او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی عزتمنې ګرځولي، او ډول ډول ستر کارونه یې ورترغاړي کړي دي، او تر ټولو عزتمن یې دا دی چې د الله -تعالی- او د هغه د بنده ګانو تر منځه یې استازي دي، د هغه وحیې وررسوي، او پيغمبرانو -علیهم السلام- ته په وحې رسولو ګمارل شوې ملاېک جبریل -علیه السلام- دی، لکه څرنګه چې الله رب العزت فرمایلي: {قُلْ نَزَّلَهُ رُوحُ الْقُدُسِ مِن رَّبِّكَ بِالْحَقِّ} (ته ووایه: هغه ستا د رب له جانبه په حقه سره روح القدس (جبریل) نازل كړى دى). [النحل سورت: 102 آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي: {وَإِنَّهُ لَتَنزِيلُ رَبِّ الْعَالَمِين) (او یقینا دا قرآن نازل کړی شوی (کتاب دی) د رب العالمین. نَزَلَ بِهِ الرُّوحُ الأَمِين* دا جبریل امین راكوز كړى دى. عَلَى قَلْبِكَ لِتَكُونَ مِنَ الْمُنذِرِين* ستا په زړه باندې، د دې لپاره چې ته له وېروونكو څخه شې. بِلِسَانٍ عَرَبِيٍّ مُّبِين} په ژبه عربی واضحه باندي). [الشعراء سورت: 192-195 آیتونه].
او کله یې الله تعالی له انبیاو پرته نورو ته د امتحان لپاره لیږي، لکه څرنګه چې له بني اسرائیلو څخه د درې نفرو په کیسه کې راغلي: له عبد الرحمن بن أبي عمرة څخه روایت دی چې أبو هریرة - رضي الله عنه - ورته حدیث بیان کړ چې هغه له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه اوریدلي دي چې فرمایل یې: «إِنَّ ثَلَاثَةً فِي بَنِي إِسْرَائِيلَ: أَبْرَصَ، وَأَقْرَعَ، وَأَعْمَى، بَدَا لِلَّهِ عز وجل أَنْ يَبْتَلِيَهُمْ، فَبَعَثَ إِلَيْهِمْ مَلَكًا، فَأَتَى الأَبْرَصَ، فَقَالَ: أَيُّ شَيْءٍ أَحَبُّ إِلَيْكَ؟ قَالَ: لَوْنٌ حَسَنٌ، وَجِلْدٌ حَسَنٌ، قَدْ قَذِرَنِي النَّاسُ، قَالَ: فَمَسَحَهُ فَذَهَبَ عَنْهُ، فَأُعْطِيَ لَوْنًا حَسَنًا، وَجِلْدًا حَسَنًا، فَقَالَ: أَيُّ المال أَحَبُّ إِلَيْكَ؟ قَالَ: الإِبِلُ -أَوْ قَالَ: البَقَرُ، هُوَ شَكَّ فِي ذَلِكَ: إِنَّ الأَبْرَصَ، وَالأَقْرَعَ، قَالَ أَحَدُهُمَا: الإِبِلُ، وَقَالَ الآخَرُ: البَقَرُ- فَأُعْطِيَ نَاقَةً عُشَرَاءَ، فَقَالَ: يُبَارَكُ لَكَ فِيهَا، وَأَتَى الأَقْرَعَ، فَقَالَ: أَيُّ شَيْءٍ أَحَبُّ إِلَيْكَ؟ قَالَ شَعَرٌ حَسَنٌ، وَيَذْهَبُ عَنِّي هَذَا، قَدْ قَذِرَنِي النَّاسُ، قَالَ: فَمَسَحَهُ فَذَهَبَ، وَأُعْطِيَ شَعَرًا حَسَنًا، قَالَ: فَأَيُّ المال أَحَبُّ إِلَيْكَ؟ قَالَ: البَقَرُ، قَالَ: فَأَعْطَاهُ بَقَرَةً حَامِلًا، وَقَالَ: يُبَارَكُ لَكَ فِيهَا، وَأَتَى الأَعْمَى، فَقَالَ: أَيُّ شَيْءٍ أَحَبُّ إِلَيْكَ؟ قَالَ: يَرُدُّ اللَّهُ إِلَيَّ بَصَرِي، فَأُبْصِرُ بِهِ النَّاسَ، قَالَ: فَمَسَحَهُ، فَرَدَّ اللَّهُ إِلَيْهِ بَصَرَهُ، قَالَ: فَأَيُّ المال أَحَبُّ إِلَيْكَ؟ قَالَ الغَنَمُ: فَأَعْطَاهُ شَاةً وَالِدًا، فَأُنْتِجَ هَذَانِ، وَوَلَّدَ هَذَا، فَكَانَ لِهَذَا وَادٍ مِنْ إِبِلٍ، وَلِهَذَا وَادٍ مِنْ بَقَرٍ، وَلِهَذَا وَادٍ مِنْ غَنَمٍ، ثُمَّ إِنَّهُ أَتَى الأَبْرَصَ فِي صُورَتِهِ وَهَيْئَتِهِ، فَقَالَ: رَجُلٌ مِسْكِينٌ، تَقَطَّعَتْ بِيَ الحِبَالُ فِي سَفَرِي، فَلَا بَلَاغَ اليَوْمَ إِلَّا بِاللَّهِ، ثُمَّ بِكَ، أَسْأَلُكَ بِالَّذِي أَعْطَاكَ اللَّوْنَ الحَسَنَ، وَالجِلْدَ الحَسَنَ، وَالمال، بَعِيرًا أَتَبَلَّغُ عَلَيْهِ فِي سَفَرِي، فَقَالَ لَهُ: إِنَّ الحُقُوقَ كَثِيرَةٌ، فَقَالَ لَهُ: كَأَنِّي أَعْرِفُكَ، أَلَمْ تَكُنْ أَبْرَصَ يَقْذَرُكَ النَّاسُ، فَقِيرًا فَأَعْطَاكَ اللَّهُ؟ فَقَالَ: لَقَدْ وَرِثْتُ لِكَابِرٍ عَنْ كَابِرٍ، فَقَالَ: إِنْ كُنْتَ كَاذِبًا فَصَيَّرَكَ اللَّهُ إِلَى مَا كُنْتَ، وَأَتَى الأَقْرَعَ فِي صُورَتِهِ وَهَيْئَتِهِ، فَقَالَ لَهُ مِثْلَ مَا قَالَ لِهَذَا، فَرَدَّ عَلَيْهِ مِثْلَ مَا رَدَّ عَلَيْهِ هَذَا، فَقَالَ: إِنْ كُنْتَ كَاذِبًا فَصَيَّرَكَ اللَّهُ إِلَى مَا كُنْتَ، وَأَتَى الأَعْمَى فِي صُورَتِهِ، فَقَالَ: رَجُلٌ مِسْكِينٌ وَابْنُ سَبِيلٍ وَتَقَطَّعَتْ بِيَ الحِبَالُ فِي سَفَرِي، فَلَا بَلَاغَ اليَوْمَ إِلَّا بِاللَّهِ ثُمَّ بِكَ، أَسْأَلُكَ بِالَّذِي رَدَّ عَلَيْكَ بَصَرَكَ شَاةً أَتَبَلَّغُ بِهَا فِي سَفَرِي، فَقَالَ: قَدْ كُنْتُ أَعْمَى، فَرَدَّ اللَّهُ بَصَرِي، وَفَقِيرًا فَقَدْ أَغْنَانِي، فَخُذْ مَا شِئْتَ، فَوَاللَّهِ لَا أَجْهَدُكَ اليَوْمَ بِشَيْءٍ أَخَذْتَهُ لِلَّهِ، فَقَالَ: أَمْسِكْ مَالَكَ، فَإِنَّمَا ابْتُلِيتُمْ، فَقَدْ رَضِيَ اللَّهُ عَنْكَ، وَسَخِطَ عَلَى صَاحِبَيْكَ». «په بني اسرائیلو کې درې نفر وو: پیس وهلی (برګي مرض والا)، پک (ګنجی) او ړوند ، الله تعالی غوره وګڼله چې دوی وازمایې، نو ملاېک یې ورولیږله، پیس وهلي ته ورغله، ورته یې وویل: څه شی درته ډیر غوره دی؟ ویې وییل: ښایسته رنګ او ښایسته پوستکی، خلک راڅخه کرکه کوي، وایې: لاس یې پرې کش کړ، نو پیس -مرض- ترې ولاړ؛ ښایسته رنګ او ښایسته پوستکی ورکړل شول، نو ویې وییل: کوم مال درته ډیر خوښ دی: ویې وییل: اوښان -او یا غواګانې، راوي پدې کې شکي دی چې پیس وهلي او ګنجي له دواړو څخه یو: اوښان ویلي او بل: غواګانې: نو لس میاشتنۍ بلاربه اوښه ورکړل شوه -او ورته یې - وییل: برکت به درته پکې واچول شي. او ګنجي (پک) ته ورغی ورته یې وویل: څه شی درته ډیر خوښ دی؟ ویې وویل: ښایسته ویښتان، او چې دا پکتوب راڅخه لاړ شي، خلک راڅخه کرکه کوي، وایې : لاس یې پرې راکش کړ نو ګنجیتوب ورڅخه ولاړ، او ښایسته ویښتان ورکړل شول، وایې: کوم مال درته ډیر ګران دی؟ ویې وییل: غواګانې: نو بلاربه غوا یې ورکړه او ویې وییل: برکت به درته پکې واچول شي. او ړوند ته ورغی نو ورته یې وویل: څه شی درته ډیر ګران دی؟ ویې وویل: چې الله مې بیرته سترګي راکړي، تر څو پرې خلک وګورم، وایې: لاس یې پرې راکش کړ نو الله یې سترګې بیرته ورکړې، وایې: کوم مال درته ډیر ګران دی؟ ویې وییل: مېږې: نو لنګه مېږه یې ورکړه -تر دې چې- د دواړو مالونو بچي وزیږول او د ده میږې هم بچي وزیږول، نو د دې (لومړي) لپاره د اوښانو یو لوی ټولی جوړ شو (شمېر یې زیات شو) او د دې -بل دویم- لپاره هم د غواګانو یو لوی ټولی جوړ شو، او د دریم لپاره د میږو یوه دره (لویه رمه) جوړه شوه، بیا -همدا- ملاېک د پیس وهلي سړي په شکل او څېره کې پخواني پیس وهلي ته ورغی، ورته یې وویل: غریب سړی یم، په سفر کې راسره توخه خلاصه شویده، نن ورځ له الله پرته او بیا ستا څخه - خپل ځای ته - د رسیدو لپاره توښه نه لرم، نو د هغه الله په نوم -چې ښایسته رنګ، ښایسته پوستکی او مال یې درکړی- درڅخه د یو اوښ سوال کوم چې د سفر په لار کې پرې مقصد ته ورسیږم، نو هغه ورته وویل: حقونه ډیر دي، نو -ملاېکې- ورته وویل: لکه زه دې چې پېژنم، آیا تاته برګی نه و رسیدلی چې خلکو به درڅخه کرکه کوله، فقیر نه وې چې بیا الله -ډیر څه- درکړل؟ نو هغه وویل: یقینا چې -دا مال- له نیکونو نیکونو څخه راته په میراث پاتې دی، نو -ملاېکې- ورته وویل: که چېرته دروغجن یې نو الله دې بیرته همغه حال ته وروګرځوه لکه څرنګه چې وې، بیا پک (ګنجي) ته د پک انسان په شکل او څېره کې راغی، نو ده ته یې هم د همغه په څېر وینا وکړه، ده هم همغسي ځواب ورکړ لکه لومړي چې ورکړی و، نو ورته یې وویل: که چېرته دروغجن یې نو الله دې بیرته همغه حال ته وروګرځوه لکه څرنګه چې وې. او ړوند ته هم د ړوند انسان په څېره کې ورغله نو ورته یې وویل: مسکین سړی یم، مسافر یم، په سفر کې راسره توخه خلاصه شوې ده نو نن ورځ له الله پرته او بیا ستا څخه -خپل ځای ته- د رسیدو لپاره هیڅ وسیله نه لرم، نو د هغه الله په نوم درڅخه د یو پسه سوال کوم چې تاته یې ستا سترګې بیرته درکړې، تر څو پرې پدې سفر کې خپل مقصد ته ورسیږم، نو هغه وویل: یقینا زه ړوند و م، نو الله مې سترګې بیرته راکړې، غریب او ناچاره وم؛ الله مالدار کړم، نو واخله څومره دې چې خوښه وي، قسم په الله چې نن دې هر څه واخېستل د الله لپاره به یې درڅخه منع نه کړم، نو هغه ورته وویل: خپل مال دې ځان سره ونیسه، تاسو امتحان شوئ، یقینا الله - تعالی - ستا څخه راضي شو او ستا پر دوو ملګرو قهر او ورڅخه ناراضه شو». (بخاري (۳۴۶۴) او مسلم (۲۹۶۴) روایت کړی دی .
او له دوی څخه د عرش پورته کوونکي دي، څښتن تعالی فرمايلي: {وَالْمَلَكُ عَلَى أَرْجَائِهَا وَيَحْمِلُ عَرْشَ رَبِّكَ فَوْقَهُمْ يَوْمَئِذٍ ثَمَانِيَة}. (او ملايك به د ده د څنډو له پاسه وي او په دغې ورځ كې به ستا د رب عرش اتو (ملايكو) د دوى له پاسه پورته كړى وي). [الحاقة سورت: 17 آیت].
او د دوی له کړنو څخه: د تقدیر لیکل دي، پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «إِنَّ أَحَدَكُمْ يُجْمَعُ خَلْقُهُ فِي بَطْنِ أُمِّهِ أَرْبَعِينَ يَوْمًا، ثُمَّ يَكُونُ عَلَقَةً مِثْلَ ذَلِكَ، ثُمَّ يَكُونُ مُضْغَةً مِثْلَ ذَلِكَ، ثُمَّ يَبْعَثُ اللَّهُ مَلَكًا فَيُؤْمَرُ بِأَرْبَعِ كَلِمَاتٍ، وَيُقَالُ لَهُ: اكْتُبْ عَمَلَهُ، وَرِزْقَهُ، وَأَجَلَهُ، وَشَقِيٌّ أَوْ سَعِيدٌ». «یو ستاسې څخه د هغه خلقت د مور په ګېډه کې په څلویښت ورځو کې راغونډیږي (نطفه وي)، بیا دا د وینې په څېر ټوټه شي، بیا د غوښې په څېر بوټۍ شي، بیا الله ملاېک راولیږي، نو په څلورو شیانو ورته امر وکړي، او ورته وویل شي چې : عمل، رزق، اجل او نیمکرغه یا بد مرغه یې ولیکه». (بخاري (3208)، مسلم (2643)، ابوداود (4708)، الترمذي (2137) او ابن ماجه (76) روایت کړی دی.
د دوی له کړنو څخه: د رحم د چارو -او څوک چې پکې دي- تر سره کول دي: لکه جوړول، انځورول او ساه پکې اچول، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «إِذَا مَرَّ بِالنُّطْفَةِ ثِنْتَانِ وَأَرْبَعُونَ لَيْلَةً، بَعَثَ اللهُ إِلَيْهَا مَلَكًا، فَصَوَّرَهَا وَخَلَقَ سَمْعَهَا وَبَصَرَهَا وَجِلْدَهَا وَلَحْمَهَا وَعِظَامَهَا، ثُمَّ قَالَ: يَا رَبِّ، أَذَكَرٌ أَمْ أُنْثَى؟ فَيَقْضِي رَبُّكَ مَا شَاءَ، وَيَكْتُبُ الْمَلَكُ، ثُمَّ يَقُولُ: يَا رَبِّ أَجَلُهُ، فَيَقُولُ رَبُّكَ مَا شَاءَ، وَيَكْتُبُ الْمَلَكُ». «کله چې په نطفه باندې دوه څلویښت شپې تېرې شي، الله تعالی ملاېکه ورولیږي، نو انځور یې کړي بیا یې غوږونه، سترګې، پوستکی، غوښه او هډوکي برابر کړي، بیا ووایي: ای ربه، آیا نر -شي- که ښځه؟ نو رب دې د خپلې خوښې پریکړه وکړي، او ملاېکه یې لیکي، بیا ووایي: ای ربه د مرګ نیټه یې، نو رب دې د خپلې خوښي پریکړه وکړي او ملاېکه یې لیکي». مسلم (2645) روایت کړی دی.
او له أنس - رضی الله عنه - څخه روایت دی چې نبي - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «وَكَّلَ اللَّهُ بِالرَّحِمِ مَلَكًا، فَيَقُولُ: أَيْ رَبِّ نُطْفَةٌ، أَيْ رَبِّ عَلَقَةٌ، أَيْ رَبِّ مُضْغَةٌ، فَإِذَا أَرَادَ اللَّهُ أَنْ يَقْضِيَ خَلْقَهَا، قَالَ: أَيْ رَبِّ، أَذَكَرٌ أَمْ أُنْثَى؟ أَشَقِيٌّ أَمْ سَعِيدٌ؟ فَمَا الرِّزْقُ؟ فَمَا الأَجَلُ؟ فَيُكْتَبُ كَذَلِكَ فِي بَطْنِ أُمِّهِ». «یقینا، الله -تعالی– رحم باندې ملاېکه مقرره کرې ده؛ هغه وايي: ای ربه نطفه (شوه)، ای ربه د وینې ټوټه (شوه)، اې ربه د غوښې بوټۍ شوه ! نو کله چې الله -تعالی- وغواړي د پيدا کولو پریکړه یې وکړي، نو -ملاېکه ووایي- ای ربه! نارینه شي که ښځینه؟ بدمرغه شي که نیکمرغه؟ رزق یې څومره شي؟ أجل یې څه وخت شي؟ نو دا به د هغه د مور په رحم کې ورته ولیکل شي». بخاري (6595) او مسلم (2646) روایت کړی دی.
او د دوی له کړنو څخه د بنده ګانو د ساګانو اخیستل دي، حق ذات فرمایلي دي او د هغه وینا حق ده: {حَتَّىَ إِذَا جَاء أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ تَوَفَّتْهُ رُسُلُنَا وَهُمْ لاَ يُفَرِّطُون} (تر هغه پورې چې کله په تاسو کې یو کس ته مرګ راشي، (نو) زمونږ استازي یې وفات کړي او هغوی هېڅ تقصیر (کمی) نه کوي). [الأنعام سورت: 61 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {فَكَيْفَ إِذَا تَوَفَّتْهُمْ الْمَلاَئِكَةُ يَضْرِبُونَ وُجُوهَهُمْ وَأَدْبَارَهُم} (نو څنګه حال به وي، كله چې ملايك د دوى روحونه قبض كوي، په داسې حال كې چې دغه (ملايك) به د دوى مخونه او د دوى شاګانې وهي). [محمد سورت: 27 آیت].
او د دوی له کړنو څخه په دنیا او آخرت کې په جسدونو کې د ساګانو پوکول دي، پېغمبر - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «إِنَّ أَحَدَكُمْ يُجْمَعُ خَلْقُهُ فِي بَطْنِ أُمِّهِ أَرْبَعِينَ يَوْمًا، ثُمَّ يَكُونُ عَلَقَةً مِثْلَ ذَلِكَ، ثُمَّ يَكُونُ مُضْغَةً مِثْلَ ذَلِكَ، ثُمَّ يَبْعَثُ اللَّهُ مَلَكًا، فَيُؤْمَرُ بِأَرْبَعِ كَلِمَاتٍ، وَيُقَالُ لَهُ: اكْتُبْ عَمَلَهُ، وَرِزْقَهُ، وَأَجَلَهُ، وَشَقِيٌّ أَوْ سَعِيدٌ، ثُمَّ يُنْفَخُ فِيهِ الرُّوحُ»، «یو ستاسې څخه د هغه پيدایښت د مور په ګېډه کې په څلویښت ورځو کې راغونډیږي (نطفه وي)، بیا دا د وینې په څېر ټوټه شي، بیا د غوښې په څېر بوټۍ شي، بیا الله ملاېکه راولیږي، نو په څلورو شیانو ورته امر وکړي، او ورته وویل شي چې : عمل، رزق، اجل او نیمکرغه یا بد مرغه یې ولیکه، بیا پکې روح پو کړل شي»، (بخاري (3208)، مسلم (2643)، ابوداود (4708)، الترمذي (2137) او ابن ماجه (76) رواړی دی. او الله تعالى فرمایلي دي: { ثُمَّ نُفِخَ فِيهِ أُخْرَى فَإِذَا هُم قِيَامٌ يَنظُرُون} [بیا به په دې كې بل ځلې پو كړى شي، نو ناڅاپه به دوى ولاړ وي، ګوري به (حیران حیران)]. [الزمر سورت : 68 آیت].
او د دوی له عملونو څخه: له مؤمنانو سره - په - جهاد (کې ګډون)، د جګړې په ډګرونو او د ژوند په ډکر کې د مؤمنانو ثبات دی، رب العزت فرمايلي: {إِذْ يُوحِي رَبُّكَ إِلَى الْمَلآئِكَةِ أَنِّي مَعَكُمْ فَثَبِّتُواْ الَّذِينَ آمَنُواْ سَأُلْقِي فِي قُلُوبِ الَّذِينَ كَفَرُواْ الرَّعْبَ فَاضْرِبُواْ فَوْقَ الأَعْنَاقِ وَاضْرِبُواْ مِنْهُمْ كُلَّ بَنَان} (كله چې ستا رب ملايكو ته وحي كوله چې بېشكه زه له تاسو سره یم، نو تاسو هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى ثابت قدم كړئ، ژر به زه د هغو كسانو په زړونو كې رعب واچوم چې كافران شوي دي، نو تاسو (د هغوى) د څټونو له پاسه وهل وكړئ، او تاسو د دوى پر (هر بند او) ټولو ګوتو باندې ګوزارونه وكړئ). [الأنفال سورت: 12 آیت]، او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إِنَّ لِلشَّيْطَانِ لَمَّةً بِابْنِ آدَمَ وَلِلْمَلَكِ لَمَّةً: فَأَمَّا لَمَّةُ الشَّيْطَانِ فَإِيعَادٌ بِالشَّرِّ وَتَكْذِيبٌ بِالحَقِّ، وَأَمَّا لَمَّةُ الملك فَإِيعَادٌ بِالخَيْرِ وَتَصْدِيقٌ بِالحَقِّ، فَمَنْ وَجَدَ ذَلِكَ فَلْيَعْلَمْ أَنَّهُ مِنَ اللَّهِ، فَلْيَحْمَدِ اللَّهَ، وَمَنْ وَجَدَ الأُخْرَى فَلْيَتَعَوَّذْ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ، ثُمَّ قَرَأَ: {الشَّيْطَانُ يَعِدُكُمُ الْفَقْرَ وَيَأْمُرُكُم بِالْفَحْشَاء} الآيَةَ [البقرة: 268]». «يقينا شيطان بني آدم ته قصد لري (یو څه ورپه زړه کوي)، او ملاېکې هم قصد لري (یو څه ور په زړه کوي)، بني آدم ته د شیطان قصد هغه ته په شر سره وعده ورکول او حق دروغ ګڼل دي، او بني آدم ته د ملاېکې قصد؛ په خیر سره وعده ورکول او حق ريښتیا ګڼل دي، نو چا چې دا -وروستی- وموند نو پوه دې شي چې دا د الله له لورې دی، نو د الله ستاینه دې وکړي، او چا چې بل څه وموندل، نو په الله سره دې له رټلی شوي شیطان څخه پناه وغواړي بیا یې -دا آیت- ولوست (الشَّيْطَانُ يَعِدُكُمُ الْفَقْرَ وَيَأْمُرُكُم بِالْفَحْشَاءِ) الآيَةَ [البقرة سورت: 268 آیت]». (شیطان تاسو له غریبۍ څخه وېروي او تاسو ته د بې حیایۍ حكم كوي). ترمذي په (۲۹۸۸) شمېره روایت کړی دی، ابن مبارک په الزھد (۱۴۳۵)، احمد په الزھد (۸۵۴) او ابو داود په الزھد (۱۶۴) کې روایت کړی دی.
او د دوی له عملونو څخه مؤمنانو ته د عا کول او بخښنه غوښتل دي، الولي الحمید ذات فلرمایلي دي: {الَّذِينَ يَحْمِلُونَ الْعَرْشَ وَمَنْ حَوْلَهُ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيُؤْمِنُونَ بِهِ وَيَسْتَغْفِرُونَ لِلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا وَسِعْتَ كُلَّ شَيْءٍ رَّحْمَةً وَعِلْمًا فَاغْفِرْ لِلَّذِينَ تَابُوا وَاتَّبَعُوا سَبِيلَكَ وَقِهِمْ عَذَابَ الْجَحِيم} (له ملايكو څخه) (هغه كسان چې عرش اوچتوي او هغه (ملايك) چې د دغه (عرش) شاوخوا دي، دوى د خپل رب د ستاينې سره تسبیح وايي او په ده ایمان لري او د هغو كسانو لپاره مغفرت غواړي چې ایمان يې راوړى دى (او وايي:) اى زمونږه ربه! ته د رحمت په لحاظ سره هر شي ته رسېدلى يې، نو ته هغو كسانو ته بخښنه وكړې چې توبه يې ايستلې ده او ستا د لارې پیروي يې كړې ده او ته دوى د دوزخ له عذاب نه وساته). [غافر سورت: 7 آیت].
او د دوی له عملونو څخه: د خیر او نیکۍ په وختونو د ایمان په موسمونو کې د مؤمنانو عبادت ته حاضریدل دي، لکه د جمعې ورځ، د عرفې ورځ، د قدر شپه، د سهار او مازدیګر لمونځونه، او د دوی د ښو ویناوو پورته کول او متعال رب ته یې په اړه خبر ورکول - حال دا چې هغه باخبره او پوه ذات دی چې اړتیا نه لري څوک یې خبر کړي، الله تعالی فرمایلي: {وَقُرْآنَ الْفَجْرِ إِنَّ قُرْآنَ الْفَجْرِ كَانَ مَشْهُودًا} (او د سبا قرآن (لمونځ) هم (قايموه) بېشكه د سبا قرآن، ته خو حاضري كولى شي). [الإسراء سورت: 78 آیت]، او حق ذات فرمایلي: (تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِم مِّن كُلِّ أَمْرٍ) (په دغه (شپه) كې (نور) ملايك او روح (جبریل) د خپل رب په حكم سره راکوزیږي لپاره (د پوره كولو) د هر (مقرر شوي) كار). [القدر سورت: 4 آیت].
او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «يَتَعَاقَبُونَ فِيكُمْ مَلَائِكَةٌ بِاللَّيْلِ وَمَلَائِكَةٌ بِالنَّهَارِ، وَيَجْتَمِعُونَ فِي صَلَاةِ الفَجْرِ وَصَلَاةِ العَصْرِ، ثُمَّ يَعْرُجُ الَّذِينَ بَاتُوا فِيكُمْ، فَيَسْأَلُهُمْ -وَهُوَ أَعْلَمُ بِهِمْ: كَيْفَ تَرَكْتُمْ عِبَادِي؟ فَيَقُولُونَ: تَرَكْنَاهُمْ وَهُمْ يُصَلُّونَ، وَأَتَيْنَاهُمْ وَهُمْ يُصَلُّونَ». «په تاسو کې د شپې او ورځې ملاېکې یو د بل پسې ځي راځي او د سهار او مازدیګر په لمونځونو کې سره یو ځای کیږي، بیا هغه ملاېکې خیژې چې په تاسو کې یې شپه تیره کړې ده نو - الله تعالی له دوی څخه پوښتنه کوي –پداسې حال کې چې هغه د دوی په حال ښه پوهیږي-: زما بندګان مو څنګه پرېښودل؟ هغوی ووایي: په داسې حال کې مو پريښودل چې لمونځ یې کاوه، او په داسې حال کې ورته ورغلي وو چې لمونځ یې کاوه». بخاري (۵۵۵)، مسلم (۶۳۲) او نسائي (۴۸۵) روایت کړی دی.
او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «إِنَّ لِلَّهِ مَلَائِكَةً يَطُوفُونَ فِي الطُّرُقِ يَلْتَمِسُونَ أَهْلَ الذِّكْرِ، فَإِذَا وَجَدُوا قَوْمًا يَذْكُرُونَ اللَّهَ تَنَادَوْا : هَلُمُّوا إِلَى حَاجَتِكُمْ. قَالَ: فَيَحُفُّونَهُمْ بِأَجْنِحَتِهِمْ إِلَى السَّمَاءِ الدُّنْيَا». «الله لره ملاېکې دي چې په لارو کې ګرځي، -الله- یادوونکي خلک لټوي؛ نو كله چې دوى داسې خلک ومومي چې الله یادوي؛ نو یو بل ته غږ وکړي: راشۍ خپلې اړتیا ته! وایې: نو دوی لره په خپلو وزرونو سره د لاندنې آسمان پورې وپوښي». بخاري (6408) او مسلم (2689) روایت کړی دی.
او ملاېکې ایماني موسمونو ته حاضریږي لکه: د جمعې ورځ، د عرفې ورځ او د قدر شپه، رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «فَإِذَا خَرَجَ الإِمَامُ حَضَرَتِ الملائِكَةُ يَسْتَمِعُونَ الذِّكْرَ». «کله چې امام - د خطبې لپاره - راووځي نو ملاېکې د ذکر اوریدلو لپاره حاضرې شي». بخاري (881)، مسلم (850)، ابوداود (351)، ترمذي (499) او نسائي (1388) روایت کړی دی.
او د دوی له عملونو څخه پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته پر هغه د امت درودونه رسول، رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «وَصَلُّوا عَلَيَّ؛ فَإِنَّ صَلَاتَكُمْ تَبْلُغُنِي حَيْثُ كُنْتُمْ». «او پر ما درود ووایاست؛ ځکه ستاسو درود ماته رارسیږي هر چیرته چې یاست». ابوداود (204)، احمد (8804)، طبراني په الاوسط کې (8030) او البيهقي په الشعب (3865) کې روایت کړی دی.
او رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «إِنَّ لِلَّهِ مَلَائِكَةً سَيَّاحِينَ فِي الْأَرْضِ يُبَلِّغُونِي مِنْ أُمَّتِي السَّلَامَ». «الله -تعالی- داسې ملاېکې لري چې په ځمکه کې ګرځي او زما له امت څخه ماته سلام رارسوي». نسائي (1282)، عبدالرزاق (3116)، ابن ابي شیبه په المصنف کې (8797)، او په المسند کې (269) او احمد (3666) روایت کړی دی.
او د دوی له عملونو څخه : له بني آدم څخه ساتنه ده، الله تعالی فرمایلي: (لَهُ مُعَقِّبَاتٌ مِّن بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ يَحْفَظُونَهُ مِنْ أَمْرِ اللَّهِ) (د دغه (انسان) لپاره د ده له مخې او د ده له شا نه نوبت په نوبت په یو بل پسې راتلونكي (ملايك) دي چې د الله په امر سره د ده ساتنه كوي). [الرعد سورت: 11 آیت]. او علي بن أبی طلحة له ابن عباس -رضي الله عنهما- څخه روایت کوي فرمایي: المعقبات: «د الله تعالی له کارونو څخه دي او هغوی ملاېکې دي». طبري په التفسير (13/463) او ابن ابي حاتم په التفسير (12198) کې روايت کړی دی.
او د دوی له عملونو څخه د نیکیو او بدیو لیکل دي، الله تعالی فرمایلي دي: {كِرَامًا كَاتِبِين} : (چې عزتمن لیكونكي دي). [الانفطار سورت: 11 آیت]. او الله تعالی فرماېلي دي: {إِذْ يَتَلَقَّى الْمُتَلَقِّيَانِ عَنِ الْيَمِينِ وَعَنِ الشِّمَالِ قَعِيد * [(یاد كړه) هغه وخت چې دوه اخيستونكي اخلي، چې یو له ښي اړخ نه او (بل) له چپ اړخ نه ناست وي). {مَا يَلْفِظُ مِن قَوْلٍ إِلاَّ لَدَيْهِ رَقِيبٌ عَتِيد} (دغه بنده) هېڅ خبره نه كوي مګر له ده سره حاضر ساتونكى دى]. [ق سورت: 17، 18 آیتونه]، او فرمایلي یې دي: {وَيُرْسِلُ عَلَيْكُم حَفَظَةً} (او پر تاسو باندې ساتونکي (ملاېک) رالېږي). [الأنعام سورت: 61 آیت]، او د دوی په اړه الله تعالی فرمایلي: {أَمْ يَحْسَبُونَ أَنَّا لاَ نَسْمَعُ سِرَّهُمْ وَنَجْوَاهُم بَلَى وَرُسُلُنَا لَدَيْهِمْ يَكْتُبُون}. (آیا دوى دا ګومان كوي چې بېشكه مونږ د دوى پټې خبرې او پټې مشورې نه اورو، ولې نه! او زمونږ رسولان ليكل كوي د دوى ترڅنګه). [الزخرف سورت: 80 آیت]، او پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «يَقُولُ اللَّهُ: فَلَا تَكْتُبُوهَا عَلَيْهِ حَتَّى يَعْمَلَهَا، فَإِنْ عَمِلَهَا فَاكْتُبُوهَا بِمِثْلِهَا، وَإِنْ تَرَكَهَا مِنْ أَجْلِي فَاكْتُبُوهَا لَهُ حَسَنَةً، وَإِذَا أَرَادَ أَنْ يَعْمَلَ حَسَنَةً فَلَمْ يَعْمَلْهَا فَاكْتُبُوهَا لَهُ حَسَنَةً، فَإِنْ عَمِلَهَا فَاكْتُبُوهَا لَهُ بِعَشْرِ أَمْثَالِهَا إِلَى سَبْعِ مِائَةِ ضِعْفٍ». «الله تعالی وفرمایي: نو مه یې لیکئ تر دې چې ویې کړي، که چېرته یې وکړه نو د همغې -ګناه- په اندازه یې ولیکئ، او که چېرته یې زما لپاره پرېښوده نو نیکي یې ورته ولیکئ، او کله یې چې د نیکۍ کولو قصد وکړ او ویې نکړه، نو ورته یې نیکي ولیکئ، که چېرته یې عمل پرې وکړ نو یو پر لسه یې ورته ولیکئ تر اووه سوه چنده پورې». (بخاري (۷۵۰۱)، مسلم (۱۲۸) او ترمذي (۳۰۷۳) روایت کړی. او پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «قَالَتِ الْملَائِكَةُ: رَبِّ، ذَاكَ عَبْدُكَ يُرِيدُ أَنْ يَعْمَلَ سَيِّئَةً -وَهُوَ أَبْصَرُ بِهِ- فَقَالَ: ارْقُبُوهُ، فَإِنْ عَمِلَهَا فَاكْتُبُوهَا لَهُ بِمِثْلِهَا، وَإِنْ تَرَكَهَا فَاكْتُبُوهَا لَهُ حَسَنَةً، إِنَّمَا تَرَكَهَا مِنْ جَرَّايَ». «ملاېکو وویل: ای ربه! هغه ستا بنده دی، غواړي ګناه وکړي -حال دا چې هغه (الله) پرې ښه پوه دی- نو وفرمایي: ویې څارئ، که چېرته یې وکړه نو د ګناه په اندازه یې ورته ولیکئ، او که چېرته یې پرېښوده نو نیکي یې ورته ولیکئ، یقینا چې زما لپاره یې پرېښوده». مسلم (129) روایت کړی دی.
او د دوی له عملونو څخه: له دجال څخه د نبوي مدینې ساتل دي، رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي: «عَلَى أَنْقَابِ المدينَةِ مَلَائِكَةٌ لَا يَدْخُلُهَا الطَّاعُونُ، وَلَا الدَّجَّالُ». «د مدینې په دروازو باندې پرښتې دي چې نه ورته وبا داخلیدای شي او نه دجال». بخاري (1880) او مسلم (1379) روایت کړی دی.
او د دوی له عملونو څخه: په قبر کې له مړي څخه پوښتنې کول دي، فعن البراء بن عازب رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم مخبرًا عن حال الإنسان إذا وضع في قبره: «وَيَأْتِيهِ مَلَكَانِ فَيُجْلِسَانِهِ، فَيَقُولَانِ لَهُ: مَنْ رَبُّكَ؟ فَيَقُولُ: رَبِّيَ اللَّهُ، فَيَقُولَانِ لَهُ: مَا دِينُكَ؟ فَيَقُولُ: دِينِيَ الْإِسْلَامُ، فَيَقُولَانِ لَهُ: مَا هَذَا الرَّجُلُ الَّذِي بُعِثَ فِيكُمْ؟ قَالَ: فَيَقُولُ: هُوَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم». له البراء بن عازب - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د مړي له حال څخه -چې کله په قبر کې کېښودل شي- د خبر ورکولو په موخه فرمایلي دي: "او دوه ملاېکې ورته راشي او کېنوي یې او ورته ووايي: رب دې څوک دی؟ نو ووایې: زما رب الله دی، دوی دواړه ورته ووایي: دین دې څه دی؟ هغه ووايي: زما دين اسلام دى، دوی دواړه ورته ووايي: دا سړی څوک دى چې په تاسو کې لېږل شوى دی؟ وایې: نو وبه وایې: هغه د الله رسول -صلی الله علیه وسلم- دی». ابو داود (4753)، نسائي (2001)، ابن ماجه (1548)، طيالسي (789)، عبد الرزاق (6737) او ابن ابي شيبه (12185) روایت کړی دی.
او د دوی له عملونو څخه: د جنت ساتونکی دی، له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «آتي باب الجنة يوم القيامة، فأستفتحُ فيقول الخازن: من أنت؟ فأقول: محمد، فيقول: بك أمرت لا أفتح لأحدٍ قبلك». «د قیامت په ورځ به د جنت دروازې ته راشم، نو د خلاصیدو غوښتنه به وکړم ساتونکی به راته ووایي: ته څوک یې؟ زه به ووایم: محمد، وبه وایې: په تا راته امر شوی، هیچاته به یې ستا څخه مخکې خلاصه نه کړم». مسلم (197) روایت کړی. او د اور ساتونکی، الله تعالی فرمایلي: {وَنَادَوْا يَا مَالِكُ لِيَقْضِ عَلَيْنَا رَبُّكَ قَالَ إِنَّكُم مَّاكِثُون} (او دغه (دوزخیان) به اواز وكړي: اى مالكه! ستا رب دې مونږ مړه كړي، هغه (مالك) به ووايي: بېشكه تاسو (تل) ژوندي پاتې كېدونكي یئ) [الزخرف سورت: 77 آیت]. سپیڅلي حق ذات فرمایلي دي: {عَلَيْهَا تِسْعَةَ عَشَر * (په ده باندې نولس (ملايك) مقرر دي. وَمَا جَعَلْنَا أَصْحَابَ النَّارِ إِلاَّ مَلاَئِكَةً} او مونږ د دوزخ څوكيداران نه دي ګرځولي مګر ملايك). [المدثر سورت: 30، 31 آیتونه]، او په صحیح کې له عبد الله بن مسعود -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله- صلی الله علیه وسلم - فرمایلي: «يؤتى بجهنم يومئذ لها سبعون ألف زمام، مع كل زمام سبعون ألف ملك يجرُّونها». «په هغه ورځ به جهنم رواړلی شي پداسي حال کې چې اویا زره ځنځیرونه به ولري، د هر ځنځیر سره به اویا زره پرښتې وي او کش کوي به یې». مسلم (2842) او ترمذي (2573) روایت کړی. تفسير القرطبي (۱۹/۸۰).