او مونږ ایمان لرو چې الله -تعالی- د ملائکو لپاره مرتبې او درجې ټاکلي دي، د دوی په اړه حق ذات فرمایلي دي: {وَمَا مِنَّا إِلاَّ لَهُ مَقَامٌ مَّعْلُوم * (او په مونږ كې هیڅوك نشته مګر د هغه لپاره معلوم ځاى دى. وَإِنَّا لَنَحْنُ الصَّافُّون} او بېشكه خامخا مونږ صف تړونكي یو). [الصافات سورت: 164-166 آیتونه].
د مقام له اړخه تر ټولو سترې ملاېکې جبرائیل، میکائیل او اسرافیل دي؛ لدې امله رسول الله -صلى الله عليه وسلم- د الله تعالی په ربوبیت (د دغه دریو ملایکو) هغه ته نزدیکت لټولای ، له ابو سلمه بن عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه څخه روايت دى، وایې: ما له عائشې أم المؤمنین -رضي الله عنها- څخه پوښتنه وکړه؟ چې پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - به چې کله د شپې لمانځه ته پاڅېده نو د لمانځه پرانسته به یې په څه سره کوله؟ هغې وفرمایل: کله به چې د شپې لمانځه ته پاڅېده نو د لمانځه پرانسته به یې - پدې الفاظو - سره کوله: «اللهُمَّ رَبَّ جَبْرَائِيلَ، وَمِيكَائِيلَ، وَإِسْرَافِيلَ، فَاطِرَ السَّمَوَاتِ وَالْأَرْضِ، عَالِمَ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ، أَنْتَ تَحْكُمُ بَيْنَ عِبَادِكَ فِيمَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ، اهْدِنِي لِمَا اخْتُلِفَ فِيهِ مِنَ الْحَقِّ بِإِذْنِكَ؛ إِنَّكَ تَهْدِي مَنْ تَشَاءُ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ». «ای د جبرائیل، میکائیل او اسرافیل ربه، له مخکینۍ بیلګې پرته د آسمانونو او ځمکې پیدا کوونکیه! په پټو او ښکاره و پوه ذاته، ته د خپلو بنده ګانو تر منځه په هغه څه کې پریکړه کوې چې هغوی پکې یو له بل سره مخالفت کړی دی، ماته په هغه څه کې لارښونونه وکړه چې د حق په اړه پکې ستا په اجازې سره مخالفت کیږي، یقینا ته یې! چا لره چې وغواړې نیغې لارې ته یې لارښوونه کوې». مسلم (770)، ابو داود (767)، نسائی (1625) او ابن ماجه (1357) روایت کړی دی.
په دوی کې تر ټولو ډیرې عزتمنې د عرش پورته کوونکي دي او همدارنګه هغه ملاېکې چې د بدر په غزا کې یې ګډون کړی دی. وعن معاذ بن رفاعة بن رافع الزرقي عن أبيه رضي الله عنه -وكان أبوه من أهل بدر- قال: جَاءَ جِبْرِيلُ إِلَى النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم فَقَالَ: «مَا تَعُدُّونَ أَهْلَ بَدْرٍ فِيكُمْ، قَالَ: مِنْ أَفْضَلِ المسلِمِينَ - أَوْ كَلِمَةً نَحْوَهَا - قَالَ: وَكَذَلِكَ مَنْ شَهِدَ بَدْرًا مِنَ المَلَائِكَةِ». له معاذ بن رفاعة بن رافع الزرقي -رضی الله عنه- څخه روایت دی -د هغه پلار له بدریانو څخه و- هغه ویلي چې : جبرائیل -علیه السلام- رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ورته یې وویل: تاسو په خپلو کې د بدر خلک څنګه ګڼئ، هغه وفرمایل: له غوره مسلمانانو څخه -دا او یا دې ته ورته خبره یې ورته وکړه- هغه وفرمایل: او همدا حال د هغه پرښتو دی چې د بدر په جنګ کې یې حاضرې وې». بخاري (3992) روایت کړی دی.
او په هر اسمان کې دومره پرښتې دي چې شمېر یې له الله پرته بل څوک نشي کولای، او دا پرښتې هره یوه ځانته معلوم ځای لري او په دوی کې مقربې دي؛ لدې امله رسول - الله صلى الله عليه وسلم - د مؤمن له مرګ څخه وروسته د روح د پورته کېدو او اسمان ته ختلو په اړه فرمایلي: «فَيَصْعَدُونَ بِهَا، فَلَا يَمُرُّونَ -يَعْنِي بِهَا- عَلَى مَلَإٍ مِنَ الْمَلَائِكَةِ، إِلَّا قَالُوا: مَا هَذَا الرُّوحُ الطَّيِّبُ؟ فَيَقُولُونَ: فُلَانُ ابْنُ فُلَانٍ، بِأَحْسَنِ أَسْمَائِهِ الَّتِي كَانُوا يُسَمُّونَهُ بِهَا فِي الدُّنْيَا، حَتَّى يَنْتَهُوا بِهَا إِلَى السَّمَاءِ الدُّنْيَا، فَيَسْتَفْتِحُونَ لَهُ، فَيُفْتَحُ لَهُمْ، فَيُشَيِّعُهُ مِنْ كُلِّ سَمَاءٍ مُقَرَّبُوهَا إِلَى السَّمَاءِ الَّتِي تَلِيهَا». «نو پورته یې کړي، په پورتنیو مخلوقاتو کې، له ملاېکو څخه په هیچا نه تیریږي مګر دا چې هغوی وایي: دا څومره پاکیزه روح دی؟ نو دوی ورته وایي: فلانی د فلانی زوی دی، په هغه ښایسته نوم سره یې یاد کړي چې په دنیا کې به ورته اخیستل کیده، تر دې چې د دنیا آسمان ته یې ورسوي، نو د دروازې د خلاصيدلو غوښتنه وکړي، نو دروازه ورته خلاصه شي، نو په هر آسمان کې یې نږدې مخلوق تر بل آسمان پورې بدرګه کړي». ابو داود (3212)، نسائي (2001)، ابن ماجه (1548)، ابوداود الطیالسی (789)، عبد الرزاق (6324، 6737) او احمد (18534) روایت کړی او لفظ د همده دی.