Applicable Translations English اردو عربي

(بــاب الإيمان بأسماء الله وصفاته) باب دی په باره د ایمان کې په نومونو او صفتونو د الله تعالی

او مونږ ایمان لرو چې الله -پاک- یو دی پخپلو صفاتو د جمال او د کمال کې او دا چې هغه پاک ذات لره خورا نیک نومونه او لوړ صفتونه دي چې له قرآن او سنت څخه په تواتر ثابت او د کمال درجې ته رسیدلي عقلونه پرې ګواهي ورکوي او سالم فطرتونه یې هم مني او د اسلامي امت علماوو پرې اجماع کړې، بلکې ټول الهي رسالتونه د الله تعالی د نومونو، صفتونو او افعالو په بيان سره راغلي دي. او الله -تعالی- دا خبره په مشرکانو عیب وګڼله چې د بوتانو عبادت کوي؛ ځکه چې بوتان د دوی په څیر پیدا شوي (مخلوق) دي، بلکې لدوی څخه خورا ټیټ او ناقص دي، نه لیدل کولي شي او نه اوریدل، بلکې پښې نه لري چې پرې لاړ شي، او لاسونه نلري چې نیول پرې وکړي، حق ذات فرمایلي دي: إِنَّ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِ اللّهِ عِبَادٌ أَمْثَالُكُمْ فَادْعُوهُمْ فَلْيَسْتَجِيبُواْ لَكُمْ إِن كُنتُمْ صَادِقِين * (بېشكه هغه چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ، (هغوى) ستاسو په شان بنده ګان دي، نو هغوى راوبلئ، پس هغوى دې ستاسو بلنه قبوله كړي، كه چېرې تاسو رښتیني یئ. أَلَهُمْ أَرْجُلٌ يَمْشُونَ بِهَا أَمْ لَهُمْ أَيْدٍ يَبْطِشُونَ بِهَا أَمْ لَهُمْ أَعْيُنٌ يُبْصِرُونَ بِهَا أَمْ لَهُمْ آذَانٌ يَسْمَعُونَ بِهَا قُلِ ادْعُواْ شُرَكَاءكُمْ ثُمَّ كِيدُونِ فَلاَ تُنظِرُون * آیا د هغوى لپاره پښې دي چې په هغو سره تلل كوي، یا د هغوى لپاره لاسونه دي چې په هغو سره نیول كوي، یا د هغوى لپاره سترګې دي چې په هغو سره لیدل كوي، یا د هغوى لپاره غوږونه دي چې په هغو سره اورېدل كوي؟ ته ووایه: تاسو خپل شریكان راوبلئ، بیا زما په خلاف څه چل (او تدبير) وكړئ، بيا ما ته (هېڅ) مهلت مه راكوئ). [الأعراف سورت: 194، 195 آیتونه]. او الله تعالی فرمایلي: {وَاتَّخَذَ قَوْمُ مُوسَى مِن بَعْدِهِ مِنْ حُلِيِّهِمْ عِجْلاً جَسَدًا لَّهُ خُوَارٌ أَلَمْ يَرَوْاْ أَنَّهُ لاَ يُكَلِّمُهُمْ وَلاَ يَهْدِيهِمْ سَبِيلاً اتَّخَذُوهُ وَكَانُواْ ظَالِمِين} (او د موسٰی قوم (طور ته) د هغه (له تلو) نه پس له خپلو زېوراتو نه مجسم خوسی جوړكړ چې د هغه اواز د سخي و، ایا دوى نه دي كتلي چې بېشكه دا (مجسم سخى) نه له دوى سره خبرې كولى شي او نه دوى ته څه لار ښودلى شي، دوى دغه (معبود) جوړ كړى دى او دوى ظالمان وو). [الأعراف سورت: 148 آیت].

او مونږ ایمان لرو لکه څرنګه چې هغه د خپل ځان صفت بیان کړی، او لکه څرنګه چې د هغه رسول - صلی الله علیه وسلم - هغه په کومو صفتونو سره یاد کړی دی، نو د هغه پاک ذات په مثل هیڅ شی نشته او هغه اوریدونکی لیدونکی دی، الله تعالی فرمایلي: {لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ البَصِير} (د الله په څېر هېڅ شی نشته او هغه اورېدونکی او ليدونکی دی). [الشورى سورت: 11 آیت]. نو مونږ الله - تعالی - ته هغه څه ثابتوو چې ځانته یې ثابت کړي دي، او یا یې رسول -صلی الله علیه وسلم- ورته ثابت کړي دي، او هغه څه ورڅخه نفي کوو چې له خپل ځان څخه یې نفي کړي او یا یې رسول - صلی الله علیه وسلم - ورڅخه نفي کړي وي پرته له تعطیل (له معنا څخه انکار) ، تمثیل (د بیلګې بیانولو)، تکییف (د څرنګوالي په اړه پوښتنې کولو) او تحریف (په معنا کې له بدلون) څخه. او مونږ په علم الیقین سره پوهیږو چې زمونږ رب وړاندې له دې چې مخلوقات پیدا کړي په خپلو صفتونو باندې یاد و، او دا چې هغه له ازله تر ابده د کمال، جلال او جمال په تر ټولو لوړه مرتبه دی؛ ځکه هغه اول او آخر دی، هغه اول دی مخکې ترې هیڅ شی نشته، او آخر دی وروسته ترې څه شی نشته، نو هغه د کمال او عزت په نومونو او صفتونو سره لومړی دی او هغه د کمال او عزت په صفتونو سره وروستی دی.

او موږ ایمان لرو چې په هغه پاک - ذات - لکه څرنګه چې مخلوقات د علم په لحاظ احاطه نه شي کولای، نو همدا رنګه یې د هغوی سترګي هم نه شي احاطه کولای، الله تعالی فرمایلي: (يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا يُحِيطُونَ بِهِ عِلْمًا) (دغه (الله) پوهېږي په هر هغه څه چې د دوى په وړاندې دي او په هر هغه څه چې د دوى وروسته دي او دوى د هغه د علم احاطه نشي كولى) [طه سورت: 110 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {لاَّ تُدْرِكُهُ الأَبْصَارُ وَهُوَ يُدْرِكُ الأَبْصَارَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِير} (نشي را لاندې کولی الله -تعالی- لره نظرونه (سترګي) او هغه الله -تعالی- خو را لاندې کوي ټول نظرونه (د مخلوق) او الله تعالی ډیر باریک بین خبردار ذات دی). [الأنعام سورت: 103 آیت]. امام ابن قتیبه -رحمه الله- فرمایلي: موږ باید د الله - تعالی - په صفتونو کې هلته ودریږو چیرته چې الله - تعالی - توقف کړی او یا چیرته چې یې رسول - صلی الله علیه وسلم - توقف کړی او یو لفظ له هغې - معنا - څخه وانه ړوو په کوم سره یې چې عرب پېژني او هغه نوم یې پرې ایښودلی وي، او لدې پرته نور توقف کوو. (الاختلاف في اللفظ والرد على الجهمية، د ابن قتيبة (مخ: 44).

او مونږ ایمان لرو چې د الله تعالی له صفتونو څخه ځینې د هغه له ذات سره لازم دي لکه: ژوند، علم، اوریدل، لیدل، لاس، ګوتې، او له صفتونو څخه یې ځینې نور د هغه د مشیئت (خوښې) پورې تړلي دي لکه: غصه، خوښي او راکوزیدل. او مونږ ایمان لرو چې - الله - هر څه وغواړي هغه کوي، هغه هر کار تر سره کوي کله یې چې وغواړي، څه شی چې وغواړي او څرنګه یې چې وغواړي، عزت ورکوي چاته چې یې خوښه شي او رسوا کوي چاته چې وغواړي، امر لره یې منع کوونکی نشته، او نه یې په پریکړو او واکدارۍ باندې کوم څارونکی شته.

او مونږ عقیده لرو چې د الله تعالی ځینې صفتونه مطلق راغلي دي، نو الله -تعالی- پرې مطلق توصیفوو، لکه: سمع، حیات، بصر او داسې نور، او ځینې یې مقید راغلي دي، نو په همغه تقیید سره پریښودل کیږي، لکه د هغه یادول پر دې چې هغه د خپلو دښمنانو د مکر په مقابل کې له مکر څخه کار اخلي، او خپل دښمنان هیروي کله یې چې هغوی هېر کړي.

او مونږ باور لرو چې الله - تعالی - په ځینو صفتونو سره په یو حالت توصیف شوی دی ( یعنې د صفت بڼه بدلون نه مومي ) لکه د ژوند (حیات) صفت، د قیومیت صفت (په خپل ذات قائم چې نور ورته اړ وي او دی چاته اړتیا ونه لري) او د عظمت (لوی والي) صفت، نو په قرآن او یا سنت کې په یوه بڼه ذکر شوي دي. او مونږ ځینې داسې صفات وینو چې په قرآن او سنت کې په بیلابیلو طریقو سره بیان شوي دي، لکه د کلام صفت، د علو (لوړوالي) صفت، د ید (لاس) صفت او د قیامت په ورځ د حساب او کتاب په موقفونو او جنت کې خپل رب لره د مؤمنانو لیدل. (او مونږ ټینګار کړی چې کله د صفت په اړه خبر په څو طریقو سره مطرح شي نو د ثابتولو لپاره یې له یوې څخه زیاتې لارې ذکر کوو. او د کومو صفتونو په اړه چې په یوه بڼه خبر راغلی دی نو بیا په یو یا دوه دلیلونو باندې بسنه کوو چې د دې یا د هغه صفت یادونه پکې شوي وي).

او د هغه پاک او متعال ذات له صفتونو څخه : علم (پوهه) او سمع ( اوریدل ) دي: الله تعالی فرمایلي: (قَالَ رَبِّي يَعْلَمُ الْقَوْلَ فِي السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ ۖ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ) [(رسول دوى ته) وویل: زما رب په اسمان او ځمكه كې په هره خبره پوهېږي او هم هغه ښه اورېدونكى، ښه عالم دى]. [الأنبياء سورت: 4 آیت].

او له صفتونو څخه یې : بصر( لیدل ) دي، الله تعالی فرمایلي دي: (یقینا الله تعالی هم هغه ښه اوریدونکی، ښه لېدونکی دی). [غافر سورت: 20 آیت]، او له أبو یونس سلیم بن جبیر؛ د أبو هریرة - رضی الله عنه - له غلام څخه روایت دی فرمایي: « له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه مې اوریدلي دي چې دا آیت یې لوسته: {إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تُؤدُّواْ الأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا} [النساء سورت: 58 آیت] د الله - تعالی - تر دې قوله پورې: {سميعا بصيرًا} وایې: رسول الله - صلی الله علیه وسلم - مې ولیده چې خپله غټه ګوته یې په غوږ او ورپسې یې په سترګه کېښودله، أبو هریرة - رضي الله عنه - فرمایي: رسول الله - صلی الله علیه وسلم - مې ولیده چې - دا آیت یې - لوسته او دواړه ګوتې یې ایښودلې وې، ابن یونس فرمایي: مقرئ ویلي: {إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِير} ، يَعْنِي دا چې الله تعالی لره سمع او بصر شته». ( ابو داود (۴۷۲۸)، حفص بن عمر د قرائت په برخه کې (۳۳)، ابن خزیمه په توحید کې (۴۹) او ابن ابی حاتم په تفسیر (۵۵۲۴) کې روایت کړی دی.

او د هغه پاک ذات له صفتونو څخه : العین ( سترګه ) ده، الله تعالی فرمایلي: {وَلِتُصْنَعَ عَلَى عَيْنِي} (او د دې لپاره چې ستا تربیت زما د سترګو په وړاندې وشي) [طه سورت: 39 آیت]، او ویې فرمایل: {وَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ فَإِنَّكَ بِأَعْيُنِنَا} [الطور: 48]، (نو ته د خپل رب حكم ته صبر كوه، پس بېشكه ته زمونږ د سترګو په وړاندې يې). او هغه پاک ذات چې د سپیڅلې ثنا خاوند دی فرمایلي: {وَاصْنَعِ الْفُلْكَ بِأَعْيُنِنَا} (اوجوړوه کښتئ زمونږ د سترګو مخامخ). [ د هود سورت: 37 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {تَجْرِي بِأَعْيُنِنَا} (چې زمونږ د سترګو په وړاندې ګرځېدله). [القمر سورت: 14 آیت]، او له نافع بن عبد الله - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې: د پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - په وړاندې دجال یاد شو نو ویې فرمایل: «إِنَّ اللَّهَ لَا يَخْفَى عَلَيْكُمْ، إِنَّ اللَّهَ لَيْسَ بِأَعْوَرَ -وَأَشَارَ بِيَدِهِ إِلَى عَيْنِهِ- وَإِنَّ المسيحَ الدَّجَّالَ أَعْوَرُ العَيْنِ اليُمْنَى، كَأَنَّ عَيْنَهُ عِنَبَةٌ طَافِيَةٌ». «یقینا الله تعالی په تاسو باندې نه پټېږي، الله -تعالی- ړوند ندی، -او په خپل لاس سره یې خپلې سترګي ته اشاره وکړه - او یقینا مسیح الدجال چې دی؛ نو ښۍ سترګه یې ړنده ده، سترګه یې لکه د چوپلي انګور په څېر ده». بخاري (7407)، مسلم (169)، ابوداود (4757) او ترمذي (2241) روایت کړی.

او د هغه پاک ذات له صفتونو څخه : الحیات (تل ژوند) او القیومیت (په خپل ذات ولاړ چې نور ورته محتاج وي او دی چاته محتاج ندی) دي، الله تعالی فرمایلي: (اللَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ) (الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، همېشه ژوندى دى، د ټول عالم انتظام كوونكى دى). [آل عمران سورت: 2 آیت].

او د هغه پاک او لوړ ذات له صفتونو څخه : کلام دی: نو هغه په کلام سره موصوف و وړاندې لدې چې مخلوقات پيدا کړي او خبرې ورسره وکړي، او زمونږ د رب کلام د هغه د مشیئت (خوښې) پورې تړاو لري، نو کله چې وغواړي خبرې کوي، او د الله د صفت؛ کلام خبر په قرآن کریم کې په بیلابیلو وجوهاتو سره راغلی دی، نو هر هغه څه چې الله تعالی پرې د خپل ځان په اړه خبر ورکړی چې هغه امر کوي یا منع کول کوي نو دا د هغه په کلام دلالت کوي لکه د الله تعالی دا قول: {إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالإِحْسَانِ وَإِيتَاء ذِي الْقُرْبَى وَيَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَالْبَغْيِ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُون} (بېشكه الله د انصاف كولو او احسان كولو او خپلوانو ته د وركړې حكم كوي او له فحاشۍ او بدو كارونو او سركښۍ نه منع کول كوي، هغه تاسو ته وعظ كوي، د دې لپاره چې تاسو نصیحت قبول كړئ). [النحل سورت: 90 آیت]. او هر هغه څه چې الله - تعالی - پرې د خپل ځان په اړه خبر ورکړی چې هغه ویلي دي یا یې وایي، لکه د هغه عزتمند ذات دا وینا: {إِذْ قَالَ اللّهُ يَا عِيسَى إِنِّي مُتَوَفِّيكَ وَرَافِعُكَ إِلَيَّ} (كله چې الله وویل: اى عیسٰی! بېشكه زه تا لره پوره پوره اخيستونكى یم او د خپل ځان طرف ته ستا راپورته كوونكى یم). [آل عمران سورت: 55 آیت]. او په هر هغه څه کې چې د الله تعالی لخوا د یو څه په اړه خبر ورکول شوی او د خبرې اضافت الله تعالی ته شوی نو دا الله رب العالمین ته د کلام د صفت په ثبوت دلالت کوي، حق ذات فرمایلي: {قَالَتْ مَنْ أَنبَأَكَ هَذَا قَالَ نَبَّأَنِيَ الْعَلِيمُ الْخَبِير} (هغې وویل: ته په دې باندې چا خبر كړې؟ ده وویل: ما ته ډېر پوه (او) ښه خبردار ذات خبر راكړ). [التحريم سورت: 3 آیت].

او هر هغه څه چې د الله - جل جلاله - د بلنې یا مناجات څخه راغلي او اضافت یې الله - تعالی - ته شوی نو دا الله رب العالمین ته د کلام د صفت په ثبوت دلالت کوي لکه څرنګه چې الله - تعالی - په دې وینا کې فرمایلي: {وَنَادَيْنَاهُ مِن جَانِبِ الطُّورِ الأَيْمَنِ وَقَرَّبْنَاهُ نَجِيًّا} [او مونږ آواز وکړ هغه (موسی علیه السلام) ته، د طور غر د ښي اړخ نه او هغه مونږ ځان ته رانزدي کړی وو رازدار۔(په داسې حال کې چې د راز خبرې مو ورسره کولې)]. [مريم سورت: 52 آیت]. او هره وینا چې راغلې او اضافت یې الله - تعالی - ته شوی ، او یا وینا په قرآن کې راغلې چې الله تعالی پرې موصوف شوی وي نو دا د الله د کلام په صفت دلیل دی. او دا زیات بې شمېره دي، او لدې څخه چې هغه متعال ذات له ملاېکو سره خبرې کړي دي، الله تعالی فرمایلي: {وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلاَئِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ} (او كله چې ستا رب ملايكو ته وويل: بې شكه زه په ځمكه كې يو خليفه پيدا كوونكى يم). [البقرة سورت: 30 آیت]، او له آدم سره یې خبرې کړي دي: {وَقُلْنَا يَا آدَمُ اسْكُنْ أَنتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ وَكُلاَ مِنْهَا رَغَداً حَيْثُ شِئْتُمَا}. (او مونږ وويل: اى ادمه! اوسېږه ته او ستا ښځه په جنت كې، او دواړه له هغه (د جنت له مېوو) نه پرېمانه (په مزې سره) خوراك كوئ كوم ځاى چې مو خوښه وي). [البقرة سورت: 35 آیت]، او له موسی - علیه السلام - سره یې خبرې کړي دي: {قَالَ يَا مُوسَى إِنِّي اصْطَفَيْتُكَ عَلَى النَّاسِ بِرِسَالاَتِي وَبِكَلاَمِي} ( الله وویل: اى موسٰی! بېشكه ما تا ته په ټولو خلقو باندې په خپلو پېغامونو سره او په خپل كلام سره غوره والى دركړى دى). [الأعراف سورت: 144 آیت].

او زمونږ د رب له کلام څخه ځینې بلنه وي، لکه څرنګه چې یې ابراهیم الخلیل - علیه السلام ته بلنه ورکړه ، الله تعالی فرمایلي: {وَنَادَيْنَاهُ أَنْ يَا إِبْرَاهِيم} (او مونږ ده ته اواز وكړ، داسې چې اى ابراهیمه) [الصافات سورت: 104 آیت]، او ځینې یې مناجات وي (د دوو تر منځه پټې خبرې) لکه څرنګه چې زمونږ رب له موسی - علیه السلام - سره مناجات وکړ: {وَنَادَيْنَاهُ مِن جَانِبِ الطُّورِ الأَيْمَنِ وَقَرَّبْنَاهُ نَجِيًّا} [او مونږ آواز وکړ هغه (موسی علیه السلام) ته، د طور غر د ښي اړخ نه او هغه مونږ ځان ته رانږدي کړی و رازدار۔(په داسې حال کې چې د راز خبرې مو ورسره کولې)]. [مريم سورت: 52 آیت]، ابن عباس - رضي الله عنهما - پدې آیت کې فرمایلي: "تر هغه پورې چې هغه د قلم کشاری واورید". ابن ابي شیبه (۳۲۵۰۶)، هناد په الزھد کې (۱۴۹) او عبدالله بن احمد په السنة کې (۱۲۳۱)، او الطبري په التفسیر کې (۱۵/۵۵۹) او حاکم په (۳۴۷۲) شمېره روایت کړی دی. او سدي ویلي: {وَقَرَّبْنَاهُ نَجِيًّا} [او هغه مونږ ځان ته رانزدي کړی و، رازدار۔(په داسې حال کې چې د راز خبرې مو ورسره کولې)] وایې: « په آسمان کې ننویستل شو او خبرې ورسره وشوې». (تفسیر ابن کثیر (۵/۲۳۸) او الدر المنثور فی التفسیر بالمأثور (۵/۵۱۵) کې. او زمونږ د رب خبرې ملاېکې اوري لکه څرنګه چې د الله - تعالی - پدې وینا کې راغلي دي {حَتَّى إِذَا فُزِّعَ عَن قُلُوبِهِمْ قَالُوا مَاذَا قَالَ رَبُّكُمْ قَالُوا الْحَقَّ وَهُوَ الْعَلِيُّ الْكَبِير} [سبأ سورت:23 آیت]. (تر هغه پورې چې كله د دوى د زړونو نه وېره (هیبت) لرې كړى شي (نو) دوى وايي: ستاسو رب څه وفرمايل؟ هغوى به ووايي چې حق (يې وفرمایه) او هم دى ډېر اوچت، ډېر لوى دى). [سبأ سورت: 23 آیت]، او له مسروق څخه روایت دی هغه له عبد الله - رضی الله عنه - څخه روایت کوي وایې چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «إِذَا تَكَلَّمَ اللَّهُ بِالْوَحْيِ، سَمِعَ أَهْلُ السَّمَاءِ لِلسَّمَاءِ صَلْصَلَةً كَجَرِّ السِّلْسِلَةِ عَلَى الصَّفَا، فَيُصْعَقُونَ، فَلَا يَزَالُونَ كَذَلِكَ حَتَّى يَأْتِيَهُمْ جِبْرِيلُ، حَتَّى إِذَا جَاءَهُمْ جِبْرِيلُ فُزِّعَ عَنْ قُلُوبِهِمْ. قَالَ: فَيَقُولُونَ: يَا جِبْرِيلُ، مَاذَا قَالَ رَبُّكَ؟ فَيَقُولُ: الْحَقَّ، فَيَقُولُونَ: الْحَقَّ، الْحَقَّ». «کله چې الله - تعالی - په وحې سره وینا وکړي، نو د اسمان اوسیدونکي د اسمان یو زنګهار واوري لکه د اوسپنې د ځنځیر په څېر کله چې په تیږه ووهل شي نو ټول بې هوشه شي، تر هغه پورې به همداسې پاتې وي تر څو ورته جبریل راشي، نو کله چې ورته جبریل راشي نو د دوی زړونه به روښانه شی وایې: نو وبه وایې: ای جبرائیله: رب دې څه وویل: نو وبه وایي: حق یې وویل، نو هغوی به ووایې : الحق الحق». (ابو داود (۴۷۳۸)، عثمان بن سعید الدارمي په: الرد علی الجهمیة کې(۱۵۸)، عبدالله بن احمد په السنة (۵۳۶) کې او محمد بن نصر په تعظیم قدر الصلاة کې(۲۱۷) روایت کړی دی.

او د قیامت په ورځ به له مخلوقاتو سره خبرې کوي، لکه څرنګه چې پدې سره رسول الله - صلی الله علیه وسلم - خبر ورکړی دی: «مَا مِنْكُمْ مِنْ أَحَدٍ إِلَّا سَيُكَلِّمُهُ رَبُّهُ، لَيْسَ بَيْنَهُ وَبَيْنَهُ تُرْجُمَانٌ، وَلَا حِجَابٌ يَحْجُبُهُ». «په تاسو کې هیڅوک داسې نشته مګر دا چې د هغه سره به یې رب خبرې وکړي، د ده او د هغه تر منځه به کوم ژباړونکی نه وي او نه به پرده وي چې ترې پټ یې کړي». بخاري (7443)، مسلم (1016)، ترمذي (2415) او ابن ماجه (185) روایت کړی دی.

او مخلوقات به د قيامت په ورځ د الله - تعالی - کلام اوري لکه د عبدالله بن انيس رضي الله عنه څخه چې روايت دى فرمايي: ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه اورېدلي دي چې وییل یې: «يَحْشُرُ اللَّهُ العِبَادَ، فَيُنَادِيهِمْ بِصَوْتٍ يَسْمَعُهُ مَنْ بَعُدَ كَمَا يَسْمَعُهُ مَنْ قَرُبَ: أَنَا الملكُ، أَنَا الدَّيَّانُ». «الله تعالی به بنده ګان راپاڅوي، نو په داسې یو غږ سره به ورته آواز وکړي چې لرې به یې داسي اوري لکه نږدې یې چې اوري: زه (ملک) یعنې پادشاه یم، زه (دیان) یعنې حساب کوونکی او جزا ورکوونکی یم». (بخاري معلق روایت کړی (9 / 141) او په الأدب المفرد کې (970) او په خلق أفعال العباد کې (90) او احمد (16042) روایت کړی دی.

او مونږ ایمان لرو چې الله پاک له خپل مخلوق څخه پټ دی، نو دوی یې په دنیا کې نه ګوري او هغه له خپلو پرښتو او رسولانو سره له چا سره چې وغواړي د پردې تر شا خبرې کوي الله تعالی فرمايلي: {وَمَا كَانَ لِبَشَرٍ أَن يُكَلِّمَهُ اللَّهُ إِلاَّ وَحْيًا أَوْ مِن وَرَاء حِجَابٍ أَوْ يُرْسِلَ رَسُولاً فَيُوحِيَ بِإِذْنِهِ مَا يَشَاء إِنَّهُ عَلِيٌّ حَكِيم} (او د هېڅ انسان لپاره ممكن نه و چې الله ورسره خبرې وكړي مګر په وحي سره، یا له پردې نه شا ته، یا استازى راولېږي، پس دغه د ده په حكم سره وررسوي هغه چې (الله) يې غواړي، بېشكه دى، ډېر اوچت، ښه حكمت والا دى). [الشورى سورت: 51 آیت].

او له أبو موسی الأشعري - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې: رسول الله صلی الله علیه وسلم په مونږ کې یوه ورځ ودریده او - پنځه حبرې یې بیان کړې - نو ویې وییل: «إِنَّ اللهَ عز وجل لَا يَنَامُ، وَلَا يَنْبَغِي لَهُ أَنْ يَنَامَ، يَخْفِضُ الْقِسْطَ وَيَرْفَعُهُ، يُرْفَعُ إِلَيْهِ عَمَلُ اللَّيْلِ قَبْلَ عَمَلِ النَّهَارِ، وَعَمَلُ النَّهَارِ قَبْلَ عَمَلِ اللَّيْلِ، حِجَابُهُ النُّورُ لَوْ كَشَفَهُ لَأَحْرَقَتْ سُبُحَاتُ وَجْهِهِ مَا انْتَهَى إِلَيْهِ بَصَرُهُ مِنْ خَلْقِهِ». «په حقیقت کې الله –تعالی- نه ویده کيږي، او د هغه لپاره نه ښایي چې ويده شي؛ د بندګانو رزق ښکته او پورته کوي، د شپې عمل ورته د ورځې له عمل څخه مخکې پورته کیږي، او د ورځې عمل ورته د شپې له عمل څخه مخکې پورته کیږي، د هغه پرده نور (رڼا) ده، که چېرته یې لرې کړه، نو د هغه د مخ وړانګې به ټول هغه څه وسوځوي چې له مخلوقاتو څخه یې ورته لید رسیږي». (مسلم (179) او ابن ماجه (195) روایت کړی دی.

او زمونږ د رب کلام داسې توصیف کیږي چې ځینې یې له نورو څخه نوی دی، حق ذات فرمایلي دي: {مَا يَأْتِيهِم مِّن ذِكْرٍ مَّن رَّبِّهِم مُّحْدَثٍ إِلاَّ اسْتَمَعُوهُ وَهُمْ يَلْعَبُون} (دوى ته د خپل رب له جانبه هېڅ نوى نصیحت نه راځي مګر دوى هغه اوري، په داسې حال كې چې دوى لوبې (مسخرې پرې) كوي). [الأنبياء سورت: 2 آیت]، او ځینې یې له ځینو نورو غوره دی، له أبو سعید الخدري - رضي الله عنه - څخه روایت دی : چې یو سړي له بل څخه واوریدل چې {قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَد} یې تکراراوه، نو کله یې چې سبا کړ رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او د دې یادونه یې ورته وکړه، او ګویا هغه سړي دا - عمل - کم ګاڼه ، نو رسول الله - صلی الله علیه وسلم - وفرمایل: «وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ، إِنَّهَا لَتَعْدِلُ ثُلُثَ القُرْآنِ». «قسم دې زما په هغه ذات وي چې زما نفس د هغه په لاس کې دی، دا - سورت - د قرآن د دریمې برخې سره برابر دی». (بخاري (5013)، ابوداود (1461) او نسائي (995) روایت کړی دی.

او له ابن عباس - رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې: پداسې حال کې چې جبریل - علیه السلام - د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - سره ناست وو چې له پاسه یې غږ واوریده نو سر یې پورته کړ، ویې وییل: «هَذَا بَابٌ مِنَ السَّمَاءِ فُتِحَ الْيَوْمَ لَمْ يُفْتَحْ قَطُّ إِلَّا الْيَوْمَ، فَنَزَلَ مِنْهُ مَلَكٌ، فَقَالَ: هَذَا مَلَكٌ نَزَلَ إِلَى الْأَرْضِ لَمْ يَنْزِلْ قَطُّ إِلَّا الْيَوْمَ، فَسَلَّمَ، وَقَالَ: أَبْشِرْ بِنُورَيْنِ أُوتِيتَهُمَا لَمْ يُؤْتَهُمَا نَبِيٌّ قَبْلَكَ: فَاتِحَةُ الْكِتَابِ، وَخَوَاتِيمُ سُورَةِ الْبَقَرَةِ، لَنْ تَقْرَأَ بِحَرْفٍ مِنْهُمَا إِلَّا أُعْطِيتَهُ». «دا له آسمان څخه یوه دروازه ده چې نن خلاصه شوه، هیڅکله نه وه خلاصه شوې مګر نن ورځ، یوه ملاېکه ترې راښکته شوه، نو ویې وییل: دا ملاېکه ځمکې ته راښکته شوه چې هیڅکله نه وه راښکته شوې مګر نن ورځ، نوسلام یې واچاوه او ویې وییل: زیری واخله په دوو رڼاګانو باندې چې تاته درکړای شوې او ستا څخه وړاندې هیڅ نبي ته ندي ورکړل شوي: فاتحة الکتاب، او د البقرې سورة د پای -آیتونه- هیڅ توری به لدې دواړو څخه نه لولې مګر دا چې درکول کیږي به». (مسلم (806)، او نسائي (912).) روایت کړی دی.

او قرآن او ټول آسماني کتابونه چې د الله - تعالی - لخوا پر رسولانو - علیهم السلام - نازل شوي دي لکه: د ابراهیم او موسی - علیهما السلام - صحیفې، تورات، انجیل او زبور - دا ټول د الله - تعالی - کلام دی او په ټولو سره الله - تعالی - خبرې کړي دي او جبرائیل علیه السلام ترې برای راس (په غیر د واسطې) اوریدلي او الله - تعالی - تورات په تختو کې لیکل شوی نازل کړی او جبریل - علیه السلام - د الله - تعالی - لخوا په انبیاوو او رسولانو-علیهم السلام - وحې نازل کړې ده ، الله -تعالی- فرمایلي: {نَزَلَ بِهِ الرُّوحُ الأَمِين * (دا جبریل امین راكوز كړى دى. عَلَى قَلْبِكَ لِتَكُونَ مِنَ الْمُنذِرِين} ستا په زړه باندې، د دې لپاره چې ته له وېروونكو څخه شې). [الشعراء سورت: 193، 194 آیتونه]، او الله - تعالی- فرمایلي دي: {فَآمِنُواْ بِاللّهِ وَرَسُولِهِ النَّبِيِّ الأُمِّيِّ الَّذِي يُؤْمِنُ بِاللّهِ وَكَلِمَاتِهِ وَاتَّبِعُوهُ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُون} (نو تاسو پر الله او د هغه پر رسول ایمان راوړئ چې نبي دى، امي دى، هغه چې پر الله او د هغه پر كلماتو ایمان لري او تاسو د هغه پیروي وكړئ، د دې لپاره چې تاسو هدایت ومومئ). [الأعراف سورت: 158آیت]. او د الله کلام او د هغه کلمات مخلوق ندي، لدې امله رسول الله - صلی الله علیه وسلم - د الله - تعالی - په کلمو سره پناه غوښتلې ده، پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي: «مَنْ نَزَلَ مَنْزِلًا، ثُمَّ قَالَ: أَعُوذُ بِكَلِمَاتِ اللهِ التَّامَّاتِ مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ، لَمْ يَضُرَّهُ شَيْءٌ، حَتَّى يَرْتَحِلَ مِنْ مَنْزِلِهِ ذَلِكَ»، «څوک چې یو ځای کې میشت شو (د یو څه وخت لپاره دیره شو) او بیا یې وویل: أَعُوذُ بِكَلِمَاتِ اللهِ التَّامَّاتِ مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ، لَمْ يَضُرَّهُ شَيْءٌ، حَتَّى يَرْتَحِلَ مِنْ مَنْزِلِهِ ذَلِكَ»،یعنې پناه نیسم د الله په بشپړو کلمو سره د هغه څه له شر څخه چې هغه پیدا کړی دی، نو هیڅ شی به ورته ضرر ونه رسوي، تر څو چې له هغه ځای څخه تللی نه وي»، ( مسلم (2708)، ترمذي (3437) او ابن ماجه (3547) روایت کړی دی. او که چېرته د الله - تعالی - خبرې مخلوق وای، نو زموږ پیغمبر محمد - صلی الله علیه وسلم - به پرې پناه نه وه غوښتلې. نو د الله - تعالی - کلام مخلوق ندی، آیا ته نه ګورې چې "الله تعالی د خپلې وینا او د خپلو مخلوقاتو ترمنځ جلاوالی راوستی؟ او هغه ته یې وینا نده ویلې، - الله تعالی - فرمايلي: {أَلاَ لَهُ الْخَلْقُ وَالأَمْرُ} [الاعراف سورت: ۵۴ آیت] یعنې: اګاه شئ! خاص هغه لره دي پیدا كول او حكم كول، نو کله یې چې وويل: {أَلاَ لَهُ الْخَلْقُ} نو ټول مخلوقات د دې لاندې راغلل او هیڅ شی ترې پاتې نه شو، بیا یې د هغه څه یادونه وکړه چې مخلوق ندی نو ویې فرمایل: {وَالأَمْرُ} یعنې : او حكم كول، نو حکم کول یې د هغه دا وینا ده چې. د لوی شان خاوند دی الله؛ چې د عالمیانو رب دی - هغه لدې څخه پاک دی چې - وینا یې مخلوق وي». (وګورئ: الرد علی الجهمیة، د امام احمد (۲۲۴ مخ).

او مونږ د الله - تعالی - د کائناتي کلمو ترمنځ توپیر کوو چې د الله -تعالی- د دې وینا په څېر ذکر شوي دي: {وَلَقَدْ كُذِّبَتْ رُسُلٌ مِّن قَبْلِكَ فَصَبَرُواْ عَلَى مَا كُذِّبُواْ وَأُوذُواْ حَتَّى أَتَاهُمْ نَصْرُنَا وَلاَ مُبَدِّلَ لِكَلِمَاتِ اللّهِ وَلَقدْ جَاءكَ مِن نَّبَإِ الْمُرْسَلِين} (او یقینًا یقینًا له تا نه مخكې رسولان درواغجن بلل شوي وو، نو هغوى په درواغجن بلل كېدلو او ضرر رسېدلو صبر وكړ تر دې چې هغوى ته زمونږ مرسته راغله، او د الله كلماتو لره هیڅوك اړوونكى نشته، او یقینًا تا ته خو د رسولانو څه خبرونه راغلي دي). [الأنعام سورت: 34 آیت]، او د الله - تعالی - دا وینا: {قُل لَّوْ كَانَ الْبَحْرُ مِدَادًا لِّكَلِمَاتِ رَبِّي لَنَفِدَ الْبَحْرُ قَبْلَ أَن تَنفَدَ كَلِمَاتُ رَبِّي وَلَوْ جِئْنَا بِمِثْلِهِ مَدَدًا} (ته (دوى ته) ووایه: كه سمندر زما د رب د كلماتو لپاره رنګ شي، (نو) سمندر به خامخا خلاص شي، مخكې له دې چې زما د رب كلمات تمام شي، اګر كه مونږ د دغه (سمندر) په مثل مدد (يا رنګ) هم راوړو). [الكهف سورت: 109 آیت]، او د هغه شرعي کلام لکه چې د الله - تعالی - د دې وینا په څېر راغلی دی: {وَتَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ صِدْقًا وَعَدْلاً لاَّ مُبَدِّلِ لِكَلِمَاتِهِ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيم} (او د رښتینولۍ او عدل له لحاظه ستا د رب خبره كمال ته رسېدلې ده، د هغهٔ كلماتو لره هیڅوك بدلوونكى نشته،او همغه ښه اورېدونكى، ښه عالم دى). [الأنعام سورت: 115 آیت]، او د هغه متعال ذات دا وینا: {وَإِذِ ابْتَلَى إِبْرَاهِيمَ رَبُّهُ بِكَلِمَاتٍ فَأَتَمَّهُنَّ} (او (ياد كړه) هغه وخت چې خپل رب يې ابراهيم په څو خبرو سره وازمايه، نو (ابراهيم) هغه پوره كړې). [البقرة سورت: 124 آیت].

امام دارمي ویلي: «د الله - تعالی - له کلام څخه انکار نه کوي مګر هغه څوک چې غواړي هغه څه باطل کړي چې الله - پاک - نازل کړي دي او هغه څوک څنګه د خبرو کولو توان نه لري چا چې بنده ګانو ته خبرې کول ورزده کړي دي او مخلوقات یې ناطق ګرځولي دي؟!». (الرد على الجهمية،د الدارمي (مخ: 155).

د هغه له صفتونو څخه (العزة) دی، حق ذات فرمایلي: {سُبْحَانَ رَبِّكَ رَبِّ الْعِزَّةِ عَمَّا يَصِفُون} (ستا رب لره پاكي ده چې د عزت (او غلبې) مالك دى، له هغو خبرو نه چې دوى (مشركان) يې بیانوي). [الصافات سورت: 180 آیت]، او الله - تعالی - فرمایلي: {مَن كَانَ يُرِيدُ الْعِزَّةَ فَلِلَّهِ الْعِزَّةُ جَمِيعًا} (هر هغه څوك چې هغه عزت غواړي، نو خاص الله ته دى ټول عزت). [فاطر سورت: 10 آیت].

او د هغه پاک ذات له صفتونو څخه یو صفت ( القهر) یعني غلبې والا دی، الله تعالی فرمایلي {وَمَا مِنْ إِلَهٍ إِلاَّ اللَّهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّار} (او نشته دى حق معبود غیر له الله نه چې یو او ډېر غلبې والا دى). [ص سورت: 65 آیت].

او د هغه پاک ذات له صفتونو څخه: الجبروت: (د قهر، سلطنت او عزت خاوند)،او الملكوت: (د لویې پادشاهۍ خاوند) او الكبرياء (د تکبر او لویۍ خاوند) او: العظمة (د لوی والي خاوند) دی او پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - به په رکوع کې وییل: «سُبْحَانَ ذِي الْجَبَرُوتِ وَالْمَلَكُوتِ وَالْكِبْرِيَاءِ وَالْعَظَمَةِ». (پاکي ده هغه ذات لره چې د: جبروت؛ یعنې قهر، سلطنت او عزت خاوند دی، والملکوت: یعنې د لوی پادشاهۍ خاوند دی، والکبریاء: د تکبر او لویۍ خاوند دی، و العظمة: او د عظمت او لویۍ ذات دی). ابوداود (873)، نسائي (1049)، احمد (23980)، ترمذي (314) او بزار (2750) روایت کړی دی. او هغه - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «قال الله عز وجل: الْكِبْرِيَاءُ رِدَائِي، وَالْعَظَمَةُ إِزَارِي، فَمَنْ نَازَعَنِي وَاحِدًا مِنْهُمَا، قَذَفْتُهُ فِي النَّارِ». «الله –جل جلاله- وفرمایل: لویي زما څادر دی او عظمت زما لنګ دی، نو ددې هر یو په اخیستلو کې چې څوک زما سره شخړه وکړي؛ هغه به اور ته واچوم». (ابوداود (۴۰۹۰)، ابن ماجه (۴۱۷۴)، حمیدي (۱۱۸۳)، ابن ابي شیبه (۲۷۱۱۱) او احمد (۷۳۸۲) روایت کړی دی.

او د هغه پاک ذات له صفتونو څخه : اراده (د یو کار قصد کول ) او مشیئت (هر کار په خپله خوښه کول) دي، الله تعالی فرمایلي: {يُرِيدُ اللّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلاَ يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ} (الله پر تاسو د آسانتیا اراده لري او پر تاسو باندې د سختۍ اراده نه لري). [البقرة سورت: 185 آیت]، او دا قول د الله تعالی: {وَيُرِيدُ اللّهُ أَن يُحِقَّ الحَقَّ بِكَلِمَاتِهِ وَيَقْطَعَ دَابِرَ الْكَافِرِين} (او الله اراده كوي چې په خپلو كلماتو سره حق ثابت كړي او د كافرانو بېخ غوڅ كړي). [الأنفال سورت: 7 آیت]، او دا قول د الله تعالی: {وَمَا تَشَاؤُونَ إِلاَّ أَن يَشَاء اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِين} (او تاسو (د سمې لارې) اراده نشئ کولی مګر دا چې الله رب العالمین یې اراده وکړي). [التكوير سورت: 29 آیت].

او د هغه پاک ذات له صفتونو څخه: القدرة دی (وړتیا او توانایي)،الله تعالی فرمایلي: {وَمِنْ آيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَا بَثَّ فِيهِمَا مِن دَابَّةٍ وَهُوَ عَلَى جَمْعِهِمْ إِذَا يَشَاء قَدِير} (او د ده له نخښو څخه د اسمانونو او ځمكې پیدا كول دي او د هغو زنده سرو (خوځنده و پیدا كول دي) چې ده په دغو دواړو كې خواره كړي دي او دغه (الله) چې كله وغواړي د دغو (څیزونو) په راجمع كولو ښه قادر دى). [الشورى سورت: 29 آیت]، او دا قول د الله تعالی: {إِنَّ اللَّه عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِير} (بېشكه الله پر هر شي باندې ښه قادر دى). [البقرة سورت: 20 آیت].

او د هغه پاک ذات له صفتونو څخه: الرحمة (د رحمت خاوند) دی، پاک رحیم او رحمان ذات فرمایلي: (وَرَحْمَتِي وَسِعَتْ كُلَّ شَيْءٍ) (او زما رحمت هر شى راګېر كړى دى) [الأعراف سورت: 156 آیت]، او الله پاک فرمایلي دي: { كَتَبَ رَبُّكُمْ عَلَى نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ} (ستاسو رب په خپل ځان باندې مهرباني كول لیكلي (لازم كړي) دي). [الأنعام سورت: 54 آیت]، نو دا رحمت د هغه له صفتونو څخه یو صفت دی، او اضافت یې الله تعالی ته شوی دی صفت مضاف شوی موصوف ته، او کله رحمت په کتاب او سنت کې مضاف شوی وي الله ته او هغه اضافت د مخلوق وي خپل خالق ته، لکه د الله تعالی پدې وینا کې: {وَهُوَ الَّذِي أَرْسَلَ الرِّيَاحَ بُشْرًا بَيْنَ يَدَيْ رَحْمَتِهِ وَأَنزَلْنَا مِنَ السَّمَاء مَاء طَهُورًا} (او همدى هغه ذات دى چې هواګانې يې له رحمت نه مخكې زېرى وركوونكې لېږلې دي او مونږ له بره نه پاكوونكي اوبه نازلې كړې دي). [الفرقان سورت: 48 آیت]. او له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې: له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه مې اوریدلي دي چې وییل یې: «الله - تعالی - چې کله رحمت پیدا کاوه نو سل رحمتونه یې پیدا کړل»، بخاري (۶۴۶۹)، مسلم (۲۷۵۲)، ترمذي (۳۵۴۱) ابن ماجه (۴۲۹۳) روایت کړی دی. نو د دې پیدا شوي رحمت نسبت الله - تعالی - ته شوی دی، چې دا د مخلوق نسبت خپل خالق ته دی.

او د هغه پاک ذات له صفتونو څخه یو: علو القهر (هغه ذات چې په هر څه ځواکمن او برلاسی دی او هر څه یې خپل تابع ګرځولي دي)، علو القدر (د منزلت په لحاظ تر ټولو پورته) او علو الذات ( د ذات په لحاظ له هر څه پورته چې له هغه پورته بل څه نشته) دي، نو دا درې واړه یې صفتونه دي، او د هغه په کمال دلالت کوي. او قرآن عظیم او سپیڅلی نبوي سنت، عقل او فطرت د الله تعالی په علو باندې په بیلابیلو طریقو سره دلالت کوي، نو له هر څه څخه چې الله - تعالی - خبر ورکړی او یا یې پرې رسول - صلی الله علیه وسلم - خبر ورکړی چې هغه علي او أعلی دی (پورته او له هر څه پورته)، او یا ورته اشاره کېږی چې هغه په علو (پورته مقام) کې دی، نو د هغه په علو (پورته والي) دلالت کوي، او په هر خبر کې چې د هغه تعالی د لورې د یو څه شي نازلیدل راغلي لکه د وحې نازلیدل، او یا د یو حکم نازلیدل او دا چې هغه به د قیامت په ورځ د پریکړې په موخه راځي، او یا دا چې هغه په هره شپه یا د عرفې په شپه کې راکوزیږي، او ملایکي راکوزیږي، نو دا د هغه په علو (پورته والي) دلالت کوي او همدا رنګه په هر خبر کې چې راغلي چې هغه په آسمان کې دی او یا هغه د آسمان له پاسه دی او یا دا چې هغه په عرش د پاسه برابر دی نو دا د هغه په علو (پورته والي) دلالت کوي او همدا رنګه هر هغه څه چې په هغه کې هغه پاک ذات ته پورته کېدل او داسې نور راغلي وي نو دا د هغه په علو (پورته والي) دلالت کوي.

لدې څخه: دا چې ملائکې له خپل رب څخه چې د دوی د پاسه دی ویره لري او دا چې دوی هغه ته پورته کیږي او دا چې هغه ته عملونه پورته کیږي او دا چې هغه ته پورته کیدل کیږي او دا چې الله - تعالی - عیسی -علیه السلام- ځان ته پورته کړی دی، او زمونږ پیغمبر محمد -صلی الله علیه وسلم- یې له بیت الله څخه د شپې لخوا بیت المقدس ته بیولی دی او بیا آسمان ته خیژول شوی دی. دا ټول د هغه په پورته والي دلالت کوي، بلکه هغه دلیلونه چې د هغه په پورته والي دلالت کوي ډیر ډولونه لري او د هر ډول لاندې نور بې شمېره ډولونه دي چې نه شمېرل کیږي مګر په سختۍ سره.

او له دې دلیلونو څخه د الله تعالی دا وینا ده: {لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيم} (خاص د هغه لپاره هر هغه څه دي په آسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او هم دغه (الله) ډېر اوچت، ډېر لوى دی). [الشورى سورت: 4 آیت]، او د الله - تعالی - دا وینا: (ذَٰلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ وَأَنَّ مَا يَدْعُونَ مِن دُونِهِ هُوَ الْبَاطِلُ وَأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْعَلِيُّ الْكَبِيرُ) (دغه په دې سبب چې بېشكه الله، هم دى حق دى او دا چې بېشكه هغه چې دوى يې له هغه (الله) نه غیر بولي، همغه باطل دي او دا چې بېشكه الله، هم دى ډېر اوچت، ډېر لوى دى). [الحج سورت : 62 آیت]، او دا قول د الله تعالی: (إِلَيْهِ يَصْعَدُ الْكَلِمُ الطَّيِّبُ وَالْعَمَلُ الصَّالِحُ يَرْفَعُهُ) (همدغه (الله) ته پاكیزه خبرې پورته خېژي او نېك عمل دغه (كلمات) پورته كوي). [فاطر سورت: 10 آیت]، او د الله - تعالی - دا سپیڅلې وینا: {وَهَـذَا كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ مُبَارَكٌ فَاتَّبِعُوهُ وَاتَّقُواْ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُون} (او دا كتاب دى چې مونږ نازل كړى دى، نو تاسو د ده پیروي وكړئ او پرهېزګاره شئ، د دې لپاره چې پر تاسو رحم وكړى شي). [الأنعام سورت: 155 آیت]، او دا قول د الله تعالی: {إِنَّا أَنزَلْنَاهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لَّعَلَّكُمْ تَعْقِلُون}. (بېشكه مونږ دا نازل كړى دى، په داسې حال كې چې عربي قرآن دى، د دې لپاره چې تاسو پوه شئ). [يوسف سورت: 2 آیت]، او د الله - پاک - دا وینا: {يَخَافُونَ رَبَّهُم مِّن فَوْقِهِمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُون} (دوى له خپل رب څخه وېرېږي چې د دوى له پاسه دى او دوى كوي هغه څه چې دوى ته حكم كولی شي). [النحل سورت: 50 آیت]، او د الله - تعالی - دا وینا: {إِنِّي مُتَوَفِّيكَ وَرَافِعُكَ} (بېشكه زه تا لره پوره پوره اخيستونكى یم او د خپل ځان طرف ته ستا راپورته كوونكى). [آل عمران سورت: 55 آیت]، او د الله - تعالی - دا وینا: {تَعْرُجُ الْمَلاَئِكَةُ وَالرُّوحُ إِلَيْهِ فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ خَمْسِينَ أَلْفَ سَنَة} (چې د ده په طرف پورته ملايك او روح ورخېژي، په هغې ورځ كې چې د هغې مقدار پنځوس زره كاله دى). [المعارج سورت: 4 آیت]، او د الله تعالی دا وینا: {اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ وَمِنَ الأَرْضِ مِثْلَهُنَّ يَتَنَزَّلُ الأَمْرُ بَيْنَهُنَّ لِتَعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ وَأَنَّ اللَّهَ قَدْ أَحَاطَ بِكُلِّ شَيْءٍ عِلْمًا} (الله هغه ذات دى چې اوه اسمانونه يې پیدا كړي دي او له ځمكې نه هم د دغو په مثل، (د الله) امر د دوى په مینځ كې نازلېږي، د دې لپاره چې تاسو پوه شي چې یقینًا الله په هر شي باندې ښه قادر دى او دا چې یقینًا الله د علم په لحاظ هر شى راګېر كړى دى). [الطلاق سورت: 12 آیت]، او د الله پاک دا وینا: {بَل رَّفَعَهُ اللّهُ إِلَيْهِ وَكَانَ اللّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا} (بلكې الله هغه خپل طرف ته پورته كړى دى او الله له ازله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى). [النساء سورت: 158 آیت]. او زمونږ د پاک رب دا وینا: {سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلاً مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ البَصِير}. (هغه ذات لره پاكي ده چې خپل بنده يې د شپې په یوه لږه برخه كې له مسجد حرام نه مسجد اقصٰى ته بوتلو، هغه (مسجد اقصٰى) چې مونږ د هغه ګېرچاپېره بركت اچولى دى، د دې لپاره چې مونږ هغه ته له خپلو نښو څخه ځینې وښیو، بېشكه هم هغه ښه اورېدونكى، ښه لېدونكى دی). [الإسراء سورت: 1 آیت].

او نبي - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «لَمَّا قَضَى اللَّهُ الخَلْقَ، كَتَبَ كِتَابًا عِنْدَهُ: غَلَبَتْ، أَوْ قَالَ: سَبَقَتْ رَحْمَتِي غَضَبِي، فَهُوَ عِنْدَهُ فَوْقَ العَرْشِ»، «کله چې الله - تعالی - پیدایښت تمام کړ، نو د خپل ځان سره یې کتاب ولیکه: غالب شو، او یا یې وویل: زما رحمت پر غضب باندې مخکې شو، نو دا کتاب له هغه سره د عرش د پاسه دی». بخاري (7553)، مسلم (2751)، ترمذي (3543) او ابن ماجه (189) روایت کړی دی. او له معاویة بن الحکم السلمي - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایي: بَيْنَا أَنَا أُصَلِّي مَعَ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم، إِذْ عَطَسَ رَجُلٌ مِنَ الْقَوْمِ، فَقُلْتُ: يَرْحَمُكَ اللهُ، فَرَمَانِي الْقَوْمُ بِأَبْصَارِهِمْ، فَقُلْتُ: وَاثُكْلَ أُمِّيَاهْ، مَا شَأْنُكُمْ تَنْظُرُونَ إِلَيَّ؟! فَجَعَلُوا يَضْرِبُونَ بِأَيْدِيهِمْ عَلَى أَفْخَاذِهِمْ، فَلَمَّا رَأَيْتُهُمْ يُصَمِّتُونَنِي لَكِنِّي سَكَتُّ، فَلَمَّا صَلَّى رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم، فَبِأَبِي هُوَ وَأُمِّي، مَا رَأَيْتُ مُعَلِّمًا قَبْلَهُ وَلَا بَعْدَهُ أَحْسَنَ تَعْلِيمًا مِنْهُ، فَوَاللهِ، مَا كَهَرَنِي، وَلَا ضَرَبَنِي، وَلَا شَتَمَنِي. قَالَ: «إِنَّ هَذِهِ الصَّلَاةَ لَا يَصْلُحُ فِيهَا شَيْءٌ مِنْ كَلَامِ النَّاسِ، إِنَّمَا هُوَ التَّسْبِيحُ وَالتَّكْبِيرُ وَقِرَاءَةُ الْقُرْآنِ»، أَوْ كَمَا قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم. قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللهِ، إِنِّي حَدِيثُ عَهْدٍ بِجَاهِلِيَّةٍ، وَقَدْ جَاءَ اللهُ بِالْإِسْلَامِ، وَإِنَّ مِنَّا رِجَالًا يَأْتُونَ الْكُهَّانَ، قَالَ: «فَلَا تَأْتِهِمْ»، قَالَ: وَمِنَّا رِجَالٌ يَتَطَيَّرُونَ، قَالَ: «ذَاكَ شَيْءٌ يَجِدُونَهُ فِي صُدُورِهِمْ، فَلَا يَصُدَّنَّهُمْ»، -قَالَ ابْنُ الصَّبَّاحِ: فَلَا يَصُدَّنَّكُمْ- قَالَ: قُلْتُ: وَمِنَّا رِجَالٌ يَخُطُّونَ، قَالَ: «كَانَ نَبِيٌّ مِنَ الْأَنْبِيَاءِ يَخُطُّ، فَمَنْ وَافَقَ خَطَّهُ فَذَاكَ»، قَالَ: وَكَانَتْ لِي جَارِيَةٌ تَرْعَى غَنَمًا لِي قِبَلَ أُحُدٍ وَالْجَوَّانِيَّةِ، فَاطَّلَعْتُ ذَاتَ يَوْمٍ، فَإِذَا الذِّيبُ قَدْ ذَهَبَ بِشَاةٍ مِنْ غَنَمِهَا، وَأَنَا رَجُلٌ مِنْ بَنِي آدَمَ، آسَفُ كَمَا يَأْسَفُونَ، لَكِنِّي صَكَكْتُهَا صَكَّةً، فَأَتَيْتُ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم، فَعَظَّمَ ذَلِكَ عَلَيَّ، قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللهِ، أَفَلَا أُعْتِقُهَا؟ قَالَ: «ائْتِنِي بِهَا»، فَأَتَيْتُهُ بِهَا، فَقَالَ لَهَا: «أَيْنَ اللهُ؟» قَالَتْ: فِي السَّمَاءِ، قَالَ: «مَنْ أَنَا؟» قَالَتْ: أَنْتَ رَسُولُ اللهِ، قَالَ: «أَعْتِقْهَا، فَإِنَّهَا مُؤْمِنَةٌ». په داسې حال کې چې ما له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - سره لمونځ کاوه، چې ناڅاپه په خلکو کې یو سړي پرنجی وکړ، نو ما وویل: یرحمک الله (یعنې الله دې پر تا رحم وکړي) نو خلکو سترګي ماته راواړولې، نو ما - له ځان سره - وویل: واه مور دې درباندې بوره شي، څه دې تاسو لره چې ماته راګورئ؟! نو هغوی پیل وکړ او په څپيړو یې خپل ورنونه وهل، کله چې ما دوی ولیدل چې دوی ما چپ کوي نو زه چپ شوم، کله چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - لمونځ وکړ- زما مور او پلار دې له هغه نه قربان شي - هیڅکله مې له هغه وړاندې او نه وروسته داسې ښوونکی نه و لیدلی چې چې له ده څخه دې په ښوونه کې ښه وي، نو قسم په الله چې نه یې ورټلم، نه یې ووهلم، او نه یې راته سپکې سپورې وویلې، ویې فرماییل: « په دې لمانځه کې د خلکو له خبرو هیڅ شی مناسب نه دی - چې وشي - بلکې (دا) تسبیح، تکبیر او د قرآن تلاوت دی». او لکه څرنګه چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: ما وویل: ای د الله رسوله! زه تازه له جاهلیت څخه راوتلی یم، او الله تعالی اسلام راولیږه، زمونږ څخه ځیني سړي دي چې هغوی کوډګرو ته ورځي ، ویې وییل: «ته هغوی ته مه ورځه»، وایې: او زمونږ څخه ځیني دي چې هغوی فال نیسي، ویې وییل: "دا هغه څه دي چې دوی یې په خپلو سینو کې مومي، نو دا دوی ته - د څه رسیدلو څخه - مخنیوی نه کوي". ابن الصباح وایي: نو تاسو لره دې - له سمې لارې وانه ړوي - وایې: ما وويل: ما يوه وينځه درلوده چې زما مېږې یې د احد او جوانیه سیمې ته څېرمه څرولې، نو یوه ورځ ورښکاره شوم، ګورم چې لیوه د هغې له میږو څخه یوه له ځان سره وړې وه، او زه یو انسان یم، غوصه کیږم لکه څرنګه چې - نور انسانان - غوصه کیږي، هغه مې په څپېړه ووهله، نو رسول الله - صلی الله علیه وسلم - ته راغلم، نو هغه راته دا ډیره درنده کړه، ماوویل: ای د الله رسوله، آیا ازاده یې نه کړم؟ ویې وییل: "هغه ماته راوله" نو ورته مې راوستله، ورته یې وویل: "الله چیرته دی؟" هغې وویل: په آسمان کې، ویې وییل: «زه څوک یم؟» هغې وویل: ته د الله رسول یې، ویې فرمایل: "هغه آزاده کړه، یقینا چې هغه مؤمنه ده». (مسلم (۵۳۷)، ابو داود (۹۳۰) او نسائی (۱۲۱۸) روایت کړی دی.

او له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «يَتَعَاقَبُونَ فِيكُمْ مَلَائِكَةٌ بِاللَّيْلِ وَمَلَائِكَةٌ بِالنَّهَارِ، وَيَجْتَمِعُونَ فِي صَلَاةِ الفَجْرِ وَصَلَاةِ العَصْرِ، ثُمَّ يَعْرُجُ الَّذِينَ بَاتُوا فِيكُمْ، فَيَسْأَلُهُمْ، وَهُوَ أَعْلَمُ بِهِمْ: كَيْفَ تَرَكْتُمْ عِبَادِي؟ فَيَقُولُونَ: تَرَكْنَاهُمْ وَهُمْ يُصَلُّونَ، وَأَتَيْنَاهُمْ وَهُمْ يُصَلُّونَ»، «په تاسو کې د شپې او ورځې ملاېکې یو د بل پسې ځي راځي او د سهار او مازدیګر په لمونځونو کې سره یو ځای کیږي، بیا هغه ملاېکې خیژې چې په تاسو کې یې شپه تیره کړې ده نو - الله تعالی له دوی څخه پوښتنه کوي –پداسې حال کې چې هغه د دوی په حال ښه پوهیږي-: زما بندګان مو څنګه پرېښودل؟ هغوی به ووایي: په داسې حال کې مو پريښودل چې لمونځ یې کاوه، او په داسې حال کې ورته راغلو چې لمونځ یې کاوه»، بخاري (۵۵۵)، مسلم (۶۳۲) او نسائي (۴۸۵) روایت کړی دی. او د أبو رزین العقیلي - رضي الله عنه - په حدیث کې دي وایي چې: ما وویل: ای د الله رسوله، زمونږ رب چیرته و وړاندې له دې چې خپل مخلوقات پیدا کړي، ویې فرمایل: «كَانَ فِي عَمَاءٍ مَا تَحْتَهُ هَوَاءٌ وَمَا فَوْقَهُ هَوَاءٌ، وَخَلَقَ عَرْشَهُ عَلَى الماء»، "هغه په وریځو کې و چې لاندې ترې هوا او له پاسه ترې هوا وه او خپل عرش یې د اوبو له پاسه پیدا کړی دی". ترمذي (3109)، ابن ماجه (182)، طيالسي (1189)، احمد (16188) او ابن ابي عاصم په سنن (625) کې روايت کړی دی. دا او داسې نور ډېر آیتونه او احادیث شته چې د - الله تعالی - په پورته والي دلالت کوي.

او د الله - تعالی په علو (پورته والي) دلیلونه لدې زیات دي چې وشمېرل شي او مسلمانو عالمانو د دې پر ثبوت دلیلونه راټول کړي، همدا رنګه پرې عقل او سالم فطرت دلالت کوي، امام ابن بطة - رحمه الله - فرمایلي: «او له صحابه کرامو، تابعينو او د مؤمنانو ټولو علماوو پدې اجماع کړې ده چې الله - تبارک وتعالی - په عرش، د آسمانونو د پاسه، له مخلوق څخه جلا دی او د هغه علم په ټولو مخلوقاتو چاپیر دی». (الإبانة الكبرى، د ابن بطة (7/136).

الدارمي - رحمه الله - د ابن مبارک قول نقل کړی چې کله ترې پوښتنه وشوه: «په څه سره خپل رب وپيژنو؟ ویې وییل: پدې چې هغه د عرش له پاسه، د اووم آسمان د پاسه په عرش، د مخلوقاتو څخه جلا دی». (الرد على الجهمية، د الدارمي (: 98مخ).

او د هغه پاک ذات له صفتونو څخه: په عرش استوا ده، او الله تعالی ورڅخه د خپل کتاب په اوو ځایونو کې یادونه کړې ده، له جملې څخه یې د الله تعالی دا وینا ده: {إِنَّ رَبَّكُمُ اللّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ يُغْشِي اللَّيْلَ النَّهَارَ يَطْلُبُهُ حَثِيثًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ وَالنُّجُومَ مُسَخَّرَاتٍ بِأَمْرِهِ أَلاَ لَهُ الْخَلْقُ وَالأَمْرُ تَبَارَكَ اللّهُ رَبُّ الْعَالَمِين} (بېشكه ستاسو رب هغه الله دى چې آسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، بیا د عرش له پاسه برقراره شو، هغه په شپې سره ورځ پټوي، په داسې حال كې چې دا (شپه) هغې (ورځ) لره په تلوار سره طلب كوي او (پیدا كړې يې ده) لمرسترګه، او سپوږمۍ او ستوري، چې د هغه په حكم سره مسخر كړى شوي دي، خبر اوسئ! خاص هغه لره دي پیدا كول او حكم كول، ډېر بركت والا دى الله؛ پالوونکی د ټول عالم دی). [الأعراف سورت: 54 آیت]، او له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «لَمَّا قَضَى اللَّهُ الخَلْقَ، كَتَبَ كِتَابًا عِنْدَهُ: غَلَبَتْ، أَوْ قَالَ: سَبَقَتْ رَحْمَتِي غَضَبِي، فَهُوَ عِنْدَهُ فَوْقَ العَرْشِ». «کله چې الله - تعالی - د مخلوقاتو پیدایښت تمام کړ، نو د خپل ځان سره یې کتاب ولیکه چې: غالب شو، او یا یې وویل: زما رحمت پر غضب باندې مخکې شو، نو دا کتاب له هغه سره د عرش د پاسه دی». بخاري (7553)، مسلم (2751)، ترمذي (3543) او ابن ماجه (189) روایت کړی دی. او لالکائي له ابن عيینه څخه روايت كړى وايي: له ربيعه څخه د الله تعالی د دې قول په اړه پوښتنه وشوه {الرَّحْمَنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَى} [طه سورت:۵ آیت]: چې څنګه یې استوا کړې ده؟ هغه وویل: «استواء معلومه ده او د کیفیت په اړه یې پوښتنه کول معقول کار ندی او د الله لخوا پیغام دی او په رسول یې ښکاره رسوول او پر مونږ یې منل دي». (شرح أصول اعتقاد أهل السنة والجماعة (3/442)، او: العرش، د الذهبي (2/213). او د دې وینا په څېر د دار الهجرت له امام؛ مالک رحمه الله څخه هم روایت دی. (ابو نعيم په الحلية کې (6/325، 326)، البيهقي په اسماء او صفاتو کې (304/2) او ابن عبد البر په التمهيد (7/138) کې روايت کړی دی. او ذهبي رحمه الله فرمایلي دي: علماوو د امام مالک له وینا څخه - چې فرمایلي یې «استواء معلومه ده، کیفیت نامعلوم دی، ایمان پرې واجب دی، او په اړه یې پوښتنه کول بدعت دی» - قاعده جوړه کړې ده چې پدې باب کې یې تګلاره ګرځولې ده. وګورئ: العلو، د: الذهبی (۱/۱۱۷).

او د هغه پاک ذات له صفتونو څخه: محبت دی، الله تعالی فرمایلي دي: {فَسَوْفَ يَأْتِي اللّهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ} (نو زر دی چې الله تعالی به داسي قوم راولي چې الله تعالی به هغوي سره محبت کوي او دوی به د الله تعالی سره محبت کوي). [المائدة سورت : 54 آیت]، امام دارمي - رحمه الله - فرمایلي دي: «نو هغه دوه محبتونه سره یوځای کړل: د خالق سره مینه او د مخلوق سره مینه یو له بل سره ګډ، بیا یې د دواړو تر منځه توپیر وکړ؛ هغه چې محبت ورسره کیږي او هغه چې محبت ورسره نه کیږي، تر څو یې مخلوق پر دې پوه شي چې دا دواړه سره په ټکر کې دي او یو له بل سره موافق ندي، نو ویې فرمایل: {لاَّ يُحِبُّ اللّهُ الْجَهْرَ بِالسُّوَءِ مِنَ الْقَوْلِ} [الله د بدې خبرې ښكاره ویل نه خوښوي خو هغه كس چې ظلم پرې شوى وي (هغه معاف دى)] [النساء سورت: 148 آیت] او {إِنَّهُ لاَ يُحِبُّ الْمُسْرِفِين} (بېشكه الله اسراف كوونكي نه خوښوي) [الأنعام سورت: 141 آیت]». (نقض الدارمي (2/ 865).

او فرمایلي یې دي: {إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ التَّوَّابِينَ وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِين} (یقینًا الله ډېر توبې وېستونكي خوښوي او ښه پاك اوسېدونكي خوښوي). [البقرة سورت: 222 آیت]، او له سهل بن سعد - رضي الله عنه - څخه روایت وایې چې : نبي - صلی الله علیه وسلم - د خیبر په ورځ وفرمایل: «لَأُعْطِيَنَّ الرَّايَةَ غَدًا رَجُلًا يُفْتَحُ عَلَى يَدَيْهِ، يُحِبُّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ، وَيُحِبُّهُ اللَّهُ وَرَسُولُهُ». «سبا ورځ به بیرغ هغه چاته ورکوم چې په لاسونو به یې فتح وشي، هغه د الله او د هغه د رسول سره مینه لري، او الله او رسول له هغه سره مینه لري». بخاري (3009)، مسلم (2406) او ابوداود (3661) روایت کړی. او پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي: «لَا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ، حَتَّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِنْ وَالِدِهِ وَوَلَدِهِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ». "له تاسو څخه به هیڅوک تر هغه وخته مؤمن نشي تر څو چې زه ورته د هغه له پلار، زوی او ټولو خلکو څخه محبوب نه شم". بخاري (15)، مسلم (44)، نسائي (5013) او ابن ماجه (67) روایت کړی دی.

او د هغه پاک له صفتونو څخه یو : الرضی، دی حق ذات فرمایلي دي: {وَالسَّابِقُونَ الأَوَّلُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ وَالأَنصَارِ وَالَّذِينَ اتَّبَعُوهُم بِإِحْسَانٍ رَّضِيَ اللّهُ عَنْهُمْ وَرَضُواْ عَنْهُ} (او له مهاجرینو او انصارو نه هغه وړاندیني اولني (ایمان لرونكي) او هغه كسان چې په نېكۍ سره يې د دوى پیروي كړې ده، الله له دوى نه راضي شوى دى او دوى له هغه نه راضي شوي دي). [التوبة سورت: 100 آیت]، او له عائشې - رضي الله عنها - څخه روایت دی وایې: یوه شپه مې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - له خپل خوب ځای څخه نادرکه کړ، نو ومې لټاوه- تر دې - چې زما لاس د هغې د دواړو پښو په تلو ولږیده په داسې حال کې چې هغه په جومات کې و، او دواړه پښې یې ودرولې وې او وییل یې: «اللهُمَّ أَعُوذُ بِرِضَاكَ مِنْ سَخَطِكَ، وَبِمُعَافَاتِكَ مِنْ عُقُوبَتِكَ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْكَ لَا أُحْصِي ثَنَاءً عَلَيْكَ، أَنْتَ كَمَا أَثْنَيْتَ عَلَى نَفْسِكَ». (یا الله زه پناه غواړم ستا په رضا سره ستا له غصې نه، او ستا په عفوې (بخښنې) سره، ستا له سزا څخه، او پناه غواړم په تاسره له تا څخه، زه ستا هغه ډول ستاینه نه شم کولی، لکه څرنګه چې تا د خپل ځان ستاینه کړې). (مسلم (486)، ابو داود (879)، ترمذي (3493)، نسائي (169) او ابن ماجه (3841) روایت کړی دی.

او د هغه پاک ذات له صفتونو څخه د خپلو دښمنانو بد ګڼل دي؛ ځکه چې هغو د هغه خوښي بده وګڼله، او هغه څه یې بد وګڼل چې الله پر خپل رسول -صلی الله علیه وسلم- نازل کړې دي، الله تعالی فرمایلي دي: {ذَلِكَ بِأَنَّهُمُ اتَّبَعُوا مَا أَسْخَطَ اللَّهَ وَكَرِهُوا رِضْوَانَهُ فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُم} (دغه په دې سبب چې یقینًا دوى د هغه شي متابعت وكړ چې الله يې ناراضه كړ او دوى د هغه رضامندي بده وګڼله، نو هغه د دوى عملونه برباد كړل). [محمد سورت: 28 آیت]، او دا قول د الله تعالی: {وَلَـكِن كَرِهَ اللّهُ انبِعَاثَهُمْ فَثَبَّطَهُمْ وَقِيلَ اقْعُدُواْ مَعَ الْقَاعِدِين} (او لېكن الله (د جهاد لپاره) د دوى پورته كېدل نه و خوښ كړي، نو دوى يې په سست ساتلو سره بند كړل او وویل شو: تاسو كېنئ له كېناستونكو سره). [التوبة سورت: 46 آیت]. او له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «قَالَ اللَّهُ: إِذَا أَحَبَّ عَبْدِي لِقَائِي أَحْبَبْتُ لِقَاءَهُ، وَإِذَا كَرِهَ لِقَائِي كَرِهْتُ لِقَاءَهُ». «الله -تعالی- وفرمایل: که چېرته زما بنده زما سره ملاقات خوښوي، نو زه ورسره ملاقات خوښوم، او که هغه زما سره ملاقات نه خوښوي، نو زه ورسره ملاقات کول بد ګڼم». (بخاري (۷۵۰۴) او نسائي (۱۸۳۵) روایت کړی دی.

او د هغه پاک ذات له صفتونو څخه : پر دښمنانو یې غضب دی، الله پاک فرمایلي دي: {وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ وَلَعَنَهُمْ} (او الله په دوى باندې غضب كړى دى او په دوى يې لعنت كړى دى). [الفتح سورت: 6 آیت]، او له ابن عباس - رضي الله عنهما - څخه روایت دی وایې: «اشْتَدَّ غَضَبُ اللَّهِ عَلَى مَنْ قَتَلَهُ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم فِي سَبِيلِ اللَّهِ، اشْتَدَّ غَضَبُ اللَّهِ عَلَى قَوْمٍ دَمَّوْا وَجْهَ نَبِيِّ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم». «د الله -تعالی- غضب په هغه چا سخت شو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې د الله په لار کې ووژني، د الله - تعالی - غضب په هغه قوم سخت شو چې د هغه د نبي مخ یې په وینو کړ». بخاري (4074) روایت کړی دی.

او د هغه پاک ذات له صفتونو څخه یو: المقت (غصه کېدل) دي او هغه یې کافرانو ته غصه ده، حق ذات فرمایلي دي: {إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنَادَوْنَ لَمَقْتُ اللَّهِ أَكْبَرُ مِن مَّقْتِكُمْ أَنفُسَكُمْ} (بېشكه هغه كسان چې كافران شوي دي، دوى ته به (په دوزخ كې) اواز وكړى شي: يقينًا (تاسو ته) د الله غصه كېدل ډېر لوى وو ستاسو خپلو ځانونو ته له غصه كېدلو څخه). [غافر سورت: 10 آیت].

او د هغه سپېڅلي تعالی ذات له صفتونو څخه: له دښمنانو سره د هغوی د مکر په مقابل کې مکر کول یعنې تدبیر نیول دي، هغوی چې د الله له ولیانو سره مکر کوي: الله -جل جلاله- فرمایلي دي: {وَمَكَرُوا مَكْرًا وَمَكَرْنَا مَكْرًا وَهُمْ لاَ يَشْعُرُون* (او دوى مكر وكړ، خاص مكر كول او مونږ هم چل وكړ چل كول، په داسې حال كې چې دوى نه پوهېدل. فَانظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ مَكْرِهِمْ أَنَّا دَمَّرْنَاهُمْ وَقَوْمَهُمْ أَجْمَعِين} نو ته وګوره چې د دوى د مكر انجام څنګه و چې بېشكه مونږه دوى او د دوى قوم ټول هلاك كړل). [النمل سورت: 50، 51 آیتونه].

او د هغه سپیڅلې تعالی ذات له صفتوتو څخه : الأسف، یعنې سخته غصه ده، حق ذات - جل جلاله - فرمایلي: (فَلَمَّا آسَفُونَا انتَقَمْنَا مِنْهُمْ فَأَغْرَقْنَاهُمْ أَجْمَعِينَ) (نو كله چې دوى مونږ غصه كړو (،نو) مونږ له دوى نه انتقام واخيست، پس مونږه دوى ټول غرق كړل). [الزخرف سورت: 55 آیت]، قتادة او السدي ویلي: «{فَلَمَّا آسَفُونَا} یعنې: کله چې دوی مونږ غصه کړو». (تفسير الطبري (21/622).

د هغه پاک ذات له صفتونو څخه یو صفت: د هغه چا د دوکې په مقابل کې دوکه دي چې هغه سره دوکه کوي، ځکه چې الله - تعالی - هغه منافقان غولوي چې هغوی الله تعالی سره د دوکې کولو هڅه کوي، لوى الله تعالی جل جلاله د عزت او واکمنۍ خاوند فرمايلي دي: {يُخَادِعُونَ اللّهَ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَمَا يَخْدَعُونَ إِلاَّ أَنفُسَهُم وَمَا يَشْعُرُون} (دوى له الله سره دوكه كوي، او له هغو خلکو سره چې ايمان يې راوړى دى، حال دا چې دوى يواځې د خپلو ځانونو سره دوكه كوي، او شعور نه لري). [البقرة سورت: 9 آیت]، او فرمایلي یې دي: {إِنَّ الْمُنَافِقِينَ يُخَادِعُونَ اللّهَ وَهُوَ خَادِعُهُمْ} (بېشكه منافقان له الله سره دوكه كوي او الله له دوى سره دوكه كوونكى دى. [النساء سورت: 142 آیت].

او حق - ذات - دا څرګنده کړه چې هغه خپل دښمنان هیروي لکه څنګه چې دوی د هغه سره ملاقات هیر کړی دی، الله - تعالی - فرمایلي: {الَّذِينَ اتَّخَذُواْ دِينَهُمْ لَهْوًا وَلَعِبًا وَغَرَّتْهُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا فَالْيَوْمَ نَنسَاهُمْ كَمَا نَسُواْ لِقَاء يَوْمِهِمْ هَـذَا} (هغه كسان چې خپل دین يې تماشه او لوبه ګرځولى دى او دوى دنيايي ژوند دوكه كړي (غولولي) دي، نو نن ورځ به يې مونږ (دوی په سخت عذاب كې) پرېږدو، لكه څنګه چې هغوى د خپلې دې ورځې ملاقات هېر كړى (او عمل يې پرېښى) و). [الأعراف سورت: 51 آیت].

د هغه سپېڅلي ذات له صفتونو څخه دا دي چې: الله - جل جلاله - پر هغه چا استهزاء کوي څوک چې پر هغه پاک ذات ملنډې وهي، حق ذات فرمایلي دي: {اللّهُ يَسْتَهْزِىءُ بِهِمْ وَيَمُدُّهُمْ فِي طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُون} (الله په دوى پورې استهزا كوي او پریږدي دوی لره په سرکشۍ کې ، یعنې مهلت ورکوي، په داسې حال كې چې دوى حيران سرګردان ګرځي). [البقرة سورت: 15 آیت]. ابن عباس - رضي الله عنهما فرمایلي: "پر دوی ملنډي وهي تر څو یې پَه غچ اخستلو سره مسخره کړي". (تفسير الطبري (1/304)، او ابن أبي حاتم په التفسير (143).) کې.

د هغه پاک ذات له ​​صفتونو څخه خندا ده، له ابو هریره - رضي الله - عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «يَضْحَكُ اللَّهُ إِلَى رَجُلَيْنِ يَقْتُلُ أَحَدُهُمَا الآخَرَ يَدْخُلَانِ الجَنَّةَ»، "الله -جل جلاله- هغه دوه کسانو ته خندا کوي چې یو یې بل ووژني، او دواړه جنت ته داخلیږي". بخاري (2826)، مسلم (1890)، نسائي (3166) او ابن ماجه (191) روایت کړی دی. او د ابوهريره - رضي الله عنه - په اوږد حديث کې راغلي چي د قيامت په ورځ د الله -جل جلاله- د ليدلو په اړه راغلی دی او په هغه کي جنت ته د وروستي انسان د ننوتلو کېسه بیان کړې ده: «....فَيَقُولُ اللَّهُ: وَيْحَكَ يَا ابْنَ آدَمَ، مَا أَغْدَرَكَ، أَلَيْسَ قَدْ أَعْطَيْتَ العُهُودَ وَالمِيثَاقَ، أَنْ لَا تَسْأَلَ غَيْرَ الَّذِي أُعْطِيتَ؟ فَيَقُولُ: يَا رَبِّ لَا تَجْعَلْنِي أَشْقَى خَلْقِكَ، فَيَضْحَكُ اللَّهُ عز وجل مِنْهُ، ثُمَّ يَأْذَنُ لَهُ فِي دُخُولِ الجَنَّةِ...». ".... نو الله - تعالی - به ووايي: هلاک شې ای د آدم زویه، څه شي دومره خائن ګرځولی یې، آیا تاسره ژمنې او تړونونه نه و شوي چې ته به څه نه غواړې پرته له هغه چې درکړل شوي دي؟ نو وبه وایې: ای رب ما دې په خپل مخلوق کې تر ټولو بدبخته مه کرځوه، نو الله تعالی به ورته وخاندي، بیا به جنت ته د ننوتلو اجازه ورکړي...». بخاري روایت کړی (806).

وکیع ویلي: «که له تاسو وپوښتل شو چې: آیا زموږ رب خندا کوي؟ نو ووایئ: همداسې مو اوریدلي». شرح أصول اعتقاد أهل السنة والجماعة (3/477).

حافظ ابن بطة په کتاب «الإبانة» کې - د دې عنوان لاندې - باب ایښودلی دی «باب الإيمان بأن الله عز وجل يضحك» باب دی په باره د ایمان لرلو په دې خبره چې الله -جل جلاله- خندا کوي - او پدې کې یې فرمایلي دي: پوه شئ الله -تعالی- دې په تاسو رحم وکړي؛ چې د مؤمنانو له صفتونو څخه د صحیحه روایتونو باورول، د هغې منل دي، په قیاس سره پرې د اعتراض کولو پرېښودل او د هغې پر ځای رای او خواهشات نه ایښودل، ځکه یقینا ایمان باور دی، او باور کوونکی هم هغه مؤمن دی، الله -جل جلاله- فرمایلي دي: {فَلاَ وَرَبِّكَ لاَ يُؤْمِنُونَ حَتَّىَ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لاَ يَجِدُواْ فِي أَنفُسِهِمْ حَرَجًا مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُواْ تَسْلِيمًا} (پس داسې نه ده، ستا په رب مې دې قسم وي! دوى مومنان كېدى نشي تر هغه پورې چې دوى په خپل مینځ كې په پېښو جګړو كې تا فیصله كوونكى ومني، بیا په خپلو نفسونو كې ستا د كړې فیصلې په باره كې هېڅ تنګي ونه مومي او په ښو منلو سره يې ومني). [النساء سورت: 65 آیت]. د مؤمنانو له نخښانو څخه دا دي: چې الله - تعالی - په هغه څه سره یاد کړي چې هغه پرې ځان یاد کړی او یا یې پرې رسول - صلی الله علیه وسلم - یاد کړی دی، هغه چې علماوو رانقل کړي او باوري راویانو روایت کړي دي؛ هغوی چې له حلالو او حرامو سنتو او آثارو څخه څه شی روایت کوي په هغې کې حجت وي، او هغه څه چې له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه صحیح ثابت وي -په اړه یې داسې- نه ویل کیږي چې: څنګه؟ او نه داسې چې: ولې؟ بلکه پیروي یې کوي او -په دین کې- نوښت نه راولي، غاړه ږدي او مخالفت نه کوي، یقین کوي او شک نه کوي، نو هغه څه چې له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه صحیح ثابت دي او د عدل خاوندانو روایت کړي دي او یا هغه مؤمنانو چې باید روایت یې ومنل شي او مخالفت یې ونه شي دا دي چې: الله -تعالی- خندا کوي. نو لدې څخه انکار نه کیږي او هغه څوک به یې نه مني چې مبتدع او د علماوو په اند د ناوړه حالت خاوند وي. الإبانة الكبرى، د ابن بطة (7/91).

او د هغه سپیڅلې ذات له صفتونو څخه : (المجیء او الاتیان) یعنې د قيامت په ورځ د خلکو تر منځه د قضاوت په موخه راتلل دي، الله - تعالی - فرمایلي: {هَلْ يَنظُرُونَ إِلاَّ أَن تَأْتِيهُمُ الْمَلآئِكَةُ أَوْ يَأْتِيَ رَبُّكَ} (دوى انتظار نه كوي مګر د دې چې دوى ته ملايك راشي، یا ستا رب راشي). [الأنعام سورت: 158 آیت]، او الله - تعالی - فرمایلي: {وَجَاء رَبُّكَ وَالْمَلَكُ صَفًّا صَفًّا} [او ستا رب راشي او ملايك قطار قطار (راشي)]. [الفجر سورت: 22 آیت]، او الله - تعالی - فرمایلي: {هَلْ يَنظُرُونَ إِلاَّ أَن يَأْتِيَهُمُ اللّهُ فِي ظُلَلٍ مِّنَ الْغَمَامِ وَالْمَلآئِكَةُ وَقُضِيَ الأَمْرُ وَإِلَى اللّهِ تُرْجَعُ الامُور} (دوى انتظار نه كوي مګر د دې چې الله دوى ته د ورېځو په سیورو كې راشي او ملايك (هم) او معامله فیصله كړى شي، او ټول كارونه خاص الله ته ورګرځول كېږي). [البقرة سورت: 210 آیت]. او له ابوهریرة -رضي الله عنه- څخه روایت دی چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «يجمع الله الناس يوم القيامة، فيقول: من كان يعبد شيئًا فليتبعه...» «الله به د قيامت په ورځ خلک راغونډ کړي او وبه فرمایي: چا چې د څه شي عبادت کاوه، د هغه پسې دي شي». او همداسې یې حدیث تر دې قوله پورې بیان کړ: «وتبقى هذه الأمة، فيقولون: هذا مكاننا حتى يأتينا ربنا، فإذا جاء ربنا عرفناه، فيأتيهم الله عز وجل فيقول: أنا ربكم، فيقولون: أنت ربنا فيتبعونه». «او دا امت به پاتې شي، دوی به ووايي: دا زمونږ ځای دی تر هغه چې زمونږ رب مونږ ته راشي، نو کله چې زموږ رب راشي موږ به هغه وپیژنو، نو الله -تعالی- به دوی ته راشي او وبه وایي: زه ستاسو رب یم ، نو دوی به ووایي: ته زموږ رب یې، نو پیروي به یې وکړي». بخاري (806)، مسلم (182)، ابوداود (4730)، ترمذي (2554) او ابن ماجه (178) روایت کړی دی.

او د أبو العالیة څخه د الله - تعالی - د دې وینا په اړه روایت دی: {هَلْ يَنظُرُونَ إِلاَّ أَن يَأْتِيَهُمُ اللّهُ فِي ظُلَلٍ مِّنَ الْغَمَامِ وَالْمَلآئِكَةُ} [دوى انتظار نه كوي مګر د دې چې الله دوى ته د ورېځو په سیورو كې راشي او ملايك (هم)]. [البقرة سورت: 210 آیت] فرمايي: "پرښتې د ورېځو په سیوري کې راځي، او الله - تعالی - په هغه څه کې راځي چې ویې غواړي". الأسماء والصفات، د البيهقي (2/370).

او د هغه سپیڅلي ذات له صفتونو څخه : د دنیا آسمان ته په حقیقي توګه راکوزیدل دي لکه څرنګه چې د هغه له عظمت سره ښایي او دا لکه د مخلوقاتو د راښکته کیدو په څېر ندي. بلکی دا یې لکه د نورو صفتونو په څېر دي چې مونږ پرې ایمان لرو او پرې پوهیږو، او د کیفیت په اړه یې ځان نه ستړی کوو، او نه یې په ردولو ځان تکلیفوو؛ بلکه په هغه توګه پرې ایمان راوړو لکه څرنګه چې ریښتیني او ريښتیا ګڼل شوي پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- پرې خبر راکړی دی، نو فرمایلي یې دي: «إِذَا مَضَى شَطْرُ اللَّيْلِ، أَوْ ثُلُثَاهُ، يَنْزِلُ اللهُ تبارك وتعالى إِلَى السَّمَاءِ الدُّنْيَا، فَيَقُولُ: هَلْ مِنْ سَائِلٍ يُعْطَى؟ هَلْ مِنْ دَاعٍ يُسْتَجَابُ لَهُ؟ هَلْ مِنْ مُسْتَغْفِرٍ يُغْفَرُ لَهُ؟ حَتَّى يَنْفَجِرَ الصُّبْحُ». «کله چې د شپې نیمایي یا دوه پر دریمه برخه تیره شي، نو زمونږ رب تبارک و تعالی د دنیا آسمان ته راښکته کیږي نو فرمایي: آیا کوم سوال کوونکی شته چې ورکړل شي؟ آیا کوم بلونکی شته چې بلنه یې ومنل شي؟ آیا کوم بخښنه غوښتونکی شته چې بخښنه ورته وشي؟ تر هغه چې سهار وچوي (سهار راوخیژي)». ( مسلم (758) روایت کړی دی.

او د امامانو امام محمد بن خزیمة - رحمه الله - په خپل کتاب «التوحيد» کې پدې وینا سره باب ایښی دی: «باب دی د هغه اخبارو په اړه چې سند یې ثابت او د جوړښت له اړخه صحیح دي، د حجاز او عراق علماوو له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه په هره شپه کې د دنیا اسمان ته د رب العالمین د نزول په اړه روایت کړي دي، مونږ ګواهي ورکوو د هغه چا د ګواهۍ په څېر چې په ژبه اقرار کوي او په زړه باور کوي او یقین کوي په هغه څه چې پدې اخبارو کې د متعال رب د نزول په اړه راغلي دي، پرته لدې چې د کیفیت څخه يې یادونه وکړو؛ ځکه چې زمونږ پیغمبر؛ مصطفی - صلی الله علیه وسلم - مونږ ته دا ندي بیان کړي چې زموږ خالق څنګه د دنیا اسمان ته راښکته کیږي، بلکه مونږ ته یې دا راښودلي چې هغه راښکته کیږي، نو نه خو الله -تعالی- او نه یې پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- د هغه څه تشریح پریښې ده چې مسلمانان ورته د دین په برخه کې اړتیا لري، نو مونږ په هغه څه اقرار کوو چې د نزول په اړه پدې اخبارو کې راغلي دي او د صفت او یا کیفیت په اړه یې ځان نه تکلیفوو؛ ځکه چې نبي - صلی الله علیه وسلم - مونږ ته د نزول ( راکوزیدو) د څرنګوالي په اړه څه ندي بیان کړي». التوحيد، د ابن خزيمة (1/289).

او حافظ ابن بطة -رحمه الله- په خپل کتاب «الإبانة» کې - پدې وینا سره باب ایښی «باب الإيمان والتصديق بأن الله تعالى ينزل في كل ليلة إلى سماء الدنيا من غير زوال ولا كيف». باب دی د ایمان او اقرار په اړه پر دې چې الله -تعالی- په هره شپه کې د دنیا آسمان ته راکوزیږي پرته له زوال او څرنګوالي بیانولو څخه: بیا هغه -رحمه الله- فرمایلي دي: "پوه شئ -الله دې پر تاسو رحم وکړي- چې الله -تعالی- په خپلو مؤمنو بندګانو باندې د خپل رسول اطاعت او د هغه څه منل چې هغه ویلي او راوړي دي فرض کړي دي همدا رنګه په هغه څه ایمان لرل چې له هغه څخه په صحیح روایت سره ثابت شوي؛ داسې چې نه پرې اعتراض وکړئ،نه ورته بیلګې بیان کړئ او نه یې په اړه داسې پوښتنې وکړئ چې: ولې او نه: څنګه؟ ... او یقینا له پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - څخه صحیح ثابت دي چې هغه فرمایلي: «يَنْزِلُ رَبُّنَا تبارك وتعالى كُلَّ لَيْلَةٍ إِلَى السَّمَاءِ الدُّنْيَا حِينَ يَبْقَى ثُلُثُ اللَّيْلِ الآخِرُ، يَقُولُ: مَنْ يَدْعُونِي فَأَسْتَجِيبَ لَهُ مَنْ يَسْأَلُنِي فَأُعْطِيَهُ، مَنْ يَسْتَغْفِرُنِي فَأَغْفِرَ لَهُ» «زمونږ متعال هره شپه د ځمکې آسمان ته را کوزېږي، هغه وخت چې د شپې درېیمه وروستنۍ برخه پاتې شي؛ فرمايي چې: څوک شته چې له ما څخه دعا وغواړي چې ورته یې قبوله کړم، څوک شته چې له ما څخه سوال وکړي، چې وريې کړم، څوک شته چې له ما څخه بخښنه وغواړي، چې بخښنه ورته وکړم؟». په هغه اوږد حدیث کې چې موږ به یې -ان شاء الله- په بشپړ ډول یادونه وکړو؛ هغه چې معتبرو، ثقه، په علم کې پخو امامانو، فقهاوو او پرهیزګارانو روایت کړي دي، هغوی چې مونږ ته یې شریعت او د دین بنسټونه رانقل کړي دي لکه: لمونځ، زکات، روژه، حج، جهاد، او ورپسې نور حکمونه لکه: نکاح، طلاق، بیوع، حلال او حرام». الابانة الکبری، ابن بطة (7/201)) (دا حدیث بخاري (1145)، مسلم (758)، ابو داود (1315)، ترمذي (446) او ابن ماجه (۱۳۶۶) روایت کړی دی.

موږ د رب العالمین لپاره د معیت (ملتیا) په صفت ایمان لرو چې الله -تعالی- په خپل علم، احاطې او مشیئت سره د خپل مخلوق سره مل دی، او الله تعالی ته د دې صفت په ثبوت باندې قرآن او سنت دلالت کوي، الله تعالی فرمایلي: {أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ مَا يَكُونُ مِن نَّجْوَى ثَلاَثَةٍ إِلاَّ هُوَ رَابِعُهُمْ وَلاَ خَمْسَةٍ إِلاَّ هُوَ سَادِسُهُمْ وَلاَ أَدْنَى مِن ذَلِكَ وَلاَ أَكْثَرَ إِلاَّ هُوَ مَعَهُمْ أَيْنَ مَا كَانُوا ثُمَّ يُنَبِّئُهُم بِمَا عَمِلُوا يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّ اللَّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيم} (آیا ته نه يې خبر چې بېشكه الله پوهېږي په هر هغه څه چې په آسمانونو كې دي او په هر هغه څه چې په ځمكه كې دي، نه وي هېڅ پټه مشوره د درې كسانو مګر هغه (الله) د دوى څلورم وي او نه د پنځو كسانو مګر هغه د دوى شپږم وي او نه له دې نه د كمو وي او نه (له دې نه) د زیاتو مګر هغه له دوى سره وي، دوى چې هر چېرې وي، بیا به هغه د قیامت په ورځ دوى په هغو عملونو خبر كړي چې دوى كړي دي، بېشكه الله په هر شي باندې ښه پوه دى). [المجادلة سورت: 7 آیت].

او پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «ارْبَعُوا عَلَى أَنْفُسِكُمْ، إِنَّكُمْ لَا تَدْعُونَ أَصَمَّ وَلَا غَائِبًا، إِنَّكُمْ تَدْعُونَ سَمِيعًا قَرِيبًا، وَهُوَ مَعَكُمْ». "اې خلکو! په خپلو ځانونو رحم وکړئ؛ تاسو کوڼ او غایب -ذات- نه رابلئ ، بلکه تاسو اوریدونکی، نږدې -ذات- رابلئ په داسې حال کې چې هغه تاسو سره مل دی". بخاري (4205)، مسلم (2704)، ابوداود (1526) او ترمذي (3461) روايت کړی دی.

او دا معیت (ملتیا) دوه ډوله دی:

ځانګړی معیت (ملتیا) چې دا د الله تعالی د ولیانو او پیغمبر علیهم السلام لپاره ثابته ده او معنا یې مرسته او تایید دی، الله - تعالی - فرمایلي: {قَالَ لاَ تَخَافَا إِنَّنِي مَعَكُمَا أَسْمَعُ وَأَرَى} (ویې ویل: تاسو مه وېرېږئ، بېشكه زه له تاسو دواړو سره یم، زه اورم او زه وینم). [طه سورت: 46 آیت].

او عام معیت (ملتیا) یعنې دا چې الله - تعالی - د ټولو مخلوقاتو سره دی، مؤمن او کافر یې، الله تعالی فرمایلي: {وَهُوَ مَعَكُمْ أَيْنَ مَا كُنتُمْ} (او دغه (الله ) له تاسو سره دى (په اعتبار د علم او د قدرت)، هر چېرې چې تاسو یئ). [الحديد سورت : 4 آیت]، او د دې معییت (ملتیا) معنی ده : یعنې- هغه ذات - په علم، احاطې، قدرت او واکمنۍ تاسو سره دی.

او دا معیت (ملتیا) د الله تعالی د علو (لوړوالي) سره په ټکر کې نده؛ ځکه د دې معنا -لکه وړاندې چې د علماوو په اجماع سره وویل شو چې په علم او احاطې سره: یعنې دا چې الله تعالی په علم او احاطې سره د خپلو مخلوقاتو سره دی.

او د هغه متعال ذات له صفتونو څخه : العجب دی، أبو هریرة -رضي الله عنه- له نبي- صلی الله علیه وسلم- څخه روایت کوي فرمایي: «عَجِبَ اللَّهُ مِنْ قَوْمٍ يَدْخُلُونَ الجَنَّةَ فِي السَّلَاسِلِ». «الله - جل جلاله - هغه قوم ته تعجب وکړ چې جنت ته په ځنځیرونو تړلي ننوځي». بخاري (3010) او ابوداود (2677) روایت کړی. او له عقبة بن عامر - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې: د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه مې اوریدلي دي چې فرمایل یې: «يَعْجَبُ رَبُّكُمْ مِنْ رَاعِي غَنَمٍ فِي رَأْسِ شَظِيَّةٍ بِجَبَلٍ، يُؤَذِّنُ بِالصَّلَاةِ، وَيُصَلِّي، فَيَقُولُ اللَّهُ عز وجل: انْظُرُوا إِلَى عَبْدِي هَذَا يُؤَذِّنُ، وَيُقِيمُ الصَّلَاةَ، يَخَافُ مِنِّي، قَدْ غَفَرْتُ لِعَبْدِي، وَأَدْخَلْتُهُ الْجَنَّةَ». «ستا پروردګار د غره په څوکه کې هغه شپانه ته تعجب کوي چې د لمانځه لپاره اذان کوي ​​او لمونځ کوي، نو الله تعالی فرمایي: زما دې بنده ته وګورئ چې اذان کوي ​​او لمونځ کوي، له ما څخه ویریږي، ما خپل بنده ته بخښنه وکړه. او جنت ته مې داخل کړ». (ابوداود (1203)، نسائي (666)، احمد (17312) او ابن ابي عاصم په سنن (584) او روياني (232) روايت کړی دی.

او مونږ ایمان لرو چې د قیامت په ورځ به مؤمنان خپل رب ګوري، لکه څرنګه چې قرآن او متواترو اخبارو پرې زمونږ له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه خبر ورکړی دی په هغه څه کې چې هغه پرې مؤمنانو ته زیری ورکړی دی چې هغوی به خپل رب په ښکاره توګه د قیامت په ورځ ګوري. او دا -قسم په الله- د جنتیانو لپاره تر ټولو ستر نعمت دی، الله تعالی فرمایلي: {وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ نَّاضِرَة * (څه مخونه (د مومنانو) به په دغه ورځ (د قیامت) ترو تازه وي. إِلَى رَبِّهَا نَاظِرَة} او خپل رب ته به کتونکي (دیدار کوونکي) وي) [القيامة سورت: 22، 23 آیتونه]. او الله تعالی فرماېلي دي: {لِّلَّذِينَ أَحْسَنُواْ الْحُسْنَى وَزِيَادَةٌ} (د هغو كسانو لپاره چې نېكي يې كړي ده ډېره نېكه بدله ده(جنت) او زیادت (د الله لیدل). [يونس سورت: 26 آیت]. او د الله - تعالی - دا وینا: {كَلاَّ إِنَّهُمْ عَن رَّبِّهِمْ يَوْمَئِذٍ لَّمَحْجُوبُون} (داسې نه ده په كار، بېشكه دوى به په دغې ورځ كې له خپل رب نه یقینًا په حجاب (بند) كړى شوي وي). [المطففين سورت: 15 آیت]. او یقینا چې د امام مالک څخه پوښتنه وشوه نو ورته وویل شو: ای أبو عبد الله: آیا منافقان به د قیامت په ورځ خپل رب ګوري؟ نو هغه وویل: که چېرته مؤمنانو د قیامت په ورځ خپل رب نه لیده نو الله تعالی به کافران په حجاب سره نه رټلي چې فرمایلي یې دي: {كَلاَّ إِنَّهُمْ عَن رَّبِّهِمْ يَوْمَئِذٍ لَّمَحْجُوبُون} (داسې نه ده په كار، بېشكه دوى به په دغې ورځ كې له خپل رب نه یقینًا په حجاب (بند) كړى شوي وي). (شرح أصول اعتقاد أهل السنة (2/468).)

وعن أبي سعيد الخدري رضي الله عنه قَالَ: قُلْنَا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، هَلْ نَرَى رَبَّنَا يَوْمَ القِيَامَةِ؟ قَالَ: «هَلْ تُضَارُونَ فِي رُؤْيَةِ الشَّمْسِ وَالقَمَرِ إِذَا كَانَتْ صَحْوًا؟»، قُلْنَا: لَا، قَالَ: «فَإِنَّكُمْ لَا تُضَارُونَ فِي رُؤْيَةِ رَبِّكُمْ يَوْمَئِذٍ، إِلَّا كَمَا تُضَارُونَ فِي رُؤْيَتِهِمَا»، ثُمَّ قَالَ: «يُنَادِي مُنَادٍ: لِيَذْهَبْ كُلُّ قَوْمٍ إِلَى مَا كَانُوا يَعْبُدُونَ، فَيَذْهَبُ أَصْحَابُ الصَّلِيبِ مَعَ صَلِيبِهِمْ، وَأَصْحَابُ الأَوْثَانِ مَعَ أَوْثَانِهِمْ، وَأَصْحَابُ كُلِّ آلِهَةٍ مَعَ آلِهَتِهِم، حَتَّى يَبْقَى مَنْ كَانَ يَعْبُدُ اللَّهَ، مِنْ بَرٍّ أَوْ فَاجِرٍ، وَغُبَّرَاتٌ مِنْ أَهْلِ الكِتَابِ، ثُمَّ يُؤْتَى بِجَهَنَّمَ تُعْرَضُ كَأَنَّهَا سَرَابٌ، فَيُقَالُ لِلْيَهُودِ: مَا كُنْتُمْ تَعْبُدُونَ؟ قَالُوا: كُنَّا نَعْبُدُ عُزَيْرَ ابْنَ اللَّهِ، فَيُقَالُ: كَذَبْتُمْ، لَمْ يَكُنْ لِلَّهِ صَاحِبَةٌ وَلَا وَلَدٌ، فَمَا تُرِيدُونَ؟ قَالُوا: نُرِيدُ أَنْ تَسْقِيَنَا، فَيُقَالُ: اشْرَبُوا، فَيَتَسَاقَطُونَ فِي جَهَنَّمَ، ثُمَّ يُقَالُ لِلنَّصَارَى: مَا كُنْتُمْ تَعْبُدُونَ؟ فَيَقُولُونَ: كُنَّا نَعْبُدُ المسِيحَ ابْنَ اللَّهِ، فَيُقَالُ: كَذَبْتُمْ، لَمْ يَكُنْ لِلَّهِ صَاحِبَةٌ، وَلَا وَلَدٌ، فَمَا تُرِيدُونَ؟ فَيَقُولُونَ: نُرِيدُ أَنْ تَسْقِيَنَا، فَيُقَالُ: اشْرَبُوا، فَيَتَسَاقَطُونَ فِي جَهَنَّمَ، حَتَّى يَبْقَى مَنْ كَانَ يَعْبُدُ اللَّهَ مِنْ بَرٍّ أَوْ فَاجِرٍ، فَيُقَالُ لَهُمْ: مَا يَحْبِسُكُمْ، وَقَدْ ذَهَبَ النَّاسُ؟ فَيَقُولُونَ: فَارَقْنَاهُمْ، وَنَحْنُ أَحْوَجُ مِنَّا إِلَيْهِ اليَوْمَ، وَإِنَّا سَمِعْنَا مُنَادِيًا يُنَادِي: لِيَلْحَقْ كُلُّ قَوْمٍ بِمَا كَانُوا يَعْبُدُونَ، وَإِنَّمَا نَنْتَظِرُ رَبَّنَا، قَالَ: فَيَأْتِيهِمُ الجَبَّارُ فِي صُورَةٍ غَيْرِ صُورَتِهِ الَّتِي رَأَوْهُ فِيهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ، فَيَقُولُ: أَنَا رَبُّكُمْ، فَيَقُولُونَ: أَنْتَ رَبُّنَا، فَلَا يُكَلِّمُهُ إِلَّا الأَنْبِيَاءُ، فَيَقُولُ: هَلْ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُ آيَةٌ تَعْرِفُونَهُ؟ فَيَقُولُونَ: السَّاقُ، فَيَكْشِفُ عَنْ سَاقِهِ، فَيَسْجُدُ لَهُ كُلُّ مُؤْمِن». او له أبو سعید الخدري -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې: مونږ وویل: ای د الله رسوله ! آیا مونږ به د قیامت په ورځ خپل رب ګورو؟ ویې فرمایل: «آیا تاسو ته د لمر او سپوږمۍ په لیدلو کې کوم تکلیف رسیږي کله چې اسمان صاف وي؟»، مونږ وویل: نه، ویې فرمایل: «نو تاسو به هم په دغه ورځ د خپل رب په لیدلو کې نه تکلیف کیږئ، مګر دومره؛ لکه څومره چې تاسو د دې دواړو په لیدلو کې تکلیف کیږئ»، بیا یې وویل: یو آواز کوونکی به آواز وکړي: هر أمت دې هغه څه ته ورشي چې د هغه عبادت یې کاوه، نو صلیبیان به خپل صلیب سره لاړ شي، او د بوتانو خاوندان د خپلو بوتانو سره، او د هر معبود خاوندان د خپلو باطلو معبودانو سره، تر دې چې هغه څوک پاتې شي چې د یو الله عبادت کوي له فاجر او فاسق څخه، او پاتې شوني له اهل کتابو څخه، بیا به جهنم راوړل شي، خلکو ته به داسې ښکاري لکه په صحرا کې چې شګې ځلیږي، نو یهودو ته به وویل شي: تاسو د څه شي عبادت کاوه؟ هغوی به ووایي: مونږ د عزیر؛ د الله د زوی عبادت کاوه، نو ورته به وویل شي: دروغ مو وویل: الله تعالی نه مېرمن او نه زوی درلوده، نو څه غواړئ؟ وبه وایي: مونږ غواړو چې اوبه راکړې، ورته به وویل شي: وڅښئ، نو په جهنم کې به ورلویږي، بیا به نصاراو ته وویل شي: تاسو د څه شي عبادت کاوه؟ هغوی به ووایي: مونږ د الله د زوی؛ مسیح عبادت کاوه، نو ورته به وویل شي: دروغ مو وویل: الله کومه مېرمن او یا زوی نه درلوده، نو څه غواړئ؟ نو وبه وایي: مونږ غواړو چې اوبه راکړې، ورته به وویل شي: وڅښئ، نو په جهنم کې به ورلویږي، تر دې چې هغه څوک پاتې شي چې د الله عبادت یې کاوه، له نیکانو او فاجرانو څخه، نو ورته به وویل شي: څه شي ایسار کړي یاست حال دا چې ټول خلک لاړل؟ نو هغوی به ووایي: مونږ ترې جلا شو، حال دا چې مونږ ورته نن ورځ ډیر محتاج یو له هغوي څخه مونږ ته. مونږ یو آواز کوونکی واوریده چې آواز یې کاوه: هر امت دی هغه څه ته ځان ورسوي چې د هغه عبادت یې کاوه، او یقینا مونږ خپل رب ته انتظار یو، وایې: نو جبار ذات به ورته په داسې یو شکل کې راشي چې لومړی ځل یې پرې نه و لیدلی، نو وبه وایي: زه ستاسو رب یم، نو دوی به ووایي: ته زمونږ رب یې، نو خبرې به ورسره نه کوي مګر پیغمبران، فرمایي: آیا ستاسو او د هغه تر منځ کومه نخښه شته؟ نو وایي: ساق (پنډۍ) نو خپله پنډۍ به ورته لوڅه کړي، نو هر مؤمن به ورته سجده وکړي». (بخاري (۷۴۳۹) او مسلم (۱۸۳) روایت کړی دی.

او هغه - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «إِنَّكُمْ سَتَرَوْنَ رَبَّكُمْ، كَمَا تَرَوْنَ هَذَا القَمَرَ، لَا تُضَامُّونَ فِي رُؤْيَتِهِ». «یقینا ژر دی چې تاسو به خپل رب داسې ووینئ لکه څرنګه چې دا سپوږمۍ وینئ، او په لیدلو کې یې تاسو ته کومه سختي نه وي (یعنې ټیل ماټیل پکې نه کوئ)». بخاري (۵۵۴)، مسلم (۶۳۳)، ابوداود (۴۷۲۹)، ترمذي (۲۵۵۱) او ابن ماجه (۱۷۷) روایت کړی.

وعن أبي هريرة رضي الله عنه: أَنَّ النَّاسَ قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، هَلْ نَرَى رَبَّنَا يَوْمَ القِيَامَةِ؟ قَالَ: «هَلْ تُمَارُونَ فِي القَمَرِ لَيْلَةَ البَدْرِ لَيْسَ دُونَهُ سَحَابٌ؟» قَالُوا: لَا يَا رَسُولَ اللَّهِ، قَالَ: «فَهَلْ تُمَارُونَ فِي الشَّمْسِ لَيْسَ دُونَهَا سَحَابٌ» قَالُوا: لَا، قَالَ: «فَإِنَّكُمْ تَرَوْنَهُ كَذَلِكَ، يُحْشَرُ النَّاسُ يَوْمَ القِيَامَةِ، فَيَقُولُ: مَنْ كَانَ يَعْبُدُ شَيْئًا فَلْيَتَّبِعْ، فَمِنْهُمْ مَنْ يَتَّبِعُ الشَّمْسَ، وَمِنْهُمْ مَنْ يَتَّبِعُ القَمَرَ، وَمِنْهُمْ مَنْ يَتَّبِعُ الطَّوَاغِيتَ، وَتَبْقَى هَذِهِ الأُمَّةُ فِيهَا مُنَافِقُوهَا، فَيَأْتِيهِمُ اللَّهُ، فَيَقُولُ: أَنَا رَبُّكُمْ، فَيَقُولُونَ: هَذَا مَكَانُنَا حَتَّى يَأْتِيَنَا رَبُّنَا، فَإِذَا جَاءَ رَبُّنَا عَرَفْنَاهُ، فَيَأْتِيهِمُ اللَّهُ، فَيَقُولُ: أَنَا رَبُّكُمْ، فَيَقُولُونَ: أَنْتَ رَبُّنَا، فَيَدْعُوهُمْ، فَيُضْرَبُ الصِّرَاطُ بَيْنَ ظَهْرَانَيْ جَهَنَّمَ، فَأَكُونُ أَوَّلَ مَنْ يَجُوزُ مِنَ الرُّسُلِ بِأُمَّتِهِ، وَلَا يَتَكَلَّمُ يَوْمَئِذٍ أَحَدٌ إِلَّا الرُّسُلُ، وَكَلَامُ الرُّسُلِ يَوْمَئِذٍ: اللَّهُمَّ سَلِّمْ سَلِّمْ». او له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې خلکو وویل: ای د الله رسوله! آیا مونږ به د قیامت په ورځ خپل رب ګورو؟ هغه وویل: آیا تاسو د څوارلسمۍ شپې د سپوږمۍ لیدلو کې کوم شک کوئ کله چې پرده پرې نه وي؟ هغوی وویل: نه، ای د الله رسوله! هغه وفرمایل: آیا تاسو په لمر لیدلو کې شک کوئ کله چې یې مخته پرده نه وي، هغوی ویل: نه! ویې فرمایل: نو تاسو به یې هم همداسې ګورئ، خلک به د قیامت په ورځ راپاڅیږي، نو وبه وایي: چا چې د هر شي عبادت کاوه د هغه پيروي دې وکړي، نو لدوی څخه به ځینې د لمر پیروي وکړي، او لدوی څخه به ځینې د سپوږمۍ پیروي وکړي، او لدوی څخه به ځینې د شیطانانو پيروي وکړي او دا امت به پاتې شي چې پدې ګې به یې منافقان هم وي، نو الله تعالی به ورته راشي ورته به ووایي: زه ستاسو رب یم، نو هغوی به ووایي: دا زمونږ ځای دی تر څو مونږ ته زمونږ رب راشي، نو کله چې زمونږ رب راشي مونږ یې پیژنو، نو الله تعالی به ورته راشي، نو وبه وایي: زه ستاسو رب یم، هغوی به ورته ووايي: ته زمونږ رب یې، نو هغوی به یې راوبلي، نو د جهنم پر ملا به پل ووهل شي، نو زه به لومړی هغه کس یم چې له پيغمبرانو څخه خپل امت له صراط څخه تیروي، او په دغه ورځ به له پیغمبرانو پرته نور هیڅوک خبرې نه کوي، او د پیغمبرانو وینا به په دغه ورځ دا وي: اللهم سلم سلم. ای الله ومو ساتې ومو ساتې». بخاري (806)، مسلم (182)، ابوداود (4730)، ترمذي (2554) او ابن ماجه (178) روایت کړی دی.

د متعال رب د لیدلو حدیثونه -الحمد لله- د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په متواتر ډول راغلي دي، او د الله -تعالی- پدې وینا کې لیدل ندي نفي شوي. ځکه چې دا په دنیا کې دي الله تعالی فرمایلي: {قَالَ رَبِّ أَرِنِي أَنظُرْ إِلَيْكَ قَالَ لَن تَرَانِي وَلَـكِنِ انظُرْ إِلَى الْجَبَلِ فَإِنِ اسْتَقَرَّ مَكَانَهُ فَسَوْفَ تَرَانِي} [الأعراف سورت: ١٤٣ آیت]، (ويې ويل: اى زما ربه! ته ما ته (خپل ځان) وښیه چې زه تا ووینم، رب وویل: ته به ما (په دنیا كې) له سره ونه وینې او لېكن ته غر ته وګوره، نو كه چېرې هغه پر خپل ځاى ثابت پاتې شو، نو بيا به ته ما خامخا ووینې). دا هغه څه ته ورته دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ابوذر رضي الله عنه ته په ځواب کې وویل، کله چې هغه له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه وپوښتل: آیا تا خپل رب لیدلی دی؟ هغه وفرمایل: : «رڼا وه نو کله ما هغه لیدلی شو»، مسلم (178) او ترمذي (3282) روایت کړی. نو زمونږ پېغمبر محمد - صلى الله عليه وسلم - د اسراء (اسمان ته ختلو) په شپه خپل رب ندی لیدلی؛ الله جل جلاله موږ ته د هغه نښانو په اړه خبر راکړی دی چې الله تعالی پرې د اسراء په شپه د هغه عزت او اکرام کړی دی، نو الله تعالی فرمایلي: {سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلاً مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ البَصِير} . (هغه ذات لره پاكي ده چې خپل بنده يې د شپې په یوه لږه برخه كې له مسجد حرام نه مسجد اقصٰى ته بوتلو، هغه (مسجد اقصٰى) چې مونږ د هغه ګېرچاپېره بركت اچولى دى، د دې لپاره چې مونږ هغه ته له خپلو نښو څخه ځینې وښیو، بېشكه هم هغه ښه اورېدونكى، ښه لېدونكى دی). [الإسراء سورت : 1 آیت]. او الله -تعالی- دا نه دي ذکر کړي چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- خپل رب لیدلی دی او که هغه خپل رب لیدلی وای نو الله -تعالی- به پر هغه -صلی الله علیه وسلم- د نعمت په توګه ذکر کړی و.

او همدا رنګه د الله تعالی دا وینا: {لاَّ تُدْرِكُهُ الأَبْصَارُ وَهُوَ يُدْرِكُ الأَبْصَارَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِير} (نشي را لاندې کولی الله -تعالی- لره نظرونه (سترګي) او هغه الله -تعالی- خو را لاندې کوي ټول نظرونه (د مخلوق) او الله تعالی ډیر باریک بین خبردار ذات دی). [الأنعام سورت: 103 آیت]، د الله - تعالی - لیدل نه نفي کوي؛ ځکه چې ادراک په لید اضافه معنی ده. او همدا رنګه: لدې آيت څخه مخكې آيتونه پر توحيد د ټینګار په موخه او له الله -تعالی- څخه د اولاد د نفي کولو په سیاق کې راغلي دي، نه دا چې د بیا ژوندي کیدو په اړه د خبر ورکولو په موخه راغلي چې د الله تعالی د لیدو سره تړاو ولري.

دارمي - رحمه الله - فرمایلي دي: «دا ټول حدیثونه او يا -ډیری یې- په قیامت کې د الله تعالی -د لیدلو په اړه روایت شوي دي، د دې -حدیثونو- په منلو او باور کولو مو له خپلو شیخانو څخه د فقهې او بصیرت خاوندان لاندې کړي دي، او له پخوا نه یې مسلمانان تر دې دمه روایتوي او ایمان پرې لري، نه یې ردوي او نه ترې انکار کوي، او چا چې له بې لارې خلکو څخه ترې انکار کړی دی د هغوی نسبت یې لارورکو ته کړی دی، بلکه د هغوی (مؤمنانو) تر ټولو لویه هیله او په زړونو کې یې د الله د لوی ثواب هیله د خپل خالق مخ ته کتل دي، تر دې چې د جنت له نعمتونو څخه هیڅ شی ورسره نه برابروي». الرد على الجهمية، د الدارمي (ص: 122).

د مفسرینو امام ابن جریر الطبري رحمه الله فرمایلي: «او د الله - تعالی - د لیدلو په اړه سمه خبره دا ده چې مؤمنان به د قيامت په ورځ خپل رب ويني دا زموږ هغه دين دی چې مونږ پرې الله تعالی ته غاړه ایښودلې ده او په همدې عقیده مو اهل سنت والجماعت لاندې کړي دي. هغه -خبره- دا ده چې: جنتیان به یې ګوري؛ د هغه کره أخبارو په روایت چې له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه راغلي دي». صريح السنة، د الطبري (20 مخ).

ابن بطة رحمه الله فرمایلي: «او یقینا دوی له رؤیت څخه په انکار کولو د هغه د ربوبیت د بطلان اراده کړې ده؛ ځکه کله چې دوی په رؤیت اقرار وکړ، نو په ربوبیت یې اقرار کړی دی؛ ځکه چې الله تعالی د هغه چا ثواب چې په غیبو کې په هغه ایمان ولري نیغ په نیغه لیدل ګرځولی دی (یعنې چې ګوري به یې)». الإبانة الكبرى،د ابن بطة (2/ 7).

او ولید بن مسلم رحمه الله وایي: له اوزاعي، مالک ابن أنس، سفیان الثوري او لیث بن سعد څخه مې د دې حدیثونو او داسې نورو په اړه پوښتنه وکړه چې د -الله تعالی- د لیدلو یادونه پکې شوې ده، نو هغوی وویل: «څرنګه چې راغلي همغسې یې تېر کړه». الصفات، د الدارقطني ( 75: مخ).

او مونږ الله - تعالی - ته وجه (مخ) ثابتوو څرنګه چې د هغه د جلال او عظمت سره ښایې، لکه څرنګه چې الله - تعالی - فرمایلي: { كُلُّ شَيْءٍ هَالِكٌ إِلاَّ وَجْهَهُ لَهُ الْحُكْمُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُون} (د هغه له مخ نه غیر هر څیز فنا كېدونكى دى حكم خاص د هغه لپاره دى او خاص هغه ته به تاسو بېرته ورګرځولی شئ). [القصص سورت: 88 آیت]. او الله تعالی فرمایلي دي: وَيَبْقَى وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلاَلِ وَالإِكْرَام} (او باقي به پاتې شي ستا د رب مخ چې د جلال او د عزت خاوند دى). [الرحمن سورت: 27 آیت]. او الله تعالی فرمایلي: {وَالَّذِينَ صَبَرُواْ ابْتِغَاء وَجْهِ رَبِّهِمْ} (او هغه كسان چې د خپل رب د مخ لټونې لپاره يې صبر كړى دى). [الرعد سورت: 22 آیت]، او فرمایلي یې دي: {إِلاَّ ابْتِغَاء وَجْهِ رَبِّهِ الأَعْلَى} (مګر د خپل رب د مخ لټونې لپاره چې تر ټولو اوچت دى). [الليل سورت: 20 آیت]، او الله تعالی فرماېلي دي: {يُرِيدُونَ وَجْهَهُ} (د الله مخ غواړي). [الأنعام سورت: 52 آیت]. او له نبي - صلی الله علیه وسلم - څخه روایت دی چې هغه فرمایلي دي: «جَنَّتَانِ مِنْ فِضَّةٍ، آنِيَتُهُمَا وَمَا فِيهِمَا، وَجَنَّتَانِ مِنْ ذَهَبٍ، آنِيَتُهُمَا وَمَا فِيهِمَا، وَمَا بَيْنَ القَوْمِ وَبَيْنَ أَنْ يَنْظُرُوا إِلَى رَبِّهِمْ إِلَّا رِدَاءُ الكِبْرِ عَلَى وَجْهِهِ فِي جَنَّةِ عَدْنٍ». «دوه جنتونه دي د سپینو زرو، لوښې یې او څه چې پکې دي او دوه جنتونه دي د سرو زرو؛ لوښې یې او څه چې پکې دي، او د خلکو او رب د لیدلو تر منځه یې هیڅ نشته پرته د لویۍ (کبر) له یوې پردې څخه چې په تلپاتې جنت کې یې پر مخ ده». بخاري (۴۸۷۸)، مسلم (۱۸۰)، ترمذي (۲۵۲۸) او ابن ماجه (۱۸۶) روایت کړی دی.

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «إِنَّ اللهَ عز وجل لَا يَنَامُ، وَلَا يَنْبَغِي لَهُ أَنْ يَنَامَ، يَخْفِضُ الْقِسْطَ وَيَرْفَعُهُ، يُرْفَعُ إِلَيْهِ عَمَلُ اللَّيْلِ قَبْلَ عَمَلِ النَّهَارِ، وعمل النَّهَارِ قَبْلَ عَمَلِ اللَّيْلِ، حِجَابُهُ النُّورُ لَوْ كَشَفَهُ لَأَحْرَقَتْ سُبُحَاتُ وَجْهِهِ مَا انْتَهَى إِلَيْهِ بَصَرُهُ مِنْ خَلْقِهِ». «یقینا الله –تعالی- نه ویده کيږي، او هغه لره نه ښایي چې ويده شي، د بندګانو رزق ښکته او پورته کوي، د ورځې له عمل څخه مخکې د شپې عمل ورته پورته کیږي، او د شپې له عمل څخه مخکې د ورځې عمل ورته پورته کیږي، د هغه پرده رڼا -نور– ده، که هغه لرې کړي، نو د هغه د مخ وړانګې به ټول هغه څه وسوځوي تر کوم ځایه یې چې له مخلوقاتو څخه لید رسیږي». (مسلم (179) او ابن ماجه (195، 196) روایت کړی دی.

او أبو عثمان الصابوني رحمه الله فرمایلي دي: «او همداسې په ټولو صفتونو کې وایې چې قرآن پرې نازل شوی او په صحیحه أخبارو سره راغلي دي لکه السمع (اوریدل)، البصر(لیدل)، العين (سترګه)، الوجه (مخ)، العلم (پوهه)،القوة (ځواک) القدرة (قدرت)، العزة(عزت)‍، العظمة (لویي)، الإرادة (اراده)، المشيئة (مشیئت / خوښه)، القول (وینا)، الكلام (خبرې)، الرضى،(خوښي) والسخط (غصه) والحياة (ژوند) واليقظة (ویښ والی) والفرح( خوشحالي) والضحك (خندا) او داسې نور پرته لدې چې د مخلوقاتو او مملوکانو له صفتونو سره تشبیه ورکړل شي، بلکې په اړه یې په هغه څه بسنه کوي چې الله او رسول یې -صلی الله علیه وسلم- یې په اړه وینا کړې وي، پرته له دې چې څه پرې ورزیات کړي یا یو څه ورسره ورزیات کړي؛ نو نه د کیفیت، نه د څه شي سره تشبیه، نه تحریف، نه تبدیل، نه تغییر، نه د خبر د لفظ له منځه وړل تر څو له هغه معنا څخه بدلون ومومي چې عرب یې پرې پیژني او یا ورته ناوړه تاویل پیدا کړي، او یا یې په ظاهر حمل کړي، او په اړه یې پوهه الله تعالی ته منسوبه کړي، او پدې اقرار وکړي چې په تاویل یې له الله پرته بل څوک نه پوهیږي، لکه څرنګه چې الله تعالی په علم کې د بارسوخه خلکو څخه خبر ورکړی دی چې هغوی د الله تعالی په دې وینا کې وایي: {وَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آمَنَّا بِهِ كُلٌّ مِّنْ عِندِ رَبِّنَا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلاَّ أُوْلُواْ الألْبَاب} (او هغه كسان چې په علم كې پاخه دي؛ هغوى وايي: مونږ پر ده ایمان راوړى دى، ټول (محكم او متشابه آیتونه) زمونږ د رب له جانبه دي، او نصیحت نه اخلي مګر د صفا عقل خاوندان). [آل عمران سورت: 7 آیت]». عقيدة السلف أصحاب الحديث، د أبو عثمان الصابوني (16، 17 مخ).

او د هغه سپیڅلي او متعال ذات له صفتونو څخه: د ید (لاس) صفت دی چې په بېلابیلو طریقو یې په اړه په قرآن او سنت کې یادونه شوې ده، کله د تثنیې په ډول او کله الله تعالی خبر ورکوي چې هغه یې راټولوي او غوړوي، او دا چې هغه متعال ذات ځمکه په قبضه کې نیسي او آسمانونه په ښي لاس کې نچه کوي، او کله یې داسې یادونه شوې چې هغه (لاس) د ګوتو درلودونکی دی، او دا ټول ثابتوي چې هغه لاس چې په قرآن او سنت کې یې یادونه شوې ده؛ حقیقي لاس دی چې د الله د شان سره ښایې، مونږ یې په تأویلولو، تشبیه کولو او د هغو آیتونو او حدیثونو په تحریف کولو ځان نه تکلیفوو، چې دلالت پرې کوي، حق ذات فرمایلي: {قَالَ يَا إِبْلِيسُ مَا مَنَعَكَ أَن تَسْجُدَ لِمَا خَلَقْتُ بِيَدَيَّ أَسْتَكْبَرْتَ أَمْ كُنتَ مِنَ الْعَالِين} [(الله) وویل: اى ابليسه! ته هغه كس ته له سجدې كولو نه څه شي منع كړې، چې ما پخپلو دواړو لاسونو پیدا كړى دى؟ آیا تا لويي وكړه، یا ته (له شروع نه) د لوړو اوچتو خلقو ځنې يې؟]. [ص سورت: 75 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {إِنَّ الَّذِينَ يُبَايِعُونَكَ إِنَّمَا يُبَايِعُونَ اللَّهَ يَدُ اللَّهِ فَوْقَ أَيْدِيهِمْ} (بېشكه هغه كسان چې له تا سره بیعت كوي، بېشكه همدا خبره ده چې دوى خو له الله سره بیعت كوي، د الله لاس د دوى د لاسونو له پاسه دى). [الفتح سورت: 10 آیت]، حق ذات فرمایلي دي: {وَمَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ وَالأَرْضُ جَمِيعًا قَبْضَتُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَالسَّماوَاتُ مَطْوِيَّاتٌ بِيَمِينِهِ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُون} (او دغو (مشركانو) د الله تعظیم ونه كړ د هغه حق تعظیم، حال دا چې ځمكه ټوله د ده په قبضه كې ده د قیامت په ورځ كې او اسمانونه د ده په ښي لاس كې رانغاړل (راټول كړى) شوي دي، ده لره پاكي ده او هغه ډېر اوچت دى له هغو څیزونو نه چې دوى يې (له هغه سره) شریكوي). [الزمر سورت: 67 آیت].

او له أبو هریرة -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي: «احْتَجَّ آدَمُ وَمُوسَى عليهما السلام عِنْدَ رَبِّهِمَا، فَحَجَّ آدَمُ مُوسَى، قَالَ مُوسَى: أَنْتَ آدَمُ الَّذِي خَلَقَكَ اللهُ بِيَدِهِ، وَنَفَخَ فِيكَ مِنْ رُوحِهِ»، «موسی او آدم د خپل رب په وړاندې سره بحث وکړ، نو آدم پرې په دلیل کې برلاسی شو، موسی وویل: ته هغه آدم یې چې الله په خپل لاس پیدا کړې او په تا کې یې له خپل طرفه روح پو کړ»، (بخاري (۶۶۱۴)، مسلم (۲۶۵۲)، ابو داود (۴۷۰۱)، ترمذي (۲۱۳۴) او ابن ماجه (۸۰) روایت کړی. او په بل روایت کې راغلی چې: «احْتَجَّ آدَمُ وَمُوسَى، فَقَالَ لَهُ مُوسَى: يَا آدَمُ، أَنْتَ أَبُونَا خَيَّبْتَنَا وَأَخْرَجْتَنَا مِنَ الجَنَّةِ، قَالَ لَهُ آدَمُ: يَا مُوسَى اصْطَفَاكَ اللَّهُ بِكَلَامِهِ، وَخَطَّ لَكَ بِيَدِهِ». «موسی او آدم یو له بل سره دعوا وکړه، نو موسی ورته وویل: آی آدمه! ته زمونږ پلار یې، مونږ دې نا امیده کړو او له جنت څخه دې راوویستلو، آدم ورته وویل: ای موسی، ته الله په خپل کلام سره غوره کړی یې، او تورات یې درته په خپل لاس لیکلی». (بخاري (۶۶۱۴)، مسلم (۲۶۵۲)، ابو داود (۴۷۰۱)، ترمذي (۲۱۳۴) او ابن ماجه (۸۰) رواړی دی.

«په صحیح حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إِنَّ الْمُقْسِطِينَ عِنْدَ اللهِ عَلَى مَنَابِرَ مِنْ نُورٍ عَنْ يَمِينِ الرَّحْمَنِ عز وجل، وَكِلْتَا يَدَيْهِ يَمِينٌ، الَّذِينَ يَعْدِلُونَ فِي حُكْمِهِمْ وَأَهْلِيهِمْ وَمَا وَلُوا». «بیشکه عدل او انصاف کوونکي به د الله -تعالی- په وړاندې د رحمان ذات ښي اړخ ته وي، او دواړه لاسونه یې ښي دي (یعنې د کمال په لوړه مرتبه کې دي چې هیڅ نقصان په کې نشته) هغوی چې په خپلو پریکړو، کورنیو او د هغه چا سرپرستي چې ور په غاړه وي عدل او انصاف کوي». (مسلم (1827) او نسائی (5379) روایت کړی دی.

او أبو موسی - رضي الله عنه - له پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - څخه روایت کوي فرمایي: «إِنَّ اللهَ عز وجل يَبْسُطُ يَدَهُ بِاللَّيْلِ لِيَتُوبَ مُسِيءُ النَّهَارِ، وَيَبْسُطُ يَدَهُ بِالنَّهَارِ لِيَتُوبَ مُسِيءُ اللَّيْلِ، حَتَّى تَطْلُعَ الشَّمْسُ مِنْ مَغْرِبِهَا». «الله - تعالی - خپل لاس شپه مهال غوړوي تر څو د ورځې ګنهکار توبه وباسي، او د ورځې خپل لاس غوړوي تر څو د شپې ګنهکار توبه وباسي، تر دې چې لمر د لویدیځ له خوا راوخیژي». مسلم (2759). روایت کړی دی.

او په صحیح کې له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه روایت دی فرمایي: «أَرَأَيْتُمْ مَا أَنْفَقَ مُنْذُ خَلَقَ السَّمَاءَ وَالأَرْضَ؟ فَإِنَّهُ لَمْ يَغِضْ مَا فِي يَدِهِ، وَكَانَ عَرْشُهُ عَلَى الماء، وَبِيَدِهِ المِيزَانُ يَخْفِضُ وَيَرْفَعُ». «آیا خبر یاست چې د آسمانونو او ځمکې له پیدا کیدو راهیسې به یې څومره لګښت کړی وي؟ څه چې د هغه په لاس کې دي دغو لګښتونو ندي کم کړي، او د هغه عرش په اوبو باندې و، په لاس کې یې تله ده ښکته کول او پورته کول کوي (یعنې چاته عزت ورکوي او څوک ذلیل کوي، خو دا هر څه په عدل او انصاف سره کیږي)». (بخاري (4684)، مسلم (993)، ترمذي (3045)، او ابن ماجه (197) روایت کړی دی.

او له أبو هریرة -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «لَمَّا خَلَقَ اللَّهُ آدَمَ، وَنَفَخَ فِيهِ الرُّوحَ، عَطَسَ، فَقَالَ: الحَمْدُ لِلَّهِ، فَحَمِدَ اللَّهَ بِإِذْنِهِ...» إلى أن قال: «فَقَالَ اللَّهُ لَهُ وَيَدَاهُ مَقْبُوضَتَانِ: اخْتَرْ أَيَّهُمَا شِئْتَ، قَالَ: اخْتَرْتُ يَمِينَ رَبِّي، وَكِلْتَا يَدَيْ رَبِّي يَمِينٌ مُبَارَكَةٌ، ثُمَّ بَسَطَهَا، فَإِذَا فِيهَا آدَمُ وَذُرِّيَّتُهُ». «کله چې الله -تعالی- آدم پیدا کړ، او روح یې پکې پو کړ، پرنجی یې وکړ، نو ویې وییل: الحمد لله، نو د الله په اجازه یې د هغه ستاینه وکړه...» تر دې چې وایي: « نو الله تعالی ورته وویل پداسې حال کې چې دواړه لاسونه یې قبضه کړي وو: یو له دې دواړو څخه وټاکه، ویې وییل: د رب ښی لاس مې ټاکلی دی او زما د رب دواړه لاسونه ښي او برکت والا دي، بیا یې پرانیستل، ګوري چې آدم او اولاده یې پکې ده». ترمذي (3368)، ابن ابي عاصم په سنن (596)، البزار (8194) او النسائي په الکبری (9977) کې روایت کړی دی.

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «إِنَّ قُلُوبَ بَنِي آدَمَ كُلَّهَا بَيْنَ إِصْبَعَيْنِ مِنْ أَصَابِعِ الرَّحْمَنِ، كَقَلْبٍ وَاحِدٍ يُصَرِّفُهُ حَيْثُ يَشَاءُ». «په حقیقت کې د بني ادم زړونه د رحمن -ذات- د دواړو ګوتو تر منځ داسې دي لکه یو زړه کوم طرف ته چې وغواړي همغه طرف ته یې اړوي». مسلم (2654). روایت کړی دی.

او عبدالله ابن امام احمد په خپل کتاب "السنة" کې په خپل سند سره له وکیع څخه روایت کړی ویلي یې دي: «موږ دا حدیثونه په هغه ډول منلي لکه څرنګه چې راغلي دي او نه وایو چې: دا څنګه؟ او نه دا چې دا ولي؟ یعنې لکه دابن مسعود - رضي الله عنه- د خبرې په څېر: «إن الله عز وجل يحمل السموات على أصبع، والجبال على إصبع»، «الله - تعالی - آسمانونه په یوه ګوته بار کړي، او غرونه په بله»، او دا حدیث چې پیغمبر - صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «إِنَّ قُلُوبَ بَنِي آدَمَ كُلَّهَا بَيْنَ إِصْبَعَيْنِ مِنْ أَصَابِعِ الرَّحْمَنِ». "یقینا د بني ادمو زړونه د رحمن - ذات - له ګوتو څخه د دوو ګوتو تر منځه دي". مسلم (2654) روایت کړی دی. او دې ته ورته نور حدیثونه. السنة، د عبدالله بن أحمد (1/267).

شریک -رحمه الله- د هغه چا په ځواب کې ویلي چې له هغه څخه یې د هغه چا په اړه پوښتنه وکړه چې د صفاتو په اړه د ځینو حدیثونو څخه انکار کوي: "هغه کسان چې دا حدیثونه یې راوړي هم هغه کسان دي چې قرآن یې راوړی او دا چې لمونځونه پنځه دي، د بیت الله حج او د رمضان روژه -دا ټول یې مونږ ته رانقل کړي- نو موږ الله تعالی نه پیژنو مګر پدې حدیثونو سره". السنة، د عبدالله بن أحمد (1/273).

حافظ ابن بطة رحمه الله - د دې حدیثونو له راوړلو وروسته چې الله رب العالمین ته د ید (لاس) صفت ثابتوي فرمایلي: «نو دا حدیثونه او هغه چې دې ته ورته دي او هغه چې د دې په معنا په بشپړ دین او پوره سنت کې راغلي دي: ایمان پرې لرل، منل یې، او له اعتراض پرته یې قبلول، او په روایت کې یې له (کیف) پرته د سلفو د آثارو پیروي کول، او پرته له (ولې) څخه یې منل -واجب دي-». الإبانة، د ابن بطة (3/313).

او لکه څرنګه یې چې ځان د کمال، جمال، جلال، عزت او لویۍ په صفتونو سره یاد کړی، همدارنګه یې له خپل ځان څخه د نقصان صفتونه نفي کړي دي، او د صفاتو نفي په قرآن کې اصل ندی؛ ځکه اصل د صفتونو ثبوت دی او قرآن او سنت د الله تعالی د صفتونو له یادولو څخه ډک دي لکه څرنګه چې د الله -تعالی- د جلال، لویۍ او کمال سره ښایي او متعال رب چې کله له خپل ځان څخه کوم صفت نفي کوي نو د دې لپاره یې نفي کوي تر څو یې د ضد په بیانولو سره ځانته کمال ثابت کړي، او یا ځکه کله چې انسانانو د نقصان نسبت هغه ذات ته وکړ چې هغه د عزت او کمال خاوند دی، نو متعال رب هغه نقص نفي کوي چې نسبت یې هغه ته شوی دی.

او له هغه څه څخه چې رب له ځان څخه نفي کړي دي: پرکالي او خوب دي، لکه څرنګه چې د الله -تعالی- پدې وینا کې راغلي: (اللَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ ۚ لَا تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلَا نَوْمٌ ۚ ) (الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، همېشه ژوندى دى، د ټول عالم انتظام كوونكى دى، پر ده نه پركالي راځي، او نه خوب). [البقرة سورت: 255 آیت]، او نسیان (هیرول) یې نفي کړي دي، حق ذات فرمایلي: {وَمَا كَانَ رَبُّكَ نَسِيًّا} [مريم سورت: 64 آیت]،او ستا رب هیڅكله هېروونكى ندى. حق او سپیڅلي ذات له ځان څخه ستړیا هم نفې کړه؛ ځکه یهودو -د الله لعنت دي وي پرې- الله -تعالی- ته د ستړیا نسبت وکړ کله یې چې مخلوقات پیدا کړل، او سپيڅلي ‌ذات دا هم لرې وګڼله چې ګویا هغه دې د مخلوقاتو د پيدا کولو له بشپړیدو وروسته دمه کړې وي، متعال ذات فرمایلي: {وَلَقَدْ خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ وَمَا مَسَّنَا مِن لُّغُوب}. (او یقینًا یقینًا مونږ آسمانونه او ځمكه او هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي، په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، او مونږ ته هېڅ ستوماني نه ده رارسېدلې). [ق سورت: 38 آیت].

او زمونږ پاک رب دا ثابته کړه چې هغه مخلوقات د یو لوی حکمت له مخې پیدا کړي دي، او هیڅکله یې مخلوقات بې ځایه ندي پیدا کړي، نو زمونږ رب له ځان څخه د عبث صفت نفي کړ، الله تعالی فرمایلي: {أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثًا وَأَنَّكُمْ إِلَيْنَا لاَ تُرْجَعُون} (آیا نو تاسو ګومان کوئ چې بېشکه مونږ تاسو بس عبث پیداکړي یاست او دا چې بېشکه تاسو به مونږ ته راونه ګرځولای شئ؟). [المؤمنون سورت: 115 آیت]، او حق ذات وښوده چې د هغه قضاوت عادلانه او وینا یې قطعي ده او دا چې هغه پاک ذات د خپل بشپړ عدل له مخې په هیچا ظلم نه کوي، زمونږ متعال رب فرمایلي: {وَوَجَدُوا مَا عَمِلُوا حَاضِرًا وَلاَ يَظْلِمُ رَبُّكَ أَحَدًا} (او دوى به خپل ترسره كړي عملونه حاضر ومومي، او ستا رب پر هیچا ظلم نه كوي). [الكهف سورت: 49 آیت]، او فرمایي: (وَمَا رَبُّكَ بِظَلَّامٍ لِّلْعَبِيدِ) (او ستا رب په (خپلو) بنده ګانو د هېڅ ظلم كوونكى نه دى). [فصلت سورت: 46 آیت ].

او یهودو او نصاراو الله -تعالی- ته د زوی نسبت وکړ، د هغه کافرانو په څېر چې له دوی څخه مخکې وو، نو الله -تعالی- له ځان څخه زوی نفي کړ، نو الله تعالی وفرماېل: {مَا اتَّخَذَ اللَّهُ مِن وَلَدٍ وَمَا كَانَ مَعَهُ مِنْ إِلَهٍ }. (الله (د ځان لپاره) هېڅ اولاد نیولى ندى او نه له هغه سره بل هېڅ معبود شته). [المؤمنون سورت : 91 آیت]، او هغه سپېڅلي ذات ښکاره کړې ده چې څوک چې زوی ولري باید ښځه ولري او الله تعالی له ښځې او اولاد څخه پاک دی هغه متعال ذات فرمایلي دي: {بَدِيعُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ أَنَّى يَكُونُ لَهُ وَلَدٌ وَلَمْ تَكُن لَّهُ صَاحِبَةٌ وَخَلَقَ كُلَّ شَيْءٍ وهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيم} (نااشنا جوړوونکی د اسمانونو او ځمکې دی، څرنګه هغه لره زوی کېدلی شي حال دا چې د هغه مېرمن نشته، او هر شی یې پیدا کړی او هغه په هر څه باندې پوهه دی). [الأنعام سورت: 101 آیت]، او فرمایلي یې دي: (وَأَنَّهُ تَعَالَىٰ جَدُّ رَبِّنَا مَا اتَّخَذَ صَاحِبَةً وَلَا وَلَدًا) (او بېشكه شان دا دى چې زمونږ د رب شان ډېر اوچت دى، ده نه ښځه نیولې ده او نه اولاد). [الجن سورت: 3 آیت].

موږ باور لرو چې الله پاک د هغه لپاره خورا ښکلي نومونه لري او دا چې د هغه نومونه په ښکلا کې تر ټولو لوړې مرتبې ته رسیدلي، نو ښایسته ترې نشته، متعال حق ذات فرمایلي: {اللَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ لَهُ الأَسْمَاء الْحُسْنَى} (الله (چې دى) نشته دى هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، خاص د ده لپاره تر ټولو ښكلي نومونه دي). [طه سورت: 8 آیت]، او له هغې څخه چې د الله تعالی پدې وینا کې راغلي دي: ﴿الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ) (ټول (د کمال) صفتونه خاص د الله لپاره دي چې د ټولو عالَمونو ښه پالونکى دى. ( الرَّحْمـنِ الرَّحِيمِ ) ډېر زيات مهربان، همیشه رحم كوونكى دى. (مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ) د بَدلې د ورځې مالك دى. [الفاتحة سورت: 2-4 آیتونه]، او د الله -تعالی- پدې وینا کې: {هُوَ اللَّهُ الَّذِي لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيم* (خاص الله تعالی هغه ذات دی چې نشته دی حقدار د بندګۍ پرته له هغه نه، پوهه دی په هر پټ او ښکاره باندې خاص هغه بې حده مهربان او همیشه رحم کوونکی دی. (هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ السَّلَامُ الْمُؤْمِنُ الْمُهَيْمِنُ الْعَزِيزُ الْجَبَّارُ الْمُتَكَبِّرُ ۚ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يُشْرِكُونَ) دغه الله هغه ذات دى چې نشته هېڅ حق معبود په حقه مګر هم دى دى، چې (حقیقي) بادشاه دى، ښه پاك دى، سلامتي وركوونكى (او) امان وركوونكى دى، نګهبان (محافظ)، ښه غالب (او زورور)، ډېر عظمت والا، ډېر لويۍ والا دى، الله پاك دى له هغو (شیانو) نه چې دوى يې ورسره شریكوي. هُوَ اللَّهُ الْخَالِقُ الْبَارِئُ الْمُصَوِّرُ لَهُ الأَسْمَاء الْحُسْنَى يُسَبِّحُ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيم} هم دغه الله پیدا كوونكى، (له نشت نه وجود ته) راوېستونكى، صورت وركوونكى دى، خاص هم ده لپاره تر ټولو ښكلي نومونه دي، د ده پاكې بیانوي هر هغه شى چې په آسمانونو او ځمكه كې دى، او هم دى ښه غالب، ډېر حكمت والا دى). [الحشر سورت: 22-24 آیتونه].

او د الله - تعالی - نومونه اخستل شوي (مشتق) دي او جامد ندي، د الله - تعالی - لپاره هر نوم یو صفت لري نو د رحمت صفت له (الرحیم) څخه اخیستل شوی، او د عزت صفت له (العزیز) څخه او د حکمت صفت له ( الحکیم ) او حیات له الحی څخه او همداسې...

او د هغه - متعال ذات - نومونه بې شمېره دي، پيغمبر - صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «أَسْأَلُكَ بِكُلِّ اسْمٍ سَمَّيْتَ بِهِ نَفْسَكَ، أَوْ أَنْزَلْتَهُ فِي كِتَابِكَ، أَوْ عَلَّمْتَهُ أَحَدًا مِنْ خَلْقِكَ، أَوِ اسْتَأْثَرْتَ بِهِ فِي عِلْمِ الْغَيْبِ عِنْدَكَ»، «ستا په هر نوم سره ستا څخه سوال کوم، چې تا پرې ځان نومولی او یا دې په خپل کتاب کې نازل کړی او یا دې خپل یو بنده ته ورښودلی او یا دې په علم غیب کې له ځان سره ساتلی وي». الضبي په الدعاء کې (۶)، او ابن ابي شیبه په المصنف کې (۲۹۹۳۰)، او په المسند کې (۳۲۹)، او أحمد (۳۷۱۲) او الحارث بن ابي اسامه په المسند کې، لکه څرنګه چې په : بغیة الباحث کې راغلي (۱۰۵۷). او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «إِنَّ لِلهِ تِسْعَةً وَتِسْعِينَ اسْمًا مِائَةً إِلَّا وَاحِدًا مَنْ أَحْصَاهَا دَخَلَ الجَنَّةَ» "الله - تعالی - لره نهه نوي نومونه دي، یو کم سل، څوک چې هغه حفظ کړي جنت ته به داخل شي". بخاري (2736)، مسلم (2677)، ترمذي (3506) او ابن ماجه (3860) روايت کړی دی.

او زمونږ رب مونږ ویرولي یو چې د هغه په نومونو کې کاږه نه شو (الحاد پکې ونه کړو)،الله تعالی فرمایلي: {وَلِلّهِ الأَسْمَاء الْحُسْنَى فَادْعُوهُ بِهَا وَذَرُواْ الَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِي أَسْمَآئِهِ سَيُجْزَوْنَ مَا كَانُواْ يَعْمَلُون} (او خاص د الله لپاره تر ټولو ښكلي نومونه دي، نو تاسو الله په دغو (نومونو) سره بلئ او هغه كسان پرېږدئ چې د هغه په نومونو كې الحاد (كوږوالى) كوي، ژر به هغوى ته د هغو عملونو بدله (سزا) وركړى شي چې هغوى به كول). [الأعراف سورت: 180 آیت].

د الله تعالی په نومونو کې کږیدل (الحاد) په دوه ډوله دی؛ یو له هغوی څخه په هغه نومونو ځان نومول دي چې روا ندي انسان پرې ځان ونوموي، لکه : الخالق، الرحمن او داسې نور. او بل یې: په هغه نومونو سره د بوتانو نومول چې د الله - تعالی - له نومونو څخه اخیستل شوي وي لکه: اللات د (الله) څخه او: العزی د: (العزیز) څخه. همدا رنګه: انکار ترې کول، له معنا یې منکریدل او یا یې بې معنا ګڼل.

او هغه څه چې په قرآن او سنت کې د الله - تعالی - له نومونو او صفتونو څخه ذکر شوي دي له دې څخه لوی دي چې یو کتاب یې راونغاړي، مګر دا زموږ د عزت لپاره بسنه کوي چې موږ په دې برخه کې یو څو جملو ته اشاره وکړه.

او مونږ ایمان لرو چې یو مسلمان باید الله -پاک- په کوم صفت او یا نوم سره یاد نه کړي مګر په هغه چې هغه پرې ځان یاد کړی او یا نومولی او یا یې رسول پرې یاد کړی یا نومولی وي او له هغه وروسته نور چپ پاتې شي.

او مونږ پدې نومونو او صفتونو د خپل رب په مراد سره ایمان لرو، او هغه څه چې ترې زمونږ د رسول -صلی الله علیه وسلم- مراد وي، او مونږ پوهیږو چې په حقیقت یې انسانان نه پوهیږي، او نه یې په خپل علم کې راوستلی شي او نه یې پوهه ورته رسیږي، او مونږ یې په تاویلولو ځان نه تکلیفوو، ځکه چې الله -تعالی- خپل نبي -صلی الله علیه وسلم- ته امر کړی چې ووایي: {وَمَا أَنَا مِن المُتَكَلِّفِينَ} (او زه له تكلف كوونكو څخه نه یم). [ص سورت: 86 آیت]، او لکه څرنګه چې په جنت کې ډول ډول نعمتونه دي چې په قرآن او سنت کې یې یادونه شوې ده، -لدوی څخه- ځینې هغه دي چې د دنیا نعمتونو ته په شکل کې ورته سره په نوم کې یو شی دي، مګر دا چې د دوی ترمنځ توپیرونه او تفاوتونه شتون لري چې انسان یې په خپل علم کې نه شي رانغاړلی، نو که مونږ د جنت په نعمتونو باور لرو حال دا چې لیدلي مو ندي، او نه یې په حقیقت او څرنګوالي پوهیږو نو الله -تعالی- خو له دې ډیر لوی دی چې انسان دې ورسره ورته والی ولري په همدومره خبره چې په ځینو صفتونو او یا نومونو کې ورسره شریک دی او پدې سره له الله - تعالی - څخه د نومونو او صفتونو نفي کول هم نه لازمیږي چې یوازې په لفظ کې سره ورته والی ولري.

او د هدایت او پوهې امامانو په دې اړه ویناوې کړي دي، ابن ابی زمنین فرمایلي: «نو دا زمونږ د رب هغه صفتونه دي چې په ​​خپل کتاب کې یې پرې ځان یاد کړی، او د هغه پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- پرې یاد کړی دی، او له دوی څخه په هیڅ یو کې نه ټاکلی حد، نه تشبیه (ورته والی) او نه اندازه کول شته، نو پاک دی هغه ذات چې د هغه په څېر هیڅ شی نشته او هغه اوریدونکی او لیدونکی دی، سترګو ندی لیدلی تر څو یې د شتون څرنګوالی بیان کړي، مګر زړونو لیدلی د هغه حقیقتونو له مخې چې ایمان پرې لري». أصول السنة، لابن أبي زمنين ( 74: مخ).

او عبدالرحمن بن القاسم فرمایلي: «او هیچا لره نه ښایې چې الله تعالی په یو څه سره یاد کړي مګر په هغه څه چې هغه پرې ځان په قرآن کې یاد کړی دی او نه دا چې لاسونه یې د څه شي سره مشابه کړي، او نه یې مخ د کوم شي سره، مګر وایې به: هغه لره دوه لاسونه دي لکه څرنګه یې چې په قرآن کې د ځان په اړه یادونه کړې ده او هغه لره مخ دی، لکه څرنګه یې چې د ځان په اړه یادونه کړې ده او په هغه ځای کې به -له ځانه څخه د څه ویلو ډډه- کوي چې الله تعالی پرې په قرآن کې ځان یاد کړی، ځکه الله تعالی د ځان په څېر او یا ورته څوک نه لري، مګر هغه الله دی؛ چې له هغه پرته په حقه بل معبود نشته، لکه څرنګه یې چې د ځان په اړه یادونه کړې ده او لاسونه یې پراخه دي لکه څرنګه یې چې د هغوی دواړو په اړه یادونه کړې ده». ( وَالْأَرْضُ جَمِيعًا قَبْضَتُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَالسَّمَاوَاتُ مَطْوِيَّاتٌ بِيَمِينِهِ) (او حال دا چې ځمكه ټوله د ده په قبضه كې ده د قیامت په ورځ كې او اسمانونه د ده په ښي لاس كې رانغاړل (راټول كړى) شوي دي). [الزمر سورت: ٦٧ آیت] لکه څرنګه چې هغه د خپل ځان په اړه یادونه کړې ده». أصول السنة، د ابن أبي زمنين ( 75: مخ).

او امام حمیدي رحمه الله - فرمایلي: او هغه څه چې قرآن او حدیث یې په اړه وینا کړې ده، داسې دي لکه: {وَقَالَتِ الْيَهُودُ يَدُ اللّهِ مَغْلُولَةٌ غُلَّتْ أَيْدِيهِمْ} (وویل یهودیانو: د الله لاس تړل شوى دى، د دوى لاسونه دې وتړل شي). [المائدة سورت: ٦٤ آیت]، او لکه: ( وَالسَّمَاوَاتُ مَطْوِيَّاتٌ بِيَمِينِهِ) (او اسمانونه د ده په ښي لاس كې رانغاړل (راټول كړى) شوي دي). [الزمر سورت: ٦٧ آیت]، او دې ته ورته نور له قرآن او حدیث څخه، نه پکې زیاتونه کوو او نه یې تفسیروو، هغه ځای کې ودریږو چېرته چې قرآن او سنت توقف کړی دی. العلو للعلي العظيم، د الذهبي (168: مخ).

امام احمد رحمه الله فرمایلي: "مونږ د الله -تعالی- په صفتونو سره د هغه عبادت کوو لکه څرنګه یې چې ځان پرې ستایلی دی، هغه خپل صفتونه په اجمالي توګه پرته له تفصیل څخه بیان کړي دي، او مونږ هم له قرآن او حدیث څخه نه اوړو، هغه څه وایو چې هغه ذات فرمایلي دي، او په هغه څه سره یې یادوو په څه سره یې چې د خپل ځان څخه یادونه کړې ده، او له هغه څخه نه اوړو، په ټول قرآن؛ محکم او متشابه دواړو ایمان لرو،او له هغه متعال ذات څخه هیڅ صفت نه لرې کوو تر څو ناوړه -معنا- ورکړي، او هغه صفت ورڅخه نه لرې کوو چې ځان یې پرې یاد کړی دی لکه: کلام، نزول، د قیامت په ورځ د خپل بنده ګوښه کول، او ځان ته یې رانږدې کول، دا ټول پر دې دلالت کوي چې الله تعالی په قیامت کې لیدل کیږي، او دېته یو حد ایښودل بدعت دی، او الله تعالی ته د هغه په امر تسلیمیدل، او الله جل جلاله لکه د پخوا په څېر متکلم، پوه، بخښونکی، په پټو او ښکاره و عالم دی، نو دا د الله تعالی صفتونه دي چې ځان یې پرې یاد کړی دی؛ نه ترې لرې کیږي او نه ردیږي، او فرمایلي یي دي: (اللَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ) (الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، همېشه ژوندى دى، د ټول عالم انتظام كوونكى دى). [البقرة سورت: 255 آیت]، (لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ السَّلَامُ الْمُؤْمِنُ الْمُهَيْمِنُ الْعَزِيزُ الْجَبَّارُ الْمُتَكَبِّرُ ۚ) (نشته هېڅ حق معبود مګر هم دى دى، چې (حقیقي) بادشاه دى، ښه پاك دى، سلامتي وركوونكى (او) امان وركوونكى دى، نګهبان (محافظ) ښه غالب (او زورور)، ډېر عظمت والا، ډېرې لويي والا دى). [الحشر سورت: 23 آیت]، دا د الله تعالی صفتونه او نومونه دي». الإبانة الكبرى، د ابن بطة (7/326).

او له سنت څخه د مدافع امام أبو القاسم -څخه د متعال رب د صفتونو په اړه پوښتنه وشوه- نو هغه وفرمایل: «د مالک، ثوري، اوزاعي، شافعي، حماد بن سلمه، حماد بن زید، أحمد بن حنبل، یحیی بن سعید، عبدالرحمن بن مهدي، او د اسحاق بن راهویه مذهب دا دی چې: د الله تعالی هغه صفتونه چې ځان یې پرې یاد کړی دی، او یا یې رسول په هغې سره یاد کړی دی لکه: السمع (اوریدل)، البصر (لیدل)، الوجه (مخ)، الیدین (لاسونه)، او ټول صفتونه یې، دا په ظاهر سره اخیستل کیږي یعنې په هغه معنا سره چې پيژندل شوي وي، پرته له هغه کیفیت څخه چې په اړه یې ګومان کیږي، او پرته له تاویل او تشبیه څخه». العلو للعلي العظيم د الذهبي (2/459).

او همدا رنګه یې فرمایلي دي: «او زه -د الله تعالی په توفیق- له سلفو څخه زمونږ د امامانو د یو ټولګي یادونه کوم چې په دې معناګانو یې پیل کړی و، له هغوی څخه: أبو عبد الله سفیان بن سعید بن مسروق الثوری؛ یقینا چې هغه د سنت په اړه خپله عقیده او مذهب له یو ځای څخه په زیاتو ځایونو کې ښکاره کړې و او په شعیب بن حرب یې املا کړی و، او د هغوی له ډلې څخه: أبو محمد سفیان بن عیینه الهلالي دی؛ کله چې له هغه څخه پوښتنه وشوه نو هغه د خپلې عقیدې له مخې جواب ووایه دا خبره - محمد بن اسحاق الثقفي روایت کړې ده او د دوی له جملې څخه أبو عمرو عبد الرحمن بن عمرو الأوزاعي د شام د خلکو امام هم دی، هغه هم په خپل عصر کې خپله عقیده ښکاره کړې وه - دا خبره - ابن اسحاق الفزاري روایت کړې ده، او لدوی څخه: أبو عبد الرحمن بن عبد الله بن المبارک د خراسان د خلکو امام او الفضیل بن عیاض او وکیع بن الجراح او یوسف بن أسباط هم دي، دوی هم د خپلې عقیدې او مذهبونو ښکارونه په سنت سره کړې وه او لدوی څخه: شریک بن عبد الله النخعي، یحیی بن سعید القطان، أبو اسحاق الفزاري هم دي. او له ډلې څخه یې: أبو عبد الله مالك بن أنس الأصبحي المديني د دار الهجرت امام او فقيه الحرمين دی، دوی هم خپله عقیده د ایمان او قرآن اړوند ښکاره کړې وه، او لدوی څخه: أبو عبد الله محمد بن إدريس الشافعي المطلبي هم و چې په خپله زمانه کې د فقهاوو سردار و او لدوی څخه: أبو عبيد القاسم بن سلام، او النضر بن شميل او أبو يعقوب يوسف بن يحيى البويطي د امام شافعي له شاګردانو څخه؛ ده هم خپله عقیده هغه مهال ښکاره کړه کله چې د قرآن اړوند فتنه رامنځته شوه (چې آیا مخلوق دی که نه) او له دوی څخه أبو عبدالله أحمد بن حنبل؛ په خپل وخت کې د اهل الحدیثو سردار،....او أبو أحمد بن أسامة القرشي الهروي د خراسان له غوره علماوو او فقهاوو څخه و، هغه هم خپله عقیده املا کړې وه او فرمایلي یې دي: د هغو کسانو لپاره چې الله تعالی د هدايت علم او په سنتو -د پوهې- عزت ورپه برخه کړی د هغه چا نه چې د ورستنو (خلف) څخه پاتي دي تر څو په همغو سلفو پسې اقتدا وکړي کوم چې له دوی څخه وړاندې تېر شوي دي، او دا چې زمونږ او د اهل الأثر څخه زمونږ د امامانو مذهب دا دی چې ووایو: الله -پاک- یو دی او شریک نه لري، نه یې مخالف شته، نه برابر او نه د ده په څېر بل ذات، هغه ذات چې یو او بې نیازه دی، نه یې ښځه شته او نه یې څو په زوی ولۍ نیولی او په واکمنۍ کې ورسره هم هیڅوک ګډون نه لري». الحجة في بيان المحجة (2/508).

او هغه رحمه الله همدا رنګه ویلي دي: «د صفاتو په اړه د روایت شوو أخبارو لار دا ده چې: ایمان پرې راوړل شي، مخالفت یې ونه شي او داسې تعامل ورسره وشي لکه څرنګه چې پخوانیو ورسره کړی و، پرته له تمثیل او تاویل څخه». الترغيب والترهيب، د قوام السنة (1/253).

او ابن قتیبة رحمه الله فرمایلي: «د صفتونو په اړه عادلانه وینا دا ده چې پر هغه څه چې مونږ باور لرو او د ثقه روایانو په روایت رانقل شوي دي چې ایمان پرې ولرو، نو مونږ هم په رؤیت د الله تعالی په لیدلو) او د هغه په راښکاره کېدلو ایمان لرو او دا چې هغه تعجب کوي، د ځمکې آسمان ته راکوزیږي او دا چې هغه په عرش دپاسه برابر دی او په نفس، دواړو لاسونو پرته لدې چې د څرنګوالي په اړه یې څه ووایو، یا ورته حد وټاکو، او دا چې هغه څه چې مونږ ته راغلي په هغه څه یې قیاس کړو چې راته ندي راغلي، نو موږ هیله لرو چې په دې وینا او تړون سره به سبا ورځ د نجات لار ومومو، ان شاءالله». الاختلاف في اللفظ والرد على الجهمية، د ابن قتيبة ( 53: مخ ).

او زهري ویلي: «په الله تعالی وضاحت، په رسول رسوونه او پر مونږ تسلیمیدل دي». الحجة في بيان المحجة (2/512)، او شرح السنة د البغوي (1/171).