Applicable Translations English اردو عربي

(بــاب وجوب الإيمان بالـملائكة) باب دی په بیان د دې کې چې پر ملایکو ایمان واجب دی.

او مونږ پر ملائکو ایمان لرو او په یقین سره پوهیږو چې په ملائکو ایمان راوړل د ایمان دویم رکن دی، الله -تعالی- فرمایلي دي: {آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْهِ مِن رَّبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ كُلٌّ آمَنَ بِاللّهِ وَمَلآئِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ} (رسول پر هغه څه ایمان راوړى دى؛ چې په ده باندې د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى او مومنانو هم، ټولو ایمان راوړى دى په الله باندې او د هغه پر ملايكو او د هغه پر كتابونو او د هغه په رسولانو باندې). [ البقرة سورت: 285 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: ﴿لَيْسَ الْبِرَّ أَنْ تُوَلُّوا وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلَكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَالْمَلَائِكَةِ وَالْكِتَابِ وَالنَّبِيِّينَ﴾ (نېكي دا نه ده چې خپل مخونه د مشرق او مغرب په طرف وګرځوئ، خو لېكن نېكي (د هغه چا) ده چې پر الله او پر ورځ د آخرت او پر ملايكو او پر كتابونو او پر نبیانو يې ایمان راوړی). [البقرة سورت: 177 آیت]، او له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې یوه ورځ رسول الله - صلی الله علیه وسلم - خلکو ته راښکاره شو، نو یو سړی ورته راغی، او ویې وییل: ای د الله رسوله ! ایمان څه دی؟ ویې فرمایل: «أَنْ تُؤْمِنَ بِاللهِ، وَمَلَائِكَتِهِ، وَكِتَابِهِ، وَلِقَائِهِ، وَرُسُلِهِ، وَتُؤْمِنَ بِالْبَعْثِ الْآخِرِ». "دا چې په الله، د هغه پر ملائکو، د هغه پر کتابونو، د هغه سره په مخ کیدلو، او په بعث یعنې بیا راپورته کېدلو ایمان ولرې". بخاري (4777)، مسلم (9) او ابن ماجه (64).) روایت کړی دی.

بیهقي رحمه الله فرمایلي دي: "په ملاېکو ایمان په ځینو نقطو دلالت کوي: یو له دوی څخه د دوی په شتون باور لرل او بل: دوی ته خپل مقام او مرتبه ورکول او دا ثابتول چې دوی د الله بنده ګان او مخلوقات دي، لکه پیریان او انسانان، دوی د امر لاندې او مکلف دي، د هیڅ کار د کولو وړتیا نه لري مګر هغه چې الله تعالی یې د کولو وړتیا ورکړې ده، مرګ پرې راځي، مګر الله تعالی دوی ته لرې نیټه ټاکلې ده، نو تر هغه یې نه وفاتوي تر څو چې ورته نه وي رسیدلي او هیڅکله په داسې یو صفت سره نه یادول کیږي چې هغه له الله تعالی سره شرک وي، او دوی د عبادت لایق نه بلل کیږي لکه څرنګه چې لومړنیو دعوا کړې وه. ( دوی چې کله اوائل (لومړني خلک) یادوي نو موخه یې ورڅخه فیلسوفان وي). دریم:‍ پدې اعتراف کول چې له دوی څخه د الله تعالی رسولان دي، چې له انسانانو څخه یې الله -تعالی- هغه چاته لیږي چاته چې وغواړي او د دې اقرار او اعتراف پسې دا منل چې له دوی څخه -په اوږو- د عرش باروونکي دي او لدوی څخه صف تړونکی دي او لدوی څخه د جنت خزانه داران دي او لدوی څخه د اور خزانه داران دي او لدوی څخه د -بنده ګانو- د عملونو لیکونکي دي او لدوی څخه هغه دي چې وریځې روانوي او د دې ټولو یا اکثره مواردو په اړه په قرآن کریم کې یادونه شوې ده». شعب الإيمان (1/ 296).

نو بیهقي په ملائکو باندې د ایمان درې معناوې ذکر کړې.

څلورم: په ملائکو باندې اجمالي او تفصيلي ایمان، نو په عمومي توګه د ملائکو په وجود ايمان لرو او په هغو ملایکو تفصیلي ايمان لرو چې د هغو په نومونو، صفتونو او اعمالو باندې پوه یو لکه څرنګه چې په قرآن او سنت کې راغلي دي.

او په هغو یې ایمان لرو چې مونږ یې پیژنو او هغه چې نه یې پیژنو او د دوی په عملونو او صفتونو هم ایمان لرو، او پدې ایمان لرو چې د دوی عملونه، صفتونه او شمېر چې له مونږ څخه پټ دی د هغو په نسبت ډیر دي چې مونږ ته معلوم دي، خو مونږ. په دې ټولو ایمان لرو لکه څرنګه چې الله -تعالی- او د هغه رسول -صلی الله علیه وسلم- موږ ته خبر راکړی دی، نه یې څرنګوالی غواړو او نه یې په خپلو عقلونو سره ردوو او نه پرې په خپلو نظریاتو سره شک کوو او نه یې په خپل اجتهاد سره تاویلوو، بلکه وایو: ایمان مو راوړی، ریښتیا یې ګڼو او غاړه مو ورته ایښودلې ده.