او لېكن د خلقو اكثریت نه پوهېږي]. [الروم سورت: 30 آیت].
او الله -جل جلاله- په خپل وحدانیت شاهدي ورکوونکي دلیلونه په بېلابیل ډول وړاندې کړل،تر څو پرې حجت قائم کړي، او لاره پرې روښانه کړي؛ تر څو د خلکو لپاره په الله تعالی کوم دلیل پاتې نه شي، او لکه څرنګه چې الله - تعالی - په پریکنده او روښانه دلایلو سره په خلکو حجت قائم کړ، او حیرانوونکي دلیلونه یې په خپل وحدانیت باندې وړاندې کړل، مثالونه یې هم پیش کړل، او حق یې بیان کړ، الله تعالی جل جلاله فرمایلي: {وَضَرَبَ اللّهُ مَثَلاً رَّجُلَيْنِ أَحَدُهُمَا أَبْكَمُ لاَ يَقْدِرُ عَلَىَ شَيْءٍ وَهُوَ كَلٌّ عَلَى مَوْلاهُ أَيْنَمَا يُوَجِّههُّ لاَ يَأْتِ بِخَيْرٍ هَلْ يَسْتَوِي هُوَ وَمَن يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَهُوَ عَلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيم} (او الله یو مثال بیانوي چې دوه سړي دي، په دواړو كې یو ګونګى دى، پر هېڅ شي قدرت نه لري، په داسې حال كې چې هغه په خپل بادار باندې بار (بوج) دى، چې چېرته يې هم ولېږي هېڅ خیر نه راوړي، آیا برابرېږي دغه كس او هغه څوك چې په انصاف سره حكم كوي او هغه په نېغې لارې باندې قايم دى) [النحل سورت: 76 آیت]، ابن جریر د دې آیت د تفسیر پر مهال فرمایلي: او دا مثال الله - تعالی - د خپل نفس او هغه معبودانو په اړه وړاندې کړی دی چې له هغه پرته یې عبادت کیږي: {وَضَرَبَ اللّهُ مَثَلاً رَّجُلَيْنِ أَحَدُهُمَا أَبْكَمُ لاَ يَقْدِرُ عَلَىَ شَيْءٍ} {او الله یو مثال بیانوي چې دوه سړي دي، په دواړو كې یو ګونګى دى، پر هېڅ شي قدرت نه لري} او موخه یې ورڅخه دلته هغه بت دی چې هیڅ نه اوري او نه خبرې کولای شي؛ ځکه چې هغه خو یا له توږل شوي لرګي څخه جوړ شوی، او یا له جوړې شوې وسپنې څخه، او هغه چاته چې خدمت یې کوي د ګټې رسولو توان نه لري، او نه ورڅخه ضرر لرې کولی شي، او هغه په خپل خاوند باندې بوج دی، فرمایي: نو - هغه معیوب سړی - د تره زامنو او نورو خپلوانو او هغه څوک یې چې سرپرستي کوي محتاج دی؛ ځکه اړتیا لري چې څوک یې واخلي، یا یې یو ځای کې کینوي او خدمت یې وکړي، لکه د ګونګي په څېر چې هیڅ نه شي کولای نو هغه یې په سرپرستانو؛ د تره زامنو او نورو په اوږو بار دی {أَيْنَمَا يُوَجِّههُّ لاَ يَأْتِ بِخَيْرٍ} چېرته يې چې ولېږي هېڅ خیر نه راوړي، فرمایي: هر چیرته یې چې مخ کړې خیر نه راوړي؛ ځکه هغه نه پوهیږي چې څه ورته ویل کیږی، او څه چې غواړي نه شي کولای نورو ته یې ووایي: نو نه خپله پوهیږي او نه څوک پوهولی شي، همدا رنګه بت هم دی، څه چې ورته ویل کیږي درک کولای یې نه شي، نو د هغه د کارونو لپاره په یو بل چا امر کیږي چې ورته یې تر سره کړي، ځکه خبرې نه شي کولای چې امر او نهي وکړي، الله تعالی فرمایلي: {هَلْ يَسْتَوِي هُوَ وَمَن يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ} ووایه آیا هغه؛ او هغه څوک سره برابر دي چې په عدالت امر کوي یعنې آیا دغه ګونګی او د خپل خاوند د اوږو بار چې هرې خوا ولیږل شي او هیڅ ښېګڼه نه راوړي او هغه څوک چې ناطق دی او خبرې کوي، په حق امر کوي، بلنه ورته کوي، او هغه الله قهار ذات دی، هغه ذات چې خپلو بنده ګانو ته د توحید او د هغه د پیروۍ بلنه ورکوي ؟ فرمایی: برابر ندی هغه متعال ذات د هغه بت سره چې صفت یې بیان شو. (تفسير الطبري (17/262).
او الله -تعالی- د باطل معبود او حق معبود لپاره مثال وړاندې کړی دی، لکه څرنګه چې مجاهد فرمایلي دي: (تفسير الطبري (21/285). حق ذات سبحانه وتعالی فرمایلي دي: {ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلاً رَّجُلاً فِيهِ شُرَكَاء مُتَشَاكِسُونَ وَرَجُلاً سَلَمًا لِّرَجُلٍ هَلْ يَسْتَوِيَانِ مَثَلاً الْحَمْدُ لِلَّهِ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لاَ يَعْلَمُون} (الله یو مثال بیانوي، یو (غلام) سړى دى، په ده كې بد خویه په خپل مینځ كې ناسازه كسان شریكان دي او بل (غلام) سړى دى چې سالم (او پوره) د یو سړي دى، ایا دغه دواړه په حال كې سره برابر دي؟ ټول د كمال صفتونه خاص د الله لپاره دي بلكې د دوى اكثره نه پوهېږي) [الزمر سورت: 29 ایت].
او دا کار- یعنې الله تعالی ته په یووالي اقرار او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په پیغمبرۍ ګواهي - هغه څه دي چې الله تعالی د وینو او نفسونو د ساتلو لپاره حد ټاکلی دی، الله تعالی فرمایلي: {فَإِذَا انسَلَخَ الأَشْهُرُ الْحُرُمُ فَاقْتُلُواْ الْمُشْرِكِينَ حَيْثُ وَجَدتُّمُوهُمْ وَخُذُوهُمْ وَاحْصُرُوهُمْ وَاقْعُدُواْ لَهُمْ كُلَّ مَرْصَدٍ فَإِن تَابُواْ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ وَآتَوُاْ الزَّكَاةَ فَخَلُّواْ سَبِيلَهُمْ} (نو كله چې حرامې (د عزت) میاشتې تېرې شي، بیا نو تاسو دغه مشركان وژنئ چېرته چې تاسو هغوى ومومئ او دوى نیسئ او د دوى محاصَره كوئ او د دوى لپاره په هر كمین ځاى كې كېنئ، نو كه دوى توبه وباسي او لمونځ قايم كړي او زكات ادا كړي، بیا نو تاسو د دوى لاره خوشې كړئ). [التوبة سورت: 5 آیت]، او الله پاک فرمایلي دي: {فَإِن تَابُواْ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ وَآتَوُاْ الزَّكَاةَ فَإِخْوَانُكُمْ فِي الدِّينِ} (نو كه دوى توبه وباسي او لمونځ قايم كړي او زكات ادا كړي، نو بیا ستاسو وروڼه دي په دین كې). [التوبة سورت: 11 آیت]، او له ابن عمر - رضي الله عنهما - څخه روایت دی چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي: «أُمِرْتُ أَنْ أُقَاتِلَ النَّاسَ حَتَّى يَشْهَدُوا أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ، وَيُقِيمُوا الصَّلَاةَ، وَيُؤْتُوا الزَّكَاةَ، فَإِذَا فَعَلُوا ذَلِكَ عَصَمُوا مِنِّي دِمَاءَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ إِلَّا بِحَقِّ الإِسْلَامِ، وَحِسَابُهُمْ عَلَى اللَّهِ». «ماته امر شوی چې خلکو سره تر هغه وجنګیږم تر څو د دې خبرې ګواهي ورکړي چې له الله پرته بل بر حق معبود نشته او پر دې چې محمد د الله رسول دی، لمونځ قایم کړي، زکات ورکړي، کله یې چې - دا کارونه - وکړل نو زما څخه یې وینې او مالونه په امن کې شول مګر د اسلام لپاره، او حساب یې پر الله تعالی دی». (بخاري (1399، 7284)، مسلم (20)، ابوداود (1556)، ترمذي (2607) او نسائي (2443) روایت کړی دی.
او د دې ایمان لپاره بسنه نه کوي چې یوازې په زړه کې وي، بلکه خامخا پرې باید ژبه تلفظ وکړي، لدې امله پیغمبر - صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «أُمِرْتُ أَنْ أُقَاتِلَ النَّاسَ حَتَّى يَقُولُوا: لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ». «ماته امر شوی چې خلکو سره تر هغه وجنګیږم تر څو د دې خبرې ګواهي ورکړي چې له الله پرته بل بر حق معبود نشته». (بخاري (25) او مسلم (22) روایت کړی دی. او تر هغه پورې ایمان ريښتیا کیدلی نه شي تر څو چې اندامونه پرې عمل ونه کړي، حق ذات فرمایلي او د هغه وینا حق ده: {إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ آيَاتُهُ زَادَتْهُمْ إِيمَانًا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُون* (بېشكه خبره همدا ده چې مومنان هغه خلک دي، چې كله الله یاد كړى شي، نو د دوى زړونه ووېرېږي او كله چې دوى ته د هغه (الله) آیتونه تلاوت كړى شي (، نو) دغه (آیتونه) دوى ته ایمان ورزیات كړي او خاص په خپل رب باندې دوى توكل كوي. الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُون* هغه كسان چې لمونځ قايموي او له هغه (مال) نه چې مونږ دوى ته وركړى دى، څه حصه خرچ كوي. أُوْلَـئِكَ هُمُ الْمُؤْمِنُونَ حَقًّا}. همدغه خلق په حقه مومنان دي) [الأنفال سورت: 2-4 آیتونه]، او الله تعالی فرماېلي دي: {لَّيْسَ الْبِرَّ أَن تُوَلُّواْ وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلَـكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَالْمَلآئِكَةِ وَالْكِتَابِ وَالنَّبِيِّينَ وَآتَى الْمَالَ عَلَى حُبِّهِ ذَوِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَالسَّآئِلِينَ وَفِي الرِّقَابِ وَأَقَامَ الصَّلاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَالْمُوفُونَ بِعَهْدِهِمْ إِذَا عَاهَدُواْ وَالصَّابِرِينَ فِي الْبَأْسَاء والضَّرَّاء وَحِينَ الْبَأْسِ أُولَـئِكَ الَّذِينَ صَدَقُوا وَأُولَـئِكَ هُمُ الْمُتَّقُون} (نېكي دا نه ده چې خپل مخونه د مشرق او مغرب په طرف وګرځوئ، او لېكن نېكي (د هغه چا) ده چې پر الله او پر ورځ د اخرت او پر ملايكو او پر كتابونو او پر نبیانو يې ایمان راوړى دى او د هغه په مینه (كې) خپلوانو او یتیمانو او مسكینانو او مسافرو او سوالګرو ته مال وركوي او په (ازادولو د) څټونو كې (يې لګوي) او لمونځ قايموي او زكات وركوي او د خپلو وعدو پوره كوونكي وي كله چې وعده وكړي، (خصوصًا) په سختۍ او تكلیف كې او د جنګ په وخت كې صبر كوونكي دي، دا هغه خلق دي چې رښتیني دي او همدغه خلق متقیان دي) [البقرة سورت: 177 آیت].
او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «مَنْ رَأَى مِنْكُمْ مُنْكَرًا فَلْيُغَيِّرْهُ بِيَدِهِ، فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِلِسَانِهِ، فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِقَلْبِهِ، وَذَلِكَ أَضْعَفُ الْإِيمَانِ»، «چا چې له تاسو څخه ناروا کړنه ولیده نو په لاس سره دې منع کړي، که چیرته یې نشو کولای نو په ژبې سره او که چېرته یې نشو کولای نو په زړه سره او دا تر ټولو کمزوری ایمان دی»، (مسلم (49)، ابو داود (1140)، ترمذي (2172)، نسائي (5008) او ابن ماجه (1275) روایت کړی دی. نو دا حدیث پر دې دلالت کوي چې ایمان په زړه کې تفاوت لري.
او په الله - تعالی - باندې د ایمان لرلو سره په طاغوت کافریدل حتمي - خبره - ده، الله تعالی فرمایلي: (ِ فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِن بِاللّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَىَ لاَ انفِصَامَ لَهَا) (نو چا چې له طاغوت (شیطان، بت) نه انکار وکړ او په الله یې اېمان راوړ، نو یقېنا ده ډېره مضبوطه کړۍ ټېنګه ونېوله، چې هغې لره هېڅ پرېکېدل نشته، او الله اوریدونکی او پوه دی) [البقرة سورت: 256 آیت]، او له شرک او مشرکانو څخه بیزاري، نو تر هغه موحد نه شي جوړیدلای تر څو چې له شرک او مشرکانو څخه بې زاره نه شي، الله - جل جلاله - فرمایلي: {وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ لأَبِيهِ وَقَوْمِهِ إِنَّنِي بَرَاء مِّمَّا تَعْبُدُون} (او (یاد كړه) هغه وخت چې ابراهیم خپل پلار او خپل قوم ته وویل: بېشكه زه له هغو (معبودانو) نه بېزاره یم چې تاسو يې عبادت كوئ) [الزخرف سورت: 26 آیت].
او پدې ایمان کې بنده باید الله رب العالمین ته مخلص وي، الله - تعالی - فرمایلي دي: (هُوَ الْحَيُّ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ فَادْعُوهُ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ ۗ الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ) (هم دى (تل) ژوندى دى، نشته هېڅ حق معبود مګر هم دى دى، نو تاسو دا بلئ، په داسې حال كې چې هم ده لره د دین خالص كوونكي یئ، ټول د كمال صفتونه خاص د الله رب العالمین لپاره دي) [غافر سورت: 65 آیت]، او الله پاک فرمایلي: {وَمَا أُمِرُوا إِلاَّ لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاء} (حال دا چې دوى ته حكم نه و وركړى شوى مګر په دې چې دوى دې د الله عبادت كوي، په داسې حال كې چې دین (عبادت) دغه (الله) لره خالص كوونكي وي (او) حنیفان (له باطله حق ته راګرځېدونكي) وي). [البينة سورت: 5 آیت]، وعن أبي هريرة رضي الله عنه أَنَّهُ قَالَ: قِيلَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، مَنْ أَسْعَدُ النَّاسِ بِشَفَاعَتِكَ يَوْمَ القِيَـامَةِ؟ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم: «لَقَدْ ظَنَنْتُ -يَا أَبَا هُرَيْرَةَ- أَلَّا يَسْأَلُنِي عَنْ هَذَا الحَدِيثِ أَحَدٌ أَوَّلُ مِنْكَ؛ لِمَا رَأَيْتُ مِنْ حِرْصِكَ عَلَى الحَدِيثِ، أَسْعَدُ النَّاسِ بِشَفَاعَتِي يَوْمَ القِيَامَةِ، مَنْ قَالَ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ خَالِصًا مِنْ قَلْبِهِ، أَوْ نَفْسِهِ». او له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایي: وویل شول چې: ای د الله رسوله! د قیامت په ورځ ستا په شفاعت نیکمرغه انسان څوک دی ؟ رسول الله - صلی الله علیه وسلم - وفرمایل: « ای ابو هریرة ! یقینا ما فکر کړی و چې ستا څخه پرته به هیڅوک راڅخه د دې حدیث په اړه لومړۍ پوښتنه نه کوي، په احادیثو د زیات حرص له امله چې په تا کې مې لیدلی دی، نو زما په شفاعت نیمکرغه خلک به د قیامت په ورځ هغه څوک وي چې د نفس او زړه له اخلاصه یې ( لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ ) ویلي وي». (بخاري (99، 6570) روایت کړی دی).
او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «فَإِنَّ اللَّهَ قَدْ حَرَّمَ عَلَى النَّارِ مَنْ قَالَ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، يَبْتَغِي بِذَلِكَ وَجْهَ اللَّهِ». «یقینا الله - تعالی - په اور باندې هغه څوک حرام کړي دي چې: لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، یې ویلي وي او پدې سره د الله مخ غواړي». (بخاري (۴۲۵)، مسلم (۳۳)، نسائي (۷۸۸) او ابن ماجه (۷۵۴) روایت کړی دی).
او دا چې یقیني وي نه شکمن، سپیڅلي حق ذات فرمایلي: {إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ لَمْ يَرْتَابُوا } [الحجرات:15]. (بېشكه مومنان خو هغه كسان دي چې په الله او د هغه په رسول يې ایمان راوړى، بیا يې شك نه دى كړى). [الحجرات سورت: 15 آیت]، او الله تعالی د هغه کافر په اړه خبر ورکوي چې باغ یې درلوده چې هغه ویلي دي: {وَمَا أَظُنُّ السَّاعَةَ قَائِمَةً وَلَئِن رُّدِدتُّ إِلَى رَبِّي لأَجِدَنَّ خَيْرًا مِّنْهَا مُنقَلَبًا} (او زه ګمان نه كوم چې قیامت قايمېدونكى دى او قسم دى كه (بالفرض) زه خپل رب ته بوتلى شوم، نو خامخا هرومرو به زه له دې (باغ) نه غوره د بېرته ورتلو ځاى ومومم). [الكهف سورت: 36 آیت].
او دا چې ایمان یې له پوهې څخه وي، نو د ایمان په حقیقت او غوښتنو پوهیږي او هغه څه یې چې ضد دي، الله تعالی فرمایلي: ﴿فَاعْلَمْ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ ...﴾ (نو ته پوهه شه چې بېشکه شان دا دى چې د عبادت هېڅ لايق نشته مګر الله دى). [محمد سورت: 19 آیت].
او باید د علم او اخلاص سره هغه څه ومني چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې راتګ کړی او هغه څه چې ایمان یې په ضمن کې لري، او د {لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ} کلمې پرې دلالت کړی وي چې هغه یوازې د یو الله عبادت او له هغه پرته د نورو د عبادت پرېښودل دي نو چا چې - دا کلمه - وویله: او یوازې د یو الله عبادت یې ونه مانه، نو له هغه چا څخه به وي چې الله تعالی يې په اړه فرمایلي: {إِنَّهُمْ كَانُوا إِذَا قِيلَ لَهُمْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ يَسْتَكْبِرُون* (بېشكه دوى (داسې) وو چې كله به دوى ته وویل شول چې له الله نه غیر هېڅ لايق د عبادت نشته (،نو) دوى به تكبر كاوه. وَيَقُولُونَ أَئِنَّا لَتَارِكُوا آلِهَتِنَا لِشَاعِرٍ مَّجْنُون} او دوى وايي چې آیا یقینًا مونږ په رښتیا سره د یو لېوني شاعر له وجې نه خپل معبودان (باطله) پرېښودونكي یو) [الصافات سورت: 35، 36 آیتونه].
او دا چې غاړه کیږدي او پیروي وکړي، الله تعالی فرمایلي: {وَمَن يُسْلِمْ وَجْهَهُ إِلَى اللَّهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَى} (او هغه څوك چې خپل مخ الله ته وسپاري، په داسې حال كې چې نېكي كوونكى وي، نو یقینًا ده په ډېرې مضبوطې كړۍ باندې منګولې ښخې كړي دي). [لقمان سورت: 22 آیت].
او دا چې په وینا، کړنه او عقیده کې ریښتونی وي، تر څو هغه څه تر لاسه کړي چې نبي کریم - صلی الله علیه وسلم - پرې په خپلې دې وینا سره خبر ورکړی: «مَا مِنْ أَحَدٍ يَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ، صِدْقًا مِنْ قَلْبِهِ، إِلَّا حَرَّمَهُ اللَّهُ عَلَى النَّارِ». «هیڅ یو مسلمان نشته چې د (أشهد أن لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ ) ګواهي د زړه له اخلاصه ورکړي مګر دا چې الله تعالی به يې په اور باندې حرام کړي». (بخاري (128) او مسلم (32) روایت کړی دی.
او دا چې د دې دین سره مینه او محبت ولري، او هغه چا چې قانوني کړی دی، او هغه چا چې پرې راتګ کړی، او هغه چا چې د دین په حیث منلی، الله تعالی فرمایلي: (وَمِنَ النَّاسِ مَن يَتَّخِذُ مِن دُونِ اللَّهِ أَندَادًا يُحِبُّونَهُمْ كَحُبِّ اللَّهِ ۖ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَشَدُّ حُبًّا لِّلَّهِ ) (او په خلقو كې ځېنې هغه څوک دي چې له الله نه غیر شریكان نیسي، له هغوى سره مینه كوي له الله سره د مینې په شان، او هغه كسان چې ایمان يې راوړي دي؛ له الله سره په مینه كې ډېر سخت (او كلک) دي). [البقرة سورت: 165 آیت]، او رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «لَا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِنْ وَلَدِهِ وَوَالِدِهِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِيْنَ». "په تاسو کې هیڅوک تر هغه وخته مؤمن نشي کیدلی تر څو چې زه ورته د هغه له پلار، زوی او ټولو خلکو څخه ګران نه شم". بخاري (15)، مسلم (44)، نسائي (5013) او ابن ماجه (67) روایت کړی دی. او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «ثَلَاثٌ مَنْ كُنَّ فِيهِ وَجَدَ حَلَاوَةَ الإِيمَانِ: أَنْ يَكُونَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِمَّا سِوَاهُمَا، وَأَنْ يُحِبَّ المرءَ لَا يُحِبُّهُ إِلَّا لِلَّهِ، وَأَنْ يَكْرَهَ أَنْ يَعُودَ فِي الكُفْرِ كَمَا يَكْرَهُ أَنْ يُقْذَفَ فِي النَّارِ». «دري - خویونه - دي چې په چا کې وي نو د ایمان خواږه به ومومي: چې الله او رسول یې ورته له هر څه زیات محبوب وي، او دا چې څوک خوښ ګڼي نو خوښ دې نه ګڼي مګر د الله لپاره، او کفر ته بیرته ورګرځیدل ورته داسې بد ښکاري لکه څرنګه چې خوښ نه ګڼي چې په اور کې دې واچول شي». بخاري (16)، مسلم (43)، ترمذي (2624)،نسائي (4987) او ابن ماجه (4033) روايت کړی دی.
او لکه څرنګه چې الله -تعالی- د ایمان حقیقت، د هغه غوښتنې، او شرطونه بیان کړل، نو پدې سره یې د ضدي مشرکانو شکونه او شبهې له منځه وړي دي او دا - خبره - یې ښکاره کړې ده چې دوی په خپل شرک باندې هیڅ دلیل نه لري؛ ځکه دا معبودان باطله مخلوق دي، بل څوک یې چاري سموي او هیڅ شی نه شي پیدا کولی او دوی په آسمانونو او ځمکه کې د مثقال د یوې ذرې په اندازه هم د څه شي واک نه لري، الله تعالی فرماېلي: {أَيُشْرِكُونَ مَا لَا يَخْلُقُ شَيْئًا وَهُمْ يُخْلَقُونَ} (آیا دوى (له الله سره) هغه شیان شريكوي چې هېڅ شى نشي پیدا كولى، حال دا چې دوى پخپله پیدا کول کیږي). {وَلَا يَسْتَطِيعُونَ لَهُمْ نَصْرًا وَلَا أَنْفُسَهُمْ يَنْصُرُونَ} او نه له دوى سره د څه مدد كولو طاقت لري او نه هم له خپلو ځانونو سره مدد كولى شي. وَإِن تَدْعُوهُمْ إِلَى الْهُدَى لاَ يَتَّبِعُوكُمْ سَوَاء عَلَيْكُمْ أَدَعَوْتُمُوهُمْ أَمْ أَنتُمْ صَامِتُون * او كه چېرې تهٔ دوى هدایت ته راوبلې، دوى به ستاسو پیروي ونه كړي، ستاسو لپاره يو شان ده كه تاسو دوى راوبلئ، یا تاسو خاموشه واوسئ. إِنَّ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِ اللّهِ عِبَادٌ أَمْثَالُكُمْ فَادْعُوهُمْ فَلْيَسْتَجِيبُواْ لَكُمْ إِن كُنتُمْ صَادِقِين * بېشكه هغه خلق چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ، (هغوى) ستاسو په شان بنده ګان دي، نو هغوى راوبلئ، پس هغوى دې ستاسو بلنه قبوله كړي، كه چېرې تاسو رښتیني یئ. أَلَهُمْ أَرْجُلٌ يَمْشُونَ بِهَا أَمْ لَهُمْ أَيْدٍ يَبْطِشُونَ بِهَا أَمْ لَهُمْ أَعْيُنٌ يُبْصِرُونَ بِهَا أَمْ لَهُمْ آذَانٌ يَسْمَعُونَ بِهَا قُلِ ادْعُواْ شُرَكَاءكُمْ ثُمَّ كِيدُونِ فَلاَ تُنظِرُون* آیا د هغوى لپاره پښې دي چې په هغو سره تلل كوي، یا د هغوى لپاره لاسونه دي چې په هغو سره نیول كوي، یا د هغوى لپاره سترګې دي چې په هغو سره لیدل كوي، یا د هغوى لپاره غوږونه دي چې په هغو سره اورېدل كوي؟ ته ووایه: تاسو خپل شریكان راوبلئ، بیا زما په خلاف څه چل (او تدبير) وكړئ، بيا ما ته (هېڅ) مهلت مه راكوئ. إِنَّ وَلِيِّـيَ اللّهُ الَّذِي نَزَّلَ الْكِتَابَ وَهُوَ يَتَوَلَّى الصَّالِحِين * بېشكه زما مددګار هغه الله دى چې كتاب يې نازل كړى دى او هغه د نېكانو مدد او ملګرتيا كوي. وَالَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِهِ لاَ يَسْتَطِيعُونَ نَصْرَكُمْ وَلآ أَنفُسَهُمْ يَنْصُرُون* او هغه خلک چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ، دوى ستاسو د مدد كولو هېڅ وَس نه لري او نه له خپلو ځانونو سره مدد كولى شي. وَإِن تَدْعُوهُمْ إِلَى الْهُدَى لاَ يَسْمَعُواْ وَتَرَاهُمْ يَنظُرُونَ إِلَيْكَ وَهُمْ لاَ يُبْصِرُون} او كه چېرې ته دوى هدایت ته راوبلې (، نو) دوى (ستا بلنه) نه اوري (نه يې قبلوي) او ته به دوى وینې چې (ګويا كې) تا ته ګوري، په داسې حال كې چې دوى لیدل نه كوي) [الأعراف سورت: 191-198 آیتونه]، او الله تعالی فرمایلي: {قُلِ ادْعُوا الَّذِينَ زَعَمْتُم مِّن دُونِ اللَّهِ لاَ يَمْلِكُونَ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلاَ فِي الأَرْضِ وَمَا لَهُمْ فِيهِمَا مِن شِرْكٍ وَمَا لَهُ مِنْهُم مِّن ظَهِير* ته (دې مشرکانو ته) ووایه: تاسو هغه معبودان وبولئ چې تاسو هغه له الله تعالی نه غیر معبودان ګڼلي دي، دوی د یوې ذرې اندازه واک نه لري په اسمانونو کې او نه په ځمکه کې او د دوی لپاره په دغو دواړو کې هېڅ برخه (شرکت) نشته، او نشته دغه الله تعالی ته له دوی نه هېڅ مرستندوی. وَلَا تَنْفَعُ الشَّفَاعَةُ عِنْدَهُ إِلَّا لِمَنْ أَذِنَ لَهُ} او د هغه (الله) په نیز شفاعت نفع نه رسوي مګر د هغه چا لپاره چې هغه (الله) د هغه لپاره اجازت وركړي) [سبأ سورت: 22، 23 آیتونه]، او دې آیت د شرک ټولې اړیکي پرې کړې.
او حق ذات دا - خبره - ښكاره كوي چې دا (د الله سره برابر ګڼل شوي) معبودان؛ چې له الله پرته یې عبادت کیږي، د هغه چا بلنه نه اوري چې څوک یې رابلي، او که يې واوري نو ځواب نه وركوي او د قيامت په ورځ به هغوی د دوی له شرک څخه منکر وي، او ترې به بېزاره وي، حق ذات د لوی سلطنت خاوند فرمایلي: إِن تَدْعُوهُمْ لَا يَسْمَعُوا دُعَاءَكُمْ وَلَوْ سَمِعُوا مَا اسْتَجَابُوا لَكُمْ ۖ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكْفُرُونَ بِشِرْكِكُمْ ۚ وَلَا يُنَبِّئُكَ مِثْلُ خَبِيرٍ (14)) كه تاسو دوى وبولئ، دوى ستاسو بلنه نه اوري او كه چېرې وايې وري، نو دوى ستاسو بلنه قبلولى نه شي او د قیامت په ورځ به دوى ستاسو په شریک جوړولو منكر شي او تا ته (بل څوک) خبر نشي دركولى د ښه خبرداره (الله) په شان). [فاطر سورت: 14 آیت].
لکه څرنګه چې حق ذات بیانوي چې دا باطل معبودان چې له الله پرته یې عبادت کیږي، نه ګټه رسولی شي او نه تاوان، نو له الله پرته څنګه د دوی عبادت کیدلی شي؟!. الله تعالی فرمایلي: {وَاتَّخَذُوا مِن دُونِهِ آلِهَةً لاَّ يَخْلُقُونَ شَيْئًا وَهُمْ يُخْلَقُونَ وَلاَ يَمْلِكُونَ لأَنفُسِهِمْ ضَرًّا وَلاَ نَفْعًا وَلاَ يَمْلِكُونَ مَوْتًا وَلاَ حَيَاةً وَلاَ نُشُورًا} (او دوى (كفارو) له هغه نه غیر نور داسې معبودان نیولي دي چې هېڅ شى نشي پیدا كولى، په داسې حال كې چې دوى پیدا كيدلی شي او دوى د خپلو ځانونو لپاره نه د ضرر مالكان دي او نه د نفعې او نه د مرګ اختیار لري او نه د ژوند او نه د بیا ژوندي كولو) [الفرقان سورت: 3 آیت].
الله - جل جلاله - څرګنده کړې ده چې باطل خدایان خپلو پیروانو ته د رزق ورکولو واک نه لري، الله تعالی فرمايي: {وَيَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللّهِ مَا لاَ يَمْلِكُ لَهُمْ رِزْقًا مِّنَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ شَيْئًا وَلاَ يَسْتَطِيعُون} (او دوى له الله نه غیر د هغو څیزونو عبادت كوي چې د دوى لپاره اختیار نه لري د هېڅ رزق له اسمانونو او ځمكې نه د هېڅ شي او نه دوى طاقت لري). [النحل سورت: 73 آیت]، نو دوی څنګه د هغه چا عبادت کوي چې هیڅ نه لري؛ نه د رزق ورکولو توان لري، او نه د دې چې ګټه او یا ضر ورسوي؟!
هغه پر دوی استدلال وکړ چې کله ورته زیان ورسيږي یا په مصیبت کې ولویږي نو یوازې یو الله ته په دین کې اخلاص کوونکي رجوع کوي او کله یې چې وژغوري، بیرته خپل شرک ته راستانه شي، الله - تعالی - فرمایلي: (فَإِذَا رَكِبُوا فِي الْفُلْكِ دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ فَلَمَّا نَجَّاهُمْ إِلَى الْبَرِّ إِذَا هُمْ يُشْرِكُونَ) (نو كله چې دوى په كښتۍ كې سواره شي (، نو) دوى الله بولي، په داسې حال كې چې خاص هغه لره دین خالص كوونكي وي، نوكله چې هغه (الله) دوى ته وچې ته نجات وركړي (نو) ناڅاپه دوى (له الله سره) شریكان نیسي). [العنكبوت سورت: 65آیت].
او لکه څرنګه چې حق - ذات - د مشرکانو دعوا باطله کړه چې د الله - تعالی - سره یې برابر نا حقه معبودان نیولي وو، ټولې هغه ادعاوې یې هم باطلې کړې چې الله - تعالی - (د ځان لپاره) زوی نیولی، نو هغه پاک ذات وفرمایل: {مَا اتَّخَذَ اللَّهُ مِن وَلَدٍ وَمَا كَانَ مَعَهُ مِنْ إِلَهٍ إِذًا لَّذَهَبَ كُلُّ إِلَهٍ بِمَا خَلَقَ وَلَعَلاَ بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يَصِفُون}. (الله (د ځان لپاره) هېڅ اولاد نیولى نه دى او نه له هغه سره بل هېڅ معبود شته (او كه ورسره وي نو) په دغه وخت كې به خامخا هر اله بېولي وو هغه څه چې پیدا كړي يې وو، او خامخا د دوى ځینو به په ځینو نورو باندې غلبه كوله، پاك دى الله له هغو خبرو نه چې دوى يې بیانوي). [المؤمنون سورت: 91 آیت]، او الله سبحانه وتعالی فرمایلي: {لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلاَّ اللَّهُ لَفَسَدَتَا فَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُون} (كه چېرې په دغو (ځمكه او اسمان) كې له الله نه پرته نور معبودان وى (نو) دواړه به خامخا وران شوي وو، نو الله د عرش مالك، پاك دى له هغو خبرو چې دوى يې بیانوي) [الأنبياء سورت: 22 آیت]. او حق ذات روښانه کړه چې یهودو او نصاراو ادعا کوله چې الله - تعالی - زوی لري، نو حق - ذات - وفرمایل: {وَقَالَتِ الْيَهُودُ عُزَيْرٌ ابْنُ اللّهِ وَقَالَتْ النَّصَارَى الْمَسِيحُ ابْنُ اللّهِ ذَلِكَ قَوْلُهُم بِأَفْوَاهِهِمْ يُضَاهِؤُونَ قَوْلَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن قَبْلُ قَاتَلَهُمُ اللّهُ أَنَّى يُؤْفَكُون} (او یهودیانو وویل: عُزیر د الله زوى دى او نصرانیانو وویل: مسیح د الله زوى دى دا د دوى په خپلو خولو سره وینا ده، دوى د هغو كسانو له خبرې سره مشابهت كوي چې له دوى نه مخكې كافران وو، الله دې دوى هلاك كړي، څنګه (له سمې لارې نه) ګرځولى شي!) [التوبة سورت: 30 آيت]، او الله - تعالی - د دوی عقیده له اصله باطله کړه. ځکه هغه انسان چې خواړه خوري څنګه اله (معبود) کېدلی شي؟! معبود خوراک نه کوي او نه څښاک او نه هغه څه ته اړتیا لري چې انسان یې ورته لري، الله تعالی فرمایلي دي: {مَّا الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ إِلاَّ رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ وَأُمُّهُ صِدِّيقَةٌ كَانَا يَأْكُلاَنِ الطَّعَامَ انظُرْ كَيْفَ نُبَيِّنُ لَهُمُ الآيَاتِ ثُمَّ انظُرْ أَنَّى يُؤْفَكُون}. (نه دى د مریمې زوى مسیح مګر یو رسول دى، یقینًا له ده نه مخكې رسولان تېر شوي دي او د ده مور صِدیقه (ډېره زیاته رښتینې) وه، دې دواړو به طعام خوړلو، ته وګوره مونږ څنګه دوى ته آیتونه بیانوو، بیا ته وګوره دوى كوم طرف ته اړولى شي. قُلْ أَتَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللّهِ مَا لاَ يَمْلِكُ لَكُمْ ضَرًّا وَلاَ نَفْعًا وَاللّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيم} ته ووایه: ایا تاسو له الله نه غیر د هغه شي عبادت كوئ چې ستاسو لپاره نه د نقصان اختیار لري او نه د نفعې او همدا الله ښه اورېدونكى، ښه پوه دى) [المائدة سورت: 75، 76 آیتونه].
او الله تعالی پرښتو ته عبادت کول باطل کړ، او دا یې ښکاره کړه چې دوی - سره له دې چې الله - تعالی - ته نږدې دي - بیا هم هیڅکله د چا سفارش نه شي کولی مګر د هغه له اجازې نه وروسته، نو کله چې د پرښتو دا حال دی، نو څنګه کیدی شي چې له الله تعالی پرته دې - د دې باطلو معبودانو - عبادت وشي. نو زمونږ رب فرمایلي دي: {وَكَم مِّن مَّلَكٍ فِي السَّمَاوَاتِ لاَ تُغْنِي شَفَاعَتُهُمْ شَيْئًا إِلاَّ مِن بَعْدِ أَن يَأْذَنَ اللَّهُ لِمَن يَشَاء وَيَرْضَى} (او په آسمانونو كې څومره ډېر ملايك دي چې د دوى سفارش هېڅ شى نفع نه وركوي مګر وروسته له دې چې الله اجازت وركړي هغه چا ته چې يې وغواړي او (د هغه په شفاعت) راضي شي). [النجم سورت: 26 آیت]، او دوی له خپل رب څخه وېرېږي چې د دوی د پاسه دی، الله تعالی فرمايي: {وَلِلّهِ يَسْجُدُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ مِن دَآبَّةٍ وَالْمَلآئِكَةُ وَهُمْ لاَ يَسْتَكْبِرُون* (او خاص د الله لپاره سجده كوي هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي؛ له خوځنده څیزونو څخه او ملايك هم، په داسې حال كې چې دوى تكبر نه كوي. يَخَافُونَ رَبَّهُم مِّن فَوْقِهِمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُون} دوى له خپل رب څخه وېرېږي چې د دوى له پاسه دى او دوى كوي هغه څه چې دوى ته یې حكم کیږي). [النحل سورت: 49، 50 آیتونه]، لوى الله - تعالی - فرمايلي: {لَّن يَسْتَنكِفَ الْمَسِيحُ أَن يَكُونَ عَبْداً لِّلّهِ وَلاَ الْمَلآئِكَةُ الْمُقَرَّبُونَ وَمَن يَسْتَنكِفْ عَنْ عِبَادَتِهِ وَيَسْتَكْبِرْ فَسَيَحْشُرُهُمْ إِلَيهِ جَمِيعًا} (هیڅكله به هم مسیح (دا د ځان لپاره) عار ونه ګڼي چې هغه دې د الله بنده وي او نه ملايك (دغه عار ګڼي) چې مقرب دي او څوك چې د هغه عبادت كول (د ځان لپاره) عار ګڼي او لويي كوي، نو ژر به هغه (الله) دوى خپل طرف ته ټول راجمع كړي) [النساء سورت: 172 آیت]، نو کله چې د ملاېکو دا حال دی، نو څنګه کیدی شي چې له الله تعالی پرته دې - د غیرالله - عبادت وشي؟
او همدا رنګه أنبیاء او رسولان - علیهم السلام - سره له دې چې مرتبه یې په دنیا او آخرت کې لوړه ده - ځان ته د ګټې او تاوان رسولو واک نه لري، نو لدې پرته نور لا څوک دي؟! الله -تعالی- د پیغمبرانو - علیهم السلام - په اړه فرمایلي دي چې دوی د خپل رب عبادت د هیله مندۍ او ویرې له مخې کوي: {إِنَّهُمْ كَانُوا يُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَيَدْعُونَنَا رَغَبًا وَرَهَبًا ۖ وَكَانُوا لَنَا خَاشِعِينَ) (بېشكه دوى (نبیان داسې) وو چې په نېكیو كې به يې تلوار كاوه او مونږ به يې بللو، په داسې حال كې چې رغبت كوونكي او وېرېدونكي وو او دوى خاص زمونږ لپاره تواضع كوونكي وو). [الأنبياء سورت: 90 آیت]، او الله تعالی خپل نبي - صلی الله علیه وسلم - ته امر وکړ چې ووایي؛ لکه څرنګه چې الله تعالی - د هغه له خولې - خبر ورکوي: {قُل لاَّ أَمْلِكُ لِنَفْسِي نَفْعًا وَلاَ ضَرًّا إِلاَّ مَا شَاء اللّهُ وَلَوْ كُنتُ أَعْلَمُ الْغَيْبَ لاَسْتَكْثَرْتُ مِنَ الْخَيْرِ وَمَا مَسَّنِيَ السُّوءُ إِنْ أَنَاْ إِلاَّ نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُون} [الأعراف:188]. (ته ووایه: زه د خپل ځان لپاره نه د نفعې مالك یم او نه د نقصان مګر هغه چې الله يې وغواړي او كه چېرې زه پر غیبو عالم وَى (، نو) ما به خامخا ډېر خیر حاصل كړى و او ما ته به هېڅ تكلیف نه و رارسېدلى، زه نه یم مګر وېروونكى او زېرى وركوونكى د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي). [الأعراف سورت: 188 آیت]، او کله چې پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - هغه مشرکانو ته خیراوې وکړې چې د احد په جنګ کې یې دی زورولی و، نو الله - تعالی - پرې دا وینا نازله کړه: {لَيْسَ لَكَ مِنَ الأَمْرِ شَيْءٌ أَوْ يَتُوبَ عَلَيْهِمْ أَوْ يُعَذَّبَهُمْ فَإِنَّهُمْ ظَالِمُون} (ستا لپاره د دې كار په هکله هېڅ اختیار نشته، یا به هغه (الله) په دوى باندې په مهربانۍ سره راوګرځي، یا به دوى ته عذاب وركړي، ځكه چې یقینًا دوى ظالمان دي) [آل عمران سورت: 128 ایت]. او له زهري څخه روایت دی فرمایي: ماته سالم له خپل پلار څخه یې - رضي الله عنه - حدیث بیان کړ چې هغه له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه اوریدلي دي کله یې چې د سهار د لمانځه په ورستي رکعت کې له رکوع څخه سر پورته کړ وییل یې: «اللَّهُمَّ العَنْ فُلَانًا وَفُلَانًا وَفُلَانًا»، بَعْدَ مَا يَقُولُ: «سَمِعَ اللَّهُ لِمَنْ حَمِدَهُ، رَبَّنَا وَلَكَ الحَمْدُ»، فَأَنْزَلَ اللَّهُ: {لَيْسَ لَكَ مِنَ الأَمْرِ شَيْءٌ} إِلَى قَوْلِهِ: {فَإِنَّهُمْ ظَالِمُون}. «ای الله په فلاني او فلاني او فلاني دې لعنت راولیږه - یعنې له خپل رحمت څخه یې وشړه -» وروسته له هغه چې «سَمِعَ اللَّهُ لِمَنْ حَمِدَهُ، رَبَّنَا وَلَكَ الحَمْدُ» به یې وویل: نو الله تعالی - دا آیت - نازل کړ:{لَيْسَ لَكَ مِنَ الأَمْرِ شَيْءٌ} تر دې وینا پورې: {فَإِنَّهُمْ ظَالِمُون}. (بخاري (۴۵۵۹) او نسائي (۱۰۷۸) روایت کړی دی).