او مونږ په کتابونو ایمان لرو، چې هغه د الله -تعالی- نازل کړی شوي کتابونه دي د هغه په رسولانو او انبیاوو علیهم السلام، هغه چې مونږ یې لدې څخه پېژنو لکه: د ابراهیم صحیفې، د موسی صحیفې، تورات، زبور، انجیل، او قرآن او مونږ لدې څخه په هغه څه ایمان لرو چې مونږ پرې پوهیږو او پر هغه څه چې مونږ پرې نه پوهیږو.
او مونږ ایمان لرو چې دا ټول کتابونه د الله تعالی وینا او وحیې ده، او تورات الله تعالی په خپل لاس لیکلی. او دا کتابونه یې په خپلو رسولانو علیهم السلام نازل کړی دي؛ جبرائیل أمین پرې نازل کړي دي، دې کتابونو په خپل ځان کې الهي قوانین، خبرونه، نصحیتونه، اوامر او نواهي رانغاړلي دي، او هر کتاب په خپل وخت کې هغه وحیې وه چې عمل کول پرې واجب و، او پر مټ یې پریکړه کول د هغه امت لپاره چې پرې نازل شوی دی.
او مونږ ایمان لرو چې ځینې یې له ځینو نورو څخه غوره دي، تورات الله تعالی په خپل لاس سره لیکلی.
او مونږ په یقین سره پوهیږو چې په کتابونو ایمان راوړل د ایمان له رکنونو څخه دریم رکن دی، نو مونږ په ټولو ایمان راوړو او مونږ د هغه چا په څیر نه یو چې په ځینو یې ایمان راوړی او په ځینو یې کافران شوي دي.
او مونږ پدې ایمان لرو چې هغه کتابونه چې له قرآن څخه مخکې نازل شوي دي الله تعالی یې د ساتلو تضمین ندی کړی؛ بلکې له هغو څخه ساتنه یې همغه قوم ته ورترغاړې کړې وه چې پرې نازل شوي وو؛ لدې امله پکې تحریف وشو، او دغه الهي کتابونه د ورکیدو او هیریدو د سرنوشت سره مخ شول؛ تور لګوونکو ولیکل او د هغې نسبت یې الله تعالی ته په دروغو او تهمت سره وکړ، نو هغوی به لیکل او په خپلو ژبو به یې لوستل تر څو پرې خلک تېرباسي؛او د الله - تعالی - لخوا یې وګڼي.
او مونږ ایمان لرو چې قرآن کریم تر ټولو آسماني کتابونو لوی، بشپړ او زیات عزتمن دی او دا یې ورستی دی؛ جبرائیل -علیه السلام- زمونږ د رسول محمد -صلی الله علیه وسلم- په زړه په واضحه عربي ژبه نازل کړی دی، او الله -تعالی- ورته تر ټولو عزتمنده ژبه وټاکله؛ ځکه چې د عربو ژبه تر ټولو زیاته کره، واضحه او پراخه ده، او تر ټولو ژر اصلي معناګانو ته رسوونکي ده؛ لدې امله یې تر ټولو عزتمن کتاب په تر ټولو عزتمندې ژبې، په تر ټولو عزتمند پيغمبر، د تر ټولو عزتمندې ملاېکې په واسطه، په تر ټولو عزتمندې ځمکې کې نازل کړ او نازلیدل یې هم په تر ټولو عزتمندې میاشت کې چې د روژې میاشت ده پيل شول، نو له ټولو اړخونو بشپړ شو او لومړی هغه څه چې ترې نازل شول د الله -تعالی- دا وینا ده: {اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَق} (ته د خپل هغه رب په نامه سره ولوله چې پیدا كړي يې دي (ټول مخلوقات). [العلق سورت: 1 آیت]، او له هغه څخه وروستي څه چې نازل شوي دي د الله -تعالی- دا وینا ده: {الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا} (نن ورځ ما ستاسو لپاره ستاسو دین مكمل كړ او پر تاسو مې خپل نعمتونه تمام كړل او ما ستاسو لپاره اسلام د دین په توګه خوښ كړ). [المائدة سورت: 3 آیت]، په رسول الله -صلی الله علیه وسلم- د نبوت د کلونو په بهیر کې لږ لږ( د واقعاتو او احداثو مطابق) نازل شو، لدې څخه؛ مکي او مدني دي، د سورتونو شمېر یې یو سل او څوارلس دی، تر ټولو لوی سورتونه یې -د معنا په لحاظ- الفاتحة او الاخلاص سورتونه دي، د اخلاص سورت د قرآن له یو پر دریمې سره برابر دی، او تر ټولو ستر آیت یې آیت الکرسي دی.
او الله تعالی د دغه ستر کتاب ستاينه وکړه او د مؤمنانو لپاره يې رڼا، هدایت، رحمت، پند او د زړونو او بدنونو د ناروغيو لپاره يې شفا وګرځاوه.
او مونږ ایمان لرو چې دا ستر کتاب؛ همدغه د آسماني کتابونو تر ټولو بشپړ او هر اړخیز کتاب دی، چې دلیلونه او شواهد لري، هغه مثالونه وړاندې کوي چې د قیامت تر ورځې پرې پر بنده ګانو حجت قائمیږي، او ټول هغه څه یې په ځان کې رانغاړلي دي چې په مخکنیو آسماني کتابونو کې وو او له هغو څخه زیات هم، او ټول هغه څه لري چې بشریت ورته اړتیا لري د ایمان له اصولو، قوانینو شواهدو، پندونو، نصیحتونو او خبرونو څخه، او په فصاحت او وضاحت کې تر ټولو وروستي حد ته رسیدلی، او پدې خبره تر ټولو ستر دلیل چې دا قرآن د رب العالمین وینا ده دا دی چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- نالوستی و، نه یې لوستل کولی شول او نه لیکل او تر ټولو ستر، بشپړ، فصیح او واضح کتاب پرې نازل شو.
موږ باور لرو چې قرآن کریم په خپل لفظ او معنی کې یوه حیرانونکي معجزه ده او الله -تعالی- ټول پیریان او انسانان ننګولې دي چې دېته ورته ټول قرآن یا لس سورتونه او یا د دې د یو سورت په څېر یو سورت جوړ کړي.
او مونږ ایمان لرو چې دا قرآن د الله -تعالی- نازل کړی شوی کلام دی او مخلوق ندی، او دا په سینو کې ساتل شوی، په مصحفونو کې لیکل شوی، په محرابونو او جوماتونو کې تلاوت کیږي او دا -کارونه- یې لدې څخه نه باسي چې دا دې د الله کلام وي. او د الله کلام د هغه له صفتونو څخه یو صفت دی او هر هغه څه چې د الله -تعالی- له صفتونو څخه وي هغه مخلوق ندی؛ ځکه که چېرته مخلوق وای نو هغه څه به ورته پیښ شوي وای لکه نورو تازه پيدا شوو مخلوقاتو ته چې له فنا، له منځه تللو، زوال او بدلون څخه پيښیږي.
او موږ ایمان لرو چې الله - تعالی - د دې قرآن د ساتلو تضمین کړی دی، او دا کار یې مخلوق ته ندی ورترغاړې کړی او دا یې خورا محکم ( چې دلالت یې واضح وي )ګرځولی لکه څرنګه یې چې متشابه ( چې یو ایت د بل تائد کوي ، معارضه پکې نه وي) ګرځولی او دا یې ښکاره کړې چې بې لارې خلک یې د متشابه ( چې د صواب او غیر صواب دواړو معانیو احتمال لري ، نو اهل زیغ یې هغه غیر صواب معنی لټوي) پیروي کوي او مؤمنان پرې په ټولو باور لري؛ محکم او متشابه (دواړو).
او الله -تعالی- هغه په ټولو پخوانیو کتابونو حاکم او مسلط ګرځولی او دا کتاب مونږ ته د پخوانیو امتونو کیسې بیانوي او د اهل کتابو تر منځه په هغه څه کې پریکړه کوي چې هغوی پکې اختلاف درلود.
او مونږ ایمان لرو چې دا لوی قرآن همدا د رب العالمین کلام دی چې د روح الأمین په واسطه نازل شوی او دا هغه څه دي چې د مسلمانانو له دین څخه د اړتیا له مخې پیژندل شوي دي، او ټول مسلمانان؛ عالمان دي که عامیان یې په اړه په یوه خوله دي، او هیڅ یو په دوی کې مخالفت ندی کړی او الله -تعالی- د دې قرآن لپاره ګواهي ورکړې ده چې د هغه له لورې دی، او ملاېکو هم ګواهي ورکړې چې د حکیم او ستایل شوي ذات له لورې دی او د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- د زمانې اهل کتابو هم دا ګواهي ورکړې ده او الله -تعالی- لدې ګواهۍ څخه په خپل محکم نازل شوي -کتاب- کې یادونه کړې ده او د پیریانو حاضر شوي کس ګواهي ورکړې ده چې دا قرآن د الله -تعالی- لخوا نازل شوی او دا د هغه څه سره موافق دی چې موسی -علیه السلام- پرې راتګ کړی و او د قریشو کافرانو ګواهي ورکړې چې دا قرآن د بشر له وینا څخه ندی، او یقینا چې دا د بشر د وینا څخه جلا دی.
او مونږ ایمان لرو چې هغه څه چې په قرآن کې د الهي علومو، شرعي حکمونو او آدابو څخه دي هغه ټول -د انسان- په فطرت کې ځای پر ځای شوي دي، د هغه څه سره اړخ لګوي چې أنبیاوو -علیهم السلام- پرې راتګ کړی دی او ټول هغه بنسټونه چې قرآن کریم کې پرې ټینګار راغلی دی هغه څه دي چې رسولانو -علیهم السلام- ورته بلنه کوله او ټینګار یې پرې کاوه.
او قرآن کریم له هغه څه سره موافق دی چې الله تعالی یې له مخلوقاتو څخه غواړي او له هغه څه سره چې مخلوقات یې له خالق څخه غواړي؛ دا ځکه چې الله خالق دی، په هغه څه پوه دی چې بنده ګان ورته اړتیا لري او په هغه څه پوه دی چې د هغوی دیني، ځاني، مالي او کورنۍ چاري سموي، او په هیڅ شي یې امر ندی کړی مګر دا چې په هغه کې به لوړ مصلحت وي، او نه یې له کوم شي څخه منع کول کړي دي مګر دا چې په منع کولو کې به یې تر وروستي حده له احتیاط او ملاتړ څخه کار اخیستل شوی وي.
او قرآن له هغه څه سره موافق دی چې عقلونه یې غواړي، لدې امله کله چې الله -تعالی- په "سورة الانعام" کې د ممنوعاتو بنسټونو ته اشاره وکړه، نو پدې وینا سره یې خبره پای ته ورسوله چې: {لَعَلَّكُم تَعْقِلُونَ}.د دې د پاره چې تاسو له عقل څخه کار واخلئ.
او هغه دلیلونه چې قرآن کریم پرې راتګ کړی، هغه دي چې په وضاحت، فصاحت، ځواکمنۍ، نږدې والي او آسانتیا کې وروستي حد ته رسیدلي چې هر څوک پرې پوهیږي او هیڅوک نه شي کولای چې مات یې کړي او یا یې رد کړي، او دا -ځانګړتیا- له انسانانو څخه د هیچا په وینا کې نده پيژندل شوې او دلیلونه یې هیڅ امکان نه لري چې په باطل دلالت وکړي.
او لوی قرآن؛ همدغه د رب العالمین وینا ده، سره لدې د هر چا لپاره د لاسرسي وړ دی، او هیڅ بشر داسې ندی پیژندل شوی چې لیکنه یې ټولو ته آسانه وي او هر څوک دې پرې مخاطب وګرځول شي، نو دا ځانګړتیاوې لدې کتاب پرته بل کتاب ته ندي ورکول شوي.
او لوی قرآن له بدلون او اختلاف څخه خوندي دی، او الله تعالی ورته د قيامت تر ورځې پورې بقا او تلپاتې کېدل لیکلي، او دا بقاء او تلپاتې والی او نه بدلیدل پدې دلالت کوي چې د حکمت والا ستایل شوي ذات له لوري نازل شوی دی، او سره له تلپاتې کیدو، ابدي کیدو، ساتلو او د علمونو، فنونو، او کشفیاتو د نوښت سره مو هیڅ علم و نه موند چې د هغه څه مخالفت وکړي چې قرآن پرې راتګ کړی دی، بلکه علوم د قرآن سره موافقت لري په هغه څه کې چې په قرآن کې یې یادونه شوې ده، لکه د آسمانونو پیدایښت، د انسان پیدایښت او داسې نور.
او قرآن تر ټولو برابرې -لارې- ته لارښوونه کوي، نو دا هرې ښېګڼې ته شامل دی، دا له خالق او مخلوقاتو څخه خبر ته شاملیږي، او دنیا او آخرت، پيریان او انسانان، اوامر، نواهي، آدبونه، واجبات، جنت او دوزخ ، نو ایمان، عمل او بدلې ته شامل دی.
او قرآن کریم د ناروغیو لپاره شفا ده، او د بشر په وینا کې هیڅ داسې وینا نده پیژندل شوې چې په هغه کې د زړونو او بدنونو د ناروغیو درملنه پرته وي، لکه څرنګه چې پدې لوی قرآن کې راغلي دي؛ هغه قرآن چې د رب العالمین کلام دی.
او قرآن مونږ ته د تيرو قومونو خبرونه بيانوي لکه څنګه چې واقع شوي دي، حال دا چې د مکې په خلکو کې د دوی خبرونه نه وو خپاره شوي، نو الله تعالی مونږ ته حکایت کړل لکه څرنګه چې وو، نو دا د دې ثبوت دی چې دا -قرآن- د حکیم او ستایل شوي ذات لخوا وحې ده.
او لوی قرآن چې وضاحت، فصاحت، غیبي خبرونه او الهي قوانین له ځان سره لري، داسې یو پیغمبر راوړی دی چې نالوستی و، نه یې لیکل کولی شول او نه لوستل، نو دا د دې ثبوت دی چې دا قرآن د حکیم ستایل شوي ذات لخوا نازل شوی دی او د قرآن کریم یو سورت په مختلفو وختونو او مختلفو ځایونو کې نازل شوی دی، لدې سره بیا هم یو سورت داسې لوستل کیږي لکه په یو ځل چې نازل شوی وي، او دا معمول دی چې انسانان د پوهې له اړخه یو له بل سره توپیر لري او طریقې یو له بل سره جلا وي کله چې دوی په مختلفو وختونو کې کتابونه تالیفوي.
او رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ته الله -تعالی- سنت ( حدیث ) ورکړي لکه څرنګه یې چې قرآن ورکړی: او څوک چې په قرآن او سنت کې وګوري پوه به شي چې د دواړو تر منځه دومره توپیر دی چې نه پټیږي.
او دا چې قرآن د رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښوونو ته شامل دی، هغه څه چې باید وشي، یا هغه څه چې کول یې واجب دي.