Applicable Translations English اردو عربي

(بــاب خلْق الـملائكة وكثرة عددهم وصفاتهم) باب دی په بیان د ملائکو د پیدایښت کې، او د هغوی د زیات شمیر او د صفتونو په اړه.

او مونږ ایمان لرو چې الله - تعالی - ملائکې له نور څخه پيدا کړي دي، پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي: «خُلِقَتِ الْمَلَائِكَةُ مِنْ نُورٍ»، "ملاېکې له رڼا (نور) څخه پیدا شوې دي". ( مسلم روایت کړی دی (2996). دوی د الله - تعالی -مخلوقات دي، هغه په ​​ځانګړې بڼه کې پیدا کړي دي، خو دوی یوازې تش روحونه ندي او نه تش قدرتونه، بلکې یوه غیبي نړۍ او پالل شوي بنده ګان دي چې هغه د خپل عبادت او امرونو پر ځای کولو لپاره پيدا کړي دي، نو دوی یې عبادت کوي او له عبادت څخه یې سرغړونه نه کوي.

او د دوی له عبادتونو څخه تسبیح، سجده، ویره، د الله له ویرې لړزیدل او داسې نور دي، الله تعالی فرمایلي دي: ﴿لَّا يَعۡصُونَ ٱللَّهَ مَآ أَمَرَهُمۡ وَيَفۡعَلُونَ مَا يُؤۡمَرُونَ ﴾ (دوى په هغه څه کې د الله نافرماني نه کوي چې دوى ته يې حکم کړى وي او دوى هغه څه کوي چې امر يې ورته کيږي). [التحريم سورت: 6 آیت]، همدارنګه فرمایلي یې دي: {وَلِلّهِ يَسْجُدُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ مِن دَآبَّةٍ وَالْمَلآئِكَةُ وَهُمْ لاَ يَسْتَكْبِرُون* (او خاص د الله لپاره سجده كوي هغه څه چې په آسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي؛ له خوځنده څیزونو څخه او ملايك هم، په داسې حال كې چې دوى تكبر نه كوي). [النحل سورت: 49 آیت]، الله - تعالی - فرمایلي: {وَتَرَى الْمَلاَئِكَةَ حَافِّينَ مِنْ حَوْلِ الْعَرْشِ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ }. (او (اى نبي) ته به ملايك ووينې، چې د عرش ګېر چاپېره راتاوېدونكي وي، چې د خپل رب له حمد سره تسبیح وايي). [الزمر سورت: 75 آیت]، او دوی - د لوی عبادت سربیره - بیا هم د خپل رب څخه سخت ویریږي، الله تعالی فرمایلي: {يَخَافُونَ رَبَّهُم مِّن فَوْقِهِمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُون} (دوى له خپل رب څخه وېرېږي چې د دوى له پاسه دى او دوى كوي هغه څه چې دوى ته حكم کیږي). [النحل سورت: 50 آیت].

د دوی له عبادتونو څخه دا دي چې دوی: د الله لپاره مینه او محبت کوي، الله تعالی فرمایلي دي: «إِذَا أَحَبَّ اللَّهُ العَبْدَ نَادَى جِبْرِيلَ: إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ فُلَانًا فَأَحْبِبْهُ، فَيُحِبُّهُ جِبْرِيلُ، فَيُنَادِي جِبْرِيلُ فِي أَهْلِ السَّمَاءِ: إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ فُلَانًا فَأَحِبُّوهُ، فَيُحِبُّهُ أَهْلُ السَّمَاءِ، ثُمَّ يُوضَعُ لَهُ القَبُولُ فِي الأَرْضِ»، "کله چې الله له بنده سره مینه وکړي، نو جبرائیل ته غږ وکړي چې : الله له فلاني سره مینه لري، نو له هغه سره مینه ولره! نو جبرئیل له هغه سره مینه پیدا کړي، بیا جبرائیل د اسمان پر اوسیدنوکو غږ وکړي چې: الله له فلاني سره مینه لري، نو له هغه سره مینه ولرئ! نو د آسمان اوسیدونکي له هغه سره مینه پيدا کړي، بیا ورته په ځمکه کې قبولیت وموندل شي ( یعنې د ځمکې خلک ورسره مینه او محبت پیدا کړي). بخاري (۳۲۰۹)، مسلم (۲۶۳۷) او ترمذي (۳۱۶۱) روایت کړی دی. او د الله لپاره دښمني کوي او په غصه کيږي، او د الله تعالی په محرماتو باندې غیرت کوي، او په هغه چا لعنت وایې چې الله پرې لعنت ویلی وي، الله تعالی فرمایلي دي: {إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَمَاتُوا وَهُمْ كُفَّارٌ أُولَئِكَ عَلَيْهِمْ لَعْنَةُ اللّهِ وَالْمَلآئِكَةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِين} (بېشكه هغه كسان چې كفر يې كړى دى او په داسې حال كې مړه شول چې كافران وو، (نو) دغه كسان، په دوى باندې د الله لعنت دى او د ملايكو او د ټولو خلقو (لعنت دى). [البقرة سورت: 161 آیت]. او رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «لَا تَدْخُلُ الْمَلَائِكَةُ بَيْتًا فِيهِ تَمَاثِيلُ أَوْ تَصَاوِيرُ». «پرښتې هغه کور ته نه ننوځي چې په هغه کې مجسمې او انځورونه وي». مسلم (2112) روایت کړی دی.

او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی -پرښتې- په هغه بڼه پیدا کړي دي چې له هغه پرته پرې بل څوک نه پوهیږي، له جابر بن عبد الله -رضي الله عنهما- څخه روایت دی چې نبي -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «أُذِنَ لِي أَنْ أُحَدِّثَ عَنْ مَلَكٍ مِنْ مَلَائِكَةِ اللَّهِ مِنْ حَمَلَةِ الْعَرْشِ، إِنَّ مَا بَيْنَ شَحْمَةِ أُذُنِهِ إِلَى عَاتِقِهِ مَسِيرَةُ سَبْعِ مِائَةِ عَامٍ». «ما ته اجازه راکړل شوه چې د الله تعالی له ملاېکو څخه د یوې په اړه وینا وکړم چې عرش پورته کوي، د هغې د غوږ د پوڅکۍ (نرمۍ) څخه تر اوږې پورې د اووه سوه کلونو په اندازه مزل دی». أبو داود (4727)، ابن طهمان په خپلې مشيخه (21) کې، طبراني په الأوسط (1709) او أبو الشيخ په العظمة (313) کې روایت کړی دی.

او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی دوی ته وزرې ورکړي دي، حق ذات فرمایلي دي: {جَاعِلِ الْمَلاَئِكَةِ رُسُلاً أُولِي أَجْنِحَةٍ مَّثْنَى وَثُلاَثَ وَرُبَاعَ يَزِيدُ فِي الْخَلْقِ مَا يَشَاء} (ملاېکو لره رسولان ګرځوونکی دی، (داسې ملاېک) چې د وزرو والا دي، دوه دوه او درې درې او څلور څلور، هغه په پیداېښت کې زیاتوي چې څه وغواړي). [فاطر سورت: 1 آیت]، او له عبد الله بن مسعود - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې محمد -صلی الله علیه وسلم- جبرائیل -علیه السلام- پداسې حال کې ولیده چې شپږ سوه وزرونه یې درلودل. بخاري (۴۸۵۷)، مسلم (۱۷۴) او ترمذي (۳۲۷۷) روایت کړی. او دا چې هغوی لره زړونه دي، حق ذات فرمایلي دي: {حَتَّى إِذَا فُزِّعَ عَن قُلُوبِهِمْ قَالُوا مَاذَا قَالَ رَبُّكُمْ قَالُوا الْحَقَّ وَهُوَ الْعَلِيُّ الْكَبِير} . (تر هغه پورې چې كله د دوى د زړونو نه وېره (هیبت) لرې كړى شي (نو) دوى وايي: ستاسو رب څه وفرمايل؟ هغوى به ووايي چې حق (يې وفرمایه) او هم دى ډېر اوچت، ډېر لوى دى). [سبأ سورت: 23 آیت].

او الله تعالی دوی ته اجازه ورکړې چې أنبیاوو او رسولانو -علیهم السلام- ته یې د انسان په شکل کې ورشي، نو دوی په ابراهیم او لوط علیهما السلام د میلمنو په بڼه ورننوتل چې نه یې پيژندل، الله تعالی د دوی له دې حال څخه د خبرولو په موخه وفرمایل: {هَلْ أَتَاكَ حَدِيثُ ضَيْفِ إِبْرَاهِيمَ الْمُكْرَمِين* (په تحقیق سره تا ته د ابراهیم د عزتمندو مېلمنو خبر رارسېدلى دى. إِذْ دَخَلُوا عَلَيْهِ فَقَالُوا سَلاَمًا قَالَ سَلاَمٌ قَوْمٌ مُّنكَرُون} كله چې دوى په ده ورننوتل، نو ويې ويل: په تا دې سلام وي سلام هغه وویل: (په تاسو دې) سلام وي ،او په زړه كې يې تېر شول چې دا نا اشنا خلق دي. [الذاريات سورت: 24، 25 آیتونه]، او الله تعالی فرماېلي دي: {وَلَمَّا جَاءتْ رُسُلُنَا لُوطًا سِيءَ بِهِمْ وَضَاقَ بِهِمْ ذَرْعًا وَقَالَ هَـذَا يَوْمٌ عَصِيب} (او كله چې زمونږ استازي (ملايك) لوط ته راغلل، نو دى پر هغوى غمجن شو او د دوى (د راتلو) په وجه يې سینه تنګه شوه او ويې ويل: دا ډېره سخته ورځ ده). [هود سورت: 77 آیت]، او جبرائیل -علیه السلام- مریم علیها السلام ته په داسې شکل کې راغی چې هغه په ​​لومړي سر کې نه پوهیده لکه څرنګه چې الله -تعالی- په خپلې وینا سره مونږ ته حکایت بیانوي: {فَأَرْسَلْنَا إِلَيْهَا رُوحَنَا فَتَمَثَّلَ لَهَا بَشَرًا سَوِيًّا * (نو مونږ دې ته خپل روح (مَلَك جبريل) ولېږه، نو هغه دې ته د كامل سړي په شكل كې څرګند شو. قَالَتْ إِنِّي أَعُوذُ بِالرَّحْمَن مِنكَ إِن كُنتَ تَقِيًّا * قَالَ إِنَّمَا أَنَا رَسُولُ رَبِّكِ} (نو) دې وویل: بېشكه زه له تا نه په رحمٰن پورې پناه نیسم، كه چېرې ته پرهېزګاره يې). [مريم سورت: 17-19 آیت ]، او له ابن عمر -رضي الله عنهما- څخه روایت دی فرمایي: «وَكَانَ جِبْرِيلُ عليه السلام يَأْتِي النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم فِي صُورَةِ دِحْيَةَ». «جبرائیل -علیه السلام- به رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ته د دحیه په شکل راته». احمد (۵۸۵۷)، محمد بن نصر المروزي د تقدیر په فضیلت (۳۷۲) کې او ابن بطة په الابانة (۸۳۱) کې روایت کړی دی.

او مونږ ایمان لرو چې ملاېکې خوراک او څښاک نه کوي، ځکه هغوی شهوتونه نه لري؛ لدې امله کله چې دوی په ابراهیم -علیه السلام- ورننوتل او هغه ورته خواړه وړاندې کړل ویې نه خوړل، سپیڅلي حق ذات د دوی له حال څخه د خبرولو په موخه فرمایلي دي: {فَرَاغَ إِلَى أَهْلِهِ فَجَاء بِعِجْلٍ سَمِين* (نو په تېزۍ سره خپلې ښځې ته لاړ، پس یو (وریت كړى) چاغ سخى يې راوړ. فَقَرَّبَهُ إِلَيْهِمْ قَالَ أَلاَ تَأْكُلُون* نو دغه يې دوى ته ورنژدې كړ، ويې ويل:تاسو ولې نه خورئ!؟ فَأَوْجَسَ مِنْهُمْ خِيفَةً قَالُوا لاَ تَخَفْ وَبَشَّرُوهُ بِغُلاَمٍ عَلِيم} (نو له دوى نه يې په زړه كې وېره وموندله، دوى وویل: ته مه وېرېږه او دوى ته يې د ډېر پوه هلك زېرى وركړ). [الذاريات سورت: 26-28 آيتونه]، او د دوی له خویونو څخه یو حیا ده، پيغمبر -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي: «أَلَا أَسْتَحِي مِنْ رَجُلٍ تَسْتَحِي مِنْهُ الْمَلَائِكَةُ». " آیا زه له هغه سړي څخه حیا ونکړم چې پرښتې ترې حیا کوي". مسلم (2401) روایت کړی دی.

او دا چې هغوی په هر هغه څه سره زوریږي چې بني آدم ورڅخه زوریږي، پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «مَنْ أَكَلَ مِنْ هَذِهِ الْبَقْلَةِ، الثُّومِ -وقَالَ مَرَّةً: مَنْ أَكَلَ الْبَصَلَ وَالثُّومَ وَالْكُرَّاثَ- فَلَا يَقْرَبَنَّ مَسْجِدَنَا؛ فَإِنَّ الْمَلَائِكَةَ تَتَأَذَّى مِمَّا يَتَأَذَّى مِنْهُ بَنُو آدَمَ». «چا چې لدې سبو، هوږې څخه خوراک وکړ -او یو ځل یې وویل: څوک چې پیاز، هوږه او ګندنه وخوري- نو زموږ جومات ته دې نه رانږدې کیږي؛ ځکه پرښتې له هغه څه څخه زوریږي چې بني آدم ترې زوریږي». بخاري (854)، مسلم (564) روايت کړی او الفاظ د همده دي، او ابوداود (3822)، ترمذي (1806)، نسائي (707) او ابن ماجه (3365) روایت کړی دی.

او موږ باور لرو چې الله په دوی کې له ځواک او زړورتیا څخه -دومره- پيدا کړي چې په علم کې راوستل یې ناشوني دي، الله تعالی فرمایلي: {ذِي قُوَّةٍ عِندَ ذِي الْعَرْشِ مَكِين} (چې د عرش د مالك په نیز د قوت والا (او) د مرتبې والا دى) [التكوير سورت: 20 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {عَلَيْهَا مَلاَئِكَةٌ غِلاَظٌ شِدَادٌ لاَ يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُون} (په ده باندې ډېر سخت خویه، قوتناك ملايك مقرر دي، چې دوى په هغه څه كې د الله نافرماني نه كوي چې دوى ته يې حكم كړى وي او دوى هغه څه كوي چې دوى ته يې حكم کیږي). [التحريم سورت: 6 آیت]، او الله تعالی د لوط -علیه السلام- د قوم کلیو ته پرښته ورولیږله، او هغه اووه کلي وو، نو چپه یې پرې واړول، الله تعالی فرمایلي: {فَلَمَّا جَاء أَمْرُنَا جَعَلْنَا عَالِيَهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهَا حِجَارَةً مِّن سِجِّيلٍ مَّنضُود} (نو كله چې زمونږ حكم راغى (نو) مونږ د هغه (كلي) برنى اړخ د هغه لاندې اړخ وګرځاوه او پر هغه (كلي) مو د داسې كاڼو باران وواروه چې له خټو جوړ، په اور پخ شوي وو، لاندې باندې (پرله پسې) وو). [هود سورت: 82 آیت].

او موږ ایمان لرو چې ملائکې ډیری مخلوقات دي او هیڅوک د دوی شمیر نشي کولی پرته له هغه چا چې دوی یې پیدا کړي دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «فَرُفِعَ لِي البَيْتُ المعمُورُ، فَسَأَلْتُ جِبْرِيلَ، فَقَالَ: هَذَا البَيْتُ المعمُورُ يُصَلِّي فِيهِ كُلَّ يَوْمٍ سَبْعُونَ أَلْفَ مَلَكٍ، إِذَا خَرَجُوا لَمْ يَعُودُوا إِلَيْهِ آخِرَ مَا عَلَيْهِمْ...». «نو ما ته بیت المعمور پورته کړای شو، ما له جبریل څخه وپوښتل، هغه وویل: دا هغه بیت المعمور دی، چې پدې کې هره ورځ اویا زره پرښتې لمونځ کوي، کله چې دوی راووځي بیرته نه ورګرځي، د دوی تر وروستي یو پورې...». بخاري (3207)، مسلم (164)، ترمذي (3346) او نسائي (448) روایت کړی دی.

او له أبو ذر رضی الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إِنِّي أَرَى مَا لَا تَرَوْنَ، وَأَسْمَعُ مَا لَا تَسْمَعُونَ أَطَّتِ السَّمَاءُ، وَحُقَّ لَهَا أَنْ تَئِطَّ، مَا فِيهَا مَوْضِعُ أَرْبَعِ أَصَابِعَ إِلَّا وَمَلَكٌ وَاضِعٌ جَبْهَتَهُ سَاجِدًا لِلَّهِ». «زه هغه څه ګورم چې تاسو یې نه ګورئ، او هغه څه اورم چې تاسو یې نه اورئ، د آسمان کړساری وخوت، او لایق دی چې کړساری وکړي، ځکه په اسمان کې د څلورو ګوتو په اندازه -تش- ځای نشته مګر دا چې هلته به ملاېکې تندی ایښودلی وي او الله تعالی ته به په سجده وي». (ترمذي (2312)، ابن ماجه (4190)، ابن ابي شیبه (27044)، احمد (21516) او البزار (3924، 3925) روایت کړی دی.

او له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی چې فرمایلي یې دي: «يُؤْتَى بِجَهَنَّمَ يَوْمَئِذٍ لَهَا سَبْعُونَ أَلْفَ زِمَامٍ، مَعَ كُلِّ زِمَامٍ سَبْعُونَ أَلْفَ مَلَكٍ يَجُرُّونَهَا». «په هغه ورځ به جهنم رواړلی شي پداسي حال کې چې اویا زره ځنځیرونه به ولري، د هر ځنځیر سره به اویا زره پرښتې وي او کش کوي به یې». مسلم (2842) او ترمذي (2573) روایت کړی.

مشرکانو ادعا وکړه چې ملائکې د الله -تعالی- لوڼې دي، نو الله دوی په خپلې دې وینا سره دروغجن وګڼل: {أَمْ خَلَقْنَا الْمَلاَئِكَةَ إِنَاثًا وَهُمْ شَاهِدُون} (یا که مونږ ملايك ښځې پیدا كړي دي، په داسې حال كې چې دوى حاضر وو). [الصافات سورت: 150 آیت]. او الله تعالی پرې پدې وینا سره رد وکړ: {أَفَأَصْفَاكُمْ رَبُّكُم بِالْبَنِينَ وَاتَّخَذَ مِنَ الْمَلآئِكَةِ إِنَاثًا إِنَّكُمْ لَتَقُولُونَ قَوْلاً عَظِيمًا} (ایا ستاسو رب تاسو په زامنو سره غوره كړي یئ او (پخپله) هغه له ملايكو څخه جینكۍ نیولي دي؟ بېشكه تاسو یقینًا ډېره لویه (دروغجنه) خبره وایئ). [الإسراء سورت : 40 آیت].