او مونږ په کتابونو ایمان لرو، او دا د الله هغه کتابونه دي چې په خپلو رسولانو او نبیانو علیهم السلام یې نازل کړي دي.
هغه چې مونږ یې ترې پيژنو: د ابراهیم - علیه السلام -صحیفې، او د موسی علیه السلام - صحیفې، او تورات، او زبور، او انجیل او قرآن.
او مونږ ایمان لرو په هغه چې پیژنو یې او په هغه چې نه یې پیژنو.
او مونږ ایمان لرو چې دا ټول کتابونه د الله تعالی وینا او وحیې ده، چې په خپلو رسولانو علیهم السلام یې نازل کړي دي؛ جبرائیل أمین پرې نازل کړي دي، دې کتابونو په خپل ځان کې الهي قوانین، خبرونه، نصحیتونه، اوامر او نواهي رانغښتي دي، او هر کتاب په خپل وخت کې هغه وحیې وه چې عمل کول او پر - قوانینو - یې پریکړه واجب وه.
او مونږ ایمان لرو چې ځینې یې له ځینو نورو څخه غوره دي، تورات الله تعالی په خپل لاس سره لیکلی دی، الله تعالی فرمایلي: {وَكَتَبْنَا لَهُ فِي الأَلْوَاحِ مِن كُلِّ شَيْءٍ مَّوْعِظَةً وَتَفْصِيلاً لِّكُلِّ شَيْءٍ} (او مونږ د هغه لپاره په تختو كې د هر شي باره كې نصیحت او د هر شي تفصیل ولیكه) [الأعراف سورت: 145 آیت]، او هغه -صلی الله علیه وسلم- د ادم علیه السلام په اړه خبر ورکړ چې موسی -علیه السلام- ته یې وویل: «يَا مُوسَى اصْطَفَاكَ اللَّهُ بِكَلَامِهِ، وَخَطَّ لَكَ بِيَدِهِ»، «ای موسی، ته الله په خپل کلام سره غوره کړی یې، او تورات یې درته په خپل لاس لیکلی». بخاري (۶۶۱۴)، مسلم (۲۶۵۲)، ابو داود (۴۷۰۱)، ترمذي (۲۱۳۴) او ابن ماجه (۸۰) رواړی دی. او الله -تعالی- د تورات په اړه فرمایلي دي: {إِنَّا أَنزَلْنَا التَّوْرَاةَ فِيهَا هُدًى وَنُورٌ يَحْكُمُ بِهَا النَّبِيُّونَ الَّذِينَ أَسْلَمُواْ لِلَّذِينَ هَادُواْ} (بېشكه مونږ تورات نازل كړى دى، چې په هغه كې هدایت او رڼا ده، په ده سره به نبیانو، چې حكم منونكي وو، (د یهودیانو لپاره) فیصلې كولې). [المائدة سورت: 44 آیت]. حق ذات د انجیل په اړه فرمایلي: {وَآتَيْنَاهُ الإِنجِيلَ فِيهِ هُدًى وَنُورٌ وَمُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ التَّوْرَاةِ وَهُدًى وَمَوْعِظَةً لِّلْمُتَّقِين} (او مونږ هغه ته انجیل وركړ، چې په هغه كې هدایت او رڼا وه او چې له ده نه د مخكې (كتاب) تورات تصدیق كوونكى و او د پرهېزګارانو لپاره هدایت او نصیحت و). [المائدة سورت: 46 آیت].
او په کتابونو ایمان؛ په الله -تعالی- د ایمان له رکنونو څخه دریم رکن دی، الله تعالی فرمایلي: {آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْهِ مِن رَّبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ كُلٌّ آمَنَ بِاللّهِ وَمَلآئِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ لاَ نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّن رُّسُلِهِ وَقَالُواْ سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا غُفْرَانَكَ رَبَّنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِير} (رسول پر هغه څه ایمان راوړى دى؛ چې په ده باندې د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى او مومنانو هم، ټولو ایمان راوړى دى په الله باندې او د هغه پر ملايكو او د هغه پر كتابونو او د هغه په رسولانو باندې (او وايي) مونږه د هغه (الله) په رسولانو كې د هیچا په مینځ كې توپیر نه كوو).او وايي: مونږ واورېدل او مونږ خبره ومنله (مونږ) ستا (نه) بخښنه (غواړو) اې زمونږه ربه! او خاص تا ته بېرته درتګ دى). [البقرة سورت: 285 آیت]، او له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې یوه ورځ رسول الله -صلی الله علیه وسلم- خلکو ته راښکاره شوی و، نو یو سړی ورته راغی، او ویې وییل: ای د الله رسوله ! ایمان څه دی؟ هغه وفرمایل: «أَنْ تُؤْمِنَ بِاللهِ، وَمَلَائِكَتِهِ، وَكِتَابِهِ، وَلِقَائِهِ، وَرُسُلِهِ، وَتُؤْمِنَ بِالْبَعْثِ الْآخِرِ»، "دا چې په الله، د هغه پر ملائکو، د هغه پر کتابونو، د هغه سره په مخ کیدلو، د هغه په رسولانو ایمان ولرې او دا چې ته په وروستي ځل راپاڅېدو باور ولرې". بخاري (4777)، مسلم (9) او ابن ماجه (64).) روایت کړی دی. او دا چې د هغه چا په څېر نه شو چې په ځینو یې ایمان راوړ، او په ځینو یې کفر وکړ، لکه څرنګه چې الله -تعالی- په خپلې دې وینا سره له هغوی څخه خبر ورکړ: {إِنَّ الَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِاللّهِ وَرُسُلِهِ وَيُرِيدُونَ أَن يُفَرِّقُواْ بَيْنَ اللّهِ وَرُسُلِهِ وَيقُولُونَ نُؤْمِنُ بِبَعْضٍ وَنَكْفُرُ بِبَعْضٍ وَيُرِيدُونَ أَن يَتَّخِذُواْ بَيْنَ ذَلِكَ سَبِيلا} (یقینا ھغه کسان چی کفر کوي په الله تعالی او د ھغه په رسولانو باندې او دوی غواړي چی جدايی راولی د الله تعالی او د ھغه د رسولانو په مینځ کې ( په ایمان راوړلو کې ) او دوی وايې مونږ ایمان لرو په ځینو باندې او انکار کوو له ځینو نورو څخه او دوی غواړی چی جوړه کړي د دې په مینځ کی بله لار). [النساء سورت: 150 آیت]، یا د هغو کسانو په څیر چې د هغه کتابونو څخه انکار کوي چې الله -تعالی- په خپلو رسولانو نازل کړي دي، حق ذات د هغوی څخه د خبر ورکولو په موخه فرمایلي دي: {الَّذِينَ كَذَّبُوا بِالْكِتَابِ وَبِمَا أَرْسَلْنَا بِهِ رُسُلَنَا فَسَوْفَ يَعْلَمُون} (هغه كسان چې تكذیب كوي د كتابونو او د هغه څه چې په هغو سره مونږ خپل رسولان لېږلي وو، پس ژر به دوى پوه شي). [غافر سورت: 70 آیت].
او مونږ ایمان لرو چې ټول هغه کتابونه چې له قرآن څخه مخکي دي، الله -تعالی- یې د ساتلو ضمانت نه و کړی؛ بلکې د هغې ساتنه يې هغو خلکو ته سپارلې وه چې الله تعالی پرې نازل کړي وو، څښتن -تعالی- فرمايي: {إِنَّا أَنزَلْنَا التَّوْرَاةَ فِيهَا هُدًى وَنُورٌ يَحْكُمُ بِهَا النَّبِيُّونَ الَّذِينَ أَسْلَمُواْ لِلَّذِينَ هَادُواْ وَالرَّبَّانِيُّونَ وَالأَحْبَارُ بِمَا اسْتُحْفِظُواْ مِن كِتَابِ اللّهِ وَكَانُواْ عَلَيْهِ شُهَدَاء} (بېشكه مونږ تورات نازل كړى دى، چې په هغه كې هدایت او رڼا ده، په ده سره به نبیانو، چې حكم منونكي وو، د یهودیانو لپاره فیصلې كولې او الله والا خلکو او عالمانو (به هم فیصلې كولې)، ځكه چې دوى د الله د كتاب ساتونكي ګرځول شوي وو او دوى په ده باندې ګواهان وو). [المائدة سورت: 44 آیت]؛ لدې امله تحریف ور داخل شو، الله - تعالی - فرمایلي: {فَبِمَا نَقْضِهِم مِّيثَاقَهُمْ لَعنَّاهُمْ وَجَعَلْنَا قُلُوبَهُمْ قَاسِيَةً يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ عَن مَّوَاضِعِهِ وَنَسُواْ حَظًّا مِّمَّا ذُكِّرُواْ بِهِ} (نو د خپلې كلكې وعدې د ماتولو په سبب مونږ پر دوى لعنت وكړ او مونږ د دوى زړونه سخت كړل، دوى (د تورات) كلمې له خپلو ځایونو نه اړوي او دوى ته چې څه نصیحت شوى و؛ د هغه (لویه) حصه يې هېره كړله). [المائدة سورت: 13 آیت].
او دغه الهي کتابونه د ورکیدو او هیریدو له سرنوشت سره مخ شول؛ تور لګوونکو ولیکل او د هغې نسبت یې الله تعالی ته په دروغو او تهمت سره وکړ، حق ذات فرمایلي دي: {فَوَيْلٌ لِّلَّذِينَ يَكْتُبُونَ الْكِتَابَ بِأَيْدِيهِمْ ثُمَّ يَقُولُونَ هَـذَا مِنْ عِندِ اللّهِ لِيَشْتَرُواْ بِهِ ثَمَناً قَلِيلاً فَوَيْلٌ لَّهُم مِّمَّا كَتَبَتْ أَيْدِيهِمْ وَوَيْلٌ لَّهُمْ مِّمَّا يَكْسِبُون} (نو د هغو كسانو لپاره هلاكت دى چې په خپلو لاسونو (له ځانه) كتاب ليكي، بيا وايي: دا د الله له جانبه دى، د دې لپاره چې د هغه په بدل كې لږ قيمت واخلي، نو د دوى لپاره هلاكت دى په سبب د هغه څه چې د دوى لاسونو ليكلي دي، او د دوى لپاره هلاكت دى په سبب د هغه چې دوى څه عمل كوي). [البقرة سورت: 79 آیت]، دوی یې په خپلو ژبو تلاوت کوي ترڅو مخلوق ته دوکه ورکړي؛ او د الله -تعالی- له لورې یې وګڼي، الله -تعالی- له هغوی څخه د خبر ورکولو په موخه فرمایلي دي: {وَإِنَّ مِنْهُمْ لَفَرِيقًا يَلْوُونَ أَلْسِنَتَهُم بِالْكِتَابِ لِتَحْسَبُوهُ مِنَ الْكِتَابِ وَمَا هُوَ مِنَ الْكِتَابِ وَيَقُولُونَ هُوَ مِنْ عِندِ اللّهِ وَمَا هُوَ مِنْ عِندِ اللّهِ وَيَقُولُونَ عَلَى اللّهِ الْكَذِبَ وَهُمْ يَعْلَمُون} (او یقینًا په دوى كې یوه ډله ده چې په (لوستو د) كتاب سره خپلې ژبې تاووِي، د دې لپاره چې تاسو پر هغهٔ د (الله د) كتاب ګومان وكړئ، حال دا چې هغه له (حق) كتاب څخه نه دي، او دوى وايي چې دا (مُحرَّف عبارتونه او تعبيرونه) د الله له جانبه دي، حال دا چې هغه د الله له جانبه نه دي، او دوى په الله باندې دروغ تپي، حال دا چې دوى پوهېږي). [آل عمران سورت: 78 آیت].