او مونږ په ملاېکو باور لرو، او موږ په یقین سره پوهیږو چې په ملائکو باور د ایمان دویم رکن دی.
په ملائکو باندې ایمان لاندې معناوې لري:
لومړۍ یې: د دوی شتون ريښتیا ګڼل.
دویم: دوی ته خپل مقام او منزلت ورکول او دا ثابتول چې دوی د الله بنده ګان او مخلوقات دي، لکه پیریان او انسانان، دوی د امر لاندې او مکلف دي، د هیڅ کار د کولو وړتیا نه لري مګر هغه چې الله تعالی یې د کولو وړتیا ورکړې وي، مرګ پرې راځي، مګر الله تعالی دوی ته لرې نیټه ټاکلې، نو تر هغه یې نه وفاتوي تر څو چې هغه نیټې ته نه وي رسیدلي او هیڅکله یې په داسې یو څه سره یادونه نه کیږي چې صفت کول یې له الله تعالی سره شرک کولو ته اړباسي او دوی خدایان نه بلل کیږي لکه څرنګه چې مشرکانو دعوا کړې وه.
دریم: پدې اعتراف کول چې له دوی څخه د الله تعالی رسولان دي، چې له انسانانو څخه یې الله تعالی هغه چاته لیږي چاته چې وغواړي او د دې اقرار او اعتراف پسې دا منل چې له دوی څخه -په اوږو- د عرش باروونکي دي او لدوی څخه صف تړونکی دي او لدوی څخه د جنت خزانه داران دي او لدوی څخه د اور خزانه داران دي او لدوی څخه د -بنده ګانو- د کړنو لیکونکي دي او لدوی څخه هغه دي چې وریځي روانوي او د دې ټولو یا اکثره مواردو په اړه په قرآن کریم کې یادونه شوې ده. شعب الإيمان (1/ 296).
څلورم: په ملائکو باندې اجمالي او تفصيلي ایمان، نو په عمومي توګه د ملائکو په وجود ايمان لرو او په هغو ملایکو تفصیلي ايمان لرو چې د هغو په نومونو، صفتونو او اعمالو باندې پوه یو لکه څرنګه چې په قرآن او سنت کې راغلي دي.
او په هغو یې ایمان لرو چې مونږ یې پیژنو او هغه چې نه یې پیژنو، او د دوی په عملونو او صفتونو هم ایمان لرو، او پدې ایمان لرو چې د دوی عملونه، صفتونه او شمېر چې له مونږ څخه پټ دی د هغو په نسبت ډیر دي چې مونږ ته معلوم دي، خو مونږ په دې ټولو ایمان لرو لکه څرنګه چې الله -تعالی- او د هغه رسول -صلی الله علیه وسلم- موږ ته خبر راکړی دی، نه یې څرنګوالی غواړو او نه یې په خپلو عقلونو سره ردوو او نه پرې په خپلو نظریاتو سره شک کوو او نه یې په خپل اجتهاد سره تاویلوو، بلکه وایو: ایمان مو راوړی، ریښتیا یې ګڼو او غاړه مو ورته ایښودلې ده.
او مونږ ایمان لرو چې الله - تعالی - ملاېکې له رڼا څخه پیدا کړي، نو دوی د الله - تعالی - مخلوقات دي، په ځانګړې بڼه یې پیدا کړي دي چې یوازې الله -تعالی- یې په حقیقت پوهیږي، او دوی د -الله تعالی- پالل شوي بندګان دي، چې د خپل عبادت لپاره یې پیدا کړي او تر څو یې اوامر پر ځای کړي، نو عبادت یې کوي او هیڅکله یې له عبادت څخه سرغړونه نه کوي.
د دوی له عبادتونو څخه: تسبیح، سجده، ویره د زړه له لړزیدو سره دي او دوی - د ستر عبادت سره - د خپل رب څخه ډیره ویره لري او له عبادتونو څخه یې دا دي: چې دوی د الله لپاره مینه او د الله لپاره محبت کول دي.
او مونږ ایمان لرو چې الله -تعالی- دوی په داسې شکل پيدا کړي دي چې یوازې هغه ذات پرې پوره عالم دی چې دوی یې په هغه بڼه پیدا کړي دي.
او مونږ ایمان لرو چې الله - تعالی - دوی ته وزرونه ورکړي او واک یې ورکړی چې پیغمبرانو او رسولانو ته یې د انسانانو په شکل کې ورشي، او له مشرکانو څخه چې چا دا ادعا کړې ده چې ملايکې د الله -تعالی- لوڼې دي، نو الله تعالی دروغجن ګڼلي دي.
او مونږ ایمان لرو چې پرښتې خوراک او څښاک نه کوي، ځکه هغوی شهوتونه نه لري، او دا چې د هغوی له خویونو څخه یو حیاء ده او هغوی په هر هغه څه زوریږي چې بني آدم ورڅخه زوریږي.
او موږ باور لرو چې الله په دوی کې ځواک او زړورتیا پيدا کړې ده چې په علم کې راوستل یې ناشوني دي او ملائکې بې شمېره مخلوقات دي چې شمیر یې نشي کولی پرته له هغه چا څخه چې دوی یې پيدا کړي دي.
او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی عزتمنې ګرځولي، او ډول ډول ستر کارونه یې ورترغاړي کړي دي، او تر ټولو عزتمن یې دا دی چې د الله - تعالی - او د هغه د بنده ګانو تر منځه یې استازي دي، د هغه وحیې وررسوي، او پيغمبرانو-علیهم السلام- ته په وحې رسولو ګمارل شوې ملاېکه جبریل -علیه السلام- دی، او کله کله یې الله تعالی د امتحان لپاره له انبیاوو پرته نورو خلکو ته هم لیږي.
د دوی له کړنو څخه : د عرش پورته کول، د تقدیر لیکل، د رحم او په هغو کې چې څوک دي د چارو سمبالول (یعنې پیدا کول، انځورول او روح پکې اچول)، د خلکو مړینه، په دنیا او آخرت کې په بدنونو کې د روحونو پوکول، مؤمنانو ته دعا کول او له الله تعالی څځه ورته بخښنه غوښتل، د مؤمنانو سره په عبادتونو کې حاضریدل، د هغوی د ښو خبرو پورته کول، د هغوی د اعمالو په اړه رب ته خبر ورکول - حال دا چې هغه په هر څه خبر او پوه ذات دی چې اړتیا نه لري څوک یې خبر کړي.
د دوی له اعمالو څخه: په ایماني موسمونو کې ځمکې ته راښکته کېدل لکه د جمعې ورځ، د عرفې ورځ او د قدر شپه.
او د دوی له عملونو څخه : پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته پر هغه د امتیانو د درود رسول.
د دوی له اعمالو څخه: د بني آدم ساتنه، د ښو او بدو اعمالو لیکل، له دجال څخه د پیغمبر د ښار ساتنه، په قبر کې له مړو څخه پوښتنه کول، مؤمنانو ته د مرګ په وخت کې د سترې بریا زیری ورکول، په آخرت کې هغوی ته ښه راغلاست ویل، او پر هغوی د جنت له دروازو څخه ورننوتل او دا چې د قيامت په ورځ به د الله -تعالی- سره قطار قطار راښکته کېږي.
او د دوی له عملونو څخه: دا دي چې په دوی کې د جنت خزانه دار او د دوزخ خزانه دار دی.
او مونږ ایمان لرو چې الله - تعالی - د ملائکو لپاره مرتبې او درجې ټاکلي دي او په مقام کې ترټولو لوړې ملاېکې جبرائیل، میکائیل او اسرافیل دي او تر ټولو عزتمندې یې: د عرش پورته کوونکي دي او همدارنګه هغه ملاېکې چې د بدر په جګړه کې یې برخه اخیستې وه. په هر آسمان کې د ملاېکو شمیر له الله -تعالی- څخه پرته بل څوک نشي شمېرلای، او دا ملاېکې هره یوه یې ځانته پیژندل شوی ځای لري او په دوی کې ځینې مقربې دي.